د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د فلسطين خلک په اور کې سوزي

اختر
07.07.2006

اې ښاغلو!
د ټول افغان ښاغلو چلونکو!
د فلسطين ولس د اور په لمبو کې سوځي. اسرائيلانو عام قتل را شروع کړی دئ . ددې غميزي په هکله تاسو د ټول افغان ډله هم يو څه خپاره کړۍ . د فلسطين مظلوم ولس ستاسو او ټولو و ملاتړ ته احتياجه دئ .
ږغ مو را پورت کړئ . د ظالمانو پوه پناه کېدل و غواړۍ
په درناوي
اختر


لرغونی لاروى

larghonay1
08.07.2006

اختر صيب بختور اوسې !
ګرانه دا سمه ده چې د فلسطين پر خلكو ظلم كېږي خو زه وايم:
[color=blue:cc851a3acb]
چې په خپله ترېنه ګډوډ وي ودان كور
هغه خلك به څنګه جوړ كړي د بل وران كور
علامې د هغه چا د غرقيدو دي
چې د ګټې پر ځاى اخلي د تاوان كور
راشئ وګورئ د خپل عمل له لاسه
هر سړي لره عبرت دى د افغان كور [/color:cc851a3acb]

وروره په غوسه نه شې خو هغه د پاړسو متل دى وايي: كار زمين رانيكو ساختي = كه به اسمان پرداختي!
د فلسطين دې خداى ثواب وكړي، د افغانستان غم كوه.
اول خيرات خو په خپلو كېږي، دلته خو ورځ په ورځ حالات مرګوني كېږي، كه څه مو له لاسه كېږي نو تر فلسطينه زما په نظر افغانستان راته نږدې دى!
راځئ چې د دغه بېوزلي هيواد له پاره څه وكړو، چې دا جوړ شو بيا به له نورو سره ګورو!
خبرې د بل چا راته ونه كړې خپه كېږم
كه كړې نو بيا د ګران افغانستان خبرې وكړه
مننه
په همدې هيله
ستاسو لاروى


اختر
08.07.2006

ښاغلې وروره !
ستا تر ژبي او غوڅ قلم نه ځار سم .
فلسطين، افغانستان عراق او ددې نه باد نوري تودې سيمي ټوله په يوې کړۍ کې را ګير دي. ددې شيطاني بازيو لوبغاړ ی یو دی . نن زما د ګران افغانستان د پېښو اختيار نه ستا په لاس کې دی نه د کرزي او نه زما او نه د ټول ولس . همدارنګه د فلسطين او نورو دا هم . لوی شيطان د کوچني سيمه ايزه شيطانانو په وجود کې خپل پلانونه تطبيقوي . موږ دومره کولای سو چې دهغوی نا پاکه او کر غېړن نيتونه لوڅ کړو او خلک ورباندي و پوهاوو . زموږ پر وطن چې اوس دلوبو بازار ګرم سوی دی پرفلسطين لا د پخوا نه شروع سوی وو خو هدف يو دی . دا ټوله ديوه اخور نه تغذيه کيږي . نو که د فلسطين دردونه راسپړو په واقعيت کې د هغه اصلي عامل واقعيت را سپړو چې ز موږ په ګران افغانستان کې هم لانجې راته جوړوي، پخوي يې او سبا به د تناره ډوډۍ ترېنه جوړوي . په عراق کې هم . دلته ټولوته ډېره هوښياري او يو والی په کار دی .
په درناوي


منلی
08.07.2006

سلامونه اونیکی هیلی
اقوامی متحده ته چی اقوامی متفرقه واویوډیره به ښه وی .ولی چی داقوامی متحده هیڅ داسی فیصله نشته چی هغه واجب العمل وی او نه شاته داسی طاقت لری چی هغه فیصله یاقانون عملی کړی .
دټولو فیصلو اوقانونوباوجود په دنیا کی انسانی حقوق دپښولاندی کیږی .لکه څنګه چی اوس په عراق ،افغانستان اوفلسطین کی ظلم کیږی او اقوامی متحده داطاقت نلری چی مخ نیوی وکړی .
دمغرب خلک په ډیره بی شرمی سره دادعوی کوی چی په دنیا کی هر ښه شی ده.
هغه زمونږ له وجی دنیا ته رسیدلی ده.دمثال په ډول دانسانانو حقوق دوی چی کوم حقوق انسان ته جوړ کړی هغه یی صرف دخپل قومونو لپاره دی ولی چی ددوی عملونه داښایی چی انسانان صرف سپین پوستی دی .
وسلام


Re: لرغونی لاروى

FaridOkhyar
08.07.2006

[quote:44e1429924="larghonay1"]اختر صيب بختور اوسې !
ګرانه دا سمه ده چې د فلسطين پر خلكو ظلم كېږي خو زه وايم:
[color=blue:44e1429924]
چې په خپله ترېنه ګډوډ وي ودان كور
هغه خلك به څنګه جوړ كړي د بل وران كور
علامې د هغه چا د غرقيدو دي
چې د ګټې پر ځاى اخلي د تاوان كور
راشئ وګورئ د خپل عمل له لاسه
هر سړي لره عبرت دى د افغان كور [/color:44e1429924]

وروره په غوسه نه شې خو هغه د پاړسو متل دى وايي: كار زمين رانيكو ساختي = كه به اسمان پرداختي!
د فلسطين دې خداى ثواب وكړي، د افغانستان غم كوه.
اول خيرات خو په خپلو كېږي، دلته خو ورځ په ورځ حالات مرګوني كېږي، كه څه مو له لاسه كېږي نو تر فلسطينه زما په نظر افغانستان راته نږدې دى!
راځئ چې د دغه بېوزلي هيواد له پاره څه وكړو، چې دا جوړ شو بيا به له نورو سره ګورو!
خبرې د بل چا راته ونه كړې خپه كېږم
كه كړې نو بيا د ګران افغانستان خبرې وكړه
مننه
په همدې هيله
ستاسو لاروى[/quote:44e1429924]
دا د يو پښتون خبری دی يا ديو یهودی !!!
بنی آدم اعضای يکديگرند.
ملل تحت ستم اعضای يکديگرند.
مسلمانان جهان اعضای يکديگرند.

ډير د تاسف ځای دئ چه د يوي افغاني فورم چلونکې دا خبری کوي ٠
په درناوي


د فلسطين خلک په اور کې سوزي

larghonay1
09.07.2006

سلامونه!
تر اوسه به داسې څوك چا نه وي ليدلى چې پخپله يې ځانته هوښيار ليكلى وي!
دا چې تاسو پخپله ځانته هوښيار وايئ نه پوهېږم چې د كار ته به زه څه ووايم؟
بيا هم هوښيار خانه !
څوك چې لومړى ځان ونه پېژني هغه خداى هم نه شي پېژندى!
دا چې ته لومړى خپل هيواد نه شې جوړولى، هيواد وال دې در په در دي نو د فلسطينيانو سره به دې څه له لاسه وشي؟
بيا هم يو متل درته ليكم چې (چراغ نه ويني نو په چراغ به څه وويني؟
څوك چې ځان نه پېژني،د ځان او هيواد په قدر، ساتنه او حفاظت نه پوهېږم، هغه به د بل د درد څه دوا شي؟
خداى دې رښتيا هم هوښيار كړه !
په همدې هيله
لرغونى لاروى


بدر
09.07.2006

ګرانه لرغونې !
په تا هم هماغه کانه وسوه چې ويل به يې :
ته ئې مکړه چې ﻻ څه کړي !!
په درناوي


نقاد
09.07.2006

السلام عليکم درنو لوستونکو!

فلسطينيان زمونږ اسلامي ورونه دي ، هغه څه چې د ځان له پاره يې غواړو لکه خپلواکي، سوله او اولسواکي !
کله چی افغان ملت د شوروي پر ضد جهاد کاوه، ددوی مشراتابه د شوروي سره ښې اړيکې درلودې او د هغه سرۀ استعمارپرضديې يوه کلمه هم نه ويله ، ويل کيږي چې د ياسرعرفات دشوري پلوه دريځ د يوې غندنې په ترڅ کې نوموړي د سياف پسې تمانچه هم راويستلې وه.
هو، د ﻻروي صيب خبره ټيک ده چې اول ځان ،پسې جهان: عرفات او فلسطينيانو يې حق درلود چې د ځان پر ګټه د شوروي سره دوستي وپالي او دافغاني مجاهدينو پرضدد شوروي پلوه خلق او پرچم سره ودريږي ،.خومونږ ته خير ، چې دترغوږونو پورې په خپلو ستونزو کې ډوب يو ، خپل سرنشت ګډوډ پريږدو خو د فلسطين په وډ کې خپل ګريوانونه وشلوو.؟ هو!،مونږ د فلسطيني ورونو په بده ورځ خفه يو، همدردي ورسره لر و، خو عملي ملاتړ ورسره هغه وخت کولې او ښودلی شو چې د خپل کور شخړې مو حل شي .
اشغال شوی فلسطين خو څه کَی چې ټول فلسطين دې د محکوم افغانستان په لسمه برخه هم نه دی، کومه برخه چې تر اوسه پورې پاکستان اشغال ساتلې ده .آيا د پښتونستان له ازادولود له غږ څخه څخه مخکې به د فلسطين د آزاد ولو ادعا د افغانو له پاره پرځای وي؟ [color=white:4fd940d30f] که طالبان په رښتيا د آې. اس . آي چوپړي او زر پيرلي ګوډاګيان نه وي او د القاعدې په شمول د پښتونستان غږ پورته کړي، نو مونږ به هم ورسره د فلسطين غږ پورته کړو ، دايې ګز او دا يې ميدان ! والسلام[/color:4fd940d30f]


larghonay1
09.07.2006

د بدر به نامه کومې خور ليكلي :
[color=red:4614fe7943]اقتباس:
ګرانه لرغونى !
په تا هم هماغه کانه وسوه چې ويل به يې :
ته ئې مکړه چې ﻻ څه کړي !!
په درناوي[/color:4614fe7943]
زه وايم خورې ته څه خبره يې چې ما ويلي وي ته ودرې چې دا څه كوي.
ما خو تل دا هڅه كړې چې پښتانه بايدلومړى خپل ځان وپېژني ،نو بيا به خداى هم وپېژني . ځكه چې اول ځان دى بيا جهان.
زما خو همدا عقيده ده چې پښتانه تر څو ځانونه ونه پېژني نه خداى پېژندى شي، نه هيواد او نه فلسطين ملسطين.
او بله دا چې دا ځينې وروڼه څه غواړي چې د فلسطين ، فلسطين نارې وهي؟
ايا غواړي هلته هم د جهاد په نامه چور، چپاول وكړي؟
هلته هم غواړي چې يو فلسطينيان په څوجهادي ګوندونو بدل كړي؟
هلته هم غواړي چې د هغې سيمې شتمني كباړ كړي؟
بس خو وايي : (كه پېشو پزه لري ، بيا به نه كړي ويراني).
دغه جهادي ګوندونه، طالبان او نور د دوى سره تړلي خلك كه چېرې زره هومره شرم هم لري نو نور دې يو غوږ ليمڅى كړي او بل بړستن.
نور دې نه خپل او نه د بل كور ورانوي.
په همدې هيله
ستاسو لرغونى لاروى


داود فايز
09.07.2006

وروڼو سلامونه او نيكي هيلي ومني
نن لكه څرنګه چي كفري نړي سره يو شوي او په مسلمانانو په سي را اخيستي ، همداسي مسلمانان هم ورو سره را ټوليږي او د غفلت دخوب را ويښيږي ، كه مونږ دا ومنو او كه ونه منو
افغانستان فلسطين عراق دا ټول دي يوه هدف لپاره ځپل كيږي هغه دا چي اسرائيل وكولي چي ځان ته نور هم د بقاء زمينه برابره كړي
(نقاد صاحب تا دپښتونخواه دازادولو خبره كړي ، خو راځه چي اول د ا راپاتي سيمي وساتو بيا به د پښتونخواه خبره وكړو)
رشتيا چي مونږ له ډيرو مشكلاتو سره ګير يو خو خير څه وبه وشي چي دخپلو مجاهدينو او مسلمانانو وروڼو به غم يو ساعت وژاړو او غم رازي ورسره وكړو
راځي چي زمونږ داصلي دشمنانو اصلي څيره خلكو ته وښيو او او دخبلو مشكلاتو اصلي لاملونه سره معلوم كړو بيا د حل لاره ورته وګورو
مونږ صرف او صرف په پاكستان په سي را اخيستي ده دا خبره به ومنو چي باكستان زمونږ سره دشمني لري او كويي
خو راځي د مشكل دا بله خوا هم وګورو چي هغه امريكا ايران او نور هيوادونه دي چي مونږ نه پريږدي چي سره جوړ شو
كه مونږ ووايو چي پاكستان په مونږ كي مشكل را جوړوي دا خو دا معنى لري چي افغانستان به و زير ستان او بلوچستان كي لاس وهنه كوي
د امريكا راتلل كه افغانستان ته د بعضي له خبرو سره يو ضرورت و خو نن د امريكا وتل يو ضرورت دي چي تر څو وكولي شو ټولي خفه خواوي سره كشينوو او يو دحل لاره سره پيدا كړو
وروڼو دا يوڅو كرښي مي وليكلي شايد منسجمي نه وي خو څه مي چي په ذهن كي راغلل ومي ليكل .


ډاکتر وطنمل
09.07.2006

olor=white]................................................بسم الله الرحمن الرحيم [/color]

[color=blue:a909a54000]د فلسطين مسلمان اولس له ٥٩ کالو راهيسې د خپلې خاورې د بشپړتيا او آزادۍ له پاره مبارزه کوي او ټول عمر يې خپل ژوند د کډ والو په کمپونو کې تير کړ، ځکه چې په تيره بيا د ١٩٦٧ کال راهيسې يې د خاورې پاتې برخه هم اشغال شوه .
د فلسطين د مسلمان اولس په حال ټوله اسلامي نړۍ ژاړي او د هغوي د آزادۍ اوملي خپلواکۍ حق غواړي . مونږ افغانان د فلسطين د مبارز ولس سره وروري او خواخوږي لرو او د ١٩٦٧ کال تر پولو پورې يې د خاورې د آزادۍ او خپلواکۍ له پاره دبرحقې مبارزې ملاتړ کوو . ټول افغان د فلسطينيانو د مشرتابه د سولې وروستی وړانديز چې د ١٩٦٧ کال په پولو کې دې د فلسطين دولت جوړ او ددې سره جوخت دې په نوموړو پولوکې داسراييلو دولت هم په رسميت وپيژندل شي ، تاييدوو اوله ټولو اړوندو خواو څخه يې د ژر ترژره پلي کولو غوښتنه کوو ! ومن الله التوفيق!

برالی دې وي دفلسطين د خلکو ازادې بښونکې غورځنګ !
...........................وطنمل
.د ټول افغان د بحث د فورمونو مسول [/color:a909a54000]


islam dost
09.07.2006

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته 
نقادصيب دپښتون خوا ازاده ولوخبره کوي 
کرزي خوازادکړواوپه اټک يی بيرغ ودراوه خوپاتي طالبان شوچي پښتون خوا يی ازاده نه 
کړه ديوچاويناده چي افغانستان ټول اټک وخوړوکه اټک نه وی اوس به افغانستان روغ ا
جوړوی 


pattang
09.07.2006

وطنمل صيب کور دې ودان ، خدای پاک دې روغتيا او اوږد ژوند در کړې ٠
ستا پورتنۍ ليکنه  د افغانستان د اولس دزړه او عقيدې خبره ده ،ستاسو پاک احساسات دې بريالي اوسي ٠
په پښتني مينه پتنګ


نقاد
09.07.2006

دروند ورور ابوالعمر الافغان او ټولو دوستانو ته سلامونه !

[quote:4aeb079869] كه مونږ دا ومنو او كه ونه منوافغانستان فلسطين عراق دا ټول دي يوه هدف لپاره ځپل كيږي هغه دا چي اسرائيل وكولي چي ځان ته نور هم د بقاء زمينه برابره كړي [/quote:4aeb079869]
فلسطين ؟، هو!، هغه خو د اسراييلو مدعي دی. عراق ؟، هو عراق هم اسراييلو ګواښ جوړ کړی و!، خو افغانستان ؟ افغانستا ن د اسراييلو له پاره يو درد سر هم نه و، که ايرا څوک وښيي نو هم سمه د، چې اتومي پروګرام او توغندي يې خطرناک
او اساييلو ته ګواښ هم وي. ولې افغانستان د اسراييلو سره څه لرل؟ او ځه زيان يې وراړولی شو ، ګاونډي يې هم نه دی او تر نورو تې ليرې هم پروت دی ، نو د اسراييلو له پاره يې خطر څشی و؟ هو که څوک بن ﻻدن د افغانستان واکمن او القاعده د افغانستان باداره او سرداره ګڼي نو اسراييلو ته يې ګواښ جوړ کړی و .
پداسې اند کې افغانستان د افغانانو له پاره ، بلکې د القاعدې او يا پاکستان له پاره په نظر کې نيول کيږي ، نو ځکه د طالب په وت کې د پښتونخوا نوم اخيستل خو څکی څکی، د ا پاتې سيمې هم د پاکستان په ﻻس کې لوېدلې وې . نو که تاسو واياست چې [color=white:4aeb079869] (( خو راځه چي اول د ا راپاتي سيمي وساتو بيا به د پښتونخواه خبره وكړو)) [/color:4aeb079869]يا پوښتنه داده چې دا پاتې سيمې بيا د پاکستان له پاره د هغه په تاليڅټو طاالبانو آزادوې که دافغانانو له پاره له طالبانو پرته ؟ مجاهدينو هم وطن د پاکستان له پاره ګټلی و نه د افغانانو له پاره ، خو د خپلمنځي بي اتفاقيو له کبله پرې د بادار اعتماد پاتې نشو او کورکورانه ﻻسپوڅي يې د طالبانو په بڼه رامنځته کړل چې تر نن ورځې پورې آنتر دې چې بادار يې ددښمن سره ﻻس هم ددوی پر ضد يو کړ، بيا هم دغسې بادار ته وفادارپاتې شوي دي .تردې زياته شوده ګري او سياسي غبيتوب بل نشته .
نو زما وړاندېز ددې له پاره دی چې دپښتونخوا دغږ پورته کول به پر طالبانو د خلکو باوراواعتماد رامنځته کړي او د آی .اس.آی د ګوډاګيتوب له توره به يې خلاص کړي ، هله کيدای شي پلويان يې ډير او اولس يې غږ واوري . خو دې امتحان ته طالبان نشي حاضرېدای او په نورو خبرو يې څوک چيرې غوليږي ؟
ښاغي اسلام دست ليکي چې 
[quote:4aeb079869]کرزي خوازادکړواوپه اټک يی بيرغ ودراوه خوپاتي طالبان شوچي پښتون خوا يی ازاده نه کړه ديوچاويناده چي افغانستان ټول اټک وخوړوکه اټک نه وی اوس به افغانستان روغ او جوړوی [/quote:4aeb079869]
هو دا کار کرزي هم نه دی کړی ، خو په افغانستان کې يې له لاسوهنې څخه د پاکستان لاس لنډ کړ ی دی ٠

والسلام


Mohammadi
09.07.2006

الله اکبر
سلامونه کوم غيرتمنو پروفيسور صاحبانو لرغونی يې که مرغوڼۍ او که نقاد يې که مقاد ٠ګورئ غريبان خداي کړئ بېغيرته چا کړئ؟ يره چې سرونه مې وچ درباندې خېريلي واي او بيا مې غزه او ابوغريب ګونتانامو ته استولي واي نو تاسو له به پته لګېدلې واي چې مسلمانۍ کي دومره بېغيرتي هم ورکه کړې مړه٠ 
د ابوعمر خبرې بلکل سمې دي٠ که د مونږه دا  وس نشته چې دفلسطين سره مرسته وکړو، په دعا خو مو جيب نه خالي کيږي٠ وطمنل صيب سمه خبره کوي٠ دا هوښيار صيب او اسلام دوست هم ښه خبره کړې ده٠ خو نقاد او دا نوی ګڼ ګپ لرغونی صېب دا دخداي خوار کړي د مړې ګيډې په پاړسۍ غږيږي٠ وطن مطن نشته امريکه د اسلام دښمنه ده بس مونږ سره د خداي مل شي که نه خبره خرابه ده٠ زه خو وايم چې په کار ده توبې وباسو او افغانستان فلسطين عراق ته دعا وکړو٠ او ګوشاڼ صيب خو جهودۍ دي چې خپه نشي٠ په درناوې


لرغونى لاروى

larghonay1
10.07.2006

محمدي صيب ليكلي :
اقتباس:
که د مونږه دا وس نشته چې دفلسطين سره مرسته وکړو، په دعا خو مو جيب نه خالي کيږي٠
محمدي صيب : لومړى خو دغه دتورسرو خوى پرېږده او كه بيا يې خامخا كوې نو :
ملنګ دې ځانته دعا وكړي
چې كور په كور كلي كې نه غواړي خيرونه
وروره د ځان او افغانستان خير تر ټولو مهم دى .
لومړى د ځان او افغانستان خير وغواړه بيا به له نورو سره ګورو
او بله دا چې تاسو ليكلي :
اقتباس:
يره چې سرونه مې وچ درباندې خېريلي واي او بيا مې غزه او ابوغريب ګونتانامو ته استولي واي نو تاسو له به پته لګېدلې واي.
محمدي صيب ! ستا دمسلمانۍ پته خو اوس راته ولګيده!
مونږ خو د ابوغريب، ګونتانامو او نورو هغو جېلونو جېلوانان تل غندو چې انساني كرامت نه مني او له انسانانو سره دغسې بد چلند كوي!
تاسو څنګه لاسونه سولولي او دا ارمان مو كړى چې ديو انسان سره بد چلند وكړئ ؟
او بيا لا ځانته مسلمان او غيرتي هم وايئ؟
ايا يو سالم انسان د بل سره د ابوغريب او نورو زندانونو د جېلوانو غوندې چلند كوي؟
له همدې ځايه ښكاري چې پاكستاني دهشتګردو ملايانو پړسولې يې ، تحريك كړى يې يې او بې منطقه مبارزه يې درښودلې.
وروره فكر كوه !
هغوى خو طالبانو ته هم ويل چې په افغانستان كې بتان مات كړئ او د خپلو يې خوندي ساتنه غوښته!
ګوره چې څوك دې غلط نه كړي، بيا داسې ناوړه هيله او ارمان مه كوه چې مسلماني دې خرابېږي!
د نقاد صيب ليكنه يوځل بيا ولوله او خپل ايمان پرې تازه كړه!
په همدې هيله
ستاسو لاروى


Mohammadi
10.07.2006

ګوره ګڼ ګپه مرغوڼيه
ځان له هم دعا کوه نورو له هم٠
ايمان مې تازه دي په نقاد يې ولا که تازه کړي
ګوره پاکستان که ښه دي او که بد خو ماو ستا نه تکړه دي
زه پاکستان کي نه يم چې ومې پړسوي . خداوراستي که
طالبۍ هم وم خو ستاسو ناوړه خبرو له مې مغزو کي درته
اوه په جوش راشي٠ تاسو طالبان رټۍ دا مسعود او کرزۍ
مجددي سياف کانومي دلګانو له مو سرونه لکه سرګوزي نيولي
دي؟ پاکستان غندی او امريکې او اسرائيلو له يو ټکۍ نه
ليکئ٠ او د اسلام پر ضد جګړه ده که پوهيږئ او که ځانونه 
کلکانيان صيبان جوړوئ او شاه شجاع هغه نو ځانته خبره ده٠
ګوره لارويه وطن به څه کوو او ښه ژوند به څه کوو چې وطن مو
دپردو لاس لاندې وي او ژوند مو په ټيټو سترګو وي٠ که په عزت
غيرت او ايمان ژوند راپه برخه کيږي سمه ده کنه مرګ پرده وګڼه٠
تاسو مداريان که يوازې د حق خبره وکړئ نو بيا که طالبان غندۍ
 او پاکستان
پروا نشته٠ که د فلسطين سره هيڅ مرسته نشو کولاي د اسرايلو
غصب او تېرۍ هسې تش په خوله او قلم به هم نه غندو؟ 
او ته لارويه ګرېوان له دې سر ټيټ کړه او مکې شريفې ته دې مخ کړه
 او بيا قضاوت وکړه٠ پکار دا ده ټولو مسليمينو له دعا وکړو خير
وغواړو د ايمان رڼا لاندې د اتفاق او اتحاد خبرې وکړو٠
ګوره پرېده چې غريب وو بېچاره وو په لوړو سترګو٠
مړه ګيډه په ټيټو سترګو،يره مرغوڼيه مرګ غوره بوله٠
باقي تاسو پوه شه او ايمان مو که کوم څاڅکۍ دايمان مو زړګي کي
وي ٠او که هسې سترګو له خاورې شيندل وي بيا نو زور ورکړئ
چې هرکله خداي ج غبرګون وښود بيا پته ولګيږي چې څوک په حقه
دي٠
وسلام او په درناوې
  


داود فايز
10.07.2006

سلامونه او نيكي هيلي ومني
نقاد صاحب نقد كولي شي خو هدف ته نه شي رسيدلي
وروره ته كه كوم انتقاد لري په طالبانو باندي شايد په ډيرو مواردو كي مونږ هم درسره هم غږي ياستو خو ته دمعادلي يوه طرفه ته د انتقاد په سترګه ګوري طرف مقابل ته دانتقاد كوتي نه نيسي
د امريكايي پوهنتونو نه را فارغ شويو افغاناناو څه خدمت وكړو هغوي خو ددنيا نه خبر او بين المللي معاملو باندي شه اګاه ؤ ، هغوي چي راغلل بغير له لوكسو موټرونه او دريشيونه بل څه ونه ليدل هغوي ونه شوي كولي چي دا خپل كليوال خپل طرف ته را وغواړي او قناعت وركړي
هغوي بغير له دي نه چي د خپلو بادارانو اشتباهاتو ته عذرزنه پيدا كړي بل څه يي نه دي کړي
كه ته وايي چي دوي ډيره ابادي كړي ده او سركونه يي جوړ كړي دا كار خو روسانو هم كړي او كولويي د بيلګي په ډول د مكرويانو ابارتمانونه او دا سي نور چي په هر ولايت كي يي بيلګي ليدل كيږي او د روسانو كارونه د تخنيك له خوا هم شه و خو د افغان ولس هغه ټول ونه منل او دوي يي له شرمونو سره وشړل ځكه افغانانو نه غوښتل چي خپل اسلامي كلتور له مينځه بوسي او ناموسونه يي د اسيايي هيوادونه په څير په مختلفو هيوادونو كي به فحشا او زنا اخته شي.
اوكه : كه چيرته امريكا به رشتيا غو شتي چي دا هيواد له سره ودان كړي بايد هغوي د افغانانو كلچر او عنعنات په نظر كي نيولي ؤ

محترم وطنــــــــــــــمل صاحب
اول دي د فلسطين د خلكو سره خوخوږي نه مننه كوم
دوهم بايد ووايو چي تاريخي فلسطين هغه فلسطين دي چي په 1947 كي اسرائيلو ددولت اعلان په كي وكړو او په مليونونو مسلمانان يي هجرت ته مجبور كړل او اسرائيلو خپل دولت به كي اعلان كړو نو دا حق هيڅوك هم د فلسطينيانو نه نه شي اخيستي دا فلسطين ددوي حق دي او ددوي به وي
مونږ پښتانه چي د پښتونخواه غو ښتنه كوو او وايو چي دا زمونږ نه سلب شوي او تر سلو كالو ډير تير شوي خو اوس يي هم مونږ خپل حق بولو خو كه اوس هم په پښتونخواه كي ازاد انتخابات وشي شايد په غوڅ اكثريت د أفغانستان سره بيا يو ځاي كيدل ونه مني
نو بيا څرنګه فلسطينيانو ته وايو چي تاسي له خپلي تاريخي خاوري نه تير شي په داسي حال كي چي اوس هم په مليونونو فلسطينيان مهاجر په پنډ غاړو كي ژوند تير وي او خپل وطن ته بيرته د تللو خوب ويني
د اسرائلو به دومره قوت استعمالولو سره سره ونه شوي كولي چي خپل اهدافو ته ورسيږي خو دفلسطين د ازادي بښونكي غورځنګ په ډيره كمه بيعة دوي ته دا تحفه وركړه او د فلسطين له نيمي زياته خاوره يي دوي ته وركړه
نوري خبري ډيريږي دومره بس دي


نقاد
10.07.2006

سلامونه او نيكي هيلي ومنئ
ښاغلی ابو عمر الافغاني صيب ځوابونه ويلی شې خو سطحي بريښي .

[quote:5da089a1fb]كه ته وايي چي دوي ډيره ابادي كړي ده او سركونه يي جوړ كړي دا كار خو روسانو هم كړي او كولو يي د بيلګي په ډول د مكرويانو ابارتمانونه او دا سي نور چي په هر ولايت كي يي بيلګي ليدل كيږي او د روسانو كارونه د تخنيك له خوا هم شه و[/quote:5da089a1fb]
يو خو زه نه دا وايم او نه مې ويلي ، خو چې تا يې د روسانو سره د پرتلې له پاره يادونه کړې ، نو دا پرتله هم راته پرځای نه بريښي :

لومړی : داچې روسان زمونږهيواد ته د ملګرو ملتونو په پريکړه نه و راغلي او نه اسلامي هيوادونو د هغوی د راتګ پريکړه منلې وه . هغه يو بربنډ تيری و، خو دلته
يواځې د طالبانوواکمني او د القاعدې موجوديت د پوځي يرغل هدف ټاکل شوی دی او د افغانستان اشغال د نړيوالې ټولنې له پاره مطرح نه و .

دوهم : که طالب او القاعدې مقاومت ختم شي ،د امريکايانو وجود په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پريکړې په چوکاټ کې ختميږي او تر نړيوالو، په تيره بيا لويديځوالو له خوا هم تر نيوکو او غندنې ﻻندې راځي ! نو ددې له پاره چې امريکايان پاتې وي، د القاعده او طالبانو خطربايد چور بور له منځه ﻻړ نه شي ، او دغه خدمت خو هغه دی دواړه ، هم طالب او هم القاعده په ښه شان ورته کوي .

دريم : د روسانو اديالوژي پر الحاد وﻻړه وه او په تعميم اوترويج سره ي اسلام په مستقيمه توګه تر ګواښ او تهديد ﻻندې نيوه ، په لويديځوالوکې د عقيدې او مذهب آزادي يو بنسټيز رکن دی، ددوی هدف د اديانو تر منځ جګړه نه ، بلکې يواځې اقتصادي ګټې دي . دکلتورونو تر منځ شخړه هم نه پر زور او جګړه تکيه کوي او نه د زور زياتي له پاره د پلمې په توګه کارول کيدای شي .
د اقتصادي ګټو له پاره دپوځي اډو خوندي کول د تړونو په چوکاټ کې لکه د پخواني ايران او پاکستان يا په او س وخت کې د سعودي عربستان سره ، دملي واکمنۍ دساتلو اود ملي ګټو له پاره هم کيدای شي . خو په دېﻻره کې پاکستان زمونږ د ملي ګټو او ملي واکمنۍ د خوندي کولو خنډ ګرځي او ددغه خنډ په توګه طالبان ګماري .
طالبان چې د سياست په ډګر کې د بي غوږو او بي شعوره بتکيو په توګه آ ـ د چا خبره د پاکستان سياسي سوټه او د کونې لو ټه ده، غواړي خپل مرداری په مذهبي سيقل پټ او د هيواد ساده اولس هم د پاکستان خدمت ته پرې جلب او د پنجاب په لومه کې ترې کار واخلي .
پاتې شول امريکايان ، هغوی له هرې ﻻرې څخه چې ا غيزمنه وي کار اخلي، که د اسلام څخه سؤاستفاده وکولی شي تري کوي يې ، کړې يې ده ا و همدا اوس يې هم ترې کوي . او دغه ﻻرترې پاکستان ﻻ له پخوا نه د لندن په مرسته خپله کړې ده ، ځکه پاکستان تر هرچا زيات غولونکی اسلامي نقاب لري اود طالبانو پشان ساده مسلمانان خپل هر ډُول ته ګډولی شي . آيا همداسې نه ده ؟ لومړی يې مجاهدين او وروسته يې تر هغوی هم ساده او سروپ ليوني طالبان خپل ډول ته ونه ګډول ؟ او بيا له امريکا سره ددوی په سر ، مال او سياسي قدرت سوداګري ونکړه ؟
زه د محترم وطنمل صيب د اخلاقي ملاتړ سره چې د فلسطيني ورونو سره يې د افغانانو په نامه ښودلی موافق يم او ځان پکې برخمن بولم، خو که په عملي توه د يو افغان يو نوک هم په کې نډويږي او يا نور ې ډلې ددغه ملاتړ څخه ناوړه ګټه پورته کول او يا پدې پلمه افغانان په خپله لومه کې ښکيلول غواړي، نو بيا يې زه هم سخت مخالف يم او پرضد يې ټول هيواد وال مبارزې ته رابولم .

والسلام .


FaridOkhyar
12.07.2006

د ښاغلي کوشان , لرغوني او نقاد صاحب توجه لاندي ليکني ته رابولم:
امروز روزنامه هاي اروپا مسئله حرکت غير عادي زين الدين زيدان بازيکن پر وازه مسلمان و الجزايري الاصل تيم فرانسه را در صدر کلیشه قرار داده بودند. بسیاریمردم اروپا حرکت زيدان را شرم اور ميدانند و ايشان را مقصرمیشمارند. اماهمه منتظر بودند که چه چيزي باعث عصبانيت زيدان شده است ؟ امروز فاش شدکه ماتراسي بازيکن ایتالیامرتكب حمله لفظي راسيستي و تعصب نژادي عليه زيدان شده است. ماتراسي زيدان را (خفه شو تروريست) و (خفه شو بن لادن)صدا كرده كه اين توهين باعث خشم زيدان گرديد كه با زدن ضربه سر به سينه اتراسي از ميدان اخراج شد. سوال اينجاست .آيا حرکت زيدان شرم آور است يا حرفهاي که ماتراسي به زيدان گفته است؟ بايد منظر بود که غربيها چه قدر به گفته هاي شان در باره حفظ حقوق انساني وحقوق اقليتها و مقابله با راسيسم و آزادی مذاهب صادق ميباشد.


ghafar
12.07.2006

ګرانه وروره FaridOkhyar ، که څه هم ستاسو کاپي شوې موضوع زمونږ بحث پورې مستقیمه اړه نلری، خو زما په نظر ښه به وي، چې د زین الدین زیدان ترڅرګندونې پورې انتظار وباسو، چې هغه نن ماښام په ټلویزیوني مرکې کې څه وایي!
په درناوی


اختر
12.07.2006

ګرانو وړونو !
دا موږ څه کوو او پر کومه روان يو!
يو وائې پر کور مو اور بل دی زموږ يې په فلسطين څه !
بل وائې ياسر عرفات دروسانو سره جوړه وه پرېږده چې د فلسطين دخلک همداسي بده ورځ و مخي ته وي !
بل وائې دا خبره په موږ اړه نلري عربان دي يې خيال وساتي !
بل وائې چې ياره زموږ او دفلسطين خبره ديوه ځايه مرداره ده بايد يو څه بند و بست ورته وسي چې دا مظلوم ولس برباديږي بچ سي .
مګر تاسو پرون همدا چيغي نه وهلې چې اسلام په خطر کې دی ؟
مګر همدا تاسو نه واست چې ويل به مو وطن او اسلام مو پردو لاندي کړ ؟
مګر همدا تاسو د خپلواکی د پاره جيبونه خلاص نه وه پرې ايښي چې وطن په اباد کړی ؟ اوس خو مو دادی وطن هم دلاسه ووت او اسلام مو هم . د اسلام لومړی کعبه اسرائيل در څخه په زوره اخلي . تاسو وطن غواړی که اسلام او که ډالر. دوه خو مو دلاسه وتلي دي په ډالرو به تاسو ايمان رانيسی اوکه وطن ؟
اې خلکولږ شاني په خپل ګرېوان کې وګوری چې تاسو پرون څه ويل څه مو کول او اوس څه کوی او پر کومه روان ياست . خدای ته و ګوری هر څه مو د خاورو خاکه کړه.
اسلام، وطن او هر څه مو د لاسه ووت او تاسو لا ناست ياست ګوری چې ودرېږه چې ﻻ څه کېږي !
يو سم تدبير ته اړتيا ده !
په درنښت


FaridOkhyar
14.07.2006

[quote:55f46fb2af="کوشان"]په دې کې شک نشته چې د اسرايل په شاه او خواه هيوادونو کې داسې ګوندونه شته چې د اسرايل د دولت له منځه وړل غواړي او د دې کار
له پاره د تروريستي اعمالو نه کار اخلي ، ځکه خو اسرايل ته هم د خپلې خپلواکۍ د ساتلو له پاره ښه بانه پيدا ده چې په نورو هيوادو تعرض وکړي . نو څنګه چې تعرض بهترينه دفاع ده ، اسرايل هم د خپلې دفاع له پاره په تعرض پيل کړی دی .

[/quote:55f46fb2af]
دا هغه بهانه او پلمه ده چه د امر يکا امپرياليستان ،صيهوني دولت او لوېديځ رسني د خپلو غېر انساني او ضد اسلامي تګلارو لپاره غوره کرېدي ٠
وروره!
لا تر اوسه د ترور لپاره عمومي تعريف چه د ټولو لپاره د منلو وړ وې ، ورکړ شوئ نه دي ٠
د فلسطين د خلک برحقه مبارزه يو ازادي بښونکي جګړه ده. لبنان هميشه د صليبيانو او جهوديانو لپاره د سترګو خنډ وه ٠
زما په اند خو د پنځوسو کالو راهيسي صهيونيستان پر دولتي ترور د ېو مظلوم خلک په ضد اخته دي او امپرياليستان او د هغوی عربي تالي سټي ددغي ترور حاميان دي ٠



14.07.2006

اختر:
دا موږ څه کوو او پر کومه روان يو؟
ځواکمن :
تاسو چې څه چې کوئ او پر کومه روان ياست مونږ ته نه ده مالومه .

اختر :
يو وائې پر کور مو اور بل دی زموږ يې په فلسطين څه..
ځواکمن :
نو ايا دا خبره سمه نه ده (؟) ، که نه وي پر ضد يې دليل وړاندې کړئ!

اختر :
بل وائې ياسر عرفات دروسانو سره جوړه وه پرېږده چې د فلسطين دخلک همداسي بده ورځ و مخي ته وي !
ځواکمن :
ايا ددې جملې لومړۍ برخه حقيقت نه دی ؟ او د جملې دوويمې برخې ادعا ( پرېږده چې د فلسطين دخلک همداسي بده ورځ و مخي ته وي ) چا کړې ده ؟
اختر:
بل وائې دا خبره په موږ اړه نلري عربان دي يې خيال وساتي !

ځواکمن :
ايا دا حقيقت نه دی ؟ تاسو په کې څه واياست ؟
اختر :
بل وائې چې ياره زموږ او دفلسطين خبره ديوه ځايه مرداره ده بايد يو څه بند و بست ورته وسي چې دا مظلوم ولس برباديږي بچ سي .
اختر :
د فلسطين خبره د اسراييلو له ﻻسه مرداره ده . خو مونږ سره داسراييلو هيڅ خبره منځ ته نه ده راغلې . پر بل چا يې حق نشته، خوکه د عربي هيوادونو له خوا[color=white:f2a386b0bf](( يو څه بند و بست ورته وسي چې دا مظلوم ولس برباديږي بچ سي )).[/color:f2a386b0bf] ښه او اړينه خبره ده ، مونږ يې هم ملاتړ کوو!
اختر :
مګر تاسو پرون همدا چيغي نه وهلې چې اسلام په خطر کې دی ؟
ځواکمن :
آيا کوم فلسطينی دې مرستې ته راغي ؟ نه ! که وايې چې پر هغوی پخپله اور بل و، نو ايا پر مونږ اور بل نه دی ؟
که مونږ ارام او سوکاله شو او پر هغه هيواد چې کوم تبعه يې په افغاني جهاد کې برخه اخيستې وه، زمونږ په څير
بې ګناه د زبرځواک د تيري ﻻندې راغی په همغه شمير افغانان به يې پر جهاد کې دمرستې له پاره ور وليږو.
حزب اسلامي د عراقيانو له مرستې پرته هم د عراق لومړۍ جګړې کې افغاني مجاهدين مرستې ته ورليږلي و،
دا ډول مرسته له يوه عربي هيواد څخه هيڅکله له افغانانو سره نه د افغان انګليس په جګړو کې شوې او نه د دشوروي پر ضد جګړه کې بن ﻻدن داسې کومه بيغرضه مرسته کړې ده . برعکس دبن ﻻدن ﻻسوهنه د افغانستان دتباهۍ سبب شوه !
اختر :
مګر همدا تاسو د خپلواکی د پاره جيبونه خلاص نه وه پرې ايښي چې وطن په اباد کړی ؟
ځواکمن :
د لويديځ او عربي اسامه داړو مرستې د خپلو غرضونو له پاره وې، ليديځ پرې شوروي او اسامه پرې امريکا ماتول غوښتل . خود شوروي ماتې د افغانانو خپل هدف و نو د لويديځ مرسته د افغانانوتيريستل نه و، خو
د امرکا سره مونږجګړه نه درلوده، نو داسامه مرستې د تير ايستلو له پاره وي، څو افغانان د هغه چاسره جګړې ته راپورته کړي چې تر پرونه پورې يې له دوی سره د شوروي پر ضد مرسته کوله ! دومره ناځوانۍ او جفاته يواځې د
د يوې ډلې ناپوهي [quote:f2a386b0bf]مواوس .. مو دادی وطن هم دلاسه ووت او اسلام مو هم[/quote:f2a386b0bf]
اختر :
د اسلام لومړی کعبه اسرائيل در څخه په زوره اخلي . تاسو وطن غواړی که اسلام او که ډالر؟
ځواکمن:
د اسلام لومړۍ کعبه که زمونږ په ﻻس کې واي او اسراييل يې زمونږ له ﻻس څخه اخلي نو بيا دې دا خبره پر ځای وه، که اوس يې له عربو نه په زور اخلي او عرب خوبونه کوي ، نو ايا هغه مونږ وګټو او بيا يې بيرته عربو ته تسليم کړو ؟ ايا عرب کم دي ؟ پيسې يې کمې دي ؟ مونږ ته څه اړتيا لري؟ پخپله ټول عرب پاڅيدلي او مونږ ته هم غږ کوي چې مرستو ته يې ورودانګو ؟ که نه ، صرف يو څو فلسطينيان کله لوټې او کله په پټه توغندي وروي او نور ټول عربي جهان دغه د اسلام کوناټوران ويده دي يا پر خپلو عياشيو او چړچو بوخت دي، خومونږ بايد ورته بيت المقدس وګټو ؟ اودغو ويده کوناټورانوته يې بيا بيرته تسليم کړو؟
دا پوښتنه چې تاسو وطن غواړی که اسلام او که ډالر، بايدله طالبانو څخه وکړې چې شايد داسې يې درته ځواب کړي: مونږ د پاکستان له پاره اسلام او داسلام له پاره وطن ، نو لهذا اسلام او وطن دواړه د پاکستان او ډالر و کالدارې د خپلې خيټې لپاره غواړو ، آخر ملا او طالب به بل څه وغواړي ؟
په درنښت


م ن غروال
15.07.2006

محترمو !
دلته که فلسطين دي او که عراق، او افغانستان دي او که چرچينيا او يا سودان دي او که کوسوفو او که نن ؤ او که سبا ايران به هم په وينو لړلی وګورو، دا د نن سبا نړېواله پاليسي ده چې اسلام نور بايد د جومات په کونج کي زندی کړي٠ او البته چې دا ګناه د مونږه خپلو مسلمانانو ده٠
او هغه سياستوال چې په تېره بيا د اسلام نارې وهي له بده مرغه هيچ چاته يې پرته له شره خير ندې رسيدلی٠ مسلمانان يو ځانګړی سياست او يا يوه ځانګړې سياسي تګ لاره نلري چې خپلې ستونزې پخپله حل و فصل کړي بلکه يو څو تنه چې د الله اکبر چغې وهي پرته لدې چې په ځان پورې بم وتړي نور يې څه د وسه نشته٠
اما مقابل لوری چې په کومو وسلو او مدرنې نظامي تکنالوجی سمبال دي ، ځانمرګې بريدونه څه لاس ته نه ورکوي٠که ورکولاي يې نو فلسطين به لا ډير پخوا يوه ټوټه خاوره لااقل د فلسطين په نامه درلوده٠ تر څو چې يو منظم او معقول په ګډه د اسلام نړۍ خپلو نړېوالو ستونزو ته پاملرنه ونکړي همدا به مو حال وي لکه چې اوسمهال هر څه د سر په سترګو ګورو٠
نن په خبرو کي وويل شول چې بوش صاحب به اسرائيل په اردن باندې له حملو رامنع نکړي٠ دا ټول مخکې له مخکې پلان شوې خبرې دي چې اسلامي سخت دريځه سياستمداران او مبارزين د تروريزم په نوم بايد له منځه ولاړ شي ( دا چې دوئ تروريستان دي او يانه دا نو بله خبره ده) او دوئ او اسرائيل چې څه کوي هغه ټول رواه او بشري حقوق دي٠ لکه د بوش ګوانتينامو زندان!
له بوش څخه دا رپوټ هم ورکړل شو چې روسيې ته د بشري حقوقو خبرو اترو لپاره ځي٠ اما د اټکل له مخې پوتين ته به درس ورکړي چې پريږده دا تروريستان له منځه يوسو او اسرئيل به خپل کار ته پرېږدو٠
خو په هر حال!
اما را به شو خپلې ايماني دندي او مسئوليت ته!
زه شخصاً پدې عقيده يم چې مونږه افغانان په ريښتيا چې خپله په لوئ مصيبت اخته يو او ټوله توجه او کار مو بايد خپل هېواد ته وي٠ عربان نام خدا خپله دومره دي چې که وغواړي د فلسطين په مسئله کې به هرمرو له امريکا سره د حل يوې پولې ته چې نه سيخ سوی وي او نه هم کباب، ورسيږي خو هغوئ د ځواکمن ورور خبره چې خپلې عياشۍ کي غرق و پرق دي نو افغانان بې چارګان چې خپله د فلسطينيانو څخه په زياته کچه په دا څو لسيزو کي در په در او خاورې په سر شول، منطقي او شرعې به نه وي چې ولاړ شي په فلسطين کي د آزادۍ لپاره قرباني ورکړي٠
اما : خداي ج شته چې د هر مؤمن زړه به درد کوي په هغه څه چې نه يوازې په فلسطين بلکه په ټوله اسلامي نړۍ کي تيريږي٠ آيا دا ځورونکي نده چې عربي شيخان په عياشيو غرق دي او فلسطين او سودان مسلمان وروڼه يې له لوږي مري؟
مونږه د انسانيت او ايمان له مخې ټول مسلمانو خويندو او وروڼو ته د يوه خپلواک هېواد غوښتونکي يو او د ټولې اسلامي نړۍ د پوره امن آبادۍ او يووالي هيله تل دخپل ايمان او وجدان ارمان بولو٠ اما واقعاً چې نه مو نظامي څه په وس کي شته او نه هم اقتصادي٠ نه هم دومره وګړي لرو چې هلته يې د قربانی لپاره وړاندې کړواو نه هم هاغه توغندي لرو چې داسرائيلي توغندي ورخنثأ کړي ٠
هو دا وايم چې اي کاش نه يوازې دا اند او نظر مو په فکرو کي درلوداي بلکه د هر مؤمن سره مو دا وس او قدرت واي او همدا ډول احساس! نو د فلسطين ستونزه به افغانانو ته سر نه راښکاره کاوه ځکه چې د عرب ملت ورته په پوره پيمانه بسنه کوله٠ بيا که چېري هلته مونږ له کومه اړتيا پيدا شوې واي، ولې نه په دواړو لېمو!

په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more