نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
28.10.2006
ملامحمد عمر د كرزې بلنه رد كړه
چاپي بڼه
په افغانستان كې د طالبانو د ړنګې شوې واكمنې مشر ملا محمد عمر د شنبې په ورځ د افغان ولسمشر هغه څرګندونې رد كړې چې ويلې يې وو ملا محمد عمر او د اسلامي حزب مشر ګلبدين حكمتيار بايد د پرديو غلامې بس كړې او په افغانستان كې د د سولې له روان بهير سره يو ځاې شې. د طالبانو يو سيميز وياند چې ځان طيب آغا بولې وويل چې ملا عمر دكرزې دا غوښتنه رد كړې او بايد حامد كرزې يوي اسلامي محكمې ته حاضر كړاې شې تر څو د افغانو بې ګناه وګړو د مړينې په اړه سپيناوې وكړې. ملا عمر ويلي چې دې د افغان لا سوپوڅې دولت سره د بهرنيو ځواكونو د حضور په صورت كې په هيڅ وجه نه غواړې د سولې خبرې وكړې. د عمر په دې پيغام كې چې د هغه د وياند په ژبه خپور شو راغلې چې مجاهدين به په هيڅ ډول خپلې وسلې په مځكه كينږدې او ا فغان دولت بايد مخكې تر دې چې له طالبانو سره خبرې وكړې خپل ځان د هغوي په وينا د بهرنيانو له بند څخه خلاص كړې . د ملا محمد عمر دا پيغام په داسې حال كې خپور شو چې افغان ولسمشر د جمعې په ورځ له ګلبدين حكمتيار او ملا عمر څخه غوښتنه وكړه چې ځان له بهرنېو غلامېو وژغورې او د سولې له بهير سره يو ځاې شې.
pattang
30.10.2006
لوى څارنوال : د واليانو د توقيف امر به ورکړم
چاپي بڼه
د افغانستان لوى څارنوال عبد الجبار ثابت چې دا مهال د بريتانيا په سفر دى، ګواښ وکړ ، که چيرې د هرات او بلخ واليان د ښاروالانو له ملاتړ څخه لاس په سر نه شي د هغو د نيولو امر به د کورنيو چارو وزارت ته ورکړي . ده څرګنده کړه که د کورنيو چارو وزارت په دې کار لاس پور نه کړ ،نو دغه موضوع به د خلکو له استازو سره په پارلمان کې مطرح کړي . ثابت چې له طلوع ټلويزيون سره تيره شپه څرګندونې درلودې يو ځل بيا دا تور ولګاو چې د هرات له ښاروال څخه د هرات والى سيد حسين انوري او د حيرتانو د ښار ګوټي له ښار وال څخه د بلخ والي عطا محمد نور ملاتړ کوي . نوموړي څرګنده کړه، چې د هرات په ښاروالى کې ٥ ميليارد افغانى درغلي شوې ، ٧ ناقانونه تړونونه لاس ليک شوي او ٩٠ زره ډالر ټکس او ماليات په ناقانونه توګه اخستل شوى دى . ثابت وويل چې د حيرتانو په ښاروالى کې د ١٣٨١ ، ٨٢ او ٨٣ کلونو عوايد په ناقانونه توګه د دريو کسانو ترمينځ ويشل شوي دي . د نوموړي په وينا ښاروال ٤٨ جريبه دولتي ځمکه ترلاسه کړي او د ٧ تنو ترمينځ يې ويشلې ده . د ثابت په وينا د ځمکې د شاوخوا د ديوال د ويجاړيدو له امله دولت ته ٦ اعشاريه ٥ ميليون افغانى زيان رسيدلى دى .