نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
منلی
15.07.2006
سلامونه اونیکی هیلی
ټول مسلمانان دیوجسم مثال لری په جسم کی چی دویښته غوندی دردراشی ټول
جسم ورسره په تکلیف وی زه دیومسلمان په حیثیت دفلسطین اولبنان خلکو سره پوره همدردی لرم اودااسرائیلو وحشیانه حملی چی په عام خلکویی کړی یوغیری انسانی کاربولم اوسخته غندنه یی کوم .
دهغوی لیډران به هم لکه زمونږ لیډان دمغرب په زور ناست وی که هغوی دروس یاامریکی سره ښی اړیکی لری دهغه له وجی یی قوم پړنه ده اوزمونږ همدردی یی مسلمان قوم سره ده .
دمغربیانوپه هلاکیدوزمونږافغانانونه نیولی دټولی نړی هیوادونه افسوس اوژړاکوی په همدی ټول افغان کی وګوری
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=720&start=0
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=351&start=0
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=529
خوبل خوازمونږاختر ورور لیکلی .
د فلسطين ولس د اور په لمبو کې سوځي. اسرائيلانو عام قتل را شروع کړی دئ . ددې غميزي په هکله تاسو د ټول افغان ډله هم يو څه خپاره کړۍ .
خپله یی پاس ولولی چی مغربیانوسری یی ډیره غم رازی ښکاره کړی که بی کناه مسلمانانوسره .
نوټ : دپاس پیوندنه زماهیڅکله دامطلب نه ده چی مغرب عام خلکوسره داظلمونه ښه شوی دی.
15.07.2006
ورونو دا څرګنده ده چې مونږ ټول مسلمانان ، په تيره بيا افغانان د اسراييلوتيري او دامريکا امپريالستي سياست د فلسطين او ټول منځني ختيځ کې په کلکه غندو، بي له دې چې د طالب پلوی وکړو او يا په دې برخه کې د کرزي صيب سياست تاييد کړو . افغانستان ﻻ دومره آزادهم نه دی چې بهرنی سياست يې بي چون او چرا تاييدشي ! او نه په طالبانو کې دومره تغيرات منځته راغلي چې د له نامعقولو خلکو پرته يې بل څوک هم تايد کړای شي. والسلام
.
15.07.2006
ورونو دا څرګنده ده چې مونږ ټول مسلمانان ، په تيره بيا افغانان د اسراييلوتيري او دامريکا امپريالستي سياست د فلسطين او ټول منځني ختيځ کې په کلکه غندو، بي له دې چې د طالب پلوی وکړو او يا په دې برخه کې د کرزي صيب سياست تاييد کړو . افغانستان ﻻ دومره آزادهم نه دی چې بهرنی سياست يې بي چون او چرا تاييدشي ! او نه په طالبانو کې دومره تغيرات منځته راغلي چې له نامعقولو خلکو پرته يې بل څوک هم تايد کړای شي. والسلام
.
لرغونى لاروى
larghonay1
16.07.2006
وروڼو سلامونه !
هيله ده چې احساساتي نه شئ !
مونږ هيڅكله نه وايو چې پر يو چا دې ظلم وشي.
مونږ وايو كه يو سپى چېرته په اور كې سوزي هم بايد مرسته ورسره وشي .
خو :
ملنګ دې ځانته دعاوكړي
چې كور په كور كلي كې نه غواړي خيرونه
پر مونږ لومړى د خپل هيواد جوړول او د خپلو خلكو له وژنې او كړونې بچ كول فرض دي او بيا نور.
ما مخكې هم ويلي وو خو ځينې ورڼه ډېر حساساتي دي راته په غوسه شوي وو. حتى يهود يې راته ويلى و.
زه وايم:
چې ډيوه نه ويني، په ډيوه به څه وويني
څوك چې خپل كور كې جوړجاړى نه شي راوستى نو د نورو سره به څه مرسته وكړي؟
او كه هغه د پاكستاني ملايانو غوندې چې د كشمير په اړه احساساتي او جذباتي تبليغات كوي او په خپلو ښارونو كې د هغوى ناخوالې په چكچكو بدرګه كوي، نو دا خو ملاتړ نه بلكې منافقت شو.
نو مونږ بايد د خپلې شړۍ سره پښې وغځوو.
چې وس مو نه كېږي نو هسې چكچكې يا دخولې غورې منافقت دى او له منافقت نه بايد ځانونه وژغورو.
فلسطينيانو ته د هغوى د نجات اوخپلو حقونو ترلاسه كولو په هيله
ستاسو لاروى
Mohammadi
18.07.2006
کوشان صيب شاباس
ټول افغان خبرونه
د يادونې وړ ده چې د اسرائيلو په بريدونو كې چې د اوومې ورځې لپاره يې دوام وكړ تر دوو سوو ډېر كسان وژل شوي چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي.ختم
مقصد چې ته خوشاله وي
منلی
19.07.2006
سلامونه اونیکی هیلی
کوشانه داراته وویه چی شاه شجاع ،کارمل اوکرزی سره خوبه دی په نسل کی کومه رشته نه وی ولی چی هغوی دچوکی اومال لپاره ایمان .پښتو ،غیرت دپښولاندی کړل
چی څوک خپل حق غواړی که ستاسوپه نظرلیونی وی هغه بیله خبرده خوزماپه نظر وښیار همدغه سړی ده چی خپله دفاع قوی کوی ترڅوملک یی زمونږ ملک غوندی دجنګ میدان نه شی .
اسلام یوپوره دزندګی قانون ده هرانسان چی له هرنسله وی داقانون منی اوپه ځان یی عملی کوی هغه ته مسلمان وایی ددی برعکس هرڅوک چی دی قانون نه سرغړونه کوی که هغه افغان ،عرب ،امریکائی وی مسلمان نه ده نوچی مسلمان نشو ملایاطالب هم کیدی نشی په همدی ډول که دملایانو سیاست نه ځان خبرول غواړی دابوبکر،عمر ،عثمان اوعلی (رض ) دوخت نه ځان خبر کړه .
FaridOkhyar
19.07.2006
[quote:be06a6d129="کوشان"]سياست چې ملايانو ته پاتې شو ، هماغه دی چې په پلسطين او لبنان
کې بېګناه انسانان وژل کېږي .
ښاغلی ايت والله احمدي نژاد د ايرانستان ولسمشر چې هسې خوشې چټي
يو لېونی دی او په نړيوال سياستونو دومره نپوهېږي ، د هغه بېګناوو
وژل شويو پلسطينيانو او لبنابيانو قاتل دی چې په دې وروستيو کې
د اسرايل د نظامي بريدونو په ترڅ کې ، دې ژوند سره ودا وکړه .[/quote:be06a6d129]
دا ملايان خو 25 کاله کيږ ی چه په ايران کې په قدرت دی.
خو د امپریالیستانو او صیهو نیستانو ترور د عربو پر ضد 60 کلن تاریخ لری .
په عراق کې خو ملايان په قدرت کې نه وه .
په افغانستان کې خو تش په نامه ملايان په څوکېو کې ناست دی او د یهود او نصارا سره شه ملگرټو ب هم ساتلی دی اود خپل جیبونو او دالرونو خیال ساتی .
دا یو بی بنياده پلمه ده چه د ايران په هکله ويل کیژی .
دا دنوی استعمار مافيايي تئوری دی چه اول مسلمانان د سنی او شيعه په نامه جلاکوی او خپل سیاست مخ ته بوځي او بیا دواړه دلو سره جګره پیل کوی .
په افغانستان کی خو د تاجکو او پشتنو تر منځ د نفاق اچولو دوکتورین ناچل شو .
انشا الله د سنی او شیعيه د نفاق اچولو دسیسه هم ماتی سره مخامخ کیژی .
په در ناوی
منلی
19.07.2006
سلامونه اونیکی هیلی
[quote:ec3a764244]ا پورتني درې يارانو سره خو په نسل کې رشته نلرم خو ژبه مو يوه ده . که دوۍ بد خلګ وو او که ښه ، هغه بېتفاووده . مهمه دا ده چې دوۍ دومره سياسي پوهه درلوده چې ستا په نيکونو حکومت وکړي[/quote:ec3a764244] .
ښاغلی کوشان ماصرف یوسوال کړی وه اوته دومره احساساتی شوی یی چی خبره دی نیکونوته رسولی ده خوته چی څنګه فکر کوی داسی هم نه ده زمونږ نیکونو انګریزان اودهغوی غلامان زمونږپلارونو روسان اودهغوی مزدوران په ډیره نره توره سره له خپل وطن نه شړلی اوکه ماوښی نوسمه ده .
کوشان لیکی
[quote:ec3a764244][ته خو له پوهې نه غريب پاتې يې [/quote:ec3a764244]
بلکول همداسی ده
[quote:ec3a764244] د خلفا او ملا توپير هم نشې کوولې : [/quote:ec3a764244]
که ته یوواربیازما لیکنه ولولی چی ماداسلا تعریف څنګه کړی اودی تعریف نه می موخه همداوه چی هرڅوک په سپین ،تورپټکی اوږیره نه ملا اومسلمان کیږی .
که ملاده که مسلمان ده اوکه خلفائی راشدین دی دټولو قانون یوده .
[/img][/u][/list][/url][/i][/quote][/code]
ع کريم حليمي
20.07.2006
ډير محترم ملا صاحب زخمی!
سلامونه او احترامات تقديمه وم
[quote:282cc9dc5d]که دملایانو سیاست نه ځان خبرول غواړی دابوبکر،عمر ،عثمان اوعلی (رض ) دوخت نه ځان خبر کړه .[/quote:282cc9dc5d]
دا ډيره عجبه جمله ده !
١ټول ملايان(ابوبکر ، عمر ) د ښه تدبير خاوندان دي .
٢ . اوابوبکر،عمر ملايان وه . نو ٣. دا نتيجه چې :
نو ملاعمر اخوند هم دښه تدبير خاوند وو ؟؟؟؟
ايا دا به د ابوبکر مقام ته خساره نه وي ؟ ابوبکر رض (ملا ) ؟؟؟؟
که و ګرانو لوستونکو ته دا تشرح کړي چه د ملاعمر اخوند او ابوبکر صديق
حد وسط او حد مشترک څرنګه تشرح کوې ؟؟؟
او دا تاسو ريشتيا داسي فکر کوۍ چه د ملاعمر اخوند سياست
داسي وو لکه د ابوبکر رض او عمر فاروق رض ؟؟؟
ايا دا انصاف دی د خلفاوو په حق کښي ؟؟؟
منلی
20.07.2006
حلیمی صاحب سلامونه می قبول کړی دومره غټ شخصیت نه یم
زماهیڅکله دامطلب نه ده چی ملاپه درجه کی دحضرت ابوبکر صدیق ،اوحضرت عثمان (رض) ................. سره برابرده
ملا: ددین عالم دعمل سره
عمر اخوند.ربانی .......... هیڅکله ملایان نشی کیدی ولی ماپه مخکی لیکنه کی داخبره وضع کړی چی څوک په تور،سپین پټکی یاږیره ملا نه کیږی بلکی دزندکی مکمل قانون (اسلام ) چی ومنی اوعمل پری وکړی ملا بلل کیږی
ښاغلی کوشان لیکلی وه
[quote:01d51fdd91]زما په اند خو ملا او سياست بلکل سره جوړ نراځي[/quote:01d51fdd91]
زماجواب
[quote:01d51fdd91]که دملایانو سیاست نه ځان خبرول غواړی دابوبکر،عمر ،عثمان اوعلی (رض ) دوخت نه ځان خبر کړه [/quote:01d51fdd91]
دلته زما له ملانه موخه اسلامی سیاست وه
که ملاده که مسلمان ده اوکه خلفائی راشدین دی دټولو سیاست یوده که ملاخلاف دخلفاء الرشدین سیاست کوی هغه ملانه بلاده .وسلام
.
اسراييلي لېوانو تړل په کار دي
Pan-Islamist
20.07.2006
اسراييلي لېوانو تړل په کار دي
دوست
اسراييل د وخت په تېريدو او د مسلمه امت د بې پروايي او بې همتى له کبله په داسې يوه داړونکي لېوه بدل شوي چې هرې خواته خولې اچوي او وينې زبيښې .
اسراييلي سرتيري فلسطين ته ننوځي د مظلومو انسانانو په مرۍ خوله سره کوي او بيا دتېري کونکو نوم هم فلسطينيانو ته ورکوي .
د فلسطين ناندريزه موضوع چې له نږدې ٦٠ کالونو راهيسې همداسې راروانه ده تراوسه په کې په زرګونو بې دفاع فلسطينان وژل شوي او لا دا لړۍ همداسې روانه ده .
اسراييلي ځواک چې له مودو راهيسې د فلسطينانو د له منځه وړلو په هڅه کې دى ، تراوسه ورته ځکه څوک څه نه شي ويلي چې سترځواکونه يې تر شاه دي .
څو ورځې وړاندې اسراييلو د لبنان په ښايسته ښار بمباردونه پيل کړل ، خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بوش چې ځان دبشريت د حقونو مدافع بولي د هغه ملا وډبوله او په پوره سپين سترګى وويل چې اسراييل حق لري د ځان دفاع وکړي (!) .
خو کله چې د اسراييلو د ناروا عملونو په ضد په مسلمه امت کې نيمژواندى غږ پورته کېږي له لوديځوالو پرته يو شمېر په نوم مسلمانان ورته هم د خپګان سرونه خوځوي .
کله چې د ايران ولسمشر احمدي نژاد په يوه بيانيه کې ټوکه وکړه او د اسراييلو دله منځه وړلو ګواښ يې وکړ هماغه ورځ له نړيوالو غبرګونو نو سره مخ شو، خو اسراييل چې له کلونو راهيسې د فلسطين او اوس د لبنان ورکولو پسې عملا راخيستې په ټولو مسلمانانو کې داسې خوله نشته چې تش غږ پورته کړي .
مسلمانان بايد په دې پوه وي چې اسراييل د يوه خوشي شوي ليوه په څېر دى او چې هر چاته يې مخ واړاوه نو اورميږ به يې مات کړي .
له سستو مسلمانانو سربېره القاعده ډله چې ځانونه د اسلامي امت حاميان بولي هم پټه خوله ده .
دغه ډله چې د فرقي شخړو ، دسني او شيعيه ډلو او هم د څو هغو بې وسو او د ډوډى پيداکولو په بدل کې چې په افغانستان او عراق کې په نظامي ليکو کې کې مزدوري کوي ، وژنو پسې راخستې ده .
ښه به وي چې القاعده او يا له دې سره تړلې ډلې دغه زور هلته وازمويي چې مسلمانان ترې نارامه دي .
دوى که رښتيا هم د مسلمه امت په غم کې وي ، نو ددغه ملت دوژلو پر ځاى دى د اسراييلو مقابلې ته ودريږي .
دوى چې په هر ځانمرګي بريد کې له يوه څو مخالفانو ( چې هغه هم مسلمانان دي ) سربېره بې ګناه انسانان او تنکي ماشومان هم وژني ، په کارده چې دغه جنت هغه ځاى کې وګټي چېرته چې رښتيا هم دګټلو امکانات يې شته .
اسراييلو او د هغوى ملاتړو ځواکونو په حقيقت کې د مسلمانانو ځپلو پسې راخيستې ده .
اسراييلي ځواکونه په فلسطين کې هغه اداره ( حماس ) له منځه وړي چې د خلکو په رايو يې واک تر لاسه کړى ، په لبنان کې يې د حزب الله ګوند د له منځه وړلو پسې راخيستې او سبا به ...
که د فلسطين د نهمې پېړي څخه را پديخوا حالاتو ته ځېر شو او د هغه مهال صليبي جګړې په غور سره وګورو ، نو وبه وينو چې هماغه پېښې دوباره تکرارېدونکي دي .
هغه مهال به ټوله اروپا نر او ښځه او دهغوى پاپان ، کشيشان او ... را وکوچېدل په مياشتو مياشتو مزلونه به يې ووهل ، په لاره کې به يې هر څه لکه د ځوځ او ماځوځ لښکر تباه کړل او بيا به يې په يوروشلم بريدونه پيل کړل ، خو په اخره کې به نيم لښکر بېرته خړې سترګې روان شو .
که څه هم دغه تالانګر لښکر به د مسلمانانو له بخښنو او نورو ښو عملونو څخه اغيزمن شول او هم د هغوى غاښ ماتونکو ګزارونو به له کړي کاره پښېمانه کړل ، خو چې معمولي به يې پښو کې زور پيداشو بيا به را وکوچېدل .
هغه وخت مسلمانان د نن په څېر ډېر او بډاى نه و ، خو هغوىکې د عمادالدين زنګي ، غالب ، صلاح الدين ايوبي او .... په څېر وتلي او زړور قوماندانان وو .
دغو قوماندانانو زموږ د يو شمېر مشرانو او قوماندانانو په څېر د خلکو په وينو سوداګري نه کوله او نه يې بل چاته د جنت ادرس ورکاوه .
په هرصورت اوس هم اوبه پوره له ورخه تېرې نه دي ، که مسلمانان په خپلو کې يو موټى شي او شخصي تربګنى لرې کړي نو دغه لوى امت ته د يو موټي اسراييلو د له منځه وړلو يا لږ تر لږه د هغوى د ظالمانه تيريو د مخنيوي کار ناشونى نه دى .
Ajab
20.07.2006
يارانو په دا پورته ليکنه (د اسراييلو لېوان تړل پکار دي) سره راته هغه ټوکه راپه ياد شوه چې وايي يو ځل مږو غونډه وکړه او د پېشو نه د ځان ساتلو په تدبير يې غور کاوه. يو چې پکې اوښيار و نو وې ويل د پېشو په غاړه کې به يو ګينګړى واچوو چې کله پيشو راځي نو هغه به غږيږي او مونږ به خبرېږو. يو مږ ورته وويل چې د پېشو په غاړه کې به دا ګينګړى اچوي څوک؟ نو دا اسراييلي لېوان به تړي څوک؟
بله خبره دا ده چې زمونږ د مسجد ملا خو د تېرو دولسو کالو راسې مونږ ته دا تبليغ کوي چې شيعه ګان کافر دي. چې شيعه ګان کافر دي او اسراييل هم کافر دي نو پرېږده چې کافر يې د کافرو سره مالومه کړي. د افغانستان دپاره خو د طالبانو، حکمتيار او رباني شريعت بس دى نور يې څه کوئ.
مشواڼې
20.07.2006
قدرمنواومبارزوهيوادوالو!
افغانستان د ناپيليتوب تاريخ هم لري اوددې ټاټوبي خلک دظالم اومظلوم په بېلوولو، همدغه شان د ظالمانوپرخلاف د پاڅون اودمظلوموسره دخواخوږۍ بېلګې هم لري ٠ دعدالت اوانصاف نمونې يې هم په تاريخ کی ثبت کړيدي نوځکه پری ډاډه يم چی د دوی مهمی فيصلې هروخت په ديموکراتيکه اومنصفانه توګه سرته رسي ٠
افغانانوڅوکاله وړاندی ثابته کړه چی يومظلوم اولس د ټانک اوبمونوپه زور ترهغونشي غلام کېدای ترڅوچی په خپلوصفونوکی اتفاق ولري اودقوي عزم خاوندان وي ٠
همدغه حقيقت د فلسطين دمظلوم اولس هم دې ٠ ځينی خلک د بيطرفانه اومېنځګړي په توګه تحليل نه کوي اوواقعتونه يواځی په خپل سياسي ذوق پوری تړي ٠ په دې کته ګورۍ کی ځينی غربي چارواکي هم راځي چی غواړي هرڅوک مجبورکړي چی همدوی ته حق ورکړي ، اودوی چی څه وايي هغه به بې چون اوبې چرامنل کيږي ،کنه د ژوند حق نه لري ٠ دنورواولسونو سرنووشت ددوی په فيصلوپوری بايدتړلې وي ٠ دوی که دنړۍ بدمعاشان هم وي ، بايدديموکراتان وبلل شي ، د بشردحقوقواصلي مدافعين بايد وبلل شي خودوی هيڅکله دافکرنه دی کړې اونه يې کوي چی په ټولوناخوالوکی ددوی لاسونه هم ککړ دي ٠ په دې به څوک سترګې پټی کړي چی په منځني ختيځ کی داسرائيلو حکومت يواځينې نظامي طاقت اوپوځي جګړه ماردې چی پرته له ځانه بل څوک يادبل چا پوله نه پېژني ٠ هغه عصري اوپرمختللې اصلحې لري چې اروپايان يې هم لري ٠ دوی داسيا اواروپاپه منځ کی غښتلې اټومي ځواک هم دې اودټولووسلودتوليدکارخانې ، پرمټ اوتوان هم لري ٠ ددې په مقابله کی فلسطينيا ن د دوهمې نړوالې جګړې په معياراوسويه راکټ لانچرونه اوکلاشنکوفونه لري چی هغه هم ښايي يايې له يوه عرب هيواديا پخواني روس څخه په پټه ترلاسه کړيوي ٠ خوټانکونه ، جنګي الوتکې، اتوم بم اوداصلحې دتوليدکارخانې اوپرمټ نه لري ٠ خودوی ته ځينې غربي چارواکي تروريستان وايي اوپه پلوۍ يې يوه خبره هم ګناه ګڼي ٠ که په اسرائيلو يوراکټ ولګيږي ، غربي رسنۍ سم له لاسه وايي فلسطيني ترورستانودا کاروکړ خو که اسرائيلو دهغوی ښارونو، ښوونځيو، شفاخانواوپلونوته بلدوزرونه اړم کړيوي اودانسانانو سره يې له بيخ اوبنياده اړوي نوبيا وايي چی اسرائيل له ځانه دفاع کوي ٠ داغربي چارواکي داسرائيلوپه اتوم بم هم سترګی پټوي خوديوفلسطيني ماشوم په لاس کی لوټه هم اتوم بم ګڼي ٠
که عربوته په عمومي شکل وګورو په چارواکواوسياستګروکی يې داسی څوک نه ليدل کيږي چی لکه غربيان په نره يا اخوا يادېخواو دريږي ٠ دوی هيڅ مصيرنه لري ،که پښې يې په يوځای کی وي نوسربه يې په بل ځای کی وي ٠ دغسې عرب چارواکي ډاريږي چی چېرې دصدام حسين په سرنووشت ګرفتارنه شي ٠ هغوی ته له غمه غريبي ښه ده اوله نسکونه پايتي ٠ کله چی اسرائيل فلسطينيانوته غاښ وچيچي ددې نوروعربو چارواکو شونډی بياوتلی وي ٠
که په ځانګړې توګه فلسطينيانو اولبنانيانوته وګورونودوی هم ديوې سپږې لپاره ټول پوستين اورته غورځوي ٠ فلسطينيانوڅه وخت مخکی يواسرائيلي عسکروتختاوه ، په عوض کی يې خپل ښاراوکورونه پری لوټې لوټې کړه اوپه لسګونوخلک يې پکی دمرګ کندی ته وروغورځول ٠ همدغسی کارلبنانيانووکړ٠ ددوه اسرائيلي عسکروپرسريې خپل کورونه ، سړکونه ، پلونه ، هوايي ډګرونه اودتيلوپمپونه دړېوړې کړه اوعاقبت بخيرچی نوربه لا څه کيږي٠ کاش چی داهرڅه يې مخکی لمخکی سنجوولای ٠ کاش افغاني طالبانوهم داسې فکرنه وای کړې ٠ کاش دپاکستاني سياستګروپه څېرطالبان هم چالاکه وای اوپه ٢٤ ساعته کی يې لکه پاکستان ، افغانستان هم ژغورلې وای ٠ دمذهبي سرتمبه ګيوکومه نتيجه ښه وه ؟ قذافي يې دخپلو ټولوسرتمبه ګيواوناړاميوسره پېزواني نه کړ؟ د طالبانوڅه حال شو؟ پاس لا درب نه ؤ شوې چی دوی لاندی ترپ لګوول ٠ دملاصاحبانوحلقه خوپه دې ترپ کی ماهره وه لکه د ملغاسي مږې په سوړوننوتل خوافسوس دهغوساده ځوانانوپه حال چی د تېښتې په چل هم نه پوهېدل ٠ دعراق دسوني اوشيعه اوس څه حال دې ؟ هره ورځ له يواوبل څخه شل اوسل وژني ٠ په نړۍ کی د مسلمانانوڅه حال دې ؟ يهودان اوعيسويان چې په ټنونوبمونه اوروي اوپه زرګونومسلمانان ، ښځې اوماشومان وژني ، ديموکراسي دمرګ سره تلي ، په هرچا خپله خبره دبرچې په زور مني ، دبل حرم اوکلتورته احترام نه لري اواخلاقي اوانساني ارزښتونه ترپښولاندی کوي ، ټول امتيازات اوختيارات لري ، خوکه دچاصرف نوم هم اسلامي ؤ نوشکمن تروريست دې ٠ داسې حالاتوته چا ضمينه برابره کړه ؟ واضح خبره ده چې سياسي ملايانو٠
د حيرت ځای خودادې چې هرکارچی کوي خپل ځان ته پکی ناکامي يقيني کوي اوبيادمقاومت توان هم نه لري ،اوبيا داسی تېښته هم کوي چی په اغزوکی لوڅی پښې داسی ځغلي لکه په ريشقه کی ٠ په يودرځ تريتم شي ٠ يوازی کنډوالې ،د بيګناه ماشومانوجسدونه ،په وينورنګ سړکونه ، تعفن اولوګي ښکاري اوبس ٠
په داسی شرايطوکی صحيح قضاوت هم ګران شي خوهغه څه پخپله قضاوت کوي چی زمونږ نظر پری لګيږي اووينويې ٠ نوکه په دغه هم سړی سترګی پټوي نوله بې انصافۍ بل څه ورته ويلای شو؟
که څوک په تله کی يوی خواته دوه کاڼي واچوي اوبلی خواکی دوه سوه ، وزن به يې يوشان وي ؟
درنښت
مشواڼې
اختر
22.07.2006
دلته د فلسطين د خلکو سره د پيوستون خبره مطرح ده نوري وطني خبري دلته ځای نلري هغه لطفاً بل ځای و کاروی .
په درنښت
منلی
23.07.2006
یوه ورځ یوسړی په خره ناست دکلی په مینځ تیریده خره یی ډیر ورانی کاوه اوپه سمه لارنه ته . سړی خروواښه چی په سمه لارلاړشی .له دی وجی دکلی خلک پری راټول شول اوسړی ته یی سپکی سپوری وویل سړی له خره نه معافی وغوښته چی مامعاف کړه ولی زه په دی خبرنه وم چی په کلی کی ستارشته داران اوسیږی .