نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ډیورند کرښه یعنې څه؟
نقاد
15.01.2007
[color=blue:8275c182fb]له ۱۹۴۷ څخه د پاکستان له جوړېدو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند د کرښې پرسر لانجه روانه ده .
۱ ـــ په رسمیت ددغې کرښې د منلو او نه منلو اهمیت د پاکستان او په تیره بیا د افغانستان له پاره څه شی دی ؟
آیا دا مسئله ددواړو هیوادونو له پاره دومره یوه حیاتی مسله ده (؟) ، که وي نو پر کومو دلیلونو ؟
۲ ـــ ستاسو پر اند افغان حکومت په دې برخه کې څه مسئولیت ا و رسالت لري ؟
۳.ــــ د کرښې د دواړو غاړو دقبایلو تر منځ د روانو جرګو په جوړلو کې باید افغان حکومت څه رول ولوبوي ؟
[/color:8275c182fb]
ع کريم حليمي
16.01.2007
محترم دانشمندنقاد صاحب او درنو لوستونکو
سلامونه او ښې هيلي ~
[quote:e2d76ad305]۱ ـــ په رسمیت ددغې کرښې د منلو او نه منلو اهمیت د پاکستان او په تیره بیا د افغانستان له پاره څه شی دی ؟ [/quote:e2d76ad305]
افغانستان به يو مستقل ملک سي ، او پاکستان له منځه خڅه ځي !
د يوه مرګ ،او بل د مړژوانده ژوند څخه خلاصيږي او په ارامي به سا وکاږي
٣[quote:e2d76ad305] ـــ ستاسو پر اند افغان حکومت په دې برخه کې څه مسئولیت ا و رسالت لري ؟ [/quote:e2d76ad305]
هر چا چه دا معضله او مشکل خلق کړي ، حل ئې له هغوسره سته او د حل قدرت
لري ٠ افغان او پاک دواړه دا معضله نه سي حل کولی
افغان حکومت دي پر خوله لاس ونيسي خبري دي نه کوي ولي چه سياست
او تدبير ئې نه زده ، يوازي دي هغه د پخوا ډول وهي چه "داپښتوستان زموږ"
نور کاردي و امريکاته پرېږدي ٠
دوی خط کش کړی وو دوی به ئې له منځه وړي ٠
طلاب دي ژوندي وي ، که طلاب ژوندي وه خط له منځه ځي او که طلاب ورک
سوه نو خط پاته سوو او افغان به همېشه مړژوانده وي ، ولي چه ژوند معنا
د بحر اوبوته لار درلودل ٠
تبصره
17.01.2007
..........................................................[color=red:9322b9ca4d]تبصره [/color:9322b9ca4d]
ديني ورور محترم حليمي صاحب او ښاغلي نقادصيب ته مو سلامونه اونېکې هيلي رسوم .
د هند د سمندر شمال ته څيرمه هيوادونه هند او ايران د خپل دغسې موقعيت او وګړو پر مټ ډيرپخوا ددولت او دولتي جوړښت خاونداشوي دي اودلرغونو دولتونو له نامه لکه چين ، مصر او بابل سره په يوه ليکه کې ياديږي . کله چې لوی افغان احمد شاه بابا خپلو ننګياليو وګړو او دخپلې خاورې دغه موقعيت ته پام شو
نو د ورته يوه دولت د بنسټ ايښودلو په فکر کې شو .ده په دغه رسالت کې يواځې او يواځې پر خپل خدای (ج) او خپلووګړو تکيه وکړه او بري ته ورسيد! احمد شاه بابا د هيواد راتلونکومشرانوته يو زرين درس او پند پريښود چې بري پرخپل ولس تکيه اوپر الله تعالي توکل غواړي او بس ! خودده په لمسو اوکړ وسو کې دغه يوکارهم نه و اوکندهاري پادشا هانو د احمداشاه با با پرﻻس دافغانانو جوړه شوی امپراطوري يې دړې وړې او بالاخره يې دهغې ډيره برخه په ګاونډکی پرديو قدرتونو ته وسپارله ، چې تر ټولوننګينه ، رسوا او پرتوږ وتلې پيښه يې د ډيورندکرښه وه . دلوی کندهار دميړني ، لوي ننګرهار دننګيالي اولويې پکتيا د غيرتي وګړو په خلاف دغوبې ننګو بي غيرتو کندهاري پاد شاهانو تر نن ورځې پورې دخپل قام ،وطن ،تاريخ او ټول افغان ملت په وړاندې د بي غيرتۍ ، بې ننګۍ ، خجالت اوخړسترګۍ ، ملي خيانت او جنايت نه ډکې واکمنۍ ته په ډيره سپين سترګۍ سره دوام ورکړی دی .
دادي د زاړه استعمار نوي استازي انګليسان او دنوي استعمار استازي امريکايان دواړه بيا ديو کندهاري ولسمشر کرزي پر چرګۍ ميلمانه دي او د ډيورند د ننګينې ګرښې مسله يې د پاکستان پر خوله بيا راپورته کړې ده . تر
انګليس او امريکادمخه پاکستا ن پخپله هم (خو ) دامريکاپه مرسته دغسې يوبل بي غيرته کندهاری اخن دملا عمر په نامه قدرت رسولي و، څود ډيورند مردوده کرښه پرې ومني او افغانستا ن هم پرې ترخپل کنترول ﻻندې راولي . کرزي صيب که نور څه نشي کولي نو هسې بوڅ خو کښيني اود داړچينګي په توګه پر پاکستان باندې تورونه لګوي .خوملاعمر تراسه پورې دوسله وال اپوزيسيون دمشرپه توګه هم داجرئت ونه کړ ،چې د ډيورند د مردودې کرښې په اړه پر خپل بادار پاکستان باندې جزي ترين تنقيد وکړي !
خو په وروستيو کې د کرز حکومت د تورونو دلګولو پوګري ډيره کړې ده، که دا پوګري د پاکستان له پاره د امريکا،انګليس ،ناتواوملګروملتونو پر دسيسه ددې له پاره په کارلوېدلې وي چې له کرښې نه هاخوا څخه د القاعده اونورو ترهګرو د راوښتلو دمخنيوي [color=white:9322b9ca4d]پر پلمه [/color:9322b9ca4d]پاکستان لکه چې وينو د پولې د تړلو او ماين کولو فشار زيات کړي اوپه دې توګه د ډيورند کرښه دکرزي پر حکومت باندې په رسميت سره وپيژني ،يعني کرزی مجبور کړي چې د يوه سپږن امنيت له پاره ټول پوستين ته اور واچوي اود کرښی تړل ومني،نو بيا لرې نه ده چې دد غسې يوګوډاګي حکومت پر ضد به ملي قيام له کندهاره تراټکه په پراخو ابعادوسره پيل شي او د پوستین پر ځای به سپږن حکومت د سپږو سره وسیزي .
ghafar
20.01.2007
درنو دوستانو سلامونه اونېکې هیلې !
زما په نظر په افغانستان کې که له ځینو استثناو څخه تېر شو، په ټولئیزه توګه خلک د ډیورند د کرښې په رامنځته کیدو او پدې هکله د نورو تاریخي واقعیتونو په هکله په کافی اندازه معلومات نلری . په هر دلیل چې و ، خلکو ته یواځې دومره ویل شوي، چې دا کرښه د هغه وخت استعماری ځواک انګلیسانو له خوا په زوره پر مونږ تحمیل شوې ده. خو د دغه تحمیل شوې موافقې محتوا او د تحمیلولو دلیلونه د عامو اذهانو د روښانولو په موخه خپاره او تفسیر شوي ندي. نو ځکه د افغان ولس او د استعماری انګلیس جګړوته په پام سره، خلک دومره حساس شوي، چې پرته د همدې یوه نظر، چې دا کرښه پر مونږ تحمیل شوې، حتی پوښتنې ، چې لږې ندي، هم زغملئ نشي.
یو واقعیت باید ومنل شی، چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په سر لانجې په وړاندې د افغانستان د بیلا بېلو حکومتونو چلند د لانجې په حل کې اغیز من نه و. بر عکس دلانجې دوام د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځ بې باوری زیاته کړه او په نتیجه کې یې په ځانګړیتوګه د ډیورند د کرښې د دواړو خواوو مېشت وګړي زیانمن کړي دي . که دا لانجه ، په هر ډول چې وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !!
خو مخ کې لدې، چې د ډیورند پر کرښې رسمی خبرې اترې پیل شی، باید د افغانستان حکومت د ۱۸۹۳ کال د ډیورند د معاهدې څخه نیولی تر اوسه ټولې هغه معاهدې، چې یو ډول نه یو ډول د ډیورند معاهده اغېزمنوي، خپرې او تفسیر کړي، تر څو د عامو خلکو معلومات زیات او پدې توګه په رسمی خبرو کې، [color=blue:ba24c502bf]نه د احساساتو له مخه[/color:ba24c502bf] بلکې د پوهې پر بنسټ له دولت څخه ملاتړ وکړي.
په درناوي
pattang
20.01.2007
څواکمنه په قلم دې برکت شه مانغوښتل چې نور څه وليکم خو د ستميانو استاذي
مجبور کړم. که څه هم زه دی نو ينم خو بوی يې راځي ٠
غفاره !
دغه خبرې ستميانو پورته کړې اوتا يې په استا زيتوب دلته ليکلي دي .
عينې شی ستميان ليکي او هدف يې دادی چې پر دې پردي غله حکومت او
دقاچقبرانو اود ISI داستازيو نه ډکه اولسي جرګې دډېورند کرشه ومني چې
دتاجکانو او پاکستانيانوابدي ارمان پره کړي ٠
ظالمه ته داڅه مرداري ليکې :
[quote:4c0ab6c9f4]یو واقعیت باید ومنل شی، چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ
د ډیورند کرښې په سر لانجې په وړاندې د افغانستان د بیلا بېلو حکومتونو چلند د
لانجې په حل کې اغیز من نه و. بر عکس دلانجې دوام د افغانستان او پاکستان
حکومتونو تر منځ بې باوری زیاته کړه او په نتیجه کې یې په ځانګړیتوګه د ډیورند
د کرښې د دواړو خواوو مېشت وګړي زیانمن کړي دي . که دا لانجه ، په هر ډول چې
وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !! [/quote:4c0ab6c9f4]
دا وګړي /خلک ندي، دا وروڼه دي، دډيورند غيرې انساني او اجباري کرښه
دپښتنو قومونه مومند ، شينواري ، منګل ،ځاځي، بنوڅي ،نورزي ، اڅکزي......,
ټول پښتانه جدا کوي، هيواد خو ستا ملګر يونظاريانو ، چپنې cia
,زنچو،هيوادغل او نورو بېناموسانو په امريکا يانو خرڅ کړل اواوس له کرښې
هغې خواته يې هم په پنجاپيانو خرڅه وې چې نظاريان غوښې پرې واخلي??
تو لانت پر هغوی چې خيانت کوي ٠
-- دډيورند کرښه پښتانه ن منې او خبرې به هلته پرې کيږي چې په افغانستان
کې د خلکو دولت جوړشي اومستعمره نوي او هغه هم هلته چې 3/4 دافغان اولس
اوهم دکرښې هغې خواته پښتانه په ازاده فضاکې لمړ ی په قومي
سطحه او بيا په دولتي سطحه خبرې پرې وکړي ٠
که هرڅوک هر څه پرېکړې د پښتنو وېش د طبيعت او انسانيت دقانون
ضد دی او دبشر دحقوقي قوانينو په چو کاټ کې نه راځي ٠
د ډیورند کرښه یعنې څه؟
shawali khairkhail
21.01.2007
درنو دوستانو سلامونه اونېکې هیلې !
غفار جانه زما زړه د ډیر بد کا ، په څشی چه نه پوهیږی ولی ی لیکی.
تا لیکلی.....یو واقعیت باید ومنل شی، چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په سر لانجې په وړاندې د افغانستان د بیلا بېلو حکومتونو چلند د لانجې په حل کې اغیز من نه و. بر عکس دلانجې دوام د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځ بې باوری زیاته کړه او په نتیجه کې یې په ځانګړیتوګه د ډیورند د کرښې د دواړو خواوو مېشت وګړي زیانمن کړي دي . که دا لانجه ، په هر ډول چې وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !!
[color=orange]لدینه ستا مطلب څه دی؟
(که دا لانجه ، په هر ډول چې وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !!)
momtaz
21.01.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:1f7b37a6ca][color=white:1f7b37a6ca]زما په نظر په افغانستان کې که له ځینو استثناو څخه تېر شو، په ټولئیزه توګه خلک د ډیورند د کرښې په رامنځته کیدو او پدې هکله د نورو تاریخي واقعیتونو په هکله په کافی اندازه معلومات نلری . په هر دلیل چې و ، خلکو ته یواځې دومره ویل شوي، چې دا کرښه د هغه وخت استعماری ځواک انګلیسانو له خوا په زوره پر مونږ تحمیل شوې ده. خو د دغه تحمیل شوې موافقې محتوا او د تحمیلولو دلیلونه د عامو اذهانو د روښانولو په موخه خپاره او تفسیر شوي ندي. نو ځکه د افغان ولس او د استعماری انګلیس جګړوته په پام سره، خلک دومره حساس شوي، چې پرته د همدې یوه نظر، چې دا کرښه پر مونږ تحمیل شوې، حتی پوښتنې ، چې لږې ندي، هم زغملئ نشي. [/color:1f7b37a6ca][/quote:1f7b37a6ca]
محترم غفار صیب، په دغې څرګندونې سره په حقیقت کې هغه څه پېښېږي، چې تاسې یې وړاندوینه کړې وه !! تاسو په اصطلاح د غمبسو کور کې لاسوهلئ دئ. اوس به ډول ډول زهرجنې غمبسې له سوریو څخه ووځي، چې پخپلو کڅوړو کې پرته له زهر نور څه نلري. shawali khairkhail صیب لیکي:
[quote:1f7b37a6ca]غفار جانه زما زړه د ډیر بد کا ، په څشی چه نه پوهیږی ولی ی لیکی. [/quote:1f7b37a6ca]
پتنګ صیب لیکي:[quote:1f7b37a6ca]که هرڅوک هر څه پرېکړې د پښتنو وېش د طبيعت او انسانيت دقانون
ضد دی او دبشر دحقوقي قوانينو په چو کاټ کې نه راځي [/quote:1f7b37a6ca]
محترمو shawali khairkhail او pattang ورونو ! دومره احساساتی کېږئ ولې؟ د ټول افغان پاڼې د مسئولینو کور دې ودان وي، چې مونږ ته یې دا ضمینه برابره کړې ده، چې د ټولنیزو موضوعګانو په بېلابېلو برخو باندې بحث وکړوو.
دلته خو د ډیورند د کرښې کنفرانس جوړ ندئ، چې پرېکړه پرې وشی. دلته زمونږ هېوادوال نقاد صیب د ډیورند کرښې په هکله یو بحث پرانیستئ دئ او ځینې پوښتنې یې مطرح کړې دي. چې محترم غفار صیب د خپل نظر څرکند کړی او د افغانستان په تېرو حکومتونو نیوکه کړې، چې تېرو حکومتونو د ډیورند د کرښې پر لانجې اغیزمن کارونه ندي کړي او هېوادوالو ته یې پدې هکله کافی معلومات ندي ورکړي. دا دغفار صیب نظر دی، حتمی ندی چې د بحث نورو برخه والو نظر وي !! اوس نو که څوک پدې نظر دئ، چې د غفار ورور څرګندونې سمې ندي، نو مهرباني دې وکړي او په تفصیل سره دې ولیکي، چې تیروحکومتونو د ډیورند کرښې په هکله کوم موثر کارونه کړي دي. زه به ډېر خوشحاله شم که کوم څوک د ډیورند بشپړه معاهده دلته نقل کړي، ځکه ما تر اوسه د دې امکان نه درلود، چې اصلی معاهده ولولم !
پتنګ ورور ته یوه یادونه:
تاسو د [color=white:1f7b37a6ca] په اولو وختو کې خو دا فوروم داسې مست وو لکه د اندړو اتڼ[/color:1f7b37a6ca] تر عنوان لاندې یو بحث پرانیستئ او شکایت کوئ، چې په بحثونو کې د ګډون کونکو شمېر ډېر کم شوئ ! که څه هم زه پوهېږم چې تاسې پرته د خپل بل هیڅ حقیقت نه منئ، خو سره لدې هم زه تاسو ته وایم. آیا پدې متوجه شوي یاست، چې نورو ته د سپکو سپورو د ویلو له کبله ستاسې لیکنې ړنګې شوي دي !!! په هغو بحثونوکې چې تاسې ګډون کوئ ډېر هېوادوال خپله پرده کوي او ګډون نه کوي، ځکه هغوی لدې څخه وېره لري، چې ستاسو د سپکو سپورو تر برید لاندې رانشي. که په بحثونو کې همدې چلند ته دوام ورکړئ، ښایي نور هېوادوال هم دا بحثونه پرېږدي !!!
والسلام
pattang
21.01.2007
ممتازاغا سلامونه !
اوبه خړه ول اوپه دروغو تېښتې ته ځان جوړل خودکلا سيک پښتانه خوی اوکار
ندی ٠ مخکې پښتانه ښه وو او س ګډ وډ شول خپل هويت يې ورک کړی دی٠
پتنګ خود کوڅې سړی ندی چې هر چاته بدې خبرې کوي ،يواځې هغوی ته چې انتي
پښتني سياست کوي ، که په وجداني ډول سره د غفار لا لا ليک ولوني عينې مفهوم او مانا پکښې پرته ده کوم يې چې نظاريان او او ستميان يې غواړي٠
[color=brown:396c12790c]داندړواتڼ :[/color:396c12790c]
ضرورندی چې يواځې دکرزي ګوډاګي په دولت او د اشغالګرو په ژوبله او ترور بحثونه وشي ترڅو چې د پتنګ احساسات ستاسو ماڼۍ ولړزوي، تاسوکولی شی چې علمي ،فلسفي، اقتصادي او مسلکي بحثونه وکړی،خوداټول سست دي اوهيڅ موهم له وسه نکيږي نو خوار پتنګ ولې پلمه کوۍ ٠
[color=darkred:396c12790c]بياستا بله خبره :[/color:396c12790c]
دډيورند په کرښه ته نه يې خبر ، ته دا څرنګه، قسم په
خدای چې زما بيسواده انا هم پرې خبره وه .
دادی لنډ مهم مالومات په انګلسي ژبه دنورو په قضاوت اوتاريخ :.
[size=14:396c12790c]Durand-Linie
The Durand-Linie is an inaccurate, 2.450 km long demarcation line between Afghanistan and Pakistan.
After the first both British-Afghan wars, Great Britain 1893 succeeded to differentiate her/its/their colonial possessions from Afghanistan with the Durand-Linie in British-India (today Pakistan). The line was named according to the Indian administration's then secretary of State, Sir Henry Mortimer [color=red:396c12790c]Durand, and was decided under British pressure in the agreement of both sides for 100 years from 1893 to 1993. The demarcation[/color:396c12790c] line was put consciously through the settlement-areas of the Paschtunen to do around a buffer-zone from Afghanistan and, to be able to control the people of the Afghans better so. Approximately one third of Afghanistan was annexed by the British.
in 1947, the state Pakistan will establish pushton areas under inclusion. The Afghan Loja Dschirga ("large advice-meeting") of 1949 declared ones as a result the Durand-Linie for invalid, since not the original agreement with the British and with the little Pakistani government had been decided.
Afghanistan still insists on the return of his/its areas (NWFP, FATA and the northeast Belutschistans, Federally Administered Tribal Areas (FATA ) of Pakistan, because regarding the agreement. the [color=brown:396c12790c]Durand-Linie ran out since 1993. For this reason, there is also no official border between the two countries and the problem was not solved until today.[/color:396c12790c]
The demarcation line hardly to be overseen moved in the consequence of the anti-terror-fight after the attacks of the 11. September 2001 again stronger into the public consciousness. Taliban-Kämpfer and Al-Qaida-Anhänger moved relatively unhindered in the area and found protection in the autonomous Pushtons area in Pakistan so.
Recently, however, some politicians of Afghanistan show a certain willingness to acknowledge the border at Pakistan after now more than 50 years. A solution of the conflict seems in view at least at present.
Weblinks[/size:396c12790c]
نالت په هغوی چې څوک پښتا نه خرڅوي او دغه نالتي ظالمه دزور کرښه
باطله اوغيرې حقوقي نه بولي.
momtaz
21.01.2007
پتنګ صیب د سلامونو وروسته داسې ښکاري، چې پخپلو خبرو مین یې نورې لیکنې سمې نه لولې ! خدای دې ستا انا که ژوندۍ نه وي و بښي خو هغې محترمې ته یې ډېر بې ادبه روزلئ یې ! ما د لوستونکو څخه هیله کړې وه، که څوک [color=white:e79807e364]د ډیورند د اصلی معاهده[/color:e79807e364] متن را نقل کړي. تا خو د ویکی پېدیا او یا öکومې بلې دکشنړي څخه یو څه را نقل کړي، چې یوه برخه یې د موجودو او یا د تېرو څو کلونو انکشافاتو پورې اړه لري. سره لدې هم ډېره مننه !
[quote:e79807e364] ضرورندی چې يواځې دکرزي ګوډاګي په دولت او د اشغالګرو په ژوبله او ترور بحثونه وشي ترڅو چې د پتنګ احساسات ستاسو ماڼۍ ولړزوي، تاسوکولی شی چې علمي ،فلسفي، اقتصادي او مسلکي بحثونه وکړی،خوداټول ست دي اوهيڅ موهم له وسه نکيږي نو خوار پتنګ ولې پلمه کوۍ ٠ [/quote:e79807e364]
ګرانه! د پیلانو حکیم غوندې دومره باټې وهې لکه چې د اټم بم دې اختراع کړئ وي ! ما خو ستا په لیکنو کې پرته د ناسزا لکه : نالت پر ده او هغه، مړ دې وي دا یا هغه، یوه ته د ګوډاګي او پل ته د ده او یا هغه نوکر او ځینو نورو ته بیا د دلګانو، بېناموسانو، غلو خطاب کولو، کوم بل ستا په خبره [color=darkblue:e79807e364] علمي ،فلسفي، اقتصادي او مسلکي بحث[/color:e79807e364] ندئ لیدلئ ! که کوم څوک کله له تا څخه هیله کوي، چې دومره تف تف مه کوه، چې لاړې به دې خلاصې شي، نو د خپلې خدای بښلې انا د تربیې له برکته بیاپه میتیازو ځواب وایې !
هو! یو غیرتمنه پښتون باید چې همداسې اوسي ډاکټر صاحب !!! که څنګه؟؟؟
والسلام
momtaz
21.01.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
ډېره مننه کوشان صیب !
ما خو د هېواد تاریخپوه پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په ژباړه کې د ډیورند د کرښې د اعتبار مودې په هکله کوم څه ونه لیدل. که څه هم په معاهدې کې کومه اشاره نده شوې، آیا دغې معاهدې سره نورې ضمیمې هم شته، چې په هغه کې دمعاهدې د اعتبار موده ۱۰۰ کاله ټاکل شوې وي ؟؟؟
والسلام
pattang
21.01.2007
ممتازصيب سلامونه !
وروره حقيت څرګند ول هميشه تريخ دی ، خو سړې يې بايد پټ نکړي٠
اڼډيواله وخت به نه ضايع کوو، ته نه پوهيږې چې څه غواړې زما
په عقيده ستادغوښتنو ټول ځوابونه ما درست در کړي دي ٠
په خبره پوهيدل اسانه کاراودهرچا کارندی زه تا نه ملامته ومه ،ډېر
خلک داتکليفونه لري .
وروره زه بې ادبه نيم خو حقيقت ته سيخ ورځم اوکوم بل هدف نلرم زما هدف يوازې
دپښتنو حقوق دي چې په دو برخو په ظلم وېشل شوې ا و تر ابده په اقتصادي
اوکلتوري زيانونو ککړدي اوداهم دخپلوپښتنو له لاسه نو ځکه زه پر داسې
خرڅ شويو استاذيو توکمه خو لدې ځله به داسې ليکم ( ميتازې په خائينانو ) ټول
دغه شيان اولسي دي له محکمې او محاکمې سره اړه نلري اوستاسو ملګريوته
کوم زيان اوس نرسوي ٠
له ليک نه دې داسې مالو ميږي چې په المان ، هالنډ... کې ژوند کوې (ö)
نوکه ويده نه يې او خوب نکوې په دوه ټکي انګليسي خو بايد پوه شې :
دديورند دکر ښې اصلي متن امکان لري د انګلسانو د وزارت خارجې په ارخيوکې
پروت وي نو هغه تاسوته له کومه شي اوګټه يې څه?
خوهغه مهم ټکي يي دلته راوړل شوي دي اونوريې مهم ندي او که هسي موضع بلې
خواته وړې ?٠
که له ما څخه چا علمي بحث نوي ليدلی نو د نورو مخه خومې هم ندی نيولې راشه
شروع وکړه، زه نه در ځم ٠
د غه لاندې بوينه کرښه ستا د مغزوغلطه عکاسي ده ،بېرته يې در واخله:
[quote:04febbbca7]هو! یو غیرتمنه پښتون باید چې همداسې اوسي ډاکټر صاحب !!! که څنګه؟؟؟[/quote:04febbbca7]
څکه چې د پردې څټ ته قضاوت دلودګانوکاردی ٠که څنګه ؟ ؟ ؟.
[quote:04febbbca7="momtaz"]پتنګ صیب د سلامونو وروسته داسې ښکاري، چې پخپلو خبرو مین یې نورې لیکنې سمې نه لولې ! خدای دې ستا انا که ژوندۍ نه وي و بښي خو هغې محترمې ته یې ډېر بې ادبه روزلئ یې ! ما د لوستونکو څخه هیله کړې وه، که څوک [color=white:04febbbca7]د ډیورند د اصلی معاهده[/color:04febbbca7] متن را نقل کړي. تا خو د ویکی پېدیا او یا öکومې بلې دکشنړي څخه یو څه را نقل کړي، چې یوه برخه یې د موجودو او یا د تېرو څو کلونو انکشافاتو پورې اړه لري. سره لدې هم ډېره مننه !
[quote:04febbbca7] ضرورندی چې يواځې دکرزي ګوډاګي په دولت او د اشغالګرو په ژوبله او ترور بحثونه وشي ترڅو چې د پتنګ احساسات ستاسو ماڼۍ ولړزوي، تاسوکولی شی چې علمي ،فلسفي، اقتصادي او مسلکي بحثونه وکړی،خوداټول ست دي اوهيڅ موهم له وسه نکيږي نو خوار پتنګ ولې پلمه کوۍ ٠ [/quote:04febbbca7]
ګرانه! د پیلانو حکیم غوندې دومره باټې وهې لکه چې د اټم بم دې اختراع کړئ وي ! ما خو ستا په لیکنو کې پرته د ناسزا لکه : نالت پر ده او هغه، مړ دې وي دا یا هغه، یوه ته د ګوډاګي او پل ته د ده او یا هغه نوکر او ځینو نورو ته بیا د دلګانو، بېناموسانو، غلو خطاب کولو، کوم بل ستا په خبره [color=darkblue:04febbbca7] علمي ،فلسفي، اقتصادي او مسلکي بحث[/color:04febbbca7] ندئ لیدلئ ! که کوم څوک کله له تا څخه هیله کوي، چې دومره تف تف مه کوه، چې لاړې به دې خلاصې شي، نو د خپلې خدای بښلې انا د تربیې له برکته بیاپه میتیازو ځواب وایې !
هو! یو غیرتمنه پښتون باید چې همداسې اوسي ډاکټر صاحب !!! که څنګه؟؟؟
والسلام[/quote:04febbbca7]
24.01.2007
ښاغلی محترم غفار او درنو دوستانو سلامونه اونېکې هیلې !
[quote:58394b1104]د ډیورند د کرښې اړه .. خلکو ته یواځې دومره ویل شوي، چې دا کرښه د هغه وخت استعماری ځواک انګلیسانو له خوا په زوره پر مونږ تحمیل شوې ده. خو د دغه تحمیل شوې موافقې محتوا او د تحمیلولو دلیلونه د عامو اذهانو د روښانولو په موخه خپاره او تفسیر شوي ندي.[/quote:58394b1104]
لږ ترلږه په دې کې خو هیڅ شک نشته چې د ډیورندمنخوسه کرښه پر مونږ ، زمونږ په پلرونو او نیکونو باندې پر وچ زور د عدالرحمانخان د ګوډاګی حکومت په خیانت او جنایت سره تحمیل شوې او زمونږ له مقدسې پلرنۍ خاورې څخه یې د اټک تر اباسینه پورې زمونږ پلرنۍ خاوره پر وچ زور غصب کړې ده . هیڅ ډول تفسیر دغه حقیقت نشی تحریفولی . په غړولو سترګو ینو چې تر اټکه د پښتون ولس وطن دی او پښتانه په کې پراته دي .خو تر اوسه پورې په کې پردي ، تور سونټي پنجابي پوځیان پراته دي . نو تاسو د یو پښتون په توګه ښه پوهیږئ چې د خاورې سمه نیمه برخه او د قام دې له نیمایی څخه هم زیاته برخه تر دغې فرضي کرښې اخوا (ختیځ) ته پرته او پنجابیانو پرې منګولې ښخې کړي دي. پنجابیانو ته زمونږ خوره دومره ارزښت لري چې وایي « دریمه نړیواله جګړه به پرې رامنځته کړو خو پښتون قام ته به یې بیرته ونه سپارو» خو مونږ پښتنو ته دغه خپله پلرنۍ خاوره دومره ارزښت نه لري چې په کلکه یې غوښتنه وکړو، لا هم دخپل مسلم حق په تفسیرونو او تحریفونو پسې سترګې اړوو .
[quote:58394b1104]نو ځکه د افغان ولس او د استعماری انګلیس جګړوته په پام سره، خلک دومره حساس شوي، چې پرته د همدې یوه نظر، چې دا کرښه پر مونږ تحمیل شوې، حتی پوښتنې ، چې لږې ندي، هم زغملئ نشي. [/quote:58394b1104]
وروره پوښتنو ته موهرکلی کوو ، تر هر څه د مخه یې ژر تر ژره مطرح کول په کار دي، څو له ځوابیدو څخه یې هم تاسې اوهم مونږه د دغې خاورې د بیرته لاس ته راوړلوپه اړه یو څه زده کړو .
[quote:58394b1104]یو واقعیت باید ومنل شی، چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په سر لانجې په وړاندې د افغانستان د بیلا بېلو حکومتونو چلند د لانجې په حل کې اغیز من نه و. بر عکس دلانجې دوام د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځ بې باوری زیاته کړه [/quote:58394b1104]
د سلیم عقل خاوند د دغې لانجې حل په « حق په حقدارسپارلو» یعنې د پښتونستان په آزادۍ کې ویني ، خو مالومه نه ده چې تاسې هم دلانجې حل همدغسې یوحل ګڼئ که برعکس خدای مکړه پنجابیانو ته د پښتنو دخاورې قباله سپارل هم تاسو دلانجې حل بولئ ؟؟؟ او په دې ډول حل د پنجابیانو باور ګټل غواړئ ؟ اوکه برعکس فکر کوئ پنجابیانو زمونږ پر خاوره صرف د باور او یوه ښه تفاهم دنشتوالی له امله خیټه اچولې ده او که باور ،تفاهم او دوستی مو ترمنځ پیدا شي، نو تراټکه پورې به زمونږ خاوره پر مونږ بیرته راوسپاري، که څنګه (!!!!!!!!) ؟ ؟؟؟؟؟؟
خو نه لهدې لاندې جملې څخه مو په ډاګه کیږی چې ستاسې هدف دپنجابیانو همغه اعتماد دی چې د پشتونستان د ورسپارلو په تضمین سره یې تاسو او ستاسو ځینې غیر پښتانه ملګری لاس ته راوړل غواړئ ،او که نه مهرباني وکړئ او ددې جملی هدف مو روښانه کړئ چې : [quote:58394b1104]او په نتیجه کې یې په ځانګړی توګه د ډیورند د کرښې د دواړو خواوو مېشت وګړي زیانمن کړي دي .[/quote:58394b1104]
او که نا، مونږ له پنجابیانو څخه کومځای په زور او ناحقه نیولی، باید اعتماد یې حاصل کړو چې دغه دی نن دی که سبا ستا پلرنۍ خاوره در باندی سپارو، نو مقاومت او د آزادۍ غورځنګ ته دې دوام مه ورکوه ؟؟؟؟؟ او که مونږ د ګرد پښتونستان په اندازه ددوی خاوره تر خیټې لاندې کړی وای آیا دوی به بیا یوه شیبه هم پر مونږ باور کړی وای او خپل بریدونه به یې درولی وای؟؟؟ اوس چې دوی زمونږ خاوره نیولې دوی زمونږ مونږ اعتماد ته ګټلو ته اړتیا لري ، څو نور هم زمونږ خاوره وړیا تر خیټې لاندی وساتي، که مونږ ددوی اعتماد ته اړتیا لرو ؟؟؟
خو تاسو د ظالم اعتماد ګټل او د خاورې ورسپارل غواړئ، ځکه لیکئ چې .
[quote:58394b1104]که دا لانجه ،[color=white:58394b1104] په هر ډول چې وي، [/color:58394b1104]حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !![/quote:58394b1104]خو دا خبره موچې [quote:58394b1104]
مخکې له دې، چې د ډیورند پر کرښې رسمی خبرې اترې پیل شی، باید د افغانستان حکومت د ۱۸۹۳ کال د ډیورند د معاهدې څخه نیولی تر اوسه ټولې هغه معاهدې، چې یو ډول نه یو ډول د ډیورند معاهده اغېزمنوي، خپرې او تفسیر کړي، تر څو د عامو خلکو معلومات زیات او پدې توګه په رسمی خبرو کې، نه د احساساتو له مخه بلکې د پوهې پر بنسټ له دولت څخه ملاتړ وکړي .[/quote:58394b1104]
سمه ده، ځکه آن د کرزي حکومت هم د پښتنو له ویرې جرئت نشي کولی چی ددغسې ستر قام حق دې پنجابیانو ته وسپاري، نو ملاتړ یې د ملت سره ملاتړ او د ډیورن د منخوسې فرْْضي کرښې پر ضد اوګټور تمامیږي . خو ستاسو له لیکنې څخه دغسي ملي اندیښنه له سره نه معلومیږي . په درنښت او سلامونو!
ghafar
24.01.2007
عزتمن ځواکمن صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې!
محترمو ورونو shawali khairkhail او ځواکمن صاحب، لکه چې وینم زما دغه جمله: [color=white:64bc5aa2f5] که دا لانجه ، په هر ډول چې وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !![/color:64bc5aa2f5]
ستونزې رامنځته کړي دي ! طبعاْ لدې جملې څخه زما مطلب د لاندې دوو امکاناتو څخه دﺉ:
[img][URL=http://img158.imageshack.us/my.php?image=durrand11fv.jpg][img:64bc5aa2f5]http://img158.imageshack.us/img158/7968/durrand11fv.th.jpg[/img:64bc5aa2f5][/URL][/img]
[img][URL=http://img262.imageshack.us/my.php?image=pashtunistan6uu.gif][img:64bc5aa2f5]http://img262.imageshack.us/img262/6175/pashtunistan6uu.th.gif[/img:64bc5aa2f5][/URL][/img]
په درناوي
pattang
26.01.2007
[size=16:c5b010e4c9]غفار لا لا !
دا دواړه صدق کوي :
a) :
1+1=0
b) :
1+1=2
نو غفار لا تا خو ندي وېلي چې کوم يو يې دپښتون اولس په ګټه دی ،a او که b ?
او که سر دې نه خلا صيږي ? اويادخپلوماما خېلو او ياخصرخېلوپه لومه
کې داسې بند يې لکه کرز ی ګوډاګی او دڅټ له خوا مېخونه وهې.
[/size:c5b010e4c9]
27.01.2007
[quote:75c56bb003="ghafar"]عزتمن ځواکمن صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې!
محترمو ورونو shawali khairkhail او ځواکمن صاحب، لکه چې وینم زما دغه جمله: [color=white:75c56bb003] که دا لانجه ، په هر ډول چې وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !![/color:75c56bb003]
ستونزې رامنځته کړي دي ! طبعاْ لدې جملې څخه زما مطلب د لاندې دوو امکاناتو څخه دﺉ:
[img][URL=http://img158.imageshack.us/my.php?image=durrand11fv.jpg][img:75c56bb003]http://img158.imageshack.us/img158/7968/durrand11fv.th.jpg[/img:75c56bb003][/URL][/img]
[img][URL=http://img262.imageshack.us/my.php?image=pashtunistan6uu.gif][img:75c56bb003]http://img262.imageshack.us/img262/6175/pashtunistan6uu.th.gif[/img:75c56bb003][/URL][/img]
په درناوي[/quote:75c56bb003]
دروند غفار ورور ته سلام !
لومړی امکان خو د اوسنی حالت (دیورند د کرښې ) پیژندل دي چې پاکستان یې له مونږنه غواړي . او تاسو هم همدغه غواړئ !
دوهم حالت چې پاکستان یې هیڅکله په رضا سره نه منی مګر په زور ورته اړ کړی شي . ځکه حق خوچاته ورکول کیږی نه ، بلکې غوښتل کیږی او اخیستل کیږی . او دوهم حالت یا پښتونستان زمونږ حق او مطالبه ده. هو تاسو ددی حق له پاره د پاکستان سره د مناسبا خړپړتیا هم نه غواړئ ، خو که پاکستان یې داوطلبانه بیرته راسپاري تاسو یې هم تاییدولو چمتو یاست او بس !
نو داچې تاسو دافغانستان او پاکستان یا افغانانو او پنجابیانو ، مظلوم او ظالم تر منځ بی تفاوته بیطرفي ښودل غواړئ آیا دا بیطرفي هم نه ، بلکی پر افغان ولس تیری او د پنجابیانو دریځ او غوښتنی ته هوا ورکول نه دي؟ او دا هم بیا د یو افغان او پښتون په توګه ؟؟؟؟؟؟؟؟
آیا پاکستان همدا نه غواړي چې تاسو یې هم غواړئ : د اوسني فرضي کرښې منل ؟
آیا پاکستان د همدې ناوړه هدف له پاره هلې ځلې نه کوي او له مجاهدینو ، طالبانو او القاعدې څخه د همدی له پاره کار نه اخلي ؟ خو تر اوسه پورې نه طالب او نه هم مجاهدینو د افغان ولس بر ضد چیرې دا جرئت وکړ چې ستاسو پشان د پاکستان به ګټه دریځ ونیسي . هغوی د هغومره زور او قدرت سره چی درلوده یې ونشو کړای چی د خپل ملت په سترګو کی خاورې وشیندي، خو تاسو ته ښایي دا توفیق حاصل وي چې د افغان پر ملي ګټو ملنډې ووهئ (؟) که څنګه ؟
آیا پاکستان د همدی هدف له پاره د امریکا او عربي نړۍ سره ونه درېد ، څو د افغان کمونستي رژیم پر ضد د مجاهدینو په واسطه زمونږ وطن ړنګ او پر دوی د ډیورن کرښه په رسمیت سره وپیژني ؟
دغه موقف چې تاسو یې نېسۍ د شمالي ټلوالې اړونده د قندوز والي ښاغلي نوري هم څرګند نیولی او وایي چې د ډیورن کرښه باید په رسمیت ومنل شي نو پاکستان به بیا د هغو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې پر پوله را اوړي .
د یوّ رسمي والي په توګه ستاسی غوندې دغسې پاکستانې دریځ نیول د کرزي د حکومت ، انګلیس، امریکااو ناتو ملګرتیا د پاکستان سره په ګوته کوي، مګر داچې نوموړی والي ژر تر ژره په همدې څرګندونې له هر ډول رسمي دندی څخه ګوښی کړل شي !
کندهاري واکمنان خو له میرویس او احمد شاه راوروسته ټول د شاه شجاع بچي او د انګلیس او پنجابیانو بړیسي پاتې شوي ، آیا ستاسو پر هغوی لا زړه نه دی یخ شوی او غواړئ چې کرزی صیب دې هم د هغوی پر لاره یو بل ګام پورته کړي ، که څنګه؟
په درنښت !
pattang
27.01.2007
ځواکمن صيب کورد ودان زه خو ددې سړي له منطق او تحليل سره مشکلات لرم
خوملګريه تا داسې ادبي او منطقي خړپ ور کړی ، که زه دې ده په ځای وی نوله
پښتنو ځخه به مې معذرت غوښتی وو اوداشغالي دولت له وياندۍ
اولاسپوڅيتوب څخه به مې ابدي طوبه اېستلې وه .
ghafar
28.01.2007
عزتمنو دوستانو سلامونه اونېکې هیلې!
[quote:c543389a63]دروند غفار ورور ته سلام !
لومړی امکان خو د اوسنی حالت (دیورند د کرښې ) پیژندل دي چې پاکستان یې له مونږنه غواړي . او تاسو هم همدغه غواړئ ! [/quote:c543389a63]
محترم ځواکمن صاحب ! [color=white:c543389a63]نه وروره دا د اوسنی حالت ( دیورند دکرښې) پېژندل ندﺉ !!![/color:c543389a63] زه به دغه نقشه ( لوی افغانستان ) یوځل بیا او د مقایسې لپاره ور سره جوخت د افغانستان اوسنی نقشه رانقل کړم:
[img][URL=http://img261.imageshack.us/my.php?image=durrand2kk1.jpg][img:c543389a63]http://img261.imageshack.us/img261/3921/durrand2kk1.th.jpg[/img:c543389a63][/URL][/img]
[img][URL=http://imageshack.us][img:c543389a63]http://img246.imageshack.us/img246/6760/afgmap1wf4.jpg[/img:c543389a63][/URL][/img]
پاتې لیکنه مو د همدغه سوء تفاهم په نتیجه کې ده او ضروری نه برېښی، چې پرې تبصره وشی.
[color=blue:c543389a63] ګرانو دوستانو! هیله ده چې د اهانت کولو او د تورونو لګولو څخه تېر شوو او په موضوع باندې بحث ته دوام ورکړوو ![/color:c543389a63]
مننه او په درناوي
کټوازی
28.01.2007
ښاغلی غفار صيب ! د ډېورنډ د غيرفطري او غيرطبيعي ليکې په اړه دا ويل چې د افغان قضيې حل د ډېورنډ پۀ ليکه کې بايد ولټول شي پۀ آ ګاهانه او غير آ ګاهانه توګه د شمال د بدنام جنګ سالار او د بلخ برحال والي عطامحمد نور د دريځ تاييد دی چې د افغان دښمنۍ ډډوزې يي پر هر افغان سترګې توروي ،تاسو پۀ خپلو تشريحاتو کې د روانې سياسي منظرنامې پۀ آ ئينه کې د دېورنډ ليکې پۀ تړاو کوم معقول او دپام وړ وړانديز نه دی کړی او يوازې پر هغو خبرو او دلايلومو بسنه کړې چې افغان ولس لا ډېر پخوا رد کړې
پۀ درنښت او نېکو هيلو
momtaz
28.01.2007
د بحث ګډون کوونکو دوستانو السلام علیکم
محترم صميم کټوازی لیکي:
[quote:024d6a2f32]ښاغلی غفار صيب ! د ډېورنډ د غيرفطري او غيرطبيعي ليکې په اړه دا ويل چې د افغان قضيې حل د ډېورنډ پۀ ليکه کې بايد ولټول شي پۀ آ ګاهانه او غير آ ګاهانه توګه د شمال د بدنام جنګ سالار او د بلخ برحال والي عطامحمد نور د دريځ تاييد دی[/quote:024d6a2f32]
ګران کټوازی صاحب، سمه نده چې شوې خبرې د خپل په خوښه تعبیر کړﺉ ! ما چه ولیدل غفار ورور د ډیورند کرښې په بحث کې په لومړي ځل د جنوری په شلمه نیټه خپل نظر څرګند کړﺉ دﺉ، خو د بلخ والی عطامحمد نور د جنوری په ۲۵ نېټه پدې هکله څرګندونه وکړه ! پدې معنی چې د غفار ورور دریځ د بلخ د والی تایید کیدای نشي !
زمونږ افغانانو په ځانګړیتوګه د پښتنو ستونزه په دې کې ده، چې مونږ د پاکستان د جوړیدو راهیسې یواځې یو واقعیت پېژنوو او هغه دا دﺉ، چې د ډیورند کرښه پر مونږ تحمیل شې ( چې شوې ) ، مونږ یې په رسمیت نه پېژنو او باید چې لیرې شي. دا چې څنګه لیرې شي، په دې نه پوهیږوو! مونږ نه غواړوو، چې پرې خبرې وشي، ځکه زمونږ دریځ څرګند دﺉ، که څوک یې مني ښه، که نه نو مونږ پر بل څه شي خبرې نه کوو ! په دغونږدې ۶۰ کلونو کې مو وس اوتوان هم نه درلود چې په زوره دغه لانجه حل کړوو او په تشو شعارونو مو زړه خوښ کړ ! او که څوک د دغه بې ثمره دریځ څخه شکایت کوي او د دغې لانجې حل غواړي بیا نو توپونه ورته لمبر کوو او هر څه مو چې په وس کې وي دریغ نه کوو !
ګرانو دوستانو ! بده به نه وي، چې مونږ خپل احساسات ځانته وساتو او زمونږو واقعیتونو تر څنګ ځینو نورو موجودو وافعیتونو ته هم یوه کتنه وکړوو:
آیا په نړۍ کې کوم بل هیواد شته، چې زمونږ بر حقه غوښتنې څخه ملاتړ وکړي؟ ځکه مونږ پخپله د هر لحاظه بې وسه یوو او د لانجې په حل کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لروو !
حتی د پاکستان دایمی دښمن هند هم دغه کرښه په رسمیت پېژني !
والسلام
28.01.2007
دروند ورور غفار صیب سلامونه مې له معذرت سره یوځای ومنئ ، زما د تیر وتنې لامل دوهمه نقشه وه چې مستقل پښتونستان په کې له انتظار او تصور څخه په وتلی شکل انڅور شوی او دافغانستان دویشلویوه نقشه ده . همدغسې ستاسو له لیکنې څخه دا تمه نه کیده چې د لوی افغانستان غوښتنه کوئ، لکه چې دلیکنې په بهیر کې مو د لوی افغانستان موضوع ته هیڅډول اشاه هم نده کړې ، نو نقشې ته هم د چا پام نشو چې ته مو د ځینو پوښتنو په ځوا ب کې مو دلوی افغانستان نقشه کښلې ده .
بیاهم دتعجب وړ بریښي چې دمستقل پښتونستان منځ ته راتګ مو ولې او څنګه داوسنی افغانستان دتجزیه کولو او د یوه بی پښتنو « افغانستان » د رامنځته کولو پورې چې پښتنې سیمې ونه لری، تړلی دی (؟؟؟). ایا دا ستاسو کومه شخصي طرحه ده ؟ ، دامریکایانو ده؟؟ او که د شمالی ټلوالې یابلې کومې پښتنې ډلې طرحه ده ؟؟؟ ؟؟ نو که لږمو پوه کړې او لږه یې روښانه کړئ بده به نه وي . به درنښت او سلامونو!
pattang
28.01.2007
[code:1:bade59ec0a]کټوازی صاحب، سمه نده چې شوې خبرې د خپل په خوښه تعبیر کړﺉ ! ما
چه ولیدل غفار ورور د ډیورند کرښې په بحث کې په لومړي ځل د جنوری په شلمه
نیټه خپل نظر څرګند کړﺉ دﺉ، خو د بلخ والی عطامحمد نور د جنوری په ۲۵ نېټه
پدې هکله څرګندونه وکړه ! پدې معنی چې د غفار ورور دریځ د بلخ د والی تایید
کیدای نشي ![/code:1:bade59ec0a]
يوواځې پښتانه بدبخته خلک دي چې دغلامي او نا پوهي سندونه يې په ټنډو
پورې سريښ دي ٠ تاجک خلک له لوس انجلس ،يوروپ ، استرليااوافغانستان
پورې دمورپه اورڼي کې دې ته متوجه دي چې دپښتنو به څرنګ بيخ باسي٠ دانېټه
خو مهمه ندی چې عطاڅه وخت خبرې کړي دي او په ٢٥ نېټه دخبرو نوبت ورغلی دی
، مهمه داده چې د عطا ملګرو د عطا په شمول دا موضع څو مياشتې مخ کې مخته را
اچولي ده تر څو چې دکرزي په فاسد دولت او فاسد پارلمان يې قبوله کړ ي ٠
[quote:bade59ec0a]زمونږ افغانانو په ځانګړیتوګه د پښتنو ستونزه په دې کې ده، چې مونږ د پاکستان د جوړیدو راهیسې یواځې یو واقعیت پېژنوو او هغه دا دﺉ، چې د ډیورند کرښه پر مونږ تحمیل شې ( چې شوې ) ، مونږ یې په رسمیت نه پېژنو او باید چې لیرې شي. دا چې څنګه لیرې شي، په دې نه پوهیږوو![/quote:bade59ec0a]
داڅکه چې دافغانستان واکدارانو انتي پښتني روحيې لرلي ( نيمچه پښتانه له تاجکانو بدتره دي ) ،خپل عيش يې کاوه او لاسپوڅي وو (دملت بابا چې اوس مړ شه خدای پاک دې نه بخشي )
[quote:bade59ec0a] مونږ نه غواړوو، چې پرې خبرې وشي، ځکه زمونږ دریځ څرګند دﺉ، که څوک یې مني ښه، که نه نو مونږ پر بل څه شي خبرې نه کوو ! [/quote:bade59ec0a]
په بل شي خبرې کول منل دي او منل خو لوی خيانت دی٠
[quote:bade59ec0a]،هوپه دغونږدې ۶۰ کلونو کې مو وس اوتوان هم نه درلود چې په زوره دغه لانجه حل کړوو او په تشو شعارونو مو زړه خوښ کړ ! او که څوک د دغه بې ثمره دریځ څخه شکایت کوي او د دغې لانجې حل غواړي بیا نو توپونه ورته لمبر کوو او هر څه مو چې په وس کې وي دریغ نه کوو ![/quote:bade59ec0a]
په افغانستان کې هغو خلکو حکومت کاوه چې ددې پرا بلم سره يې کومه علاقه نرله
اويواځي خپله ورخ يې تېروله اوکه نه ښه موقع يې دپاکستان دوېشلوپه کال لرله٠
[quote:bade59ec0a]ګرانو دوستانو !
آیا په نړۍ کې کوم بل هیواد شته، چې زمونږ بر حقه غوښتنې څخه ملاتړ وکړي؟ ځکه مونږ پخپله د هر لحاظه بې وسه یوو او د لانجې په حل کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لروو ![/quote:bade59ec0a]
مونږ موسسه يې مفتخوره اموخته يو تر څو چې دغوښتلواوجوړلو خپل ابتکا ر او
پوهه په کار وانچووهيڅوک هم زمونږ سره دخدای او حقيقت لپاره مرسته نکوي
ټول خپل هدفونه لري٠ نه يواځي پښتانه بلکې چچينيا ، فلسطين ، کردستان ، کشميراونور ډېر ساري په لاتين امريکا او افريقا کې٠
[quote:bade59ec0a]حتی د پاکستان دایمی دښمن هند هم دغه کرښه په رسمیت پېژني ![/quote:bade59ec0a]
دلته دوست او دښمن مانا نلري نرخ يې هره ورځ ايښودل کيږي، دډيورند تحميلي
کرښه خوله پاکستان نه مخ کې دهند او افغانستان سرحد وه نو اوس يې ولې هند په
رده کړي ?? له بلې خوا که هند دا کرښه رده کړي نو کشمير هم بايدا زاد کړي
هند دپښتنو يووالی او يو قوي اسلامي هيواد نغواړي.
دهند دريځ دطالبانو په وخت کې ښه څرګند شه چې له نظاريانو سره يې ډېر کمکونه
کول ٠ دجمو او کشمير په جنګو کې د افغانستان پښتنولويه برخه لرله٠
دادی ستاسوديولوري تاجک نظرچې په هند کې يې درس وېلی دی :
http://www.youtube.com/watch?v=4H2s-p3yeFk
دديورند کرښه پښتانه ويشي ، يواځې پښتانه به دا قضيه حل کوي خو هغه وخت
چې پښتانه خپل خپلواکه حکومت ولري ٠
momtaz
28.01.2007
[quote:2ada20b1bf][color=green:2ada20b1bf]يواځې پښتانه به دا قضيه حل کوي خو هغه وخت چې پښتانه خپل خپلواکه حکومت ولري ٠[/color:2ada20b1bf][/quote:2ada20b1bf]
واه واه !!!
فال به څه کړي ................. زړه به ښه کړي
والسلام
ډاکتر وطنمل
28.01.2007
دالیکنه ښاغلی مختار له دعوت څخه رانقل کړې وه .
څوک څه وائې؟
ما دغه ليکنه چې زما د خوښي ليکنه وه ددعوت د پاڼي نه دلته را نقل کړه چې ګران لوستونکي په دې پوه شي چې د يوه هېواد والي د خپل کاري صلاحيت سره څومره د خېزکو صلاحیت لري !! دا ډاکو ګان څومره د ملي ګټو سره بېګانه دي !
کاظم بيمار الکوزی
د کابل پوهنتون پخوانی استاد
وړی خولې او غټې خبرې
http://www.dawatnet.com/full.php?id=950
د بی بی سی ويبپاڼی د جنورۍ په 25 نيټه د افغانستان د يوه، يو څو واری خرڅ شوی قوماندان او د بلخ اوسنی والی عطا محمد نور چی د مزار شريف د سپين ږيرو او مخورينو په يوه ټولنه کی خبرې اترې کولی داسی ليکلی دې. ( مونږ بايد د ډيورنډ معما او ډرامی ته د پای ټکی کيږدو. د همدی د لاسه هره ورځ زمونږ بچې قر بانی کيږی. ددی مسالی په حل به افغانستان او پاکستان وکولای شی چی د ګاونډيو په توګه سوله ايز ژوند سره وکړی). پخوانی خرڅ شوی قوماندان او اوسنی والی وايی چی ( افغانان بايد عاقلانه فکر وکړی چی د ډيورنډ له کر ښی ها پلو له پاکستان څخه د خاوری تر لاسه کول عملی نه دی).
په پښتنو کی يو متل دی چی وايی: ( دا وړې خولې او غټې خبرې سره ښی نه ښکاری).
زه نه پوهيږم چی عطا محمد نور په کوم جرات د افغا ن د خاوری څخه تيرريدل او خرڅول پيشنهاد کوی او غواړی چی دوه ورونه سره د تل لپاره جدا او دا د دروغو کرښې چی د انګريزی استعمار يوه ننګينه نښه ده زمونږ په زړه او تاريخ کی د هميش لپاره پاتی شی).
د خپلو ورونو څخه جدا کيدل او د خپل وطن ويشل او خرڅول هغه کسان پيشنهادوی چی يا سياسی شعور نلری او يا په خرڅولو او خرڅونه کی دومره اخته شوی چی دا کار يی د ژوند مهمه برخه شوی وی. او د ژوند ټول معيارونه يی په همدی ولاړ وی.
ما د بلخ والی عطا محمد نور نه پيژانده مګر کله چی ما دده عکس او قواری ته وکتل او دده ژوند می لږ ولوست دا راته معلومه شوه چی دی بيچاره لکه بی موره چرګوړی کله په يوه خرڅ شوی او کله په بل خرڅ شوی، نو د چا چی ټول ژوند په خرڅ او د نورو په خدمت کی تير شوی وی هغه ته د وطن د خرڅولو تصميم او د وطن نه د تيريدلو فکر او اراده اسانه وی. عطا محمد نور بايد په دی پوه شی چی پښتو نستان د پښتنو د کور برخه ده، پښتانه بايد د خپل کور په برخه کی تصميم ونيسۍ، نه خرڅ شوې ګو ډاګيان.
د افغانستان اوسنی حکومت او واليان پخپله قا نونی صبغه نلری، ځکه افغانستان له پنځو کالو راهيسی يو اشغال شوی هيواد دی، نن په افغانستان کی د 37 اشغالکرو هيوادونو مسلح عسکر، توپونه او الوتکې او ټانکونه وجود لری. د افغانانو تزکرې هغوې چک کوې. په افغانانو بمباری بدون له دی چی افغان حکومت پری خبر شی اشغالګران کوی. د افغانانو د بچيانو کورونه د ناټود پوځيانو په وسيله تالاشی کيږی، د افغانانو ښځې او نر دوې بی پردی کوی او ډول ډول زحمتونه پری راوړی. اما ګوډاګيان هيڅ نشی ويلی. (پهلوان زنده خوش است). دوې خپلی څوکۍ ساتی. نو په دی لحاظ څوک چی پخپله د خپل ځان تصميم نشی نيولی بيا هغه د وطن د تصميم د نيولو حق نلری.
د عطا محمد نور څخه بايد پوښتنه وشی چی تاسی په دی پوهيږۍ چی دی ازاد دی اوکه اشغال؟.
دغه ډول کسان يقين لرم چی په دی نه پوهيږی چی اشغال او ازاد څه معنی لری. فکر کوم چی دی بايد په دی فکر کی وی چی اشغال او بندی هغه څوک دی چی له پښو او لاسونو تړل شوی وې او په يوه کوټه کی پروت وی. عطا محمد نور خو په څوکۍ ناست دی، ناظران لری او په ډالرو معاش اخلی او خلک ورته والی صا حب هم وايی.
اما دا ګوډاګی په دی نه پوهيږی چی دده معاش په ډالرو دی او ده خپله شتمنی په ډالرو ذ خيره کړيده.د خپل وطن پيسی هم تری هيری شويدې. ځکه ورته هيڅ شی بی له ډالرو او څوکۍ ارزش نلری. هر څه چی کيږی، و دی شی، مګر دی دی والی پاتی شی.
افغان ته
که دی وينه پښتنه وی که دی مينه پښتنه وی
خپل وطن افغانستان به دی هير نشی پښتانه پښتو نستان به دی هير نشی
ghafar
29.01.2007
عزتمن ځواکمن صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه اونېکې هیلې !
محترم ځواکمن صاحب، چې خبره اوږده نشي، دا دواړه نقشې زما ابتکار ندﺉ، دامریکایانو، د شمالی ټلوالې یابلې کومې پښتنې ډلې طرحې څخه هم خبر نه یم . ما دانقشې یواځې د بحث د تحرک او د ځینو ګډون کوونکو د خوشحالۍ لپاره د نورو انترنټ پاڼو څخه را کاپي کړي دي، که سطحي یې ونیسوو، کولای شم ووایم ، چې دا یوه ټوکه وه :lol: .
بېرته راځم د خپل لیکنې دغې جملې ته : [color=blue:87c6409f07]که دا لانجه ، په هر ډول چې وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده ![/color:87c6409f07].
د دې جملې مهمه برخه د [color=white:87c6409f07]" حل شی "[/color:87c6409f07] اصطلاح ده. ځکه د لانجو د حل لپاره د دولتونو تر منځ ډېرې معاهدې ، موافقې او تړونونه کېږی ، خو څرنګه چې وینوو ټول تړونونه او معاهدې لانجې نه حلوي !! زما په نظر لانجه هغه وخت ( حل کېږي )، چې د دولتونو تر منځ رامنځته شوې معاهدې او تړونونه د لانجې د [color=blue:87c6409f07]دواړو خواؤ ولسونو [/color:87c6409f07] له خوا هم منل شوې وي. نو کله چې د یوې لانجې دواړه خواوو ولسونه د حل یوه لاره ومنله او د خپله لانجه په یو ډول نه یو ډول حل کړي، بیا نو مهم ندﺉ چې دا لانجه په کوم ډول حل شوه !! مقصد چې د دواړو خواؤ اولسونو په موافقه حل شي !!! د ساری په توګه که د ډیورند د کرښې د لانجې په هکله د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ داسې یوه موافقه یا تړون رامنځته شي، چې د کرښې دواړه خوا اولسونه هم هغه ومني، نو دغه لانجه به حل وي . بیا نو مهم ندﺉ، چې دا کوم ډول موافقه ده !!!
په درناوي
29.01.2007
محترم ښاغلی غفار صیب السلام علیکم او ښې چارې !
تاسو لیکلي :
[quote:8b2df1d36a]که دا لانجه ، په هر ډول چې وي، حل شی، د افغانستان او د سیمې د خلکو په ګټه ده !. [/quote:8b2df1d36a]
تاسو څومره بیغمه بختور او خوشاله یاست چې آن پر داسې جدی خبره هم سطحي خبرې او ټوکې کولی شئ .
خو په پورتنۍ جمله کې لومړی ټکی د ډیورن کرښې په سر لانجه ده، دغه لانجه تاسو څنګه ارزوئ او څنګه یې ارزښتوئ ، ځکه ددې پوښتنو له ټیک ځواب پرته ددویم ټکي یعنې حلولو سمه ارزونه هم شونې نه بریښي . په داسې حالت کې د سم حل پر ځای ستاسو خبره [color=white:8b2df1d36a]«هر ډول »[/color:8b2df1d36a] حل چې وي هم منل کیږي . د ډیورن د لانجې د حل موضوع په روان وخت کې نه د افغانستان حکومت او نه خلکو راپورته کړې ده، بلکې دافغان حکومت له ضعف او د طالبانو د مقاومت څخه ددغې کرښې د منلو له پاره ګټه پورته کول غواړي . د پاکستان له پاره یې پر افغانستان منل یواځینی حل دی، نو د هرډول حل منل به د افغان حکومت د ضعف په اوسنیو شرایطو کې د ډیورتد د کرښې له منلو پرته بله معنی نه لري .ددی پر ضد بری اوس په دې کې دی چې د ډیورند د کرښې په اړه هیڅډول بحثونه ونه شي .
بلکې یواځې په دې اړه چې پر پوله پراته قومونه د یوې قومي تړې او پریکړی پر بنسټ پخپله د ترهګرو فعالیتونه بند کاندي . د افغانستان له خوا یواځې دغه هدف
سم دی او کوښښ هم کوي چې خبرې اترې همدې هدف ته راځانګړې کړي . برعکس پاکستان له دی خبرو څخه کاپیټاله سیاسي ګټه د ډیدرند کرښې د منلو له پاره اخیستل غواړي ، خو د قبایلي جرګې شکل ورته ګټور نه ښکاري او ددغې کرښې د منلو او تړلو ګام قبایلو ته یو ناوړه اقدام بریښي . نو که قبایل دغه کرښه او د هغې تړل رد کاندي، ]ې احتمال یې شته، نو د افغانستان دریځ به ددې کرښې په خلاف لا پیاوړی او د پاکستان نور هم پسې ضعیف شي . خو داچې افغانستان د امکاناتو انډ و ګونډ او جزیاتو ته پام او امادګي نه نیسي . نو شونې اولازمه ګټه ترې هم نشی
پورته کولی .