نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داود فايز
27.06.2006
مشواڼي صاحب سلام او نيكي هيلي مي ومني
اول په خلكو كي احساس پيدا كول او د دوي غوږونو دا رسول چي دا كوم كار مونږ كوي دا صحيح كار دي به دي خارجي لاس نشته او يوازي ملي غورځنګ دي تر اوسه يو ملي ګوند ته به لاره كي ډير اغزي شته چي هغه لري كول غواړي
به أفغانستان كي ډير زيات ګوندونه به دي نامه جوړ شوي خو يو هم تر اوسه د كاميابي پړاو ته نه دي رسيدلي
ځكه دا ټول نوم به ځان ملي ايښي و خو به اصل كي د ملي اهدافونه ډير لري ؤ
مونږ مخكي له دي نه چي ګوند باندي خبري وكړو بايد به ډيرو اساسي شيانو سره توافق وكړو بيا دي ګزند نوم واخلي
مشواڼې
27.06.2006
أبو عمرصاحب مننه اوسلامونه !
ستاسوله دې خبرې سره چې مونږ مخكي له دي نه چي ګوند باندي خبري وكړو بايد به ډيرو اساسي شيانو سره توافق وکړو، بېخي هم اوازيم ٠
خوداتوفقات عملي کارهم غواړي ٠
ستاسوورور
مشواڼې
-------------------------------------------------------------------
چې مې تېرکړداټول عمربې له ياره
په داپاتې کې به څه جوړکړم له واره
مشواڼې به دچاخرله اوبوتېرکا
چې پخپله ګرځېدې نه شي په لاره
لرغونى لاروى
larghonay1
16.07.2006
ښاغلى مشواڼى صيب سلام!
تاسو ته به پته وي چې په دې ورځو كې دكرزي د ليرې كيدو ښې تودې اوازې روانې دي!
نو پوښتنه دا ده چې تاسو د هغه نړيوال كانفرنس او وركشاپ په اړه څه وكړل.
او بله دا چې د هغه پښتون مشر او افغاني خوځښت له پاره مو كارونه څومره مخكې تللي دي؟
ستاسو د رغنده فعاليت په هيله
ستاسو لاروى
pattang
16.07.2006
وروره ډيراسانه ځواب به يې زه درکړم :
ډيره عملي لاره يې دادی چې تاسو په کابل کې ددې حالاتو په برخه په زرهاووکسان نر او ښځې په کوڅو کې مظاهرې وکړۍ چې نړۍ متوجه شي اوس خو نړۍ وال فکر کوي چې ملت ددولت ملا تړ کوي ٠ که سيمينار جوړشي څه فايده ،څوک در سره کمک کوي او څوک د غږ اورې ، سيمينار يو ډير غټ اقتصادي پانګې ته ضرورت لري او برابرول يې اسانه کار ندی ٠ سيمينارونه قسم قسم دي خو دلته د بحث وړ ندي
په هيواد کې سوله ئيزې مظاهيرې او مظاهيرې ......................ډېرې ګټه رسوي که تاسو شروع وکړه نو مونږ به هم کوڅو ته ووزواوبيا سياسي تماسونه هم امکان لري٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
larghonay1
16.07.2006
پتنګ صيب سلام!
له ښو لارښوونو څخه مو مننه !
دا چې تاسو ويلي په كابل كې سوله ايزې مظاهرې وكړئ ډېره ګل خبره مو كړې خو دا څوك به د دې ضمانت وكړي چې لاريون به په سوله ايزه توګه وشي؟
ځكه دلته خو تاسو ښه پوهېږئ چې له سوله غوښتونكو شر غوښتونكي ډېر دي او دلته د لاريونونو دود هم څه بل شان دى.
تاسو د محمد ص د كارتون او په ګوانتانامو كې د قرانكريم د بې عزتۍ اړند لاريونونو څخه خبر شوي يئ. چې له ګټې يې تاوان ډېر و؟
زما په نظر دا به ښه وي چې تاسو په بهرنيوهيوادونو كې لاريونونه وكړئ .
كه چا درته وويل ولې ؟
تاسو ورته ووايئ (سيل بين د نښې منځ ولي).
يانې ورته ووايئ چې مونږ له دې ځايه دهيواد حالات څارو چې مخ په خرابيدو دي. په هيواد كې مېشت افغانان خو وېرېږي چې د لاريون ځواب به د ټوپك په ګوليو وركړي.
او بله دا چې دلته خو د كرزي حكومت او پلويان يې دي يا به د لاريون اوري او يانه خو ستاسو د لاريون زور به زيات ځكه وي چې په بهرنۍ نړۍ كې د لاريون دود شته اوپه زور او ارزښت يې هم خلك پوهېږي.
ستاسو ملاتړ
ستاسو لاروى
مشواڼې
16.07.2006
قدرمنوورونو، دوستانو ، څېړونکو، مينه والواولوستونکوسلامونه می ومنۍ !
خوښ شوم چې دبحث خونې ته می يوځل بيا لارومونده ٠ څوورځې وشوې چې ښاغلي کاموال صاحب ته می دخپلې ستونځې په هکله ليکلي ؤ ٠ کوريې ودان ،بحث خونې ته دننوتونوې چل يې راولېږه خوسره له دې بياهم اړشوم چې دخپلې تخنيکي ناپوهۍ څخه بيا اشاره ورکړم چې ځواب به يې کېدای شي راوليږي ٠ خودکامه وال صاحب څخه مننه ، داستونځه نن حل شوه اودړندوکاڼې تصادفي په نښه ونښت ٠
اوس به دښاغلي لرغوني لاروي ځواب ته مخه کړم ځکه چې هغوی داسې مخاطب کړې يم :
'' ښاغلى مشواڼى صيب سلام!
تاسو ته به پته وي چې په دې ورځو كې دكرزي د ليرې كيدو ښې تودې اوازې روانې دي!
نو پوښتنه دا ده چې تاسو د هغه نړيوال كانفرنس او وركشاپ په اړه څه وكړل.
او بله دا چې د هغه پښتون مشر او افغاني خوځښت له پاره مو كارونه څومره مخكې تللي دي؟
ستاسو د رغنده فعاليت په هيله
ستاسو لاروى ''
نوښاغليه !
وايي پاچا خان ته يوه غونډه کې چا ويلي ؤ چې پاچا خانه تاسوهروخت په جلسوکی نارې وهۍ چې - انقلاب ، انقلاب ، نودا-انقلاب به کله راځي ؟
پاچاخان په غوسه داسې ځواب ورکړې ؤ : په ځې دې کينه ، انقلاب نه له اسمانه راوليږي اونه پښې لري چې راشي ٠ زه ، راپاڅېدلې يم ، ته راپاڅه ، هغه بل دې راپاڅي ، بس انقلاب به راشي !
نوتا سوايشېدلې هيله څرګنده کړېوه ځکه ما هم تودهرکلې ورته ووايه خوچې بيا پوه شوم چې تاسوهسې خلک ګړوۍ نومازړه داسې تسلي کړ :
چې مې تېرکړداټول عمربې له ياره
په داپاتې کې به څه جوړکړم له واره
مشواڼې به دچاخرله اوبوتېرکا
چې پخپله ګرځېدې نه شي په لاره
خوچې بيا مې ګړوۍ اوددونيا منځ راباندی معلوموۍ نوچېرې چې افغانستان دې ، همدغه ددونيا منځ دې ٠ که څوک يې راسره نه مني ، بسم الله ، څلورخواوته دې ګز کړي !
اوپه افغانستان کی د مظاهروپه نوم مرګ اوژوبلې ته دا وخت خواران ځکه نشو هڅه ولای ځکه چې له غربي ټوپکوالو څخه هم زما هغه توقع چې ټول اولس په لومړي سرکې درلوده ، زه يې په پايله کی نه وينم ٠ او دافغانستان دولت خوتراوسه لاپه هيڅ څه کی حساب نه دې ٠
پاتې د کرزي صاحب سانيولې خبرې دي چې د باډي - ګردانو له منځه يې اسمان ته کوي ٠ په پنځه کالوکی يې د ((به )) په توري ونه پوهېدم اوښه پوهېږم چې په لسوکلوکی به هم پری پوه نه شم ٠ که تاسوپری پوهيږۍ نو په دې جملوکی به څه مانا ولري ؟
په خدای چې کندهار(( به )) ارامووم
مونږ (( به )) فسادلمنځه يوسو
دګونتانموافغانان (( به )) کورته راولو
دېموکراسي (( به )) پلې کړو
دکوکنارودکر مخه (( به )) ونيسو
بزګرانو ته (( به )) متبادل عايد پيداکړو
تروريزم (( به )) لمنځه يوسو
اوداسې نورې ((به ))
دکرزي صاحب د ((به )) تکيه کلام ، مونږ ( به ) هم کله مخامخ سره کښينو ؟
ستاسوورور
مشواڼې
داود فايز
18.07.2006
سلامونه او نيكي هيلي
وروڼو او خويندو درته نيكي هيلي غواړم
وروره په مظاهرو يي نه شي سمولاي
مونږ بايد يو مقاومت ملي غورځنګ جوړ كړو چي په هغه كي صرف او صرف د خارجي قواو سره مقاومت وكړو چي دا ملي غورځنك بايد دوه شاخي ولري يو يي سياسي غورځنګ وي چي وظيفه يي په سياسي ډګر د خارجي قواو وتل وي
اوبل يي نظامي وي چي د خارجي قواو سره مقاومت وكړي او دوي له ملكه وتلو ته مجبور شي
خو دواړه خواوي بايد په اهدافو كي سره موافق او هم نظره وي او نظامي څانګه يي دسياسي څانګي تابعداره وي
به دي كي تاسي څه وايي
18.07.2006
[quote="أبو عمر الأفغآ]
وروره په مظاهرو يي نه شي سمولاي مونږ بايد يو مقاومت ملي غورځنګ جوړ كړو چي په هغه كي صرف او صرف د خارجي قواو سره مقاومت وكړو چي دا ملي غورځنك بايد دوه شاخي ولري يو يي سياسي غورځنګ وي چي وظيفه يي په سياسي ډګر د خارجي قواو وتل وي اوبل يي نظامي وي چي د خارجي قواو سره مقاومت وكړي او دوي له ملكه وتلو ته مجبور شي خو دواړه خواوي بايد په اهدافو كي سره موافق او هم نظره وي او نظامي څانګه يي دسياسي څانګي تابعداره وي
به دي كي تاسي څه وايي[/quote]
واه واه ! نام خدی، په لنډه او مفته توګه مو څه عجب طالبي وړانديز کړی ، ايا وسله به له کومه کوي؟
18.07.2006
[quote="أبو عمر الأفغآ]
وروره په مظاهرو يي نه شي سمولاي مونږ بايد يو مقاومت ملي غورځنګ جوړ كړو چي په هغه كي صرف او صرف د خارجي قواو سره مقاومت وكړو چي دا ملي غورځنك بايد دوه شاخي ولري يو يي سياسي غورځنګ وي چي وظيفه يي په سياسي ډګر د خارجي قواو وتل وي اوبل يي نظامي وي چي د خارجي قواو سره مقاومت وكړي او دوي له ملكه وتلو ته مجبور شي خو دواړه خواوي بايد په اهدافو كي سره موافق او هم نظره وي او نظامي څانګه يي دسياسي څانګي تابعداره وي
به دي كي تاسي څه وايي[/quote]
واه واه ! نام خدی، په لنډه او مفته توګه مو څه عجب طالبي وړانديز کړی ، ايا وسله به له کومه کوي؟له پاکستا ن څخهکهو ولن
18.07.2006
أبو عمر الأفغآن ليکي :
[quote:173559f24c] وروره په مظاهرو يي نه شي سمولاي مونږ بايد يو مقاومت ملي غورځنګ جوړ كړو چي په هغه كي صرف او صرف د خارجي قواو سره مقاومت وكړو چي دا ملي غورځنك بايد دوه شاخي ولري يو يي سياسي غورځنګ وي چي وظيفه يي په سياسي ډګر د خارجي قواو وتل وي اوبل يي نظامي وي چي د خارجي قواو سره مقاومت وكړي او دوي له ملكه وتلو ته مجبور شي خو دواړه خواوي بايد په اهدافو كي سره موافق او هم نظره وي او نظامي څانګه يي دسياسي څانګي تابعداره وي
به دي كي تاسي څه وايي[/quote:173559f24c]
واه واه ! نام خدی، په لنډه او مفته توګه مو څه عجب طالبي وړانديز کړی ، ايا وسله به له کومه کوي؟ له پاکستا ن څخه که له طالبانو يا ه سي اي اې څخه ؟
منتظرمسید
18.07.2006
ښاغلی أبو عمر الأفغآصیب !
نیکې هیلې .
وروره که موږدخپل ولس اوخپل هیوادتاریخ ته وګورونودابه راته جوته شي چې ،موږتل په خاوره دپردوواک اوشتون ندی ذغملی اوزموږولس دهغوی په وړاندې تل هاندکړی دی اوهغوی یی تښتې ته اړایستلي دي ،داشوه دقضیی یوه خوا،لاکن دپردوترشړلووروسته مو دهیواداوولس درغونې ،سمسورتیااوودانۍ لپاره کوم ټاکلی وړاندیزیاتدبیرنه دی وړاندې کړی .داپکرموندی کړی چې که دغه پردی له خپلې خاورې وباسواودخپل واک واګې زموږپه خپلولاس کې کیوزي ،نوبیابه کومې چارې اوتدابیرترسره کوو،ترڅودخپل ولس اوهیواددپرمختګ لپاره لاره اواره کړو.نن هم ډیرکسان دغه شعارونه ورکوي چې راځئ چې دغه اشغالګران اوپردي له هیواده وباسو.فرض به کړوچې هغه موله خیره وایستل ،بیابه څه وشي !!؟؟؟. یابه بیازمالاس ستاپه ګریوان کې وي اوستالاس زماپه ګریوان .بیابه خپل ښارونه په ګنډوالوبدلواوماشومان به یتیموو،تورسرې به کونډې اوبورې کوو،یادا چې دنورومتمدنووګړوپه څیربه خپل هیوادپه خپله ودانوو!؟.
ترهغې چې زه حالاتوته ګورم نوخیال مې نه راځي چې دشتوسیاسي اونظامي اشخاصوپه شتون کې داشونې واوسي چې موږپه سوله ایزه اومتمدنه توګه دچارو بهیرپه مخ بوزو.تاسووینی چې نن هم لاهغه سړي خواره ،جنایت کاران ،غله ،ټوپکماران،چوراوچپاول کوونکي ددې ګړۍ په انتظارکې ناست دي چې دغه اشغالګران ووزي نوبیابه سره ګورو.بیابه ددې لپاره چې خپل ناموس اوپت یی ساتلی وی ،نجونې به ځانونه دمکرورویان له بلاکونو لاندې راغورځوي ،کړیدلي ، ربړیدلي اودرپه دره افغانان به بیاکډې په اوږوکړي اوګونډیوهیوادوته به دځان اومال دساتلو،دخپلوبچیانودساتلو،په خاطرمنډې وهي ،خوموږبه ویاړواوخوښ به یوچې اشغالګران موله هیواده واستل .البته داخوښي به کووخوپخپله به په کوم اروپایی هیوادیاامریکاکې ناست یو،اودهغوافغانانوله حاله به خدای بیاخبروي چې ددې وس نلري چې له هیواده کډه وکړي اوځانونه اورپایاامریکاته ورسوي .
نووروره زه پکرنکوم چې ددنیاپه مخ دې داسې کس پیداشي چې هغه دې په ازادۍ اوخپلواکۍ نه وي خوښ ،لاکن که دغه ازادي اوخپلواکي دانسان دبچیانوپه یتیمیدواودکونډورنډوداوښکواوپریادونوپه بیه ورته تمامه نشي .نونن ورځ زماپه اندموږبایدداومنوچې دابهرنیان که ښه دي که بد،شتون یی دنسبي سولې اوارامښت لامل دی ،خوداچې هغوی وخت ناوخت دخپلودندواوخپلوحقوقوله ټغرنه پښې باسي اوزموږدولس دوژنې اوسپکاوي سبب ګرځي دادمنلووړنشي کیدای اوموږبایددنورې نړۍ په شان دسولېزې مبارزې له لارې چې هغه مظاهرې اولاریونونه دي (نه هغه مظاهرې اولاریونونه چې دعامووګړودمړینې یاکړاولامل شي ،یاهم پدې پلمه دوګړوشتمنی چوراوچپاول شي ) دبهرنیانوددغوناسموکړنو مخنیوی وکړو.
په درناوي
Mohammadi
18.07.2006
ځواکمنه بې ځواکه مشې
اوس يې ته د کومه کوي؟؟؟؟؟
بس خپلو خبرو له خوشاله اوسي. عمر خان ورور
که خبري عملي شي نو څه دنيا به ړنګه شي. دا خو نوره
ښه کره خبره ده.
سيد زيبا منظره وروره يو خداي قران ته وګوره دا نامه ده
که هسي ملنډې وهي؟ همغه سمسور په قران چې
ښه نوم دي. تر پرونه تا نه ويل چې کرزي
صيب د لرې شي اوس خو بل ډول غږوي دا تاسو
ولې د چرګ لکۍ خوي لرۍ؟ ګوري لږ سم شئ.
مشواڼې
18.07.2006
محمدداؤدصاحب سلامونه !
مونږ بايد يوداسې ملي غورځنګ جوړ كړو چي په هغه کی هوښيار، اتل ، زړووراونووښتګر سياست پوهان او سياستګر لارښوونې کوي ٠ په داسې خوځښت كی بايدپخوانيوناکاموايډيالوژيوته ځای نه وي ٠ که څوک په هغسې غورځنګونوپسی تلل غواړي ، هغوی تيار شته ، دبل ناکام اونيمګړي غورځنګ درامنځ ته کېدو ګناه بايد ونشي ٠
که وي نودنن دټولوتقاضوسره به برابروي اوپلويان به يې لومړې عهدکوي چی نووپرېکړواوملت ته به دخپل سرپه بيه هم خيانت نه کوي ٠
زه شخصا'' داسې سياست نشم تعقيبولای اونه يې پلوي کوولای شم چی په زړه کی راته وايي : ' ناسته يم له تاسره ، زړه می په کندوکی دې ، اوقربان له بېرانه ، نه شم '
سياسي غورځنګ په مستعارتوب نه چليږي اونه څوک اوس په چغه پسی ووځي بلکه ميدان ته دوتلوعمل ته ضرورت لري ٠
وسله وال پاڅون بايد سياست نه وي بلکه د سياست داخري تاکتيک اواړتيا نتيجه وي ٠
زه په اطمنان سره ويلای شم چی له وسله وال مقاومت نه سياسي مقاومت تونداوبريالې وي ٠
مننه
مشواڼې
18.07.2006
سلام پر تاسې !
محمدي وروره د منتظر مسيد خبرې ﻻجوابه معقولې او پرځای دي .
تاسو ليکلي :
[quote:3d114765e5]ځواکمنه بې ځواکه مشې اوس يې ته د کومه کوي؟؟؟؟؟ بس خپلو خبرو له خوشاله اوسي.[/quote:3d114765e5]
١ ـ زه او زما پشان نور يو هم وسله نه لرو ، خو که مطلب دې حکومت وي او نسب يې ماته ګوې ، نولومړی دې د تيروتنې يا قصدي تيري بښننه وغواړه چې حکومت زما او يا ما د حکومت سړی بولې .
ستا دا مطلب چې حکومت وسله له امريکااخلي نو مونږ طالبان يا نور يې ولې له پاکوستان څخه وانخلو ، هغه خو لږ تر لږه مسلمان دی ، امريګا خوﻻ مسلمانه هم نه
ده ! که دا دې مطلب وي او پاکويتان د اسلام په تشه ادعا خپل بولې ، نو وروره ددغسې خپلو په دې هغه نه دې اورېدلي چې (( له خپل نه پردی ښه دی او له پردي نه ﻻپردی ښه دی )) . پاکوستان ستا نيم هيواد ﻻندې کړی او د پاکوستان ﻻينفک جز يې ګڼي ، او دپښتنو بيړا توب ته چې ګوري نو د پاتې هيواد دنيولو کرغيړن هدفونه يې په زړه کېﻻ ټوپونه وهي !
د افغانستان برم او اسلامي پرتم تر هغمغه وخته پورې دوام ﻻره چې لره پښتونخوامو دهيواد له هډ او تنې څخه په زور نه وه شلول شوې ، تر هغه راهيسې
زمونږ زوال د يوې ملي غميزې په توګه تر نن ورځې ﻻ دوام لري .پاکوستان مونږ ته د انګليسي استعمار د وارث په توګه ښيي او پرپښتونستان باندي د انګليسي استعمارد دوام ادعا لري، خو امريکا دغسې يوه ادعا پر افغانستا ن باندې نه کولی شي اونه يې کله کړې ده ! افغان اولس په سياسي بصيرت سره کولی شي ، ديوه تړون په چوکا ټ کې امريکايان د ځينوپوځي اډو څخه ګټې اخيستلو ته محدودکړي ، په داسې حال کې چې ډيرې پيسې عايد ولري او دغه راز د افغانستا ن د ملي دفاع ځواک هم په سيمې کې بي ساری غښتلی کړي . نن چې پاکوستان د طالبانو پر ضد له امريکا سره دريدلی يا نور هم ورسره نږدې دريږي، هغه د خپلو اوسيزو ملي ګټو سربيره د راتليزو ګټو لکه د پښتونستان د ابدالابد له پاره د هزمولو په موخه
ځان امريکا ته ﻻ زيات وفادار ه ښکاره کوي، څو د امريکا دباور ګټنې په برخه کې
يې له کرزي نه دسيالۍډګر ګټلي وي .
زمونږ ملي غورځنګ بايد سياسي ، دموکرات ، سوله ييز او اسلامي غورځنګ وي او بس !
٢ـ تاسو وړاندې پسې ليکئ چې
[quote:3d114765e5]عمر خان ورور که خبري عملي شي نو څه دنيا به ړنګه شي. دا خو نوره ښه کره خبره ده[/quote:3d114765e5]
عمر خان دې د عدم تشدد ملي مبارزه نه غواړي ، بلکې د طالبانو د قدرت له پره افغاناولس د جګړې اور ته راکښل غواړي،او نتيجه او حاصل يي هم پاکوستان ته
تقديمول غواړي !
د منتظر مسيد سوال اړين او معياري دی، چې که فرضأ يو پاڅون د بنسټپالو په مشرۍ د بهرنيانو پر ايستلو بريالی هم شي ، نو بيا به څه ﻻسته راشي ؟ له کورني
فساد، زور زياتي ، ديکتاتوري، حجري ساختارونه ، له فکري آزادۍ ، پرمختګ او اولسواکۍ سره د دوښمنۍ ، د پاکوستان له غلامۍ او داسې نورو سل او زرو کړاوونو او يو دوزخي ژوند پرته به دوی څه زيری له ځانه سره راوړي ؟ که طالبان ځانونه ملايک هم وښيي ، نو د يوه دوزخ پر څارنه به وياړي چې دوی خپله رامنځته کړی او افغانان يې په کې غورځولي او بنديان کړي وي . دا سمه ده چې قدرت او واکمنۍ خوند به د طلبانو له پاره تر جنت هم زيات خوند او غرنج درلود، خو ددوی واکمني د افغانانو له پاره ددوزخ لمبې وې،آيا داسې څوک ه شته چې ځان ته صرف ددې له پارهم دوزخ غواړي چې يو بل ميراخور پرې جنت ته ﻻړ شي ؟
او که دوی له دوزخ نه پرته کوم بل شی له افغانستان څخه جوولی شي او يايي غواړينو همدا اوس دې ووايي چې دوی څه غواړي ، څه کولی شي او ځنګه يې کولی شي ، مخکې له دې چې د قدرت له پاره هڅې پيل کړي ! والسلام
منتظرمسید
18.07.2006
مممددي یی که مددي وروره !
ستاسوخوقران شریف په لاس کې دی نورته يي نیسې خوپه خوی بل شي ،ان خبرواو بحث ادب دې هم ندی زده ،ته به خودپه هیوادکې مرګ اوژوبله غواړې ،خوهغه څوک چې په تیروڅوکالوکې یی دردلیدلی دی ،ورور،زوی ،پلار اونورخپلوان یی له لاسه ورکړي دي هغه بیابله هیله لری ،هغه نورپه هیڅ وجه ترڅوچې شوني وي ،جګړه نه غواړي . هرڅوک کولای شي چې وګړي جګړې ته راوغواړي ،خوداځکه نه کوي چې نه غواړي دخپلووګړووینې یی تویی شي ،
داچې تالیکلي دي چې ماخوپخپله ویل چې کرزی دې لیرې شي او اوس ...،دا دې یوه بې ارتباطه اوبې ځایه یادوونه کړیده ،ځکه چې په پورته لیکنې کې مادا ندي ویلي چې کرزی دې نه لیرې کیږي ،بلکې مادوسلوال پاڅون په اړوندخبرې لیکلې وې ،اوستا هغه نورې خبرې ،هغه نوستاپه حثیت اوعلمي سویی پورې اړه لري اوزه نه غواړم خپل وخت دهغوپه ځواب ورکولوسره هسې خوشی بربادکړم .
larghonay1
19.07.2006
ټولو ته سلامونه !
زما په نظر مشواڼى صيب د يوه ملي مشر او ملي خوځښت له پاره په هلو ځلو كې و او غوښتل يې چې يو وركشاپ او بيا ورپسې كانفرنس هغه هم په اروپايي هيوادونو كې جوړ شي.
نه دا چې بيا د كوم يو جذباتي بنسټپال پسې لښكر شو او دا پاتې هيوادوال او هيواد بېخي له منځه يوسو.
افغانستان اوسمهال دهيڅ شي توان نه لري.
كه په دې وخت كې څوك د بهرنيو قواوو ويستل غواړي نو د يوه بل ناتار په تمه به وي .
زما په نظر مونږ بايد د همدغو اييتلافي قواوو په مرسته د بهرنيانو پاملرنه د هيواد ملي ګټو ته راواړوو، چې له بده مرغه كرزي خان يوازې شمالي ټلوالې ته خپله پاملرنه ور اړولې چې دا دى هيواد يې بيا د ګډوډۍ تر پولو ورساوه.
مونږ بايد پر هغو هيوادونو چې افغانستان ته خپل پوځيان استوي او په اييتلاف كې شامل دي دا ومنو چې كرزى نور د پرېښودو نه دى. بايد يو ښه ملي او با كفايته بديل يې ولټول شي، ترڅو هيواد مو له بې كفايتانو خلاص شي.
[color=red:4120ada6a9]او بله دا چې كه په نړۍ كې د هر چا پلوي كوئ خو د ايران به هيڅكله نه كوئ!!!!!![/color:4120ada6a9]
ايران زمونږ يوازې ګاونډى دښمن نه ، بلكې د ژبې ، كولتور، مذهب ، مشاهيرو، عقيدې او تاريخ دښمن دى. خو دا مو بايد په ياد وي چې هوښيار دښمن دى، زمونږ د بنسټپالو غوندې بې عقل نه بلكې پوخ بنسټپال دى، ايرانيان لومړى ايرانيان دي او بيا شيعه ګان.
هغوى په افغانستان كې دپښتنو په وجود هم ملنډې وهي او په ژبه هم.
خو زمونږ بنسټپالو لومړى خپل افغانان وژل ، هغوى لومړى بنسټپال وو او بيا د پاكستان او ايران سپايان.
زمونږ د بنسټپالو په عقيده خو ژبنى بحث بېخي شرك و خو ايران چې دا اوس په افغانستان كې د پاړسي ژبې له پاره هلې ځلې كوي، هغومره د افغانستان د شيعه ګانو د مذهب له پاره نه كوي. نه يې د اسلام له پاره كوي.
داود فايز
19.07.2006
سلامونه او نيكي هيلي ومني
پس له سلامه
زما نظر دا ؤ چي يو ملي غورځنګ جوړ شي چي په سياسي او نظامي ډګر كي مبارزه وكړي خو دا بايد څو ټكي به نظر كي ونيولي شي او د لاندي وجوهاتو به اساس مي دا وړانديز كړي دي
اول : مونږ په دي شه پوهيږو چي نن به افغانستان كي يو مقاومت شته چي هغه د طالبانو غورځنګ دي او هغه صرف به اسلامي اساساتو ولاړ غورځنګ دي كه چيرته دا غورځنګ دي كاميابي پړاو ته ورسيږي نو بيا خو نور ملي غورځنګونه هيڅ نشي كولي اونه طالبان دا ورسره د افغانستان به جوړولو كي ونډه وركوي او ګوډاګي ټاپه به مو به مخ ولږي.
دوهم / كه چيرته يو ملي اسلامي غورځنګ را منځ ته شي نو كولي شو چي د افغانستان ډير وګړي بكي راټول كړو چي نن د طالبانو نه خفه دي خو د امريكايانو او خارجيانو وجود به افغانستان كي نه مني او د سبا د باره به د پښو د ايښود لو ځاي به افغانستان كي ولري .
او نور د ټولو ملګرو ليكو نه ته ځواب نه شم ويلي دومره بس ده خو دومره وايم چي كه څوك دسياسي مبارزي لباره مالي مدركونه بيدا كولي شي نو د نظامي مبارزي دي باره يي هم بيدا كولي شي.
والسلام على المجاهدين والانصار
ا