د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


ع کريم حليمي
01.11.2006

درنو او قدرمنو په دين وړونو سلامونه او ښې هيلي !
[quote:d554373f02]همداراز اکادیمیسنان ،او کاندیداکادیمیسنان؟(چې تر ننه ددې مزخرفو القابو په اصل اوریشه پوه نیم )[/quote:d554373f02]

د شهيد داؤد خان تر حکومت ورسته په افغانستان کښي يوه 
علمي مؤسسه جوړه سوه په نامه د :
......................................[color=blue:d554373f02]د افغانستان د علومو اکاډمي [/color:d554373f02]
چه دې علمي مؤسسې ځانه ته خپل  اصول او موازين  درلوده 
چه علمي رتبه بندۍ ئې داسي وې چه ، محقيق ، سر محقيق ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ 
کانديد اکادميسين  او اکادميسين 

په اصولو کښي ئې داسي وه کوم څوک چه د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي 
رتبې ته داخليږي د تحصيل درجه به ئې ليسانس وي ٠ يعني دپوهنځۍ
د تحصيل سند په لاس کښي ولري  ، ژباړنې اوليکني او داوو داوو داوو دا 

د روهي بهير په3 يمه صفحه کښي ليکل شوي  چه :
 ((استاد د خپل ځان له پاره د دغه وخت له نسبتا مساعدي زمينې څخه ښه پوره
استفاده وکړه ٠ ))

استفاده ئې داوه چه استاد محمدانور نوميالي د سياسي فشار او 
مصلحت په زور د کانديد اکادميسين علمي رتبه واخستل ٠ 

د محترم لرغوني صاحب څخه تقاضا او تمنا لرم چه
 د افغانستان دعلومو اكاډمي دعلمي رتبو په باره کښي دپوره معلوماتو پېرزينه 
وکي 
په احترام 
 


larghonay1
01.11.2006

حليمي صيب سلامونه!
هيله ده چې روغ او سلامت اوسې!
ښاغليه د دې موضوع په اړه زما لنډ ګنډ معلومات دا دي:
د افغانستان د علمومو اكاډيمي :
د شهيد محمدنادرخان د واكمنۍ پر مهال په ديارلس سوه او لس ((۱۳۱۰))لمريزكال د (( انجمن ادبي)) په نامه جوړه شوه.
د ظاهرشاه د واكمنۍ پر مهال په ((دريارلس سوه او شپاړس ((۱۳۱۶))لمريز كال كې د پښتو ټولنې په نامه ونومول شوه .
د كمونيستي رژيم پر مهال په دريارلس سوه اته پنځوس (( ۱۳۵۸))لمريزكال د افغانستان دعلومو اكاډيمۍ په نامه ونومول شوه.
د دې علمي مؤسسې رتبې :
دا مؤسسه خپل شرايط لري او هغه څوك چې د دې مؤسسې غړى كېږي پر نورو شرايطو سربېره بايد لسانسه او په يوه بهرنۍ ژبه هم وپوهېږي.
د دې مؤسسې لومړۍ رتبه (([color=red:a6edc13e87]نامزد څېړونكى[/color:a6edc13e87])) (( نامزد محقق)) دى چې دغه دوره يو كال وي . نوموړى نامزد ته پروژه وركول كېږي او كله چې يې په خپل وخت ترسره كړه بيا به ترې دفاع كوي .
تر دې وروسته بيا [color=blue:a6edc13e87]((دڅېړونكي مرستيال)) [/color:a6edc13e87]يا معاون سرمحقق شي.
ورپسې بيا دغه كس څو موضوعګانې وړاندې كوي چې مسؤولين يا كمسيون ورته يوه موضوع تعينوي او دې په همغې پروژې كار كوي. كله يې چې تر سره كړه او دفاع يې ترې وكړه بيا نو [color=darkblue:a6edc13e87](( څېړونكى )) [/color:a6edc13e87]يا محقق شي.
تر دې وروسته بيا په يوه پروژه چې د ځان له پاره يې ټاكي او كمسيون يې ورسره تاييدوي كار كوي او تر ترسره كولو او دفاع وروسته بيا د [color=indigo:a6edc13e87](( سرڅېړونكي مرستيال )) [/color:a6edc13e87]شي.
همدا لړۍ ورپسې اوږدېږي او د بلې پروژې تر ترسره كولو او دفاع وروسته بيا [color=cyan:a6edc13e87](( سرڅېړونكى )) [/color:a6edc13e87]شي.
تر سرڅېړونكي وروسته نورې ټولې رتبې بيا اعزازي وي .
يانې كوم خاص پړاو نه لري.
دولت او د علومو اكاډيمي د يو كس كار ارزوي او كانديد اكاډيميسن ورپسې بيا د اكاډيميسين رتبه وركوي.
مننه


صافی
01.11.2006

درنو دوستانو! دسلام او نیکو پیرزوینو نه روسته :
که دښاغلی نومیالی لاندې وږده مقاله په غورسره ولولو نو دې ټکو ته به پام شی چې استاذ په کوم پیاوړې قلم او ځانګړی ادبی مهارت دانقلاب او کودتا مفاهیم تحریفوي ، او دغوایی داومې کودتا په مقابل کې دملت عکس العمل، داولس سپیڅلی جهاد ، او عمومی پاڅون ټول دثور دکرغیړنې کوتا سره مدغموي . او ترنن چې کومې پیښې دنوموړې کودتا په علت او پرضد رامنځته شوی ، دواړه -علت او معلول دیو ستر انقلاب په نامه ، په ساحرانه هنر سره مخلوطوي ، او دعار او وياړ دضدینو نه یوداسې ترکیب جوړ وی چې پکې د (خ د ګ) له ټوله مسؤلیته مبرآ، او درا تلونکو نسلونو سترګو کې یې هم خاوری اچولی وی .
دکمونیزم دشکست عامل (دافغان ملت) هم په کې دخپلو لاسته راوړنو ، او په لړ کې یې دقربانیو دوياړنو څخه محرم کړي . دې ته وایې علمی امانت ،او تقوی،او صادقه هر اړخیزه څیړنه !
او یا دکمونیزم دمنطق په ماشین کې دمغزو وینځل !
هیله ده په غور سره یې ولولۍ او خپل نظر پرې څرګند کړي .
په درناوي
صافي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ثورپاچاګښتی ( ک . اکاډميسين م . ا. نوميالی )

کانديد اکاډميسين م . انور نوميالی
پخوازمانه چی به کله یوچیری دسردولتی مشران ترله واوښته یا به یوپاچا دبل پاچا پرکټ باندی کښینستی اویابه یوه امیردبل امیرپای تخت ځنی ونیوی نوپردغسی نیولو یااوښتلوباندی زموږدپښتنی ولس له خواڅخه په عاموخبروکی دپاچاګښتۍ نوم ایښوول سوی ؤ.زیاتره به موږته خپلواناګانوکله ناکله په وطن کی دپاچاګښتۍ داسی تیرسوی نکلونه هم کوله چی په جګړوکی به ئې یوه ورورهغه بل وروردواکمنۍ له تخته څخه شاړه اویابه یوه توربوردهغه بل توربورسترګی ځنی راکښلی څودپاچهۍ یاامیرۍ مقام ځنی ونیسی.دغسی کلونه اودغسی نکلونه به دپاچاګښتۍ له نامه سره ټینګ تړلی وه.داچی څونه وګړی به مړه کیدله،یابه څونه بیځایه کیدله اوڅه رازسړې ؤتودې به پرولس باندی تیریدلی اویاپه کومه پلمه به څوک پرچاباندی راپورته کیدله،ټوله دنکل هغه منظره جوړوله چی ترډیره ځایه به په تاریکه کی غوټه وه.خودقصویاافسانوغټه برخه به دهغوکسانوپرنامه راڅرخیده چی یابه دقدرت پرکټ کښینستلی وه اویابه له هغه څخه رالویدلی وه.دګرده تاریخ بیان دهمدغوپاچهانویاامیرانودبری یاماتی،دښیګڼویابدګڼویوه رشتیایادرواغ پړپړه وه چی دپاچاګښتۍ ډرامه په ئې دتخیل دپاره تمثیلوله.دتیری زمانې دغه شان ډرامې زموږ په احساس کی دیوې خوادپاره ستاینه اودبلی خوادپاره غندنه راخوځوله.خوپه هرصورت هم دستاینی اوهم دغندنی په دواړوحالاتوکی دغه رازپیښی یومخیزه دپاچاګښتۍ په نامه یادیدلی.
بیانوکله چی دمځکی تناؤنه لنډ اودنیاسره سورۍ سوه نودنوروهیوادوسره دسیاسی،اقتصادی،فرهنګی،اجتماعی اواطلاعاتی پیژندګلویوپه راکړه ورکړه کی یولړکلمې یاوایې چی بل چیری ئې له وختی څخه رواج موندلی ؤ،زموږدژبی ورشوته هم راغلې اودلته ئې داسی پاخه راته واړوله چی زموږپه ژبه کی ئې درائجوکلماتوځای ونیوی.داچی په خپلوټاټوبوکی ئې څه رازمعناوی درلودی،تراوسه لاهم موږته پوره نه ده روښانه.خوداچی زموږپه ژبه کی ئې کومی معناوی واخیستې یوه داسی سابقه ده چی تریوې اندازې پوری لټول کیدای سی.
په دې لړکی لومړۍ کلمه چی زموږد\"پاچاګښتۍ\" ځای ئې ونیوی هغه دکودتا کلمه وه.کودتاچی هرشی وه اوپه هره ژبه کی چی ئې کومه معنا درلوده خوزموږدژبی په خوله اوپه زړه کی ئې په بشپړه توګه دپاچاګښتۍ ځای ونیوی اوورو،وروئې هغه پریوه مخ درواجی استعمال له میدانه څخه وایستله.
زمادخپل وخت دیادخبره ده چی کله به زموږخلګ دشاهی سرکارله زندوبنده څخه ډ یرسرغاړی سوه اوله سیاسی یا اجتماعی اختناق څخه به ئې د وتلوهیڅ مجال نه لیدی اویابه دلږاظهارپه ګناه ځینی میړني اوزړه ورکسان دتوروزندانوپه کوټه قلفی کی دمرګ ترورځی پوری خاوری کیدله نوپه دغسی شرائطوکی \" کودتا\" هرچاته دژغورنی اوخلاصون دپاره دیوې مجربی نسخې په څیرښکاریدله.کورټ می نه هیریږی چی کله به څوک دپاچا \" تور\" سونوله ډاره به له هغه سره چاروغبړنه کاوه اوله دې څخه به بیریدله چی مبادادهغه په ګناه به ئې ونیسی.ځکه دشهرناپرسان په استبدادی تاریخ کی دغه رازپیښی خلګودسرپه سترګولیدلی وی. \"دپاچاپه غضب اخته سی\" یوه له هغوسختوښراؤڅخه وه چی خلګوبه دخپلوجابرودښمنانواوغټوغلیمانوپه حق کی کوله.
دهغوسیاسی اوښتنوله مخی چی وخت ناوخته به په نوره دنیاکی دکودتاپه نامه پیښیدله اوخبرونه به ئې موږپه راډیوګانوکی اوریدله یابه موږپه اخباروکی لوستله نوداسی معنائې راته افاده کوله چی داددولت په دستګاه کی دننه یوڅوخیراندیشه کسان په پټه سره کښینی،دځان اواولاد ترسرؤمال تیرسی اوپه یقینی ایثاریافداکاری دخلګودنجات دپاره خپل ترمنځ ټینګه ایمانی ژمنه وکړی څودوسلې په زوریوټولواک،یاواکدار،یاواکمن،یاجنرال،یاپاچااویاکوم بل مطلق العنان صوبدارله سیاسی قدرته څخه واچوی اووګړی دهغه دزورـ زیاتی له غمه څخه خلاص کړی.په دې حساب چی کودتا دظلم اوفشارله درانه باره څخه دیوولس دخلاصیدوبریمنه لاره ګڼله کیدله نوهم دخواصوپه ذهن اوهم دعواموپه زړه کی دیوې سربډاګی میړانی اوقهرمانۍ نوم وچی داختناق تربشپړی سیطری لاندی ئې عادی وګړوحتی تصورلاهم نسوای کولای.موږچی په خپل ظلم ځبلی وطن کی دکوم چاله خواڅخه دیوې کودتا ساده فکرلاهم ممکن نه ګاڼه نودنوروځایوکودتاګانی چی به مواوریدلی دخپل زړه سوده موپه کوله.
زما له یاده څخه نه وزی چی په مصرکی دجنرال نجیب اودهغه ترشا دجمال ناصرکودتائی راپاڅیده چی په ۱۹۵۶ـم کی ئې دشاه فاروق دپاچهۍ کمبله دیوې کودتاپه برکت ورټوله کړه یوه داسی امید بخښونکی پیښه وه چی زموږزلمی ځوانان دلته په خپل کورکی لا ورته هوسیدله.ددغی کودتاخبرمادکندهاردطلوع افغان دورځپاڼی په اداره کی واوریدی.هغه زمانه دکابلی سرکارمطبوعاتی مدیرهلته مرحوم محمدشاه ارشادؤ.زه ئې دورځپاڼی ادارې ته وررغلی وم.دمصردکودتادخبرله رارسیدوسره حتی دشاهی سرکارددغه پوره اعتمادی مدیرله خولې څخه بې اختیاره زماپه مخ کی داسی هیجانی جمله په لوی ږغ راووتله چی : \" رب دی دغه سنت عمومی کړی !\" دده له احساساتی لهجې څخه پوره څرګندیده چی وایې کشکی دغه دکودتا دود دلته هم عملی سی.
بیانوپه ایران کی کودتا،ترهغه پسې په عراق کی کودتا اوداسی نوری سرپرسرکودتا ګانی مودنړۍ په بیلابیلوهیوادونواوځایونوکی پرله پسې اوریدی چی دسیاسی مورال په حساب ئې زموږدقدرت څښتنان خورازیات بیروله اودآزادۍ غوښتنی په مبارزوکی ئې دځوان نسل یاغی روحیه ډیره تقویه کوله.لنډی دا چی کودتا یوه مطلوبه کلمه وه اومعنائې زموږپه تصورکی هم هغه وه چی یولږشمیرکسان په پټه دایثاراوفداکارۍ په روحیه درژیم دبدلون یااوښتون دپاره ناڅاپه وسله وال پاڅون وکړی.
زموږدوطن په سیاسی بهیرکی هم دکودتاهڅی دمحمدنعیم خان اوبیادعبدالملک عبدالرحیم زی په نامه زموږترنظرتیری سوې.خوداکودتاوی که ئې چیری واقعیت درلودی،بری ته ونه رسیدی.ځکه دیوې فارسی ډرامې په استناد چی: \" حکومت بیداراست\" هغه شنډی سوی اومخکښان ئې داوږده کړاواوزحمتناکه بندیتوب په مصیبت کښیوتله.
دسیاسی تحول په منظوردکودتاهمدغه مقبول یامنلی مفهوم زموږپه اذهانوکی ځای نیولی و،خوله څنګه سره ئې وخت ناوخته دانقلاب کلمه هم په اشعارواوآثاروکی دلته هلته غلی په مخه راتلله.دسردارداؤدخان اقدام چی دده په مبارکه خوله دوراسته سلطنتی رژیم خاتمه ئې وویله هم په رسمی خپرونوکی دکودتاپه ویاړلی نامه سرکاری اخبارچیانوونوماوه.په هم هغه دوران کی بیایوه بله کودتاد مرحوم محمدهاشم میوندوال په نامه ټاپه سوه چی دیو شمیرکسانو دوژلو،ټکولویاځورولو سبب وګرزیده اودکابلی خبرچیانوله خوائې په یوه یابل تعبیریادونه وسوه.کودتاګانی چی په نړۍ کی ډیری زیاتی سوی اوله تخیلی ارمانوسره سم ئې دسیاسی مبارزوهیلی ترسره نکړی نوورو،وروئې ځای انقلاب ونیوی.دانقلاب په ادبیاتوکی دسره انقلاب،زرغون انقلاب،سپین انقلاب اونورورنګونوانقلابونه هم دخبروبهیرته راکښیوتله.په دې لړکی دپرولتاری انقلاب،بورژوازی انقلاب،اسلامی انقلاب،کلتوری انقلاب اوداسی نوروانقلابونووراشې هم میدان ته راغلی.خوزموږ په مجلسوکی چی زیات حساب پرکیدی هغه لومړی دفرانسې سیاسی ـ اجتماعی انقلاب اوورپسی داکتوبرسوسیالیستی انقلاب وچی زموږدسیاسی هیجاناتودپاره ئې دالهام یوه سرشاره مایه جوړوله.
دهمدې شرائطوپه غیږکی هغه ډیره غټه پیښه چی زموږپرخاوره د ۱۹۷۹ـ م د اپریل په ۲۷نیټه یا د ۱۳۵۷ش هـ کال د ثورپر ۷مه نیټه دکابل په پای تخت کی له یوې سیاسی ګړبی سره راپیل سوه اوتراوسه ئې لادخونړیوورانیوطوفانی بهیرونه ادامه لری په خپله نوعه کی دبشری تاریخ یوه داسی ستره واقعه ګڼله کیدای سی چی دوطنی،منطقوی اوجهانی ابعادومتحول ترکیب ئې په نوعیت کی پوره څرګندیږی. دیادونی وړئې بولم چی که ددې لوئی پیښی په اړه یونیم بیانونه لږیا ډیرراپه زړه سی اوښې یابدی خاطری ئې دواړه دهم هغی زمانې له احساسه سره سم په پښتنی صداقت ولیکلی سی نوښائی چی زموږدنیژدې تاریخ یوه ډیره مهمه پاڼه به دابدی هیری له چپاوه څخه ژغورلی پاته سی.دغه ماجراچی حتی مرکزی لوبغا ړوئې لاهم د اجراء کید وعملی تصورکله نه وکړی په د ا سی ډ را ما ټیکه توګه ناڅاپه رامیدان ته سوه چی چاته دبیری،چاته دامید،چاته دحیرت،چاته دذلت،چاته دقدرت اوچاته بیخی دخوب ؤخیال یوه معامله وایسیدله.خوپه هرحال ټوله په دې احساس کی په یوه خوله وه چی خبره خورازیاته غټه ده.ځکه زموږ خپورعامه ذهنیت چی داوږده استبداد اونه تمامیدونکی اختناق دسیاسی قدرت له پاخه استقراره سره پوخ عادت نیولی ونودداسی یودم راچپه کیدواوبیخکی رانسکوریدوفکرئې لاهم نسوای کولای.پردې لویه پیښه باندی دثورانقلاب،دپرتمین انقلاب،دنوی تیپ انقلاب اوبیاپه وروسته کی دملی ډیموکراټیک انقلاب بیلابیل نومونه په عامه خبرونواوخپرونوکی رواج سوه.
دثوردمیاشتی له نامه سره تړلی دغه درنه ټکه چی انفجاری موادئې دسختواستبدادی فشارونواوناتمامه اختناقی دورانونوپه خورااوږده سابقه کی سرپرسرکوټه سوی وه دشلمی پیړۍ دستروتاریخی پیښوپه جهانی فهرست کی پوره ځای نیولای سی.دجریاناتودغه پړاوچی دافغانستان دسیاسی اواجتماعی تاریخ په بهیرکی له نن څخه شل کاله وړاندی تریولړپرله پسې ټکرونووروسته د ګوندی ـ نظامی یا حزبی ـ فوجی حرکت په سلسله راپیل سواوخاتمه ئې تردې اوسه (۱۹۹۹ـ م ) پوری لاهم روښانه نه ښکاری،هغه لویه پاچاګښتی ئې وبولۍ چی دمشرانواوکشرانوډیرسرونه ئې وخوړله اودافغانستان ترهره ګوټه پوری ئې لیونۍ ډکې اوزوروری څپې ورسیدلی.په ګرده هیواد کی داسی څوک پاته نسوه چی دمثبتوښیګڼواومنفی بدګڼوتراغیزولاندی ئې رانسی.هغه چاچی په دې حرکت کی سازمانی ذمه واری لرله نودخپلی ګوندی ستراتیژۍ پربنائې ددې خبری حق درلودی چی نوی تیپ انقلاب ئې وګڼی اویائې دیوې بلی ژبی په همداسی تقلیدی نا مه وبولی.دوی البته یوازی دقدرت داخیستلودپاره دنظامی چپاوواحده حادثه په پام کی نه نیوله بلکی هغه ټوله انقلابی پروګرامونه ئې په نظرکی وه چی یوه نیمه لسیزه وړاندی ئې دټولنی دانقلابی تغیردپاره په خپلوتبلیغاتواوتعلیماتوکی خلګوته په ډاګه اعلان کړی وه.دوی به ټوله له ګردوښواوبدوسره پرهمدې ځای پریږدوچی دخپلوپروګرامودتحقق دپاره ئې کومه لاره واخیسته اوپرکومه خواولاړه.
رابه سودخپل وخت هغه یوشمیرجدیدخیالویاروښانفکره کسانوته چی له دې بهیره څخه ګوښی پاته وه اودغی ناڅاپی پاچاګښتۍ دیوې غیرمنتظره واقعې یانابوبره حادثې په څیرپه خوراغټ حیرت کی واچوله.دغسی کسان تریوڅه وخته پوری په دې فکرکی وه چی دوی خوپه پخواکی دخلګ ډیموکراټیک ګوندله زیاترولویانوسره ډیری نیژدې شخصی پیژند ګلوۍ درلودی نوښائی چی دوی ته به په دولتی جوړښت کی سمته برخه ورکړی اوخولۍ به ئې په غوړوکی سی.خوپه ګوندکی دننه چی دولجوپرسرکشمکشونه یادصوبداریوپرسرنوی اوزاړه تضادونه په خوټیدوکی وه نوددولتی لوبی هرکاره یاکړۍ ورځ په ورځ ترداسی اندازې راکوچنۍ کیدله چی په خپله دسرې مبارزې لوبغاړی لاهم په هغی کی نه سره ځائیدله.دتوزنی هیلی په طمعه دغه کسان چی کرار،کرارد دې نوی ګوند ی پاچهۍ له درباره څخه یومخیزه ناامیده کیدله اودنوی انقلابی واکدارانوله خاصی پاملرنی څخه محروم پاتیدله نودلومړی ځل دپاره ئې دغه ستره پاچاګښتی چی سرکاری ژورنالیسټیانودثورپرتمین انقلاب معرفی کاوه،دخپل زړه دسړیدودپاره په پټوخصوصی مجلسونوکی په پښتوژبه \" دغوائی اړودوړ\" بلله.په دغه خندوونکی ټوکی نامه باندی ئې دخپل زړه سوده کوله اودورپیښ محرومیت لمبه ئې په سړوله.دغوائی نوم له دې اړودوړه سره چندانی نامانوسه هم نه ښکاریدی.ځکه په ګوندکی داسی یوڅوپيژندلی کسان هم وه چی دسیاسی مبارزوپه دوران کی ئې وختی لادخپل صورت یاسیرت له مخی دځینوبودګانودنومولقبونه دحریفانوله خواڅخه اخیستی وه.دحیوانی نوموالقاب زموږدژبی په طنزیه یاهجویه کلتورکی چندانی بې سابقې هم نه ګڼل کیږی.ځکه چغال سرور،اوښ لالو،خرګلواوماراودرامان ئې دمثال په ډول یادولای سم.
بله پلابیاله ګونده وتلی یوډیرکړولی ګوندی چی پخوائې ددې جریان وندرته خوراډیرنوی زلمیان راوستلی وه اواوس دمحرومیت په خړه ورځ کی د انقلابی مخکښانوله ردیفه څخه دباندی پیکه ښکاریدی نوکله چی به ده ته دتقریرواګی په لاس وررغلی،دغه پاچاګښتی به ئې دآوازپه فشارد \" کودتا\" په نامه سپکوله.دده له لهجی افاده داوه چی په دې حرکت کی خلګویعنی ده په خپله ونډه نه ده اخیستی نوځکه په علمی حساب انقلاب نه ګڼل کیږی بلکی دیوڅوکسانوکودتاده.دده له وینا څخه ښکاریده چی په نظری توګه ئې انقلاب هغه اوښتنه بلله چی ټوله خلګ راوپاڅی اوخپل سیاسی ـ اجتماعی سرنوشت پربل مخ واړوی.
دهمدې لړۍ خبره ئې وبولۍ چی ورو،ورودجهانی تبلیغاتوپه امریکائی سبک کی بیا \" دثورکمونیسټی کودتا \" باب سوه څودمقاومت دسیاسی ادبیاتوپوخ ورد وګرزی.خوهغه څوک چی په یوه يابل دلیل ئې دثورپرپاچاګښتۍ باندی دانقلاب ښه نوم نه پیرزوکیدی نوئې په مخالفت کی دې ته ټینګه ملاوتړله چی دکودتانوم پرهغه باندی پوخ کړی.دوی غوښته چی انقلاب دیوې ستایلی پدیدی اوکودتادیوې غندلی پدیدی په څیروښیی.په هرحال کودتاچی یوه زمانه زموږپه اذهانوکی ښکلی بڼه درلوده هغه ئې په بدرنګه څیره ورواړوله.په خارجی تبلیغاتوکی دې ټکی ته زیاته توجه څرګندیدله چی دثورپاچاګښتی دکودتاپه نامه محکومه کړی.دکودتاله څنګه سره چی ئې بیادکمونیسټی اوخونړی کلمات هم ملګری کړه نوپه یوه ټک ئې درې څلورمرغۍ ښکارولی.په پیښورکی یواخبارچاپیدی اوماچی به وخت ناوخته دهغه مقالې کتلی نودابه ځنی ښکاریده چی یوازی د \" کمونیسټی کودتا \" پربې اعتباره کیدوباندی له خپلوسپانسرانوڅخه یوڅوخوشمړی لاس ته راوړای سی.ځکه په هره لیکنه کی به ئې پرځای یابیځایه ددغوکلماتووچ تکرارهرومروپه مخه راتلی.
دورځواوشپوله تیریدوسره دثورخوندورانقلاب چی ګوندیانواوهوادارانوئې په رشتیا یاپه درواغودهغه پرمزوباندی دویاړژبی ټکولی،کرار،کراردیوډیربې خونده ژوولی شخوند په څیرله خولې څخه تف سو. د ا نقلاب د نا مه با رچی د ګوند پروژل سوی مشرنجیب الله باندی ډیروغمیدی نوئې په رسمی توګه هم په خپله اوهم دانقلابی ګوند په نمایندګی پریوه مخ له خولې څخه واچاوه اودتحول ترمجهولی ټاپې لاندی ئې په خپل نوی اساسی قانون کی دیوه محکوم مفهوم په توګه دتاریخ خاوروته وسپاره.ده داسی ګومان کاوه چی په دې چاره به ئې درد دواسی اوله دی درانه باره څخه به ئې اوږې لږڅه سپکی سی.اوس په خپله پاشلی ګوندیان دغه لویه اونه ختمیدونکی پاچاګښتی چی سراسرپه ګداګښتی هم بدله سوی ده کله د تحول،کله دتطور،کله دپاڅون،کله داوښتون اوکله ناکله ئې بیادامریکادسیاسی مقاماتودمزاجی خوښۍ دپاره دخوشامندپه توګه دثورخونړۍ کمونیسټی کودتابولی. اوریدلی می دی چی دخلګ ډیموکراټیک ګوند دمرکزی کمیټې یومبتکرغړی بیا خپله دغه ویاړلی تاریخی کارنامه نن سباپه جګه غاړه \" دغوائی خوشائی \" یا \"دغوائی مرداری \" بللی ده.
دثورجهان شموله پاچاګښتی که دسیاسی تمایلاتویاناملایماتوله اغیزوڅخه لږڅه ګوښی ترکتنی اوڅیړنی لاندی ونیوله سی نوددې واقعیت حدس وهل کیدای سی چی دلته په سیمه کی یوشمیرنړیوال پیچلی مسائل موجودوه اودهغوڅرک له دې ټکی څخه لګول کیدای سی چی دثورله پاچاګښتۍ سره په یوه وخت کی دایران پاچاګښتی هم منځ ته راځی.ماهروخت ویلی دی اوبیاهم وایم چی ددې تاریخی بهیر خارجی ماهیت ترهغوپوری څوک په واقعی ډول نسی پیژندلای څوچی د شوروی د \" کی . جی .بی .\" اصلی اسنادئې دامریکاد \" سی .آی .اې .\" له اصلی اسنادو سره یوځای دکمپیوټری پلټنی په رڼاکی ترکتنی نه وی ایستلی.ددې معنابه نوداوی چی زموږدبدمرغیوخارجی عوامل به دقیامت ترورځی پوری یومخ پټ پاته سی.
نن په داسی حال کی چی دثورپرتمین انقلاب دانقلابی قهرمانانوله خولی څخه پر یوه مخ لویدلی دی خودثوردکمونیسټی خونړۍ کودتاپرمړه لاښ باندی لااوس هم مسلسل دتبلیغاتومرګکی وارونه کیږی.خارجی هیوادونه اویادهغوتنخاخواره چی دسیاسی ملحوظاتوپه خاطردغه کارکوی نوخوحق ئې دی چی دخپل منفعت په استقامت کی ئې دغه لاره په مخه اخیستی ده.خودلته بیایوبیچاره خوارکی ګوندی چی نه ئې توبې څوک منی اونه ئې داوښ دپل په جوړولوبخښی خودی لاجوغیدلی وی چی دخپلی تخیلی تبرئې دپاره دغه لویه حادثه یاستره فاجعه دکودتاپه خبیث نامه باندی یاده کړی.ددغه رازکسانوعمل ماته دکلیوالوهغه پخه خبره راپه یادوی چی وائی اوزګړی له لیوه سره یوڅه لاس لګوی خوخرچی شرمښ ووینی نوغړی ئې وتښتی اودخوشامند په توګه دهغه ترمخ دمرګ لوری ته پرخپلوپښوورسره ځغلی. ددې بهیرپه تاریخی ملنډوکی دارازګډی وډی لاهم دیادونی وړدی چی یووخت زموږیوه پیاوړی څیړونکی هغه مهال چی له کوم راډیوئی خبریال سره ئې په مرکه کی دثورپرپاچاګښتی باندی دکرکی په قهرجنه لهجه خپل ډک زړه خالی کاوه نونیژدې وچی دنفرت ټوله خروښ تر\" ثور\" خوارکی وګاږی.ځکه دده له علمی څیړنی سره سم هم د ملحد واوهم د مجاهدوغبرګی ټکی دواړه دهمدې ثور په دوران کی دافغانستان پرسرلګیدلی دی.باید شکروکښل سی چی داګړبه دلړم یا چونګاښ اویادکوم بل ځناورپه میاشت کی نه ده پیښه سوی.ثوریعنی غویی خولاډیره پروانلری ځکه هغه دبقرې زوی دی اوبقره هغه مقدسه هستی ده چی د خدای دعربی کتاب دوهم څپرکی دهمدې مبارکی په نامه بلل کیږی.که خبره داسی نه وی نوپه نجومی حساب نه ثورغویې دی،نه هم سرطان چونګاښ اونه هم عقرب لړم.
که دالفاظوترڅیړنیزوټوکوټکالوراتیرسونوخدای په رشتیاخوښیږی چی له دې ټوله رنګارنګ استعماله سره بیاهم ولاکه موږسم پوهیږوچی کودتاڅه شی ده اوانقلاب څه ته وائی.راسی تروسه،وسه زیاروباسوچی دڅیړنی خبره له کودتاڅخه راونیسو اوترانقلاب پوری ئې ورسوو. کودتاخوزموږله پخوانی خیاله سره سمه هغه ناڅاپه نظامی پیښه ګڼله کیدله چی یوڅوناپیژندلی سربډاګه پوځیان ئې دیورژیم اویادرژیم دسرانودایسته کیدودپاره سرته ورسوی.خودکودتاچیانوپیژندنه اوددوی سیاسی تګلاره نوبیاوروسته کرار،کرارپه خپرونواومرکوکی خلګوته څرګنده سی.ددغسی یوه مفهوم له مخی دثورپاچاګښتی هیڅ کله کودتانسی بلله کیدای.ځکه لومړی خودا ناڅاپه نه وه،دڅوناپیژندلوکسانوله خواڅخه نه وه.دیوه ګوند له خواڅخه وه چی ټولو خلګوښه پوره پیژندی اوخپل پروګرامونه ئې هم له وختی څخه لاپه ډاګه اعلان کړی وه.بل نوله پخوانی مفهومه سره سمه موږکودتاته زیاتره داسی فکرکاوه چی بایدترډیره وخته ئې نظامیان اداره کړی.خودثورپاچاګښتی چی نن سرته ورسیده نوسمدلاسه په داسبائې دادارې ټوله دولتی واک دګوندملکی مشرانوته ورانتقال سو. بایدداخبره یاده سی چی په افغانستان کی دالومړی ځل ؤچی نظامی واکداری په ملکی واکمنی بدله سوه اوښائی دماتی یواساسی عامل ئې هم دغه نوی بې سابقې انتقال وی چی ددولت په لوړه سطحه کی په سرورسیدی.دادثوردپاچاګښتۍ هغه بنیادی ټکی ګڼل کیدای سی چی له کودتاسره اساسی فرق لری.
اوس به راسودې خبری ته چی کودتادلویدیځوادبیاتویاغربی سیاسیاتوپه هنداره کی وګورو.دکودتاکلمه (coup d´etat ) چی فرانسوی ئې بولی د ویبسټرپه غټه انګریزی ډکشنری کی داسی ښوولی سوی ده: په سیاسیاتوکی هغه ناڅاپه اوغوڅ اقدام ته کودتاویله کیږی چی په تیره بیادغه اقدام په غیرقانونی صورت یادقوی په زوردیوولاړحکومت داوښتنی سبب وګرزی.غربی پوهان زیاتره ددې کلمې دسیا سی هویت په مورد کی داسی تصورله ځانه سره لری چی که کله پرپښوولاړ یوانتخابی حکومت دناپیښه نظامی اقدام یادقوې داستعمال له لاری رانسکوره سی نودغه شان حرکت دکودتاپه نامه یادیږی.
که موږپه رشتیانی انصاف همدغه ډیموکراټیک پرنسیب په پام کی وساتونو دافغانستان په سراسری تاریخ کی دپرله پسې حکومتونودولتی بنیادله ډیری پخوا زمانې راهیسی کورټ هغسی یوې مرحلې ته کله نه دی رسیدلی چی هلته دیوه ځل دپاره لاهم یوټاکلی انتخابی حکومت دغربی ډیموکراسۍ له اصولوسره سم په کوم وخت کی منځ ته راغلی وی.هرحکومت یاښه یابد هرکله دیوه بل چاله خواڅخه په زورایسته سوی دی اوهغه ئې پرځای کښینستلی دی.همدغه دلیل دی چی زموږ هیڅ حکومت ترهغه مهاله چی زوردرلوولی دی بل چاته ئې ځای نه دی ورپرې ایښی.ځکه ګرده تاریخ مودزوربالای زوریوه ناتمامه پروسه ده اوددولتی قدرت دپاره دهمیشنۍ جګړې دغه مداومه قانونمندی موکله پټه کله ښکاره تراوسه لاهم په ملک کی روانه ده.یووخت چی مقتول نجیب الله دسولی په منظورظاهرخان پاچا وطنی اشتراک ته راوباله نوهغه ئې په جواب کی دنجیب الله حکومت غیرمشروع وباله. خومرحوم نجیب الله په دې غبرګون کی پوره حق په جانب وچی ظاهرپاچا ته په رډه ووائی چی ستاسی حکومت نوکله سیاسی ـ قانونی مشروعیت درلودی.

ظا هروویل نجیب ته نه لـری مـشروعـیت
ده هم لڅه کړله سټه د هـغه د ســلطـنـت

چی دخبری سرله نیژدې تاریخه څخه راونیسونورشتیاهم له امان الله څخه حبیب الله ،له هغه څخه بیانادر،له ظاهرڅخه بیاداؤداوله ده څخه بیانورمحمد دولتی قدرت په زورونیوی اوهم دغه شان تردااوسه پسی راځی چی هرچاپه هروخت کی په خپل زوریادبل په زوردحکومت واګی په لاس کی اخیستی دی.دافغانستان په دولتی سطحه کی چی سوله مشکله ده دلیل ئې هم دادی چی دلته هرڅوک په زورسیاسی قدرت ته رسیږی اوزوروالابیا داحق هیچاته نه ورکوی چی هغه میدان ته راسی او بې له زوره دوچ انتخاب په قوت دده ځای ونیسی.ددغه تاریخی واقعیت په پام کی ساتلوسره که داوسنی زمانې غربی مقیاس په نظرکی ونیول سی نودافغانستان سیاسی تاریخ له آدمه تردې دمه پرله پسې دزوربالای زوریوداسی بهیردی چی په عصری معنامدنی دولت یاقانونی حکومت ته کورټ دراپیداکیدومجال نه ورکوی. په دې صورت کی نوزموږدتاریخ دهری زمانې ټولی پاچاګښتۍ،دثوردپاچاګښتۍ په شمول،یورنګه یایوشانته نوعیت لری اوله دې خبری څخه دانتیجه راوزی چی یا خوټولی بې له استثناء څخه کودتاوی ګڼلی کیږی اویاخویوازی دثورپاچاګښتی ددې سیاسی امتیازحق نلری چی په دې بې مصداقه نامه باندی یاوستایله سی اویا وغندله سی.خوله دې سره بیاهم که چیری دثورپاچاګښتی دتبلیغاتی موډپه سلیقه کودتا وبلله سی نوهغه بیامشکله ده چی کمونیسټی وګڼله سی ځکه ترپایه پوری کمونیسټی چین له دې کبله په رسمیت ونه پیژندله چی هغه ئې کمونیسټی نه بلله.
دثوردپاچاګښتۍ دکودتائی نامه له تبلیغاتی اغیزوڅخه چی ځان راوباسونوڅیړنه مو سمدستی له دې پوښتنی سره مخامخ کیږی چی زموږدتاریخ دغه ستره پیښه باید له علمی دریځه دانقلاب دمعیاری موازینوپه ګچه هم ترکره کتنی لاندی سمه وپلټو.
دانقلاب توری یوه عربی کلمه ده چی په زیاترومواردوکی دبدلون یااوښتون په معناترجمه کیدای سی.خوهغه مفهوم چی زموږپه ژبوکی ئې اخیستی دی،عربیان ئې په خپله ژبه کی د \" الثورة\" په لغت افاده کوی.زموږدژبوپه بهیرکی دسیاسی، اجتماعی،کلتوری ، بورژوازی ، پرولټاری ، اسلا می اوداسی نوروډ ولونوانقلابی ترکیبونه هم دلته هلته دیوه یابل هدف دپاره تراستعمال لاندی راغلی دی. خودټولو ترمنځ ئې مفهومی اشتراک په دې افاده کی راڅرګندیږی چی یومسلط موجود حالت بایدتغیروخوری اونوی کیفیت ئې ځای ونیسی.دعمومی تیورۍ په رڼاکی خبره داسی ښکاری چی دیوې ټولنی وګړی دژوندانه دکاروبارپه هلوځلوکی حرکت کوی اودغه حرکت له هره پلوه په مجموعی توګه پرله پسی مخ پرزیاتیدو اوپراخیدووی.همدغه انکشاف بیاپه ځان کی دننه دبیلابیلومنافعوترمنځ خوښ نا خوښه دتسانداوتضادیااتصال اوانفصال دوې سره تړلی غبرګی پدیدې منځ ته راوړی.ددې پدیدودرشدجبری پروسه هرومروداغواړی چی دوګړوپه ټولنیزو روابطوکی ئې دزیاتیدونکی ودی پرمخ باندی دروازه تړلی نه وی.که ټولنه په مثالی توګه دبخارله دیګه سره مشابه وګڼله سی نودغه دیګ چی کله په ایشناوکی وی،داورته په کارده چی یومنفذ ولری څودبخاردډیریدوفشارئې دچاودنی ترټکانې ونه رسیږی.که چیری دهغه په جوړښت کی دبخاردوتلویوټاکلی منفذ نه وی نو دفشارله زیاتیدوسره هرومروچوی.یوه ټولنه هم ددې دپاره چی پرله ونه چوی نو باید وګړی ئې دداسی ټولنیزوروابطوپه شبکه کی عیارسی چی دفعالیتونواو حرکتونودانکشاف مخه ئې کلکوبندشونویاخنډونوپه ټپه نه وی راګرزولی.خوکه ئې مخه بنده وی نوهلته که دچازړه غواړی اوکه نه غواړی یوه چاودنه حتمی بلله کیږی.ځکه دهغی ټولنی په دننه یادباندی کی داسی شرائط راپیداکیږی چی دمسلطو ټولنیزوروابطوراکده شبکه ئې پرله وچوی.ددغسی یوې چاودنی نوم انقلاب دی چی په انګریزی کی د \" ریولیوشن Revolution \" په نامه یادیږی.دغه لغت په قاموسونوکی دداسی بدلون یااوښتون په توګه معرفی کیږی چی دخلګوچپاوی پرګنی راوپاڅی څوپرځای ناست حکومت په دسته جمعی قوت رانسکوره کړی اودټولنی جوړښت یاسکښت سرچپه راواړوی.په دغه زورکی اوښتنه کی چی دټولنی دغړوسیاسی،اقتصادی اواجتماعی دریځونه بدلیږی نوسخت خونړی ټکرونه ئې له بې رحمه تشدده سره هم ملګری وی.انقلاب نویوه اختیاری یاانتخابی پروسه نه ده بلکی یوډول انفجاری عملیه ده چی په یوه ډول دډولونومنځ ته راځی اوبې بندوباره سرې لمبې ئې له تورودودانوسره ترډیره وخته پوری له خروښه څخه نه لویږی.
دسیاسیاتوغربی پوهنه بیا دانقلاب یا \" ریولیوشن \" په مقابل کی د \" ا یوه لیو شن Evolution \" یوه کلمه هم لری چی په تکامل ترجمه سوی ده.داالبته دټولنی په موردکی دتدریجی یاتکاملی بدلون هغه نسخه ده چی هلته دانکشاف لاری دوګړو پرمخ باندی ټپی نه وی ټړلی اوټولنه ئې سوکه،سوکه دنسبتی ثباته سره یوځای دتغیرپه بهیرکی داوښتنی اوپرمختلنی بشپړتیائی پړاوونه هم وهی.دانسخه دتدریجی تغیریوه عملیه وګڼی چی په سیاسی سطحه کی ئې رشتیانۍ ډیموکراسی دبشری نړۍ په یوه یابل ځای کی دټولنیزومبارزودفشاردپاره دمنفذ په توګه ایجادکړی ده. خود دې نسخې تطبیق ا لبته د سوچه روښا نه ا نسانی ذ هنیت په کـلتورکی د ا یجاد اواستقرارزمینه پیدا کولای سی.
دې ټکی ته باید سم پام راوګرزول سی چی بنیادی انقلابونه زیاتره په دووبڼو یا څیروکی خپل ځان پوره ښکاره کوی.ځکه چی یوئې دماهیت له مخی سیاسی نوعیت لری اوبل ئې بیا سربیره پرسیاسی خصوصیت اجتماعی نوعیت لری. کیدلای سی چی لومړی دسیاسی انقلاب اودوهم داجتماعی انقلاب په نامه سره بیل سی. سیاسی انقلاب هغه دی چی په پیښه کی ئې یوازی دولتی رژیم تغیروخوری اوپورته،کښته یوشمیردولتی نهادونه هم له حکومتی مامورانوسره لاندی باندی ترله واوړی راواوړی.خواجتماعی انقلاب بیاهغه بیخکی بدلون دی چی دخلګوترمنځ دملکیت مستقرروابط پرله وشکوی اووګړی ترهغوپوری چی په نووروابطوکی تنظیم کیږی،سراسیمه غوندی په یوه عامه اوتامه لګه درګه کی یودبله سره دټکرونوډکې وهی.زموږپه سیمه کی په مثالی توګه دایران انقلاب دسیاسی نوعیت له مخی اودافغانستان انقلاب داجتماعی نوعیت له مخی ټیپکی تاریخی نمونې ګڼلی کیدای سی.
دثورپاچاګښتی دانقلاب په تعبیراودهغه زیاتره غټ پرابلمونه البته دهغوروابطوله تغیره سره اړه لری چی دمځکی دملکیت په برخه کی د \" ا خ د ګ \" له خواڅخه راپیل سوه .که څوک ددغه ملکیت زړه شبکه اوپرهغی باندی ولاړمؤسسات دبې سنجشه هوسانه تغیراتوله عواقبوسره یوځای ترکتنی لاندی راولی نوپه دې خبره ئې پوره سد رسیدای سی چی دغه دثورپاچاګښتی ددې پرځای چی دکودتاپه کوچنوټی نامه ئې اهمیت له نظره واچول سی،په خپل تاریخی ماهیت کی ئې دافغانی،منطقوی اوجهانی انقلاب پیلامه کښیښووله.ځکه له لومړی سره څخه دهغه ټوله جریان دهرچاپرلاس باندی دملکیتونودنیولو،یاګټلو،یالاندی کولو،یاخپلولواویا بایللویوه ناتمامه لیکلیکه وګرزیدله چی دخاتمی عوضی شبکه ئې په نیژدې زمانه کی لاهم نظرته نسی راتلای. دبانډاری داپاړکۍ پرځای ده چی وايی:

زموږدثوراړودوړ په کودتاکوچنی کیدی
اوس هغه دټول جهان ترچړپیدوورسیدی

هغه مهال چی دوطنی ځوانانودبیدارۍ په دوران کی دکودتا آیډیال په انقلاب بدلیدی نوزموږپه تصوری خوبوکی ئې یوه داسی مقبوله منظره انځوروله چی ښائی د عمومی اختناق له سیطری څخه مویومخیزه آزادولای سی اودهراړخیزه انکشاف لویي روښانه لاری موپرمخ پرانیستلای سی.کوم شاعریالیکوال چی به کله دانقلاب توری پټ یاښکاره په خپلوآثاروکی ځایاوه نودویاړبریتونه به ئې تاووله چی ولازه هم دایم انقلابی یم.دغه زمزمه یوه زمانه دپای تخت دعیاشیواوساتیریوپه شرابی بانډاروکی هم دترنم دپاره موډګرزیدلی وه چی:

غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رنګ

له هغوټولوڅرګندومشخصاتوسره چی دثورله پاچاګښتۍ څخه په نړیواله سویه د ا جتماعی ا نقلاب یوه تا ریخی مورینه جوړوی ، خوبیاهم ځینی لا ا با لی کسا ن یامتمایل ژورنالیسټیان دخپل زړه دسړیدویادحق الزحمې دحلالیدودپاره هرکله دې ته جوړیدلی وی چی دثورپرانقلاب باندی دکودتا نوم پوخ کړی.دوی په عین حال کی خلګوته داسی ذهنیت ورکوی چی کودتاخوراناوړه چاره ده اماانقلاب بیاله عیبه پاک یوسپیڅلی جریان دی.ښکاری چی ددغه رازکسانوپوره دافغانستان په سترانډوخرزړه نه دی سوړسوی اونورانقلابونه ئې لاهم ورته په نیت کی دی.ځکه نویانه پوهیږی اویانه غواړی چی داحقیقت سمدم په ډاګه کړی چی انقلاب، که په هرنامه وی،هغه دورانیواوبربادیوبې جلوه طوفان ګڼل کیږی.
دانقلابوپه څیړنواوپلټنوکی هم رازپه رازډیری رنګارنګ خبری تللی اوراغلی دی. یووخت به داسی ویل کیده چی کله ټوله خلګ قهریدلی راوپاڅی اوپه یوه ټولنه کی دژوند سیاسی ـ اجتماعی سکښت بدل کړی نودغه شان عمومی قیام انقلاب بلل کیدای سی.موږهمدغه رازاسلامی انقلاب دسرپه سترګوپه ایران کی ولیدی چی دوګړوټولوقشرونودزړه په اخلاص پوره برخه پکښی واخیسته خوکله چی په سر ورسیدی نودخلګوپه درد ئې ونه خوړله اودیوه بل انقلاب دضرورت ستونزه ئې دوګړوپه مبارزوکی پای ته ونه رسوله. په روڼوسترګوداواقعیت لیده کیدای سی چی انقلاب که ګرده خلګ وکړی اویائې یوڅوکسه وکړی خودهغه خوږې ګوړی یوازی دیوموټ کسانوپه برخه کیږی.دانقلابونودتاریخ نتیجه تل ترتله داحقیقت راښیی چی \" توری به لالاوهی،مړۍ به اودولاوهی \" اویا دا چی \" خوشال خان توری وهی،منصب سدوخوری \" .
دثوردپاچاګښتۍ دانقلابی مشکلاتوپه برخه کی دځینویارانوله خولې څخه دګوندی درسناموپه تقلیدی سلیقه دابې چورته خبره راوزی چی دلته خو زموږپه هیوادکی یا کارګره موجوده نه وه اویاپوره بشپړسیاسی رشدته رسیدلی نه وه څودغه جریان دکتابی ارمانودتحقق پرلاره واقعی پړاوته ورسوی.دداسی انډیوالانودراویښولو دپاره ګومان کوم یوازی همدومره چیخونه کافی وی چی داکتوبرسترسوسیالیسټی انقلاب له پیله څخه بیا ترختمه پوری اویاکاله رسیدلوکارګرانوراوچلاوه اوپرلویو جهانی کارناموئې هم سترګی نسی پټیدلای،خودانقلابی نسل نووبچیانوئې په خپل لاس په کریملین کی فاتحه واخیستله. نن سبادفرانسې لوی انقلاب ته دانسانی عقل په تاریخی محکمه کی هم دغسی یوسرنوشت ګوری.
دغربی آثاروپه لیکونوکی ماته څوځله داسی یوه وراشه په مخه راغلی ده چی وائی: \" انقلاب خپل بچیان خوری \". که داڅرګندونه دانقلاب دپیژندنی یوه مشخصه وګڼله سی نوپه افغانستان کی خودثوردپاچاګښتۍ روان انقلابی بهیرپه هر پړاوکی تردې دمه پوری خپل زیات بچوړی وخوړله اونورئې لاهم پسی خوری. دلویدیځوپوهانودڅرګندونی رشتیانی مصداق هم دثورپاچاګښتی ده چی دکودتاله مفهومه سره بنیادی توپیرلری.
په اوسنۍ نړۍ کی چی زاړه اونوی انقلابونه دمدنی ذهنیت له دریځه مخ پرمحکوم کیدوروان دی نوهررازانقلاب،که دکفروی که داسلام،دهغه معناورانی ده اوښکلی ښایسته نومونه یوازی دپرده پوښۍ دپرده پوښۍ دپاره ورباندی ایښوول کیږی.که چیری موږانقلاب یاکودتا په یوه یابل ناوړه نامه باندی یوازی ترغندنی لاندی راولونودتاریخی پیوندپرهغه لړۍ باندی سترګی پوټووچی دعلت اومعلول له اصله سره سم ئې یوې فاجعې بله فاجعه زیږولی وی.دتاریخ پیښی دکړیوپه څیرسره تړلی دی اوهره لاحقه ئې دخپلی سابقې زیږنده ګڼله کیږی.دعلمی څیړنوپه چاروکی دتاریخی بهیرپرله پوری تشریح دهغه رازاحساساتی مداخلې مخه نیولای سی چی یوڅوک دخپلی خوښی له ټاکنی سره سم دستاینی یاغندنی په نیت دتاریخ نه شلیدونکی تسلسل ته دبیلابیلومستقلوټوټویاځانته ځانته پارچوپه سترګه ګوری. راسی چی دیوه ژوندی مثال په توګه داخبره دیادونی وړوبولوچی نن ورځ ډیر خلګ په افغانستان کی دننه اوترهغه دباندی دطالبانوله سیطری څخه نفرت کوی، خودټولوخوله چی وپوښتل سی نوغټ اکثریت ئې داوایی چی په کابل کی د \" رب\" له واحد کهوله څخه دیوه \" ربانی\" ناوړه \" اسلامی دولت\" وچی دیوه بل \" ربانی\" دناوړه \" اسلامی امارت\" فاجعه ئې وزیږوله. داواقعیت په هیڅ وخت کی دهیرولو نه دی چی دکودتایاانقلاب ترمحکومیدوهغه عوامل دزیات نفرت وړدی چی لږ خلګ کودتاته اوډیرخلګ انقلاب ته اړباسی.دواقعاتومنطقی پیوند بایدهیڅ وخت له تاریخی پیونده څخه لیری نه سی.
نن سباچی دثورپاچاګښتی دافغانستان دتاریخ یوه ضخیمه برخه ګرزیدلی ده،نوکه ئې ښه بولی اوکه بده،خوددې دپاره چی دهغی تاریخی هویت په ژورنالیسټی تبلیغاتوکی مسخه نه سی، باید په علمی آثاروکی دهغی له عواملواوعوارضوسره یوځای د \" اجتماعی انقلاب\" په عنوان تثبیت سی. که چیری زماله دغی سپارښتنی څخه څوک غاړه پیچی اودکودتاپه بیځایه کلمه دثوردپاچاګښتۍ هراړخیزه ورانوونکی انقلابی ماهیت یومخیزه له پامه څخه اچوی نوزه مجبوره یم دپښتنی ولس هغه تاریخی وراشه درته رادمخه کړم چی وایی :

زرئې درمړه کړه خوتاسی ئې لابدی نه بولی !


صافی
01.11.2006

محترم استاذ حلیمی ،او ښاغلی لاروی صاحب!
دارزښتمنو معلوماتو نه مو يوه نړی مننه .ماته داراز معلومات په خاصه توګه دارښت وړ ځکه دي چې: رغنده ،او دجر،اوبحث نه دباندې زدکړه ده . تاسو او لاروی صاحب ته دې خدای خیر ورکړی چې زه مو پری پوه کړم . ولی زما ستونځه په ځانګړې توګه په دی کې ده چې ( دستګیر پنجشیری او استاد نومیالی ته خو دې دا القاب مبارک وي ) ولی ځینی کسان لکه ښاغلی سیستانې چې ځان ددې بلاک او یا ډلې څخه جلا ګڼی او دپښتواو پښتنو په دفاع کې یې په پاړسی دقلم رنګ خلاص کړ (خدای دد دقلم رنګ نه خلاصوي) ولې دا القاب دنوم پسې تړی؟
دلاندې انګریزۍ نه مطلب دا چې ددې القابو ورکړه او استعمال په کمونیستی هیوادو کې رایجه وه. په دې توګه عین اصطلاحات په غربی نړی کې مروجه ندی ، په جرمنی کې هر یو فاکولته پاس او یا دلیسانس لرونکی ته Akademikerویل کیږی.
زما په نظر دکمونیستی سیستم لاندی په ساینس او علمی مواردو کې ددې القابو ورکړه ښایې دقبول وړ وی ، ولې په ادبیاتو او فلسفه کې دسوال لاندې ده.
په درناوي

[color=red:68c4c0398c]Academician[/color:68c4c0398c]
The title Academician denotes a Full Member of an art, literary, or scientific academy.
In many countries it is a honorary title.
"Academician" may also be a functional title and denote a full member of the National Academy of Sciences in those countries where the Academy has a strong influence on national scientific life, particularly countries that were part of, or influenced by, the [color=red:68c4c0398c]Soviet Union[/color:68c4c0398c]. In such countries, "Academician" is used as a honorific (like "Doctor", "Professor" etc) when addressing or speaking about someone. Countries where the term Academician is used in this way include Ukraine, Russia, Georgia, Armenia, Azerbaijan, Latvia, Lithuania, Estonia, Finland, Moldova, Serbia and Montenegro, Romania, Croatia and possibly others.
The British honour Fellow of the Royal Society (FRS) can be considered as roughly equivalent.
There also exists a lower-rank title, variously translated Corresponding Member or Associate Member (of the corresponding academy), Russian: член-корреспондент (chlen-korrespondent).
In the German speaking world, however, the term Akademiker (literally: Academician) is no title, and refers to every person with an academic degree.


larghonay1
02.11.2006

د بحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه !
زما په نظر دا مسئله بېخي جوته شوه چې او جوته وه چې نوميالى صيب يو كمونيسټ او بلكې د افغانستان د كمونسټانو ټيوريشن و .
نور نو دې ته اړتيا نشته چې د ده په اوږدو اوږدو ليكنو وخت ضايع كړو او دلته يې رانقل كړو.
پاتې شوه د ابولمتين صيب خبره .
هغه بېچاره هم ګرم نه دى.
ځكه افغانان ډېرو بدو ورځو مجبور كړي نو كيدى شي ابولمتين صيب د نوميالي صيب كورنۍ ته څه تمه ممه لري .
ځكه د نوميالي صيب كورنۍ بهر كې اوسي او ځينې افغانان دومره مجبور وي چې بهرمېشتو افغانانو ته داسې څارو وي لكه : بدعتي ملا چې مقتديانو ته سترګې خړې نيولې وي يا لكه هغه خوريى چې ماما يې تخرګ ګروي نو دى وايي والله په جيب لاس وهي او ماته څه راكوي!
خداى دې د نوميالي صيب كورنۍ مهربانه كړي چې ابوالمتين صيب ته څه خاورې ايرې وركړي، ځكه ډېره بې ځايه دفاع يې وكړه.
خو څه پته ده چې د نوميالي صيب كورنۍ د نوميالي صيب په عقيده وياړي او كه پرې ژاړي؟
په هر صورت زما هيڅكله په مړو پسې خبرې نه خوښېږي خو نوميالى صيب هغه مړى نه دى چې پښې وغځوي او مړ شي.
نوميالى صيب يو ليكوال او ټيوريشن دى ، د ده په اړه به هر وخت خبرې او څېړنې كېږي چې د دې مخه نيول نو ستونزمن دي.
خو نه پوهېږم چې ابوالمتين صيب كومه عقيده لري؟
ځكه ده ماته ليكلي وو چې كه د (( كمونيست ويى دې نه وى زده نو بيا به دې څه ويل))؟
ګران ابوالمتين صيب !
كه د كمونيست ويى مې نه واى زده او ددغسې عقيدې څښتن په اړه چا پوښتلى واى نو بيا به مې ورته دهري او ملحد وايه!
كه نه نو بې لارې خو به مې ورته خامخا ويل .
او دا چې تاسو د ښو او بدو توپير نه شئ كولى او ليكلي مو دي :
اقتباس
((زه خو نه ملا يم او نه مولوی، خو خدای د هيڅکله داسې د زړونو دآزار توان او توفيق نه راکوی! زه په مسلمان او کافر باندې د خدای د رحم غوښتونکئ يم! خدای د پخپلو ټولو مخلوقاتو ورحميږی!))
ابوالمتين صيب له قربان قربان څخه دې هم همداسې ښكاري چې نه ملا يې او نه مولوي.
خو هر انسان اوپه ځانګړې توګه مسلمان بايد د ښو او بدو توپير وكولى شي !
تاسو چې پورته جمله كې ليكلي چې (( مسلمان او كافر )) ليكلي نو په دې بحث كې خو د حليمي صيب خبره د مسلمان او كافر په اړه چا څه نه دي ويلي ، بلكې د يو ټيوريشن كمونيست په اړه بحث دى نو بيا ولې كافر كافر زمزمه كوئ؟
ستا د دې خبرې سر ه يوه ټوكه راياده شوه: وايي يو سړي په كلي كې سخى پټ كړى و او پوه شوى و چې خلك پرې شكيان شوي دي ، نو په كلي كې به يې چې دوه كسه په خبرو سره وليدل نو په غوسه به شو او وربه رغلو چې (اى دا څه سخى سخى كوئ)).
نو وروره ولې خلكو ته ښايې چې دغله په ږيره خلى وي؟
او بله دا چې كه تاسو بيا هم د خلقي، پرچمي، كمونيست او شغله يي، ستمي او ماويست دې ټولو توپير د مسلمانانو سره نه كوئ او ټولو ته په يوه سترګه ګورئ نو بيا دې تره كي بېچاره ، امين، كارمل او نورو څه ګوناه كړې خو د هغوى هم څه ناڅه ستاينې وكړه !
او كه متين صيب وايي چې هغوى خو چارواكي وواو دى يو ملا سړى و .
نو زه وايم كه يو ملا له خپلې عقيدې تېر نه شي نو څنګه كولى شي په يوه كمونيستي رژيم كې له ملايۍ يوناڅاپه اكاډيميسن شي ؟
زه بيا هم وايم : راځئ د ابوالمتين صيب كمپاين نه خرابوو خو :
(( ومن يعمل مثقاله ذرة خيراً يره و من يعمل مثقال ذرة شراً يره ))).


momtaz
02.11.2006

ګرانو دوستانو السلام علیکم !
لرغونئ ورور لیکي:[quote:b5ef277ef9]پاتې شوه د ابولمتين صيب خبره .
هغه بېچاره هم ګرم نه دى.
ځكه افغانان ډېرو بدو ورځو مجبور كړي نو كيدى شي ابولمتين صيب د نوميالي صيب كورنۍ ته څه تمه ممه لري .
ځكه د نوميالي صيب كورنۍ بهر كې اوسي او ځينې افغانان دومره مجبور وي چې بهرمېشتو افغانانو ته داسې څارو وي لكه : بدعتي ملا چې مقتديانو ته سترګې خړې نيولې وي يا لكه هغه خوريى چې ماما يې تخرګ ګروي نو دى وايي والله په جيب لاس وهي او ماته څه راكوي!
خداى دې د نوميالي صيب كورنۍ مهربانه كړي چې ابوالمتين صيب ته څه خاورې ايرې وركړي، ځكه ډېره بې ځايه دفاع يې وكړه. [/quote:b5ef277ef9]
لرغونئ وروره ستاسو د لیکنې څخه داسې ښکاري، چې زمونږ هېوادوال ابوالمتين نه پېژنئ ! نو که داسې وي بښنه غواړم ستاسو پورتنۍ لیکنه ډېره بې مسئولیته ده او د بحث له اصولو سره سمون نه لري، ځکه چې د بحث ګډون کونکو ته احترام هم په دې اصولو کې شامل دئ . که څه هم تاسو لیکلي دي، چې ( کیدئ شي) .... خو دا امکان هم شته چې ستاسو ادعا ناسمه وي، نو په هغه حالت کې به دا څرګند تېرئ وي .

ګرانو دوستانو ! ښه به وي چې په یوې وړاندې شوې موضوع باندې بحث وشي . د صافی صاحب په کاپي شوې موضوع کې خدای بښلي نومیالي د " کودتا" او " انقلاب" د تعریف په هکله په هر اړخیزه توګه خپل نظر څرګند کړئ دئ . که څوک د دغو دوو اصطلاح ګانو لپاره نور تعریفونه لري ښایي د نورو د پوهې د لوړولو لپاره مرسته وکړي .
ډېره مننه


زه فکر کوم چې زه د خپلو ملی ګټو نه په دفاع کې ولاړيم!

ابوالمتين
02.11.2006

الحمد لله رب العالمين والصلاة و السلام علی اشرف ا‌لانبياء والمرسلين سيدنا محمد و علی اله و اصحبه وسلم تسليما کثيرا! اما بعد:
د بحث ملګروته د سلام وی.
ماچې په دې بحث کې د شريکو ملګرو په اړه معلومات د دوی د ليکنو له لارې تر لاسه کړ، خوښ شوم چې په بحث کې مو داسې د لوړی سويې او د افغانستان د علومو د اکادمۍ غړی او مينه وال ګډون لری. ځکه چې په داسې بحث کې له داسې کسانو سره سړئ خپل نظر په زغرده ويلای شی. د علمی پلټنې او اکادميک تحليل پيروان او په دې ساحه کې مشغول کسان که هرڅومره د يوه او يابل نظر څښتنان او يو له بله سره د نظر مخالفت هم ولری، ځان مجبور بولی چې علمی ثبوت شوو احکامو ته غاړه کيږدی، لج او بې ځايه سرتمبګی ونه کړی او همدا راز په تحقيقاتو کې د امکان تر حده خپله بيطرفی وساتی.
دا ډاډ هم راته پيدا شو چې که کومه خبره رانه غلطه هم شی، دوی مې کلک نه رانيسی او دوی خو زما غوندې د کمې پوهې له خاوندانو سره د کار او زيار تجربې ډيرې لری.
په عين حال کې لږ وډار شوم چې نو د داسې پخو پوهانو په مجلس کې به ما غوندې ځوان او خام سړی هم څه وويلای شی؟ خو که زما په ليکنه کې خامی وی نو هيله لرم چې تاسې به مې پخپله لويۍ اوپختګۍ وبخښۍ.
داچې لرغونی صاحب زما په پته ليکلی

[quote:b41a83466e]پاتې شوه د ابولمتين صيب خبره .
هغه بېچاره هم ګرم نه دى.
ځكه افغانان ډېرو بدو ورځو مجبور كړي نو كيدى شي ابولمتين صيب د نوميالي صيب كورنۍ ته څه تمه ممه لري .
ځكه د نوميالي صيب كورنۍ بهر كې اوسي او ځينې افغانان دومره مجبور وي چې بهرمېشتو افغانانو ته داسې څارو وي لكه : بدعتي ملا چې مقتديانو ته سترګې خړې نيولې وي يا لكه هغه خوريى چې ماما يې تخرګ ګروي نو دى وايي والله په جيب لاس وهي او ماته څه راكوي[/quote:b41a83466e]
زه به درته وليکم چې زه د خدای په فضل او مهربانۍ تر اوسه دومره بيچاره شوئ نه يم چې د بل چا د مرستې د ترلاسه کولو له پاره ورته مداحی وکړم.
دلته رښتيا ماته هم يوه خبره را په يادشوه:
يوه ورځ د موږ د جومات ملا مسئلې کولې او ويې ويل چې په يو وخت کې حضرت محمد ص ته له يوه کلی يا منطقې نه چې نوی اسلام ته را اوښتی ؤ، درې نفره راغلل. حضرت محمد ص په تنهايۍ له هر يوه نه د هغوی په منطقه کې د اسلام مقدس دين ته د خلکو د ايماندارۍ په هکله پوښتنه وکړه، خو هر يوه بل ډول ځواب ورکړ.
لومړی نفر وويل چې د دوی د منطقې خلک ټول په اسلام ډير کلک عقيده من شوی، دوهم بيا وويل چې نيمايی ښه دی خو د نيمو مزه نشته، او دريم وويل چې هيڅوک په زړه کې په اسلام عقيده نلری، خو د ډاره هسې په خوله وايی چې مسلمان دی.
کله چې آنحضرت د دوی خبرې واوريدې او له خپل حضوره يې رخصت کړل، نو اصحابو کرامو ته يې مخ را واړاوه او ويې ويل. چې دا لومړئ سړئ پخپله په دين محکم و او نور ټول هم همداسې ورته ښکاريدل، او دا دوهم پخپله عقيده کې نيمګړئ ؤ، نو ځکه يې د نورو په هکله هم همداسې فکر کاوه، خو دريم سړی په اسلام لاعقيده نه وه موندلې، هسې له ډاره يې خوله پټه نيولې او همدا ګمان د خپلې منطقې په نورو خلکو هم کوی.
ددې بيان پر اساس لرغونئ صاحب، تا خپله مجبوری او بيچارګی په ښه ډول او پوره مهارت څرګنده کړې، خو د خاورو او ايرو پيرزوينه دې را ته هسې د خپل زړه د بړاس ايستل ښکاری، چې ليکلی د دی:
[quote:b41a83466e]خداى دې د نوميالي صيب كورنۍ مهربانه كړي چې ابوالمتين صيب ته څه خاورې ايرې وركړي، ځكه ډېره بې ځايه دفاع يې وكړه.[/quote:b41a83466e]
زه د نوميالی صاحب له کورنۍ سره نه پيژنم او هغوی خو ما بيخی نه پيژنې.
د نوميالی صاحب په هکله د نظر څرګندونه، ما د عامو ملی وياړونو او د اسلامی او انسانی اساساتو پر بنا کړې ده.
د يوه هېواد ځمکه، معدنيات او نوره فزيکی شتمنی د هر فرد څخه د هغو دفاع غواړی. د هيوادعالمان، نوابغ او مبتکر تيوريسنان که په هر فکر او نظر وی ، د هغه معنوی پانګه او وياړونه دی، چې ساتل او پالل يې د هر با مسئوليته او هوښيار وطنپال سړی دنده ده.
د دنيا متمدن هيوادونه خپلو هر ډول عالمانو او تيوريسنانو، ليکوالو او شاعرانو ته په درنه سترګه ګوری او احترام يې کوی او د نورو په وړاندې ورباندې وياړی.
همدلته مې ښه شوه د مارکس او انګلس په اړه يوه خبره را په ياد شوه. يو څوکاله مخکې مې په اخبار کې ولوستل چې د آلمان د ديموکراتيک مسيحی اتحاد دګوند مشر هيلموت کول چې د آلمان صدر اعظم و، سره ددې چې دئ پخپله او دده ګوند سخت د کمونيسم ضد و، خو د ملی مسايلو له مخې يې په ميليونونو مارکونه د مارکس او انګلس د خرابو شوو، ورکو شوو او له چاپه پاته شوو مکتوبونو او ليکنو په راپيداکولو، راټولولو ، لوستلو او د چاپ له پاره په جوړولو مصرف کړل. د اخبار د خبر له مخې ددې کار له پاره يې هم يوپوخ او کلک پيژندل شوئ کمونست پروفيسور د کار د ډلې په سر کې مقرر کړی ؤ. زه اوس نه يم خبر چې کار تر کومه ځايه انجام شوی او نتيجه يې څه ده. خو دا په پر مختللو هېوادو کې د خپلو ملی وياړونو د ساتلو يوه ښه نمونه ده، چې بايد سړئ دا نمونه اوتجربه په نظر کې ونيسی او عملی يې کړی.

زه نوميالئ استاد شخصا نه پېژنم او د ګوندې سابقې په اړه يې هم ما کله پوښتنه او ګوېږنه نه کړې او نه مې له دې موضوع سره کله علاقه نيولې. خو ليکنې يې که په هره موضوع کې دی، که د هر مقصد او د هرچا په طرفدارۍ يې ليکلې، پخې او په علمی او منطقی معيارونو برابرې دی. دئ رښتيا هم نوميالئ دی او په جرئت سره يې خپل نظر په ښه او علمی توګه وړاندې کړی. بده هغه ده چې يو عالم په يوه موضوع کې يو نظر ولری، خو د محيطی عنعنو، مذهبی قيوداتو، سياسی ملحوظاتو او نورو امتيازاتو او ډار له کبله يې د څرګندولو توان، استعداد او جرئت ونلری. هر انسان او په خاصه توګه عالم او متفکر انسان بايد خپل نظر څرګند کړای شی. هغه محيطی عنعنې او مذهبې قيودات چې د يوه او يابل نظر، ابتکار او خلاقيت د څرګندولو مانع ګرزی، د ولس د پرمختګ او د خلکو د ژوند د هوساينې په لارکې خنډونه دی او له داسې موانعو سره جهاد او مبارزه په کار ده. لنډه داچې نوميالی صاحب يو ښه عالم او پوخ تيوريسن دی، او هغه نور عالمان چې د نظر له لحاظه له ده سره مخالفت لری، خو خپل مخالفت په علمی طريقو او آزاده سوله ايزه، له احترامه ډکه او دموکراتيکه فضا کې طرحه او بيانوی، هم عالمان دی. پر افغانانو د ټولو پالل او احترام لازم دی.
دا وطن بايد څومره نور زياراو انتظار وباسی چې د نوميالی په څير يو بل عالم او تيوريسن ورپکې را پيداشی؟
موږ او زموږ نسل ډير څه نه لرو. دا لږ چې لرو، راځئ چې همدا غنيمت وبولو اوساتنه او قدر او پالنه يې وکړو!
په مړی پسې او هغه هم په داسې وخت کې چې فاتحه يې روانه وی، د بدو خبرو او د هغو د ګناهونو يادول لږ تر لږه زموږ په منطقه کې رواج نلری او دا د دينی عالمانو له خوا هم بد کار تبليغيږی. موږ بايد صبر کړئ وای او بايد صبر وکړو چې داموضوع لږ سړه شی، بيا د بحث وختونه شته. که بيا مو هم زړه طاقت نه کوی او د استاد په نظر بحث غواړو، نو سمه خو داده چې لومړی په داسې موضوعاتو بحث وکړو چې د استاد شخصيت او د دينی عقايدو مطابق يې آخرت ته هم زيان ونه رسوو. که داسې استدلال وکړو چې نوموړی خو ددې پروا نه لرله، نو موږ چې دا کار کوو، خو موږ هم په عمل کې فاتحې او دعا ته اهميت نه ورکوو.
په داسې حساسه وخت کې په داسې موضوعاتو بحث کول چې په افغانی مذهبی ټولنه کې د استاد شخصيت او محبوبيت ته زيان رسوی، نه يوازې د ده او د هغه له کورنۍ سره جفا او دښمنی ده، بلکې له ملی وياړونو او ګټو سره هم بې مسئوليته چلند دئ.
بې له شکه، د استاد کورنۍ به د هغه په علميت، تيورۍ او هوښيارۍ وياړی، خو دا ددې معنی نه لری چې ټول د هغه زامن، ميرمن، لورانې او خپلوان د هغه ته دمذهبی تاثيراتو په سيوری کې د جنت رضوان طمعه ونه لری او دعا د ورته ونکړی.
دا ډول مباحثې سربيره پردې د نفاق اورته د لمنې وهلو سبب ګرزی.
وګوری: د جهادی مشرانو په مرګ کوم خلقی، پرچمی شعله ای او يا کوم بل چا دا رنګه يادونه چې د.... سبب شی کله هم کړې ده؟ زه نوره تبصره نه پرې کوم.
نورې خبرې هم شته خو نور نو يار زنده او صحبت باقی!


نقاد
03.11.2006

درنو ليکونکو او لوستونکو سلام پر تاسې !
نوميالی صيب رښتيا هم يو عالم شخصيت و نۀ ملي . خو د افغاني ټولنې په سطحه عالم و، چې له علميت يې طبعأ له تيروتنو او نيمګړتياو څخه خالي نشو پاتې کيدای .
پورتنۍ ليکنه خو يې ماته هغه د منګلويا ځاځيو د پوﻻو کيسه راپه زړه کوي چې : وايي يوه ورځ ديوۀ ځاځي کره يوميلمه راغی ، نو دۀ ورته له ډيره قدره پولاو (پلو) پوخ او وړاندې کړ. ميلمه چې يوه مړۍ خولې ته کړه نو له شخوند سره سم يم يې په ځامنه کې يې کړس شو. کوربه ورته په هيبت سره وويل : ولې ميلمه تيږه خو نه وه ؟
ميلمه غږونه کړ او خوراک ته يې دوامورکړ چې په دريمه مړۍ يې بيا په غاښونو کې کړس شو . کوربه بيا وويل : لکه چې تيږه وه که څه ؟ ميلمه له حيا څخه څه ونه ويل ، خو له پنځمې مړۍ سره بيا کړس شو، نو ځاځي له ډيره خجالته وويل : يه خدايه دا څکئ، لکه چې په پوﻻو کې ټولې تيږي دي ؟ ميلمه ور غږ کړ چې نه !نه! وروره ! وريژې هم په کې شته !
نو د نوميالي صيب په پورتنۍ ليکنه کې علمي ټکي هم شته ، خو ﻻندينۍشننه به يې ثابته کړي چې د ځاځيو د پلو غوندې له قرت کاڼو ډکه ده : هسې له رنګه
به علمي ښکاري خو له خونده نه :

بايد لومړي هغه معيارونه وښيو چې د انقلاب د پوهيز ستنې جوړوي :

١ ـ انقلاب د اجتماعي سکښت يا اړيکو تاکلي کيفي اوښتون يا بدلون دی . ټاکلي ځکه چې هر کيفي بدلون نۀ، لکه څنګه چې نوميالي صيب پرې په ډاګه سترګې پټې کړي، بلکې معيار يواځې لوړ کيفي بدلون دی . د غويي غميزې که کوم کيفي بدلون رامنځته کړی و، هغه يواځې منفي بدلون او د پرمختګ پر ځای يو پرشا تګ او د ملي پرمختګ مخه نيول و او بس .داسې کيفي بدلونونه په تاريخ کې ډېر مثالونه لري چې پرګنو هم په کې برخه اخيستې خو د پرمختګ پرځای يې پر شاتګ رامنځته کړی او انقلاب ورته نشي ويل کيدلای.

٢ ـ انقلاب د خلکو له خوا تر سره کيږي او سياسي بدلون هم خلک منځته راوړي. د ثور غميزه خلکو نۀ، بلکې شوروي پلوه ملي ضدو پوځيانو رامنځته کړه او له ګونديانو پرته يې په خلکو کې هيڅ ملاتړ نه درلود . برعکس، اولس ټول د داود پر راپرځولو او وژلو سخت غمجن و.

٣ ـ انقلاب يوه مخکښه طبقه لري چې بل هيڅوک يې ځای نشي نيولی او د خپلو اړتياو بسيا کول يې نوي لوړکيفيته اجتماعي او تاريخي فورماسيون ته لار پرانيځي . دغسې يوه طبقه په افغانستان کې وجود نه درلود. ددغو اړتياو فر ځای يواځې د شوروي او د هغه د ګوډاګيانو خاينانه اړتياوې مطرح وې او بس.

٤ ـ اجتماعي انقلابونه يواځې د برده دارۍ ، فيوډالي او برژوازيکي ټيپونه لري او نور سياسي انقلابونه لکه اسلامي، ملي انقلابونه اجتماعي نۀ دي . خو د پورتنيو اجتماعي انقلابونو سره مرسته او يا يې مخنيوی کولی شي . د ايران سياسي انقلاب ددغسې مخنيوي روښانه مثال بللی شو. طالب غورځنګ هم يو منفي سياسي بدلون و چې ملي آزادي يې د پاکستان له پاره تر ګواښ ﻻندې نيوله.
که له دې تير شو ، د اکتوبر انقلاب ته هم په مصنوعي توګه سوسيالستي شکل ورکړ شوی او په حقيقت کې يې د برژوازيکي انقلاب تاريخي دندې سرته رسولي او د سوسيالستي يا کمو نېستي فورماسيون پر جوړولو نه دی بريالی شوی . صرف برژوازي طبقه يې له منځه وېوړه چې اوس وده ورکول غواړي ، دسرمايداري ټولنې اړونده مادي تخنيکي مولده نيرو يې په سوسيالستي ټولنې کې رامنځته کړې ده ٠ خوپه باورسره يی اقتصادي پر مختګ تر هغه وروسته پاتې شوچې په سرمايداري لاره يې کولای شو٠
دغه راز د فرانسې د انقلاب نتيجه د لويديزې نړۍ ټولې لاسته راوړنې دي، ځينې فرعي منفي کرونيک اړخونه يې لويديځوال څيړونکي ځکه غندي چې ګواکې د هغوی مخنيوی هم ممکن و او د نورو هيوادونو په برژوازيک انقلابونو کې هومره تکرار نشول. خو دوی هيڅکله د فرانسې د انقلاب رول د لويديزې او نورې نړۍ په تاريخي بدلون کې تر پوښتنې لاندې نه دی راوستی .

٥ ـ نه يواځې دانقلاب مخکښه طبقه موجوده نه وه ،بلکې هغه ټولنه هم مطرح نه وه چې رسيدل ورته د يوه اجتاعي انقلاب تاريخي هدف او رسالت بلل کيږي ، فيوډالان د يوې مسلطې اقتصادي طبقې په توګه موجود نه وو، او د کارګرو طبقه هم نه ه، نو دوی دکومې طبقې سياسي اواقصادي تسلط له منځه وړ او د کومې طبقې تسلط يې رامنځته کاو ؟

٦ـ د ثور پوځي کودتا که څه هم د امين له خوا تحميل شوه خو د شوروي د پيلوټانو د هوايي بريدونو پواسطه چې ارګ يې ډير دقيق ويشتلی شو بري ته ورسيده . دا پيښه د تره کي د هغې خبرې بشپړتاييد وه چې ويل به يې : انقلاب راته ماماګان کوي . په دې ډول د شوروي حاکميت د سوسيالستي دورنما په توګه انګيرل کيده او ﻻر ورته د خلقي او پرچمي ګوډاګيو په واسطه خلاصيدله . نو د کودتا عامل او د بدلون حامل يو پردی ځواک (شوروي) و او بس .

٧ـ د تبليغ له پاره د زيارکښ بزګرانو شمير چې د فيډالانوله قرض اوپورڅخه د ثور د کودتا په نتيجه کې خلاص شول ١١ ميليونه اعلاميدل، خو ځمکې صرف يو لک بزګرانوته وويشل شوې ، چې په دوهم پرچمي پړاو کې يې شمير يو لک او ٢٠ يا ديرش زرو او يا يولک او څلويښت زروته په ډيره خوارۍ ورساوه . دا لس ميليونه او اته سوه پنځوس زرو نور و بزګرانو ته يې څه ورکړل ؟ هغه کيفي بدلون د ملکيت په سکښت کې د لسنيم ميليونو بزګرانو له پاره چيرې و او څشو ؟
٨ ـ په اروپا کې د فيوډال ملکيت زر يونيم زر هکټاره او تر دې هم زياتې ځمکې
ته رسيدۀ، چې لس زه او ١٥ زره جريبه او زياته جريبه ځمکه کيږي .په شرقي الما ن کې ترې هر بزګر ته في نفر ٤ هکټاره يا ٤٠ جريبه ځمکه ورکړل شوه، خو په افغانستان کې يواځې ٥ جريبه ځمکه يوې بزګري کرنۍ ته هغه هم د بزګرانو يوې کوچنۍ برخې ته ورکړل شوه . په شرقي المان کې هرفيودال ته في نفر سل هکټاره يا زر جريبه ځمکه پريښودل شوه ، خوافغانستان کې ورته صرف ٣٠ جريبه پريښول کيده .
[color=white:36da401595]وګورۍ په اروپا (دموکراتيک المان ) کې په زر جريبه ځمکه څوک فيوډال نه بلل کيده ، خو په افغانستان کې خلقيانو د ٣١ جريبو په لرلو سړی فيو ډال ، مرتجع او دامپرياليزم ﻻسپوڅی او ګوډاګی باله ![/color:36da401595]

نو آيا دغسې بدلون ته څوک له ولنتاريزم ، ملت دوښمنې ديکتاتورۍ پرته بل څه
ويلی شو ؟

نتيجه : ټول هغه څه چې د نوميالي صيب په ليکنه کې د پورتنيو حقايقو سره سر نشي خوړلی ، د علميت او تاريخي واقعيتونو او ټولنيزو قانونمنديو له مخې مردود کښل شوي دي او ليکنې يې ټول دغسې ادعاوې انځور کړې دي .



ع کريم حليمي
04.11.2006

درنو وړونو سلامونه او ښې هيلي 
اول له دانشمند نقاد صاحب څخه د زړه له کومي مننه چه موږ لوستونکي ئې بيا يوار په  علمي شننه و نازولو ٠


غلی شانته انقلاب دی، بدلوی دزمانې رنګ

ابوالمتين
06.11.2006

يو ځل بيا د بحث مينه والو ته ګېډۍ، ګېډۍ سلامونه!
يوه لنډه يادونه. داچې حليمی صاحب پخپله د يوزر او يوې شپې په هکله د خپلې ليکنې غټو غلطيو ته متوجه شوئ او په هغو يې ګل ماله راکش کړې ده او که کوم بل چا دا کار کړی، خوښه او پرځای کار ئې کړی دی.

اوس به راشم د ښاغلی محمد انورنوميالی د پاچا ګښتی ليکنې ته:
دا ليکنه ما يوځل ولوسته. په دې ليکنه کې ښاغلی نوميالی د خپل د سترګو ليدلی او په ده او د ده پر همزولو باندې تيرشوی وخت د پا چا ګښتۍ، کودتا او انقلاب په هکله يوه په زړه پورې ليکنه کړې ده او د خپل تحليل او منطق پر اساس ئې دا نتيجه ترې اخيستې چې:

[quote:039302d6cf]دثورپاچاګښتی دافغانستان دتاریخ یوه ضخیمه برخه ګرزیدلی ده،نوکه ئې ښه بولی اوکه بده،خوددې دپاره چی دهغی تاریخی هویت په ژورنالیسټی تبلیغاتوکی مسخه نه سی، باید په علمی آثاروکی دهغی له عواملواوعوارضوسره یوځای د \" اجتماعی انقلاب\" په عنوان تثبیت سی. که چیری زماله دغی سپارښتنی څخه څوک غاړه پیچی اودکودتاپه بیځایه کلمه دثوردپاچاګښتۍ هراړخیزه ورانوونکی انقلابی ماهیت یومخیزه له پامه څخه اچوی نوزه مجبوره یم دپښتنی ولس هغه تاریخی وراشه درته رادمخه کړم چی وایی :
زرئې درمړه کړه خوتاسی ئې لابدی نه بولی [/quote:039302d6cf]
په دې ليکنه کې به بې له شکه د يوه او يابل ليکوال، څيړونکی او سياستوال له نظره ځينې تشځايونه، نقصونه او تيروتنې موجودې وی، خو نه په هغو اندازه چې ښاغلی نقاد صاحب ورته ګوته نيولی ده. ددې له پاره چې خبره اوږده نه شی، زه به زر تر زره خبره د نقاد صاحب څخه په يوه سوال شروع کړم:
ښاغلی نقاد ليکلی دی:
[quote:039302d6cf]نوميالی صيب رښتيا هم يو عالم شخصيت و نۀ ملي[/quote:039302d6cf]
پخوا په افغانستان کې ايسمونه رواج ؤ،لکه دموکراتيسم، سوسياليسم، مارکسيسم، لننيسم، مائوئيسم...بيا هرڅه اسلامې شول او نن بيا يا ملی دی او يا په ملی پسې نښتی دی. له دې نومونو څخه يو هم ملی شخصيت دی چې هر څوک خپل ځان، خپلې ډلی او خپل مشر ته ملی وايی، خو د نورو دا بيا ملی نه بولی.
څرنګه چې اوس دا موضوع را پورته شوې ده، بده به نه وی که نقاد صاحب په دې هکله رڼا واچوی، چې ملې شخصيت څوک دی او کوم معيارونه بايد ولری ؟
بل ځای محترم نقاد صاحب تاسې ليکلی چې:
[quote:039302d6cf]بايد لومړي هغه معيارونه وښيو چې د انقلاب د پوهيز ستنې جوړوي :
[/quote:039302d6cf]
او بيا مو تر اتو شمارو لاندې د خپله فکره ګواکی د انقلاب معيارونه توضيح کړی دی. تاسې په ځينو شمارو کې د انقلاب د ځينو معيارونو څخه يادون کړی، خو په ځينو نورو کې مو د انقلاب د معيارونو پر ځای، نور تبليغی موضوعات ور ځای کړی دی. که مو خپله ليکنه يو ځل بيا ولولئ، فکر کوم چې تاسې به خپله ورته متوجه شئ! د يادون او توضيح اړتيا نشته.
د تاسې په ليکنه کې د علمی اوتوضيحاتی اړخ څخه، سياسی او تبليغاتی اړخ خورا غښتلی دی. تاسې په مشخصه توګه داسې کوم شی د نوميالی په ليکنه کښې نه دی په ګوته کړی چې لوستونکئ د ورباندې پوه شی، چې دا د نوميالی د ليکنې نيمګړتيا ده. تاسې وروسته له دې چې د نوميالی صاحب او د هغه د ملګرو د ثور د انقلاب په ضد خپله سياسی موضعګيری ښودلې او د هغې پر ضد مو خپل تبليغات کړی دی، په نتيجه کې مو لوستونکو ته همغه سپارښتنه کړی ده چې ښاغلی صافی صاحب له تاسې څخه مخکی کړې وه.او ويلی ئې ؤ چې په غور يې ولولئ او خپل نظر پرې څرګند کړی!
تاسې هم ليکلی دی:
[quote:039302d6cf] نتيجه : ټول هغه څه چې د نوميالي صيب په ليکنه کې د پورتنيو حقايقو سره سر نشي خوړلی ، د علميت او تاريخي واقعيتونو او ټولنيزو قانونمنديو له مخې مردود کښل شوي دي او ليکنې يې ټول دغسې ادعاوې انځور کړې دي .[/quote:039302d6cf]
زما په نظر به ښه داوی چې تاسې د خپله نظره د عامو تبليغاتوپر ځای ، مشخص وواياست چې د نوموړې ليکنې له کومو ځايونو سره تاسې موافقت نه لری او د تاسې په نظر له ليکل شوو واقعيتونو او قانومنديو سره سر نه خوری.


نقاد
07.11.2006

دروند وور ښاغلي ابوالمتين ته سلام او درناوی!
ښايي تاسو به د ارواښاد نوميالي صاحب د ليکنې پرمهار ت دومره نه ياست پوهيدلي ، نو ځکه يې په متن کې هغه څه نشئ موندلی چې ما تنقيد کړي دي ،نو زما نيوکې هم تاسو ته هسې تبليغ بريښي . خوکه ددې ستونزې د رفع کولو له پاره مو که لږ ځانته تکليف ورکړی وای ، نو زما د هرې نيوکې نقيض مطلب موښايې په کې موندلی وایاوبيا مو د هغوی او زما د اعاو بنسټونه سره پر تله کړي وای او له دواړو څخه مو يو برحق ګڼلی اويا ددواړه ادعا رد کړی وای ،ځکه دواړه ضداونقيض سره نشي سم ګڼل کيدای ،نوکه سمه ادعا ويواځې يوه به وي او يابه يوه هم سمه نه وي . خوتاسو ځانته دننې تکليف نه دی ورکړی اوغواړئ خپل دابار
زما پراوږ و را واچوئ، اوداسې مو ښودلې چې ګواکې ما له هوا څخه ځيني مطلبونه راخيستي او تنقيد کړي چې د نوميالي صيب په لیکنه کې هډو شته دی نه ! له دې څخه زه يوه بله نتيجه هم اخيستلی شم چې تاسو نه يواځې د نوميالي صيب پر ليکنه پوره نه ياست پوه شوي، بلکې زما ساده ليکنه مو هم بي ستونزو نه ده لوستلې . خوا به ستاسو نۀ، بلکې زما نيمګړتياوي، که ليکنه مې دپوهيدلو وړ روښانتيا ونه لري . نو دادی ستاسو په درناوي به يو ځل بيا د نومالي صيب او خپلې ليکنې يوه لنډه کتنه وکړم :
[quote:1ec78f2913]له هغوټولوڅرګندومشخصاتوسره چی دثورله پاچاګښتۍ څخه په نړیواله سویه د ا جتماعی ا نقلاب یوه تا ریخی مورینه جوړوی ، خوبیاهم ځینی لا ا با لی کسا ن یامتمایل ژورنالیسټیان دخپل زړه دسړیدویادحق الزحمې دحلالیدودپاره هرکله دې ته جوړیدلی وی چی دثورپرانقلاب باندی دکودتا نوم پوخ کړی.[/quote:1ec78f2913]
وګورئ چې نوميالی صيب دلته دعلميت په پرده کې له خپل حزبيت څخه کار اخلي او د ثور غميزې ته د جملې په لومړۍ برخې کې آن يو اجتماعي انقلاب وايي . په دوهمه برخه کې بيا دعلميت پرده څه چې د حزبيت اصول هم شلوي او سوچه تبليغ ته ملا تړي چې څوک دغه انقلاب کودتا بولي نو هغه به يا ﻻابالي او جذباتي کسان ، او يا جيره خواره ژونالستان وي . خو نويالي صيب له پامه غورځولې چې دثور غميزه نه يواځې پوځي کودتا وه بلکې د پرديو پر هوايي ملاتړ بريالۍ شوه ، دا هر چاته روښانه ده چې : [color=white:1ec78f2913]
٦(( ـ د ثور پوځي کودتا که څه هم د امين له خوا تحميل شوه خو د شوروي د پيلوټانو د هوايي بريدونو پواسطه چې ارګ يې ډير دقيق ويشتلی شو بري ته ورسيده . دا پيښه د تره کي د هغې خبرې بشپړتاييد وه چې ويل به يې : انقلاب راته ماماګان کوي . په دې ډول د شوروي حاکميت د سوسيالستي دورنما په توګه انګيرل کيده او ﻻر ورته د خلقي او پرچمي ګوډاګيو په واسطه خلاصيدله . نو د کودتا عامل او د بدلون حامل يو پردی ځواک (شوروي) و او بس . ))[/color:1ec78f2913]
نوميالی صيب په انقلاب کې د ولس ګډون ځکه مهم نه بولي چې په کودتا کې اولس برخه نشوه لرﻻی ، نو ليکي :
[quote:1ec78f2913]يووخت به داسی ویل کیده چی کله ټوله خلګ قهریدلی راوپاڅی اوپه یوه ټولنه کی دژوند سیاسی ـ اجتماعی سکښت بدل کړی نودغه شان عمومی قیام انقلاب بلل کیدای سی.موږهمدغه رازاسلامی انقلاب دسرپه سترګوپه ایران کی ولیدی چی دوګړوټولوقشرونودزړه په اخلاص پوره برخه پکښی واخیسته خوکله چی په سر ورسیدی نودخلګوپه درد ئې ونه خوړله اودیوه بل انقلاب دضرورت ستونزه ئې دوګړوپه مبارزوکی پای ته ونه رسوله. [color=yellow:1ec78f2913]په روڼوسترګوداواقعیت لیده کیدای سی چی انقلاب که ګرده خلګ وکړی اویائې یوڅوکسه وکړی خودهغه خوږې ګوړی یوازی دیوموټ کسانوپه برخه کیږی.[/color:1ec78f2913][/quote:1ec78f2913]
څنګه چې د نوميالي پر اند يو څو کسه هم انقلاب کولی شي ، يعنې يوه پوځي ډلکۍ هم انقلاب کوي ، [quote:1ec78f2913]خودهغه خوږې ګوړی یوازی دیوموټ کسانوپه برخه کیږی[/quote:1ec78f2913] د تعجب ځای دادی چې دې ډول پيښو ته نويالی بياولې [quote:1ec78f2913]په نړیواله سویه د ا جتماعی ا نقلاب یوه تا ریخی مورینه [/quote:1ec78f2913]وايي ؟
خو ددې له پاره هم نوميالی صيب يو بيل تاتيک غوره کړی او هر انقلاب ته که سياسي وي که اجتماعي[color=white:1ec78f2913] يو انډوخر وايي [/color:1ec78f2913] او داځکه چې د ثور کودتا، داکتوبر اجتماعي او د ايران اسلامي انقلابونو رښتيا هم انډوخر رامنځته کړی و، حال داچې دفرانسې او نورو اوپايي هيوادونو بورژوازيکي انقلابونو يواځې انډوخر نه بلکې دتاريخ يو نوی سرمايداري فورماسيون رامنځته کړ،کم چې ﻻ تر اوسه له الترناتيف پرته دوام لري .
نال صيب د اکتوبر د باطل انقلاب د ماتې پر استناد د ثور کودتا ته د انقلاب د نوم ورکولو له پاره په اجتماعي انقلابونو کې د مخکښې طبقي د موجوديت له اړين معيار څخه هم سترګې پټوي :
دثوردپاچاګښتۍ دانقلابی مشکلاتوپه برخه کی دځینویارانوله خولې څخه [quote:1ec78f2913]دګوندی درسناموپه تقلیدی سلیقه[color=red:1ec78f2913] دابې چورته خبره راوزی [/color:1ec78f2913]چی دلته خو زموږپه هیوادکی یا کارګره موجوده نه وه اویاپوره بشپړسیاسی رشدته رسیدلی نه وه څودغه جریان دکتابی ارمانودتحقق پرلاره واقعی پړاوته ورسوی.دداسی انډیوالانودراویښولو دپاره ګومان کوم یوازی همدومره چیخونه کافی وی چی داکتوبرسترسوسیالیسټی انقلاب له پیله څخه بیا ترختمه پوری اویاکاله رسیدلوکارګرانوراوچلاوه اوپرلویو جهانی کارناموئې هم سترګی نسی پټیدلای،خودانقلابی نسل نووبچیانوئې په خپل لاس په کریملین کی فاتحه واخیستله.[/quote:1ec78f2913]
تر کومه چې داجتماعي انقلاب خبره ده، نو دنويالي صيب داجتماعي مناسباتو هسته اتصاديمناسبات بولي چې ګواکېبدلونيېموندلی دی ،خو برکس واقعيت دادی چې په ربرخه کې :
[quote:1ec78f2913]٧ـ د تبليغ له پاره د زيارکښ بزګرانو شمير چې د فيډالانوله قرض اوپورڅخه د ثور د کودتا په نتيجه کې خلاص شول ١١ ميليونه اعلاميدل، خو ځمکې صرف يو لک بزګرانوته وويشل شوې ، چې په دوهم پرچمي پړاو کې يې شمير يو لک او ٢٠ يا ديرش زرو او يا يولک او څلويښت زروته په ډيره خوارۍ ورساوه . دا لس ميليونه او اته سوه پنځوس زرو نور و بزګرانو ته يې څه ورکړل ؟ هغه کيفي بدلون د ملکيت په سکښت کې د لسنيم ميليونو بزګرانو له پاره چيرې و او څشو ؟
٨ ـ په اروپا کې د فيوډال ملکيت زر يونيم زر هکټاره او تر دې هم زياتې ځمکې
ته رسيدۀ، چې لس زه او ١٥ زره جريبه او زياته جريبه ځمکه کيږي .په شرقي الما ن کې ترې هر بزګر ته في نفر ٤ هکټاره يا ٤٠ جريبه ځمکه ورکړل شوه، خو په افغانستان کې يواځې ٥ جريبه ځمکه يوې بزګري کرنۍ ته هغه هم د بزګرانو يوې کوچنۍ برخې ته ورکړل شوه . په شرقي المان کې هرفيودال ته في نفر سل هکټاره يا زر جريبه ځمکه پريښودل شوه ، خوافغانستان کې ورته صرف ٣٠ جريبه پريښول کيده .
وګورۍ په اروپا (دموکراتيک المان ) کې په زر جريبه ځمکه څوک فيوډال نه بلل کيده ، خو په افغانستان کې خلقيانو د ٣١ جريبو په لرلو سړی فيو ډال ، مرتجع او دامپرياليزم ﻻسپوڅی او ګوډاګی باله ! [/quote:1ec78f2913]نو آيا دغسې بدلون ته څوک له ولنتاريزم ، ملت دوښمنې ديکتاتورۍ پرته بل څه ويلی شو ؟ ايا ديونيم لک بزګرانو په ٥ جريبه ملکيت باندي د ١١ ميليونو بزګرانو په ژوند او ټويزومناسباتوکې کيفي بدلون راغۍ ؟ ؟؟؟؟
نوموړی آخر [quote:1ec78f2913]دغربی آثاروپه لیکونوکی... داسی یوه وراشه ...چی وائی: \" انقلاب خپل بچیان خوری \". [/quote:1ec78f2913]هم [quote:1ec78f2913] دانقلاب دپیژندنی یوه مشخصه [/quote:1ec78f2913]ګڼي او څنګه چې [quote:1ec78f2913]په افغانستان کی خودثوردپاچاګښتۍ روان انقلابی بهیرپه هر پړاوکی تردې دمه پوری خپل زیات بچوړی وخوړله اونورئې لاهم پسی خوری. دلویدیځوپوهانودڅرګندونی رشتیانی مصداق هم دثو[/quote:1ec78f2913]انقلاب بولي چې ګواکې له دې امله هم [quote:1ec78f2913]دکودتاله مفهومه سره بنیادی توپیرلری. [/quote:1ec78f2913]
نو ګرانه وروره دنوميالي صيب په څو کرښوکې دومره تيوريکي کږليچونه نغښتي دي، ځکه خو ما هغه معيارونه چې د انقلاب په اړه عمومي او هغه چې د ثور د کودتاپه اړه ځانګړي شوی ليکلي وو چې د مرحوم پر ليکنېد قضاوتله پاره ترې کار واخيستل شي . اوس دمشت نمونۀ خروار په توګه ښايي همدومره بس وي چې پورته مې تاسوته وړاندې کړل ، که کومه مشخصه پوښتنه مو زما يا نوميالي صيب پرعباراتو مطرح کړه ، ښايي ځواب يې راڅخه تر ﻻسه کړئ .
يادونه : يوسړی که په فردي توګه ملي انداوشعور ولري ملي شخصيت نه دی،خو که سياسي غيزاو سياسي رهبري يې ملي اغيزې ولري يا يې اثار ملي اغيزې لري لکه د ملنګجان او نورو شاعرانو شعرونه ،يا د ملت تاريخي څيړنې ، نو ملي شخصيت ورته ويلی شو، خو د ټولنيزو پيښو علمې څيړنې له يوه ليکوال څخه لکه نوميالی صيب علمي شخصيت جوړوي نه ملي ! والسلام


ghafar
08.11.2006

ګرانو دوستانو سلامونه اونیکې هیلې !

انقلاب څه دئ ؟ یو حرکت دئ
دبدلونونو یو ضرورت دئ
که د ولس وي د خدای رڼا ده
که د کوم کس وي طوق لعنت دئ

په درناوي


pattang
08.11.2006

انقلاب يو حرکت دی
...............................په اقتصاد کې به بدلون راځي

د عنعناتو ساتندوی وي
...............................په غريبانو کې بدلون راځي

چې دپرديو په لمسون راشي
...............................غريب ملت ته په څېره د جهنم راځي

دګوډاګيانو غوا ئې لنګه پکښې
...............................ملي هويت کې ډېر بدلون راځي



10.11.2006

[quote:622813e04a="pattang"]انقلاب يو حرکت دی
...............................په اقتصاد کې به بدلون راځي
[/quote:622813e04a]
سلام ځوانه !
دا پورتنی بيت خو دې په ټولګړي ډول سم دی، خو د غويي د سياسي بدلون په اړه نه تاييديږي .

[quote:622813e04a]د عنعناتو ساتندوی وي
...............................په غريبانو کې بدلون راځي[/quote:622813e04a]
لومړی نيم بيت يې پرهيڅ انقلاب نۀ او دوهم يې پر هر اجتماعي انقلاب تطبيق کيږي .
[quote:622813e04a]
چې دپرديو په لمسون راشي
...............................غريب ملت ته په څېره د جهنم راځي

دګوډاګيانو غوا ئې لنګه پکښې
...............................ملي هويت کې ډېر بدلون راځي[/quote:622813e04a]

دواړه سم او د ثور پر فاجعه تطبيقيږي .
شته کوم [color=white:622813e04a]قــلللللللــقي يا پررررررررچمی [/color:622813e04a]چې رد يې کړي ؟؟؟؟؟؟


ghafar
10.11.2006

ټولو ته سلامونه !

د بېسوادو انقلاب څه دئ
یا لوټلول دئ یا ورانول دي
یا د یوې سپږې د سوو لپاره
بشپړ پوستین ته اور اچول دي

په درناوي


Mohammad Hassan
10.11.2006

محترم ځواکمن صيب ته سلام!
محترمه، تاسو په همدې بحث کې داسې ليکلی ؤ.

[quote:bd332ac49d]د نجيب د اساسي قانون د مسودې جوړولو په کميسيون کې هم نوميالي صيب غړيتوب درلود .
مسوده له نهايي شکل نه مخکې نوميالي صيب د اکاديمي ځينو غړو ته ورکوله چې په ليکلي شکل خپل ملاحظات پرې دۀ ته ور کړي . د مسودې لومړۍ ماده د افغانستان ددولت هويت يا جمهوري شکل ته ځانګړې شوې وه . دوهمه ماده کوم بل شی او آن دريمه ماده د افغانستان رسمي دين اسلام ته ځانګړې شوې وه.په کاديمي کې د نوي او عادي غړي په توګه ما دغه ماده سخته وغندله اوپه ليکلې توګ مې غوښتنه وکړه چې د افغانستان ددولتي شکل له معرفۍ وروسته دې متصل دوهمه ماده د اسلام سپيڅلي دين ته ځانګړې شي! [/quote:bd332ac49d]
تاسې چې پخپله دا وياړ درلود، چې د نجيب د اساسی قانون په مسوده کې د اکادمی د ځينو معتبرو غړو په جمله کې نظر ورکړی او د کميسيون رئيس هم تاسې او ستاسې نظر ته دومره اهميت ورکړی، چې هغه په لوړو ځايو کې طرحه او ومنل شی، بې له شکه تاسې د هغې وخت له ښو سترو او مخورو حزبيانو له ډلې څخه وی او يا مو ځان ورپکې ننه ايستلی ؤ. په هغې وخت کې لکه تاسې چې ويلی دی دعلومو اکادمۍ ته د ګوندی اړيکو پرته شاملېدل، ناشونی ؤ او د اساسی قانون د مسودې غوندې په مهمو موضوعاتو کې يوازی د ممتازو حزبی حلقو او يا ور نژدې اشخاصو نظر اخيستل کيدو.
نو ته بيله شکه ستر حزبی وې او يا د د سترو حزبيانو منځ ته ځان ور ننه ايستلی ؤ.

اوس مو بيا ليکلی چې.

[quote:bd332ac49d]اقتباس:

چې دپرديو په لمسون راشي
...............................غريب ملت ته په څېره د جهنم راځي

دګوډاګيانو غوا ئې لنګه پکښې
...............................ملي هويت کې ډېر بدلون راځي

دواړه سم او د ثور پر فاجعه تطبيقيږي .
شته کوم قــلللللللــقي يا پررررررررچمی چې رد يې کړي ؟؟؟؟؟؟[/quote:bd332ac49d]
نو اوس چې په تاکې دا متره نشته، چې له خپل حزب او انقلاب څخه د دفاع وکړی، نو تر تا به بل [quote:bd332ac49d]کوم قــلللللللــقي يا پررررررررچمی[/quote:bd332ac49d]
چيرې وی. هسې نه چې اوس د بيا د علومو اکادمۍ ته د ورتلو کومه بله لاره په نښه کړی وی او اوس د خپل بام پخوانۍ واوره د ګوند د عادی او مجبورو غړو په غاړه ور اچول غواړې؟



10.11.2006

دروند حسن صاحب ښې چارې !
دوه تيروتنې موبايد در سمې کړم :

١ـ تاسو اقتباس تر خپل منزله انتخاب کړی او سخت نيمګړی راوړی ا و بيا مو ځان مو پر همدې نيمګړي اقتباس هم نه دی پوه کړی ، ځکه : هلته ليکل شوي چې
الف : زه د اکادمي يونوی او عادی غړی وم .
ب : د اقتباس بله متصله جمله چې تاسو پريښې ده وايي :
[quote:15ee17985e] نوميالی صيب دې خير يوسي چې په له ﻻسوهنې پرته يې زما دﻻيل [color=white:15ee17985e]په خپل نامه [/color:15ee17985e]وړاندې کړي او دومره اغيزمن واقع شوي وو ... [/quote:15ee17985e]
نو ځواکمن په ګوندي مقاماتو کې چا پيژندۀ هم نه، دا د نوميالي صيب خپل ګوندي موقف وچې د يوۀ غير ګوندي نظر يې د خپل نظرپه نامه پورته تير کړای شو . هو، که زما پر نوم يې هغه دﻻيل وړاندې کړي وای، چابه پرې غوږ هم نه و ښورولی .

خو زماهدف بل څه و، او هغه دلته داو ، چې :
نوميالی صيب که په تيوري کې هر څومره د اسلام مخالف و، په دغه مهم ځای کې يې د اسلام پر ټولنيز اغيز او اهميت سترګې پټې نکړې او بي له دې چې له ما څخه يې کوم مجبوريت درلود ، پر علمي بصيرت يې دغه اغيز ته تن ايښی و .
خدای (ج) دې پر همدې يو ټکي هم وبښي، پاتې خو لا نور ښه  صفات يې چې لرل يې!
[quote:15ee17985e]هسې نه چې اوس د بيا د علومو اکادمۍ ته د ورتلو کومه بله لاره په نښه کړی وی[/quote:15ee17985e]
نه وروره ! که رياست يې هم وي (او چيرې يې تاسو غواړئ) دروايخله ، زما نه دی په کار . والسلام .


Mohammad Hassan
10.11.2006

ډيره محترمه او معظمه ځواکمن صيب.
اوس خبره د نوميالی د تيوری نه، بلکه د ِغوايی د انقلاب په اړه ده، چې تاسو ورته فاجعه ويلی ده. او زما مطلب دادئ، چې تاسې خو راته ښه شخصيت معلوميږی، نو تاسې څنګه د ثور په فاجعه کې داسې مخکښئ رول لوباوه، چې د هغو د علومو د اکادمۍ غړی واست. د علومو د اکادمی غړيتوب خو بې له هغې هم په هغو شرايطو کې ستر امتياز ؤ او په هغو کې د نويو غړو قبلول خو د امتيازونو لوړه درجه وه.
که لږ خبره زغرده وکړم، نو زه هيڅکله ستاسې په دې خبره باور نه شم کولای، چې تاسې دی په حزب کې او هغه هم د وخت د حاکم او مسلط فرکسيون په حلقه کې له اړيکو پرته دا سې لوړ امتياز تر لاسه کړی وی، چې د ډيرو سابقه لرونکو حزبيانو سترګی پسې راوتلې، خو دا امتياز يې تر لاسه کولای نه شوای.
او بله داچې تاسې څه امتياز له نورو حزبيانو او د اکادمۍ له نورو غړو نه درلود چې د هغو ځينو کسانو له جملې څخه وۍ، چې د اساسی قانون د طرحې د مسودې په هکله ورځنې نظر غوښتل کېده؟
زما په نظر به يا د حزب پټ او يا برملا غړی واست، يا به مو له خاد سره اړيکې وی او يا به مو له شوروی او يا د هغو له اقمارو سره د زړه له ا خلاصه پراخې اړيکې لرلې! که داسې وی نو تاسې اخلاقا د داسې طرحې کولو څخه بايدډډه وکړی.
او که داسې نه وی، نو تاسې لطفا توضيح کړی چې تاسې څنګه او له کومی لاری د تاسې په اصطلاح په يوه فاجعه کې دومره مصئون ځای او دومره ستر امتياز تر لاسه کړی ؤ؟



10.11.2006

حسن خانه يو ځل بيا مو پر سلامونو نمانځم !
وروره ، تاسو غلطپوه شوي ياست : که نوميالي د نظر مالوملو له پاره ځينو کسانو ته د قانون مسوده ورکړې وه ، نو صرف د ځان له پاره يې مواد راټولول هدف و، ګوند دچا نظر نه دی غوښتی او نه يې دقانون ه کميسيون له غړو پرته چاته د قانون مسوده ويشلې ده .
سربيره پر دې تاسو ليکلي [quote:26a5650461]د علومو د اکادمی غړيتوب خو بې له هغې هم په هغو شرايطو کې ستر امتياز ؤ او په هغو کې د نويو غړو قبلول خو د امتيازونو لوړه درجه وه.
[/quote:26a5650461]
نه وروره هغه وخت چې زه اکادمي ته راتلم داسې نه وه، د نجيب په وخت کې خو يې ډيرو غير ګونديانوهم غړيتوب درلود، او بيا څنګه چې ګوند پخپله پوهان نه لرل، له نوميالي پرته بل کوم عالم ګوندي نه، بلکې زياتره بي سويې ، بي علمه يا کم علمه ګونديان و.
خلقيانو له غير ګونديانو سره ښه سلوک درلود او د پرچمنيانو سره يې هسې سر خوځاوه ، نوريې څوک د پخوا په څير نه ځورول ، د ملي مصالحې د تيارۍ له شپو ورځو څخه او په تيره بيا په يوه علمي موسسه کې هغه ديکتاتوري ، او حزبي تنګ نظري نورنه ليدل کيده چې تاسو ورته ګوته نيولې ده . په غير ګوندي او د روسي ضدو ټوکو او بنډارونو کې به خلقيانو هم برخه اخيستله ، کارمليان پرخپلودردونو اخته او په اکاديمي کې يې شمير هم ډير کم و .
داچې تاسو واياسات زما په څير يوعادی غړی دنجيب په دوره کې هم د اکاديمۍ غړی نه و، نوښايي دهغه وخت له اکادمي څخه پخپله خبر نه وئ او پر اورېدو يا تشوتبليغاتو مو تکيه کړې وي . دابه نه يواځې دعادي غير حزبي غړو په برخه کې بي انصافي وي، بلکې د ټولو هغو غير حزبي غړواو لوړ درجه پوهانو سپکاوی وي ، چې پرخپل غير حزبيت ، علميت اوعلمي بيطرفۍسره يې د اکاديمۍ نوم او سويه لوړه ساتلې وه او ﻻساتلې ده .
که ستاسو ادعا رښتيا وي، بيا ولې دعلومو د اکادمي لويديځ ميشتو افغاني پوهانو ته خپلې پريکړې ، اپيلونه او بلنې ورليږلې او اعلامونه يې نشرته سپارل چې هغوی دې وطن او دعلومو اکادمي ته راستانه شي او دا زمونږ ماته کښتۍ
دې تر ساحل ورسوي (!) ؟ آيا هغوی يې له غرب څخه د ګوند غړيتوب ته رابلل ؟
هيله ده نور مو قناعت حاصل شوی وي ، باقي تورونه دې هم بيرته په جيب کې درواچوئ ، که کومه عي پوښتنه نهلرئ ، نو پر شخصي پوښتنو نور نه خپل او نه د بل وخت ضايع کړئ . په مينه او درناوي .


Mohammad Hassan
10.11.2006

دروند ورور ځواکمن صيب، يوځل مو بيا په احترام او سلامونو نمانځم!
په دې کښې خو هيڅ شک نشته، چې په هغو سختو شرايطو کې په اکادميکه نرمه او مصئونه ساحه کې کارکول د سترو امتيازاتو له جملې څخه ؤ. هغه څوک چې له پخوا وختونو هلته پاته شوی ؤ او د نوموړو سياسی حالاتو سره ئې د جوړښت او سازش لارې موندلې او زده کړې وې، د دولت له پاره هم نا مناسبه او ان بې ګټې او لا زيانمنه وه چې هغوی يې لرې کړی او پخپل لاس ئې د دښمن خواته ور شړلی وای
. زه خو تر اوسه داسې اکادميسن او يا د علومو د اکادمۍ د لوړی اکادميکې رتبې څښتن څوک نه پيژنم چې هغو دد ثور انقلاب ته فاجعه ويلی وی.
خو دې ساحې ته د نويو افرادو جلبول، د ګوند د راتلونکو کادرونو د روزنې په خاطر په خورا دقت سرته رسيدل. هغوی د اکادميکو القابو او مادی امتيازاتو څښتنان ؤ، هغوی د جنګ او جګړې له صدماتو نسبت ټولو نورو ځايوته مصئون ؤ، نوی او ځوان راجلب شوی کادرونه له عسکری خدمت څخه معاف ؤ، هغوی ته د حزب او د هغوی په اصطلاح د انقلابی دولت د نورماتيفی اسنادو د جوړولو درنده دنده په نظر کې نيول شوې وه، او ډير داسې نور لوی او واړه امتيازونه او کش او فش يې لاره. زما په نظر هغلته څوک بې له واسطې نه شوای داخليدای، ولو که ډير ښه ديپلومونه او ښې تحٌصيلی درجې يې هم لرلای!
نو که داڅيزونه ومنو، نود تاسې راتګ د علومو اکادمۍ ته هم له ډيرو سوالو سره مخامخ کيږی. او که داسې نه وی، او ددې امکانات وی چې بيطرفه معمولی افغانان د خپل لياقت او تحصيلی درجې په لرلو سره د ګوند دغړيتوب له حتميت پرته او د واسطې او نا روا ذريعې پرته په داسې مهم ارګان کې ځای پر ځای کيدلای شوای، نو په نورو وزارتونو او ځايونو کې خو به بيا دا کار لا نور هم ډير ممکن ؤ. په دې حالت کې بيا د ثور انقلاب د ټولو تيروتنو سره سره د فاجعې په نوم د يادولو لياقت نه لری. او هغه هم د تاسې او د تاسې په څير د داسې کسانو له خوانه، چې دا اوسنئ موقف او علميت ئې د همغو له برکته او په همغو شرايطو کې تر لاسه کړی وی.
بله داچې که دا ومنو چې تاسې او ستاسې په شان نور کسان په حزبی او نورو اړيکو نه، بلکې پخپل استحقاق او استعداد د علومو په اکادمۍ او نورو ځايو کې ځای پرځای شوی او حزب او دولت په داسې مهمو موضوعاتو کښې، لکه د اساسی قانون جوړښت، پوښتېدل او مشوره يې ورسره کوله، نو وروره دا حزب او دولت خو د هغو د پخوانيو او وروستنيو، ټولو دولتو او حاکميتو څخه دموکرات ؤ او د ولس د مختلفو ډلو استازو ته يې په سياسی امورو کې د ګډون حق ورکاوه او د هغوی خبرو ته يې غوږ نيوو او د اقناع په وخت کې يې خبره په اسنادو او ان په اساسی قانون کې هم ثبتوله. نو داسې دموکرات دولت او هغه هم دهغو جنګی شرايطو به موجوديت کې نو څنګه فاجعه وبولو؟
رښتيا، يو ه خبره بايد واضح کړم چې که نوميالی ته د ګوند او دولت له خوا د نورو کسانو د نظر د ښکارولو او راغونډولو اجازه او دنده نه وای ورکړای شوې، هغې د اساسی قانون مسوده له ځانه سره نشوای ګرځولای او د نورو سره يې ورباندې خبرې نه شوای کولای. زما په نظر به دا دده شخصی ابتکار نه، بلکې ګوندی او دولتی دنده به ئې وه. زه همداسې فکر کوم، نور نو ولله اعلم بالصواب.
داچې تاسې پخپله ليکلی دی چې د هغه وخت دولت او ګوند په غرب کې له افغانی پوهانو څخه دعوتونه کول او هغوی يې د هيواد په داخل کې کار او فعاليت ته راغوښتل او شراېط يې هم ورته برابرول، دا خو نو رښتيا چې وطنپاله او د افغانانو غمخوره دولت او حزب ؤ او که څنګه؟
يوازې دا ستاسې اعتراف ماته دا احساس را پيدا کړ چې دداسې دموکراتيک ، وطنپاله او غمخوره دولت په وړاندې چې څوک جنګيدلی، د هيواد د ورانيو او فاجعو اصلی مسئوليت د هغوی په غاړه ده، او که تاسې کوم بل نظر لري؟

يادښت: په مخکې پوښتنو سره مې که ستاسې شخصی احساس زخمی کړی وی بښنه مې ومنه، خو ما ځان مجبور وباله، چې همداسې مې کړی وای. که مې برتاسې کوم شخصی اتهام به غلطۍ لګولئ وی هغه بيرته اخلم او پخپل جيب کې ېې د نامعلوم وخت له پاره ساتم.
نور نو اوس نيمه شپه ده او خوب راباندې راغۍ، نورې خبرې به بيا بل وخت کوو.
په لوی خدای د سپارم.



10.11.2006

ښاغلی محمد حسن خان ته سلام او درناوی !
تاسو پر ناحقه ادعا کړې چې :
[quote:3754caefc4]په دې کښې خو هيڅ شک نشته، چې په هغو سختو شرايطو کې په اکادميکه نرمه ساحه کې کارکول د سترو امتيازاتو له جملې څخه ؤ.[/quote:3754caefc4]

په دې کې ښه ډېر شک شته ، عادي او غير ګوندي غړو څه امتيازات لرل ؟
که د کارمل په وخت کي غير ګونديان نه وو، چې دا هم سمه نه بريښي، نو د نجيب په وخت کې ډېروو، آن تر دې چې له پوهنتون څخه ويستل شوي استادان چې ګوند نه خوښول هم اکاديمي کې يې ځای ورکاوه. نــــو ددوی له پاره امتيازات له کومه شول ؟ دوی ايله خپل پت ساته او له خپل معاش پرته يې د هيڅ امتياز تمه نه کوله.
هو،په علني توګه نه، خو عير ګونديانو عادي غړوپه خپلو منځو او د ناراضو خلقيانو په مخ کې تر فاجعې هم بد باله . غير ګوندي پوهانو په خپل اند او نظر هم
پرې تر فاجعې هم بدتر فکر کاوه، خو ډېر پټ . او ځينو روسي ضدو خلقيانو خوروسانو ته له قاره د ثور د پېښې په فاجعه توب هم اعتراف کاوه .

[quote:3754caefc4]بله داچې که دا ومنو چې تاسې او ستاسې په شان نور کسان په حزبی او نورو اړيکو نه، بلکې پخپل استحقاق او استعداد د علومو په اکادمۍ او نورو ځايو کې ځای پرځای شوی او حزب او دولت په داسې مهمو موضوعاتو کښې، لکه د اساسی قانون جوړښت، پوښتېدل او مشوره يې ورسره کوله، نو وروره دا حزب او دولت خو د هغو د پخوانيو او وروستنيو، ټولو دولتو او حاکميتو څخه دموکرات ؤ او د ولس د مختلفو ډلو استازو ته يې په سياسی امورو کې د ګډون حق ورکاوه او د هغوی خبرو ته يې غوږ نيوو او د اقناع په وخت کې يې خبره په اسنادو او ان په اساسی قانون کې هم ثبتوله. نو داسې دموکرات دولت او هغه هم دهغو جنګی شرايطو به موجوديت کې نو څنګه فاجعه وبولو؟[/quote:3754caefc4]

وروره هڅه دې کړې چې دګوند له خوا ددرې يا څلورو کسو د نظر په پوښتنې سره رژيم تر ټولو دموکراتيک وبولې، حال داچې هيچا دا نه دي ويلي چې پوښتنې ګوند کړې وې، بلکې نوميالي صيب په خصوصي توګه څو تنو ته يوه يوه کاپي ورکړه، چې زيات يې غير ګونديان وو، چې ګواکې که نظرمو راکړئ نو په کميسيون کې يې د خپل نظر په توګه وړاندې کولی شم .
او بيا که د ګوند له خوا هم وای، نو د نجيب په وخت کې ملي مصالحه هم لومړی د بيطرفو سره پيل شوه او وروسته يې مجاهدينو ته وغځوله . د غير ګونديانو تقرر په اکاديمي او نورو مقاماتو کې يې هم ممکن کړل . خو تاسو د کارغل وختونه په پام کې نيولي دي . هو نجيب تر کارمل ډير ښه و، او دملي مصالحې پر برکت تر مجاهدينو او طالبانو ﻻښه و، پر سياست پوهيده خو د شوروي د ګوډايت له امله دۀ ته هم د تره کي په څېر نه دموکرات اونه ملي شخصيت ويلای شو.
خو د ثور فاجعه توب په دوه جنايتونو کې دی: دداود په شان د يوه ملي زعيم د شورويانو په امر له منځه وړل او شهيدول ، او دويم : د شوروي پوځي نيري او د افغانستان اشغالولو ته مخه خلاصول ! او بيا دمييونو افغانانو په وژلو او بي کوره کولو کې کلک د شوروي پوځيانو سره ملاتړل . آيا دا ټول تر فاجعې زيات نه دي ؟
[quote:3754caefc4]داچې تاسې پخپله ليکلی دی چې د هغه وخت دولت او ګوند په غرب کې له افغانی پوهانو څخه دعوتونه کول او هغوی يې د هيواد په داخل کې کار او فعاليت ته راغوښتل او شراېط يې هم ورته برابرول، دا خو نو رښتيا چې وطنپاله او د افغانان غمخوره دولت او حزب ؤ او که څنګه؟[/quote:3754caefc4] څومره په دې آرمان ياست چې په هر ه بهانه رژيم دموکرات وبولئ، هغوی د ملي مصالحې د تذوير له پاره د پوهانو ملاتړ ته اړتيا لرله او د يوۀ په راوستلو هم بريالي نشول . خپله د اړتيا په خانه کې وو، ځان يې پرې ترميمولو او پر لينګو يې بهيدلي پرې پټول ، د پوهانو غم څوک نه و وړي .

وروره که زما نظر ځانته د ګونداو ګونديانو په اړه مالومول غواړې نو دا زما له پاره
بالکل دوه بيل شيونه دي .
[color=blue:3754caefc4]زماپر اند د هرې کورنۍ يوغړی خلقی ،يا پرچمی ، بل يې مجاهد يا طالب اود ريم يې اولسواک يا ملتپال او څلورم به يې کومه بله بلا وي .
د هرې کورنۍ ټول غړي او په مجموع کې ټول افغان اولس ټوټه ټوټه او سره دوښمن پاتې شي که د خلق، پرچم ، طالب اومجاهد له نومونو څخه ځانونه خلاص نکړي !او ددوی د تنظيمونو ، ګوندونو او غورځنګ د رهبريو پرضد هره ډله پخپله مبارزه ونکړي ! دوی بايد نوې ملي اودموکراتيکې ډلې جوړې کړي چې د پخوانيو ډلو د مشرتابه او سازمانونو رنجه او بشکه هم په کې نه وي او پر ضد يې ملي او دموکراتيکه مبارزه پيل کړي ، نو هله به دوی کوانده اوسيزه اويوه روښانه سياسي راتليزه ولري ! پخواني ګونديان بايد خپل افغانيت ، خپلې ملي دموکراسۍ او خپل اسلاميت ته راستانۀ شي اود ګوند تيروختونه وغندي ، تيوتنې يې وشني او د ملت په وړاندې يې محکوم کړي او مشرتابه يې چې د ګوند ځوانان او صفوف يې د شوروي له پاره تير ايستلي ، په جبهو کې قرباني کړي او د ملي جايتونو سره مخامخ کړي، اوس ترې غچ واخلي او د شوروي د ګوډاګيو او ملتدوښمنو مشرانو په توګه يې رسوا رسوا کړي . ياهمغه هيله له مجاهينو څخه نه رئ چې د تنظيمونود شرانو خيانتونه او دپاکستان غلامي او د آ ی .اس .آی ګوډاګيتوب يې وغندي او رسوا يې رسوا يې کړي ؟ که دا هيله لرئ نو بيا د کی . جي . بي ايجنټان او غلامان ولې تبرئه شي او دغندنې پر ځای يې ﻻ دفاع وشي ؟ ونديان متوجه نه دي چې په دې دريځ سره تير شويو جناياتو او خيانتونو ته دوام وکوي اوپه عين وخت کې خپلې پې پر تبګي پرې کوي .
هو دغه د ريځ خپلول اسانه کار نه دی ، نو ځکه که څوک پوهان او اکاديميسنان هم وي ، نشي کولی د خپل غويي کودتا ته فاجعه ، خپلې شش جدي ته ملي خيانت، د ثور خلې اتمې ته غميزه او د خپلو طالبانو ورځې ته انډوخر او قبل الميلاد ته د هيواد غورځول ووايي . او تر څو چې دا کار ونشي ، دا زورېدلی ولس اوا ټوټه ټوټه شوی ملت به بيرته څنګه او ولې کوشير کيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ آيا نتقام د حل ﻻره ده که پر ځان تنقيد ؟؟؟ بي امانه تنقيد ، پر ټول ٣٠ کلن تاريخ تنقيد تر جزياتو پورې !!!
هو دغه وروستۍ ﻻر بايد زمونږ د ټولو افغانانو ﻻره اوهدف وګرځي اوپر دغه ﻻر د ټولو بری غواړم ! که قناعت پرې نه لرئ يا روښانه نه وي ، يو بيل سرليک ورکړه چې بحثونه پرې وکړو !
والسلام او شپه مو په خير !.[/color:3754caefc4]


Mohammad Hassan
11.11.2006

محترم ځواکمن صيب، سلامونه مې ومنئ او ماښام مو په خير!
بښنه غواړم چې ستاسې ليک ته داسې زر زر ځوابونه نه شم ليکلای. علت يې هم دادی چې زه او س هم لکه پخوا غوندې چې تاسې د علومو په اکادمۍ کې آرام په خپل تحقيقاتی کار مصروف واست ، اول بايد د خپل ځان او اولاد د نفقې له پاره ډير ساعتونه کار وکړم او بيا چيرته يو سوالی کمپيوټر ومومم او له تاسې او نورو سره د زړه خواله وکړم.
بله دا چې تاسې خوتر نن سهاره په همدې ليکنه کې بل څه لکلی ؤ، خو اوس چې له کاره راغلم هغه مو ډير تغير کړی دی ، ډير څيزونه مو لری کړی او ډیر مو نوی ورپکښې ځای په ځای کړی دی، . نو تاسې له خپلو هغو خبرو څخه چې کړی مو وې، ولې دومره زر پښيمانه شوی؟ او دا هم سوال راته پيدا شو، چې ستاسې په ليکنه کې هيڅ نه دی په نښه شوی چې تاسې خپلې ليکنې ته نن بدلون ورکړی، دا مو په کوم چم کړی، که مهربانی وکړی ماته يې هم را وښئې ، ډير به درنه ممنون وم.
تاسو له مانه د علومو په اکادمۍ کې د افرادو د شموليت په اړه داسې سوال کړی:
[quote:4cfd4aaf6d]عادي او غير ګوندي غړو څه امتيازات لرل ؟ [/quote:4cfd4aaf6d]
اګر چې ما مخکې داسې يوه لنډه يادونه کړې وه:
[quote:4cfd4aaf6d]په دې کښې خو هيڅ شک نشته، چې په هغو سختو شرايطو کې په اکادميکه نرمه او مصئونه ساحه کې کارکول د سترو امتيازاتو له جملې څخه ؤ ... ې ساحې ته د نويو افرادو جلبول، د ګوند د راتلونکو کادرونو د روزنې په خاطر په خورا دقت سرته رسيدل. هغوی د اکادميکو القابو او مادی امتيازاتو څښتنان ؤ، هغوی د جنګ او جګړې له صدماتو نسبت ټولو نورو ځايوته مصئون ؤ، نوی او ځوان راجلب شوی کادرونه له عسکری خدمت څخه معاف ؤ، هغوی ته د حزب او د هغوی په اصطلاح د انقلابی دولت د نورماتيفی اسنادو د جوړولو درنده دنده په نظر کې نيول شوې وه، او ډير داسې نور لوی او واړه امتيازونه او کش او فش يې لاره[/quote:4cfd4aaf6d]
اوتاسې ته زما پاس ياد شوی ا متيازات کم ښکاره شوی او اوس تاسې ليکلی دی:
[quote:4cfd4aaf6d]آن تر دې چې له پوهنتون څخه ويستل شوي استادان چې ګوند نه خوښول هم اکاديمي کې يې ځای ورکاوه. نــــو ددوی له پاره امتيازات له کومه شول ؟ دوی ايله خپل پت ساته او له خپل معاش پرته يې د هيڅ امتياز تمه نه کوله.[/quote:4cfd4aaf6d]
تاسې خپله خبره څومره ښه معصومانه او په اکادميک او ديپلو ماتيک مهارت چې د علومو په اکادمۍ کې مو زده او تمرين کړی دی، او په نرمه ژبه او د معمولی او عادی موضوع په څير مطرح کړې ده. تاسې داسې ښودلې چې دا خو کومه مهمه موضوع او کوم امتياز نه دی؟ خدای د نکړی!
رښتيا هم ښايی په نورمالو شرايطو کې چې هر څوک په خپل استحقاق سره د مر ًوجو قوانينو او لايحو مطابق د علومو په اکادمۍ غوندې مهمو ځايونو کې مقرريږی، کوم لوی امتياز نه وی، خو بيا هم د سړی د ښه استعداد اولوړو تحصيلی درجو د ثبوت او له دې سره د اړو ښيګڼو او مادی او معنوی امتيازاتو د اثبات علامه ده. په داسې شرايطو کې اصولا بې علمه او کم علمه انسان د علو مو اکادمۍ ته د داخليدو چانس نه لری. که له کمې استثنا څخه تير شو، نو با استعداده، د علمی او تحصيلی درجې او اسنادو لرونکی کسان ورتلای شی. آيا دا ستاسې په نظر دعالمانو او بې علمه او يا کم علمه او همدا راز د تحصيل لرونکو او بې تحصيله او يا کم تحصيلو کسانو ترمنځ فرق نه څرګندوی؟

مګر په داسې انقلابی، بحرانی او جنګی شرايطو کې په کومو چې اوس موږ خبرې کوو، دا د نورمال حالت نه ډير زيات او ډير غټ امتياز ؤ، چې د ګوتو په شمار کسانو ته په لاس ورتلای شوای.
زه په دې باور يم چې تاسې ته ښه معلومات شته چې هغه د پوهنتونو او ښوونځيو استادان چې زياتره يې حزبيان ؤ، له پوهنتون نه په رنګارنګ بهانو د شړلو او ايستلو څخه وروسته مجبور ؤ چې د معمولی او بيسواده سربازانو سره يوځای د هغه وخت د حزب په اصطلاح له اشرارو سره په سنګرونو کې وسله واله جګړه وکړی، د کمې واسطې لرونکو بيا په يوه او يا بله مرکزی پوسته کې په دې او يا هغې ښار کې د پلونو او پلچکو په ساتلو کې د سرباز په حيث دنده موندلی شوای، د لږ غټې واسطې لرونکو بيا کولای شوای چې د ګوندی او دولتی تعميرو دروازې وساتی او د تلاشۍ کرکجنه دنده ولری. د ډيرو کمو له پاره دا امکانات مساعدېدلای شوای چې د سفارتونو، د مرکزی کميټې، وزارتونو او د اجتماعی علومو د انستيتوت غوندې مصئونو ځايونو د ساتنې په اصلاح افتخار ور په برخه شی. دا سې ؤ د هغې وخت د اکثره افغانی تحصيل لرونکو او په دې لړ کې د بي واسطې لوړو تحصيل لرونکو حزبيانو او بيطرفانو دژوند حالت.
دا ډول د لوړو تحصيلاتو او د سرو ديپلومونو لرونکو کسانو او په دې لړ کې د هغو حزبيانو له پاره چې په حزب کې د مسلط فرکسيون د مرکزی کميټې او سياسی بيورو له غړو سره يې خاصې اړيکې او يا يې د شوروی مشاورينو او نورو خارجی هيوادو سره ژورې اړيکې نه شوای ساتلای، ژوند په هر ګام کې له خطر او فاميلونه يې له مرګ او ژوبلو سره مخامخ ؤ.
که په ځينو غير حزبيانو به فشار راغی، هغوی خو کولای شوای چې د حزبيانو په اصطلاح اشرارو ته تسليم شی، مجاهد شی او يا زر تر زره د غربيانو له خوا هم ونازول شی، مهاجر شی او په اروپا او امريکا کې په عزت او شتمن ژوند ولری.
خو حزبيانو دا چانس هم نه لاره. دوی که مجاهدينو ته تسليمېدل، نو هغوی خو بې پوښتنې وژل او ځانونه يې ورباندې غازيانول. زه يې نومونه هم لرم.
نو اوس ته او نور لوستونکی د قضاوت وکړی، چې په داسې شرايطو کې د علومو په اکادمۍ کې داخليدل امتياز دی او که څنګه؟
د علومو په اکادمۍ کښې ژوند تر بل هر ځای مصئون ؤ. سهار سړی کولای شوای خپله دريشی واغوندی، خپله څېره منظمه کړی دفتر ته ولاړشې. هلته د څو کسو سره د يوې او يابلې موضوع په هکله خبرې وکړی، چای به ورته کا کا يا خاله دم کړی ؤ، نقل او توشلمه او شيرپېره به ئې راغوښتې وه، په ګرم اطاق او يا په اوړی کې په سيوری او ساړه اطاق کې به ناست ؤ،د عسکری د ډګری درېشۍ له اغوستلو، د مرګ، جنګ، وينو ولاړسۍ او تيار سۍ او نورو ډير و تشويشونو څخه به خلاص و. د کار د شروع او رخصتۍ وخت او له کوره د وتو او بيرته ورتلو وخت ئې معلوم ؤ. او له دې درکه د کور او فاميل د غړو تشويش کم ؤ، رخصتی او مريضی به ئې لرله،لنډه دا چې په هغسې بحرانی او سختو شرايطو کې د علومو د اکادمۍ غړو خپل نورمال ژوند او ور سره کافی معاش او د ترجمو او تاليفونو او رنګارنګ حق الزحمو امکانات لرل.
له معنوی لحاظه په ټولنه کې د لوړې اوتوريتې او احترام څخه برخمن ؤ، د ټولنيزو اړيکو د ټينګولو، ساتلو او پاللو وخت يې لاره، د تفکر او خلاقيت امکانات اود خپلې پوهې او زده کړی د زياتولو او مطالعې او ليکنو موقع ورته برابره وه، چې دا ډيرو نورو د سرو ديپلومونو او عالی تحصيلاتو لرونکو ته په خوب او خيال کې هم نه شوای ميسرېدلای. د ډيرو نورو مستعدو کسانو استعدادونه وسوځيدل، وخت يې په پيرو او ګزمو ، جنګ او جګړو، پريشانيو او چرتو کې هسې بې ځايه تيرشو
نو ورورکه، په هغه وخت کې بې له شکه د علومو په اکادمۍ کې شاملېدل يو خورا ستر امتياز ؤ چې په ډير مشکل او په اصطلاح په ډيرو قربانيو سره يوازې ځينو ، ځينو کسانو ته لاس ته ورتلای شوای.
دا هم طبعی خبره ده چې د هغه وخت د حزب او دولت عالمان او تيوريسنان هم زموږ په هيواد کې او هم په نورو هيوادوکې د علومو په اکادمۍ کې روزل کيدل. همدا عالمان او تيوريسنان ؤ چې د ګوند او دولت له پاره يې معلومات راټولول، تحقيقات يې کول، د لايحو، قوانينو او نورو ليکنو په اړه يې له حزب او دولت سره مرسته کوله ، لکه تاسې چې د اساسی قانون د مسودې په اصلاح او سمون کې غټ رول لوبولی دی. همد ا اسناد بيا مجبورو او معمولی حزبيانو او د ولس نورو خلکو ته د تطبيق او اجرا له پاره وړاندې کيدل.
نو زما په نظر خو هغو چا چې په داسې وخت کې په داخل او خارج کې د تحٌصيل چانس ترلاسه کړی وی، لوړ تحصيلی ديپلومونه يې لا سته راوړی او په پای کې هم د علومو په اکادمۍکې د شموليت امتياز ئې ترلاسه کړی وی، بې له شکه د فاجعی د اصلی محرکينو ، ګرزوونکو، چلوونکو او مرستندويانو څخه دی.
دا اوس د ګوند د يوه عادی غړی دنده نه ده چې د ٍتاسې په اصطلاح دثور له فاجعې څخه دفاع وکړی، هغه خوارکيان خو له ليکنې او تحًيق سره بلد نه دی. دا د تاسې اکادميسنانو وجدانی او اخلاقی دنده ده، چې يا د ثور د انقلاب څخه دفاع وکړی او يا پخپلو ټولو هغو اشتباهاتو، بيکاريو، غلطيو او ګناهونو اعتراف وکړی، د کومو له پاره مو چې ليکنې کولې، او ځوانان او د پاک احساس څښتن انسانان مو د حزبی او سرتيری په نامه د مرګ په لوری او د خپلو وروڼو سره جنګ او جګړې ته وراستول.
که تاسو ښاغلی ځواکمن صاحب، ددې ادعا لری، چې تاسې د حزب غړی نه ياست او يا مو خپله پوهه او استعداد په کامله توګه د نوموړی حزب او دولت په اختيار کې نه ؤ ورکړی، او يا تاسې له نوموړی حزب او دولت څخه کوم امتياز نه دی تر لاسه کړی، نو لطفا وواياست چې تاسې دا خپل تحصيلات چيرته او په کوم وخت کې سرته رسولی اوپه دغو وخت کې مو څنګه وکولای شوای چې د علومو په اکادمۍ کې د شموليت لاره ومومی، هلته پر څه شی مصروف واست. کومه انګيزه باعث شوه چې تاسې د خپل تحصيل له انجام وروسته خپل مورنی هېواد افغانستان ته، چې ورپکې ستاسې له نظره فاجعه روانه وه، له خارجه راوګرزئ؟
دا چې د ثور د انقلاب او يا د تاسې په اصطلاح د فاجعې په هکله تاسې څه ليکلی، کوم نوی شی نه دی. هغه د ثور د انقلاب د دښمنانو هغه څو ځلی ژو ول شوی او استفراق شوی مواد دی، چې د انقلاب ډير دښمنان او يا په فاجعو کې د موقفونو لټوونکی ماهران ورباندې په پرله پسې توګه تکراری شخوندونه وهی او په دې بحث کې يې زه د شاربلو اړتيا نه وينم.
زه ستاسې په همدې فورم کې د ليکلو موضوعاتو پراساس له تاسې سره ډيرې نورې خبرې هم د کولو لرم، خو فکر کوم چې ښه به داوی چې دواړه په همدې ځای خپل بحث سره ختم کړو.
نور نو شپه مو په خير، صحت او سلامتی مو غواړم. خوب مو آرامه!



11.11.2006

دروند ورور محمد حسن ته نيکې او پرتمينې هيلې او له برمه ډک سلامونه !

داچې تاسو زما په ورستۍ ليکنه هم بسنه او قناعت نه دی کړی ، او د د ټولنيزې موضوع پر ځای مو کوم شخصي اړخ سره ټينګه علاقه نيولې ، نو څنګه چې عامې ادعاوې او تعميمات د تبليغاتو له پاره ،نۀ د يوه مشخص حالت د ارزونې وړتيا لرلی شي، رښتيا هم دغه بحث نور رغنده او اغيزمن نه بريښي . پر دې اساس زه هم ستاسې وړانديز پر ځای بولم
[color=white:f8c0e45438] ((چې دواړه په همدې ځای خپل بحث سره ختم کړو.)) [/color:f8c0e45438]
نورمو روغتيا او سلامتی غواړم. ژوند مو آرامه!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ټول افغان د بحث فورمونه په شخصي اړوند بحثونو څخه کلک معذرت غواړي ، او داچې دارواښاد نوميالي صيب پر نوم نور منفي بحث ونه غځيږي اړونده موضوع مې وتړله . په درنښت . وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more