نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سخن کانديد اکاديميسن محمد انور « نوميالی »
ع کريم حليمي
24.10.2006
درنو او محترمو وړونو سلام !
مرحوم استاد نوميالی صاحب ليکلي چه :
برفضیلت یک جنس وفضیحت جنس دیگروانمود میکنند . این طرز دید عامل ایجاد مسایل بغرنج و پیچیدهء شده که از روزگار قدیم تا کنون در افکار و نظریات گوناگون فلسفی و اجتماعی و احکام مذهبی در مناقشات احساساتی ومجادلات افراطی به طرفداری یا دفاع از این یا آن جنس ارائه شده است . و این معضله کلتوری وعنعنوی تا زمانی دوام میکند که مساله بر اساس یک فورمول علمی در شعور انسانی راه یابد .
((برای حل روشن و دقیق ذهنی و عملی این امر مهم اولتر از همه باید تدبیر دقیق اتخاذ شود تا زن به حیث شخصیت مستقل ، با همان تعلیم و آگاهی پرورش یابد که مرد پرورده میشود . همراه با تامین چنین برابری ، خود زنها در روشنایی موازین علمی زمینه ساز این امر شوند تا احتیاجات شان را در روابط اجتماعی خود تثبیت نموده در رفع آن بکوشند . به همین تر تیب از لحاظ تقسیم مال و مکنتی که به ارث برده میشود نیز به [color=cyan:b524205937]ایجاد دکتورین جدیدی نیاز وجود دارد تا بازیگر نقش برابر هر دو جنس باشد . [/color:b524205937]))
دوستانو ستاسو څه نظر لرۍ د استاد په ایجاد دکتورین جدیدی کښي
ايا يوې نوي (جدید) عقيدې (دکتورین )ته ضرورت سته يعني چه د ارث وړل برابر کړي د نر او ښځي له پاره ؟؟
منلی
24.10.2006
سلامونه اونيکي هيلي
[quote:54fc7f2dae]ضرورت سته يعني چه د ارث وړل برابر کړي د نر او ښځي له پاره ؟؟ [/quote:54fc7f2dae]
ْْپه اسلام کښي ددي لپاره هيڅ پراخوالي نشته چي دښځي اوسړي حصه برابره وي
ولي چي داسلامي احکاموله مخي دکورنۍ دروزلولپاره ټول مالي بار په سړي باندي اچول شوي
اوهم دښځي نفقه اومهريي په همده باندي واجب کړې ده .
ددي په پرتله په ښځه باندي يي هيڅ مالي بارنده اچولي
په دي صورت کښي اخرڅنګه ښځي ته برابره حصه ورکول کيدي شي ؟؟
منلی
24.10.2006
سلامونه اونيکي هيلي
کله کله مي چي دځني استادانو خبري ترغوږه شي نوافسوس راشي چي اخرولي په پټوسترګو دنورو حماقتونو.............. ته عقل مندي وايي .
دښځوپه معامله کښي داسلام اصول دادي چي ښځه اوسړي داحترام له لحاظ برابر دي داخلاقي معيار له لحاظ هم برابر دي په اخرت کښي دخپل اجر له لحاظ هم برابر دي مګر ددواړو دعمل دايره يوه نه ده
که چيري ددواړو دعمل دايره يوه وټاکل شي لازمي نتيجه به يي داوي چي يابه کورنۍ زندګي بالکل تباه شي
يابه په ښځو دومره بارواچول شي چي هغه خپل فطري فرائض هم اداکړي کوم کښي چي سړي هيڅ کله ورسره شريکيدي نشي اوبيادسړي له فرئضونه هم بايدنيمه حصه په خپل سرواخلي ايادابه ښځوسره ظلم نه وي ؟؟
صافی
25.10.2006
محترم حلیمی صاحب او ګران زخمی ورور! دسلام دعرض روسته :
عرض کوم چې : ځینې کسان پرته له دې چې د هیواد کولتوری او اجتماعی احوالو په نظر کې ونیسی دهیوادوالو ژوند، دځینو مستورد و سیاسی او ایدیالوژیکی نا ازمایل شویو مفاهیمو اوتیوریو دتجربو،( په دانقلابی توګه) دعملې کولو دپاره په قر بانۍ کې شمیری . لکه القاعده او طالبان چې نن دیوشمیر ځوانانو، اوپه ترڅ کې یې دنورو بیګناو وګړو ژوند په قربانۍ کې نیولی دی، او دجنت کیلۍ یې په لاس ورکړی ، چې ورځی......... اوځانونه چوۍ. اوچې هرڅوک وژنۍغزا اوشهادت دی .
همداراز اکادیمیسنان ،او کاندیداکادیمیسنان؟(چې تر ننه ددې مزخرفو القابو په اصل اوریشه پوه نیم ) پرته له دې چې اجتماعې وضعیت په نظرکې ونسی ،اوپرته له دې چې په اول قدم کې عام وګړې دسواد دنعمت بهرمن کړی ، لکه څرنګه چې دوی ته خدای ورکړی !
نه بلکې د مریخ نه دراناز ل شوو الهاماتو په رڼاکې هیوادوال دپیړیوزړو معنوی شتمنیو نه په داسی حال کې محروم وی چې نه یې دبدیل وړاندیز مطرح ، اونه یې ددوی دفکری ارتقا او پرمختګ په لار کې کوم رغنده اومعقوله عملې قدم اوچت کړی .
نتیجه دا چې : داښاغلی په کومه بله کره کې ژوند کوي ،او دمړې ګیډې پاړسی وایي .
په درناوي
رښتینی
25.10.2006
درنو وروڼو او شاغلى حليمى صيب سلام
دا نوى دكتورين ته مسلمانان ضرورت نه وينى ځكه دقرانكريم
صريح نص دى : وللذكر مثل حظ الانثيين
او لويديځ ضرورت ورته ليده نو ځكه يي دنر او ښځى دمطلق
مساوات شعار له ډير په خوانه لا پورته كړى دى او اوس هم لا
كار ورته كوى او زمونږ دانشمندان ! هم ددوى په چوپړ كى سستى
او تمبلى ناروا بولى
خو په دى پوهه نه شوم چى حليمى صيب تاسو يي دلته دمطرح كولو
څه ضرورت وليد ؟
په مينه
ع کريم حليمي
25.10.2006
درنو او مکرمو وړونو هر يو حامدصاحب ، صافی صاحب او زخمي صاحب
همدارنګه درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
ترهرڅه دمخه عرض کوم چه :
د ښاغلي استاد محمد انور « نوميالی » ليکني تر يوې اندازې ما لوستي دي
او استاد يو مشر (د ډير عمر ) سړی وو ، او د يو عالم ملا په کورنۍ کښي
ئې سترګي خلاصي کړي ، او پرهغه پخواني بغدادي curriculum ((لسان عربي (صرف اونحوه،فارسيات (بوستان ،ګلستان ، مثنوي ) ، منطق ، عقايد، او فقه ))
ئې درس لوستي وو اواستاد نو هم نوره مطالعه يعني چپي اصول هم په
مزه او ډيره کړې وه ،کوم د عصر خلګ ته چه يې په فکر کښي روشن فکري
ور پيدا سوې وه چه د ده د عصر خلکو ټولو پر دغه يوه نقشه علمي روشت
کړي وو ٠ نو وماته د استادپه پوهه کښي کوم شک نه راپيدا کيږي استاد دي
ئې پر ځاي ده !!! دا حق ئې نه ضايع کوم چه استاد نه وو
اما ماته دا سوال را پيدا وو او دۍ چه :
که د ملا زوئ ، که د رابای (Rabai ) زوئ او که د عيسوي فادر زوئ دی
په سلو کښي تقريبا 80 % له اسماني کتاب د مخالف فکر پيدا کوي ٠
چه دا ولي داسي پېښيږي ، ؟؟؟؟
که دغه ليکنه (ایجاد دکتورین جدیدی نیاز وجود دارد تا بازیگر نقش برابر هر دو جنس باشد . ) تر نظر لاندي ونيسو او وئې لولو
نو په ښکاره او روښانه ډول ئې د الله د کتاب سره په جنګ لاس پوري کړي
او پر الله تعارض کوي ٠ او د الله په مطلق حکم کښي استدلال کوي
او بله پوښتنه دا لرم چه دا پاک او دا صاف افغانان په ځان کښي
داقوه څرنګه نه لري چه : " أَفْضَلُ الأَعْمَالِ الْحُبُّ فِي اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِي اللَّهِ
ا و څرنګه کولی شو چه الْحُبُّ فِي اللَّهِ وَالْبُغْضُ فِي اللَّهِ په ځان کښي پيدا کړي ؟؟؟؟
او دغه لوی عيب ،تقصير ،نقص به څرنګه اصلاح کيږي ؟؟؟؟؟
[quote:3bd543ba7a]خو په دى پوه نه شوم چى حليمى صيب تاسو يي دلته دمطرح كولو
څه ضرورت وليد ؟ [/quote:3bd543ba7a]
چه پورتنيو پوښتنو جواب په لاس راسي !!!!!
او په اخره کښي پر محترم ورور غروال صاحب چه الْحُبُّ فِي اللَّهِ ور سره لرم
ږغ کوم ، دا چي تاسو لوړه کړې منم ئې اما داسي لوړه مبارک کړې وه چه په
لوړه ئې حلال خواړه ئې پر ځان حرام کړه نو الله ورته و فرمايل چه لوړه مه کوه
ئې محمد ع عسل خوره
نو داسي لوړه چه تاسو کړې چه بيابه ټول افغان ته سر نه ور ښکاره کوې
دا لوړه حرامه ده ، احيانا لوړه پر بد عمل روا ده ، او د ښه او بااخلاقه عمل
څه په لوړه لاس اخستل ناروا ده ٠ ستاسو د راتګ او د نظر ښکار کوولو په هيله !!!!!!!
منلی
25.10.2006
سلامونه اونيکي هيلي
داطاعت لپاره علم اويقين ضروري ده نوکوم انسان چي
له اسماني کتاب نه مخالف فکر کوي علم اويقين به نلري اويابه علم لري خويقين به پري نه لري او
انسان ترهغه وخته پوري دالله تعالي اطاعت نشي کولي ترڅوپوري چي ددي څوخبرو علم ورته نه وي اوهغه علم ديقين ترحده پوري نه وي رسيدلي
له ټولونه لومړي بايدانسان ته دخداي دهستي پوره يقين وي ولي چي چاته يقين نه وي چي خداي شته نوهغه به دهغه اطاعت څنګه وکړي ؟
دي نه بعد انسان ته بايددامعلوم وي چي دخداي دخوښي په مطابق دزندګي تيرولو صحيح طريقه کومه ده ، کومه خبره خداي پاک خوښوي ترڅو چي همغه اختيارکړي اوکومه خبره خداي پاک نه خوښوي ترڅوله هغه ځني پرهيز وکړي
اوبيا انسان ته بايدداهم معلومه وي چي دخداي دخوښي خلاف تللوانجام څه ده اودهغه فرمان برداري انعام څه ده
[quote:cd5c10afaa]زما په اند خو ميراث يوه شخصي مسله ده او دا چې ميراث ورکوونکی ميراث خورو ته څه په ميراث پرېږدي ، په هغه کې د قانون مداخله بېځايه ده . ځکه نن خو ډيرۍ خلګ مخکې له دې چې مړه شي ، خپله سرمايه د دولت د قوانينو سره سم د خپل وارثينو په نوم يې کوي چې په راتلونکي کې پرابلمونه پيدا نشي .
[/quote:cd5c10afaa]
کوشانه داسمه ده چي دستاخپل نظرده خومونږ مسلمانان يو
رښتینی
25.10.2006
محترمو وروڼو سلام
[code:1:49f83b881f]اما ماته دا سوال را پيدا وو او دۍ چه :
که د ملا زوئ ، که د رابای (Rabai ) زوئ او که د عيسوي فادر زوئ دی
په سلو کښي تقريبا 80 % له اسماني کتاب د مخالف فکر پيدا کوي ٠
چه دا ولي داسي پېښيږي ، ؟؟؟؟ [/code:1:49f83b881f]
محترم حليمى صيب ستا پوښتنه بيخى په ځاى دى او كور دودان
او حقيقت دى چى دا پوښتنه هر د فكر خاوند ته پيدا كيږى چى په
خپله د يوه لارښود زوى ولى بايد بيلارى شى ؟؟
خو اصلا خبره دا ده چى اسمانى هدايت داسمان له لورى دى يعنى دلوى
څښتن چى چاته خوشه شى نو هدايت ورته كوى او چى نه يي شى خوشه
بيلارى پاتى شى
او دا دنوح عليه السلام او دهغه زوى ته ورته ډيرى بيلګى مونږپه لاس كى لرو او زمونږ په هيواد كى هم دسليمان لائق په څير بي شميره اخوندزاده ګان شته چى دپلرو له لارى بيلارى شوى دى
په مينه
ع کريم حليمي
26.10.2006
درنو او محترمو وړونو سلام !
[quote:179ecb6f27]محترم حليمى صيب ستا پوښتنه بيخى په ځاى دى او كور دودان
او حقيقت دى چى دا پوښتنه هر د فكر خاوند ته پيدا كيږى چى په
خپله د يوه لارښود زوى ولى بايد بيلارى شى ؟؟ [/quote:179ecb6f27]
محترم حامد صاحب !
ستاسو دواړي خبري پر ځای دي صحيح خبري دي
دنوح عليه السلام او دهغه د زوى خبره، اوهم دا چه هدايت داسمان له لورى دى
زه په دې موضع کښي يو څه نوري خبري وينم
داسي هم ده چه له بعضو ديني لاښودو څه خپل اولادونه دا شيان ويني
چه د اولادنو په عقيدو کښي خلل ور پيدا کوي ، علما اکثره وخت موږ پر منبر
وينو او کلام ئې اورو ، او د علماوو اولادنه هم ئې کلام اوري او هم ئې عمل
ويني په کور کښي ، کله چه اولاد خپل پلار ته ګوري چه کلام او عمل ئې
سره جلا ، خلاف نو اولاد ئې پوه شي په غيرمستقم ډول چه ملايي او عقيده
يعني يو مسلک ، يوه پېشه چه د ماښام د ډوډۍ د ګټلو لاره
نو دغه وخت اولاد وعقيدې ته په ډېره سپکه سرګه ګوري او کوښښ کوي
ځان ته داسي لاره پيدا کړي چه هم سياسي قدرت پکښې وي او هم کټه
او عايدات ، او دغه دواړه دسياست او عايداتو زده کړه ئې په عملي ډول
په کور کښي په غيري تدريسي شکل د سياست او کټي لاره زده کړې وي
نو په نتيجه کښي ئې اولاد په سياست لاس پوري کړي چه په سياست کښي
هم اقتصادي ګټه او هم دارنګه مادي ګټه ويني ،
البته دا يوازي دعلماء سوء په بابت کښي داسي فکر کوم
دلته به زه دا "انديشه و سخن کانديد اکاديميسن " په پښتو ترجمه کړم
برای حل روشن و دقیق ذهنی و عملی این امر مهم اولتر از همه باید تدبیر دقیق اتخاذ شود تا زن به حیث شخصیت مستقل ، با همان تعلیم و آگاهی پرورش یابد که مرد پرورده میشود . همراه با تامین چنین برابری ، خود زنها در روشنایی موازین علمی زمینه ساز این امر شوند تا احتیاجات شان را در روابط اجتماعی خود تثبیت نموده در رفع آن بکوشند . به همین تر تیب از لحاظ تقسیم مال و مکنتی که به ارث برده میشود نیز به ایجاد دکتورین جدیدی نیاز وجود دارد تا بازیگر نقش برابر هر دو جنس باشد .
ژباړه - د همدې موضع د روښانه کيدو اود دقيق ذهني او علمي حل له پاره تر
هر څه لمړی بايد په غور سره تدبير ونيول سي ، څو ښځه د يو مستقل شخصيت
په څر به هغه زده کړي او پوهي سره پرورښت ومومي په کوم چه نارينه تربيه
کيږي ، څو د همدغي برابرۍ د جوړښت په صورت کي د علمي اصولو په رڼا
کښي ، د همدغي موضع زمينه جوړ ه ونکي ؤ اوسي دا هم له دې د پاره چه
دوی پخپله خپلي اړتياوي په ټولنير روابطو کي تثبت کړي او د رفعه کولو
له پاره ئې هڅه ومومي ٠
په همدې ډول ، د مالونو او ثروتنو د وېش له مخي چه په ميراث وړل کيږي د نوي دکتورین (عقيدې )له پاره اړتيا ځکه موجوده ده څو د دواړو جنسونو د برابر (مساوي ) نقش ادا کولو له پاره مؤثر (بازيګر )واقع سي
....................................................................................................................................
درنو وړونو او خويندو که فرضا څوک داسي عقيده ولري يا اې ومني
چه نر او ښځه بايد په ميراث وړلو کښي مساوي او برابر حق ورکول سي
نو په هم داسي عقيدې درلودلو سره او يا همداسي ادعا وکړي
يعني د مساوي ميراث وړلو په عقيده له اسلامي عقيدې له دايرې څخه
جارج کيږي او يا مطلق له اسلامي عقيدې څخه وتل دي ٠ اوبس
رښتینی
26.10.2006
محترم حليمى صاحب سوكاله او خوشاله اوسى باور وكړه چى
ډيرى په زړه پورى خبرى دى ليكلى دى لوى څښتن دى اجر در
کړى او خدا ى جل جلاله دى وكړى چى دلاروركو دلاري موندنى
سبب شى او ستاسو دنورو لار ښوونو په هيله
اصلا زمونږ په هيواد كى ډير څه كاږه واږه دى دملا زامنو ته به دا خبره تلقين كيدله چى تاسو به حتما له ځانونو ملا يان جوړوى او بيا مو كه تدريس كولى شوى خو شه تر شه او كه نه ملايي خو به حتما كوى او دال او اولاد روزى به مو د خلكو زكاتونه وى
يوى نيمى ټوكى ته به اجازه وى
زمونږ په جنوبى سيمو كى به چى كوم طالب په دى موخه په غوږ وهل كيدى چى ګوندى ملا به نه شى او يا ته د ملاكيدلو وړ تيا نه لرى نو ورته ويل به يي : ګومان نه كيږى چى ستا دزكات له بار لاندى به دخره باد پرى شى
(وبښئ دخره باد پريكيدل خو تقريبا يوه عادى خبره ده )
نو دملا دټولو زامنو په غوږونو كى به د ا تلقين ځاى په ځاى وو
او ډيره بده لا دا وه چى دملا له پاره له ملايي او تدريس پرته بل
كار كول يو ډول دعيب او پيغور خبره وه
نو موخه داشوه چى دخداى دا پراخه دنيا يي دځان له پاره يوه تنګه سوړه ګرځولى وه نوبيا به چى كوم اخوند زاده صيب له دى سوړى نه نجات ! بياموند هغه به نو ماشاء الله دومره پراخ نظره شو چى امن پناه
او يا به يي هغه دحليمى صيب په وينا دپلار په خبرو كى تضاد وليدى
او لكه ما چى مخكى كوم تفصيلات وليكل نو دروزى ګټلو له پاره به يي
نورى لارى غوره كړى
په مينه او احترام
26.10.2006
نوميالی صيب دې خدای وبخښي ، له تره کې سره يې پر دې شخړه درلوده چی دۀ ځان او هغه خان د افغانستان لومړنی مارکسېست باله او يوۀ هم بل ته تن نه ايښودۀ .نوميالی په تيوريکي لحاظ تر هعغه ډيرپياوړی و ، خو له سياست سره يې کار نه درلود نو چاته يې ضرر هم نه دی رسيدلې .تره کي بيا په عملي لحاظ په سياست کې مخکې تللی و، د ګوند يوموسس او مشر و او په آن ټّررّرّر ناسيوناليزم کې يې آن د کی .. جي .. بي غړيتوب تر ﻻسه کړې و او تر کارمل وروسته د روس دوهمه درجه باوري ګوډاګی و.له دې کبله د افغانستان د خلکو په تيره بيا د پښتنو د تباهۍ سبب وګرځېد.
داچې د ملا زوې ولې مارکسېست کيږي تر يوې اندازې پورې حليمي صيب او صافي صيب روښانه کړې ده ، زه به هم پرې خپل نظر ورکړم.
د فيوډالي ټولنې روڼ اندي يا فکري مشران او ( Intelligence ) مذهبيون يعنې ملايان سيدان او صاحبزادګان دي. کله چې د نوې ټولنې اونويو طبقو د حاکميت خبره مطرح کيږي ، لومړي فکري بريد د فيوډاليزم پر فکري مدافعينو ، د فيوډاليزم پرحقوقي او ايديالوژيکي سنګر يعنې ملايانوچې فيوډالان هم نه دي تر سره کيږي او پر هغوی د خپل اجتماعي موقف او حيثيت د بايللو ويره راګډيږي . نو اولادونه يې چې تر دوي ﻻ حساس دي او د روشنفکر په توګه ژربدلون خوړلی شي ، د پلرونو ﻻر پريږدي او مقابل فکري غورځنګ ته اوړي اوهڅه کوي چې همدغه رهبري کونکي موقف هلته هم وساتي يعنې ويې ګټي، نو په تيوريکي اساساتو کې يي ژوره مطالعه کوي . که په عملي ډګر کې هم نه وي په تيوريکي ، تدريسي او تبليغي ډګر کې د پخوانو ملايانو يا خپل پلار ځای په نوې فکري مشرتابه کې ﻻسته راوړي . ځينې لکه نوميالي استاد تر وخت پخوا هم دغسې يوې استادۍ ته ځان رسوي ، څو د لومړيو مخکښانو په ډله کې د شمير کيدلو وياړ وګټي .په پښتنو کې بيا ورسره يوه بله ناروغي هم مله کيږي ، او هغه داچې که هر څومره يې ټولنيزواقعيتونه ، تاريخ او عملي فاکتونه پر نظر او اړونده تيوري د بطلان کرښه راکاږي ، دوېبيا ترې نه تيريږي او خپلې شله ګرۍ ، شق او تحجر ته دوام ورکوي ، مګرداچې مقابل دوښمن لوري ورته دده پر زړه لوړه چوکۍ او غوړمعاش ورکړي، نو بيا تر ريښو پورې خپله فکري ونه راباسي او ذهني دريځ بدولي .که دا نه وي، د ورستيو سلګيو پورې پر باطله ايديالوژي وﻻړ پاتې کيږي ، ځکه بيا خو د پښتون يوه خبره ده او دويمه کيدلی نشي ! نوميالي صيب هم د خپل ټول علميت او علمي تحقيقاتو او له دې سره سره چې وروستي کلونه يې اوږده موده په لويديځ کې هم تيره کړه له دې حقيقت څخه مستثنی پاتې نشو. خدای دې پرې ورحميږي ! والسلام .
هر نقطه جای و هر سخن مکانې دارد!
ابوالمتين
27.10.2006
په داسې حال کې چې لا په ډيرو ځايو او د هېواد په علمی او اکادميکو حلقو کې د افغانستان د ستر عالم ، د ډيرو افغانی منورينو او پوهنتون پاسانو د مهربان، نوميالی او زړه سوانده هوښيار استاد د غم او فاتحې ټغر نه دئ ټول شوې، د محترم حليمی له خوا د داسې موضوع طرح کول زما په نظر له شخصی بدبينۍ، تربګنۍ او غرضه خالی نه دی.
موږ خو چې د ملايانو وعظونه د مړيو د قبرو به سر اوريدلی، نو دا خبره به ورپکې غوره وه چې د مړی بد اعمال او ګناوې يادول مناسب نه دی، بلکه ، دمړی د ښو او ثوابی کارونو يادول او غوره کول ښه او مناسب دی.
په داسې حال کې چې افغانی کلتوری او علمی کړۍ اود نوميالی استاد د علم، لوړ شخصيت او پراخه نظر طرفداران او د متوفی د کورنۍ غړی او دوستان په مختلفو ځايو کی په ډول، ډول د هغه د فاتحې او غم غونډی جوړوی، څنګه کيدای شی او کوم سبب دی، چې حليمی دنوميالی استاد د بوجيو، بوجيو ليکنو او ډيرو، ډيرو کتابو څخه يوه جنجالی جمله او ياپراګراف را اخلی او د هغې پر استناد، د افغانستان په نوميالی او پاخه استاد د تحقير او تکفير مهرونه لګول غواړی.
زما په نظر خو افغانی او اسلامی اخلاقو دا ايجابوله چې د نوموړی نوميالی استاد پر ډيرو نورو پخو او ثوابی خبرو مو د هغه يادون کړی او شخصيت ته مو يې احترام ادا کړئ وای. د هغه د کورنۍ، خپلوانو او مينه والو زړونه موآزار کړی نه ، بلکه ډاد مو ورکړی وای.
که مو غوښتئ موږ هر بل وخت کولای شوای چې د نوميا لی استاد په دې طرحه شوې موضوع مو په فرصت او موقع سره خبرې کړی وای. .
زه پخپله خو چې د حليمی ليکنې ګورم، شک لرم چې دئ د پښتون وی او يا دا چې که پښتون وی، نو د ښوونځی په تللو يې شکمن يم. ځکه چې دی پخپله يوه پښتو جمله هم بې غلطۍ نه شی ليکلای او دری خو يې ما نه ده لوستې. په عربی زه پخپله دومره نه پوهيږم چې دده په غلطۍ پوه شم. نو داسې يو څوک چې پخپلو ټولو ليکنو کې د کتاب له مخې د آيت او حديث له رانقلولونه پرته يوه جمله هم سمه نه شی ليکلای، څنګه ځان ته داحق ورکوی، چې د داسې يوه نوميالی او لوی پېژندل شوی استاد په ليکنو داسې بې ځايه او بې مورده تاخت او تاز وکړی او د دافغانستان دوياړ او احترام او عزت وړ ستر شخٌصيت ته د بې حرمتۍ او سپکاوۍ سبب شی.
دلته زه يو ګمان کولای شم او هغه داچې رښتيا هم حليمی خان پښتون او ښايي د نوميالی عالم د محيط او د هغه تربور وی او په پشتنو کې خو له بده مرغه دا رواج دی چې تربور تر ځان لوړ نه شی زغملای.
زه په دې ځای او دې وخت کې په طرحه شوې موضوع د ليکنو او تبصرو طرفدار نه يم او وړانديز کوم چې له دې فورم څخه په استفادې سره د پښتنو او افغانی وياړونو ، عالمانو او شخصيتونو سبکاوی ته لاس وانه چوو.
داموضوع کولای شو چې پر بل وخت کې تر بل عنوان لاندی داسې مطرح کړو چې د هيچا شخصيت ته پکې سپکاوئ ونه شی او هر مينه وال په آزاده توګه خپل نظر وړاندې کړای شی.
ع کريم حليمي
27.10.2006
که مشر ئې وروره ! او که شر ئې نو بيا زويه ! سلام
ليکوالان نه مري ، تر څو چه ئې اثار موجد وي نوم به ئې هم ورسره ژوندئ وي
ع کريم حليمي
27.10.2006
[quote:03a3a6be61]زه پخپله خو چې د حليمی ليکنې ګورم، شک لرم چې دئ د پښتون وی او يا دا چې که پښتون وی، نو د ښوونځی په تللو يې شکمن يم.[/quote:03a3a6be61]
وروره ! دا زما له طرفه چه شک درلوېدلی ٠ دا شک به له تاسو وکاږم
نه ښوونځي ته نيم تللی ، او خط مي نه زه ، مشر زه يم [/quote]
ع کريم حليمي
27.10.2006
[quote:97201cbf3d]دلته زه يو ګمان کولای شم او هغه داچې رښتيا هم حليمی خان پښتون او ښايي د نوميالی عالم د محيط او د هغه تربور وی او په پشتنو کې خو له بده مرغه دا رواج دی چې تربور تر ځان لوړ نه شی زغملای. [/quote:97201cbf3d]
هو ! غرتي غرتي دي او اصول اصول دي
هو ! دايو اصل دی چه ! له انبيا رانيولې بيا تر چپيانو پوري
اول به خپل اصلاح کوې ٠ (مل )
صافی
28.10.2006
نه ابوالمتین صاحب ! خبره په کفر اواسلام کې ده ، خبره په عقیدې او ارتداد کې ده. او پښتنولي پرته له اسلامه هیڅ ده .
حلیمې صاحب بې له شکه لوي دینی عالم دی ماته هم د هغوی دعلمیت په اړه پوښتنې راپیداشوې وي ولې خپلو تیروتنو ته مې پام شوو او څو ځلې مې دمحترم حلیمي صاحب نه عذر وغوښت.که دحلیمی صاحب دې څرګندونې ته متوجه شو (الْحُبُّ فِي اللَّهِ ) نوډیر څه به تری زده کړو.
که چیرته د مرحوم نومیالی څرګندونې همداسی وی چې مونږ پرې بحث راخیستی ،(چې دي) نو نومیالی صاحب ته به دفاتحې تغر هیڅ ګټه ونه رسوي او ځای به یې دترکي بابا تر څنګه په نامعلومه ځای کې وي چې مونږ او تاسی دې خدای ترې ساتی.
په درناوي
ع کريم حليمي
28.10.2006
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ
وَالْعَصْرِ ﴿ 1 ﴾ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ ﴿ 2 ﴾ [color=cyan:85d5d22cb0]إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا[/color:85d5d22cb0] [color=white:85d5d22cb0]وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ [/color:85d5d22cb0]وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿ 3 ﴾
محترم صافي صاحب !
داچه تاسو، و ماته په ښه سترګه کتلی اوپه زړه کښي الْحُبُّ فِي اللَّهِ لرې
د خدای له پاره ، نو د جبرائيل په خوله دي پر تاسو سلام وويل سي ،
چه ددنيا او اخيرت خوښۍ او برياليتوبونه مو په لوړه درجه په نصيب سي ،
امين ثم امين
سماوي اخلاقو مجبوره کړم چه ستاسو د ښې او خوږې او مهرباني ليکني
جواب وليکم ، وروره ! تاسو تواضع کړې
په انسانانو کښي يوه سلسله نېک ارزښتونه سته ، چه يو ئې د تواضع صفت دی
او تواضع مور ده ، د نورو فضايلو ، ستاسو په ليکنو کښي تواضع په ښه ډول
ليدل کيږي ٠
زموږ په ديني منابعو کښي راغلي چه : کله چه خدای يو بنده خپل
دوست ګرځوي نو د تواضع الهام ورته وکړي ، څوک چه په دين ورور ته تواضع وکړي ،نو په نزد د رب العزت په صديقينو کښي محسوب کړه سوې ٠ انشاالله
صافی
28.10.2006
ښاغلی حلیمی صاحب ! دسلام او احترامه روسته :
له شفقت مو ډیره مننه ،بلمقابل عینې پیرزوینې زما له خوا هم قبولی کړۍ .
محترم استاذ! که ستاسو دڅه دپاسه زرو نیکو لیکنو نه پنځه کسو، په پنځو نیکو ټکو عمل کړی وي ستاسو دعزت او وياړ شمله آسمان ته رسی. نو که څوک دداسې خیر،د یو داعی بې احترامی کوي خدای دی دهغه مل شي .
د هغې بلې موضوع په هکله به دپتنګ صاحب بین المللی مقوله را نقل کړم چې وایی :
[color=white:2102e13ec4](تورخر په صابون نه سپینيږي )[/color:2102e13ec4]
په درناوي
larghonay1
29.10.2006
خوږو دوستانوسلامونه !
ښاغليو دا خو به تاسو ته جوته وي چې محمدانور نوميالى صيب يو تيوريك كمونيسټ و !
نو د يو تيوريك كمونيسټ مفكوره د اسلامي مفكورې سره نه شي پرتله كيدى.
كله كله د پښتنو په اړه د ځينې غير پښتنو نظر هم چندان خطا نه وي لكه:
پښتانه بد مړى نه لري او ښه ژوندى.
نوميالى د هغې تيورۍ څښتن و چې افغانستان يې له هغې بدبختۍ سره مخ كړى چې دا اوس هم پكې نښتى دى.
زه د نوميالي صيب يوازيني خدمت ته چې (( يو زر او يوه شپه )) كتاب يې راژباړلى په درنه سترګه ګورم ، نور نو نوميالى پوه شه او خداى ج يې ورغې حساب كتاب به وركړي.
او دا چې مولوي صاحب حليمي دا موضوع بحث ته وړاندكړې ، ډېر ښه كار يې كړى!
ځكه په دې ورځو كې په ټول افغان كې د نوميالي صيب په اړه دومره ډېرې ليكنې كېږي چې د ارواښاد علامه رشاد په اړه هم دومره نه وې.
مونږ بايد د ښو او بدو تميز وكړو ، نه داچې سره ويې لړو.
ځينو ورڼو بس همدومره اوريدلي چْ علي اباد ښار د. بس كه هر څوك مړ شي نو منډه يې تر انټرنيټه ده او همداستاينې دي چې ليكې يې .
كه داسې وي نو بيا تره كي بېچاره څه ګوناه كړې ؟
انور نوميالى د همغې عقيدې تيوري پال و د كومې له پاره چې تره كي هيواد وران كړ.
29.10.2006
کومه يوه خبره سمه د ؟
[color=red:402f4ba00a]
١ ــ آيا محمدانور نوميالی يو ګوندي کمونېست و چې خلقيان يې درناوی کوي اودوی پرې اوښکې تويي ؟ اوکه:[/color:402f4ba00a]
[color=cyan:402f4ba00a]٢ـــ آيا دا ملحدين اوس هم دومره ډير دي چې ديوه الحادي متريالست پر مړينه ويرليکنې کوي ؟ اوکه : [/color:402f4ba00a]
٣ ـــ [color=white:402f4ba00a]آيا دلته بيا کومه ړنده سمتپالنه ددغسې يو ې شخصپرستۍ سبب ګرځيدلې ده ؟ [/color:402f4ba00a]
٤ ــ [color=blue:402f4ba00a]اوکه آيا دريواړه حالته دلته صدق کوي ؟[/color:402f4ba00a]
ع کريم حليمي
30.10.2006
[quote:0df2bb08a0]کومه يوه خبره سمه ده ؟
١ ــ آيا محمدانور نوميالی يو ګوندي کمونېست و چې خلقيان يې درناوی کوي اودوی پرې اوښکې تويي ؟ اوکه:
٢ـــ آيا دا ملحدين اوس هم دومره ډير دي چې ديوه الحادي متريالست پر مړينه ويرليکنې کوي ؟ اوکه :
٣ ـــ آيا دلته بيا کومه ړنده سمتپالنه ددغسې يو ې شخصپرستۍ سبب ګرځيدلې ده ؟[/quote:0df2bb08a0]
همدا درېواړه حالته دلته صدق کوي !!!!!
مسند واره خبري به کوو ! د مکان سړی دې هم ولولي
يوه بل د مکان سړی ليکي !
((د استاد نوميالی افغانی عقايد لوړ موقف لری
ارواښاد نوميالی سربيره پر علمی او فرهنګی شخصيت ، يو ملی ،اسلامی او
دموکرات شخصيت هم و )) 1
پورته جمله مي په ډېر ديانت ، امانت او صداقت سره تاسوته کاپی کړه !!
دومره تاسوته ويلای سم ، هر ليکوال چه ليکنه کوي نومسؤليت ئې هم د غاړي دی
په پورته ليکه کښي ليکوال د ضمير تر سخت فشار لاندي راغلی
ضمير ئې اجازه نه ورکوي ، چه متوفی ته د يوه مسلمان دينداره شخصيت
معرفي کړي ، او يا وليکي چه متوفی مسلمان شخص و
، نو کوښښ ئې کړې چه يو ملي ، اسلامي او دموکرات ئې ګڼلی دی ٠
يو تکړه ليکوال ليکلي چه :
((استاد د خپل ځان له پاره د دغه وخت له نسبتا مساعدي زمينې څخه ښه پوره
استفاده وکړه ٠ ))2
ولي چه د انقلابي او غوايي دولت سره ئې مشکلات نه درلوله !
ورسته ئې نو دکاغذ او قلمه لاس واخست او کله چه غوايی پر ګونډو (زنګنو )
سو ، نو نوميالي بيا قلم راوخست او د "کوډوسرنوشت " تر نامه لاندي ئې
سر ښکاره کړي ، چه د اسلام لمن ئې بيا پر څټ ور پورته کړه ، چه اينه اسلام
د "کوډوسرنوشت " په کتاب کښي و اسلام ته يو مستعار نوم يعني يعقوب جان اغا ورکوي ،
خو مطلب اسلام دی ٠ لوري تا ته وايم ، مږورتاپر غوږ وهم
پوښتنه ! ايا تاسو کوم ملي شخص ښوولي شۍ چه د غوايي اړودوړ څخه ئې
ښه پوره استفاده کړې وي ، اوکه ئې ښه پوره استفاده کړې وي ، ده ته يو سپېڅلی مسلمان ، ملت پرسته ويلای سو ؟؟؟؟؟
................................................................................
پر ليكه يې لوستــــــلاى سۍ
1 - روهي بهير ١٢ مه صفحه
2 -روهي بهير 3 يمه صفحه
ابوالمتين
30.10.2006
د ما سلامونه دې د بحٍث ټولو ګډون کوونکو او لوستونکو ته ورسيږي.
په دې بحث کې خو له مانه خبره ورکه شوه ، چې موږ په څه شی بحث کوو او څه شی غواړو ثابت کړو؟
۱ـ آيا موږ د هيواد د يوه نوميالی او يا د بل رشاد استاد او يا بل کوم داسې عالم اواستاد ليکنې تر نقد او کره کتنې لاندې نيسو، چې هغه يا هغوی نه يوازې د پښتنو، بلکې د ټول هيواد او په منطقوی او نړيواله کچه منل شوی او پيژندل شوی عالمان او زموږ د وطن ستر معنوی وياړونه دی؟
زه خو دا ګمان نه کوم،چې موږ د همدا وس په دې کار لګيا ؤ. ځکه چې زموږ د مسلکی علم کچه مو.ږ ته د داسې کار جواز نه راکوی او نه هم د ا د بحث فورم د همداسې کار له پاره مناسب دی. داسې کار لږ تر لږه د يوه او يا بل اثر او يا يوې او يابلې اوږدې او يا لنډې مقالی پوره متن ته اړتيا لری، چې دا کار موږ نه کوو. لنډه داچې دا خو زموږ بحث نه دی!
۲ـ غواړو چې موږ د دوو يا څو د هېواد د نومياليو او رشادو عالمانو او استادانو د علمی مقام پرتله او مقايسه وکړو؟
زه به خبره نه اوږدوم او لنډ به ووايم چې نه دا کار موږ نه کوو او دا کار داسې هم نه کيږی!
۳ـ که موږ د خپل رشاد استاد د ژونداو يا مړينې په وخت کې د هغه د حال مناسب مراسم نه وی نيولی، نو اوس بايد د خپل نوميالی استاد په اړوند هم هماغه اشتباه تکرار کړو؟
دا کار خو نه معقول دی او نه موږ ليونيان يو چې داسې کار ته مو ملا تړلې وی.
۴ـ دا بحث ددې غرض له پاره راشروع شوی چې.
الف. ثابته شی چې زموږ نوميالئ استاد کمونست ؤ او بيا د کمونست لنډ تعريف هم د اسلام نه منکريدل ښيو او دهغو په نورو ارزښتونو نه غږيږو.
ب ـ وښيو چې زموږ په ملک او وطن کې که څوک هر څومره ستر عالم وی، خو چې اسلامی عالم نه وی نو هيڅ ارزش نه لری. يا په بل عبارت. موږ يوازی دين او دينی عالمان خوښوو، خو د ازاد نظز د خاوندانو، مسلکی ـ حرفوی عالمانو ، سياستوالو او فيلسوفانو علم، پوهه او هوښياری نه منو او قدر يې هم نه کوو.
نه يوازې چې نامسلمان افغانی عالمان او استادان موږ ته قدر نه لری، بلکې د هغو په سپکاوی او تحقير هم بند نه يو او هغه په خپلو ملی افتخاراتو کې نه شميرو. په دې ډول ټولو نا مسلمانو افغانانو ته د خطر زنګ وهوو چې دلته مو ځای نشته. آيا دا کار مناسب دئ؟ آيا په دې روش او طريقه موږ د پرمختګ او ابتکار لاره د يوه ملت په حيث وهلئ شو؟ آيا په دې ډول په وطن کې سوله راوستلی شو؟ په دې ډول د خپل هيواد افغانستان معنوی وياړونه پخپله تر خاورو لاندې کوو نه؟ يا همدا خپل معنوی افتخارات بې ارزشه او هيروو نه؟
ښاغلی لرغونی ليکی.
[quote:5987c431e3]ښاغليو دا خو به تاسو ته جوته وي چې محمدانور نوميالى صيب يو تيوريك كمونيسټ و ! [/quote:5987c431e3]
ښاغليه ، ماته خو دا نه ده جوته او زه خو دا سې فکر کوم چې داسې هوښيار او نامتو عالمان او فيلسوفان آزاد فکر کوی او کېدای شی چې په دينی عقيده کې له تاسې نه هم ډير کلک اوګناوې يې هم له موږ او تاسې نه کمې وی. د اسلام د مقدس دين له اصولو خپل علمی پوخ تحليل او تعبير ولری!
[quote:5987c431e3]نو د يو تيوريك كمونيسټ مفكوره د اسلامي مفكورې سره نه شي پرتله كيدى[/quote:5987c431e3]
نو دا دوې مفکورې چا سره پرتله کړې؟ او په دې ځای کښې يې د پرتله کولواړتيا هم نشته. که دا بدمرغه د کمونيسم کلمه د تا نه وای زده، چې تا به بيا څه ليکل؟
[quote:5987c431e3]نوميالى د هغې تيورۍ څښتن و چې افغانستان يې له هغې بدبختۍ سره مخ كړى چې دا اوس هم پكې نښتى دى. [/quote:5987c431e3]
ستا په نظر افغانستان پوهې، علمی څيړنو، د ازاد نظر ښکارولو، له ظلم ، استبداد، رشوت، اختلاس، چور او چپاول په ضد د مبارزې له لاسه خراب شوئ او که څنګه؟ استاد نوميالئ خو د همداسې ښو خواصو او صفاتو خاوند ؤ.
د يوزر او يوې شپې ژباړه د نوميالی استاد د ډيرو خدمتو څخه يو خدمت دی. زما په نظر د هغه لوی خدمت د هيواد د لوڼو او بچيانو تعليم او ښوونه ده.
[quote:5987c431e3]او دا چې مولوي صاحب حليمي دا موضوع بحث ته وړاندكړې ، ډېر ښه كار يې كړى! [/quote:5987c431e3]
نظرونه هم لکه مخونه همداسې يو له بله سره فرق لری. زما په نظر خو دا هيڅ ښه کار ونه شو او ستاسې دا فکر چې استاد نوميالئ او استاد رشاد يو د بل په مقابل کې ږدی، هم سم نه بولم. دا دواړه زموږ د وطن د زلميو او نجونو او د نسل ښوونکی او استادان دی. په دې کښې شک نشته چې يو به له بل څخه ځينې فضيلتونه زيات ولری، او د بل به بيا بل اړخ غښتلی وی، خو په مجموع کې دافغانستان له پاره دواړه ملی وياړونه دی، ولو که يو له بله يوڅه دروند وی. پر موږ د دواړو ساتل او درنښت او پالل ضرور دی. له داسې ملی موضوعاتو سره د ګوندی، تنظيمی، مذهبی کرکې او ګټو له زاويې نه چلند زه پخپله سم نه بولم.
د ددې موضوع طرحه کول د يوه مولوی له خوانه، لکه چې تاسې ورباندی نوم ايښئ، خو بيخی نامناسب دی. مولوی بايد حوصله ولری. مولوی بايد وخت او موقع وپيژنی، مولوی بايد د خدای ج څخه هر مړی ته د مغفرت دعا وکړی او نور وهڅوی چې د خدای دربار ته د دعا لاسونه پورته کړی، مولوی بايد د مړی د کورنۍ او خپلو خپلوانو په زخمی زړونو مالګې ونه دوړوی، د زړونو د آزار، تشويش او پريشانۍ باعث نه شی. مولوی خو د چا دزړه مالک نه دی چې پوه شی چې څوک کافر او څوک مسلمان دئ. دا فرضيه به ومنو چې د لوی استاد يوه او يا بله نظريه به د ځينو مولويانو او ملايانو په نظر د اسلامی بنسټونو سره سمه ډډه نه لګوی، خو دا بيا چاته معلومه ده چې د همداسې ملايانو او مولويانو نظر رښتيا اسلامی او بې غرضه دی. موږ او تاسې يې پخپلو سترګو نه وينو چې د مختلفو ډلو له خوا د اسلام د پاک دين د اصولو تعبير او تفسير يو له بله سره څومره فرق لری؟ ښايی چې له اسلامی اصولو څخه د رشادو او نومياليو استادانو تعبير او تفسير له دې ډول ملايانو او مولويانو څخه هم فرق ولری!
ته پخپله فکر وکړه چې په دې خبره به د نوميالی استاد د ميرمنې، لوڼو اوزامنو زړونه څومره زخمی او څومره له تشويشه ډک شوی وی چې ددې ليکنې له لارې خبر شوی وی چې خاوند او پلار يې خدای نا خواسته کافر او دوزخی دی؟ او که تاسې ته دا موضوع اهميت نه لری؟
زه خو نه ملا يم او نه مولوی، خو خدای د هيڅکله داسې د زړونو دآزار توان او توفيق نه راکوی! زه په مسلمان او کافر باندې د خدای د رحم غوښتونکئ يم! خدای د پخپلو ټولو مخلوقاتو ورحميږی!
ع کريم حليمي
31.10.2006
درنو او قدرمنو او د ښه قلم ،سپېڅلي نظر خاوندانو
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
[quote:565bd139af]په دې بحث کې خو له مانه خبره ورکه شوه ، چې موږ په څه شی بحث کوو او څه شی غواړو ثابت کړو؟ [/quote:565bd139af]
که تاسو په لوی لاس له مستو څخه خړېړی جوړ نه کړي ، او د کلاوې هره حلقه
راکش نه کړې ، نوخوند به هم پرځای وي او د کلاوې سر به هم نه ورک کيږي ٠
استادنوميالی په حقيقت کښي د داسي حيثيت خوند وو او وي به
چه هر څوک به په لږه قرباني سره ونه کولی سي
چه داسي شخصيت تر لاسه کړي ، او يا د استاد نوميالي په
رقم شخصيت دي له ځانه جوړ کړي ٠
شخصيت چه څومره غټيږي ، نو د غټ ليدل او پېږندل له نزدو څخه ،او له يوې
زاويې څخه ، صحيح ليدل او پېږندل ندی ،
٧٥٧ طيارې ته کتل ليدل نه دي
ولي چه طياره ډېره غټه ده او په کتلو سره ئې يو طرف ليدل کيږي نه ټوله طياره ، چا ر طرفه پر راڅرخېدلو سره ليدل کېدای سي ، او هم دارنګه
د سمي او ښې او يا بدي او ناکاري طيارې پېژندل هم د يوه انجينر د پوهي
تر قدرت وتلی کار دی ٠
نو همدا سبب دی څومره چه character غټ وي او يا غټيږي ، نو بيا د
د يو شمېر مخصوصو ټاکلو خلکو تر نظر لاندي مطلعه کيږي ،
او د هغه غټ شخصيت په باره کښي به هر يو د خپلي پوهي او مسلک
له نګا پوره تشريح په ديانت او صداقت سره ورکړي ٠
که څوک غواړي چه څېړنه وکړي د يوه شي ياسړي ، که د يوه نوي ماشين په
باره کښي نظر څوک ورکوي په دې کښي ډېر اخلاقي حاسه نسته ،
او که د يوه انسان د character او عقيدې په بابت کښي د ښو او بد تميز کوو
په دې صورت کښي اخلاقو او وجدان ته ضرورت سته او موږ ته دا راښيی
چه دا عقيده ښه او يا بده ٠
زه يوازي دا حق لرم چه د لوی شخصيت خلکو د عقيدي فلسفه مطالعه کړم ،
او د ادبياتو پوهان او استادان د لوی شخصيتونو ادب مطالعه کړي ،
او ملي سياست پوهان او استادان د هر لوی افغان، پښتانه پر سياسي دريځ اوچلندخپل نظر ورکړي ٠
څه شی بحث کوو او څه شی غواړو ثابت کړو؟ دا ثابته وو چه :
هر افغان چه په يقيني ډول له اسلامي عقيدې تېريږي ، زموږ د پاره زندۍ او
دامونه ، کلشنکونه او عيسويت ، هورا راوړي او د دغه ښکلې خاوره
(افغانستان )چه خدای راکړې نېست او نابود به موکړي ، ولي چه دغو
مشرانو تر شا اثار پرې ايښي او زموږ راتلوونکی نسل به دا اثار لولي
نو ضرور ئې کڼم چه ددوی پر عقيدو ليکني وسي او اينده ځوان نسل له
قتل اوقتاله راوګرځوو او هم له بې ايمانۍ
بعضو ليکوالو موږته اثار ندي پرې ايښي بلکه ګرزونه دي !!
له يو چا څه چه مکان ورک سي ، د ورکي علامه داسي وي
[quote:565bd139af]مولوی خو د چا دزړه مالک نه دی چې پوه شی چې څوک کافر او څوک مسلمان دئ[/quote:565bd139af].
داخو کورټ دروغ دي ، تر دغه ګړيه خو په دغه بحث کښي ملګرو او يارانو
هيڅ د کفر جمله نه ده ليکلې ، تهمت دي درګرځوه ، دخيره دي بېزاره داسپي دي
درګرځوه !
هو ! او داخبره هم کوړت دروغ ده چه استاد نوميالي عقيده نه درلوده
استاد نوميالی د کلکي عقيدې خاوند وو ، او له منافقت څخه ئې ځان
ساتلی وو او منافق پرسته هم نه وو ٠
[quote:565bd139af]ملايانو په نظر د اسلامی بنسټونو سره سمه ډډه نه لګوی[/quote:565bd139af]
کور دي وادان ، ايا دا مصلحت دی که ستاسو باور دي ؟؟؟
[quote:565bd139af]خو دا بيا چاته معلومه ده چې د همداسې ملايانو او مولويانو نظر رښتيا اسلامی او بې غرضه دی[/quote:565bd139af]
دا په تور ماښام کښي ډبري ويشتل دي
غرض ئې تاسو ندی ښوولی کوم غرض او د څه لپاره څرنګه غرض ؟؟؟
[quote:565bd139af]موږ او تاسې يې پخپلو سترګو نه وينو چې د مختلفو ډلو له خوا د اسلام د پاک دين د اصولو تعبير او تفسير يو له بله سره څومره فرق لری[/quote:565bd139af]
ايا تاسو هم په پوهېږی او که تاسو اورېدلي ، په اورېدلو خو سړي هر څه اوري
ضرور دا ده چه تاسو زموږ د اطمنان ، وثوق له پاره يومثال ،چه لوستونکي
پوهېدلي وای ، چه تاسو پوهيږي ، او که مو يوازي اورېدلي ٠
[quote:565bd139af]ښايی چې له اسلامی اصولو څخه د رشادو او نومياليو استادانو تعبير او تفسير له دې ډول ملايانو او مولويانو څخه هم فرق ولری[/quote:565bd139af]
پر تړلي دوکان حوله ! دافرق په اصولو کښي او که فروعات فقهی کښي ،
په دې حصه کښي تشريح ته ضرورت سته ٠
[quote:565bd139af]ته پخپله فکر وکړه چې په دې خبره به د نوميالی استاد د ميرمنې، لوڼو اوزامنو زړونه څومره زخمی او څومره له تشويشه ډک شوی وی [/quote:565bd139af]
په کومه خبره ؟؟؟
تاسو پښې خرلي دي کفر کفر ليکۍ يو حرف چا ندی ليکلی چه کافر ،
ته يي چه هم سکڼل کوي هم رغول !!!
[quote:565bd139af] پلار يې خدای نا خواسته کافر او دوزخی دی؟ [/quote:565bd139af]
دا دکفر لکۍ ټوله ستاسو دي !!
زه فکر کوم د استاد نوميالي فاميل به وياړي چه استاد يو ګوندي کمونېست وو
[quote:565bd139af]زه په مسلمان او کافر باندې د خدای د رحم غوښتونکئ يم! خدای د پخپلو ټولو مخلوقاتو ورحميږی ٠ [/quote:565bd139af]انشاالله مه هېره ، بېله انشا د الله هيڅ نه کيږي !!! ته نو غوښتونکئ اوسه !!!
صافی
31.10.2006
ښاغلی او مکرم پښتون، ابو المتین صاحب! ښې چارې او په خیر راغلۍ .
د لیکنې څخه مو بریښی چې زمونږ پښتون ورور یاست، اومستعار نوم مو هم دهیوا ددینی ارزښتونو پربنسټ عربی نوم غوره کړی . سره له دې چې تاسو کولای شو په ځان مثلآ : دمتین اوف پلار نوم کیږدۍ خو یقینآ داسې یو نوم به تاسو ته هم بدعتی نوم ښکاری . او همدا رازد مرحوم نومیالې د کورنۍ او دوستانو سره مو خواخوږی ، او دهغه دفاتحې یادونه هم راته د اسلامی او پشتنې دودونو دسیوری لاندې ښکاری.
حال داچې ښاغلی نومیالی په ژوندکې نه په فاتحه بند وو ، او نه په والناس ، په مقابل کې یې بل (داکترین) وضع کوو،او په ملی یوالی یې هم ری نه وهه، هرڅه په شمول دهیواد او وګړویې دمارکس اولینن تر پښو جار کړی و . کاش چې یو بې طرفه اووطنی ملحد وی ، نه: بلکې دهیوا دد بهرنی ملحد غلیم، چاکر اواجیر و . هو: استاذ به وو ، خو زمونږ ددینی معتقداتو له نظره ، منحرفه او اغواکونکی ابلیس هم دملایکو استاذ تیر شوی! چې سبق یې هدایت نه بلکې انحراف دی .
هغه(نومیالی) په خپله ناری وهلی چې اسلام توره ارتجاع ده او مدافعین یې مرتجعین او اشرار دي . نوتاسو یې ولی روح دهغه په قول ـ داشرارو او مرتجعینو په مراسمو نورهم ازاروی؟
اوکنه دا هم دتل په شان یو ساده او بې عقله دومخیزه سیاست دی ؟
په درناوي
31.10.2006
دوستانو سلامونه .
د نوميالی صيب ارمان هم همداو چې يو نوميالی شخصيت شي ، ځکه يې ددغه ارمان سره سم نوميالی تخلص هم ځانته غوره کړی و.
ده رښتياهم ډيره هڅه کړې چې علمي ليکنې وکړي اوګټورآثار وړاندې کړ ي. د متريالستي مېتود په کارولوسره يې خپلې ليکنې بي ساري کړې وې ، په دې معنې چې بل چا دغه رنګ نه کاراوه او دده ليکنې ځانګړې پاتې کېدې .
د روسانو پر راتګ د علومو په اکاديمي کې علمې رتبې او درجې چې د پوهنتون د علمي رتبوسره ې موازي او انډول شپږ پښتو نومونه لکه څيړونکی څيړنمل څيړندوی څيړاند او نور لرل، ټول په څلورو دري نومونو واړول شول ا و محقق ، سر محقق او د هغوی نامزدي، کانديد اکاديميسن او اکادميسن ترې جوړ شول .
له موقع څخه د ګټې د پورته کولو بنسټ د شوروي د سياست سره ورين تندی ښودل و. د کارمل په وخت کې په اکاديمي کې له پښتوڅخه د دفاع پر ځای د نوميالي صيب نظر داو چې د دري ژبې کلتور مسلط کلتور دی او تر پښتو زيات وزن ( ارزښت ) لري . د نجيب د اساسي قانون د مسودې جوړولو په کميسيون کې هم نوميالي صيب غړيتوب درلود .
مسوده له نهايي شکل نه مخکې نوميالي صيب د اکاديمي ځينو غړو ته ورکوله چې په ليکلي شکل خپل ملاحظات پرې دۀ ته ور کړي . د مسودې لومړۍ ماده د افغانستان ددولت هويت يا جمهوري شکل ته ځانګړې شوې وه . دوهمه ماده کوم بل شی او آن دريمه ماده د افغانستان رسمي دين اسلام ته ځانګړې شوې وه.په کاديمي کې د نوي او عادي غړي په توګه ما دغه ماده ماده سخته وغندله اوپه ليکلې توګ مې غوښتنه وکړه چې د افغانستان ددولتي شکل له معرفۍ وروسته دې متصل دوهمه ماده د اسلام سپيڅلي دين ته ځانګړې شي!
نوميالی صيب دې خير يوسي چې په له ﻻسوهنې پرته يې زما دﻻيل په خپل نامه وړاندې کړي او دومره اغيزمن واقع شوي وو چې په قانون کې د اسلام دمبارک دين د رسميت ذکر له دريمې مادې څخه دوهمې مادې ته پورته شو .
[color=yellow:508ac1deea]هو ، هغه د خپل متريالتي نظر سره سره بيا هم د يوې ديندارې کورنۍ د غړي په توګه د اسلام د سپېڅلي دين وزن په افغاني ټولنه کې تر هرچا ښه درک کولی شو. لوی خدای دې پرې ورحميږي .[/color:508ac1deea]