د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د غويي اوومه بايد مطرح وي نه اتمه!

م ن غروال
29.04.2006

محترمو لوستونکو وروسته د سلامونو له عرض کولو!
د غويې اوومې او اتمې نيټي په هکله دمحترم او پياوړي افغان ليکوال ښاغلي سيستاني صاحب ليکنه د افغاني ټولنې واقعيتونه او ددواړو رژيمونو د تورو څېرو څخه په ډاګه پرده پورته کړې ده چې د هېوادپال افغان لپاره به هرمرو هم د منلو وړ وي او هم له دغه ترخو واقعيتونو به تير نشي٠
اما له بده مرغه د ښاغلي خواتي صاحب ليکنه يوازې د اتمې نيټې واقعاتو ته توجه کړيده٠ دا هر څوک مني چې د اتمې نيټې دسايس د جمعيتانو او ستميانو ډلو لخوا د کارمليانو او دوستميانو د توپک په مټ په هېواد کي کورنۍ جګړه پيل او هغه څه چې تېر شول د يادولو وړ به ځکه نه وي چې لا د ماشومانو ورپه ياد دي٠
اما دا هيڅ وخت دا معنې نشي ورکولاي چې ګواکي د اوومې نيتې توره بازانو برأت واخيست٠ اتمه نيټه د اوومې نيټې محصول او زيږنده ده٠ ټولو هغو افغانانو ته چې غواړې د اتمې نيټې غندنه وکړي په کار دا ده چې په لومړي ګام کي د کمونستانو د وحشيت بربريت او عامو وژنو غندنه وکړي او پدې حقيقت شرافتمندانه اعتراف وکړي چې د ګران هېواد ټولې ناخوالې حتې تر ننه پورې د همدغه تورې، ورکې، ناوړې، اوومې ورځې او د روسانو روزل شوؤ افسرانو د کودتا له برکته دي٠
په درناوې
م ٠ ن غروال


Ahmed Zaki
29.04.2006

محترم غروال صاحب او درنو لوستوونکو سلام اونیکې هیلې مې ومنی،
ډیرې مهمې موضوع ته مو اشاره کړی زه درسره هم غږی یم تر هغې چې دپخوانيو ریژیمونو
پلویان چې په وچه سرزورۍ خپل پخوانی کړه اووړه تر نن ورځی په یو او بل شکل
 دتوجیه په ترڅ کې  تبرۀکوي زما په نظر داولس سره  اود
ځان  سره دخيانت ادامه ده٠
لکه چې تاسو ورته اشاره کړې زه هم دپخوانيو دورو دواکمنو او پلويانو نه ، نه هغه
چې لاسونه يي دخلکو په وينه ککړ وي د معذرت خوښتونکې يم ځکه عدل 
دبشری ټولنې تر ټولو عمده رکن دی، زه دپخوانيو بشری بی حرمت يو دتصفی په هکله دچا داعدام او ابدی بند غوښتونکی نه يم، 
ولې داهم راته دمنلو وړنده چې د دې اخطاو مرتکيبين دي پرته داعتراف او عذر
غوښتنې ازاده ګرځی او په واقعیتو دی خاوری اړوی٠


نقاد
29.04.2006

دروند ورور ښاغلي غروال او درنو لوستونکو ته سلامونه !
که د ثور اتم د ملي جهاد د شهيدانو د ورځي په نامه ونمانځل شي ، نه د هغو جهادي قوماندانانو د بري د ورځې په نامه چې وطن او ملت ته يي تر کمونستانو هم زيات خيانت وکړ ، نوهله به دغه ورځ نمانځل پر ځای وبريښي . دا سمه ده چې د ثور ٧ د ٨ علت و، له دې امله د ثور د ٧ نمانځل مطرح کيدي هم نشي ، خو ٨ يې ستاسو خبره مطرح او د بحث وړدي :
د ښاغلي سترعلمي قلموال سيستاني صيب له څيړنې سره سم .دغه ورځ د تجليل وړ نه ده ، خو داچې د ملي آزادۍ
دبيرته ګټلو ورځ ده، د کورني جنګ او جګړې له ناورين سره سره غه ورځ دهيواد دآزادۍ او خپلواکۍ دګټلو ورځ پاتې شوېده چې وياړ يې د مجاهدو شهيدانو په برخه دې ، نه .دجهادي قوماندانانو په برخه چې وطن يې وران کړ.والسلام

.


ميوندي
30.04.2006

ښاغلو دوستانو !
نقاد صاحب چې په دې پاڼه کې ﻻ د ډېر پخوانه دهمدغه غروال صاحب په نامه شهرت پيدا کړی دی هغه يا هغوی ته بايد ډېره دوستانه يادونه وشي چې که د سفسطې پر پل باندي يې راګز کړو نو دا لانجه دهماغه وخته بايد مطرح شي چې بابا ادم يې د جنته وشاړه او دادومره د پېړيو انساني غميزي را جاري شوې ! او که د علم اومنطق او د ټولنو د ځانګړتياوو او تکامل پر اساس پېښي او پرمختياوي د واقعيتونو او منطق په ژبه و څېړو نو داومي او اتمي توپير به خامخا پيداکړی . البته دا په دې مانا نه ده چې داومي په دور کې هيڅ وراني او خيانتونه نه دی سوی . زموږ د هيواد په ټول تاريخ کې که دشخصي خصومت پر اساس توري عينکي ايسته سي همداسي ورځي يو په بل پسې را زېږول سوی او د پردو لاسوهنو زموږ دهېواد طبيعي پرمختګ مسير بلي لوري ته اړول سوی دی .
په تېره پېړۍ کې د اماني نهضت ولي وځپل سو نو که په واقعبينۍ سره زموږ د معاصري ټولني حرکت و څېړل سي نو که غميزي وي او که پرمختياوي وي دا د يوه اوبل سره ځنځيري پيوستون لرلی دی او څه ناڅه د هغه وخت نه بايد را شروع سي . دا لوی بحث دی خو زموږ ټولنه اوس ددې حوصله نلري چې په داسي نازک و خت کې چې يو دافغانستاني ناري وهې او بل د خراساني بايد ودې خبرو ته اجازه ورکول شي چې موږ دي په خپلو کې دغه د ميږي په ګام د يووالي روان کاروان و يوې بلي د انتقام اخيستلو خوا ته را کښې باسي .
خو ټوله به شايد پر دې خبره يوه خوله وي چې تر هغه چې هر څوک دورځي پر ډول و ناڅي او ځان غوښتنه و لري د هغوي مخونه به تل تور او ترټلي به وي .
د ثور اتمه زموږ په تاريخ کې تر ټولو تورو ورځوډېره بده توره ورځ ده .


صافي
30.04.2006

دسفسطی په پل به يي تا سو ګزوي خودواقعيت  اودمتمدنه انسانی اصولو پر بنسټ او معيار يي که ګز کړو نو دمعتدی اومدافع، تر منځه لوي بعداووږده مصافه  وي٠
که هدف دهيواد دپلورلواو بی ناموسۍ تمجيد وی زه يقين لرم چې تاسو به یوازې وسی،اوکه هدف مو داوي چې ځان ته برات ورکړي داهم ستاسو خيال دی ځکه
ستاسو اعمال اوکړووړه تر اوسه هم په هيواد کې قربانی اخلی ،اوستاسو وجدان لا تر اوسه هم ویده دی ٠


ميوندي
30.04.2006

مصلح صاحبه سلام!
خپه نه شې زموږ د وطن لويه بدبختي خو تل داوه او ده چې زموږ د ملي يووالي دښمنانوپه ټولو توکمو کې تل موږ ته د مصلح په څهره کې ځانونه را ښکاره کړي دي او خلګو هم باور پرې کړی دی. خو په پاې کې همدغه مصلحين د انګرېزانو اجنټان را وتلي دي .
مصلح صاحبه دا توري ورځي به هم تيري شي خويو شی بايد په ياد و لری چې داولس نور نه غوليږي . اوس ټوله په اصطلاح پشت ورق وايې، داو طن به يوځل بيا په هغو پسې ولاړ نشي چې د ثور د اتمي تور ي ورځي ناورين يې زموږ په هيواد کې خپور او دا هيواد يې د خاورو خاکه کړ.
البته زموږ دولس سرښندني او د مجاهد ولس ازادي بخښونکي ارمانونه او د هغوی د وينو قيمت چې د روسانو په شکست او وتلو کې يې څرګندکړ دهغوی درناوی به تل دافغان ملت په تاريخ کې ثبت اوزموږ ملي وياړ به وي . هغوی دي تل د راتلونکي نسلوو ازادي بخښونکي ارمانو ته بل مشال وي .
ويو والي او د افغانانو په مابين کې دسولي د رسېدو دښمنان دي تل مختوري وي
په درناوي


صافي
01.05.2006

ميوندی صاحب !
زه نه پوهيږم څه درته وليکم (خداي دي داسي بندکړه لکه زه دې چې بند کړم)
ديوې خوا دغويي دومې دنمانځلوغوښتونه کوي اودبلې خوا دمجاهد اولس
 دسرښندنې ستاينه او دروس دشکست خبرې کوي زه پوه نه شوم
چې تاسو دمجاهدينوپلوي کوي او که دکمونستانو؟
اوکه دداړو؟


نقاد
01.05.2006

[quote:22c3c42c03="ميوندي"]ښاغلو دوستانو !
نقاد صاحب چې په دې پاڼه کې ﻻ د ډېر پخوانه دهمدغه غروال صاحب په نامه شهرت پيدا کړی دی هغه يا هغوی ته بايد ډېره دوستانه يادونه وشي چې که د سفسطې پر پل باندي يې راګز کړو نو دا لانجه دهماغه وخته بايد مطرح شي چې بابا ادم يې د جنته وشاړه او دادومره د پېړيو انساني غميزي را جاري شوې ![/quote:22c3c42c03]
دروند ورور ميوندي صيب ته سلامونه !
وروره زه غروال صيب ته د هغه د ملي ، اسلامي او رغنده مترقي ليکنو له امله ډير درناوی لرم ، خوپر تش شک اوګمان تکيه کول سالم کار نه دي او مهرباني وکړه دا ګمان دې بيرته درواخله چې ګواکې غروال به نقاد او يا برعکس نقاد به غروال وي . که دغسې ګمانونه ستاسو د حقيقت پلټنې معيار او بيلګه وبولو ، نو د تورلګولو پرته به بيا درڅخه د يوه منطقي بحث او حقيقتپالنې هره هيله کول ناشونې شي . خو نه، تاسو دعلم ، منطق او تاريخي تکامل وييزونه هم کاروئ :
[quote:22c3c42c03] که د علم اومنطق او د ټولنو د ځانګړتياوو او تکامل پر اساس پېښي او پرمختياوي د واقعيتونو او منطق په ژبه و څېړو نو داومي او اتمي توپير به خامخا پيداکړی [/quote:22c3c42c03].
ځکه خو دا توپير به نه د علم او نه د منطق او نه هم د تکامل په پلمه څوک پټ کړای شي چې دثور ٨ د خپلو ټولو ناخوالو له پيل سره سره دا فغان اولس د بري ورځ ده د شوروي پر سرۀ ښيلاک ګر قدرت باندې او دملي خپلواکۍ دورځې په نامه دتاريخ په زړه کې ثبتيږي . برعکس د ثور اومه نيټه د شهيدمحمد داود د ملي حکومت پر ضد د غويي د منخوسې کودتا او د شوروي د يرغل له پاره د ﻻرې د پرانيستلو له ورځې څخه پرته بل شی نشي ګڼل کيدای .
[quote:22c3c42c03]البته دا په دې مانا نه ده چې داومي په دور کې هيڅ وراني او خيانتونه نه دی سوی [/quote:22c3c42c03].
داجمله به مو برعکس په دې ډول د درک وړوای چې :
[color=white:22c3c42c03]((البته دا په دې مانا نه ده چې داومي په دور کې له وراني او خيانتونو پرته کوم رغنده ګامونه هم پورته شوي دي ))[/color:22c3c42c03]
[quote:22c3c42c03]زموږ د هيواد په ټول تاريخ کې که دشخصي خصومت پر اساس توري عينکي ايسته سي همداسي ورځي يو په بل پسې را زېږول سوی او د پردو لاسوهنو زموږ دهېواد طبيعي پرمختګ مسير بلي لوري ته اړول سوی دی [/quote:22c3c42c03].چې تر ټولو ښه مثالونه يې پخپله د ثور د ٧ نيټې کودتا ، د شوروي يرغل او د ٨ نيټې څخه وروسته پيښې وې .
[quote:22c3c42c03]په تېره پېړۍ کې د اماني نهضت ولي وځپل سو [/quote:22c3c42c03]
تر ې دې دمخه دا پوښتنه بايدځواب شي چې په (( تيره پيړۍ کې د امان الله خان په مشرۍ چا استقلال وګاټه ؟ او په دې توګه چا داماني نهضت امکان رامنځه کړ ؟ آيادا د مؤمن او مسلمان افغان اتل اولس پرته بل څوک وو؟ او آيا نوموړی د افغان اولس اند ، واک ، عقايدو او ارزښتونو ته وفادار پاتې شو او هر ګام يې د اولس د مشورې ، غوښتنو او او اړتيا پر بنسټ پورته کاوه ؟
[quote:22c3c42c03]نو که په واقعبينۍ سره زموږ د معاصري ټولني حرکت و څېړل سي نو که غميزي وي او که پرمختياوي وي دا د يوه اوبل سره ځنځيري پيوستون لرلی دی او څه ناڅه د هغه وخت نه بايد را شروع سي [/quote:22c3c42c03].
همدا خبره مو سمه بريښي،خو هيربايدنه کړو چې د بيځايه ذهنګيرۍ له امله زمونږ په هيواد کې پرمختياوې تل دغميزو او پرشا تګ زيږونکې وې ، نه د ښادۍ او نيکمرغيو ! په دې بايد ژورسوچ وشي چې نيمګړتيا او ﻻملونه يې په څۀ کې نغښتي وو.
[quote:22c3c42c03]دا لوی بحث دی خو زموږ ټولنه اوس ددې حوصله نلري چې په داسي نازک و خت کې چې يو دافغانستاني ناري وهې او بل د خراساني[/quote:22c3c42c03]
د غه ناوړه نارې خپل ځواب لري او د ثورد ٧ تاريخي ناورين دتاريخ له حافظې څخه نشي ورکولی او د شومو ارمانونو په خلاف بايد په دې خبرو اترو ورک هم نشي . [code:1:22c3c42c03]ايا بايد ودې خبرو ته اجازه ورکول شي چې موږ دي په خپلو کې دغه د ميږي په ګام د يووالي روان کاروان و يوې بلي د انتقام اخيستلو خوا ته را کښېباسي .؟[/code:1:22c3c42c03]
نه هيڅګله نه، انتقام څه مردار فساد اوتباه کونکې ناروغي ده، خو تاريخ بايد وڅيړل شي او وشنل شي اود راتلونکې له پاره ترې پخې زدکړې وشي !
دا کاربايدتر ټولو د مخه پخپله د ثور د ٧ او ٨ نېټې برخه وا ل د ځانونو اوخپلو ډلو په ژور او بي امانه نيوکو سره ترسره کړي اوخپلې تيروتنې ، جنايات او ظلمونه پخپله وغندي او په پيګير ډول ځان غندنې او ځانتقيدونې پر ځواکمن مټ له تاريخ او خپل مظلوم خو زړه سواندي اولس څخه برأت واخلي! دغه ﻻر دپخلاينې ، يووالي او ورورۍ يواځينۍ منطقي او افغاني ﻻر ده . او که نه ، دوی به د خپل اولس په وړاندې تر څوپورې دګناه دغُلو دغه پيټی پر شا ګرځوي ؟ او ستاسې خبره تر څو پورې به يې
[quote:22c3c42c03]مخونه .. تور او ترټلي .. وي .[/quote:22c3c42c03]


ميوندي
02.05.2006

محترم مصلح صاحب اوډېر ښاغلی نقاد صاحب ته سلام!
زموږ د ټولني د اوسنيو لانجو و حل ته که تر دغسي بي ګذشته د نقد تر ذره بيني ﻻندي لکه تاسو چې پل پسې را اخيستی دی وګورو نو اصلاً د حل و مزله ته نه رسي او تاسوبه پخپله هم ډېر ځان وزوروي . زه يقين لرم که تاسو محترم زموږ د ټولني او سنی حالت ته په يوه پراخ نظر کتنه و کړی، خپل او پردي و پېژنی نو تاسو ته به څه ﻻس ته درکړي؟ که څوک وزرونه و غوړوي د مردانګۍ، پښتونولي او افغانيت د ريښتينو دودونو لاره خپله نکړي او راتلونکې ته او شاو خوا ته وګوره چې څوک لرې او دا وطني کاروان به څوک او په چا پر مخ بيايې نو تاسو به زما سره همغږی سی چې دردونه به ډېر وي خو ډاکټران تر هغه ډېر! . يو اخوان دی يو ګلبدينی دی بل خلقی دی بل پرچمی دی ، هغه طالب دی بل د القاعدې سره تړلی دی بل د نجيب د سولي د ﻻرې چيغي وهي بل ايران ته لاس اچوي بل روس درته تحريکوي بل عربو او پنجاپيانو ته بل خو د امريکا او انګرېز سره پخپله غه دي هم درته ناست دی او هم يې درته اړولي دي . . نو وګورو چې ته څوک لرې او دا تشتت او دا فغانانو افتراق په کوم دم او چف و اصلي دسولي او ملي يووالي و مسير ته را ګرځوې . که ټوله تلاښونه او نقدونه و غچ اخيستني ته راوګرځول سي نو ته اول غچ د چا نه اخلې ؟ ټولنه مو او پخپله افغانان مودغسي يو پاشلی او يو اوبل ته دښمن ساتل سوی موقعيت لري په دغه شاني يو حالت کې يوازي نقدونه کوم درد دوا کوي؟
البته بيا دا دې مانا نلري چې تور او ببر داومي او اتمي مجرمين او شر اچوونکي دي څوک هېر کړي اويا هغوی ته دي څوک برأت ورکړي خو د پېښو علمي او واقيعبينانه پيوستون بايد ونه شليږي او په دې عرصو کې دپرديو ﻻسوهنه او دهغه نه د افغانانو په ﻻس ګټه اخيستنه هم هيره نشي . زه نه غواړم دا بحث اوږد کړم خو پر دې خبر بيا هم ولاړ يم چې د ثور اتمه زموږ د مجاهد ولس د قربانيو دلمانځلو ورځ ځکه نده چې په دې ورځه کې افغانانو د پنجاپيانو او روسانو بله د غلامی کړۍ غاړي ته واچوله دا تر ټولو بده توره ورځ ده چې موږ يې پخپلو کې سره واچولو او په نام په اصطلاح حکومتونه چې راغلل هغه ديوه سره دغلو ملي شر اچوني جګړه ماره ډلي وې چې پنچاپيانو را نصب کړه ، کابل مو وسوځيد اوولس مو تباه سو .
د ثوراتمه زموږ و خلګو ته هيڅ وياړ نلري دغي ورځي د ډاکټر نجيب دسولي هغه طبيعي مسير چې بايدوهل سوی واې او افغانانو دا مسير د خپلو بچيانو او وطن په خاطر خپل کړی او په مسؤليت يې چلند کړی واې هغه ته يې دنورو په ښوونه د ژبي او سمت په نامه اور واچاوه او دتيرو نه يې هيڅ سبق وانه خيست وطن يې برباد کړ او انګريز يې درته راوستل او بيرته يې په دې خاوره کې درته ميشته کړ ل. دې توري ورځي ته که وياړ ورکوي هغوی دې پرې ووياړي چې و ټول ملت اوتاريخ ته يې ستر ملي خيانت وکړ .


نقاد
02.05.2006

که زه وايم چې: زه يم ، او ته وايې چې: زه يم !
............................................................. نۀ به تۀ يې ، نۀ به زۀ يم
او دا اوس حالت دی ، خو :

که ته وايې چې : تۀ يې ، او زه وايم چې : تۀ يې!
.......................................................... هم به تۀ يې ، هم به زه يم!

دغه حالت ته به څنګه سره ورسيږئ چې تۀ د هغۀ ٨ ته توره او خپلې ٧ ته سپينه وايې او هغۀ ستا ٧ ته توره او خپلې ٨ ته سپينه وايي ؟
په دېډول دواړو ورځو ته هم توره او هم سپينه ويل کيږي چې سماند توګه يې هم نشي منلي . که هر اړخ اعتراف وکړي او خپله خپله ورځ توره او د افغان اولس د بدمرغۍ او غميزودپيل ورځ وبولي ، نو په دې کې به يې خپل او خپل ټول ملت نجات ، سوله او فلاح موجوده وي ! دا کار بايد د اولس ، وطن ، ملي ناموس ، خدای او رسول په خاطر هره ډله وکړي ! هر يو دې ځان محاکمه ګړې څو بل يې وبښي او د بل پر مآکمه کولو دې خپل تر لمر ښکاره جنايتونه نه پټوي ! والسلام !


ميوندي
02.05.2006

محترم نقاد صاحب!
يوه خبره مې هېره شوه چې ددې دواړو ورځو په مابين کې د ډاکټر نجيب الله د ملي مصالحې ﻻره وه چې هغه پر اوومي ډېر علمي او وطني ګوزارونه او نيوکې وکړې او ﻻره يې هم ورنه بېله کړه هغه د سولي دتأمين په ﻻره کې چې ټولو ته څرګنده ده ددې نه پرته چې هغه پخوا څه وو تر هغه څه نه يې زيات زيار و ايست څو ديوه با مسؤليته افغان په توګه هغه چې په توان او دهغه په موقعيت کې وو وکړي، څو د اتمي دناورين او توري و رځي نه ډډه وشي. خو داسي و نشوه او دډالرو او ترياکو خواخوږي تر ملي ګټو خواږه شوه او دا دواړه هم اسلام، هم افغان او هم وطن ته بلاوي و ګرځيدلې. دې خواخوږو ملي ګټو ته شا او د پنچاپيانوو ګټوته يې مخ او وطن يې هم بر باد کړ .
اتمي ته په بالله که سپينه ورځ ووايم . دې ورځي که د يوې خاشې غوندي وياړ درلودلاې نو ما او ټول ولس به فکر پکښې کړی واې خو دا ورځ هيڅ وياړ نه لري . توره ورځ ده او ډېره بدهتوره رځ !
تاسو هم د خپل نقادي روحيې په درلودلو سره که هغه ښه وڅېړۍ غير له دې نه نور څه نشۍ پکښې پيدا کولاې !
زه په دې باور يم چې ولس اوس هم د عصبانيت يوه دوره تيروي . هغوی ډېر غمونه ليدلي او دهر چا نه يې څپيړي خوړلي دي . هغوی با يد پرېښودل شي چې دغه د عصبيت مر حله تيره کړي اوتاسو ددواړو خواوو هغه سرغنه مجرمين په ګوته او نقدونه ور باندي شروع کړی . په دې خو ټوله باورلري که څوک دتور د سپينېدو د پاره تلاښ و کړي هغه ځاې نه نيسي او داسي هم بالعکس . نو ښه به دا وي چې دا د ملت ماته کښتۍ تر ساحله ورسول شي او ددغه عصبي او شو په شو حالت نه يې را وايستل شي . داولس د نور غچ اخيستني توان نلري په خزو کې شل رازي شرمښان پراته دي ګوره نقاد صاحبه چې د پامه يې و نه غوځوې!
په درناوي


صافي
02.05.2006

ښاغلی اومحترم میوند صاحب!دسلامه روسته:
وروه! زما پوښتنې ته دې ځواب رانه کړ ،پروا نه کوی چون په ګونګه هم سره پوهیږو
چې دموضوع سرکلاوه چیرته ده٠
که دجنګسالارانو هر پلووئ دخپلو کړووړو په مقابل کې دویاړ غوښتونکې شې
نو دویاړ موجوده مفهوم با ید معکوس تعبیر شې او یا کوم بل تعریف ورته پیدا شی٠
ځکه داوسنې اصطلاحی تعریف په چوکاټ کې یی ګونجایش نشته٠
دبشری حقوقوپه  عامه مبادیو اواصولو به نه غږيږوځکه زمونږ په ټولنه کې تر اوسه
هم ځينوعقليتونو اومزاجونودمره ارتقاء نه ده کړي چې اعتراف ته پر حاضر شی
او علت یی هم څرګند دی٠
ولې ايا په توهین، تحقير،مرګ، ژوبله ،تيري،خيانت،او په ميليونوکډواليو ته، مجبورول دوست،دشمن ته احتياجولو سترګي پټول خيانته ادامه ورکول ندي؟ 
دا به درسره ومنم چې ديوې بيوځلې کورنې دژوندانه دستنونځو دحل دپاره 
دکورنې ټولو وګړو ته اړتياده اوداهم دمنلوده چې که چيری يو وګړۍ  غل وي
او خپله غلا پټوي  دټولووګړوترمنځه بې اعتمادی رامځنته کوي٠
دجرم اوخيانت نه غندنه اوپرې سترګې پټول سترګې پټول دي اودستونځې 
په شااچول دي اوحلول نه دي٠
په اخطاءو اعتراف اوغندنه يي دسليم ضميراووجدان طبيعی انعکاس دی
اوعکس يي برعکس٠
زه وايم چې نه دي غويه وي نه دي٧اونه دي ٨
دمجاهد اولس دريښتينو شهيدانو اودولس د قربانیو او بري په وياړ دي بله
 ورځ ونماځل شي٠
په درناوي


نقاد
02.05.2006

دروند ميوندي ، محترم صافي او قدرمنو لوستونکو ته سلام ، نيکې هيلې او درناوی وړاندې کوم .
هر انسان د خپل عملي ژوند د پارچې هم آوتور او هم ايکټر ( ليکوال او تمثيلونکی) دواړه دی . که څوک تش په ﻻره روان هم وي نو دومره خو پوهيږي چې دا ګامونه زما دي او زه يې پخپله په کوم لوري او کومې موخې پورته کوم . يو بالکل بي شعوره او په دې توګه چور بي مسوليته عمل نشته ! مسوليت د ځان او په تيره بيا د نورو په وړاندې د شعو ر ، اند يا تفکر لومړۍ نښه د ه . له ې کبله صرف بل ته ګوته نيول مسوﻻنه ، عقلي او سمانديز کار نه دی .
که تاسو واياست چې : [quote:c09e1567c3]
اتمي ته په بالله که سپينه ورځ ووايم .[/quote:c09e1567c3] نو دا خو نه زما او نه د بل چاغوښتنه ده چې تاسو تور ته سپين وواياست . خو زما په شمول د ټول افغان اولس غوښتنه له تاسو څخه داده چې د بل توره ورځ پريږدئ دخپلې تورې ورځې چاره وکړئ او هغې ته اول توره ووايئ، وې غندئ او بياد تل له پاره ترې ځان راوباسئ .
همدغسې دې د ٨ واﻻ هم وکړي ، هغه دې توره وګڼي ، ودې غندي او دتل له پاره دې ورسره ﻻره بيله کړي !
دواړه تورې ورځې دې او د يوې ورځې بلا دې د بلې ورځې بلا ته نه وايي چې بو ! بلکې هريو دې خپله خپله ورځ
دافغان اولس په تاريخ کې توره (بلا) وبولي او بس ! که دوې يې ونه وايي ملت او ولس ورته توره ورځ وا يي اونن وي که سبا عاملين به لکه ګيدړ له سوړې څخه راوباسي ! خو يره ، هغه وخت به يې بيا له توروالي پرته نور پرمخ څه پاتې وي؟
هو زه هم ددې پلوی کوم چې د شوروي د ويستلو او د مجاهد افغان اولس د بري ورځ بايد ٨ د ثور نه ، بلکې
يوه بله ورځ وټاکل او تل ونمانځل شي ! او د ثور ٧ او ٨ ورځ دې تل وغندل شي ! والسلام


ميوندي
02.05.2006

ښاغلی نقاد صاحب او درنو دوستانو!
چې سپينه محمدي خبره و کړو نوزموږ د تيري پېړې د خپلواکی د بياګټلو دوې تاريخي ورځي دي چې وياړ يې د افغان ولس برحقه حق دی . يوه د اسد اته ويشتمه نېټه ده چې افغان ولس د انګريزانو نه د خپلواکۍ د بيا ترﻻسه کېدو ورځ يې بولو کوم چې د غازي امان الله په مړانه ترسره شوه او بل دسلواغې شپږ ويشتمه ده چې د شوروي يرغلګره پوځيانو د ايستلو وياړلې ورځ ده چې دافغان دمجاهد ولس په سر ښندنه عملي ، اود ډاکټر نجيب الله په تدبير سره هغه د خپل ولس و ارادې ته د درناوي او سرټيټولو په خاطر هغه دافغان ولس د نجات د ورځي په نامه و نومول . دغه دوې ورځي زموړ وياړلي ورځې او تاريخي واقعيتونه دی .
په درناوي


نقاد
03.05.2006

[quote:1f0c2e990a]ښاغلی نقاد صاحب او درنو دوستانو!
چې سپينه محمدي خبره و کړو نوزموږ د تيري پېړې د خپلواکی د بياګټلو دوې تاريخي ورځي دي چې وياړ يې د افغان ولس برحقه حق دی . يوه د اسد اته ويشتمه نېټه ده چې افغان ولس د انګريزانو نه د خپلواکۍ د بيا ترﻻسه کېدو ورځ يې بولو کوم چې د غازي امان الله په مړانه ترسره شوه او بل دسلواغې شپږ ويشتمه ده چې د شوروي يرغلګره پوځيانو د ايستلو وياړلې ورځ ده چې دافغان دمجاهد ولس په سر ښندنه عملي ، اود ډاکټر نجيب الله په تدبير سره هغه د خپل ولس و ارادې ته د درناوي او سرټيټولو په خاطر هغه دافغان ولس د نجات د ورځي په نامه و نومول . دغه دوې ورځي زموړ وياړلي ورځې او تاريخي واقعيتونه دی .
په درناوي[/quote:1f0c2e990a]
ښاغلی او منلی ميوندي صاحب او درنو دوستانو!
خبره دې سپينه ده ، خو بشپړتيا ته دې نده رسولې :
[color=blue:1f0c2e990a]د تاريخ دوه سپينې او دوه تورې ورځې دي : [/color:1f0c2e990a]
سپينې خو پورتنۍ دي ، چې تاسو وښودې او تورې چې يوه يې [color=white:1f0c2e990a]کلاسيکه او بله يې تيپيکه توره ده: کلاسيکه توره د ثور اوومه او تيپيکه توره د ثور اتمه ورځ ده . [/color:1f0c2e990a]

[color=red:1f0c2e990a]نو د کمونستانو او مجاهدينو ترمنځ توپير : [/color:1f0c2e990a]
[color=blue:1f0c2e990a]دواړه د يوې تورې ورځې عاملين دي . دا ددوی ګډ اړخ دی . خو مجاهدين د يوې سپينې ورځې عاملين هم دي [/color:1f0c2e990a]چې ستا سې په وينا : [color=white:1f0c2e990a] ًدسلواغې شپږ ويشتمه ده چې د شوروي يرغلګره پوځيانو د ايستلو وياړلې ورځ ده چې دافغان دمجاهد ولس په سر ښندنه عملي ً شوه[/color:1f0c2e990a]

او د نجيب ارزښتونه البته دلته ځای نلري !


ميوندي
03.05.2006

نقاد صاحبه خداې دي مل سه!
[list][color=darkred]البته ! د نجيب ارزښتونه دلته ځای نلري ![/color]
نو که رشتيا وويل سي د نجيب د ارزښتونو ځاې هم همدغه دی . که دې ارزښتو ته تاسو ونه ګوری نوعام ولس خو ورته ګوري او د هغو درناوی کوي . هغوی په دې باور دي که دهغه اسلامي افغاني او اخلاقي خپلواکه ﻻره غوره شوې واې نو د ثور اتمه توره بلا به نه زېږېدلاې . دادومره مرګ ژوبله او ورانۍ به نه کېدلاې، دا دپردو دومره شرمناکه او بربنډه ﻻسوهنه به نه کېداې، د اسلام په نامه به دومره جنايتونه بې ناموسۍ غلاوي او چپاو نه جوړېداې ،د پلرو شړل شوي انګرېزان به نه در ته راتلاې ، د خپل وطن واک به مو پخپله درلوداې او داسي ډېر نور.
نقاد صاحب ولي دزړه په هنداره کې واقعيتونه نه وايې ؟!
خير دی دا خبرې خواوږدې دي زما اوستا خوارکيانو به څه ﻻسته رانشي . زه نه اخوانی يم نه خلقی اويا پرچمی يم او خيال کوم چې تاسو به هم نه ياست او که ياست هم نو خداې بايد په هره فيصله کې حاضر او حضور وګڼی . د نجيب ګذشته به يوې خواته پرېږدو خو د رياست جمهوری دوره يې و افغانانو دډېر تأمل وړ دوره ده . داچې که څه هم ناوخته به وو خو هغه خپله مړانه وښودله د شرمښانو و مخي ته پر پښتو او افغانيت ودرېد. شورويان يې په همدې اعلان سره ځانته خروړ سپي جوړ کړل او خپل سر يې ور و خواړه او پخپلو مزدورانو يې د شمال ائتلاف جوړ کړ .
او را وروسته بيااخوانيان هم په کابل کې پنجاپيانواو عربانو پر کښېنول !
تاسو ته ښه صحت او سالم نقد غواړم .
سالم نقد دايمان روښني او د اخرت توښه ده. چې هغه دي ستاسو په نصيب شي
پر خداې دي سپارم[/list]


نقاد
03.05.2006

ميوندی صيب سلامونه !
ارزښتونه دارزښت جمع نه بلکې مطلب ترې د ارزښتولو نوم دی چې د ( ت ) په فتحه (ارزښته ونه) تلفظ کيږي .
او ددې له پاره چې بحث بلې خواته ﻻړ نشي ، نو غوښتل مې چې پر نجيب بحث ونکړو ، ځکه هغه ډير وخت او زياتې خبرې غواړي . خو ما سره دا ويره وه چې ښايي تاسو د اصلي موضوع ځواب پريږدئ او پر نجيب بحث پيل کړئ او همغسې وشول : تاسو د ثور د ٧ او ٨ د تور والي په تيره بيا د٧ ورځې د تور والي په اړه ځواب نه دی ويلی . هيله کوم اصلي موضوع ته راستون شې ، پر اشخاصو ، په تيره بيا دنجيب په ا ړه به د بيل سرليک ﻻندې بيا وروسته خبرې وشي. زما د وروستۍ ليکنې په اړه مو ځواب او نظر څه دی ؟


صافي
03.05.2006

ښاغلی اومحترم نقاد صاحب!
ستاسود ارزښمندو اودقیقولیکنود ستاینې  او تا‌ئيدبر سیره دا یادونه کوم چې
دبحث موضوع ته مو زما په نظر په خورا علمی او منطقی توګه داولس د غوڅ اکثریت دغوښتنو په مقتضی دپای ټکی ایښی دی دلیکنو نه مو ډیره مننه،
لوی خدای دي مونږ ته هم ستاسو په شان پراخه حوصله او حکمت نصيب کړي٠
په درناوی
   


ميوندي
03.05.2006

نقادصاحب تاسو زه و هغه بحث ته را کښې ايستم چې دا زما کار ندی او فايده هم نه کوي خو دغه څو ټکي به بيان کړم هيله ده چې که هدف ددې بحث د اوږدېدو وي نو دغوايانو اصلي مدافعين دي را مخته شي اوڅه دي ووائې .
محترمه !
د ثور داتمي بازيګران د ثور د اوومي نه ﻻ مخکي فعاله او د تخريبي اعمالو ماموريت يې اخيستی وو . داحمد شاه مسعود کارنامې، د ګلب الدين حکمت يار کارنامې د علي احمد خرم ترور او ډېر داسي نورو ﻻ د ثور د اومي نه پخوا تشکل پيدا کړی وو . د افغانستان خونړی تاريخ د 1357 را وروسته نشي شروع کېداې دا وطن پنځه زره کلن تاريخ او هره برخه يې هم په وينو لړلي کار نامې لري . د ټولنو تکاملي څېړني د يوه ځانګړي نيټې په حدود کې نشې محصوره کېداې . تاريخي پېښي نکل نه دی هغه د ټولني د تکامل او پديدو د طبيعي جګړو د تشکل ميدان دی او دا ميدان د انساني خوځښت د پيل نه را شروع او تر دا اوسه را روان دی او ددې پسته هم نه دريږي اوغزيږي . پيښې تل د يو او بل سره تړاو لري په خپل سر او د چا په اراده او خوښه نه را برسيره کيږي او نه هم پر بله کيږي . دا تاريخي او طبيعي سير دی او علمي کتنه بايد ورباندي وشي د تعصب او کينې ذهنيت بايداې خواته واچول شي . دداسي پديدو دتشکل د پروسې نه مخنيوی بايد وشي خو کله ګران اوکله بيا نا شونی شي . دېته د ټولني د تکامل په لوري د اساني حرکت جبر او بياپړاونه وايې او دا زما اوستا د ارادې او انساني عواطفو نه بهر دي . البته ددې بهير په مسير کې چې دافرادو په ﻻرښوونه جنايتونه قتلونه او ورانۍ تر سره کيږي هغه هم ددې بهير په متن کې ثبتيږي . زما ددې خبري يادول دا نده چې د اوومي او اتمي د ناورينو نه سترګي پټي کړم بلکه ددې خبري يادول غواړم چې که ددې پېښو تر شا و هغه د ټولني په بطن کې و ناخوالو ته، د هغې و ظواهرو او د پيښو د تشکل و عواملو ته و نه کتل سي او زموږ د جامعي او زموږ د هيواد د خاص جغرافيابې موقعيت او د هغه وخت د نړۍ والي وضعي او پر مختياوي په نظر کې و نه نيول سي څېړني به مو ناقصي او يا به طرف ولري . د اخبره سمه ده چې اتمه د اوومي ادامه ده خو اوومه د څه شي ادامه وه؟ او د هغه دمخه ددواد کودتا د څه شي ادامه وه او که يې همدغسي پسې را ګز کړو د هېواد پرڅلوېښت کلنه درکود پر دوره باندي تله تيره کړود شاه امان الله د نهضت څپل د څه شي ادامه وه .
د نجيب د ارزښتونو چې ما يادونه وکړه په واقعيت کې مې ددې خبر يادونه وکړه چې هغه مرحوم ټول تلاښ وکړ او اوومه يې وغندل څو د اتمي د زېږېدو نه مخنيوی وشي . هغه وخت ټول تلاښونه پر همدې باندي تمرکز پيدا کړ چې اومه وغندل شي او د اتمي د توري ورځي مخنيوی وشي . خو ددې سره سره تاسو ته مالومه ده چې د اوومي هدف دا هم نه وو کوم چې وشوه بلکه هغه ناوړه کارونه چې تر سره شوه دا هغه وخت وو چې بالا نو خبره غړکه شوې وه . داچې دا خوار او تش لاسی هيواد د حوادثو او نړيوال کړکيچ په ګردباد کې راغلی پر دې جريان د کار پوهانو ښه سر خلاصيږي . خود ثور اتمه د بشريت او افغانيت واقعي او اصلي دښمنان وه چې ځانونه او خيالونه يې و نړی والو ته ور و پېژندل او دا هغه څه وه چې د ثور اوومي غوښته ددې ورځي بازيګران ان هماغه وخت و خپل ولس او نړۍ ته ور وپېژني خو ويې نکړاې شوه .
د ثور داوومي او داتمي خونباره بازيګران چې په خپل وطن کې د فاجعې محرکين وه که ژوندي وي او که مړه تاريخ خپله پرېکړه ور باندي کړېده .
اوس نوی باب پرانيستل شوی دی دا باب هم د نورو د اوږد مهالي ګټي په خاطر پرانيستل شوی دی. ددې بازۍ لوبغاړي هم خپل اختيار نلري سمدم ګوډاګيان دي خو په دې باب کې بايد داسي څه وشي چې ددې ټولني د سولي د تأمين په ﻻره کې افغانان سره يو موټي کړي او په دې لاره کې ډېر ه توجه و دې ته وشي چې دوطن پر زخمو مرهم کېښودل سي . که غچ اخيستني ته څوک و هڅول شي نو زما او د هر چا په ګډون چې په دې بهير کې مو نقش هم نه ﻻره شايد په دې ګناه به مو ملامت کړي او د خبرو حق به نه راواخلي چې ولي داوومي او اتمي په نامه ږغيږو . او که درې واړه و يو او بل ته غاښونه وچيچي نو دغه موجوده نسل بايد ټوله تر چړې و ايستل شي چې ددې يا هغه هيواد په امر يې په دې وطن کې مرداری جوړ کړ . موجوده وخت په رشتيا هم ډېر نازک وخت دی او موږ دومره توان نلرو چې د يوې بلي غميزي تحمل دي و کړاې شو .
تاسو او مصلح صاحب دي ژوندي اوسي
په درناوي


صافي
04.05.2006

ښاغلی اوداحترام وړ ميوندی صاحب!
چون موضوع بياهم ،زما په نظرد(شف شف نه شفتالو)ته را ورسيده  او داصلې  مو ضوع نه هم تر يوحد خار جه شوه هيله کوم دوخت
 دکموالی تقصيرمې ومني ولې دمفصله ځوابی ليکني وعده درسره کوم،

نوټ :سره ددي چې دا  ليکنه ديو شخص او یوې مفکورې خلقت را ته نه بريښې٠
په درناوي
صافی


ميوندي
04.05.2006

صافي صاحبه په خير اوسې !
ګوره چې د شفتالو په ويلو سره احساسات درباندي غلبه و نکړي او د هر څه په ليکلو سره و راتلونکي ته وګورې او د خپل مستعار نامه يعني مصلح و دروندوالی او د هغه رسالت په نظر کې ونيسې .
ګوره پام کوه چې خپل لوستونکې دي و غچ اخيستلو ته و نه هڅوې او يوځل بيا ددې باعث نشي چې راتلونکي کړکېچو ته لاره هواره او بيا د خپل ملت غوښي په خپلو کې په توپو سره والوزول شي . پردې ملت بايد زړه وسوځۍ .
ګوره پام کوه چې زموږ د ولس دښمنان تر پخوا ډېر شوي دي کم شوی نه .
افغانان ټوله بايدد ورځي نوي ستونځي په پام کې ونيسي او دولس و يووالي ته بايد توجه وشي. دغه نه زما نه ستا بلکه دورځي او دټول ولس غوښتنه ده .
دلته ډېره لويه لوبه روانه ده زما اوستا په شفتالو ويلو سره نه راګرزي شايد هغوی به همدغه غواړي چې ددې وطن بچيان بيا يو او بل ته ښکر په ښکر او سره ببر يې کړي .
ستاسو اود ټولو دي خداي مل سي !
په درناوي


روان
04.05.2006

ښاغلو دوستانو!
ما ستاسو دغه بحث سر تر پايه ولوست د ښاغلي ميوندي صاحب د تورتي او سپيني خبرو چې په هغه کې د پښتونولۍ او مسئوليت روښانه فکرونه پراته دي و لوستل . د نقاد صاحب او مصلح صاحب څرګنوني مې هم. زه دې نتجې ته ورسېدم چې موږ داومي او اتمي نه پرته اوس بايد څه و کړو؟
اودغه څه بيا په چا غواړو چې و کړو ؟
ايا لومړنۍ دنده به دغه وي چې داومي او اتمي لارويان تر تيغ وباسو او که نور څه او دغه نورڅه به څه وي ؟
غروال خو به اوبه خړول غواړي خو نه وايې چې اوس يې څنګه کوې او په چا به يې کوې ؟
غرواله ولي دا وطن نور هم په خپلو کې سره جنګول غواړې ؟!
غرواله مګر ته څومره تر لاسه کوې چې دا وطن بيا ددې يا هغه په نامه سره واچوې؟!
غرواله مګر ته دا اوسنۍ وضعه چې هراړخ يې بيلا بېل څرګندوني کوي ولي نه درکوی؟
غرواله ته ﻻ ولي د پيل په غوږو کې ويده يې او شر اچونه کوې او هر څه د پرون په هنداره کې ګورې؟
غرواله ته دا وطن يوواري بيا څوک د چا په مقابل کې جنګول غواړي!
د خداې په لحاظ دا ولس نور په دې يا هغه نامه مه سره جنګوی . دا نه اسلامي لاره ده نه افغاني کړه دي او نه هم اخلاقي کړه.
غچ اخيستنه تر دې لوی غچ را پورته کولاې شي !
غرواله شراچونه دي پرېږده د راتلونکي دپاره که څه لرې وه يې وايه کنه خوله دي بنده کړه چې شر پېښوې !
په درناوي


نيلی
04.05.2006

موږ لاره،
نه ګلبديني،
نه د ملا عمر،
او نه هم د شمالي غواړو !
موږ نه د خلقي،
او دپرچميانو ديموکراسي غواړو!
موږ افغانانان يو
بس په خپلو کې وروري
او هم دا رغنده خپلوي غواړو!
دډاکټر نجيب الله پښتني لاره،
وطني او افغاني غواړو!
دغه ﻻره و ټولوته،
بهتره انساني غواړو !
او هم يې افغاني غواړو.
والسلام


صافي
04.05.2006

ښاغلی ميوندي، اودرنولوستونکو سلام
مخکې له دي چې دا بحث وږد شې دلاندینۍ پوښتنې ځواب باید راکړې،
(غچ) يا انتقام اخيستل ا وياعکس العمل، دڅه شي په مقابل کې؟ دا کلمه نه زما او نه هم دنقاد صاحب په لیکنه کې ذکر شوی ده دڅه شی نه مو ویره ده ددغې ویرې نه ولی ځان نه خلاص وی؟
-------------------------------------------------------------------------------------------------------
زه یوازاده فرد یم او وم دغویانو سره مې هڅکله هم تړاونه درلود اونه یی لرم٠
په عقیدوی توګه مخیر یم نه مسیر ،زه دجبریه او قدریه ،فلسفې پلوی هم نه یم
او(Calvinism)هم په رسمیت نه پیژنم٠
زه دخپلو کړوړو مسول یم٠
ته دخپلو کړوړو مسول یې نه دتاریخ او دخپل پلار٠
زه اوزما ملګری دمشترک عمل مشترک مسولین یو٠
ته او ستاملګری دخپل ګډعمل ګډمسولین یاست٠
دبشری ټولنې تکاملی سیردسلګونو پيړيو په ترڅ کې اختیاری دی اجباری نه دی
دميلونونوپيړيو په ترڅ شايداجباری وي!
دانسان اراده دانسانیت په چوکاټ کې ازاده ده ٠
دانسانیت دمفهمه انسان پورته نشې تللې٠

دا هغه هفاهیم دی چی سر چپه يي ستاسوپه لیکنه کې تعبیر شوی، لکه څرنګه چې تاسو (پشت ورق) لوستلو ته اشا ره کړی ماهم دساده ګۍولوسته.
دا چې ما ویلی چې لیکنه دیو شخص را ته نه ښکاری هدف مې دادی چی دا لیکنه دیو پیچلی دماغ خلقت ده چې دځان سره په کشمکش کې اخته او یوی موحدی نتیجی ته نشی رسیدلی ،او دنورو په خبرو کې یی د اقناع هیڅ
امکا ن نه ښکاری.

زه په دی نه ګړیږم چې داتمې ورځې مسولینو مخکې شروع کړې او که داومې ،زما په نظر دواړه تورې ورځې دی،
دا چی ( دبشری ټولنو) دجنګونو لړې چې تاسو د بابا ادم نه را پیل کړې ده څه فکر کوی چې باید انسانان یی د عبرت اخستلو نه محروم شې؟
په درناوی


م ن غروال
04.05.2006

ښاغلی روان!
هغه څه چې بنده ليکلي دي ستاسو د نيوکو او د قلم له ادب سره سر نه خوري٠ ليکنه مې په زحمت بيا ولولئ او کوښښ وکړئ چې د منطق اوعقل په مټ يې ځواب وليکئ!
غروال
[color=blue:b3d8974236]بې له شکه خداي ج د حق مل دي خو نه د کمونستانو !!![/color:b3d8974236]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more