د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستړي مه شۍ !

مشواڼې
20.06.2006

ددې وېبپاڼې قدرمنوچلوونکو
کاروونکواولوستونکو!

ګېډۍ ، ګېډۍ سلامونه دروړاندی کووم ٠ هيله لرم چې وبه يې منۍ ٠
ددې سره نغښتلې هيله می داده چې تاسو هريوماته په داسې [ويونو] هرکلې وواياست چې که هيڅ هم نه يم خو ځانته مې د يوڅه تمه پيداشي اوهر [ ويون ] چې لولم ورسره يوپاو درون شم ٠
زمانوم ' مشواڼې ' دې ٠ که څه هم د مشواڼي په نوم نورهم شته او ډېرنومووتې اوځلاند شوي دي خوزه له هغوی څخه نه يم ٠ خدای دې وکړي چې په ما دهغوی ګمان ونه کړۍ ٠ رابه شم خپل نظرته او تاسو به سرله اوسه په غوږ ووهم چې ګوره په ما د [ تورو، سورو،هم زرغون ] شک ونه کړۍ ٠ کله کله زمادمخ رنګ په ځينو خبرو تور، سور اوزرغون شي خو خدای داسې زړه راکړې چې تل سپين وي ٠ پاتې شوه دليک لوست خبره چې انګړه دنګړه پکی کولای شم خو که کوم څه رانه ختا شونو هيله ده چې پخپل درنښت به می وبخښۍ ٠
له دې زيات نورڅه اوس په فکر کی نه راګرځي چې درسره شريک يې کړم نوترهغو چې کومه دخېر خبره پيداکووم ، تاسو په لوی خدای سپارم ٠

ستاسو وروراوملګرې

مشواڼې

^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+^+
--------------------------------------------------------
هنرچې نه لري که می پسردې .............. چې څوک يې ياد کا دردمی د سردې
چې بېګانه وي چې يګانه وي ............. يامی لېمه دې يامی ځيګردې

سترفيلسوف : خوشال خټک


FaridOkhyar
20.06.2006

[size=24:884fdf5634][color=blue:884fdf5634]ستړي مه شۍ [/color:884fdf5634]![/size:884fdf5634]
داهم شو عنوان !!!
دا د مطلب عنوان دۍ؟


نقاد
20.06.2006

ـــــــــــــــــــ ښاغلي مشواڼي ته ښه راغلاست ـــــــــــــــــــــــــ

چې ته افغان يې ......په مونږه ګران يې
............................. داچې پښتون يې ....پر مونږه درون يې

په ښو ليکنو بــــــه..... خدايګو ﻻ ښه شې
................................هـــرکـــله راشــې .... او ســــتړي مشې


زرملوال
20.06.2006

محترم مشواڼى صيب سلام
هركله راشى ستا راتګ مونږ خپله نيكمرغى بولو
اوستا په هيله به هلته سره ګړيږو چى څه خو دى ووينو
اوبيا هركله راشى


larghonay1
21.06.2006

مشواڼى صيب ستړى مه شې ، هركله راشې ، قدمونه دې پر ليمو!
يوه پوښتنه :
ګله تاسو ولې دې ته خوښېږئ چې د واورې غر درڅخه جوړ كړواو لمر ته دې كېږدو؟
ته خو څه وليكه چې مونږ پرې قضاوت وكړو ، كه موخه دې سمه او ليكنه دې خامه وه نو بيا به دې په شاوټپوو، وبه دې هڅوو او داسې ويونه به درته وكاروو چې من من خو لاڅه چې شل شل منه غټ شې . نو اوس ستا د څه شي ستاينې وكړو؟
خداى دې پاچا كړه چې سلام ته دې درځمه !
په همدې هيله
لاروى


مشواڼې
21.06.2006

ډېروقدرمنو،محترمواوملګروهريو ښاغلې نقادصاحب ، زرملوال صاحب اولرغونې ١ صاحب!
ډېره مننه
ستاسوله تودهرکلي څخه به هروخت منندوی يم٠
په ځانګړې توګه نقاد صاحب دومره وستايلم چې خدای خبرهغومره وم کنه ؟
دمېلمه پالنې اوښه راغلي دود هم له دغه ځايه څرګنديږي ٠ هرڅه چې په کوم دستورپېليږي په همغه دستورپای ته هم رسېدای شي ٠
ښاغلې فريد هوښيارؤ ځان يې رانه خلاص کړخوتاسوښاغلو ته که مالوم هم نه وم وموارزوولم ٠ داسې شيانوته ځينې خلک د لعلونو اوياقوتوڅخه ځکه زيات ارزښت ورکوي چې ښايي څه ښه څه يې پکی ليدلي وي ٠ په خبروپسې خبره راياده شي ، هغه بله ورځ مې د خپل تره سره په تلېفون خبرې کوولې ، يوکارت مې په سلام ، څنګه يې ، فلاني اوفلاني څنګه ؤ ، ښه روغ رمټ ؤ ، ډېرډېرسلامونه يې درته ويل، مننه ،دوعاګانې اوداسې نور٠ څه مې کړيوای ، دډېروکلونووروسته پېښورته راغلې ؤ، که دامې نه وای کړي ، په زړه به مې ارمان پاتې ؤ ٠ زمونږ افغانستان دی خدای لري يوه خښته په بله څوک سمه نه ږدي خوپه ورانوولو کی هرڅوک برخه اخلي ٠ نوکه دانه وای ولی به يوسپين ږيرې اړکېده چې هغه د جېحون له غاړې نه اباسيند ته راووځي ٠ مامې له تره نه پوښتنه کووله ماوېل يوموبايل فون خوبه مو ساتلې ٠ تره مې په کټ کټ خنداپسې اسوېلې وکړ اوراته وېوويل : '' اې زماناخبره وراره ! مونږ په څه کې يو اوته په څه کی ٠ ګرم نه يې ځکه چې په امريکا کی اوسې ٠ اوس هغه پخواوختونه نه دي چې يوله بله به جارېدو٠ اوس به مړې مړې درته اړوي ، ولا که ' ستړي مه شي ' څوک درته ووايي ٠ ''
يوځل مې زړه ښه کړ چې ورته ووايم چې کاکا زه هم ولاکه تراوسه سل فون لرم اودژوند پوښتنه مې ونه کې٠ خوبيامې وويل : څه يې کوې ، خوار کم غمونه لري چې ددې زېرې هم ورکم ٠ بس دکلونووروسته خبرې وې ، ماهم ښه ډېر تليفوني کارتونه اخيستي ؤ ان دنرخونواپوښتنې مې تری هم وکړې ٠ تره هم هرڅه په زور، اوزېر ويل ٠ کله به په پټ رازونولګياشوچې راويې سپړي اوزړه راته يخ کړي خومابه يې خبره په بله واړوله ٠ هغه خوار څه پوهېده چې هره خبره يې ريکورډ کيږي ٠ چې نورنه کېده اخرمې ورته سپين وويل چې کاکا زمونږ خبرې بل څوک هم اوري ٠ '' څوک؟ '' په توند اواز يې راته وويل ٠ چې مې پېژاندای خوښه به وای ، ما ځواب ورکړ٠ '' زمونږ خبرې څوک اوري ! '' هه ؟ ، ما ورته وويل ٠ '' نه ، تاته نه وايم٠ دې جينۍ ته وايم٠ هه ! خبرې ورسره وکه ٠'' ما ګومان کاوه چې ګنې دتره کومه لورراسره خبرې کوول غواړي ٠ چې ما غوږې غوږ ته ونيو اوسلام مې واچاوه ، نووامې ورېدل چې راته وايي : بچې ، څنګې ، ناجوړه شوې خوبه نې ؟ چې پوه شوم چې دتره ښځه ده ، ما وېل ' بوبۍ ' ته يې ؟ بيامې سلام ورواچاوه ٠ '' والېکوم سلام ځويه، ښه يم ، ددې الک سره راغلې يمه - ډاکترله ، مونږخودې هروخت يادوو اوزه خودرته په پنځه وخته مونځ کې دوا کوم ،خدای دې په دواړه جانه خوشاله لره ٠ ''
څه سر به موخوږووم خو د ځينو مشرانو خبرې دومره خوږې ،پستې او دمينې ډکې وي چې سړې وايي تل مې اورېدې ٠ زه خو چې دځينو سره خبرې وکم ترډېره وخته پورې ذهني سکون وي راته ٠ په ژوند پوری ' راشه درشه ' تړلې ده او تاثير يې بيخي ډېر دې ٠ نو که خدای مه کړه کله په کومه موضوع باندی طبيعتونه تيتو-پهرک شي همدادورين تندي ' ښه راغلې' به يې بېرته راټولوي ٠

ستاسو ورور

مشواڼې

نوځکه په دې رموزکی راته لکه برېښناپه يوپړک څه وځلېدل ٠
خېر،


داود فايز
21.06.2006

سلامونه او نيكي هيلي ومني
مشواڼيه بيا په خير راغلي
هركله راشي
خو زما يوه انديښنه ده چي تا پس له ډيرو خبرو له خپل كاكا او د تره ښځي سره وكړي او درته وويل چي مريضه يم نو تا به څه كومك او مرسته كړي وي كه نه
خو خير له هر څه سره
په دي كيسه دي مونږ مسافرو ته خپل كورونه را په ياد کړل او يو سوړ اسويلي مي وكيښ
بلادي وإن جارت علي عزيزة وأهلي وإن ضنوا علي كرام
محمد داود


مشواڼې
21.06.2006

ډېرقدرمن محمد داؤد صاحب ، ډېره مننه ستاسوله سلامونواوښه راغلي څخه ٠
ستاسوداپوښتنه غواړم ځواب کړم چې واياست : ''خو زما يوه انديښنه ده چي تا پس له ډيرو خبرو له خپل كاكا او د تره ښځي سره وكړي او درته وويل چي مريضه يم نو تا به څه كومك او مرسته كړي وي كه نه ''

زه نه شم کوولای سم له لاسه تاسوته زما دمرستو ثبوت وړاندی کړم خودومره ويلای شم چې په وسه می پوره وه دداسې خلکوسره می هم مرستې کړي چې هيڅ می نه پېژندل اوځينو خو يې پخپلو ' ښو' پښېمانه کړې يم ٠ په هرصورت ، که خدای موقع درکړه او د خوست ، ځاځيو، لغمان او کنړ دکوم ځوان سره مو زما په لاسليک کوم سند وليد له هغه شخص څخه پوښتنه وکړۍ چې هغه سند يې له کومه کړې ٠
نورخومااوتا دواړه دافغانستان يو اودا متل مو اورېد چې وايي '' خدمت کرده ګناه لازم ''

زه اعتراف کووم چې لس کاله کيږي چې له هرڅه نه مې ځان ګوښه کړې اوپه امريکا کی اوسم٠

هيله ده چې اندېښنه مو رفع شوي وي ٠

ستاسودديدار اولازياتوتماسونو په هيله

ستاسو ورور مشواڼې


داود فايز
21.06.2006

مشواڼي صاحب سلامونه او نيكي هيلي
هرك له راشي
الله دي أجر در کړي
زما سوال كه يوه ټوكه بولي ټوكه يي وبوله او كه جدي سوال يي بولي ويي بوله
ما ته ستا دليك نه دا احساس وشو چي ته رشتيا هم يو دردمند سړي يي
بله خبره
تا نه دي اوريدلي چي ښه كوه په اوبو كي يي اچوه
بل زمونږ چي ښه كوو هغه بايد د الله لباره وكړو او د الله نه يي أجر وغواړو
نه دي خلكو نه ځكه په خلكو كي قسم او قسم خلك شته او الله پاك د چا شه نه ضايع كوي
والسلام عليك وعلى المسلمين جميعا


مشواڼې
21.06.2006

محمدداؤدصاحب مننه

ستاسوله پوښتنونه لازياته خوښنه

سترفيلسوف خوشال خټک وايي :

نوراني کا هغه ځای چې سره کښيني - * - * - دېرينه څلورياران په مشورت
دنما نځه تر قضا ګرانه دا قضا ده -* - * - چې قضاشي دڅلورو مصلحت

ستاسوورور

مشواڼې


larghonay1
22.06.2006

مشواڼى صيب مننه له خواږه بحث نه مو!
زه په تمه وم چې دهيواد د دې ګډو وډو حالاتو په اړه به كوم سياسي نظر لرئ نو سره شريك به يې كړو، له ښاغلي كوشان او نقاد صيب نه به پرې ښې مشورې وغواړو خو تاسو داسې مركه پيل كړې لكه زمونږ په كلو كې چې ښځې په چينه يا كارېز راټولې شي .
هغوى هم د يو ګړي (منګي) د ډكولو په بهانه دوه ساعته په چينه كې همدا خپلې درنې او د نورو سپكې وايي .
تاسو خداى فضل دى د چا سپكې نه دي ويلي خو خپلې درنې مو .....؟
ما ته هم ستاسو مركې خوند راكړو، نو غواړم درشريك شم او پام مو بلې خواته راوړووم.
وروره هسې خو دلته په دغه بهرنيانو پسې خلك بېلابېلې خبرې كوي دوى وايي په بهر كې چې دوه كسان سره مخ شي نو زمونږ دځينو خلكو غوندې چې سره مخ به شول ويل به يې (ستړى مسې،جوړ يې ښه يې، پخېر يې ،مټر ښه دى ،پلار د ې ښه ده موردې ښه ده).
نو دغه بهرنيان هم وايي چې سره مخ شي يو له بله تر پوښتنې وروسته وايي : (په ساعت كې څوجوړوې؟).
يا وايي (ټايم اِز مني).
نه پوهېږم چې څومره به رښتيا وي خو وروره كه په افغانستان كې دغه ټول بهر ميشتي وروڼه له چا سره مرسته كوئ نو كوښښ وكړئ چې يو څه بنسټيزه بڼه وركړئ!
كيدى شي په دې اړه تاسو تر ما ښه پوه ياست او ښې پر ځاى مرستې مو كړې وي خو دا چې نور بهرمېشتي وروڼه هم خبر شي. حتى دخپلو خپلوانو سره هم د بې بديله پيسو مرسته ونه كړئ.
له بديله څخه مې موخه د زده كړې او فرهنګي فعاليتونو ده.
كه تاسو په خپل كلي كې له يوه بې وزله سره زر ډالره مرسته كوئ نو د يوه واړه كتابتون ، د يوې ادبي ټولنې، د يوه انګليسي او ساينسي كورس، مرسته ورسره وكړئ يا يې د يوه ځوان ديوه كال يا يوې مودې د زده كړې او كورسونو د فيس مرسته ورسره وكړئ او يا د يوې خپرونې .
په دې صورت كې به مو هم مرسته كړې وي او هم خدمت.
مشواڼى صيب تاسو باور وكړئ چې دا شل دېرش كاله دروسانو، كمونستانو او هيواد ورانولو جګړو كې اشخاصو څه چې ډېرو هيوادونو پراخه مرستې وكړې ، خلك يې راشن خواره او مفت خواره اموخته كړل . خو په جرمني كې مېشت افغان فرهنګيانو چې كومه مرسته كړې د هيواد په تاريخ كې به چا نه وي كړې. د كولتوري ودې ټولنې خلك له كتاب لوستلو او چاپولو سره اشنا كړل.
په اوسني مهال كې به داسې ځوان نه وي چې د دغې ټولنې له خوا چاپ شوى كتاب به ورسره نه وي.
نوهيله ده چې په امريكا كې مېشت افغانان هم دغسې منظمې مرستې پيل كړي. او بله دا چې وروره تاو خو په امريكاكې د دغې ځاى له خلكو سره نږدې يئ، لږ يې سرونه ورخلاص كړئ چې كرزى په غلطه دى، يو ټوپكمار لنډغره په دروازه باسي او په كړكۍ يې بېرته ورننباسي. د ده دا څلوركلنه تګلاره بېخي د پښتنو ضد كړنه ده په دې هيواد كې يوازې شمالي ټلواله نه ده دلته نور خلك هم اوسي.
خداى دې وكړي چې زما خبرې درته ستوغې ښكارنه نه شي او بده ونه ګڼې چې دا څه په اصطلاح پدرانه نصيحت يې راته پيل كړو.
په همدې هيله ستاسو
لاروى


مشواڼې
22.06.2006

قدرمن لرغونې صاحب سلامونه
که رښتيا درته ووايم لس کاله پخوا په هرڅه ارزېدم خواوس په خدای که په توتو هم ارزم ٠ په ما کی ښه اوبد صفتونه دواړه شته خوبدصفتونه مې هم بې ضرره دي ٠ ما تراوسه دخپل نوم او شهرت لپاره حداقل کارنه دې کړې ، تردې شېبې لا په دې فکرکی نه يم خواوس په دې نظر يم چې دوياړکوم کار مې کړېوي ولې يې پټ کړم اوولې ترې نورخبرنه کړم ترڅووارزول شم ، تشويق شم چې نورهم څه وکړم ٠ هرڅوک هرڅه نه شي کولای ځکه د ځينوکارونودسرته رسوولو لپاره جوګه ماهرين لټوي ٠ که تاسو د په جرمني كې دمېشت افغان فرهنګيانو چې كومه مرسته كړې اود كولتوري ودې ټولنې چې خلك له كتاب لوستلو او چاپولو سره اشنا كړل. دلته نه وای ذکرکړي زه به څنګه خبرېدم او ستاسوخدمتونه به په کوموکتنوارزووم؟
که تاسو په يوه برخه کی مهارت لرۍ زه يې په بله برخه کی لرم نوکه يوبل سره وپېژنوکېدای شي ديوبل له تجروبو نه ګټه واخلو٠
دپښتنودا کارډېر اوله حده بددې چې که يوپښتون سرراپورته کړي هغه بل يې په ککره وهي ٠ په مونږ کی بيځايه غرور، رخې اوکينودې حدته رسوولي يو چې څوک مونه پېژني اوکه پېژني موهم نودبل په نوم ٠
دشهرت اونوم لپاره په غرب کی په مصنوعي توګه پلانګزاريانې کيږي اوپه ميليونو ډالرپرې مصرفيږي ٠ ځکه چې هدف پکې وي ٠ مونږ خودخدای ګدايګريو٠ ديوګدايګر دفکرساحه هم د خېرات په حجم پورې تړلي وي ٠ په غرب کې که نوم دې هم دپښتنونه دې او که په افغانستان کی دې هم دپښتنو نه دې اوددې علتونه دي چې مونږ ورپسې نه ګرځو٠
احمدشاه ابدالي امپراتوري جوړه کړېوه خوپه نړۍ اوتاريخ کی د Persian Empire
په نوم مشهوره ده ٠ داځکه چې پښتنودځان دشهرت لپاره اګاهي نه لرله ٠ BBC يوه لړۍ پېل کړې چې دپښتنو سندرغاړي معرفي کوي ٠ داښه کاردې خوټول پښتانه سندرو ته نه شي تشويقېدای بلکه دژوند اواقتصاد نورې اساسي زېرمې هم شته چې شهرت ، پاملرنې اورغوولو ته اړتيا لري ٠ که څوک ادعا کوي چې يوداسې کار يې کړې چې ټولنيزاهميت لري نودابه لوی ظلم وي چې پرته له څېړنې يې منفي ارزوو٠ په همدې نظر ترهغه وخته چې افغانستان ته نه يم تللې اودولتي چارې مې له نيږدې څخه نه وي ليدلي قضاوت به مې په فرضيو تکيه کوي ٠ مونږ که رښتينې قضاوت کوول غواړو بايد پخپل منطق اواستدلال کې له پلوۍ ، عناد ، شخصي اهدافو اوتبعيض څخه کاروانه خلو٠ که په دې اصولو پابنداوسونو ښاغلې کرزې اواداره به يې هم استثنا نه وي ٠ له بله پلوه که سړې فکروکړي اوله نورمحمد تره کي څخه څېړنې اوکتنې راونيسي نووبه ګوري چې زمونږ جامعه هغه ستنډرډ ته نه وه رسېدلې چې دسياست په ټولولوړوژورودختواوکوزېدوتوان ولري ٠ سياست هم لکه پل صرات داسې دې که دسياستوال عمل ښه ؤ نوورته پول شي اوکه عمل يې ښه نه ؤ نو د وېښته نه هم ورته نرې شي اوپايله يې په اورکی غورځېده شي ٠ ترکومه ځايه چې زه کولای شم ديوه سياست پوه اوسياست ګر برياوې ، نيمګړتياوې اومجبوريتونوته دشرايطواوواقيعتونو په څېړنه ګورم او نتيجې يې په ګوته کووم ٠
څېړنه دغلبېل حيثيت لري اوڅوک چې غلبېل استعمالوي نو په دې هم پوهيږي چې څه له څه جدا کړي ٠

ستاسوورور
و، مشواڼې


pattang
23.06.2006

[quote:b032be98d7]که رښتيا درته ووايم لس کاله پخوا په هرڅه ارزېدم خواوس په خدای که په توتو هم ارزم ٠ په ما کی ښه اوبد صفتونه دواړه شته خوبدصفتونه مې هم بې ضرره دي ٠ ما تراوسه دخپل نوم او شهرت لپاره حداقل کارنه دې کړې ، تردې شېبې لا په دې فکرکی نه يم خواوس په دې نظر يم چې دوياړکوم کار مې کړېوي ولې يې پټ کړم اوولې ترې نورخبرنه کړم[/quote:b032be98d7]

که خپل لست او جدول ته ګورم نوستا نوم راسره دی خو زه خبر نه وم چې مشواڼی ستړی شوی دی ?
خدای پاک د نوم او شهرت ورک کړي ، که يې په خپل عملي کار وګټې نو روزي دې شه ٠ يواځې د نوم لپاره کار کول لوی جهالت د ی:
وروره ته هم پورته شه پکښې راګډ شه ، ميدان ښه ګرم دی او هغه لس کاله
دې چټي تير کړي دي ، خپل قوم مه هيره وه هغه د جومات او چوترې خبرې د هيرې شوې ??? پښتون ژرنه ستړی کيږي خو ډير ژر غوليږي.
دنور محمد ترکي خو دله هرې خوا رنګ ورک شي ،هغه کله د پښتنې مور زوی وو ، هغه خپل قوم اواولس خرڅ کړ کله چې په کارته يې چهار کې اوسيده نو ښې خبري به يې کولې او بيا چې ارګ ته ورسيده نوخپله پښتنه ادې يې هم هيره کړه ٠

د پښتنولي په مينه پتنګ


مشواڼې
23.06.2006

[[خدای پاک د نوم او شهرت ورک کړي ، که يې په خپل عملي کار وګټې نو روزي دې شه ٠ يواځې د نوم لپاره کار کول لوی جهالت د ی: ]]

پتنګ جان صاحب ، ته هم ستړې مشې ٠

اوس دې سلام هم په مونږ نه پېرزو کيږي !
خوخېر ، پوهېږم چې چېرې زړه ځي هلته پښې ځي اوکه زما دورورۍ خبره منې نو په لستونو پسې مه ګرځه ځکه پخوا همدغه حال ؤ چې نه ددنيا شو اونه داخيرت ٠ اوپه دې خبره بياهم بيا هم پوه نه شووم چې وايې : که خپل لست او جدول ته ګورم نوستا نوم راسره دی خو زه خبر نه وم چې مشواڼی ستړی شوی دی ?
نواخرزه هم له تيږې نه يم پيدا چې نه پخپله خوځېږم اونه مې څوک بېځايه کوي ٠

اوس بل وخت دې اوددې وخت په تخنيک او تاکتيک ځان پوهوول پکار دي ٠

ستاسو دپورتنۍ جملې لپاره زما ځواب دادې چې که نه خفه کېږې نوله توندۍ کارمه اخله ، هرڅه په غورلوله اوبيا خپل نظروړاندې کوه ٠ تبليغ هم دشهرت لپاره وي اودين اودنيا ټول په شهرت اونوم چليږي ٠ يواځې فرق په دې کې وي چې څنګه اودڅه لپاره ٠
زه که خپل کارونه ياددووم نوڅه بدکار يا غلا می نده کړې بلکه خولې مې توی کړي ٠ هغه وخت چې ما عملا'' دخپل اولس لپاره کار کاوه شايد تاسوبه په تېزس مصروف واست ٠ :lol:
په هرصورت ، زه ستاسو دنظراحترام کووم خو هره خبره درسره ترهغونشم منلای چې ترڅو زما قناعت نه وي حاصل شوې ٠

ستاسوورور
مشواڼې


larghonay1
24.06.2006

مشواڼى صيب سلامونه !
وروره هغه د چا په اصطلاح له پدرانه نصيحت نه مو مننه!
تاسو ډېرپه زړه پورې مفصل نصيحت كړى و . وروه زه په افغانستان كې يم او هره دعوه يا نيوكه چې كوم نو د سترګو ليدلى حال وي، منطق او استدلال له پامه نه غورځوم. زه پخپله پرې قضاوت هم نه كوم خو خپل نظر وړاندې كوم. او بله دا چې مونږ خپل حق غواړو او د هغې له پاره خپل منطق او استدلال وړاندې كوو ، كه څوك ورته سم نه وايي نو خپل منطق دې وړاندې كړي او قناعت دې راكړي.
څېړنه او شننه به يو څه توپير ولري. زه د ټول افغان دبحث فورم كې شننې ليكم، چې د هيواد په روانو حالاتو يو څه بحث وشي، هر څوك پرې خپل نظر څرګند كړي چې د شنونكو، ژورنالستانو، او څېړونكو له پاره تګلورى روښانه شي.
وروره زه بياهم درته وايم چې يو فرض عبادت وي او بل نفل. فرض خلك په ښكاره كوي او نفل پټ.
نو نن سبا د افغانستان په اړه هر اړخيزه مرسته، منډه ترړه ، زيار او هڅه پر افغانانو فرض ده او دى ته اړتيا نشته چې له يو خروار احسان سره مله وي .
وروره تاسو ته دې خداى توفيق دركړي چې په هر اړخ كې وي او د هيواد په هره سيمه كې وي د پښتنو له پاره كار وكړئ شهرت ميرات مړى به خپله درپسې منډې وكړي.
او بله دا چې تاسو ويلي چې لس كاله پخوا په ډېر څه ارزيدم خو اوس نه . نه وروره! داسې نه ده . تاسو هيڅكله بايد ځان ته پخپله په سپكه سترګه ونه ګورئ. باور وكړئ ستاسو ټول افغان ته راتګ او همدغه ليكنه په ډېر څه ارزي او نهيلي خو هيڅكله هم د بريا لورى نه دى.
وروره تاسو دا هم ليكلي چې بد او ښه صفتونه لرم خو بد مې هم بې ضرره دي. دا لا ښه خبره ده ځكه مونږ او تاسو ته خو د ضرر رسولو خلك بې شمېره دي خو دخير رسولو څوك نه لري.
په پاى كې مشواڼى صيب زه د جرمني ټولنې غړى نه يم، جرمني ته تللى هم نه يم او هغه جرمني كې مېشت افغان فرهنگيان يوازې تش په نامه پېژنم. او دا مې يوازې د بېلګې په توګه ليكلي وو . نور په ټوله نړۍ كې خواره واره فرهنګيان، انجينران، ډاكټران او نور هر اړخيز ماهران خپلې هڅې كوي خداى دې نورې برياوې هم وركړي.
مشواڼى صيب تاسو وګورئ پوهان ډاكټر مجاور احمد زيار صيب له كومه ځايه پښتو ته كار كوي؟
كه د پښتو كتابچاپونې په دغه ګړندي بهير كې د زيار صيب زيار نه واى نو څه فكر كوې چې زمونږ ليكوالي ، املا او انشا به په كومه كچه واى.
بيا هم وروره زما موخه همدا ده چې دغه تاسو مشران زمونږ لارښودي شئ، كه د نړۍ په هر ګوټ كې واست سره يو شئ، هر يو پخپله علمي او عملي ساحه كې د خپلې وسې سره سم كار ته ملا وتړئ كه خداى كول په نړۍ كې به بيا د Persian نه بلكې د افغان او پښتون په نومونو ياد شو.
ستاسو د لا پيرزوينو په هيله
ستاسو لاروى


مشواڼې
24.06.2006

دروند اوښاغلې لرغونې صاحب ، مننه اوخوښنه

تاسوواياست :
'' وګورئ پوهان ډاكټر مجاور احمد زيار صيب له كومه ځايه پښتو ته كار كوي؟ ''
کوريې ودان
اوبيا مودانظرچې مشران بايد لارښوونه وکړي ، كه د نړۍ په هر ګوټ كې و ي اوبايد سره يو شئ، هر يو پخپله علمي او عملي ساحه كې د خپلې وسې سره سم كار ته ملا وتړئ كه خداى كول په نړۍ كې به بيا د افغان او پښتون په نومونو ياد شو، يوهسک نظردې ، زه يې قدرکووم ٠ خوپه اړيکو، تماسونو اوعلمي اوفرهنګي غونډوکی دامريکا پښتانه دومره مخکې نه دي لکه داروپا افغانان ٠ ښايي ډېرمسايل وي چې دغه رنګ تماسونه اوغونډې په ګرانه تماموي ٠ په دې هکله مې ديوڅوپښتنوسره خبرې هم کړي خو دهغوی اوزمادفکرواټن ډېر زيات ؤ نوپرېمېښوول ځکه فکراواحساس هم شرايط لري ٠ په امريکا کې پيداشوي هم ترډېره حده دخپل فرهنګ اوژبې نه ناخبر دي نوپه څه به حساب وکړو؟
دلته يوفکردې اوهغه پيسې ٠ اوداځکه چې هيڅ شې بې پيسونه شته ٠
زه هيله لرم چې دکارخلک وپېژنم اومشورې ورسره وکړم اونظرونه سره تبادله کړو٠ په همدې مقصد له امريکانه اروپاته دروغزېدم ٠ په هرخيالي دېوال چې وربوڅ شم د باورليلومې په حجاب کی وي ٠ اخرکله به هريوپېژنو، کله به سره غږيږو اوکله به په يواوبل باورپيداکوو؟
په علمي بحثونوکې مختلف نظرونه ضروري وي او ضرورنه ده چه ته زما اوزه ستاومنم خولږترلږه خوسړې په دې خبروي چې دچاسره خبرې کووم ، ترما کشر که مشردې ، علمي مقام يې په کومه کچه وارزووم ، کومې تجربې لري اوڅه ترې زده کوولای شم ٠
ماخوخپل ځان دروښوده اوس نو په هرفرهنګپال ، استاد، ډاکټر، انجينيراوژورنالست پورې اړه لري چې دخپلې تواضع له مخې ځان راپېژني اواړيکې ټينګوول غواړي اوکه په مستعا ر ونومونوکی د'' سپاهي ګمنام '' غوندې پاتې کيږي٠
که غواړۍ ماته ځان معرفي کړۍ نو زما په شخصي ايمېل ماته وليکۍ٠
هيله ده چې ستاسوپه نظرکې نور شکونه پاتې نه شي ٠

ستاسو ورور

مشواڼې


داود فايز
25.06.2006

محترمو اة قدرمنو مشواڼي ، لار غوني او پتنګ او نو رملګري
سلامونه اونيكي هيلي ومني
د خداي شكر دي چي دا بحث ورو ورو د يو ډيري مهمي موضوع بڼه خپله وي
خو يو څو خبري بايد مونږ وكړو.
اول : نقريبا ټول افغانان په دي موضوع سره په سلا دي چي زمونږ ملك او وطن ډيرو لويو قربانيو ته ضرورت لري او ډير دي ته چمتو دي چي خدمت وكړي مګر كله چيرته مونږ سره كينو چي دا كار مخكي بوزو نو ددي خدمت وړاندي كول او كوم اوليتونه دي چي بايد تر ټولو مخكي وشي نو په د ي مسأله كي به لوي اختلاف پيداشي.
دوهم : په دي ټول پښتانه اتفاق نظر لري چي خپلي ژبي ته بايد خدمت وكړي
خو دا خدمت څرنګه وشي دا هم داختلاف مسأله ده ځيني داسي شته چي پښتو او اسلام سره نه ټكر كي ويني او د پښتو مجرد نوم اخيستل كفر بولي
او ځيني نور بيا پښتو دومره لوړه بولي چي پښتو په اسلامي ارشاداتو باندي وړاندي بولي او او ځوك چي ددوي به نظر نه وي پښتون يي نه بولي
دريم : زما په نظر دي افغانستان نه جوړيدل يو عمده مشكل دادي چي هر څوك ځان پوره من بولي او بله خوا نيمه بولي او دهغي له منځه وړل خپله ديني او ملي وجيبه بولي ، چي دا د أفغانانا افراطيت څرګندوي ، او دا مشكل چي نن په أفغانستان كي دي ددي لامل هم يو دا كيدي شي چي أفغانان د خبل ټاټوبي سره ډيره مينه لري خو دا مينه كله داسي افراط ته ورسيږي چي دا مينه د معشوقي د مرګ سبب ګرځي.
راځي كه مونږه غواړو چي خبل ملك ته خدمت وكړو خپل او ليتونه معلوم كړو او د ملت ضروريات معلوم كړو او دا مرض تشخيص كړو او بيايي علتونه او لاملونه پيدا كړو او بيا يي درملنه وکړو
او دا ونه وايو چي زما نظر تر ټولو شه دي او دا بل اشتباه كړي راځي چي په مشترك ډول سره كشينو او هر يو خپل نظر ځرګند كړو او بيا يي وڅيړو او معقولي د حل لاري را پيدا کړو.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستا سو د نظريو به هيله
محمد داود أبو عمر


مشواڼې
25.06.2006

ټولوقدرمنو هريو محمد داود أبو عمرصاحب ، لار غوني صاحب ، پتنګ اونو روملګرو
ستړي مه شۍ !
دقدرمن ښاغلي محمد داود د وړانديزپه هکله زما نظرداسې دې :

لومړې د ښاغلي داؤد په دې نظرروڼاوې چې وايي : ''تقريبا ټول افغانان په دي موضوع سره په سلا دي چي زمونږ ملك او وطن ډيرو لويو قربانيو ته ضرورت لري او ډير دي ته چمتو دي چي خدمت وكړي مګر كله چيرته مونږ سره كينو چي دا كار مخكي بوزو نو ددي خدمت وړاندي كول او كوم اوليتونه دي چي بايد تر ټولو مخكي وشي نو په د ي مسأله كي به لوي اختلاف پيداشي. ''
ستاسودانظردڅېړنې وړدې اود څېړنې بنسټيز ټکي مو دادي :

١- كله چيرته مونږ سره كينو؟
٢- كوم اوليتونه دي چي بايد تر ټولو مخكي وشي ؟

دواړه پوښتنې په هرمينه وال پورې تړلي دي چې بايد رغنده ځواب ورته ومومي ٠
زه خپل ځوابونه داسې ليکم :
١ .١ - مخکې له دې چې يوې نړيوالې جرګې ته لاره هواره شي بايد ځای وټاکل شي بيايو نړيوال workshop جوړ شي ٠ په دغه کاري غونډه کې دنتايجو په لاسته راوړو خبرې وشي ٠

دوهمه پوښتنه داده چې ښاغلي داؤدداسې مطرح کړېد ه : '' په دي ټول پښتانه اتفاق نظر لري چي خپلي ژبي ته بايد خدمت وكړي ، خو دا خدمت څرنګه وشي دا هم داختلاف مسأله ده ځيني داسي شته چي پښتو او اسلام سره نه ټكر كي ويني او د پښتو مجرد نوم اخيستل كفر بولي او ځيني نور بيا پښتو دومره لوړه بولي چي پښتو په اسلامي ارشاداتو باندي وړاندي بولي او او ځوك چي ددوي به نظر نه وي پښتون يي نه بولي ٠ ''

زما نظردادې :

لکه څنګه چې ما مخکې ديو نړيوال ورکشاپ خبره وکړه دهمدې لپاره چې ديوې نړيوالې غونډې په ستونځو بحث وشي ٠ ټول مسائل په انټرنيټ نه حل کيږي ٠

په عمومي توګه خدمت ته هم مبارزه ويلای شواوسړې پرې په بشپړه توګه غږېدای شي خوچې دغږيدواوليدوامکانات برابرشي ٠
ترکومه ځايه چې داسلام اوپښتوخبره ده نودادواړه په هيڅ صورت سره ديوبل مخالف کېدای نشي بلکه توپيريې ترڅېړنې لاندې نيول کېدای شي ٠ منطقا'' پښتو کوم دين نه دې اوپه دې مونږټول پوهيږو چې تراوسه نيمګړې ، بېنومه اوبې پاملرنې پاتی ده نوهمدا علت دې چې دپرمختګ لپاره يې وړانديزونه کوو٠ داچې په دې کارکې دهرې ژبې اوکلتورخلکو حق درلود مونږ هم داحق بايد ولروچې دخپلې ژبې اوکلتورپه څرنګوالي ، سمون اوپرمختګ په ډاډه زړه و غږ يږو٠ مونږ خپل ټول بشپړتيايي کارونه بايد دپښتوژبې اوکلتورعملي تدابيروته وقف کړوکوم چې تراوسه نه دي نيول شوي ٠
په يوعلمي کارکی تعصب ، کينه ، بغض ، رخه اوتېرې بايدځای ونه لري ترڅونتيجې يې شفافې اوله ډاډه ډکې وي٠

دښاغلي داؤد صاحب بله اندېښنه داده چې افغانستان نه جوړيدل يو عمده مشكل د هر چا ځانښودنه ، تکبراوغروردې چې يوځان پوره او بل نيمګړې ګڼي ٠ همدغه رازملي اوټولنيزې ه ځانپوهنې ته توجه نه کوي ٠ ددوی خبره پرځای ده خوبايد داهم هېر نه کړوچې په دې کارکې ملي اودينې وجيبې په صحيح توګه ځانګړې شوي ٠ يواځې خودغرضه ډلې په اګاهانه او شعوري توګه له ديني اوملي فرايضو څخه دځان په ګټه کار اخلي کنه هرسالم انسان کوولای شي چې دغسې منافقو ته په نېغه ووايي چې دين ستاسو په نوم منځ ته نه دې راغلې بلک ستاسوداباواجداد په نوم هم نه ٠ همدغه راز ملي فرايض هم لکه مذهب ماضي اومستقبل لري ٠ که انسان له سالم فکراونېک عمل څخه کارواخلي د افراطيت سوال نه پيداکيږي ٠
دخپل ټاټوبي ، کور اوچاپيريال سره مينه يوفطري خاصيت دې چې حيوانات ، خزنده اوانسانانوکې له پيدايښته راپيدا کيږي ٠ که يوافغان دخپل وطن سره مينه لري نويوروس اوامريکايي يې هم لري ٠ ستاسوخبره صحيح ده چې پښتانه بايد دبقا ، پايښت اوپرمختګ رموزونو اوچلونوته هم لږنه ډېر ا هميت ورکړي ځکه چې هدف په قوي شتون کی وي ٠

نو دداؤدصاحب خبره ، راځۍ خپل او ليتونه معلوم كړو او د ملت ضروريات معلوم كړو او دا مرض تشخيص كړو او بيايي علتونه او لاملونه پيدا كړو او بيا يي درملنه وکړو
او دا ونه وايو چي زما نظر تر ټولو شه دي او دا بل اشتباه كړي راځي چي په مشترك ډول سره كشينو او هر يو خپل نظر ځرګند كړو او بيا يي وڅيړو او معقولي د حل لاري را پيدا کړو.

نوددې لپاره دغونډې دځای اووخت خبره ډېر ه مهمه ده چې بحث پرې وکړو٠ زه خو کولای شم اروپا ته درشم که ستاسو خوښه وي ٠

ستاسوورور

و، مشواڼې


pattang
25.06.2006

مشواڼی صيب سلام عليکم !
ستاسو وړانديز زما ډيره زړه ارزو ده٠ داسې يو حرکت دکرزي ددولت په لمړي سر کې هم په نظر کې نيول شوی وواوډيرکار هم پرې وشه خوبيا د کرزي د سلا کارانو په لمسون د شورای نظار په ګټه تمام شه ٠
زه پردي اوس هم عقيده لرم او مخکې مې هم عقيده لرله چې دغسې يوګام به مونږ يوې نېکې لارې ته رهنما يې کړي .
ددې ګام نور خصوصيات بايد ديوه ځانګړي تماس (e-mail )په توګه يوه او بل ته واضح شي ٠

په پښتني مينه پتنګ


larghonay1
26.06.2006

ټولو ته سلامونه !
وروڼو ښې مشورې او ښې نظريې مو وركړې خوزه هم څه ويل غواړم :
لومړى خو دا چې ډېر ښه وشوچې خبره د خېر په لوري لاړه خو دا چې اوس نظرونه سره مختلف دي د دې د يو كولو له پاره ځينې وايي چې مخامخ غونډو ته اړتيا ده ،مشواڼى صيب وايي د غونډې ځاى بايد اروپا وي او كيدى شي نور مشران هم بېلابېل نظرونه ولري .
خو خبره دا ده چې اوس هم زمونږ څخه د مشوړې سر ورك دى.
مونږ ملي ګوند او ملي مشر نه لرو!
كه سل وارې هم سره راټول شو بيا به هم دغه جړ مشوړه صافه نه شي.
مونږ بايد لومړى د يو ملي ګوند او ملي مشر غم وخورو.
كه مونږ چېرته ملي ګوند او ملي مشر درلوداى نو مرموز كرزي ته به ولې ټولو پښتنو په غوڅ اكثريت رايې وركولې؟
خو روښانه ده چې په هغو اوه لس كسانو كې چې د كرزي سره په سيالۍ كې وو پښتنو كرزى په دې خوښ كړوچې نوى دى او بله دا چې كومې خاصې ډلې سره هم نه و تړلى .
كه چېرته مونږ ملي ګوند او ملي مشر درلودى نو كه ولسمشري يې نه واى ګټلې په كابينه، پارلمان اونورو دولتي چارو كې به يې كسان درلوداى، د دوى غږ به يې پورته كولى او كرزي ته به يې د دوى خبره كولاى شواى چې وروره دغه نه دا بله دې لاره ده.
دا چې د افغانستان په اوسني بهير كې پښتانه ورك دي لامل يې همدا دى چې د دوى مشترك غږ څوك نه پورته كوي.
كه كرزى چېرته په ناپامۍ كې ووايي چې (طالبان د همدې خاورې بچيان دي زه ورسره جوړه كووم ) نو په سلګونو خپرونو كې يې مخالفت څرګند شي او پوره قناعت وركړي چې هغه پګړۍ دار خو لاپرېږده چې دغه نيكټايي دار طالبان هم له خپله څنګه ليرې كړه.
تر اوسه په دې كابينه كې چې كوم پښتانه بېچاره ګان كار كوي يا د كرزي شخصي خپلوان، انډيوالان او يا د هيواد مل غوندې غوړه مالان وي چې څوكۍ ساتلى شي نور نو هيڅ نيشته.
د ډېرې بيړې او توندۍ څخه كار اخيستل ناكامي ده، مونږ بايد د كرزي په دې پاتې موده كې يو ريښتينى ملي ګوند او ملي مشر ولرو او هغه په ټول افغانستان وپېژنو بيا به نو په راتلونكو ټاكنو كې معلومه شي چې له من نه څو پخېږي.
او كه خداى د كرزي دغه څلوركلنه موده رالنډه كړه نو بيا به مو هم يوه لاره معلومه وي چې څه وكړو.
باور وكړئ اوس زمونږ ټولې هلې ځلې بې ځايه دي خو څه وكړو زړه مو صبر نه كوي.
دا چې زه له كابله، بله له بله ځايه چيغې وهي خو معلومه نه ده چې دچا له پاره يې وهو؟
كه نن مونږ ته امريكا يا نور څوك چانس راكړي چې تاسو كرزي پسې بد وايئ راځئ نو مونږ به سره په يوه خوله شو؟
نه ، تر اوسه خو موږ بې چاره ګان په سيمه ايزو خدنګونو كې نښتي يو.
تر اوسه خو مونږ لږ تر لږه په شو او سو سره نه يو جوړ نو د هيواد په زعامت به سره څنګه جوړ شو.
زه بيا هم وايم مشواڼى صيب كه دې له واكه پوره وي او وخت ورته لرې نو زمونږ ټول ملي كادرونه له هيواده بهر دي ، د پاړسيوانانو اكثره راوغوښتل شول او ښې څوكۍ لري، يا په همغو هيوادونو كې سفيران دي خو پښتانه پوهان او د سر خلك څوك په شل منه ليټۍ كې هم نه پوښتي!
لومړى د يو ملي ګوند او ملي مشر په لټه كې شئ، پښتانه لښكر كول اسانه كار دى.
مننه
ستاسو لاروى


مشواڼې
26.06.2006

قدرمن پتنګ صاحب اوقدرمن لرغونې صاحب ، ستاسوڅخه مننه٠
ستاسودا-اندېښنه لرۍ :

'' اوس هم زمونږ څخه د مشوړې سر ورك دى.
كه سل وارې هم سره راټول شو بيا به هم دغه جړ مشوړه صافه نه شي.
مونږ بايد لومړى د يو ملي ګوند او ملي مشر غم وخورو. ''

ملي ګوندونه هم جوړښت ته اړتيا لري اوملي مشرروزنې ته ٠ لکه څنګه چې پخوايادوونه وشوه ، دفکر، خلاقيت ، نووښت اواستعداد پښتانه بايد دلومړنيواړتياؤپه هکله سره راټول شي ، بحث  وکړي اويودبل خبرې واوري ٠ تاسوته معلومه ده چې په تېرووختونوکې څومره ګوندونوقدرت ترلاسه کړاونتيجې يې څه شوې ؟ د هغوی ګوندونوپرته له دې چې په ټولنپوهنه کاروکړي ، داسې عملي ګامونه واخلي چې ټولنه يې تګلاره قطع نه کړي ، ملي ګټې اوارزښتونوته نه يواځي وفاداروي بلکه افغاني ټولنه په دغه روحيه وروځي ٠ داکارتېروډلو نه داسلام په نوم وکړ اونه داينترناسيوناليزم په نوم ٠ انترناسيوناليستانوته هره ملي ډله اشرارښکا رېده اوپه دې نه پوهېدل چې دشرافتتاح دوی پخپله کوي ٠ همدغسې داسلام په نوم ملي پرمختګ اوملي روحيې دکفرپه فتوو-وځپل شوې ، نوهرنوې سياسي خوځښت که په هماغوبنسټونوبيااعماريږي ، هيڅ مفهوم اوهيڅ فايده نه لري ٠ دسياست په پوړۍ ختل په هرپاټکي پښه ايښودل غواړي ، په دانګ منزل ته ختل هم داسې پښې ماتوي لکه چې وموليدل ٠

تاسوليکلي :

''كه كرزى چېرته په ناپامۍ كې ووايي چې (طالبان د همدې خاورې بچيان دي زه ورسره جوړه كووم ) نو په سلګونو خپرونو كې يې مخالفت څرګند شي او پوره قناعت وركړي چې هغه پګړۍ دار خو لاپرېږده چې دغه نيكټايي دار طالبان هم له خپله څنګه ليرې كړه. ''

لکه څنګه چې پورته ماوويل ، يونوې حرکت په پخوانيو مفکورو اوبنسټونو هيڅ مفهوم نه لري اونتيجه نه ورکوي ٠ نوديونوي غورځنګ لاره بايد نوي وي اوددې غورځنګ پلويان بايد نوي مرام ته وفاداروي ٠
يونوې سياسي ځواک بايد دخلاقيت اواستعدادسره رامنځ ته شي نه د اصلحوسره٠
اوداخبره موڅومره پخه ده چې واياست : د ډېرې بيړې او توندۍ څخه كار اخيستل ناكامي ده، مونږ بايد د كرزي په دې پاتې موده كې يو ريښتينى ملي ګوند او ملي مشر ولرو او هغه په ټول افغانستان وپېژنو بيا به نو په راتلونكو ټاكنو كې معلومه شي چې له من نه څو پخېږي.

ديوې نوې سياسي ډلې هدف تريوشخصه بايد لوړوي ځکه چې دابه يواځينې ګوند نه وي چې په افغانستان کې رامنځ ته کيږي بلکه هغه ځانګړې سياسي سازمان به وي چې داولس کلک ملاتړبه ولري ٠ ديونوي ګوند په اهدافوکې به دصلحې اعاده کوول اودجګړومخنيوې دعمل په فهرست کې اوليت ولري ٠

''دا چې زه له كابله، بله له بله ځايه چيغې وهي خو معلومه نه ده چې دچا له پاره يې وهو؟''
ددې ځواب بايدڅرګند وي اوهغه په يوې داسې اداروي جوړښت کارکوول دي چې تراوسه نه ده جوړه شوې ٠
که مونږ وکولای شويودبل سره کښينواويوه مؤثره طرحه جوړه کړو اودغه طرحه يوملي ځوک اوځانپوهنه رامنځ ته کړي ، زه يقين لرم دافغانستان له پولوبهربه هم مينه پيداکړي ٠

ستاسواندېښنه داده :
نه ، تر اوسه خو موږ بې چاره ګان په سيمه ايزو خدنګونو كې نښتي يو.
تر اوسه خو مونږ لږ تر لږه په شو او سو سره نه يو جوړ نو د هيواد په زعامت به سره څنګه جوړ شو.

زه د[[ شو]] او[[ سو]] ترمنځ هيڅ ستونځه نه وينم ٠ مونږداظلم نه کووچې له چاڅخه دهغه لهجه واخلو٠ لهجې په انګليسي ، جرمني اوعربي کی هم شته ٠ هغه څه چې مونږبايدکارپرې وکړو هغه به دافهام اوتفهيم ګډه وسيله وي چې دژبپوهنې اوادبياتودپياوړي کميسيون لخوا وڅېړل شي ، وړاندې شي اوترويج شي ٠

'' زه بيا هم وايم مشواڼى صيب كه دې له واكه پوره وي او وخت ورته لرې ٠ ''

په دې شيانودمخامخ غږېدوهيله لرم اوديوښه افغاني اداري سيستم په رامنځته کوولوکې وعده درکووم ٠ خوله يوه لاسه ټک نه خېژي ، تاسودهمدغه کدرونه چې يې پېژنۍ اوديونووښت هيله لري ، په تماس کی شۍ اويوworkshop يا علمي جرګه ګۍ ته لاره هواره کړۍ نورزه خپل وړانديزونه لرم اوبحث پرې کوول غواړم ٠ لکه څنګه چې تاسوته معلومه ده ، په يوعلمي سمينار کی بايد په موضوع پوه ، تجربه لرونکي اوفعال شخصيتونه ګډون وکړي ٠

دځينوموضوعاتودمشورو لپاره هيله من يم چې په دې پاڼه کې زما ثبت شوې ايمېل وکاروۍ

مننه
ستاسوورور

مشواڼې


larghonay1
26.06.2006

مشواڼى صيب په مټو مو بركت شه !
زه ستاسو ټولو وړانديزونو سره موافق يم ، دغه د ټول افغان پاڼه يوه ملي پاڼه ده.
تاسو كه په همدې پاڼه كې لومړى خپل نور وړانديزونه چې لرئ يې وكړئ .
كه دلته پرې بحث وشي او غوره نظرونه تر لاسه شي دا به لاښه وي.
او بله دا چې داسې كار ته دبللو همدا غوره پاڼه ده .
ستاسو د لابري په هيله
ستاسو لاروى


داود فايز
26.06.2006

محترمو او قدرمنو
سلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستاسو له نيك نظره ډيره مننه او الله دي أجر در كړي
قدرمند ورور مشواڼي صاحب ستا دا وړانديز چي يو نړيوال كانفرانس جوړشي او به هغي كي أفغانان خپله راتلونكي وټاكي ډير شه نظر دي مګر له مشكلاتو سره مخامخ دي اول داچي څوك دي كانفرانس ته راشي او راوبلل شي
او بيا كوم موضوعات په كي وڅيړل شي او تر ټولنو مخكي به ددي تمويل به څنګه كيړي او او د چا په غاړه به وي
زما به نظر هغه متل دي چي وايي ( قطره قطره درياب ميشود ) مونږ كه به رشتيا ملا وتړو او كوشش شروع كړو چي دخبلو مشكلاتو يوه معقوله دي حل لاره را وباسو او خپلو شاوخوا ملكرو ته دعوت ورکړو او هغوي به دي كي شريك كړو چي زمونږ سره همكاري ته چمتو شي مګر مخكي له دينه بايد په مهمو خبرو سره تړون وكړو او هغه تړون ځان ته د لار مشال وګرزو
بيا كولي شو چي ثابت قدمونه واخلو او ونه ښويږو.
چي دا كار زما له نظره ددغي انترنتي صفحي نه هم شروع كيدي شي.
او محترم ورور لرغوني صاحب
ستا خبره رښتيا ده چي مونږ ملي مشر نه لرو او زمونږ مشكلات هم دادي چي نن هر څوك ځان ته من وايي او زمونږ مشكلات ورځ په ورځ زياتيږي
مګر يوه خبره كول غواړم هغه داده چي ملي مشر له اسمانه مونږ ته نه كوزيږي ملي مشر ځان خلكو ته د خپلو د ښو أعمالو له امله ځان ځرګندوي او ولس په هغه راټوليږي .
كه مونږ د ميرويس خان او احمد شاه او داسي نورو ملي اتلانو تاريخ ته ځير شو نو معلومه به شي چي هغوي دخپلو نيكو اعمالو به وجه دي مقام ته رسيدلي او ترټولو د مخه دوي قرباني ته تيار و او دا سي يي نه كول چي نور مخكي كړي او خپله په قراره كښيني.
نو كه به رشتيا هم مونږ يو رښتيني قدم پورته كړو نو ملي مشر به خپله خپله ځيره خپل ولس ته وښايي خو يو څو مخلصو ملګرو ته ضرورت دي او يوڅو مخلصو قدمونه ته چي خبل راتلونكي په خپله وټاكو
بيا به مشر خپله راڅرګند شي
والله أعلم بالصواب.


مشواڼې
26.06.2006

قدرمن اوښاغلې لرغونې صاحب ، ډېره مننه

ستاسوپه لاندې وړانديززمانظر :

'' دغه د ټول افغان پاڼه يوه ملي پاڼه ده.
تاسو كه په همدې پاڼه كې لومړى خپل نور وړانديزونه چې لرئ يې وكړئ .
كه دلته پرې بحث وشي او غوره نظرونه تر لاسه شي دا به لاښه وي.
او بله دا چې داسې كار ته دبللو همدا غوره پاڼه ده . ''

زه فکرکووم چې هغه څه چې دلته دليکلواوبحث وړوي ، بايدوليکل شي اوبحث پرې وشي خوديوه مطمئن اومتعهد سازمان درامنځته کوولوغوره تخنيکي لارنه ده٠
دلته زه تانه پېژنم اوته ما٠ همدغه راز دلته دسبوتاژ، وراني اومخنيوي امکانات ډېردي ٠ که ته يوخېرخواه يې نوبېخېره هم ډېر دي ٠ دا فوروم د تشويق اوتبليغ کارمخکې بيولای شي خوهغه څه چې موږيې دجوړولوارزولر، د دې فوروم کارنه دې ٠ دافوروم اوپاڼه هغه وخت قاطع رول لوبولای شي چې يوڅه خو په حققت کی رامنځ ته شي ٠
بيانوکېدای شي په ډېروخپلمنځي شيانوليکل اوبحث هم دلته وشي ٠
نورنوستاسوخوښه ، زه هيڅ نورهدف نه لرم ٠ که غواړۍ څه راجوړکړۍ چې له نوروبهتروي ،بايد په مناسبوطريقوعمل وشي اوکه دانه وي ، ديونوي غورځنګ جوړېدل څه معنا ، نورتيار کم دي ؟

ستاسوورور

مشواڼې


مشواڼې
26.06.2006

ستاسو له نيك نظره او الله دي أجر در كړي
قدرمن أبو عمر الأفغؼ/b> صاحب ، ډيره مننه اوخوښنه

'' دا وړانديز چي يو نړيوال كانفرانس جوړشي او به هغي كي أفغانان خپله راتلونكي وټاكي ډير شه نظر دي مګر له مشكلاتو سره مخامخ دي اول داچي څوك دي كانفرانس ته راشي او راوبلل شي ''

''او بيا كوم موضوعات په كي وڅيړل شي او تر ټولنو مخكي به ددي تمويل به څنګه كيړي او او د چا په غاړه به وي ؟''

په کنفرانس کی هرڅوک ګډون کوولای شي خوپه workshop کی نه اودا ورکشاپ له کنفرانسه مخکې ضروري دې ٠
دلته خبره بياهم ګونګه ده ځکه چې ځينې د پښتوژبې د پرمختګ لپاره چې کلتوري جنبه لري ، يوکاري وجود غواړي خوبيا دسياست اوګوند خبرې کيږي ٠ ما پخپل ژوند کې دالومړې ځل سياست اوګوند ته زړه ښه کړخولامطمئن نه يم ٠

ستاسوورور
مشواڼې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more