نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
يو تاريخي فرصت
Ajab
06.10.2006
يو تاريخي فرصت
په افغانستان کې د روانې جگړې اصلي لامل په پاکستان کې د جنرال او ملا واکمني ده.
په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه ټولې نړۍ ته ښکاره شوې او دا خبره منله شوې چې د روانې جگړې مرکز په پاکستان کې دی. په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې بندول اوس د افغاني غوښتنې په ځای يوه نړيواله غوښتنه ده او دا د افغانستان بری دی چې دې غوښتنې نړيواله بڼه غوره کړې او دا افغانستان ته ددې امکان ورکوي چې د پاکستان په ضد د پراخ او فعال ديپلوماتيک تېري لاره غوره کړي. څومره چې ممکنه وي په پاکستان بايد ديپلوماتيک فشار زيات شي. څومره چې ممکنه وي د نړۍ دولتونو، پارلمانونو او خلکوته د پاکستان د لاسوهنو او غولونو په هکله معلومات ور کړل شي. په دې کار کې دې افغاني پارلمان خپله ونډه واخلي او خپل استاذې د نړۍ او په تېره بيا اروپايي پارلمانونو ته ولېږي. پاکستان هغه امکانات له لاسه ورکړی چې د نړۍ او په تېره بيا د غرب پاملرنه له اصلي مسئلې بلې خوا ته واړوي. غرب په دې ښه پوه دی چې دا د جنرال مشرف ديکتاتوري ده چې ترور او تروریستي شبکو ته امکان ورکوي چې خپلې شبکې جوړې کړي، خپلې ليکې پياوړې کړي، روزنه يې وشي او ورته اکمالات وشي. پاکستان نشي کولای نړۍ ته شا وروگرځوي. پاکستان د ايران په شان هغه امکانات او مالي توان نه لري چې د نړۍ په وړاندې مقاومت وکړي. پاکستان په افغانستان کې په عمل کې له غرب سره مخامخ دی. پاکستان په افغانستان کې له ٣٧ هيوادونو سره مخامخ دی. غرب او ناټو کولای شي پاکستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان په هکله خپل سياست بدل کړي.
په نړۍ کې په چټکۍ سره د پاکستان په هکله دا تصور پياوړتيا پيدا کوي چې پاکستان د افغانستان د ناخوالو او روانې جگړې يو پياوړی لامل دی . مشرف او پاکستان له ترور سره په مبارزه کې صداقت نه لري او په دې هکله له ريا، دروغو او غولولو ډکه تگلاره چلوي. د پاکستان د دموکراسۍ په هکله هم تصور بدل شوی او پاکستان ته د هغه هېواد په سترگه کتل کېږي چې د دموکراسي په ځای د پوځ په وسيله اداره کيږي او هغه څه ته چې دموکراسي ويل کيږي يوازې د نړۍ د غولولو يوه وسيله ده. په دې هيواد کې هره ورځ په پراخه او ځورونکې توگه د انسان په ازادۍ او حقونو تېری کېږي. فساد او رشوت د سرطان د ناروغۍ په شان د پاکستان دولتي جوړښت ټولې برخې نيولي.
نړۍ په پاکستان کې د جنرالانو او د جنرال مشرف له واکمنۍ ستړې ښکاري او په دې هيواد کې د دموکراسۍ په لور بدلونونه غواړي. په پاکستان کې جنرالانو نه يوازې په واک منگولې لگولي، بلکې د اقتصاد ډېرې مهمې برخې هم د هغوی په ولکه دي. له پاکستان سره د عربي نړۍ اړيکې هم د پرون په شان نه دي پاتې. له عربي نړۍ سره په “ اسلامي ورورولۍ” کې لوی او لوی درزونه پيدا شوي دي او د پاکستان دا هڅې چې له عربي هيوادونو سره په اړيکو کې خپل “ اسلامي هويت” پياوړې کړي هم د زېړېدو په لور روانې دي.
يو جنرال او څو څېرې
مشرف د خپل غولونکي شخصيت تر څنگ يو هيستريک او ځان پالونکی شخصيت دی. هغه ډېر غواړي چې خپل ځان وښيي، هغه غواړي خپل ځان او خپل شخصیت محور وگرځوي او ځان ته د نورو پام راواړوي. همدا وجه ده چې احساساتي او ماشومانه حرکتونو کوي. دا ډول اکتونه او چلند د ښځو په منځ کې ډېر پيدا کېږي.
مشرف په ځان پالنه کې دومره ډوب دی چې د پاکستان ثبات او ملي يووالي د خپل ينوفورم کچې ته را ټيټوي او د پاکستان او ملي يووالي ساتنه د پاکستانيانو په ځای په خپله پوځي خولۍ او په خپل پوځي ينوفورم کې ويني . هغه فکر کوي که خپل پوځي ينو فورم لرې کړی او پوځي دنده خوشې کړې پاکستان به بې ثباته شي او ملي يووالی به له گواښ سره مخامخ شي. که دا له يوې خوا په پاکستانيانو د بې باورۍ مانا دادې له بلې خوا په پاکستان کې د ملي اندېښنه او ملي يووالي د کمزورۍ په مانا هم دی. دا خبره رښتياده چې په پاکستان کې نه تر اوسه ملت جوړ شوی او نه ملي اندېښنه ايجاد شوې. دلته په اصطلاح ملت د ټوپک او ايديولوژې پوسيله ساتل کېږي. خو دواړه ايديولوژی او ټوپک د ملت جوړولو بنيادونه نه دی او نه په دې بنيادونو ملت جوړېږي.
جنرال مشرف له يوې خوا په خپلو هستريک اکتونو د ټولې نړۍ غولو ته ملا تړلې ده او له بلې خوا د افغانستان او د کرزي په هکله د سياسي او اخلاقي ژبې په ځای د زور او بدماشۍ په ژبه خبرې کوي اوخپلې مټې او داړې ښيي . سره ددې چې مشرف تر پوزې په ستونزو کې ډوب دی او په پاکستان کې د بې سارو ستونزو په هکله پاکستان او نړۍ ته دروغ وايي او سره ددې چې رشوت، فساد، جعل کولو، دروغو او غولولود مشرف د ادارې ټولې خواوې نيولې، خو مشرف د افغانستان په وړاندې د زور او قدرت نمايش ورکوي.
مشرف د خپل هيستريک شخصيت تر څنگ يو غولونکی شخصيت دی له يوه لوري غواړي په افغانانو غرب بې باوره کړي او په تېره بيا پښتون قوم په بنسټ پالنه تورن کوي او روانه جگړه د پښتنو جگړه تعريف کړي، هغه هڅه کوي ددې قوم قوم پالنه او وطن پالنه د مذهبي بنسټ پالنې پوسيله کمزورې او يا له منځه يوسي، هغه ددې قوم په قلمرو کې د ښوونځيو په سوزولو سره غواړي ددې قوم نسلونه د زده کړې له حق څخه محروم کړي، خو له بلې خوا ځان د پښتنو دوست او ناجې بولي او په افغانستان کې د پښتون د مظلوميت خيري کوي.
جنرال مشرف هغه مشر دی چې د خپل مشرتوب مشروعيت د خلکو په ځای له نېزي او موزي څخه اخلي. د مشرف واک او پرستېژ د خلکو د باور او ملاتړ په کچه نه ارزول کيږي او په خپله مشرف هم دا کمبود احساس کولای شي. د مشرف د واک او پرستېژ اندازه د پوځ په ملاتړ اندازه کېږي او دی اړ دی هغه څه ووايي او هغه څه وکړي چې پوځ يې غواړي. خو پوځ هم له هغه څخه ستړی ښکاري او په پوځ کې د هغو قوماندانانو شمېر په ډېرېدو دی چې د مشرف سره مخالفت کوي. ښاغلی مشرف په پاکستان او نړۍ کې په چټکۍ سره خپل تاثير او خپله اوتوريته له لاسه ورکوي.
د پاکستان ناکام دولت
ډېر سياست پوهان په دې باور دی چې د پاکستان دولت يوه ناکام دولت ته پاتې کېږي او په دې دولت کې دناکام دولت پېاوړی نښانې شته دي. په پاکستان کې سياسي او پراخه حقوقي بې انډولې او بې ثباتي شته دي. پاکستان له دواړو د هويت او ايديولوژي له بحران سره مخامخ دی. د ايديولوژيک بحران ژوروالی ددې امکانات منځ ته راوړي چې پاکستان د وفادارۍ په هکله پوښتنې را پورته شي. په بل عبارت ايديولوژيک بحران کولای شي د تجزيې په لامل بدل شي او پاکستان د يو گوسلاويا په څېرله يوه برخليک سره مخامخ کاندي. سره ددې چې پاکستان د ايديولوژيکي کولو تگلاره چلوي او پياوړې بېلگې يې د پښتنو په سيمو کې ليدل کېږي، خو هغه ايديولوژيک بنيادونه چې پاکستان ورباندې جوړ شوی د زمانې له غوښتنو او په يويشتمه پېړۍ کې د ملت جوړولو له آرزښتونو سره په مخامخ او کلک ټکر راغلي دي. د اوسنۍ نړۍ په چټکۍ سره بدليدونکې پېښې له هيڅ ايديولوژۍ سره نه همغاړې کېږي او نه په دې او هغه ايديولوژۍ کې ځاېږي.
همدارنگه ايديولوژي او اتمي وسله د دولت د پياوړتيا او بری بنيادونه اونښانې نه دي. شوروي هم ايديولوژي درلوده او هم اتمې وسله، خو چې د زمانې له غوښتنو سره مخامخ شو د شگو د کورگي په شان ولويد.
په پاکستان کې د ملي امنيت بحران په ژورېدو دی او د پاکستان ملي امنيت له بالفعل او له پياوړي بالقوه گواښ سره مخامخ دی او په دې برسېره پاکستان همدادم په پراخه توگه د بهرنيو اړيکو او د ديپلوماسۍ له بحران سره هم په زياتېدونکي کچه مخامخ کېدونکی دی.
د مشرف بې ثباته څرگندونې هم د پاکستان د بې ثباته حالاتو بيان کونکی دی. د هغه نظريات د پاکستان د سياسي او ټولنيز حالت انعکاس دی. په پاکستان کې سياست نه يوازې په ايديولوژۍ کې، بلکې په پراخه پيمانه په څوگوني فساد کې هم را نغښتی دی. له فساد او جعل سره د پاکستان سياست داسې رانغښتی چې جلا کول يې له ستونزو ډک کار دی. په دې هيواد کې سياست په فساد او فساد په سياست بدل شوی.
په پاکستان کې د خلکو او پوځ تر منځ واټن په پراخېدو دی. خلک په پوځ باور له لاسه ورکوي. پوځ غواړي هر څه د ټولنې هر برخه سياست، واک، اقتصاد، اداره، ټولنيزې چارې... د پوځ تر قوماندې لاندې حرکت وکړي، خو خلک غواړي په خپل برخليک واکمن شي او په پاکستان کې د پوځ په ځای دموکراسي واکمنه شي.
په دولت کې دولتونه
سره ددې چې په پاکستان کې ټولنه د جنرال او ملا له خوا يرغمل او کنترول کېږي او د سياسي سيستم اصلي بنسټونو هم همدا جنرال او ملا جوړوي، خوموجود سياسي سيستم په ناهماهنگي برسېره يو بې ثباته او ماتيدونکی سيستم دی. دلته جنرال خپله او ملا خپله اجندا لري. د پاکستان په سياسي ډگر همدا دوه د يو اوبل الترناتيف دی. درېيم الترناتيف په کلکه کمزوری دی. د درېيم الترتاتيف کمزوري جنرال ته چانس ورکړی چې د ملا د الترناتيف په وړاندې نړيوال ملاتړ تر لاسه کړي. هغه څه چې دا دوه سره يو ځای کوي د افغانستان او هند په هکله سياست او تگلارې دي، کومې چې د ای.اس. ای چې په دولت کې دولت بلل کيږي پوسيله همغاړې او پلې کېږي.
ملا غواړي په پاکستان کې د دولت، واک او زور پوسيله د خپلې خوشې اسلام پلی کړي. په پاکستان کې د هر بل اسلامي هيواد په پرتله بنسټ پالنه پېاوړې ده او پېاوړې کېږي. د وزيرستان حالات په عمل کې دا ډول يوې هڅې د بري بيلگه ده او جنرال مشرف په دي سيمه کې له طالبانو سره په تړون کولو سره دا هڅې په رسميت پېژني او دا په پاکستان کې د يو بل دولت د جوړيدو په مانا دی.
د پاکستاني ټولنې ناهم اهنگ او نامتجانس جوړښت دا ټولنه په نامعلوم لوري ټېله کوي. په پاکستان کې نوې پېښې د شکل نيولو او جوړيدو په حالت کې دي او داسې امکانات شته دي چې د نويو پېښو شکل نيول زور واخلي او چټکې شي. په کلو او اطرافو کې د بنسټ پالنې د پراختيا تر څنگ د پنځلسمې پېړۍ فيوداليزم هم مسلط دی. په ډېرو ځايونو کې هغوی خپلې لښکرې، خپل زندانونه او خپل قانونونه لري. په پښتنو سيمو کې دودېز جوړښتونو په غير طبعي توگه په ماتېدو دی او د قوم د مشر ځای ملا نيسي. د قومي اړيکو ځای تنطيي اړيکو ته سپارل کېږي په ښارونو او په تېره بيا په لويو ښارونو کې مافيا مسلطه کېږي او له خلکو باج تر لاسه کوي. جنرالان په ټول پاکستان واکمن نه دی. په بلوچستان او د پښتنو سيموکې د جنرالانو واکمنې له کلکو چلنجونو سره مخامخ دي اوپه تېره بيا د طالبانو د غورځنگ پراختيا د جنرالانو د واکمني ساحه نوره هم ور تنگوي. په ډېرو سيمو کې جوماتونه د واک او د خلکو د ستونزو د حل کولو په مرکزونو بدل شوي. د ښوونځيو ځای مدرسو نيولی او دلته د جنرالانو په ځای د ملا او طالب واک چلېږي.
د پاکستان واکمن دا حالت درک کولای شي او هڅه کوي د پيښو مخه ونيسي. ددې هڅو له جملې اساسي هڅه داده چې خپلې ستونزې نورو ته په تېره بيا افغانستان ته صادرې کړي او په افغانستان کې د بې ثباتۍ په ساتلو سره د پاکستان د بې ثباتۍ مخه ونيسي. مشرف له پاکستاني ستونزو څخه د پاکستانيانو د پام اړولو له پاره د ای.اس. ای په وسيله په افغانستان کې او هند کې پېښې ايجادول غواړي. مشرف په وزيرستان کې له طالبانو سره په تړون کولو نه يوازې د افغانستان په لور د هغوی د تللو لارې په پراخه توگه پرانيستي، بلکې په دې کار سره يې په افغانستان کې د جهاد! په کار کې د پاکستاني بنسټ پالنې ونډه اخيستنه هم تشويق کړله او دا په ښکاره توگه په افغانستان کې د روانې جگړه په چاره کې د پاکستاني جنرالانو او ملايانود يووالی ثبوت ورکوي.
فرانسوي سياست پوه وايي : (( د جگړې مسئله له هغه څه ډېره مهمه ده چې جنرالانو ته وسپارل شي)) خو په افغانستان کې روانه جگړه د هغو جنرالان په لاس کېوتې ده چې فکرونه او اندېښنې له شوونيزم، کرکې او ډار څخه ترکيب شوي دي. له یوې خوا پاکستاني جنرالان غواړي په افغانستان کې د خپلې خوښې دولت ولري او له بلې خوا په افغانستان کې له ثبات او دموکراسۍ څخه په وېره او ډار کې دي.
راتلونکې جرگه او روانه جگړه
په هر حالت کې د دا ډول جرگې را بلل ښه کار دی. خو اوس خبره د جرگې په “ ښوالي” نه، بلکې د جرگې په “ موثريت او پايلو” دی. بله مسئله داده چې دا روانه جگړه د قوم او د قوم د مشرانو په ځای د جنرالانو او ملايانو جگړه ده او د دا ډول جرگې په رابللو سره به موخه دا نه وې چې جگړې ته قومي رنگ ورکړل شي، کومه چې د مشرف غوښتنه ده. په دې برسېره د جرگې په هکله دا لاندې پوښتنې هم منځ ته راځي:
ـــ قوم هماغه قوم دی چې پرون وو او مشران هماغه مشران دی چې پرون وو. قوم او قومي مشران به په دې جرگه کې د پرېکړو په کارکې خپلواکي ولري او دا به يوه خپلواکه جرگه وي؟
ـــ په روانو پېښو په تېره بيا په جگړه د قوم اود قوم د مشرانو د تاثير او نفوذ اندازه څومره ده؟
ـــ که راتلونکې جرگه د جگړې د کمولو او يا درولو په کار کې بې وسې وښيي بيا به څه کېږي؟
زه فکر کوم چې دا جرگه به دومره موثره او بريالۍ نه وي، څومره چې ورته انتظار کيږي. د موجودو حالاتو او د روانې جگړې څرنگوالی ما ته د جرگې د بري په هکله هيله او اميد نه را کوي. همدارنگه له ما سره دا وېره هم شته دی چې له دې جرگې به د افغانستان په ځای د پاکستان لاس ته راوړنې ډېرې وي. په دې کې شک نشته چې جگړه به له جرگې وروسته هم روانه وي او دا به پاکستان ته بهانه په لاس ور کړي چې ووايي: قوم نه غواړي چې جگړه ختمه شي. پښتانه نه غواړي چې جگړه ختمه شي. د پښتون قوم مشران نه غواړي چې جگړه ختمه شي. پاکستان به نه يوازې روانه جگړه د پښتون قوم د جگړې په نوم توجيه کوي، بلکې په افغانستان کې به د قومونو تر منځ ناباوريو ته لمن ووهي.
روانه جگړه د يوه دولت په داخل کې جگړه نه ده. ددې جگړې اصلي منابع له افغانستان څخه د باندې پرتې دي او د دا ډول یوې جگړې حل کول د قوم او د قومي جرگو په ځای د دولتونوکار دي.
ښه داده چې ددې جرگې په ځای د ملگرو ملتونو، امريکا او اروپايي اتحاد په گډون د افغانستان او پاکستان د صلاحيت لرونکو استاذو تر منځ د دواړو خواو د غوښتنو، گټو او اندېښنو په نظر کې نيولو سره دحل يوه بنيادي او وروستۍ لاره راويستل شي.
دستګير خروټی
پاکستان او د طالبانو لوبه
Ajab
06.10.2006
پاکستان او د طالبانو لوبه
پاکستان د اسلام په نامه جوړ شوى هېواد دى او له اولې ورځې څخه تر اوسه پورې يې د اسلام په نامه د ټولې نړۍ د مسلمانانو د له منځه وړلو، بدنامولو، خرڅولو، وژلو، ترور کولو، تښتولو او در په دره کولو لپاره دومره لوبې وکړې چې د نړۍ ټول ستر شېطاني قوتونه ورته ګوته په غاښ دي.
د پاکستان منځته راتلل د انګرېزانو لخوا د هند د بېلولو د يوې توطيې په نتيجه کې وه خو کله چې دا هېواد جوړ شو نو بيا د دې د پياوړتيا لپاره ضروري وه چې په څنګ کې يې يا خو هند کمزورى شي او يا افغانستان خو د نړۍ سياسي حالاتو او بدلونونو پاکستان ته يو لوی چانس په لاس ورکړ چې افغانستان د خپل کلتور، تاريخ او خلکو سره له منځه يوسي.
دا کار هم ضروري و هم اسان. ضروري په دې و چې د پاکستان يو روغ ايالت د افغانستان څخه په نيول شوې ځمکه جوړ دى چې د انګرېزانو لخوا ورته په ميراث کې پاتې شوى و. پاکستان پوهېده چې که افغانستان يو پياوړى هېواد وي نو يوه ورځ خامخا خپله دا سيمه ترلاسه کوي. او اسان ځکه و چې د امريکا په ګډون د ټولې نړۍ ملتونه او هېوادونه يې تر شا ودرېدل په دې بهانه چې شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي. دغه وه چې پاکستان او امريکا د عربو او اروپا په مرسته په افغانستان کې جهاد پېل کړ.
له اولې ورځې څخه افغانستان سره د پښتونستان په سر لانجې پورې، د بلوچانو د ملتپالنې د احساس د ټکولو څخه د کشميريانو د غلامولو د کيسې پورې، افغانستان کې د جهاد له پېل کولو څخه د طالبانو د منځته راوړلو او القاعده د روزنې او بيا د القاعده او طالبانو په امريکا د پلورلو تر مهاله پاکستان نه اسلامي اقدار پاللي، نه يې بشري اصولو ته احترام لرلى، نه يې د نړيوال امن خيال ساتلى او نه يې افغانستان سره د ګاونډيتوب خپلوي پاللې. د دې برعکس، چې چا ورته د قتل لپاره پېسې ورکړي دوى قتل کړى دى، که چا ورته د جاسوسۍ لپاره ورکړي دوى جاسوسي کړې ده که چا ورته د خلکو په سر پېسې ورکړې دي نو خپل خلک يې هم پلورلي دي چې د پاکستان پوځي مشر جنرال پروېز مشرف يې اوس په خپل کتاب کې په نره اعتراف هم کړى دى.
او اوس د طالبانو لوبه خو يې داسې روانه کړې ده چې ان په امريکا او اروپا يې هم سر وګرځاوه. که چا ورته غور کړى وي نو په پاکستان کې د طالبانو په نامه کومه لوبه روانه ده؟ يوې خوا ته په پنجاب او بلوچستان کې طالبان تربيه کېږي او افغانستان ته د ورانکارۍ او ترهګرۍ لپاره رالېږل کېږي نو بلې خوا ته همدغو طالبانو سره په وزيرستان کې د امن تړون لاسليک کوي. بيا چې کوم طالبان او القاعده لکه د جنګي بانګيانو پشان ښه څورب او غوښن شي نو هغه ونيسي او په امريکا يې وپلوري نو ورسره سم په کويټه او ځينو نورو ښارونو کې د سلو په خواوشا بې ګناه او مزدورکاره افغانان ونيسي او د افغانستان دولت ته يې وسپاري چې واخله دا طالبان دي. د افغانستان دولت يې بېرته خوشې کړي ځکه چې هغو بېچاره ګانو د يوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو لپاره د پاکستان د ذلت څخه ډک ژوند ته غاړه ايښي وي نو د طالبانو سره يې اړيکې څه مانا لري!! طالبان خو نن سبا په ډالرو کې لوبې کوي.
د پاکستان ترهګر پوځ او ترهګره استخباراتي اداره اي ايس اي اوس په دې کارونو کې دومره ماهره شوې ده چې د هندوستان ممبۍ ښار ته کوم ترهګر لېږي نو هغوى په رېل ګاډيو کې چاودنې کوي، چې لندن ته کوم فساديان لېږي هغوى د ځمکې لاندې ترافيکي نظام له منځه وړي او چې افغانستان ته کوم رالېږي نو دا هغه نشه يان او پوډريان دي چې يا خو په ولسي خلکو ځانمرګي بريدونه کوي او يا ښوونځي او روغتونونه سوځوي يانې هغه د ټيټې درجې ترهګر افغانستان ته رالېږي.
حېرانتيا د دې خبرې ده چې ټولې نړۍ ته د پاکستان ترهګري ثابته شوې ده خو اوس د پاکستان پوځي ديکتاتور جنرال پروېز مشرف په خپل کتاب کې دا ټوله ترهګري او بې ايمان په جار ومنله او په امريکا کې يې تازه څرګندونو دا وښودله چې پاکستان به هيڅکله د القاعده او طالبانو د ملاتړ څخه لاس وانخلي. يواځې په افغانستان کې نه بلکې په نړۍ کې چې چرته هم ترهګري کېږي د پاکستان د پوځ او اي ايس اي لاس به خامخا پکې وي. نو نړۍ په دې خپل عکس العمل ولې نه ښئي؟ يواځې د برطانيې د دفاع وزارت يو راپور خپروي چې پکې د اي ايس اي د له منځه وړلو وړانديز کېږي خو دا کفايت نه کوي. نړۍ بايد په دې اړه جدي غور وکړي او لازم اقدامات وکړي.
د ناټو مشران او امريکايي چارواکي وايي چې د بن په کنفرانس کې طالبانو ته برخه نه ورکول او د طالبانو د قوت د سهي اندازې نه معلومول يې غلطي وه. خو زه وايم دوى خپله اصلي غلطي اوس هم نه ده درک کړې. د دوى اصلي غلطي دا وه چې دوى د ترهګرۍ په ضد نړيوال جنګ د افغانستان په غرونو رغونو او درو کې په داسې وخت کې پېل کړ چې طالبان ترېنه وتلي وه او په خپل پخواني مرکز (پاکستان) کې بيا تربيه کېدل. که نړيوال ريښتيا هم غواړي چې په نړۍ کې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي نو بايد د ترهګرۍ ځاله پاکستان له منځه يوسي. تر کوم وخته پورې چې پاکستان د نړۍ په نقشه موجود وي اتومي جګړه هم ترهګري نشي ختمولاى. يواځينۍ لار يې دا ده چې د ترهګرۍ په ضد جګړه د پاکستان دننه پېل شي او دا جګړه دې دومره قوي او بريد دې دومره ځواکمن وي چې يو ترهګر هم سر جيګولو ته چانس ونلري.
نړۍ بايد نور په دې پوهه شي چې د پاکستان پوځ، اي ايس اي، طالبان او القاعده د ترهګرۍ بېلابېل نومونه دي او د ترهګرۍ په ضد جګړه د دې ټولو په ضد مانا لري. که دوى د طالبانو او القاعده په ضد جنګ کوي او پاکستان ته شاباسى ورکوي دا نو جنګ نه دى هسې ګپ او ريشخند دى. او که ريښتيا هم ترهګري له منځه وړل غواړي نو بايد پاکستان له منځه يوړل شي.
هېواد افغان
06.10.2006
درنو لوستونکوته سلام !
دستګير خروټي د پاکستان د سياست په اړه اوږده شننه کړې او په نتيجه کې يې دا
يو لوی فرصت ګڼلی او وايي، څنګه چې [quote:ac5ef48ad6]
پاکستان په افغانستان کې په عمل کې له غرب سره مخامخ دی. پاکستان په افغانستان کې له ٣٧ هيوادونو سره مخامخ دی. (نو) غرب او ناټو کولای شي پاکستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان په هکله خپل سياست بدل کړي. [/quote:ac5ef48ad6]
خو هيواد افغان بيا ټينګ باور ښودلی او د خپلې ارزښتمنې ليکنې په پای کې يې
دغسې يو نتيجه هم اخيستې ده :
[quote:ac5ef48ad6] چې ټولې نړۍ ته د پاکستان ترهګري ثابته شوې ده خو اوس د پاکستان پوځي ديکتاتور جنرال پروېز مشرف په خپل کتاب کې دا ټوله ترهګري او بې ايمان په جار ومنله او په امريکا کې يې تازه څرګندونو دا وښودله چې پاکستان به هيڅکله د القاعده او طالبانو د ملاتړ څخه لاس وانخلي. يواځې په افغانستان کې نه بلکې په نړۍ کې چې چرته هم ترهګري کېږي د پاکستان د پوځ او اي ايس اي لاس به خامخا پکې وي.[/quote:ac5ef48ad6]
پوښتنه داده چې :
١ـ آيا رښتيا هم ټولې نړۍ ته د پاکستان ترهګري ثابته شوې ؟
٢ ـ آيا دا امکان لري چې جنرال مشرف دې په خپل کتاب او يا خپلو خبرو کې د خپل هيواد او خپل سياست پر ضد دغسې له رسوايۍ نه ډکې تاريخي څرګندونې وکړي ؟ ؟؟
هيواد افغان په پای کې داسې وړانديز يې کړی دی :
[quote:ac5ef48ad6]که نړيوال ريښتيا هم غواړي چې په نړۍ کې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي نو بايد د ترهګرۍ ځاله پاکستان له منځه يوسي. تر کوم وخته پورې چې پاکستان د نړۍ په نقشه موجود وي اتومي جګړه هم ترهګري نشي ختمولاى[/quote:ac5ef48ad6]
٣ـ درنو وستونکو آيا ستاسې په نظر دا يو ريالستي وړا نديز دی ؟
٤ ـ دواړو ليکونکو د ترهګرۍ او په سيمه کې د سياسي فسادونوسره د پاکستان ددولت د مينې او تړاو اصلي ﻻمل نه دی روښانه کړی او يواځې دهغه ناروغۍ سېمتومونه يا ظهورات يې په ګوته کړي دي چې په درملنه يې ترهګري په موقتي توګه له منځه لای خو ورکيدای نشي او بيا بيا رامنځته کيږي ، کوانده او سپانده
بڼه غورکوي .
[color=white:ac5ef48ad6]پوښتنه داده :
الف : چې آيا دپښتونستان له آزادۍ پرته پاکستان کولی شي له ترهګرۍ او پوځي سياست څخه ﻻس واخلي ؟ [/color:ac5ef48ad6] [color=red:ac5ef48ad6]
ب : آيا افغانستان کولی شي د ډيورند د استعماري کرښې په موجوديت کې د ملت او يوه مستقل دولت په توګه
وده وکړي او يوه اينده ولري ؟[/color:ac5ef48ad6]
طالبان له حکومته تر مقاومته
Ajab
07.10.2006
طالبان له حکومته تر مقاومته
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو او دې هېواد ته د نړيوالو پوځونو د راتګ پنځه کاله پوره شول. که ورسره هغه وخت هم په تله کې واچول شي چې طالبانو د افغانستان پلازمينه کابل ونيو نو د لسو کالو څخه به يو څو مياشتې دپاسه شي. په دې لسو يا څه دپاسه لسو کالو کې د طالبانو منځته راتګ، واک ته رسېدل، له واکه لويدل او د دوهم ځل لپاره دومره پياوړي کېدل چې په افغانستان کې د اوه دېرشو هېوادونو پوځ له سر درد سره مخ کړي داسې پېښې دي چې نه يواځې د افغان ولس په ملي، سياسي او مذهبي کړه وړه اغېزمنې شوې دي بلکې په نړيوال کچ هم د سوچ او فکر د بدلون سره د سياسي بدلونونو ناشونتيا ته اشاره کوي.
طالبان چې په کومو حالاتو او شرايطو کې په افغانستان کې پېدا شول هغه يوه جلا موضوع ده چې اوږده بحث ته اړتيا لري. خو کله چې طالبانو کابل ونيو، په ډېره بيړه سره يې د افغانستان زياتې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د افغانستان د خلکو سره يې کومه وضعه وکړه هغه زما د نننۍ ليکنې يو مخ يا يوه برخه ده او بيا چې دوى له واکه ولويدل، بېرته پياوړي شول او اوس بيا د واکمنۍ په لور دي دا يې بل مخ يا بله برخه تشکيلوي.
په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدل د افغانستان د ولس لپاره يو داسې خبر و چې چا زېرى ګاڼه او چا د بدمرغۍ غږ. زيات خلک چې د طالبانو راتګ ته خوشبين وه په دې فکر وه چې په افغانستان کې د پښتنو حکومت جوړ شو او اوس به پښتانه يو څه ښه ورځ وويني. خو د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور وژل او د هغوى د مړو سپکاوى کول او لږې ورځې وروسته د طالبانو افراطي مخ راښکاره کېدل د خلکو په هيلو خاورې واړولې او ډېر افغانان يو ځل بيا د پاکستان، ايران او اروپا په لور د تښېتدو او د خپل وطن نه د پښو ويستلو په لټه کې شول. طالبانو په خپله دغه واکمنۍ کې ډېر داسې کارونه وکړل چې کول يې په نړيوال کچ د پښتنو د بدنامۍ سبب شول او د افغانستان په داخل کې خلک د طالبانو څخه بدګمانه شول. په دغو کارونو کې د ډاکټر نجيب الله او د هغه د ورور وژل، د بودا مجسمې نړول، د پاکستان په امر او خوښه پاليسۍ جوړول، عربو ترهګرو ته په افغانستان کې اډې ورکول، د ښوونځيو او تعليمي ادارو د له منځه وړلو لپاره اقدامات کول، په مذهبي معاملو او عقايدو کې سخت دريځ خپلول او د خلکو سپکاوى کول شامل دي.
يوه خبره چې د طالبانو په دغه واکمنۍ کې په ډېر درز دروز سره يادېدله او پاکستاني استخبارات يې تراوسه پورې ډنګوي د طالبانو د امنيت ده. چې طالبانو په افغانستان کې مثالي امنيت تامين کړى و. خو که حقيقت ته وکتل شي نو د طالبانو دغه امنيت په هديره کې د چوپتيا په مثال و. په هديره کې چې ټول خلک مړه وي هلته هم امن وي او د طالبانو پر مهال د افغانستان مثال د هديرې و، زياتره خلک تښتېدلي وه او چې کوم پاتې وه په هغوى کې د طالبانو د يو ادنى چڼي خلاف د خبرې کولو جرات نه و نو کومه غټه خلاف ورزي کول خو خپلې تباهۍ ته بلنه ورکول وه. خلک په مسجد کې بندول او د وسله والو لخوا مسجد محاصره کول او بيا دې ته امنيت ويل دومره د بې شرمۍ او ناپوهۍ خبره ده چې انسان له ورپسې خندا هم نه ورځي، خو د پاکستان استخباراتو دغه بې شرمي ښه په نره کوله ځکه چې د هغوى خپل اهداف وه او اوس هم دغه بې شرمي روانه ده.
په دغو حوالو زما خبره معلومه شوه چې د طالبانو واکمنۍ د افغانستان لپاره يو فيصد ګټه هم نه لرله بلکې د ځان سره يې هغه تاوانونه راوړل چې د افغانستان خاوره او ولس به يې تر ډېرې زمانې پورې ياد ساتي.
راځو هغه وخت ته چې نړيوال قوتونو په افغانستان کې د طالب د واکمنۍ له منځه وړلو ته اړ شول. دا نو بيا د سپتمبر د يوولسمې نېټې هغه پېښه وه چې امريکا او ټوله نړۍ يې ولړزوله. هغه چاودنې چې په زرګونو خلک يې ووژل او د نړۍ په کچ د يو نړي جنګ سبب شوه.
د همدغه جنګ د اغاز سره سم د اکتوبر د مياشتې په اومه نېټه د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ بريد وکړ او په يوه مياشت کې بيا نه طالبان وه او نه يې ملاتړي. پاکستان چې د طالبانو د زېږولو، تنظيمولو او واک ته رسولو چارې په غاړه درلودې د امريکا د يو ټيټ رتبه چارواکي په يو تليفون طالبانو ته درې کاڼي طلاق ورکړ او د امريکا په لاس يې بيعت وکړ. خو د پاکستان استخباراتو بيا هم د طالبانو او القاعده څخه لاس وانه خيست.
د نړيوالو په دغه بريد کې چې افغانستان او افغانانو ته کوم زيانونه واوښتل د هغې پړه خو د طالبانو په غاړه ده ځکه چې په امريکا کې د ترهګرۍ مسئول يو داسې عرب ترهګر و چې د طالبانو مېلمه او نژدې خپلوان و. دغه مېلمه او خپلوان په هغه وخت کې خو انکار وکړ ولې وروسته يې ومنله چې په امريکا کې شوې ترهګري د هغه لخوا تربيه شويو ترهګرو کړې ده. نو بيا دې خبرې ته هيڅ دليل پاتې نه شه چې امريکا په طالبانو بريد بې ثبوته او بې جوازه کړى دى. چې ما يو داسې سړى په کور کې کېنولى وي چې درځي او ستا کور ورانوي نو ته به زما په کور بريد نه کوې؟ ايا ماته به شابسى راکوې؟ افغانانو ته دا يوه ګټه وشوه چې د طالبانو د افراطي او بې سره و بې پښو واکمنۍ څخه خلاص شول او خداى پاک نجات ورپه برخه کړ. دا چې د دې نجات لاره په زړه پورې نه وه يانې نجات يې د امريکايانو په لاس ورکړ نو دا ښه خبره نده خو افغانانو سره لدې پرته بله لار هم نه وه.
طالبان چې له واکمنۍ ولويدل نو زياتره يې خپل پلارني ټاټوبي (پاکستان) ته لاړل او هلته په خپلو پخوانيو مرکزونو کې پټ شول. د پاکستان استخباراتو هغوى وروزل، وسلې يې ورکړې، په جنګي تاکتيکونو يې پوهه کړل او بيا يې افغانستان ته راواستول تر څو خپل نيمګړى مشن (د افغانستان ورانول) اوس له دې لارې سر ته ورسوي. د پاکستان استخباراتو په خپلو ښارونو او سيمو کې طالبان او د هغوى مشران پټ کړل او د ضرورت په وخت يې ځينې په امريکا وپلورل ځکه چې پاکستان په داسې معاملو کې يواځې خپلې ګټې په نظر کې ساتي، د چا د عقيدې، مذهب، کلتور، دوستۍ، ورورولۍ او ګاونډيتوب په کيسه کې ندى.
پاکستان په دې دوه طرفه لوبه کې ډېرې ګټې لاس ته راوړې. جنرال مشرف چې يو پوځي ديکتاتور دى او غواړي چې حکومت يې له منځه لاړ نشي، له يوې خوا په پاکستان کې مذهبي بنسټپال خپل پلويان کړل او له بلې خوا يې د امريکا او نړيوالو پښې ووهلې او ورسره سم يې په افغانستان او قبايلي سيمو کې خپل اهداف هم لاس ته راوړل. همدغه و چې طالبان بيا پياوړي شول او په افغانستان کې دومره خواره شول چې بهرنيو قواوو ته يې سر درد جوړ کړ. بهرنيو ځواکونو په دې لوبه کې خپله ماتې ونه منله خو خپلې غلطۍ يې په ډاګه کړې. ولې اصلي غلطي لا تر اوسه پورې چا نده په ګوته کړې. او هغه غلطي دا وه چې نړيوالو د ترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان د ځان سره ملګرى کړ حال دا چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ تر ټولو لوی مرکز دى. په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو په سلګونو اډې دي چې د کوکنارو څخه هم زياته په پېمانه ترهګر توليد کوي او په ګرده نړۍ کې د تباهۍ لپاره خورېږي.
طالبان چې اوس کوم مقاومت کوي او دوى ته ورته جهاد وايي دا هم په تمامه مانا د افغانانو لپاره په تاوان وګرځېد ځکه چې د دوى په بريدونو، چاودنو او ځانمرګو حملو کې زياتره ولسي خلک مړه کېږي او د نړيوالو لخوا په ځوابي عملياتو کې هم ولسي خلکو ته زيان رسېږي. نو دې ته جهاد ويل خو هيڅ صورت لري. بل دا چې اسامه ومنله چې د سپتمبر ٢٠٠١ء د ترهګريزو پېښو پلان القاعده جوړ کړى و خو طالبان لا تر اوسه پورې په خپل دې عمل پښېماني نه ښئي چې اسامه يې امريکا ته په لاس ورنکړ. نو دا پخپله د دې خبرې يو ثبوت دى چې طالبانو په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ څخه پرته بله کومه اجنډه نه درلوده او نه يې لري.
طالبانو د خپل پېل، حکومت او اوسني مقاومت په دورو کې بل هيڅ ندي کړي بې له دې چې افغانستان وران کړي او د ترهګرۍ لارې چارې پراخه کړي. نو ځکه د افغانستان خلکو او نړيوالو قوتونو له پکار دي چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي او که داسې ونکړي نو پاکستان په خپلو اهدافو کې بريالى معلومېږي.
د طالبانو او پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پروګرام په لاندې ډول ترتيبيدلاى شي:
١: په افغانستان کې دې يو داسې ولسي تحريک منځته راشي چې د ولس په ملاتړ د افغانستان د دفاع لپاره غږ پورته کړي او هر هغه څوک له منځه يوسي چې په هېواد کې ښوونځي سوځوي، په ولسي خلکو چاودنې کوي، غلاګانې کوي او ماشومان تښتوي، قاچاقبري کوي او بې امني پيدا کوي. دغه تحريک بايد وسله وال وي او ولسي بڼه ولري.
٢: د افغانستان دولت دې په سياسي ډول د خپلو ټولو اړيکو او لارو چارو څخه کار واخلي او د نړيوالو سر دې په دې خبره خلاص کړي چې د ترهګرۍ اصل سرچينه په پاکستان کې ده او د ترهګرۍ په ضد روان جنګ پاکستان ته وړل پکار دي.
٣: نړيوال بايد په دې قانع شي چې تر څو يې د ترهګرۍ مرکزونه او اډې له منځه نه وي وړې ترهګر نه شي ختمېدلاى. د ترهګرۍ او ترهګرو د توليد اډې او مرکزونه په پاکستان کې دي او د پاکستان پوځ، استخبارات او ديني مدرسې پکې نېغ په نېغ لاس لري. بايد دغه ځايونه په نښه کړاى شي او د ترهګرۍ په ضد جنګ همدغلته وکړاى شي.
زلمى نړيوال
07.10.2006
عجب خانه وروره تاسې ډيره ښه ليکنه را انتقال کړې ، د ځلمي نړيال دې پر قلم برکت شي، په پای کې يې يو په زړه پورې وړانديز هم کړی چې : [quote:4e240687e5]
١: په افغانستان کې دې يو داسې ولسي تحريک منځته راشي چې د ولس په ملاتړ د افغانستان د دفاع لپاره غږ پورته کړي او هر هغه څوک له منځه يوسي چې په هېواد کې ښوونځي سوځوي، په ولسي خلکو چاودنې کوي، غلاګانې کوي او ماشومان تښتوي، قاچاقبري کوي او بې امني پيدا کوي.[/quote:4e240687e5]
خوايا دغه ډير ښه وړانديز نړيوال صيب پخپله تر پوښتنې ﻻندې نه دی راوستی چې په ﻻندېني شرط يې ختم کړی ؟ چې :
[color=white:4e240687e5] دغه تحريک بايد وسله وال وي او ولسي بڼه ولري.(؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟)[/color:4e240687e5]
Ajab
07.10.2006
ښاغلى ځواکمن، ستاسې پوښتنه بېخي سمه ده خو که تاسې وګورئ نو دا ليکنه ما د ټول افغان دلومړي مخ د مقالو د پاڼې څخه راکاپي کړې ده تر څو ستاسې غوندې روڼاندي پرې خبرې وکړي او د ليکوال نوم ورسره ليکلى دى چې زلمى نړيوال دى.
ښه به وي که ښاغلى ليکوال ستاسې دا پوښتنه ولولي او په دې اړه درته خپل وضاحت وکړي، هسې زما په نظر د هغه د وسله والۍ خبره تر ډېره حده درسته ده ځکه چې دغه تحريک وسله وال نه وي نو هيڅ نشي کولاى دغه تحريک به د طالبانو په ضد پاڅي او طالبانو د ځان سره د پاکستان څخه مادرنې وسلې او وسايل راوړي دي نو بې وسلې د هغوى په ضد پاڅېدل هيڅ ګټه هم نلري.
07.10.2006
[quote:2dd6b0f547="Ajab"]ښاغلى ځواکمن، ستاسې پوښتنه بېخي سمه ده خو که تاسې وګورئ نو دا ليکنه ما د ټول افغان دلومړي مخ د مقالو د پاڼې څخه راکاپي کړې ده تر څو ستاسې غوندې روڼاندي پرې خبرې وکړي او د ليکوال نوم ورسره ليکلى دى چې زلمى نړيوال دى.
ښه به وي که ښاغلى ليکوال ستاسې دا پوښتنه ولولي او په دې اړه درته خپل وضاحت وکړي، هسې زما په نظر د هغه د وسله والۍ خبره تر ډېره حده درسته ده ځکه چې دغه تحريک وسله وال نه وي نو هيڅ نشي کولاى دغه تحريک به د طالبانو په ضد پاڅي او طالبانو د ځان سره د پاکستان څخه مادرنې وسلې او وسايل راوړي دي نو بې وسلې د هغوى په ضد پاڅېدل هيڅ ګټه هم نلري.[/quote:2dd6b0f547]
سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم!
وسلوال غورځنګ به پښتنو کې تر دوستم ، اسمعيل خان بدتر جنګ سالاران رامنځته کړي، او څوک يې بيا مخه نيولی شي چې همدغه غورځنګ تيار بسته د طالب او آی ا آی سره داسلامي جهاد پر نامه د ايساف پر ضد را ونه ګرځي ؟ . هو ، په هغه صورت کې چې قومانده او مشرتابه يې د هيواد پوځي کسان وي او تر سازمان ورکولو پورې ټولې چارې يې د هغوی په ﻻس کې وي ، نو دغسې خطرښايي نه وي ،خو بيا به هم پاکستان ځينې قومي مشران د خپلو وړو ډلوسره په بيه اخلي او له طالبانو سره به يوځای کيږي . سربيره ر دې دوستم اواسمايل او هم چمتو دي چې اجازه ورکړل ي د طالبانو ر ضد په سهيل سهيل ختيځ کې وجنګيږي ، که دغسې نوې ډلې په سهيل سهيل ختيځ او سهيل لويديځ کې جوړوي، نو دملي مشارکت پر بنسټ به د شمالي اتلاف ټول ټوپک سالاران ، چې آی اس آی ته يې د اوښتلو امکان هم کم دی، ولې تيار دپښتنو سيموته ونه ګومارل شي چې د امريکايانو او ايساف له باور څخه هم ترپښتنو زيات برخور داره دي ؟
نو ، نه هيڅکله هم نه ، ولس وسله وال کول او غير پوځي او غير دولتي جنګ سالاران چې په هره سيمه کې وي رامنځته کول د مرکزي دولت له تضعيفولو او په هيواد ګېد بهرنيانو د ﻻسوهنې ده زياتيدلو او د هيواد دتجزيه کولو ګواښ نور هم زياتوي ، او کورني او بهرني دوښمنان ددغسې يو فرصت په تمه او تيار په کمين کې ناست دي ! والسلام
Ajab
08.10.2006
ښاغلى ځواکمن، خبره دومره ساده نه ده لکه زه او ته چې يې کوو. خو بيا هم که خبرې پرې وکړاى شي کېدلاى شي کومه ښه لاره پکې راوځي.
زما په نظر خو د طالبانو د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره دوه لارې دي:
لومړۍ دا چې د افغانستان ټول خلک او قومونه په داوطالبانه توګه ملي اردو ته د يو خاص وخت لپاره وکړه او دغه اردو چې کله د لکونو په شمار ځوانان ولري نو په قاطع ډول د طالبانو په ضد عمليات وکړي او د افغانستان په غرونو رغونو کې يې له منځه يوسي. چونکې د طالبانو زياتره خلک عرب، چيچن، پنجابيان او نور بهرنيان دي نو دغسې خلک دې له نيول کېدو وروسته په کابل کې د ميډيا په وړاندې ووژل شي يا دې يې مړي په کابل کې وځړول شي تر څو ميډيا يې وګوري او پاکستان ته دې په قاطع ډول ووايي چې ترهګري بنده کړي کنې نو په پاکستان هم بريد شونى دى.
دوهمه لاره دا ده چې په افغانستان کې د حزب الله په څېر يو داسې وسله وال ګوند جوړ کړاى شي چې د انتخاباتو پر مهال د يو سياسي ګوند په څېر په انتخاباتو کې برخه واخلي او د خلکو خدمت وکړي او د جنګ پر مهال د خپل وطن دفاع وکړي.
د دې ترڅنګ دولت بايد په هر سياسي فورم نړۍ دې ته وهڅوي چې يا خو په پاکستان باندې د ترهګرۍ مرکزونه وتړي او د ترهګرۍ په ضد سم اقدامات وکړي او يا هم د پاکستان په ضد درانده عمليات ترسره کړي.
08.10.2006
[quote:897ed38ac6]خبره دومره ساده نه ده لکه زه او ته چې يې کوو.[/quote:897ed38ac6]
ښاغلی عجب خانه ، که تاسو ته خپلې ځينې خبرې ساده ښکاره شوي وي ، وي به ، خو دا چې زما درته کومه خبره ساده ښکاره شوې ؟ چې له ځان سره دې په ساده خبرو کې شريک ګڼلی يم ، اوس يې راته بايد په ګوته کړې چې په راتليزه کی مي ورته پام اوسي او کومې ساده خبرې تکرار نکړم .
وروستۍ طرحه مو راته يو څه جذباتي او افراطي بريښي ، که يوځل بيا يې په
په سړه سينه ولولئ ښايي پخپله په کې سمونونه او بدلونونه رامنځته کړئ ! بری مو غواړم . والسلام
ghafar
08.10.2006
عزتمن ورور ځواکمن صاحب سلامونه او نېکې هیلې !
تاسو لیکلي دي:[quote:6d45316cbe]پوښتنه داده چې :
١ـ آيا رښتيا هم ټولې نړۍ ته د پاکستان ترهګري ثابته شوې ؟
٢ ـ آيا دا امکان لري چې جنرال مشرف دې په خپل کتاب او يا خپلو خبرو کې د خپل هيواد او خپل سياست پر ضد دغسې له رسوايۍ نه ډکې تاريخي څرګندونې وکړي ؟ ؟؟ [/quote:6d45316cbe]
که چا د پروېز مشرف خپور شوئ کتاب لوستلای هم نه وي، د جنرال مشرف ورورستۍ ځرګندونې په پاکستان کې د ترهګرۍ سر چینې ثابتوي. نوموړي له افغانستان څخه د خپلې لیدنې کتنې په ترڅ وویل: [color=blue:6d45316cbe]اوس هم د القاعده ځینې غړي او طالبان د هغه له هېواد څخه افغانستان ته راځی خو د هغه کنترول مشکل کار دئ[/color:6d45316cbe] او بیا جنرال مشرف د بی بی سی ټلویزیون سره په مرکې کې د نورو تر څنګ داسې لافې یې وهلې :[color=red:6d45316cbe]مونږ هغه کسان یو، چې د القاعده ۶۸۰ تنه نیولي او امریکایي چارواکو ته مو تسلیم کړي دي ، مونږ یواځینئ ځواک یو چې د پاکستان په غرونو کې د القاعده ملا مو ماته کړې ده. دلته پخوا په سلګونو تنه ترهګر موجود وو، خو اوس زمونږ پوځ د هغو ځایونه نیولي او د هغو پاتې څو تنه د تېښتې په حال کې دي.[/color:6d45316cbe]
نو څنګه چې وینو جنرال مشرف پخپله ښاهدی ورکوي، چې پاکستان د ترهګرۍ مرکز دئ !
په درناوي
08.10.2006
محترم غفار صاحب ښې چارې !
بيشکه چې هرافغان ته بايد څر ګنده وي چې نه يواځې اوسني او پروني طالب ترهګر له پاکستان څخه ګومارل کيږي ، بلکې دداود خان په وخت کې ﻻ ترهګرو او بغاوت کونکو دتښتې او بيرته ترهګرۍ ته د چمتو کولو ځای پاکستاني مرکزونه وو.
خبره داده چې آيا ټولې نړۍ ته دا اوس رښتيا په ډاګه څرګنده شوې چې پاکستان دغه هيواد تر هغه پرې آرامۍ ته نه پريږدي تر څو چې يې د طالب په څير ددوی يو ګوډاګي حکومت په افغاستان کې په پښو نه وي درولي ؟ ايا دغه اړوند نړيوالوته معلوم شوی دی ؟
دوهم داچې مشرف منلې چې د حميد ګل په څير د آی اس آی ځينې پخواني غړي به وي چې له طالبانو سره مرسته کوي ، چې مسوليت يې د مشرف په اند د مشرف د حکومت پرغاړه نه دی .
ايا دا خبره ددغسې يو اعتراف معنی لري (؟) چې :
[quote:d5e5499c0f]خو اوس د پاکستان پوځي ديکتاتور جنرال پروېز مشرف په خپل کتاب کې دا ټوله ترهګري او بې ايمان په جار ومنله او په امريکا کې يې تازه څرګندونو دا وښودله چې پاکستان به هيڅکله د القاعده او طالبانو د ملاتړ څخه لاس وانخلي. يواځې په افغانستان کې نه بلکې په نړۍ کې چې چرته هم ترهګري کېږي د پاکستان د پوځ او اي ايس اي لاس به خامخا پکې وي..[/quote:d5e5499c0f]
طبيعي ده چې دا معی نه لري ، بلکې له دغسې يو تور لګونې څخه د ځان د خلاصولو اوتيښتې له پاره شا خواته د يوې دروازې د پريښودلو او د ترهګرو ملاتړ ته ددوام ورکولو معنې لري اوبس ..
خبره داده چې حقيقت بايد په تول تللو الفاظو کې جمله بندي شي او تيری ، افراط او ناسمې نتيجې اخيستنې په کې نه اوسي .
والسلام
ع کريم حليمي
09.10.2006
محترم استاد ځواکمن صاحب !
ريدي ګلان په ګېډيو ګېډيو، سلامونه ستاسو حضور ته درلېږم ، او پر ګلو دي
لغړيږي څو سبا رسيږي تاسو ته !
عقل ستاسو خپل ،بخت د ظاهر شاه ، او پيسې دبيلګېټ له خدايه درته غواړم
او په اخرت کي بې ايمانه مه سې ٠
استاد صاحب !
داسي پېښه ده چه په ازادو مطبوعاتو کښي خلک هر څه ليکي او وايي چه
پاکستان د ترور مرکز دی ، خو افغانان بيا دغه ازاد مطبوعات
د سند په ډول استعمالوي او ليکي چه دترور مرکز پاکستان دی
او د امريکا دولت (سپينه ماڼي او وزارت خارجه ) په يوه خوله وايي
چه پاکستان زموږ سره و متحد ملک دی
او ريشتيا هم ده چه د امريکا سره پاکستان حکومت کلک ولاړ دی
د اخوان - تقريباپنځوس کاله کيږي چه د مصر له حکومت سره په جنګ کښي
ولاړ دي ، او د مصر حکومت هر وخت د اخوان مشران نيسي او حبس کوي
او وژني ئې ،او اعداموي ئې ښه مثال ئې سيد قطب ٠٠٠٠٠٠٠و غيره
اخوان ښه و پوهيدل چه نه سي کولی چه د مصر حکومت چپه کړي
ولي چه شاته ئې امريکا ولاړه ده
اوس نو اخوان راولاړ سوه پخپله دښمني ئې د امريکاسره شروع کړه
او القايده جوړه کړه چه او د نړۍ په هر ګوټ کښي يې طرفداران پيدا کړه
له مصر څخه رانيولې بيا تر افغان ،بنګال ، هند ، سعودي ، ايران ، يمن ،سوډان
٠٠٠٠٠٠٠ پوري ٠
داسي نه ده چه پاکستان د ترور مرکز دی بلکي مرکزونه لري
چه يو مرکز ئې سعودي عربستا ن دی په داسي حال کښي چه سند نه لرم
خو داسي ويلی سم چه دسعودي عربستان مخفي اجنسي دا وظيفه لري
چه القايده قوي وساتي د باندي تر سعودي ، او و امريکاته يو سردردئ
جوړ وي او ديموکراسي کاميابي پيدانکړي ٠ او هم غواړي چه امريکا په
عراق کښي ناکامه سي ، ولي ؟ سعودي نغواړي چه د کور و بغل ته ئې
اولسواکي شنه سي ، که چيري شنه سوه نو سبا دسعود خلک هم اولسواکي
غواړي ، اوهم اخوانيان په خپل ملک نه غواړي ولي ؟
دواره که اولسوکي ده او که اخوانيزم دواره د سعودي په تاوان دي
نو امريکا او اخوان ئې په جنګ اخته کړي ٠ او سعودي خپله بقا په کښي ويني
Ajab
10.10.2006
[quote:878816f7ff="ک حليمي"] که اولسوکي ده او که اخوانيزم دواره د سعودي په تاوان دي
نو امريکا او اخوان ئې په جنګ اخته کړي ٠ او سعودي خپله بقا په کښي ويني [/quote:878816f7ff]
د محترم استاد حليمي خبره بېخي سمه ده. دا يواځې د سعودي ستونځه نه ده بلکې د يو اسلامي هېواد واکمنان هم نه غواړي چې ولسوالي او دموکراسي پکې راشي ځکه چې د سهي دموکراسۍ او ولسواکۍ په راتلو سره د شېخانو، ملکانو، نوابانو، خوانينو، قوماندانانو، ملايانو، طالبانو (په پاکستان کې د پوځيانو) او شته منو غاصبانو واکمني او ګټې د خطر سره مخ کېږي لدې امله دوى کوښښ کوي چې دغسې حالات ګډوډ حالات حاکم کړي او په خلکو واکمني وکړي.
کشمالې
10.10.2006
ګرانوافغانانوته درناوې !
دبحث دنزاکت اودرښتينولۍ په مجبوريت بايدترهرڅه وړاندی دهغويوشمېرروحانيونو، قومي مشرانو،سياستګرو،اوديني عالمانوڅخه په بخښنې په دې بحث کی برخه اخلم چې لاسونه يې په وينوسره شوي نه وي ، جېبونه يې له حراموپيسوډک نه وي ، خېټه يې په حراموخوړونه وي پړسېدلې ، دجهالت اوبېلارېتوب مبلغ نه وي ، الهي احکام اوبشري ارزښتونوته يې نه وي شا کړې ، دعدالت ، ازادۍ اوترقۍ مخالف نه وي اوديوريښتيني عالم وړتيا ولري ٠
يوځل بيا يادوونه کووم چې دعالي صفاتو، ټولنپالو، اګاه اوعلمي وړتياڅښتنانوته په ټينګ درنښت اوټينګ ملاتړځان مسؤل ګڼم ٠ زه بايددايادوونه هم وکړم چې په افغاني ټولنه اوپه ځانګړې توګه پښتنه ټولنه يواځې دملايانواومذهبي حلقودشراوفسادقرباني شوي نه دي بلکه دخائنواومفسدوحکومتونوپه سياست اوکړنلاروهم دجهل کندوته ټېله شوي ٠ دبېلګې په توګه دايراني ، عربي ، ترکي اومغولي عياشانواوبې سوادودرباريانوله دربارونوبداخلاقيواوخرافاتوترويج اوتبليغ موندلې ٠ دغې شنې برقعې په اطرافوکی رواج نه دې موندلې بلکه په اصطلاح دښاري اوعصري تمدن زېږنده ده ٠ په دې شکل چې اسماني رنګه برقع دهرات له لوري راپيداشوې ، په اسلامي بنسټونوکی نشي موندل کېدای اونه دغه دمړزانوجال په حجابي سونتوکی شته ٠ دادعياشو، بخيلواوزناکاروشاهنشاهانواختراع وه چې نه يې غوښتل دښکلوښځواووينځوحسن بل څوک وويني ٠ دغوفاسدوشاهنشاهانووکوولای شول چې دمذهبي ايجنټانواوتاليڅټوپه مرسته دغسې انساني پنجروته اسلامي بڼه ورکړي ٠ په هرصورت خبره لنډووم اودهغوايجنټو، بېسوادواوپه فسادونوکی ککړو، تش په نوم ملايانوچې افغاني ټولنه يې په عمومي توګه اوپښتنه ټولنه يې په ځانګړې توګه له اګاهۍ ، فکر، تحليل ، دژوندپه مسؤليتونو ، اوعلم ، ړنده ، کڼه اوبې لاسو-بې پښوکړې ، يادوونه وکړم ٠
دخدای (ج) په صفتونوکی يوعالي صفت `` عالم `` دې خودپښتنوتش په نامه ملايانودپښتنوپه ذهنونوکی علم دکفري عمل په توګه تبليغ کړې ٠ دپښتنوپه سيموکی يې تردوه سوه زياتې ښوونځۍ لمنځه وړي اوپه لکونوپښتانه بچي يې دسواد، علم اواګاهۍ له نعمته محروم کړي ٠ پښتانه يې داسې منجمدکړي چې که خوريالورمکتب ته لاړه شي اوعلم حاصل کړي اودکورني اوټولنيزژوندد مناسب اوانساني سمبالتياجوګه شي ، اسمان رانړيږي اوغيرت اوننګ لمنځه ځي ٠
ددې ترڅنګ درائونډ ايجنټان يومنظم سازمان لري چې داسلام ترپردې لاندې پښتانه دپرمختګ ، اګاهۍ اوسوکالۍ پرضدکړي ٠ دغه تبليغي سازمان دخپل تبليغي ډلوپه ذريعه هيڅکله عوام دعلم ، ژوند،اجتماعي مسؤليتونو، عدالت اوحقوقي مسائلوته نه رابولي بلکه دعواموپه ذهن کی ژوندبې ارزښته تمثيلوي خوڅوک دي چې ورته ووايي چې داهرڅه اوپه هغوفکرکوول يواځې `` ژوندون `` ممکن کړي ٠
ځينې ملايان دکورنيوترمنځ په فسادونوکی هم لاس لري اوپه عمومي توګه ښځې داخلاقي دائروڅخه باسي ٠ دارنګه ملايان په دمونو، تعويضونو، کوډواوټوټکو ټولنيزجرمونه
کوي ، ښځې دمېړه اوکورني ژوندڅخه بې لارې کوي چې کله دمېړه سره دبې وفايي سبب شوي هم دي اوکله دمېړه اويابرعکس دښځې دمرګ سبب شوي ٠
دوی دبې سواده ټولنې درواني رنځونوسبب هم دي ٠
ددې رنګه مداري ملايانوله کبله نه صنعتي پرمختګ ممکن شوې ، نه کلتوري اومذهبي اونه علمي ٠ دوی ملي خيانت کړې اوکوي يې ځکه چې ټولنه نه پريږدي چې هراړخيزپرمختګ وکړي ، په هره ساحه کی دنوروسره سيالۍ ته تيارشي ، خپلواکه شي ، توليدي اودفاعي صلاحيتونه پيداکړي ، دعصرله ستندرډ سره دژوندسطحه برابره کړ ي ٠
ددغوملايانوتبليغونوپښتنوته بنيادي تاوان رسوولې مګردوښمن ته يې لوی خدمت کړې ٠
زما سره تل داپوښتنه وي چې هغه څه چې په افغانستان اوپښتنوکی ورته ملايان کفروايي ، په پاکستان اوعربستان کی ولی کفرنه وي ؟؟؟
ع کريم حليمي
11.10.2006
محترم کشمالې صاحب او درنو لوستونکو سلام !
[quote:093f9a0ebe] دخدای (ج) په صفتونوکی يوعالي صفت `` عالم `` دې خودپښتنوتش په نامه ملايانودپښتنوپه ذهنونوکی علم دکفري عمل په توګه تبليغ کړې ٠ دپښتنوپه سيموکی يې تردوه سوه زياتې ښوونځۍ لمنځه وړي اوپه لکونوپښتانه بچي يې دسواد، علم اواګاهۍ له نعمته محروم کړي ٠ پښتانه يې داسې منجمدکړي چې که خوريالورمکتب ته لاړه شي اوعلم حاصل کړي اودکورني اوټولنيزژوندد مناسب اوانساني سمبالتياجوګه شي ، اسمان رانړيږي اوغيرت اوننګ لمنځه ځي ٠ [/quote:093f9a0ebe]
دا چه تش په نامه ملايانو لکونوپښتانه بچي يې دسواد، علم اواګاهۍ له نعمته محروم کړي سمه خبره ده
نو په مقابل کښي په علم ډک ملايان چيري دي او ولي ئې خولې منډي نيولي ؟؟
چيري دي روشن فکره علما او ولي نسي کولای چه دا تش په نامه دملايانو
مخه ونيسي
که رشتيا خبره وکړو
خبره دا ده چه موږ علما نه لرو که زموږ په ملت کښي علماوو وجود درلودلی
نو دغه تش په نامه علماوو ته به چا غوږ نه نيولی
متل ئې کړي چه نه لرې سړي مه قروت خوره مه غوړي
ملامت هغه په علم ډک علمادي چه تبليغ نه کوي او د تشو ملايانو مخه په علمي او عملي ډول نه نيسي دا ټولنه دي ونړيږي له نړېدلې چه ده !
په علم ډک علما په غار ننه وتلي او ميدان ئې تش په نامه ملايانو ته پرې ايښی
او که په غار ندي ننه وتلي ! نوبيا دا څرنګه پېشه ده چه تش په نامه ملا ميدان
وړي !!! علما بزديله دي ،محتاط دي ، مصلحت ته ګوري ، او چه پر ځان
زور تېرکړي نو بيا يو دوې ګوتي خط په مستعار نامه وليکي
مسجد ته نه ورځي چه علمي او عالي تبلغ وکړي ، پايڅې ئې ريږدي
پرخوله ئې کنډوړ مښلي
نو طبعا به دي دغه حال وي د ټولني علما چه شهامت نه لري ،قرباني چه نه
ورکوي ، او محتاط وي نو دغه حال به وي او تش په نامه ملايان به دي پر
سر ولاړ وي ، او د اصلي علماوو څخه به ئې غيرت اوننګ لمنځه وړي وي
که چيري علماوي ! هلته تش په نامه علما ميدان نسي وړلای
که زه مړ نواي نو زما خربه داسي شرمښانو خوړلی ؟؟؟؟
ghafar
11.10.2006
عزتمنو ورونو کشمالې او ک. حلیمی او نورو دوستانوته سلامونه !
ورونو په قلم مو برکت !
کشمالې ورور لیکي:[quote:2a17e73976]ددې رنګه مداري ملايانوله کبله نه صنعتي پرمختګ ممکن شوې ، نه کلتوري اومذهبي اونه علمي ٠ دوی ملي خيانت کړې اوکوي يې ځکه چې ټولنه نه پريږدي چې هراړخيزپرمختګ وکړي ، په هره ساحه کی دنوروسره سيالۍ ته تيارشي ، خپلواکه شي ، توليدي اودفاعي صلاحيتونه پيداکړي ، دعصرله ستندرډ سره دژوندسطحه برابره کړ ي ٠ [/quote:2a17e73976]
[color=blue:2a17e73976]کشمالې وروره دا یواځې هغه مداری ملایان ندي، چې د ګران هېواد افغانستان د هر اړخیزې ودې او پرمختګ مخه نیسي، بلکه ځینې نور بې مسؤلیته هېوادوال هم شته، چې د کرزي د حکومت د محالفت په پلمه د دغو د افغانستان د خلکو دښمنانو په ورانکارۍ خوشحاله کېږي او ورته لاسونه پړکوي.دوی دومره لر لید نلري چې د ساری په توګه په پښتنو سیمو کې د ښوونځیو سوزول خو په اصل کې د پښتنو بچیان د علم او معرفت څخه بې برخې کوي او په دې توګه د پښتنو راتلونکي نسلونه د علم د زده کړې او د دولت په چارو کې د ګډون څخه بې برخې کوي او بیا دوی او یا دوی ته ورته کسان به بې ګټې نارې سورې کوي، چې مونږ اکثریت یو ،مونږ خپل حق غواړوو ، چې ولې د دولت په چارو کې پښتانه زیاته ونډه نلري . [/color:2a17e73976]
په درناوي
کشمالې
11.10.2006
ډېرودرنوهريوښاغلې حليمي صاحب اوښاغلې غفارصاحب ، سلامونه !
دافغانستان ملت به په ټوليزه توګه يادکړم چې يوواځې په سلوکې لسمه برخه يې ليک اولوست کوولای شي اوداسلامي هيوادونوپه کتارکی هم ترټولووروسته هيواددې ، ان تردې چې دخلکودپوهې سطحه يې دمالديف دټاپوديوکب نيوونکي سره هم نشي مقايسه کېدای ٠ که څوک دعلم له فيض اوبرکته محروم وي ، علتونه لري اوهغه علتونه لومړې لټوول کيږي ، بيا اڼوول کيږي چې ترټولولوی اوخطرناک علت کوم دې ؟
دداسې کتنواوڅېړنوپه پايله کی ډېرپلټونکي په دې باورشوي چې چې په عمو مي توګه افغاني ټولنه اوپه ځانګړې توګه پښتانه ، دمذهبي اوسياسي اګاهۍ څخه شعورا``په مختلفوشکلونواوپلمو، لرې ساتل شوي دي ، هم دسياسي اوهم دمذهبي اګاهۍ اوپوهې لپاره لومړې شرط سواددې خوپه افغانستان کی ترداننه پورې سياست کمزورې اودمذهب ترپردې لاندې مهلک فعاليتونه اورواجونه ډېرځواکمن دي ٠ ددې علت بيادادې چې دافغانانودوښمنانو ددغه ملت له صادقه مسلمانې عقيدې څخه پخپله ګټه سؤاستفاده کړې اودغه ملت يې په ځينوفرعي اوناسمولارورهنمايي کړې ٠
که هره خبره په ډاګه وشي نوبايدوويل شي چې که چېرې پښتنوسواددرلودای ، ولی به دځينوخرافاتو ترتاثيرلاندی تلل اوهم به ددې جوګه وای چې پخپل دين کی ژوره مطالعه ولري اوهرڅه دعلم په مټ وتلي ٠ دخواشينۍ ځای دې چې نني پښتانه ددومره صفتونو،د ننګ اوغېرت له چغواوقرقروسره سره هيڅ عملي نتيجې نه لري ٠ دپښتنوترټولوښه ليکوال اوشاعر هغه وي چې ځان ستاينه وکړي اوپوچ تشبېحات داسمانونوسره وجنګوي ٠ خوزماپه نظرترټولوخواخوږې ، غمشريک ، پالونکې اوسمون غوښتونکې ليکوال اوشاعر هغه دې چې پښتنوته سمه لارهم وښۍ اوپه غلطيويې سترګې پټې هم نه کړي ٠ زه دهرپښتون سره د(پښتونولۍ) ګټوورې تړې منم اوورسره دهر(کوډ) په معنا هم پوهېږم ٠ رښتيادپښتونولۍ ځينې صفات ښه دي اوسړې يې په اوس وخت کی هم تطبيقوولای شي خوداپوښتنه می لانده حل شوې چې تراوسه د ځينو تړو کومې نتيجې ښې وې ؟
دپښتنوسړوژونديې ښه کړې که دښځويې ؟
کومه اګاهي اوپوهه يې زېږولې ؟
کوم مهذب فرهنګ يې رامنځ ته کړې ؟
کوم مذهي ارزښت لري ؟
دپښتنودنسلونوپه دماغوکی يې څه اچولي ؟
کوم پرمختګ ته يې لاره پرانيستې ؟
دپښتنوپه اتفاق کی يې کوم رول لوبولې ؟
ارواښاد قيام الدين خادم صاحب هم پخپل نر ي کتاب `` پښتونولي `` کی ليکلي چې `` ډېرافکارشته چې دعواموپه ذهن کې يې ځای نيولې دې اواصله ريښه يې نه معلوميږي `` ،همدغه رازخادم صاحب د(ننواتې ) په برخه کې ليکي `` دخون اومېړوخې ښځې ننواتې څلورښځې ، څلورقرانه اويوپسه دې `` نوتاسې اوخدای ، داهم کوم وياړدې چې ديوې بدلارې ، بدلمنې ښځې اوياديوشړ، ليوني قاتل لپاره دې څلوربې ګناه اوبې مددګاره ښځې په بدل کی ورکړای شي؟ ؟؟
داکوم مذهب اوکوم قانون دې ؟
نودغفارصاحب دنظرپه تاييد ، ډېرې نورې حلقې اوډلې هم شته چې دافغاني جامعې دذهني ، فکري ، عقيدوي ګډوډيوسبب شوي اوبيا دغوګډوډيوپه عملي ژوندباندی غلط تاثيرکړې ٠ ددې ترڅنګ تاريخي واقعتونه هم دهېروولونه دي اواوسني پښتانه بايدعبرت تری واخلي ٠ دپښتنوپه سيموکی د٢٠٠ (دوه سوه) څخه زياتې ښوونځۍ سوزوول شوي ، ولې؟ همدې پښتنوته وايم چې اې ګډبه و، تاسوچېرې اورېدلي چې په پاکستان کی چادنجونويا هلکانوښوونځۍ سوې وي ؟
ماته خوهغه څوک مطلق کافرښکاري چې دعلم مينې ويجاړوي ٠
که ښوونځۍ نه وي ،نونه به پښتون ډاکټروي اونه به پښتنه ډاکټره او داګډبه غيرتي پښتانه به مجبوريږي چې خپلې ښځې پنجابي ډاکټرته ورولي ، هلته هم ولاکه پوه شي چې رښتيانې غېرت څه شې دې ٠
ښاغلې مرحوم قاضي عطاالله خان پخپل کتاب `` دپښتنوتاريخ `` کی کښلي چې دپښتنونوميالې سياستپوه ، ښاغلې ميرويس خان اودهغه قهرمان زوی ميرمحمود، داصفهان له نيوولووروسته داداري پرسونل له نشتوالي سره مخ شوي ؤاومجبورؤ چې په مهمواداري څوکيوپخواني دوښمن اداره چيان پرېږدي ، ځکه چې پښتانه په پېړيو دفارسي اومغولي استعمارله تاړاکه له علم اوزده کړې څخه محروم شوي ؤ اوپه دوی کی دګوتوپه شماردتعليم خاوندان ؤ٠ قاضي صاحب په بل ځای کی داحمدشاه ابدالي دبااعتماده ځوی ، تيمورشاه په هکله ليکي چې ده کله پايتخت له کندهاره کابل ته نقل کړ، په ټولواداري چاروکی يې قزلباش مقررکړه ، داسې حال يې اوس هم دې اوپه داسې حال دافغانستان دتاسيس څخه راپدېخوا بل هيڅوک ملامت نه دي بلکه همدغه پښتانه پخپله دخپل ځان دوښمنان دي ، په دوی کی نه داتفاق روحيه پيداشوه ، نه دعلم ، نه دزده کړې ، نه دابادۍ اوسوکالۍ اونه دسياست ٠ پښتانه دومره کمزوري خلک دې چې هيڅکله دخپل راتلونکي غم اوفکرنه کوي ، دوی دخپلودماغونه کارنه اخلي بلکه دسرپه ګوزار، رابېداريږي ، يعنی هغه وخت يوڅه ته متوجه کيږي چې له کبله يې درد احساس کړي ٠
ددوی سياستګراوملايان دخپلوشخصي ګټولپاره په خپلوپښتنوتجارت کوي اودغه تجارت دډيورند دکرښې په دواړوخواوروان دې ٠
ملايانوته ځکه زياته ګووته نيوول کيږي چې دوی دپښتنوپه ذهنونوسپاره دي ، دوی چې څه وايي ، پښتانه هغه اسلام بولي نوځکه يې مني هم ٠
په صوبه سرحدکی ملايانودپښتنومخه نيولې ، پښتانه نه پرېږدي چې خپلې ژبې ته ترقي ورکړي ، هغوی ته په مذهبي مداريتوب وايي چې اردواسلامي ژبه ده ٠ ها خوپه افغانستان کی طالبان په ډېرفخرمکتبونه سوځوي ، معلمان اوشاګردان وژني اويوپښتون هم نه راجګيږي چې ورته ووايي چې تاسوپوه شه اوامريکايان اودافغانستان دولت پوه شه ، سره معلومه يې کړۍ مګرزما دبچومکتب نشې ورانوولې ، زمابچي دتعليم په ګناه نشې وژلې اواستاذان يې نشې وژلې ٠ دوی که ځانته غيرتي وايي اودريښتينې پښتونولۍ دعوه کوي نوبايد دخپل دوښمن اودوترمنځ توپيروکړي ٠
وحشيان علم اودعلم مقامات څه پېژني ؟ دغه وحشيان مکتبونه اوعام المنفعه تاسيسات ورانوي اوبياخودومره غېرتي پښتانه هم نشته چې بيايې ابادکړي ، نوڅه به کوي ؟
خولې به يې يا امريکا اويابل ته ورانې نيوولي وي چې دخدای په لحاظ زورنه لرو، راشه داوران مکتبونه راته بياجوړکړۍ ٠
نقاد
11.10.2006
دروند ورور کشمالي صيب او دافغان ولس درنو خواخوږو سلام پر تاسې !
د کشمالي صيب ليکنې مې ډيرې خوښې شوې ، پر قلم دې برکت شي ، دافغان ولس سره ترې د نوموړي خواخوږي له ورايه څرګنديږي !
کشمالی صيب د حليمي صاحب په وينا صَحي ديني عالمان نشته او جاهل ملايان چې څومره ډير دي هومره يې
هيواد ، ملت او اسلام ته زيان اړولی دی ، ددوی مينه لغته او اند يې د فساد سرچينه ده ،او پر کومو فسادونو او تباهيويې چې افغان ولس په تيرو شلو کالوکې اخته کړې، هغه يې ځورلي، کړولی او څپلی او بيا يې ليرې غورځولی دی د هغوی بيان نشي کيدای .
خو جاهل ملايان او طالبان به پريږدو ، دوی خو هم جاهل دي او هم ژر ځانونه بايلي اوپه پرديو پلوري ، خو رابشو هغو (( ًروشنفکره )) ((ًمشرانوً )) ته چې د کی جي بي . په مرسته يې په خپل هيواد کې کرملين ته وفادار ګوندونه تاسيس کړل .او په دې توګه يې دافغانستان له مظلومو خلکو سره دوښمنۍ او ملي خيانت ته ملا وتړله . دوی انون ته په څه پوه ليکوالان ، اديبان او آن پر سياست پوه مشران ويل اوبي تجربې ځوانان يې تيرايستل او ګوند ته په جلبولو سره يې منحرف او بي ﻻرې کول . دغه په عقيده ملحد او په سياسي تګلاره مرتد ګوند دافغانستان د خلکو دوښمن ، ضدملي او ضدد موکراتيک ګوند و چې کې جي بي دخپلو دوه غړو نورمحمد تره کي او ببرک کارمل پواسطه دخلق او پر چم ګوندي فرکسيونونه رهبري کول . دوی به کی . جي .بي لومړی د هيواد دځوانې دموکراسۍ اوبيا د دداودخان د ملي حکومت پرضد پر ملا ټپول . ......نور لري
کشمالې
11.10.2006
ښاغلې نقادصاحب ، درناوې !
د حليمي صاحب په وينا `` صَحي ديني عالمان نشته `` رښتياهم چې سړې هرلوري ته مخ واړوي ، هغسې ديني اوبې پرې عالمان نه ښکاري لکه څنګه چې داوخت اوافغان اولس ورته سترګې په لاردي ٠ دمرحوم مولوي محمدنبي محمدي نه چا پوښتنه کړېوه چې که تاسوله کمونستانوڅخه قدرت ونيسۍ ، په کابينه کی به څنګه وزيران وټاکۍ ٠ وايي هغه ځواب ورکړې ؤ چې که په وزيرانوکی يونيم خلقي هم راشي پروانه لري خوچې مسلمان شي ٠ نوزه وايم چې که په هره طريقه کی يې يوځل ګډون کړې وي خوچې دخدای - راستۍ ميدان ته راودانګي اويوڅه علمي دائرې رامنځ ته کړي ، ګومان کووم دسبااحتياج به يوڅه رفع شوې وي ٠ خوبيا چې خپلوخلکوته وګورونوعالم خوڅه کوې چې وليان ولاکه ورته ټينګ شي ٠
په دغه هيوادکی علم هم کارنه کوي ځکه چې جهالت ډېرقوي دې ٠
د کې ، جي ، بي ايجنټان هم له قضاوته اومحاکمې څخه نه دي بري شوي اونه دا،داسې ساده خبره ده چې دچابه هېره شي ٠ چاچې ګلونه کرلي وي ، ګلونه به يې حاصل وي اوچې اغزي يې کرلي وي ، اغزي يې حاصل دې ٠ دغونمبربدل روسانودقتلونو، ترورونواوبدبختيوبنسټ ايښې اودنه سړي ځامنوته يې موقع په لاس ورکړه چې نن يې نتيجې ګورو ٠ دغوروس بچه ګانوسورفاشيزم افغانستان ته راووړاوبياپسې ملايانوتور جهالت ٠
مننه
کشمالې
13.10.2006
د کشمالي صيب ددې تيروتنې په اړه چې
[quote:5024f6af96]،همدغه رازخادم صاحب د(ننواتې ) په برخه کې ليکي `` دخون اومېړوخې ښځې ننواتې څلورښځې ، څلورقرانه اويوپسه دې `` نوتاسې اوخدای ، داهم کوم وياړدې چې ديوې بدلارې ، بدلمنې ښځې اوياديوشړ، ليوني قاتل لپاره دې څلوربې ګناه اوبې مددګاره ښځې په بدل کی ورکړای شي؟ ؟؟ داکوم مذهب اوکوم قانون دې ؟ [/quote:5024f6af96]
بايد يادونه وکړم چې :
ننواتې عذر زرايو ته وايي . که چا خون کړی وي اويايي کومې ميړوخې ښځې ته په سپکه سترګه کتلې وي، نو د بخښنې دغوښتلو له پاره ٤ ښځې قران په سر ورليږي چې د مقتول يا ميړوخې له وارث يا ولي څخه بخښنه وغواړي، څنګه چې ښځې په پښتنو کې د قدر عزت او ناموس سمبول بلل کيږي ، نو له قران سره ددوې ورتګ
اړونده کسانو ته ډير دروند تماميږي اود قران په سرورغلو ميرمنو ننواتي نشي ردوﻻی او هغوی مايوسه بيرته نشي رخصتولی ، نو د خون غوندې د يوه ستر جرم څخه مجرم ته تيريږي او بخښنه ورته کوي او سوله رامنځته کيږي . متأسفانه چې پښتانه يواځې او يواځې په همدې ځای کې د نړۍ تر هر بل قوم زيات د ښځو درناوی کوي ، او دغه درناوي اروښاد علامه قيام الدين خادم په ګوته کړی دی.
د خادم صيب پر ليکنه دغسې نيوکه که ګوستاخي ونه ګڼل شي نو د ډيری خامۍ بيلګه خو په هرصورت شميرل کيږي . هو :
[color=blue:5024f6af96]پښتو ده پښتو شوې د خادم په خدمتونو
................................ دا ستوری د پښتو و اولين ، په اسانونو [/color:5024f6af96]
خو نتيجه بيا هم زمونږ او ستاسې يو ارمان دی : څومره به ښه وای چې د ژوند په ټولو چارو کې پښتنو د خپلو تور سرو دغسې درناوی او عزت کوﻻی ! والسلام !
صافی
14.10.2006
هسې نه ده ځواکمن صاحب ، څلور ښځې باید دخپل ژوند اوشرف سره يو ځای دمقتول کورنۍ ته په بدل کې ورکړل شی .
خو دنیکه مرغه داکار په اوسنۍ زمانه کې په اسانه څوک نه شی کولای ،او په همدې علت دقاتل او دقاتل دکورنۍ نه دبدل داخیستلو سلسله تر ابد دپښتنو په ځینو دمدنیت څخه لری سیمو کې ادامه مومی.
ع کريم حليمي
14.10.2006
سلامونه اواحترامات !
[quote:005ca4f272]څنګه چې ښځې په پښتنو کې د قدر عزت او ناموس سمبول بلل کيږي [/quote:005ca4f272]
رشتيا ده ! څرنګه چه نور اقوام ښځي داسي خرڅوي لکه غوا وي ، او هم ئې
له ډيره غزته پر کور کښېنوي او له درس او تعليم څخه به ئې په لحاف کښي
پېچلي، او چه د تره زوئ ئې قتل وکړي خپله ترله په بدي کښي ورکړي :cry:
هو ! اروښاد علامه قيام الدين خادم هغه څوك وو، چې پښتو ادب يې د نظم او نثر، له نګاه او پلوه بډاىه كړېده ، اما که دغه پښتون ولي `` دخون اومېړوخې ښځې ننواتې څلورښځې ، څلورقرانه اويوپسه دې ``
بيا ګل پاچا الفت ليکلی نو بيا به ئې په انتقادي سترګه ورته کتلي وای
نو بيا به کشمالې صاحب دا پښتون ولي زموږ د مخه نه وهلای چه :
[color=white:005ca4f272]اينه پشتون ولي [/color:005ca4f272]
اروښاد علامه قيام الدين خادم د ادب په اسمان کښي ستوری
خو ګل پاچا الفت د ټولني هر څه په يو رښتينې شکل اوبڼه ليکي
او د ريالېزم اسمان دی ، او پښتو ادب ته ريالېزم رابخښلی
چه سړي ټوله خادمانو شي
چه الفت په کښي نوي نوبې څه کړو زماجانه
14.10.2006
درنو ورونو ته سلام !
خبره په دوه بيلابيلو موضوعګانوکې ده چې بايد سره ونه لړل شي :
څلور سوَرې په بدو کې ورکول بيله موضوع ده او ننواتې بيله !
په ننواتو کې څلور ميرمنې ، چې غالبأ پيغلې هم نه وي ،قران په سر نيسي او د عذر او زاريو له پاره د مظلوم کورته ورځي . او په راخيستل شوي اقتباس کې هم ننواتې مطرح دي . تاسو وګورئ چې يوې ميړوخې ته په سپک کتل خون او قتل نه دی نو له څلورو پيغلو څخه ورته تيرېدل هم امکان نه لري او رواج کيدلی نشي
او دخون په پيښه کې چې په ځينو ځايو ې د يوې پر ځای څلور پيغلې په بدو کې ورکوي، په هغې کې بيا ننواتې نشته او نه هغه پيغلې اول له قرانونو سره ننواتو ته ورځي او بيا دوهم ځل په اسونو يا اوښانو د سپرو ناو په توګه (! ). په بدو کې د سورو ښځو د ورکړې رواج پر ښځو ډير بد ظلم دی، خو په ننواتو کې ميرمنې او مشرانې ښځې د خپل ځوی، ورور يا د کورنۍ د بل نرينه غړي ژوند بچولی او ددوښمنۍ پر ځای د واقعي پخلاينې او دوستۍ سبب ګرځيدلی شي، بي له دې چې پيغلې نجونې په کې له ﻻسه ورکړي . له دې کبله ننواتې بد رواج نه دی ګڼل شوی او ستايل کيږي، خو موارد يې هم محدود دي .
که دا موضوع نور څيړلو ته اړتيا ونه لري ، نو ښۀ به وي چې نور د[color=red:67400b42be] تاريخي فرصت [/color:67400b42be]اصلي موضوع ته راوګرځو ! په درنښت او افغاني مينه!.
کشمالې
14.10.2006
ځواکمن صاحب سلامونه !
تاسوفکرکړې چې ګنې کشمالي به تيروتې وي چې ليکلي يې دي :
اقتباس:
،همدغه رازخادم صاحب د(ننواتې ) په برخه کې ليکي `` دخون اومېړوخې ښځې ننواتې څلورښځې ، څلورقرانه اويوپسه دې ``
نه ځواکمن صاحب ، زه په دې ليکنه نه يم تېروتلې ٠ کوم خبره چې ښاغلي خادم صاحب په خپل نري کتاب `` پښتونولي کی کښلې ، هغه د دې کتاب په ١٦٧ م مخ ک د `` عمومي مقررات `` سرليک او `` دننواتې ، جرګې ، مرکې اودمرکه کوونکودحقوقو اودميلمستيا په باب `` فرعي سرليک لاندې لوستلای شۍ ٠
نورنودروپيواوداسې نوروشيانوقيصې هم کمې نه دي اوکه دخادم صاحب وينا هم نه وي نوڅوک دي چې دداسې شيانوشاهدان به نه وي ؟؟؟
درناوې
کشمالې
15.10.2006
[quote:f4b734c86f]ځواکمن صاحب سلامونه !
تاسوفکرکړې چې ګنې کشمالي به تيروتې وي چې ليکلي يې دي :اقتباس:
،همدغه رازخادم صاحب د(ننواتې ) په برخه کې ليکي `` دخون اومېړوخې ښځې ننواتې څلورښځې ، څلورقرانه اويوپسه دې `` [/quote:f4b734c86f]
نه کشمالی صيب ، د علامه خادم اقتباس مو سم بلم، پر محتوا يې تاسو سم نه ياست پوه شوي او ننواتې مو
د خون په بدوکې د څلوروپيغلوله ورکولو سره بدلې کړي دي ، کوم چې په ننواتو کې نشته او نه دخادم صاحب
په پورتني .اقتباس کې د څلورو سوَرو ښځو د [color=red:f4b734c86f]ورکړي [/color:f4b734c86f] يادونه کړې ده . وګورئ تاسو پورتنی اقتباس خپلې انګيرنې ته :
[quote:f4b734c86f]داهم کوم وياړدې چې ديوې بدلارې ، بدلمنې ښځې اوياديوشړ، ليوني قاتل لپاره دې څلوربې ګناه اوبې مددګاره ښځې[color=white:f4b734c86f] په بدل کی ورکړای شي؟ ؟؟ [/color:f4b734c86f]داکوم مذهب اوکوم قانون دې ؟ ![/quote:f4b734c86f]
انشا الله اوس به مو ستونزه رفع شوي وي .که څنګه ؟ په درنښت