د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

رښتینی
16.10.2006

محترمو او درنو وروڼو سلام

ستاسو بحث مى يوه اندازه وكوت خو لا ټول مى نه دى كتلى
څرنګه مى چى منځپانګه ترلاسه كړى نو يو څه به زه هم درته وليكم

اصلا مونږ نه بلكى ټول بشرى نوغى دا ستونزه لرى چى ديوه اندود لرونكى
ډله تر څو مخالف لورى ښه په بي رحمى سره ونه ټكوى هسى دخپلو موخو
اثبات نه شى كولى خو دا په دى اند چى ځان سل په سلو كى په حقه بولى او
مخالف لورى په ناحقه

له كمونستانو به يي را ونيسو هغوى ملايان توره ارتجاع او خوانين داستبداد نښى بللى بيا مجاهدين او اخوانيان در واخلى چى دملايانو غوښينه برخه يي هم له ځانه سره مله وه دوى خو له كمونيستانو نه ميدان ګټلى و او ملتپال او مليګيرايان يي داسلام له پاره خطرناك بلل او ان د ملييت له تورى سره يي لا حساسيت لاره چى په پايله كى يي دا ملت له ځينى خواخوږيو نه محروم كړ
او ملت يي چى په كوم ناورين كيناوه هغه نن مونږ وينو

بيا طالبان راغلل دهغوى دا تير وتنه هم د بښلو نه ده چى دملت ټولى ستونزى يي يواځى دملت په يوه ناتجربه قشر (طالب)اوارولى مجاهدين
او ملتپال خلك يي صحنى ته نه پريښدل او ان چى كله كله خو به يي د
طالب او مولوى دتوپير خبره هم كوله

او اوس نو بيا دملتپالو او روڼ اندو وروڼو دوره راغله دوى دوى هم كټ
مټ چلند تكراروى كمونستان مجاهدين او ملايان دټولو ستونزو لا مل بولى
خو ملايانو ته بيا تر دانورو ډير متوجه دى او لكه ددى بحث ګډونكوونكى
چى په خپلو ليكنو كى تقريبا ټول په يوه خوله دى چى په افغانستان كى

[color=darkred:605cb52b7f]صَحي ديني عالمان نشته[/color:605cb52b7f]

او كه فرضا دا كليه استثنا ولرى نو هغه به يوا ځى دحليمى صيب په
مبارك وجود كى منحصره وى او دا خبره ما له دى بحث نخ فهمولى ده
خبره خو ديوه اوږده بحث غوښتنه كوى اما زه يواځى ددومره څرګندونى وخت لرم چى زماپه اند دا ډول ديوه بل سل په سلو كى منفى كول به
زمونږ دهيواد روانه ماشوړه نوره هم پسى خوړينه او بو ينه كړى
او كه هره ډله دروانو ستونزوله پاره يواځى خپله کړنلاره بس بولى
او دا نور ټول په ناحقه بولى بيا نو دالړى همداسى روانه بولى

ترڅو مو دمخالف لورى زغم ونه لاره او دهيواد دشيرازى نه بلكى دنسبى ارامى او دجګړو دمخنيوى له پاره مو دټولو اندونو دخاوندانو تحمل ونه لرلاى
شوى او دهيواد د عليا اهدافو او دملت د يوڅه ارامى په خاطر مو دهرقشر
له پاره په سينو كى زغم پيدانه كړ په سپين قران كه دا وړۍ شړۍ كړۍ

زه به له دى پورته ګڼ شمير اند لونكو نه حتما يوه ته تمايل لرم او طبعا
خو دومره په زغرده ويلى شم چى نه دافراط تر پولو او په دى دخداى حمد وايم دازمونږ په مخكى له پرتو تجربو نه به اخر مونږ كله څه زده كوو ؟؟؟

داما يي چى يادونه وكړه دى ټولو يارانو خپل وختونه [color=red:605cb52b7f]((تاريخى فرصتونه ))[/color:605cb52b7f]بلل

خو انجام يي زمونږ په مخكى پروت دى

او كه تاسو هم داخپل فرصت !! ته خوشاله ياست نو مبارك مو شه
خو زما خبره مه هيروى چى دا وړۍ به شړۍ نه كړئ

په مينه


larghonay1
16.10.2006

كشمالي صيب ډېره ښه ليكنه دې كړې خو د دې دوو خبرو سره دې هيڅ موافق نه يم، كيدى شي له سره پرې غور وكړې !
تاسو لومړى د عامو شاعرانو په اړه ليكلي چې تش تشبيحات(تشبيهات) ليكي.
وروره كيدى شي چې تاسو د شعر په اړه ډېره څه ولولئ ، ځكه چې شعر يواز نصيحتونو ته نه وايي دغه يې ډدېره كمزورې برخه ده چې كوم شاعر په خپل شعر كې يوازې نصيحتونه كوي .
تشبيهات يو ازې د افغانستان شاعران نه ، بلكې د ټولې نړۍ شاعران كاروي. حتى د عربو شاعران هم دغه تشبه كاروي او تشبه عربي كليمه هم ده.
دا نو د شاعر د خيال او فكر سره تړاو لري چې يوڅه له څه شي سره تشبيه كوي.
اوس به راشو د علامه قيام الدين خادم رح ( پښتونولي ) كتاب ته چې يوه برخه يې ((ننواتې )) ده.
كشمالي صيب لومړى خو بايد دا ووايم چې ارواښاد علامه خادم په ننواتې كې كوم دفاعي موقف نه لري، بلكې د پښتنو ننواتې يې تشريح كړې چې دا يې يو ستر كار كړى او د پښتنو دغه ارزښت يې د تل له پاره خوندي كړى دى.
بل دا چې دا كار د ارواښاد علامه په تقليد د هيواد نورو سترو ليكوالو اوپوهانو هم كړى لكه ارواښاد ابراهيم عطايي صيب او ارواښاد عبدالرحمان پژواك صيب .
دغو دواړو هم د پښتونولۍ په اړه كتابونه ليكلي دي.
ګرانه اوس به د پښتونولۍ په زړه پورې برخې (( ننواتې )) ته راشو.
كشمالي صيب تاته به پته وي چې د تاريخ په اوږدو كې پښتانه تر نورو يو څه سرتيري غوندې دي او دا د پښتنو مشرانو ستر حكمت دى چې دغه سرتيري قوم ته يې پښتو يوازې د ژبې په توګه نه ده معرفي كړې ، بلكې پښتو پخپله هم ژبه ده ، هم دود او دستور دى، هم نرخ او څلى او هم لار او لورى . هم ناموس دى او هم غيرت.
په دې كې د پښتنو مشرانو حكمت دا دى چې دغه غرمېشتى قوم چې نه حكومت لري او نه حاكم، دوى ته داسې لارې جوړې كړه چې مظلوم له ظلمه وژغورل شي.
كشمالي صيب كه ننواتې كې يو څوك چاته څلور ښځې او څلور قرانه وروړي نو دا په رښتيا چې يو دروند، سخت او تر ډېره حده ناشونى كار دى .
نو ځكه خو يې د دېرو ناشولته كارونو مخه نيولې ده.
د اكثرو پښتنو ښځې په غر او سمه كې كار كوي ، كه د دوى له پاره يې همداسې تړې نه واى ايښې نو د ډېرو ناوړه پېښو كيسې به اوس راپاتې واى.
نو مونږ بايد په خپلو دودونو ووياړوخو د همغه وخت سره.
د وخت سره سم مې ځكه وويل چې هغه وخت چې په بدو كې د ښځې يا نجلۍ وركول دود شوي وو هغه په يوه ښه نيت او عالي مفكوره وو.
هغه وخت په بدو كې وركړل شوې نجلۍ ته د سولې سمبول ويل كيده ، نه د دښمن لور.
اوس د بدو د نجلۍ عمر ډېر خراب وي، د دښمن لور ورته وايي او ځوروي يې نو د اوسمهال سره دغه كار سم نه دى.
او ننواتې بايد نوره هم غښتلې شي .
ځكه د پښتنو په اړه دا خبره بېځايه نه ده چې (( دغه قوم څوك په زوره جنت ته نشي بيولى خو په رضا يې جهنم ته هم بيولى شي)).
نو ننواتې يو بل ته تېريدنې او بښنې ته وايي اودا نسبت دې غبرګون يا زور ته ډېر ښۀ دى چې وايي: (( غول مه خوره ، ته يې مه خوره )) يا (( دخر بچيه _ ته به د خربچى يې))
پټه دې نه وي چې زه د هغو پښتني دودونو هيڅكله هم پلوي نه كوم چې د مدنيت، پرمختګ او بشري حقونو خلاف وي او په دې اړه مې په همدې پاڼه كې ډېرې ليكنې هم كړي دي. هر شى او وخت او زمان يې.
په پاى كې بيا هم وايم چې دا خبره د كاڼي كرښه ده چې ويلي يې دي:
((كامه يونان او قيام الدين خادم يې افلاطون دى)).


کشمالې
16.10.2006

لرغونې صاحب ، سلام !

دسرګردانۍ په سبب نه شم کوولای هرچاته بشپړځواب ووايم خوما داسې ليکلي ؤ :

زه دهرپښتون سره د(پښتونولۍ) ګټوورې تړې منم اوورسره دهر(کوډ) په معنا هم پوهېږم ٠ رښتيادپښتونولۍ ځينې صفات ښه دي اوسړې يې په اوس وخت کی هم تطبيقوولای شي خوداپوښتنې می لاندي حل شوې چې تراوسه د ځينو تړو کومې نتيجې ښې وې ؟

دپښتنوسړوژونديې ښه کړې که دښځويې ؟
کومه اګاهي اوپوهه يې زېږولې ؟
کوم مهذب فرهنګ يې رامنځ ته کړې ؟
کوم مذهي ارزښت لري ؟
دپښتنودنسلونوپه دماغوکی يې څه اچولي ؟
کوم پرمختګ ته يې لاره پرانيستې ؟
دپښتنوپه اتفاق کی يې کوم رول لوبولې ؟

ستاسوخبره ،`` غول مه خوره ، ته يې مه خوره ،يا دخر بچيه _ ته به د خربچى يې `` تراوسه د قتلونو، دوښمنيواودننواتوسبب شوي ، بله کومه نتيجه يې څوک نشي راخودلې ٠

زمونږپه دې فوروم کی هم ښه ادبيات کله ناکله کاروول شوي خومايوهم دننواتې سره ونه ليده ځکه خومجبورېږم چې دخادم صاحب خبرې دخپلوسره ګډې کړم ٠ ښاغلي خادم صاحب دانه مني چې پښتانه ګنې په رښتيا هريو ( من ، من ) دې او (نيمنې) پکې نشته خومونږ يې عملا`` وينو چې دپښتنوان ځينې تعليميافته چې يوځل يوڅه ته پښې اړم کړي ، دچاپلا ربه يې له دغه عمله وګرځوي ٠

همدااوس دامازون په ځنګلونوکی داينډين پرګنوپه منځ کی تړې اوتيږې ايښودل رواج لري خوايا دغسې پخوانۍ تړې به په نن وخت کی دهغوی درنځونواوکړاوونودواشي ، يوه څېړونکې پوښتنه ده ٠

خبره داده چې اوس دنړۍ پرمخ داسې هيوادنشته چې هلته قانون نه وي اوهغه څوک چې قانون ته غاړه نه ږدي ، تاسووواياست چې په کوم نوم به يې يادکړۍ ؟

په پای کی دابايدووايم چې ارواښاد خادم صاحب په کتاب کی دخپل نهايي توان سره دپښتنواوپښتونولۍ په هکله ښې اوګټوورې خبرې کړي اوحقيقت هم پکې دې ٠ زه دخادم صاحب لغاتونه کارووم اوداپه دې ځای کی نه نقددې اونه دهغوی په ليکنه کوماعتراض بلکه څوک کوولای شي دژوندواوقانع کوونکومثالونوسره زما داپوښتنې ځواب کړي ؟ :

پښتونولۍ
دپښتنوسړوژوند ښه کړې که دښځويې ؟
کومه اګاهي اوپوهه (علم) يې زېږولې ؟
کوم مهذب فرهنګ يې رامنځ ته کړې ؟
کوم مذهبي ارزښت لري ؟
دپښتنودنسلونوپه دماغوکی يې څه اچولي ؟
کوم پرمختګ ته يې لاره پرانيستې ؟
دپښتنوپه اتفاق کی يې کوم رول لوبولې ؟

مننه

کشمالې


pattang
16.10.2006

[quote:8aed926ac4]پښتونولۍ
دپښتنوسړوژوند ښه کړې که دښځويې ؟
کومه اګاهي اوپوهه (علم) يې زېږولې ؟
کوم مهذب فرهنګ يې رامنځ ته کړې ؟
کوم مذهبي ارزښت لري ؟
دپښتنودنسلونوپه دماغوکی يې څه اچولي ؟
کوم پرمختګ ته يې لاره پرانيستې ؟
دپښتنوپه اتفاق کی يې کوم رول لوبولې ؟ [/quote:8aed926ac4]

کشماليه !
زه دجواب وايم جواب دې ډير ساده دی خو زه پردې افسوس کوم چې پردې ساده
ځواب دې سر نه خلاصيږي٠


نقاد
16.10.2006

دروند ورور کشمالی صاحب ته سلام !

په يوه موضوع بيلابيل نظرونه په حقيقت کې يو د بل بشپړونکي دي . که ځواکمن صيب ويلي چې ننواتې او په بدو کې ښځې ورکول يوشې نه، او دوه بيل شيونه دي ، نو ستاسې پام يې دېته راګرځولی چې د خادم صيب په اقتباس کې ننواتې ذکر شوي، نۀ په بدو کې د ښځو ورکول ! خوتاسو بياهم اوبه خړوئ په بدو کې د ښځو ورکول د نوروپه څير په حقه سره غندئ خو په ناحقه سره هغې ته ننواتې واېاست ، چې داسې هيچا نه دي کړي . هوننواتې يو مثبت ، ښه او ګټور دود دی ، پخوا دغه دود غښتلی و، ډير جنګونه او جګړی پرې ختمې شوي او آن د ډزو په بهير کې ننواتو ډزې سمدلاسه بندې کړي او بيا يې سوله رامنځته کړې ده . اوس پښتانه هم هغسې سپين زړونه نه لري ، نود ننواتو دود په کې ضعيف شوی اوتربګني ډيره شوې ده .
که لرغوني صيب تاسوته آن په بدو کې د سپرو ښځو دورکولو ريښه مثبته ارزولې او ښودلې يې ده چې دغه رواج هم د يوې تاريخي اړتيا اواړينتيا پر بنسټ منځته راغلی ، اړونده ستونزې يې حل کړي ،خو اوس چې هغه تاريخي شرايط اووښتي او بدل شوي د سپروښځو په بدو کې د ورکولو ګټې هم په زيان اووښتي او بدل شوي دي!
نوله دې کبله يې اوس د عدل انصاف او عقل خاوندان نه تاييدوي. ولې ننواتې اوس هم د يوه ښه دود په توګه ستايل کيږي . که حکومت په ګوډ ګوډ کې مسلط او قانونيت د ژوند ټولې برخې تنظم کړي ، قامي اوقبيلوي ژوند اواړونده دودونه يې ورسره ختم او له شتون څخه کډې بار کړي، ننواتې به اضافي شي وګرځي اود ډير ښه والي سره سره به د استعمال او کارولو مورد ونه لري، نو دغه دود به پخپله نور مړ اوله منځه ﻻړ شي .که په دغو پورته ويل شويو خبرو تاسو قنات لرئ او نيوکه پرې نه لرئ، نو ستاسې نورې ټولې خبرې ﻻ د مخه ټولو ليکونکو تر اوسه پورې منلي اوزما پورې ټول در سره همغږي يو او پرهغوی د بحث تکرار ته اړتيانوره نشته .والسلام .


کشمالې
16.10.2006

ښاغلې نقادصاحب ، سلامونه !

اګرچې داسې مسائلودپښتنوپه ژوندخاورې اړولي اوترهغويې داسې مسائلوته توجه نه کيږي ترڅويې چې څوځله ورته وانه وروې اوتکراريې ورته نه کړې ، فکرپکی هم نه کوي ، ان ځان ته چې پوه وايي ، له دې مسائلوځان څنډې ته کوي خودادهيڅ شي دحل لاره نه ده ٠
دپښتنودپرمختګ دانجماداوساکنتيا لپاره خورا ډېرې نسخي جوړې شوي دي چې که خدای کوول په يوبل ځای کی به يې مطرح کړم خوستاسوحوصله نوره نه تنګووم اودغه ناصوري موضوع ته دپای ټکې ږدم ٠

په درناوي

کشمالې


بعضي خلک د بحث نخ (افسانه امېزه ) په سترګه ورته ګوري


ع کريم حليمي
19.10.2006

سلامونه او ښې هيلي !
علم په ښکاره نعرې وهي ، او دبعضو خلګو غوږونه کاڼه دي 
هغه ټولنه چه علما لري هلته تمدن وي 
متمدين  ملک هغه ملک ته ويل کيږي چه د  اوبو تقسيمات ولري 
په هر ملک کښي چه د اوبو تقسيمات وجود ونه لري نو متمدين ملک نه ورته 
ويل کيږي ، يعني د تمدن اوله علامه د اوبو تقسيم دی ، نه فابريکې !!
نو چه د اوبو تقسيمات په يوه ټولنه کښي هيځ نوي ، نو ته دا فکر کوې 
چه ټولنه دي علمااو پوهان  لري ؟؟؟؟  نه نه 
د ديني علماوو دي ساينسي پوه نه لري ، او ساينسي پوهان دي ديني پوهه
 نه لري ٠ نو دا علت دي چه ټولنه دي دا ٢٤٠ کاله په تاوده جنګ کښي ولاړه ده ٠ 
او هره ورځ چه له خوبه راکښېنې تر پرون دي تمدن تر شا تللی وي ٠ 
هغه کابل دي يو څو کوروته اوبه رسولې ، نن هغه هم نسته 
نو بعضي چه يوازي اويوازي د ليکلو پوهه لري پريوه صحيح او ريشتيا 
بحث د بحث نخ نوم کېږدي  دخپل بحث نخ په زور 
 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more