نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نقاد
04.05.2006
ميوندي صيب ښې چارې !
پدې ډول جملو کې به تاسو ضرور څه هدف ، حکمت او فلسفه رانغښتې وي ، خوپه هغې به يواځې تاسو پخپله ښه پوهيږئ ، لکه چې وايي المعناا ُ في بطن الشاعر ،
[quote:fa92a696ea]دداسي پديدو دتشکل د پروسې نه مخنيوی بايد وشي خو کله ګران اوکله بيا نا شونی شي . دېته د ټولني د تکامل په لوري د اساني حرکت جبر او بياپړاونه وايې او دا زما اوستا د ارادې او انساني عواطفو نه بهر دي [/quote:fa92a696ea]
لوموړی خو مو ( د پديدو د تشکل د پروسې نه مخنيوی ) کټ مټ
( جلوګيري از پروسه های تشکل چنين پديده ها ) ميباشد ، چې يواځی د يوۀ پښتو وييز مخنيوی مو په کې نه دی کړی او هغه همدغه : [color=white:fa92a696ea] مخنيوی دی ! [/color:fa92a696ea] ښايي مطلب مو داوي چې :د هرې پيښې رامنځته کيدل يو بهير لري ، که په لومړي سر کې يې مخه ونه نيول شي نو وروسته بيا ګران يا ناشونی شي او مخه يې نه نيول کيږي .
که مطلب مو همدا وي ، نو بيا خو زه هم ستاسو په فلسفي جمله پوهيدلی يم ، نو ﻻړ به شو دې بلې جملې ته چې : [color=red:fa92a696ea]((دېته د ټولني د تکامل په لوري د اساني حرکت جبر او بياپړاونه وايې)) [/color:fa92a696ea] همممم ! والله ميوندي صيب خبره دې سخته کړه او له ويرې او حيرانتيا څخه مې دمخ ويښتان نيغ ودريدل .
١ ـ ميوندي وروره ماغوندې ساده لوستونکي نور هم ډير دي چې زما په څير دغسې جملو ته هک پک حيران پاتې کيږي ، خو خپله خواري به پرې وکړو :
دومره خو سمدﻻسه پوه شوم چې البته له ( اساني حرکت ) نه به مو مطلب (ا نساني حرکت ) وي . خو دا د تکامل نه [color=yellow:fa92a696ea]مخکې[/color:fa92a696ea] ، صرف د تکامل [color=white:fa92a696ea]په لوري [/color:fa92a696ea]پړاوونه به ﻻ څه وي ؟ چې ستاسو په اند
انساني حرکت دی خو تکامل نه ، بلکې د تکامل په لوري حرکت دی !
٢ ـ په دې توګه حرکت بيل شی دی لکه پلی حرکت ، د موټر حرکت اوداسې نور حرکتونه او تکامل لکه هدف له حرکت نه بيل شی دی . يعنې که دا حرکت انساني حرکت وي ، نو د تکامل په لوري به وي ، يعنې هدفمند به وي او
د انساني حرکت په توګه به له جبر او زور سره ملګری وي . او دې جبر و زور ته تاسو پړاونه هم واياست ، ! آيا همداسې ده ؟
٣ـ ددې پسې مو ليکلي چې دغه جبر يا پړاوونه [quote:fa92a696ea]زما اوستا د ارادې او انساني عواطفو نه بهر دي [/quote:fa92a696ea]
که مطلب مو (( زما او ستا)) بل او بل او بل ... څخه هر څو ک يعنې انسانان او د انسانانو ډلې ټپلې وي ، نو بيا مو هغو حرکتونو ته څنګه جبري ويلی چې د انسانانو حرکت وي ، دانسانانو له خوا پخپله ټاکل شوي هدفونه او پړاوونه ولري ؟
اوبيا مو دا بل حکمت او فلسفه چې :
[quote:fa92a696ea]البته ددې بهير په مسير کې چې دافرادو په ﻻرښوونه جنايتونه قتلونه او ورانۍ تر سره کيږي هغه هم ددې بهير په متن کې ثبتيږي [/quote:fa92a696ea].
عجيبه نه ده چې له يوې خوا افراد يعنې انسانان دغه جبري بهير رامنځته کوي، له بلې خوايې په شعور ، عواطفو اوافکارو او ذهنيت پورې اړه هم نه منئ ، خو : [color=white:fa92a696ea](( ددې بهير په مسير کې چې دافرادو په ﻻرښوونه جنايتونه قتلونه او ورانۍ تر سره کيږي هغه هم ددې بهير په متن کې ثبت )) ګڼئ ؟؟؟[/color:fa92a696ea]
ميوندي صيب آيا د مشوړې سر درڅخه ورک دی که څنګه داسې انجړې وايې ؟ په همدې انجړو خبرو خو ګونديانو ځانونه د افغانستان مظلوم اولس ته په څه پوه ،عالمان او انقلا بيان معرفي کول ،خو پخپله به پرې هم نه پوهيدل چې څه وايي ! خوتاسو چې پرې له ګونديانو څخه هم ښه پوهيږئ ،ښايې په دې ټولوپوښتنو به لږه رڼا وغورځوئ او مونږبه هم پرې پوه کړئ .
٤ـ وتلي ګونديان د خپل لړلی سياسي پرتوګ پړه د شوروي پر ښکيلاګرې لاسوهنې نه، بلکې د امريکا او شوروي تر منځ يو دبل پر ضد پر روانه سياسي مبارزه غورځوي اوځانونه لکه د شړومبو مچ په دغه مسابقه کې ورغورځوي او په دې توګه دا پټول غواړي چې د شوروي دلاسپوڅو کوډاکيانو په توګه مجبور وو چې د خپل هيواد ، خپلو خلکو ملت او ملي ګټو پر ضد عمل وکړي او په هيواد کې ځوانه اولسواکي هم دغويي د ٧ نيټې
په منخوسې کودتا سره په په نطفه کې زندۍ او له منځه يوسي .
آيا تاسو هم پر دغو ﻻندې جملو سره پر دغسې عوامفريبانه پلمو تکيه کول غواړ ئ او که له دې جملو څخه مو کوم بل څه مطلب دی :
[quote:fa92a696ea]ددې خبري يادول غواړم چې که ددې پېښو تر شا .... زموږ د جامعي او زموږ د هيواد د خاص جغرافيابې موقعيت او د هغه وخت د نړۍ والي وضعي او پر مختياوي په نظر کې و نه نيول سي څېړني به مو ناقصي او يا به طرف ولري . [/quote:fa92a696ea]
٥ ـ تاسو ددې پوښتنې په ځواب کې چې [quote:fa92a696ea]اتمه د اوومي ادامه ده خو اوومه د څه شي ادامه وه؟ [/quote:fa92a696ea]
دا يو توپير خورا مهم دی چې اتمه ورځ د شوروي د تيري پر ضد د افغان اولس د ملي پاڅون او پر سرۀ استعاري
ابر قدرت باندې چې خلق او پرچم يې ګوډاګۍ ډلې وې، د بري يوه پايله وه ، برعکس د ثور ٧ دې له يوې ضد ملي کودتا او د شوروي له ګوډاګيت له پايلې پرته بل څشي بللی شئ ؟ ايا د داودخان دملي حکومت راپرځول يو ملي عمل بللې شئ؟ ايا د ثور د ٧ نيټې پيښه يو د اولس پاڅون ياانقلاب و؟ يوه شوروي پلوه او له دې کبله يوه ضد ملي کودتا نه وه ؟
له دې پرته چې د ثور اتمه د څومره غميزې سبب هم ګرځيدلې ده ،همغومره يې د خپلودغو ناوړو پايلوله امله توره او ناوړه ورځ بولو ! خو مهرباني وکړئ تاسو په کوم دليل تر اوسه پورې د ثور د ٧ ورځې د توروالي پر حقيقت باندې چپه خوله او پټې سترګې پاتې شوي ياست اويواځې د ٨ نيټې توروالي ته ګوته نيسئ؟؟
په مينه مينه او درناوي !
ايره
06.05.2006
ښاغلو ليدونکو دغه ټاکلي زما د خوښي د وتلي شاعر څلوريزي مې و ښاغلي غروال ته و ټاکلې چې و يې لولي او د اوومي نه مخکي او د اتمي نه باد پېښو ور باندي وتلي. اومه ځکه راغله چې دغه ډله و ځپي خو خبره ترېنه غراره شوه اوس هم همدغه خبره د بل چا لخوا تر سره کيږي خو په نوي نامه !
وطنه ګوره دا دي څه حال شو
چې هر حرام دي غلو ته حلال شو
موږ خپلو خرو ته لاهک او پک وو
ملا ته ګوره چې خردجال شو
*****
د جنګ اورونه بيا تازه کيږي
ملا حاکم شو دوزخ جوړيږي
د ملا عدل بي اوره نه شي
افغان وطن به جهنميږي
*****
ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم ميداني شو
په څو کلدارو پاکستانی شو
په شنو ډالرو امريکايي شو
غرواله ستاد اسلام ټيکه داران دغه شاني خداې ناترسه او غله او ديوه سره خره وه او خپل کړه يې و خلکو ته و ښودله او ته بيا ددوی د خداې ناترسۍ پړه پر په اصطلاح کمونيستانو اچوې . لږ شاني خو د خدايه وو ېرېږه .! هماغه د قران تلاوت چې ته يې هره ورځ کوې او پر هغه تظاهر هم کوې لږ شاني خو يې حاضره و ګڼه !
په درناوي
Ghairat
06.05.2006
[color=white:a3b0dc0f06]ښاغلو او منلو دا مه هيروئ چې افغانستان يو اسلامي هيواد او مسلمان ملت دی او د ايران، هند ،انگليسي او شوروي ښکيلاکگرو پر ضد يي اسلامي پاڅونونه کړي او بری يې موندلی دی. ايا تاسو کله ليدلي يا اوريدلي دي چې په دې ملي پاڅونو نو کې اسلامي عالمان ، ملايان او طالبان چيرې هم په کورونو ناست وواو نور ملت جگړو ته وتلی دی؟ آیا زمونږ پاڅونونه تل جهاد نه و او د جهاد په سر کې ملايان نه وو؟
تاسو همدومره وواياسات چې که ملايان د کمونستانو پر ضد ډگر ته نه وای رادانگلي، افغانستان به د سره لاستعمار مستعمره نه وه؟ د شوروي پر ضد به چا او څوک جهاد ته رابلل؟ ايا غوښتل مو چې له افغانستان څخه هم منگوليا جوړه شوې وای او په راس کې يې يو ببرکوف يا تره کوف درته غريدای او نور يې ټول پښتانه درته له تيغه تيرکړی يا دايمي مريان کړی وای؟ أيا دپير روښان ، شيرشاه، خوشالخان ،ميرويس خان , احمدشاه څخه رانيولې تر امان الله شاه پورې د پاڅونونوپه لومړۍ ليکه کې دهيواد ملايان اوديني عالمان نه و ولاړ؟ دا سمه ده چې ملايان په سياست نه پوهيږي او ترې لرې بايد وساتل شي ، که نه پراولس به د مجاهدينو او طالبانوپه څېر نادودې
وکړي ، خو له سياست پرته دملايانو او ديني عالمانو غږ زمونږ د مسلمان اولس زړونو غږ ، د ضمير آواز ،دوجدان حکم ،دغيرت چغه او ديناو هيواد پر دښمنانو حيدري کړيکه ده . دوی به تل پر افغان اولس ګران او نازولي وي ، خو که دوې ته هم افغان اولس ګران وي ، بايدله سياست څخه تل ليرې وګرځي ! والسلام [/color:a3b0dc0f06]
روان
06.05.2006
غرواله اوومه ځکه راغله چې د اتمي د لنډه غرو نه دا هېواد پاک کړي خو خاشې پکې ماتي شوې او دا پروسه تر همدا ننه پوري راورسېده .
کټوازی
06.05.2006
[quote="ايره"]
غرواله ستاد اسلام ټيکه داران دغه شاني خداې ناترسه او غله او ديوه سره خره وه او خپل کړه يې و خلکو ته و ښودله او ته بيا ددوی د خداې ناترسۍ پړه پر په اصطلاح کمونيستانو اچوې . لږ شاني خو د خدايه وو ېرېږه .! هماغه د قران تلاوت چې ته يې هره ورځ کوې او پر هغه تظاهر هم کوې لږ شاني خو يې حاضره و ګڼه !
په درناوي[/quote]
ګرانو وروڼو او خوېندو،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !~
ګرانې ايرې ! ورور يې او که خوريې !!؟؟
که ورور يې نوپوښتنه مې داده چې يو نارينه څرنګه او ولې پۀ يوۀ ښځينه نوم د دومره سپين سترګۍ مظاهره کوي چې پۀ خپل نوم به يي هيڅکله هم ونه کړي !؟؟
تاسو يي روښانه کړئ چې د ښاغلي غيرت صاحب د ليکنې پۀ تړاو پۀ کوم وخت او پۀ کوم ځای کې ديني عالمان او ملايان زموږ د ملي مبارزې ، سپېڅلي جهاد او ملي قيام سالار ان او رهبران نۀ وو ؟
ايا همدا نن يې نه وينې چې لا اوس هم د نړيوال حمايت او بشردوستو مرستو ترعنوان ستا او زماهيواد مستعمره دی ، او همدا ديني عالمان او ملايان دي چې د ارام او خوب بسترې يي ټولې کړې او پۀ غرونو او ځنګلونو کې د نړيوال شيطاني استعمار پر وړاندې پر ملي مبارزه او سپېڅلي جهاد بوخت دي !!!
کټوازی
06.05.2006
[quote:413d7f04bd]غرواله ستاد اسلام ټيکه داران دغه شاني خداې ناترسه او غله او ديوه سره خره وه او خپل کړه يې و خلکو ته و ښودله او ته بيا ددوی د خداې ناترسۍ پړه پر په اصطلاح کمونيستانو اچوې . لږ شاني خو د خدايه وو ېرېږه .! هماغه د قران تلاوت چې ته يې هره ورځ کوې او پر هغه تظاهر هم کوې لږ شاني خو يې حاضره و ګڼه ! [/quote:413d7f04bd]
په درناوي ګرانو وروڼو او خوېندو،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !~
ګرانې ايرې ! ورور يې او که خوريې !!؟؟
که ورور يې نوپوښتنه مې داده چې يو نارينه څرنګه او ولې پۀ يوۀ ښځينه نوم د دومره سپين سترګۍ مظاهره کوي چې پۀ خپل نوم به يي هيڅکله هم ونه کړي !؟؟
تاسو يي روښانه کړئ چې د ښاغلي غيرت صاحب د ليکنې پۀ تړاو پۀ کوم وخت او پۀ کوم ځای کې ديني عالمان او ملايان زموږ د ملي مبارزې ، سپېڅلي جهاد او ملي قيام سالار ان او رهبران نۀ وو ؟
ايا همدا نن يې نه وينې چې لا اوس هم د نړيوال حمايت او بشردوستو مرستو ترعنوان ستا او زماهيواد مستعمره دی ، او همدا ديني عالمان او ملايان دي چې د ارام او خوب بسترې يي ټولې کړې او پۀ غرونو او ځنګلونو کې د نړيوال شيطاني استعمار پر وړاندې پر ملي مبارزه او سپېڅلي جهاد بوخت دي !!!
زرملوال
06.05.2006
وروڼو سلامونه اونيكى هيلى
خبرى خو بيخى تودى دى ډيره راباندى نا وخته ده كه نه يو څه
خو به ما هم ليكلى و خو خير بيا به يي ګورو دالله شه مو مله
م ن غروال
08.05.2006
ښاغليو روان او ايره!
زما په اند ډيرو خبرو لپاره نور څه پاتي کيږي ځکه څه نه، چې د ښاغلي نقاد ورور مفصلې شرحې او علمې دلايل ستاسو هر ډول پوښتنو ته ځواب ويلۍ دي٠
ښاغلی ايره تاسو باور وکړئ چې ما په خپلو ليکنو کي قرأن عظيم الشان په پام کي لرلۍ دي او ډير زيار مې دا دې چې پرته له پردې يوازې او يوازې حقيقت وليکم٠
د اوومې ورځې د غندنې څخه په زياته کچه د اتمې نيټې د وحشت شپې او ورځې نه يوازې ما، بلکه نورو وروڼو لکه ښاغلي نقاد،ښاغلي غيرت ، ښاغلي حليمي، ښاغلي آزاد خيال، ښاغلې ازاد نظر او داسي نورو ورڼو او خويندو غندلي دي او د اوومې نيټې په څير ورته د تورې ورځې په صفت کتل کيږي٠ اما :
هغه ښاغلي چې يوازې د اتمې نېټې او د هغه وروسته د چور او چپاول غندنې کوي په کار دا ده چې د اوومې نيټې غندنه هم وکړي او په ټولو جناياتو هم شرافتمندانه اعتراف وشي او وويل شي چې د ګران هېواد افغانستان ټولې ناخوالې د ١٣٥٧ کال د غويي د اوومې نېټې د کودتا له برکته دي او بس!
او ايره صاحبه !
[quote:70a04d5f81]او ديوه سره.........وه [/quote:70a04d5f81]
او ټول منطق او علمي دستګاه مو لکه چې همدا وه؟
خير تاسو خپل کار کوئ او مونږه به خپل!
خو زه محترمينو ښاغليو [color=red:70a04d5f81]وطنمل صاحب او احمدي صاحب [/color:70a04d5f81]ته حيران يم چې دا ډول غټ توهين (د يوه سره ...... وه) څرنګه لا تر اوسه په پاڼه کي لا د حيات اوبه څکي؟
ښاغلی ايره خانه دا ډول منطق ستاسو په شخصيت دلالت کولاي شي، که نه نو په اصلي څيره خو به هرمرو د دا ډول تورې نارينه هم نه وئ، که څنګه؟
مونږه د هېواد ټول جنايات او عاملين او کوونکي يې غندلي او غندو يې! انشأالله تعالی
غروال