نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پخبر رسنيوکې دجنرال ريچار د څرګندنوانځورونه .
pattang
10.10.2006
غفاره وروه په جرمني خو په هيږې ،ژباړې ته يې حاجت نشته !
NATO-Kommandeur: Afghanen stehen vor Seitenwechsel
10/9/2006 Österreichischer Rundfunk Fernsehen (ORF)
NATO-Kommandeur: Afghanen stehen vor Seitenwechsel
zurückDie große Mehrheit der Afghanen könnte nach Einschätzung des Oberbefehlshabers der NATO-Truppen im Land in naher Zukunft auf die Seite der Taliban wechseln, sollte der Wiederaufbau nicht schneller vorangehen.
"Wenn wir in diesem Winter nicht eine konkrete und sichtbare Verbesserung erreichen, dann könnten 70 Prozent der Afghanen die Seiten wechseln", zitierte die Internetausgabe des britischen [color=brown:648bde2145]Rundfunksenders BBC gestern General David Richards.
Verstärkte Angriffe [/color:648bde2145]
Afghanistan stehe an einem Wendepunkt, sagte der britische Militär weiter. Bei Offensiven in den südlichen Provinzen Kandahar und Helmand seien in den vergangenen Wochen über 500 Anhänger der islamistischen Taliban getötet worden.
Die internationale Allianz müsse diesen Vorteil nutzen, sonst könne sie noch 10.000 weitere Soldaten entsenden und sie werde dennoch nicht Erfolg haben, "weil wir die Zustimmung der Menschen verloren haben."
Richards kommandiert die rund 31.000 Soldaten der Internationalen Afghanistan-Schutztruppe (ISAF). Vor allem im Süden und im Osten des Landes haben die Taliban ihre Angriffe und Anschläge verstärkt.
pattang
11.10.2006
Die Rückkehr der Taliban
10/11/2006 Frankfurter Neue Presse
Die Rückkehr der Taliban
Immer heftigere Kämpfe mit wachsenden westlichen Verlusten und zuletzt die Ermordung eines Journalistenpaares aus Deutschland setzen immer dickere Fragezeichen über die Erfolgsaussichten der amerikanisch geführten Interventionspolitik im Land der Taliban und ihres Schützlings Osama bin Laden.
Bisher hatte Afghanistan im Unterschied zum terrorgeschüttelten Irak als Beweis für die Richtigkeit westlicher Kreuzzugsstrategie gegen die globale Gefahr Gewalt-Islam gegolten. Die Unauffindbarkeit von bin Laden sowie das Erstarken bewaffneten Widerstands sind allzu lang der Unzugänglichkeit entlegener Berge und Wüstenstreifen allein zugeschrieben worden. Nun zeigen aber Aufruhr und antiamerikanische Stimmung im ganzen Land bis mitten nach Kabul hinein, wie dünn der Boden unter der Herrschaft von des von den Isaf-Truppen gestützten Präsidenten Karsai geworden ist.
Quelle
Pesarlay
11.10.2006
سلامونه پتنګ صاحب٠
[quote:6a7c552e48]
غفاره وروه په جرمني خو په هيږې ،ژباړې ته يې حاجت نشته !
NATO-Kommandeur: Afghanen stehen vor Seitenwechsel [/quote:6a7c552e48]
Er wurde missverstanden.
Quelle: BBC
دناټو يو وياند وويل د جنرال ريچارد له قوله د خبري رسنيو دا انگيرنې چې که په راروانو شپږو مياشتو کې حالات سم نشي نو ډير خلک به طالبانو ته مخه کړي ، سمې ندي .
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2006/10/061011_afghanistan-security-notbad.shtml.
pattang
13.10.2006
ستاسو غږ
ياغيانو د افغان او نړيوالو ځواکونو خلاف خپلو بريدونو ته زور ورکړى
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لوى قوماندان جنرال ډېوېډ ريچارډز پاکستان ته تللى او هلته يې د طالب ياغيانو خلاف مبارزه کې د اسلام آباد د همکارۍ پر ډېرېدو له ولسمشر پروېز مشرف او نوروحکومتي او پوځي مشرانو سره خبرې کړي دي.
دا خبرې پر داسې يوه مهال شوي چې ياغيانو د افغان او نړيوالو ځواکونو خلاف خپلو بريدونو ته زور ورکړى او کابل تور لگولى چې پاکستان او پوځي استخبارات يې – آى اېس آى طالبانو ته مرستې ورکوي او پر پوله يې د اوښتلو مخه نه نيسي.
ځيني کتونکي دې حالت ته په پام سره وايي چې لوېديځ له دوو انتخابو سره مخامخ دى: له طالبانو سره روغه يا د تلفاتو په قبلولو جگړې ته ادامه ورکول.
خو دواړه انتخابه، ددوى په باور خپل محدوديتونه لري: له طالبانو سره د سولې پايلې په لوېديځ کې د عامه افکارو کلک غبرگون راپارولى شي، خود جگړې دوام هم پر آى اېس آى د فشار له اچولو پرته چې د افغانستان په تړاو خپله تگلاره واړوي، گران برېښي.
خو تاسې په دې اړه څه فکر کوئ؟ او آيا د افغانستان حکومت او ناټو دې حالت ته په پام سره پر پوله د وسله والو اورپکو د اوښتلو د مخنيوي لپاره څه کولى شي؟
د پوښتنو لپاره 0331 836 207 0044 شمېرې ته ټلېفون راوکړئ او يا pashto@bbc.co.uk ته برېښنا ليک راواستوئ.
pattang
14.10.2006
دکابل هوايي ډګرد پوليسو مشر له دندې ګوښه شو
چاپي بڼه
د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو مشرجنرال امين الله امرخيل، چې په دې وروستيو کې يې د پوډرو د قاچاقچيانو په نيولو کې زيات شهرت تر لاسه کړى وو. يو ناڅاپې له دندې ګوښه شو .نوموړي دولسي جرګې د شکاياتوکميسيون ته ويلي ، چې د يوې دسيسې ښکار شوى دى.
pattang
14.10.2006
مجددي: که اداري فساد ختم نشي استعفا به ورکړم
د سولې او ثبات د کميسيون مشر صبغت الله مجددي په کابل کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته د وېنا په ترڅ کې دړکه ورکړه چې که دولت په دوو مياشتو کې اداري فساد ته د پاى ټکى کېنږدي دى به استعفا ورکړي.
مجددي د کابل د هوايي ډګر د امنيتي مسئول جنرال امين الله امرخېل د دندې څخه د ګوښه کولو په لړ کې خپګان وښود او غوښتنه يې وکړه چې په دې اړه دې دقيقې پلټنې وشي.
جنرال امين الله امرخېل چې د کورنيو چارو د وزارت چارواکي د مخادره موادو د قاچاقبرانو سره په اړيکو تورن کړي وه له خپلې دندې څخه ګوښه کړاى شواى دى.
حضرت مجددي وويل: ولسمشر کرزى زما خبره نه اوري هغه کمزوري او ناباوري خلک راولي او په چوکيو يې کېنوي او د جنرال امرخېل په څېر تکړه خلک له دندو ګوښه کوي لدې امله زه فکر کوم چې نور د حکومت سره يو ځاى نشم پاتې کېدلاى.
د مجددي دا نوې څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې ولسمشر کرزى د هېواد په داخل کې د بې شمېره امنيتي ستونځو او اداري ګډوډيو سره مخ دى.
عبدالهادي حيران
larghonay1
15.10.2006
نه پوهېږم چې د فورم ملګري روژې وارخطا كړي كه همداسې دي؟
لومړى دا چې دا بحث يو كس ته ځانګړى شوى و او هغه هم په جرمني ژبه چې زه خو هډو پرې پوه نه شوم چې څه يې ليكلي وو؟
بيا پسرلي صيب يوڅه رڼا پرې اچولې وه نه پوهېږم چې مقصد يې ترې اخيستى و او كه هغه هم پر بلې موضوع بحث كړى و؟
بيا د ناټو د قومندان او مشرف د خبرو په اړه بي بي سي ته خلك بلل شوي وو؟
ورپسې بيا پتنګ صيب ورځنى خبر چې دامين الله امرخېل له دندې ګوښه كول يا تعليق و ليكلى و او هادي حيران د مشرانو جرګې مشر مجدد د استعفى خبره بحث ته وړاندې كړې وه؟
زما په څېر لوستونكى چې د رخصتۍ دوه ورځې يې بې انټرنيټه تېرې كړې وي هيڅ نه پوهېږي چې دلته اوس په كومه موضوع بحث وكړي؟
بيا هم توكل په خداى زه د پتنګ او حيران وروستۍ ليكنې سره نږدې بولم او پر همدې موضوع به خپل ليدلي اوريدلي وليكم.
حضرت صيب سره له دې چې يو پاك زړى او ساده سړى دى خو يو څه احساساتي هم دى.
دى اكثره وخت بې له سنجشه خپله خبره كوي .
ده تېره ورځ د استعفى ګواښ كړى و خو نن يې بيا بېرته خپله خبره واخيسته .
حضرت صيب همدا رازد اداري اصلاحاتو پر رييس ذبيح الله عصمتي او لوى څارنوال عبدالجبار ثابت دوعه كړې چې په رشوت او اداري فساد كې لاس لري .
ده همدا راز پر عصمتي د پرچمي ټاپه هم لګولى چې هغه وايي نه پخوا پرچمى وم او نه اوس يم، د كمونيستي رژيم سره مې مبارزه كړې اوحتى بند مې هم تېر كړى دى.
تر كومه چې مونږ له نږدې له دغې خبرو خبر يو نو خبره اصلاً په بل ځاى كې ده.
ذبيح الله عصمتي د اداري اصلاحاتو په ترڅ كې د عبدالرازق بيگ، جنرال نيازي او اسماعيل قيادي اسناد جعلي ثابت كړي او له دندو يې ګوښه كړي او اوس عصمتي دا دعوه كوي چې د حضرت صيب مجددي د ناپاڅي ټاپو لامل په مشرانو جرګه كې د همدغو درې جعلكارانو ملګري دي چې حضرت صيب يې غلط چارج كړى .
همدا راز ثابت هم وايي چې مجددي صيب سم سړى دى خو د خلكوپر غلطو مشورو يې باور كړى دى.
ثابت وايي درې ورځې وړاندې زه د ولسمشر د كار په دفتر كې وم چې حضرت مجددي ټليفون وكړ چې كه چېرته د هرات ښاروال بندي شي زه به استعفى وكړم.
نو كرزي ورته وويل حضرت صيب له يوې خوا تاو او نور چيغې وهي چې په دولتي ادارو كې فساد دى او له بلې خوا چې بيا يو كس بندي كېږي د استعفى ګواښونه كوئ؟
د يادولو وړ ده چې د هرات والي هم د مجدديانو څخه دى او په درې نيم مليارده افغانيو اختلاس تورن دى.
همدا راز د كورنيو د يوه مخكښ غړي عليشاپكتياوال د تعليق خبرې هم كېږي او لامل يې دا ښودل كېږي چې ښاغلي پكتياوال څو ورځې وړاندې د كورنيو چارو د امنيې قومندان امان الله ګوزر كلي ته تللى و او هلته يې په خپل سر د هغه ځينې ټوپكسالارانو كورونه پلټلي وو او وسله يې ترې نيولې وه.
كله چې ګذر له پكتياوال څخه پوښتنه كړې وه چې ولې دې زه نه يم خبر كړى ؟
پكتياوال ورته ويلي وو چې ما نه غوښتل تاته شخصي لانجې وګورم.
پكتياوال ښه پوه و چې داكسان د ګذر دي خو د ځان خلاصي او ګذر ته سياسي ډز وركولو په خاطر يې دا كار كړى و.
د دې ټولو خبرو سره دا ګنګوسي هم دي چې كرزى نه غواړي لوى څارنوال نور په خپل ځاى پاتې شي، ځكه چې ده ته كار ګوري .
كله يې ملګري په مخدره موادو كې نيسي او كله د زورورو ګريوان ته لاس اچوي. نو دا يې د ليرې كولو بهانې دي.
كه څه هم پخپله لوى څارنوال دا خبرې نه مني .
[color=red:1897fbee7a]اوس نو لوستونكي قضاوت كولى شي چې دا اداره يا دا وړۍ شړۍ كيدونكې ده او كنه؟ [/color:1897fbee7a]
pattang
15.10.2006
لرغونيه سلام !
عنوان ته يې وګوره ( غفار ته هديه ) او دا ځکه چې غفار دکرزي ګوډاګي او
دامريکايانو له کارنامو څخه ډېره دفاع کوي لکه هغه وخت به چې کمونستانو
دکارګرانو له ديکتاتوري ځخه کوله اوپه سترګو وچ را ننوزې نووروره
پښتو يې په روسانو خرڅه کړې خو ژوند په جرمني کې کوي نه په رو سيه کې٠
دلته مې دي ساري په ډول يو څومضمونونه دجرمني ژبيوجرايدځخه راټول
کړل ( هسې خو په لسګونو مضامين په انګليسي او جرمني ژبو شته )
که خدای وکړې چې ځينو غلطوانسانانوته لږ څه غيرت او پښتو ودريږي او دپلار
اونيکه دروازې ته وګوري .
که څه هم زما داخبرې هغه وخت دوی ،زړې بې مانا او ارتجاعي بللې او پښتنولي
يو وروسته پاتې زاړه کليوالي اخلاق ګڼل٠
اوس هغه پخوا نۍ لوبه يې بيا شروع کړې :
که رفيق نوې نو مرتجع وې اوس هم که cia +کرزی نه يې نوطالب يې خو پردې
مداريتوب اوس څوک نه ختاوزي څکه چې دوی ازموينه ورکړې ده ، چې نتيجه
يې دااوسنۍ بدبختي ده٠
کشمالې
15.10.2006
`` دا وړۍ شړۍ كيدونكې ده او كنه؟ ``
ازادنظرصاحب درته دبون په صندلۍ راټول شوومبارزينود بنډارڅخه پخوا دامتل ليکلې ؤ
٠ ازادنظرصاحب ددوستانواوملاتړوپه يومجلس کی دغه بنډارته د
`` Auslaender rein und raus Konferenz`` نوم هم ورکړې ؤ خوچې څه معنا به لري ، زه يې درته نشم ويلای ٠
کشمالې
اور- بل
15.10.2006
سلامونه او نېکې هيلې !
د ځينو ليکتوګو او د نورو په وړاندې له سپکو سپورو له کارولو سره موافقه نشم کوﻻی نو ځکه غواړم چې د ګوډاکي تور لګول پر چا بايد روښانه وي او تور بي ثبوته ونه کارول شي : يوورور ليکي :
[quote:810a0d881c]عنوان ته يې وګوره ( غفار ته هديه ) او دا ځکه چې غفار دکرزي ګوډاګي او دامريکايانو له کارنامو څخه ډېره دفاع کوي[/quote:810a0d881c]
يو ګوډاګی له دغو درې لاملونو څخه بايديو ﻻمل ولري ،څو مفت او بي ګټی ګوډاګی نشي :
١ ـ ګوډاګی بايد اجنټ وي او دپيسو له پاره کار کوي
٢ـ بايد ويره ولري او له ويرې ګوډاګی شي
٣ـ چوکۍ يې پرې تر ﻻسه کړي وي او يايي وعده ورسره شوي وي .
که ددې يولامل ثبوت هم نه وي او بيا هم څوک چا ګوډاګی وايي ، ډيره ستره تيروتنه او سخت تيری کوي .
زما پوښتنه داده چې که ښاغلی غفار ورور رښتيا هم په جرمني کې ژوند کوي، لکه څنګه چې يې پتنګ صيب ادعاهم کړې، نو څرګنده ده چې غالبأ د پيسو تمه او يا ويره به له کرزي څخه نه لري . او که بيا هم دپيسو تمه يا ويره ولري، بايدلومړې يې پتنګ صيب ثابته کړي او که نه ، نو پاتې شو دريم احتمال چې له نومړي څخه د کرزي صيب له خوا د کومې لوړې څوکۍ وعده ورکړل شو وي ، که دا شک هم پتنګ صيب ثابت نشي کړای،
نوپه دغه صورت کې محترم پتنګ صيب په ښاغلي غفار صيب ښکاره تيری کړې ، بايد د افغاني او اسلامي وجدان حکم ته تن کيږدي او په ژوره پښيمنۍ سره له محترم غفار ورور څخه کلکه بخښنه وغواړي او په اينده کې د تل له پاره له دغسې تورلګولو څخه ﻻس هم واخلي ! پتنګه وروره څنګه ، ايا د خپل تورله پاره ثبوت لرې او
زما له دغه قضاوت سره موافق ياست چې له محترم غفار ورور څخه په جدي توګه او پښتنې شهامت سره
کلکه بخښنه غوښتلای شې ؟ په درناوي
ghafar
15.10.2006
پتنګه آشنا سلامونه !
زه نور درسره بحث نلرم ، څرنګه چې ستا اخلاق او تربیه وینم یواځې درته دومره وایم :
[color=blue:89569aad3e] و اذا خاطب هم الجاهلون قالو سلاما[/color:89569aad3e]
والسلام
pattang
15.10.2006
غفار لا لا !
حقيقت تريخ دی خو ته په بله ژبه نه پو هېدې ٠
اشرافي تربيه نلرم ،خدای پاک دې په نيکه لاره برابر کړه ٠
[quote:162582bd8a="ghafar"]پتنګه آشنا سلامونه !
زه نور درسره بحث نلرم ، څرنګه چې ستا اخلاق او تربیه وینم یواځې درته دومره وایم :
[color=blue:162582bd8a] و اذا خاطب هم الجاهلون قالو سلاما[/color:162582bd8a]
والسلام[/quote:162582bd8a]
Pesarlay
17.10.2006
سلامونه پتنګ صاحب٠
ګوره پتنګ جانه؟ دا خو ټولو ته معلومه ده چې ستميان څوک دي او څه ارمانونه لري٠ د هغوي فلسفه يواځي سپكاوى او تحقيرول دي ، خو دا مونږ ته شرم ده چې هغوي ته سپكاوى وکړوځکه چې مونږ ځان ته افغان او پښتون وايو.
که څوک ځان ته پښتون ووايي نو مجبور دي چې پښتونوالۍ ته درناوى وکړي٠
په درناوي
پسرلۍ ستاسو ورور٠
ډاکتر وطنمل
17.10.2006
له ښاغلي کشمالي څخه بخښنه غواړم چې په دري رانقل کړي هغه مضمون مې ړنګ کړ، چې
د پښتو پر څيړونو باندې د ملنډو له پاره ليکل شوي و، په دې معنې چې ګواکې پښتو څيړونکي پښتانه دې ته ورته ليکنې کوي او په ډيره اسانۍ او سطحي ليکنو سره پر کاناډا او اټازوني هم دعوا کولی شي. دلته هدف
د پښتنو دپياوړو علمي اثارو ريشخندول اوله اعتبار څخه غورځول دي. نو ورونو دغسې ريشخندي ليکنې په لوی لاس د ټول ا فغان بريښنايي پاڼې ته مه راليږدوئ او مه پرې بحث کوئ ، ځکه هغوی همدغه غواړي او بس ! درنښت .
کشمالې
17.10.2006
دپوهانوپوهاند،برچه پک سنګرڅارکشمالي له څېړنوڅخه !
دولت :
خلک وايي چې دالغت ګنې څوسوه کاله پخواعربانودشمال له لوري افغانستان ته راوړې اواصلي تلفظ يې `` دولۀ `` ؤ٠ که سړې دچين (اويغور)ته ورواوړي نوهلته به عربي رسم الخط هم بياموځي نوسړې وئيلای شي چې کېدای شي په همدغوکلونوکی به عربي رسم الخط دترکانوپه واسطه دبدخشان له لارې هلته وړل شوې وي خوچې بيا سړې په بدخشان کی شغنان ته سرورښکاره کړي سم له واره به شغني له پښتولغاتونوسره ګډه واوري ٠ زماغوندی مشهورمحققين هم خپل نوکان چيچي اونه پوهيږي چې داپښتوبه په دغوغرونوکی چا هلته وړې وي؟؟
ددې سره دسړي ورمېږ هم خارښ وکي اومقابل لوري ته په زړه کی ووايي چې که زه ووايم چې (بدخشان ) په اصل کی پښتولغات دې نوهسې نه چې راته ووايي چې ( تا-جک ) وهلي ٠په هره توګه ، کېدې شي پښتانه دلومړي ځل لپاره شغنان ته تللي وي او هلته يې دکومې قبيلې سره خېښي کړېوي او بياپه دوښمنۍ اووښتې وي ، اودهماغې ورځې نه بدخشان په ( بد -خېښان ) نوموول شوې وي چې دوخت په تېرېدوله ( بد -خېښان ) څخه په ( بدخشان ) اووښتې وي٠
همدغه راز`` دولت `` هم په غلطۍ په عربي ژبې تپل کيږي خو اصلي منشا يې له `` دو`` او `` لت `` څخه اخيستل شوې چې فارسي ده اوپه پښتوژبه کی ورته `` دوه لغتې `` اوپه يوناني ژبه کی ورته ارېستوکراسي وايي ٠ اوتاسوخوبه پوهېږۍ چې ارېستوکراسي دحکومت کوولويوشکل دې او(دولت ) هم په فارسي کی حکومت ته وايي ٠ بله تيوري بياداسې ده چې وايي ، نه دا( دو-لت ) نه دې بلکه (دؤ) او (لت ) دې چې غالبا`` د(اس) او( خر) له ځغاستې اولغتوسره ډډه لګوي ٠ نوداچې افغانستان دچنګېزدبزکشۍ ميدان هم ؤاواوس هم بزکشي داموپه څنډوکی رواج لري اوداهغه لرغونې فرهنګ دې چې هغه وخت کی يواځې په سياست کی ليدل کېده اونن هم په سياست کی دغه لرغونې فرهنګ کاروول کيږي نوځکه په غالب ګومان سړې ويلای شي چې په افغانستان کی به د دولت اصطلاح له همدغه ( دؤ) او (لت) يعنې ځغاستې اولتې څخه راپيداشوې وي ٠
مؤاخذونه :
ريګ -ويداع
او- ستا
هيرودې ټس
مېږ - نهه ټن
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:6e4252e2de]ډير محترم ورور شمالی صاحب !
بخښنه غواړم چې ستاسو مضمون مې د ٢٤ ساعتو له پاره توقيف کړی و، ستاسو خواشيني نشم منلی ، نو له هغه ارزښت څخه تير يم چې ما ستاسو د لکنې په ړنګولو کې ليدۀ .
ګران ورور ښاغلي پتنګ پرې دومره نه دی خواشينی شوې اويا به زما دليل ورته دومره بي وزنه نه وي بريښيدلی، نو له زغم څخه يې مننه کوم ، کور ودانی ورته وايم او د نوموړي ليکنې د بيرته نشرولو څخه يې
صر ف نظر کوم ! په سلامونو
ستاسې يو ورو ر: وطنمل[/color:6e4252e2de]
pattang
21.10.2006
د طالبانو مشر ملا محمدعمر پيغام خپور كړى
چاپي بڼه
د كوچني اختر له رارسېدلو سره سم د طالبانو د مشر ملا محمدعمر په نامه پيغام خپور شوى دى چي طالبانو، افغان ولس او د نړۍ مسلمانانو ته يې د وړوكي اختر له مباركۍ سره د بهرنيو ځواكونو د تېښتي مباركي هم وركړې ده.
په پيغام كي ويل شوي كرزى او د هغه بهرني ملاتړي د تېښتي لاره لټوي خو طالبان به هغوى ته هيڅكله د تېښتي لاره ورنكړي بلكي اسلامي محكمې ته به يې راكش كړي. نوموړي د ديموكراسۍ ترنامه لاندي د نړيوالو فارموله ناكامه بللې او ويلي يې دي سره له دې چي په دې لاره كي يې په مليارډونو ډالر ولګول، خو مسلمان ولس په حقيقت وپوهېدئ او د دوى (طالبانو) ترشا ودرېدئ.
د كابل حكومت په هيواد كي د امن او ثبات په راوستلو، د نشه يې توكو په كنټرول او د ملي يووالي په راوستلو كي ځكه ناكامه دى، چي د كرزي پر شاوخوا غله، داړه ماران او د وسله والو مليشو مشران راټول دي. چي د ده په وينا هغوى ټول يا خو د نشيي توكو قاچاقبران او يا د هيواد تجزيې ته ناست ستميان دي.
ملا محمدعمر د فلسطين، كشمير او عراق شخړو ته په اشارې سره ويلي مسلمانان دي د ملګرو ملتونو د پرېكړو انتظار نه كوي، ځكه هغوى په خپل تاريخ كي د اسلامي نړۍ په ګټه يوه پرېكړه نه ده كړې.
ده پر افغان ولس ږغ كړى چي د طالبانو ترشا ودرېږي د امريكا او د هغوى د پلويانو په تكرارو تبليغاتو و نه غولېږي چي وايي طالبان د پاكستان له خوا حمايه كېږي، نوموړي ويلي چي دا پاكستان وو چي پر افغانستان د امريكا د بريد لپاره يې اډې وركړې، په زرګونو طالبان يې امريكا ته وسپارل او اوس هم د پاكستان هوايي او ټرانسپورټي لاري د امريكا د لوژستيكي اكمالاتو په خدمت كي دي.
ملا محمدعمر د مسلمانانو د شيعه او سني ډلو ترمنځ د اختلاف ټكو ته هم اشاره كړې ده چي طالبان دي په خپلو صفونو كي د فقهي مسايلو پربنسټ يو د بل توپير نه كوي ځكه مسلمانان ټول سره وروڼه دي.
په پاى كي يې پر طالبانو يې ږغ كړى چي په خپلو صفونو كي د يووالي او جنګي كرښو د نظم خيال وساتي او په عملياتو كي دي ملكي كسانو او ماشومانو ته د زيان له رسېدو او د غير شرعي كارونو له تر سره كېدو ډډه وشي.
نقاد
21.10.2006
پتنګ صيب ته پوهيږې چې ملا عمر په هيڅ بهرنۍ ژبه ، که عربي هم وي، نه پوهيږي ، نو دده وينا به حتمأ په پښتو نشر ته سپارل شوې وي، که داسې وي تاسو ولې دله ا صل پښتو متن نه دی نشر کړی چې پر ډير (( نوموړي ويلي ،ويلي او ويلي )) مو صرف ځان تسکين کړی دی ؟
ملا عمر ولې دغه ﻻندې ټکي هير کړي او بي ځوابه يې پريښي دي :
١ـ طالبان د خپلې واکمنۍدوخت کومې تيروتنې منلي او پر تنقيدي نظر ورته ګوري او له تکرار څخه يې
په کلکه سره ډډه کول غواړي ؟ دوی بايد اول پر خپلو ټووووووولو غلطيو د نرغوندې اعتراف ، تنقيد او ځانغندنه وکړي، بيااعلام کړې چې د خپلې تيرې دورې په وړاندې کومې نوې کواليټي ګاني اولس ته وړاندې کولی شي ؟
٢ـ ايا طالبان د جمهوريت اصول چې واکمني به دبيعت پر تکامل موندلي شکل چې عام آزاد او سري انتخابات دي منلي او بيا د هيواد واکمني د طالب پر ديکتاتورۍ نه محدودوي ؟
٣ـ آيا د سياسي ډلو او ګوندونو اوافرادو د سياسي او مطبوعاتي فعاليت آزادي يې منلې ده ؟
٤ـ ايا له نرينه و سره په سياسي، کلتوري ، تعليمي اداري او اقتصادي برخو کې د ښځو د حقوقو مساوات يا د مساوي رول لوبولو حق مني ؟
٥ ـ ايا ملا عمر يواځې په اسلامي اخوانيزم کې له پاکستان څخه ظاهرأ ګيلې کوي،چی پاکستان ولې امريکا ته پر طالبانو د بريدله پاره پوځې اډې په واک کې ورکړې ، او که په ملي لحاظ ترې هم د پښتونستان مطالبه لري؟
که يې نه لري ولې ، او که يې لري ولې يې آواز نه دی پورته کړې او تر اوسه يې ولې اخواته د پاکوستان پر ضد يو ټئس هم نه دی کړی ؟ آيا امريکاته د طالبانو د پخواني رژيم پر ضد په اختيار کې د پوځي اډو د ورکولو تنقيد همغې ټاکټيکي دروغو ته ورته نه دي چې له قدرت نيولومخکې به يي ظاهر شاه ته دقدرت د سپارلو تبليغ کاوه ؟ ؟
٦ ـ که له خپل بادار پاکستانه څخه مرستې نه اخلي، نو له چا څخه يې اخلي ؟ ايا تمه لري چې خلک ددوی
په چوف او کوف دومره باور پيدا کړي چې توپخانې او راکټونه فلجوي او طيارې راغورځوي يا د مسيح (ع) پشان هره وسله خنثې کوي ، که څنګه ؟
په درنښت .
pattang
21.10.2006
نقاد صيب سلامونه !
دغه ليک ( دطالبانو مشر ٠٠٠)که له هرې خوا وي او يا هر چاچې ليکلې وي هغه بله
خبره ده ( خدا ی خبر? ) خو يوه شي چې ماته يې ډېر خوند راکړ ، هغه دادی چی په
حقائقو سپوراو دکرزي د حکومت نقائص يې په ګوته او کلک غندلي دي ٠
لدې ځايه پورې زه له دوی سره ملګری يم او که نوره ملګرتيا رانه غوا ړي دوی بايد لدې ځله داسې نه لکه پخوا بلکې هغه شرائط کوم چې تاسو (1-6 + ? ) ليکلي دي پوره کړي . لدي ځله څوک پټې سترګې نځي٠
دافغان ملت به طالب هلته مني چې ددوی حرکات د پشتنولۍ او اسلام تر بيرغ
لاندې، دمدني ژوند(?)قوانين او نورمونه ومني او عملي يې کړي ٠
http://www.youtube.com/watch?v=gwi3ZposLH8&mode=related&search=
http://www.youtube.com/watch?v=bAjonrZOiok&mode=related&search=
http://www.youtube.com/watch?v=iwe_cmAApxU&mode=related&search=
http://www.warlordsofafghanistan.com/
pattang
26.10.2006
له ټول افغان څخه :
قندهار :شاوخوا 60 تنه ملکې وګړې وژل شوي دي
په قندهار کې دوو حکومتي چارواکو او يو سيميز تن ويلې چې د پنجوايي په ولسوالې کې د ناټو د پوځيانو په عملياتو کې شاوخوا 60 تنه ملکې وګړي وژل شوي دي.که چيرې دا رښتيا وي نو دا به له 2001 کال راهيسې د لويديځو هيوادونو له خوا د ملکې وګړو تر ټولو ډيره وژنه وي. خو د ناټو چارواکو ويلې چې دوي د پنجوايي په ولسوالي کې د سه شنبې په ورځ شاوخوا 48 جنګيالي وژلي دي .د ناټو وياند ويلې چې دوې يواځي د څلورو ملکې وګړو د ټپي کيدو په اړه خبر ترلاسه کړي دي. د قندهار د ولايتي شورا غړې بسم الله افغان مل ويلې چې له 80 څخه تر 85 پورې ملکې وګړي وژل شوې دي.يو سيميز وګړي کريم جان رسنيو ته ويلې چې شاوخوا 70 ملکې وګړې وژل شوې دي .او يو بل دولتې چارواکې چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې رسنيو ته ويلې چې لږ تر لږه 60 ملکې وګړي په دغو عملياتو کې وژل شوې دي.د رپوټونو له مخې د ملکې وګړو مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې طالبان د خلکو په کورونو کي پټ شول او د ناټو پوځيانو پر کورونو بريد وکړ.
حفيظ شينواری
momtaz
28.10.2006
درنې خورې غوټۍ وربل اسلام علیکم
تاسو په ښاغلي پتنګ نیوکې کړي، چې پر زمونږ هېوادوال غفار د سپکو سپورو په کارولو تورونه لګوي او له هغه څخه غوښتي چې د دغو تورونو د نه ثبوتولو په صورت کې له غفار ورور څخه په جدي توګه او پښتنې شهامت سره
کلکه بخښنه وغواړي . خو خورې څرنګه چې ما د ښاغلي پتنګ ځینې نورې اوسنيۍ او پخوانۍ لیکنې ولوستلې د دری ژبې د شاعر یو شعر مې را په یاد شو چې وایي:
[color=green:2bc52886fd]مطلب ګل از دکانې که تفنګ میفروشد[/color:2bc52886fd]. یعنې د هغه دوکاندار څخه چې ټوپک خرڅوي د ګلو تمه مه کوه !
هغه خو څه کوۍ هغه لومړئ لیکي : [color=red:2bc52886fd]غفار لالا[/color:2bc52886fd] او بیالالا ته یې سپکې سپورې کوي او له هغه نه هم بد تر چې بیا لاندی لیکي:
[color=blue:2bc52886fd]دپښتنولي په مينه پتنګ[/color:2bc52886fd]
که دا چلند هم پښتونولي وي، نو پاک الله دې مونږ له دې مصیبته وژغوري !
که ریښتیا ووایم زه ښاغلي وطنمل او larghonay1 ورونو ته حیران یم، چې څرنګه د شخصی شخړو بحث ته اجازه ورکوي ؟
په درنښت
pattang
28.10.2006
مخدره توكې افغانستان ته د القاعدې د راتګ لار پرانيزې
چاپي بڼه
دا ټكې د سپينې ماڼې د مخدره توكو په وړاندې د ملي مبارزي د څانګې پخوانې وياند روبرت وينر د شنبې په ورځ
په امريكا كې څرګند كړ.
نوموړې چې د ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۱ كال پوري په خپله همدې دنده پاتې شوې وو د بوش په ادارې يې غږ كړې چې د افغانستان د مخدره توكو په وړاندې دې يو پياوړې پلان جوړ كړې كه نه نو د امريكا د متحده ايالتونو او د هغوې د ملګرو هيوادو
هغه هڅې به له ناكامې سره مخ شې چې غواړې د نړيوالو ترهګرو مالياتي سرچينې وچې شې.
نوموړې ويلې په تير كال كې افغانستان دنړې ۹۲ فيصده مخدره توكې توليد كړې او دا مخدره توكې يوازنې هغه لامل بلل كيداې شې چې د افغانستان په ورستيو بې ثباتيو كې دخيل وې .
pattang
28.10.2006
ممتازه وروه !
دلته نه سپکې سپاندي شته او نه شخصي جنګ چې دواړه به يې لېونتوب وي ٠
دلته دوه خبرې دي :
يو د اشغالګرې قوې او د کر زي دحکومت له قانونيت ، فعاليت کارنامو او موفقيت
ځخه دفاع کوي او بل يې په دلائلو ، عمل ،د شاهدانو په شا هدي دنړۍ دنورمونو
په چو کاټ کې غندي ، ملا تړ يې خيانت بولي.
نو اوس ستا خوښه په کومه خوا کې درېږې ٠ ??
خو د ليکلو حقوق د بيان ازادي دواړه لري ٠
momtaz
28.10.2006
ګرانه محترمه پتنګ وروره ! د خدای په لحاظ ! زه تاسو سره بحث نه لرم، خدای دې ما له تانه وساتی او تا د اور اوبونه !
تاسې دواړه په جرمنی کې مېشت یاست که ریښتیا هم ښاغلي غفار سره کومه شخصی ستونزه نلرې، ته کولای شې ځانته یو خبری عنوان جوړ کړې هر خبر دې چې په زړه وي را نقل کړې د مثال په توګه ورته عنوان ورکړه : [color=red:44d81efd4c]د پتنګ د خوښې یا د افغان د حکومت ضد خبرونه[/color:44d81efd4c]
په درنښت
pattang
28.10.2006
shawali khairkhail
سلامونه او نیکی هیلی!!!
دوستا نو ستاسونظر زمږیوازنۍ هیله ده .
دناټو دبمبارئو څخه معلمیږی چه هغوی ته دافغانانودوینی اهمیت نشته. اودافغان مظلوم ملت د درد او غم دوا, نه; بلکی دهغوی دتباهۍ او بربادۍ سبب ګرځیدلی دی
د بله طرفه افغان چارواکو ته دالرو دومره خوند اومزه ورکړی ;چه یوه هم
دزیاتی خاشونی او خپګان دښکاره کولو په خاطر دخپلی وظیفی نه استفا
ورنکړه .خو;په نوره نړی کی زیاتو چارواکو استفاه ورکړی کله ئچه په ملک کی
داسی جنایت وشی٠
لکه زموږ په ملک کی چه په سلهاو بی ګناه کسان په شهادت رسیږی
pattang
28.10.2006
ممتازه وروره !
خدای دې وکړې چې وړوخپلوانو ته منطقي او تحليلي لارښوونې وکړې٠
چې له بحثه ځان ساتې نوولې لکه شاتو اګو بيځايه لګيا يې ٠ ??
[quote:04cbc922b6="momtaz"]ګرانه محترمه پتنګ وروره ! د خدای په لحاظ ! زه تاسو سره بحث نه لرم، خدای دې ما له تانه وساتی او تا د اور اوبونه !
تاسې دواړه په جرمنی کې مېشت یاست که ریښتیا هم ښاغلي غفار سره کومه شخصی ستونزه نلرې، ته کولای شې ځانته یو خبری عنوان جوړ کړې هر خبر دې چې په زړه وي را نقل کړې د مثال په توګه ورته عنوان ورکړه : [color=red:04cbc922b6]د پتنګ د خوښې یا د افغان د حکومت ضد خبرونه[/color:04cbc922b6]
په درنښت[/quote:04cbc922b6]