نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
25.03.2006
بله لار يي د الله جل جلاله دحكم د تطبيق ده نو زه نه پو هيږم چي كومه يوه لار به كاميابي كيږي
X X X X X
دقتل او استبداد لاری درسره نه منو ٠ ورشه ددوبۍ له شيخانونه دی داسلام پوښتنه وکړه چه د مسلمانانو بچي تختوي او شتر دواني پری کوي ٠
Anonymous
25.03.2006
اسلام علېکم
دېردافسوس ځای ده چه بعضی افعانان دیو څو پيسو ېاد پرادي وطن دطبعيت دحاصلوپه حاطر داسلام دمقدس دين څخه هم تېر شول
Anonymous
25.03.2006
اوس داثابته شوه چي دبهرنيوځواکونوپه موجوديت کښي داساسي قانون جوړه ول کومه معنی نلري
ښه به دا وی چي داموضوع پټه ساتل شوی وی ترڅونورومرتدينوته دانه وی معلومه چي دوی که څه هم په افغانستان کښي [color=red:be3eccb1ff]اقليت [/color:be3eccb1ff]دي خوکم [color=blue:be3eccb1ff]قوت [/color:be3eccb1ff]نه دي اودداسي ځواک ملاتړڅخه برخمند دي چي څوک ورته کاږه هم نه شي ليدلی ٠
ع کريم حليمي
25.03.2006
سراج الحق صاحب او درنو لوستونکو
سلام عليکم !
هوښيار ،بيعقل ،باوري او بې باوره، قوي او ضعيفه ،افغان او خارجي
ته موږ عدالت غواړو !
عدالته هغه وخت عدالت ويل کيږي چه قانون تطبيق شي ٠
هر متهم او مجرم بايد وکيل مدافع ولري ٠
وکيل مدافع دا معنا نه چه : مجرم له سزا خلاص کړي
وکيل مدافع معنا دا چه : قانون تطبيق سي دوکيل تر نظارت لاندي٠ يعني چه محکمه او څارنوالي غيري قانوني سزا ورنه کړي و مجرم ته !
او بل وکيل مدافع دا وظيفه لري چه دوسيه وګوري چه پر متهم يا مجرم
باندي خو تهمت او درواغ د شخصي دوښمنانو له خوا نه دي ويل شوي ٠
Anonymous
25.03.2006
ګډي سلامونه در شيندم
د شته!!!؟.............. نشته!!!!!!!؟ ولا.
-"نه پوهيږم چي د چا نه وژړاړم پر چا وژام اوچاته وژاړم"
نه پوهيږم چي سه درته وليکم؟ ځکه که حقيقت درته وليکم خفه کيږه!
خو دومره درته ليکم چي د امريکا او غرب په خاطر د شريعت څخه سترګی
پټول لويه خطا او حتا" ب............"ده
ته غواړي ددوي پخپل لاس جوړ شوي قانون بايد د اسلامي شريعت (دخدای قانون) څخه ٠٠٠٠٠!؟؟
افسوس ١٠٠ افسوس ستا په دی ليکنه٠
Anonymous
25.03.2006
ګډي سلامونه در شيندم
د شته!!!؟.............. نشته!!!!!!!؟ ولا.
-"نه پوهيږم چي د چا نه وژړاړم پر چا وژام اوچاته وژاړم"
نه پوهيږم چي سه درته وليکم؟ ځکه که حقيقت درته وليکم خفه کيږه!
خو دومره درته ليکم چي د امريکا او غرب په خاطر د شريعت څخه سترګی
پټول لويه خطا او حتا" ب............"ده
ته غواړي ددوي پخپل لاس جوړ شوي قانون بايد د اسلامي شريعت (دخدای قانون) څخه ٠٠٠٠٠!؟؟
افسوس ١٠٠ افسوس ستا په دی ليکنه٠
ع کريم حليمي
25.03.2006
هوښيار ،بيعقل ،باوري او بې باوره، قوي او ضعيفه ،افغان او خارجي
ته موږ عدالت غواړو !
[quote:557057df3c]عدالته هغه وخت عدالت ويل کيږي چه قانون تطبيق شي ٠
هر متهم او مجرم بايد وکيل مدافع ولري ٠
وکيل مدافع دا معنا نه چه : مجرم له سزا خلاص کړي
وکيل مدافع معنا دا چه : قانون تطبيق سي دوکيل تر نظارت لاندي٠ يعني چه محکمه او څارنوالي غيري قانوني سزا ورنه کړي و مجرم ته !
او بل وکيل مدافع دا وظيفه لري چه دوسيه وګوري چه پر متهم يا مجرم
باندي خو تهمت او درواغ د شخصي دوښمنانو له خوا نه دي ويل شوي ٠ [/quote:557057df3c]
مېلمه وروره که د ليکني په مفهوم نه پوهيږو ضرور بايد سوال وسي
او جواب ترلاسه کړو
ټوله جهان بايد ضرور د افغانستان شرعي ، مدني قانون احترام وکړي !
قانون هغه ليکني ته ويل کيږي چه د يوې ټولني تنظم په کيږي
هر فرد ،حکومت ، قدرت ،چه د يوه ملک قانون تر پښو لاندي کوي ،
د دهشت غوښته ده !
Anonymous
26.03.2006
ډېروښاغلوالسلام وعيکم
دهريوتن بحث يوموضوع تشرح کوي ٠ تاسوکی ځنی زورباندی يقين کوي ځنی له بدنوم نه يريګي ځنی درحم نه غوښتنه کئ خو اصل کی به اوګورو چه دنياکی اوخاصکر مسمان ملکونو کی څوک حقيقت غواړي ؟
مسلمانان د 15 percent نه سوانه دي دنياکی٠ داټول شرعت خونه غواړي نو مونږ له پکار ده چه وخت سره سترګي کولاو کو٠ په تش لاس اوبيروزګاري هيڅ نشي جوړيدې ٠
لوګری
شکريه
Anonymous
26.03.2006
اسلام علیکم!
وروڼو زما پۀ اند دا هسې یوه سیاسي ډرامه ده چې د کرزي پۀ خلاف يې یوه دسیسه
هم بللی شو٠ وس نو کرزي ته یوې خوا ته پاڼ دی او بلې خواته پړانګ ٠
خو که چېرته کرزی له عبدالرحمان سره قانوني او شرعي چلن وکړي نوپۀ هیواد کې
به يې ملاتړ وشي ، خو بش ته به څۀ وايي ؟؟؟
Anonymous
26.03.2006
محترمودوستانو ټولو ته دزړه له کومې سلام او احترام وړاندی کوم٠
زه دښاغليو کوشان صاحب عوام الحق صاحب ازادطبعيت صاحب اوځينی
نورو ميلمنو سره چه مستعار نومونه ئئ هم ندي ليکلي دخپلي هم نظرئی
څرګندولو بر سيره دا زياتول غواړم، چې د ميسکين عبد الرحمان محاکمه
په کابل کښی داعلا کلمته الله دپاره نه ده اونه محکمه او قاضی صاحبان
او څارنوالان ئئ داسلام پروا لري داهغه کسان دي چې وراغ خوری او مښوکي
څڼډي دا پوښتنه بايد وشی چې دا محکمه چا محکمه او دا قاضيان چا قاضيان
کړي دي که چيرته دوی دخدای دقانو ن نفاذ غوښت تر اوسه چيرته وو؟
دا منافقان دپيښوريانو ورنو په اصطلاح هغه ګڼکپان دي چې دپاکستان ګڼکپه
استادان ئئ نسوار هم نه دي٠ دا لڼډ پاری محاکمه چيان په دي باور دي چې
په دي لاره به دوي ڼړيوال نوم او شهرت ترلاسه کړي هو بلي شهرت به تر لاسه
ولی څه نوع شهرت؟ وائئ (بارکج به منزل نه ميرسد)مسکين عبدالرحمان په خوشي کيدوکې دئ که څوک ئئ وغواړي او که نه٠
بد نوم ئئ پاتی هغو ته دئ چې د هغه داعدام ډولونه وهی٠اودسپڅلي اسلام نوم بدوي،داکسان داسلام نوم نشي بدولی ولي خپلې ناوړئې څيرې نړی ته ښکاره کوي ،
دا قاضی صاحبان که دنر
ځامن دي نو هغه قاتلان چې په دسته جمعی قتلونو ئئ لاسونه سره دي
(که د چپ افراط غړی دي او که دښی)محکمی ته راکش کړی،
کمونستان خوپه روښا نه دهريان اومرتد وو چائئ غ٠٠ واخيست ،بلعکس
اوس هم په پارلمان کښې دي او هم په حکومت کښې نر دي شي يو دی محاکمه کړی ٠ دا مسکين مسيحۍ چه څارنوالۍ او محکمی را نيولی دئ راته روحی رنځور
هم ښکاری ځکه اکثرا هغه کسانو چې خپل اديان په غرب کې بدلوي دعقلی توازن خاوندان نه دي ،که مسلمانيږی او که مسيحی کيږی د قضاوت اوسنجش
په قوه کښی ئې څه خلل وي اوپه شعوری او منطقي توګه ئې دين نه ئې بدل کړی
په دي کې هم شک نشته چې ځينی ئې دنورو عواملو په علت دېو دېن نه بل ته اوړی ولې کوم مسلمانان چې مسيحيان شوي او ما ليدلې عموما دعقلی تکليف
څه اثار ئې په کړووړو کې ښکارئې، البته دا موضوع هسې دچشم ديد مسله ده
اوکمه علمی بڼه نه لری اوهمداسې دهغو کسانو په هکله ،په شعوري توګه
ئې کمونيزم،اتيزم،اوداسې نور ايزمونه ئې غوره کړي صدق نه لري په هرحال
ځما په نظر هڅوک داحق نه لري چه دبل چا په شخصي
عقايدوکې دخالت وکړي او يائې سپکاوی وکړي هو هغه وخت څارنوالی او
محکمه داحق لري چې يوکس محکمي ته راباسي چې داکس دخپلو عقايدو
نورو ته په تپلوکې داذيت سبب شې٠ (لکم دينکم ولي دين)
Anonymous
26.03.2006
[color=darkblue:5487729050][size=18:5487729050][color=white]ګرانو وړونو!
په افغانستان کې به د امريکا سره د ستراتژيکو اړيکو پاېله په دې هېواد کې په عيسويت ختميږي . او دا به يوه بله په وينو لړلی فاجعه را مخته کوي . داسلام نه وعيسويت داوښتي پنجشيري عبدالرحمان د قضيې نه دومره هنګامه ولي او پر څه را پورتې ده؟ ناتو ،اروپايې اتحاديه، د غربي هېوادو د بهرنيو چارو دوزارتونو وزيران اوددې هېوادو لوړوپوړي چار واکو څرګندوني ،د ملګرو ملتو د سازمان دمنشي، د بوش او کانډوليزه رايس او پاپ څرګندوني دا ټوله د څه دپاره او ولي دي ؟ دا زموږ هېواد ولي هر دم ګړی تر خوږ ګوته نيول کيږي ؟ دا ولي که داسي ونکړونو افغان ولس به يا راسته حلاليږي او که هغسي ونکړو نو چپه به حلاليږي . پرون د جهاد او په دې چې اسلام په خطر کېدی مرستي کېدلې او ټوله نړی د جهاديانو و مرستو ته دانګل . کله چه خپل حريف يې زموږ ددوميليون ا فغانانو دشهادت په بيه مات کړ، نو زموږ دغه استراتژيک دوستان د خير پر غونډی راته کښېناستل اته ګوني او اوه ګوني يې سره ايله کړل او دا وطن يې دخاورو خاکه کړ . پروني مجاهدين يې په طالب واړول اود هغوی نه يې بيا ټروريسټانو جوړکړل . دا هېواد يوځل بيا دهمدې پروني استراتژيکو دوستانو په ځپلوسره د استراتژيکو دوستانو جنګي ماشين پردې هېواداو ولس باندي را مات کړی شو او هغه يې په وينو کې و لمباوه . پوځي اډې يې راته جوړې کړې او د لسهاووميليارډه ډالرو په مصرف يې موږته نايټ کلپونه او پنځه ستوري هوټلونه راته جوړ کړل ،هېواد يې د مخدره موادو دتوليداتو په سر کې ودراوه او ددموکراسی په نامه يې څه کم سل ګوندونه راته جوړ او وطن يې په ژبنيو او سمتي ناندريوراباندي ووېشه . په پارلمان کې يې خپل مزدوران او جنګي جنايت کاران راته کښېنول او کابينه يې د خپلو ډالر خورانو نه را ته ډکه کړه . دا څه معنی درلودله ؟ دې استراتژيکي دوستۍ ﻻ دوام درلود چې د پنجشيري عبدالرحمان د عيسويت مسئله يې را مخته کړه او د هغه د عيسوي کېدو ډنډوره ټوله نړۍ و پاروله ! خبره پردې ودرېده چې موږ خو داسي ديموکراسي غواړو چې بس دلته د افغانانو پ هېواد کې به عيسويت ته هم بايدد نوک ځاې ورکول کيږي څو دا ستراتژيکه دوستي مو په راتلونکې کې ښه ثمر ورکړي او موږ په دې هېواد کې بالا د اسلام د چوپړ نه خلاص شو! دا خو ددې استراتژيکي دوستی کورني اړخونه دي . ګاونډ اشنا يان او دو مخۍ پاکستان او ايران او روس او هند ﻻ پر خپل ځاې ناست دي هغوی بيا خپلي نخشې پلي کوي .
نو اې د جهادي ځواکونو لېډرانوتاسو نه شرمېږی چې اوس لا هم د اسلام او خپلواکۍ چيغي وهۍ ؟ تاسو دا وطن او د ولس څو ځلي خرڅ کړ اوس مو نور مخونه تور دي او هغه ددې ولس نه پرته کړی . مخ مونور هم تور شه !
پر تاسو دې تو لعنت وي .
موسکا[/color:5487729050][/size:5487729050][/color]
Anonymous
26.03.2006
[quote:07e92ca19c]وروڼو زما پۀ اند دا هسې یوه سیاسي ډرامه ده چې د کرزي پۀ خلاف يې یوه دسیسه
هم بللی شو٠ وس نو کرزي ته یوې خوا ته پاڼ دی او بلې خواته پړانګ [/quote:07e92ca19c]
يره ورورګله دسيسه خوبه وي خونه پوهيږوچي دچاله خوا ؟ ، دکرزي دوستانواوکه ددو
ښمنانوله خوا ؟؟
خوزما په فکردکرزي دوستانويعني امريکايانوله خوا به دا دسيسه ځکه پلان شوي وي چي
په دي وسيله غواړي هغه مرتدو اواسلام پاک دين څخه اوښتونکوکسانوته دا پيغام ورکړي چي که
چيري دوی اسلام پاک دين پريږدي اوعيسويت قبول کړي نوژوند به يې دمرتدعبدالرحمن
په څير تضمين اوخوندي وي اوپه عين حال دشهرت خاوند به هم وي ٠
pattang
26.03.2006
سلام عليکم وروڼو !
زما نظر داسې دی چې عقيده دهر چا خپله د[color=white:5001626976]ه [/color:5001626976]خو په خپل ځای , په خاصو شرائط او اوخاصومحيطي شرائطو کې اوعيسوي مذهب په افغانستان کې ځای نلري٠
[color=red:5001626976]اوس به راشو موضع ته :[/color:5001626976]
له کمونيزم نه وروسته دوهم او سخت سری دښمن د غربي ،بي خدايه او بې اخلا قو
نړۍ اسلام ، اسلامي اخلاق او اسلامي نړۍ دي .
په هر ډول دوی داسلام بدنامي غواړي لکه چې څو واره په کال کې دمسلمانانو مسجدونه تلاشي کوي او بي عز ته کوي يې او هميشه ددوی دسترګو اغزی اسلامي حجاب او دښځو دسر ټکری او دسمال دي چې مسلمانانې ښځې حق نلري په پټ سر په ښوونځي کې درس ورکړي ٠ يوکال مخ کې فرشته لودين يوه افغانه ښوونکې دالمان له دولت سره دومره خيره شوه چې تر سترې محکمي يې خپله خبره ورسوله او اخرته حکومت مجبوره کړه چې المان پرېږدي او په امريکاکې خپله پنايندګي ورکړه نو همدا وو چې امريکايانو يې پناقبوله کړه او اوس په امريکا کې په پټ سر
درس ورکوي ٠ فرشتې لودين د جرمني متابعت لاره ٠
دشيلترناو مذهبي کومکي موسسه چې مرکز يې په جرمني کې دی ،دامريکا له کليساګانو ځخه په مليونو دالراخلي او په افغانستان کې کورونه جوړه وي ،هدف يې دادی چې افغانان عيسويان کړي ٠ طالبانو ددې موسسې خلک بنديان کړي وو٠ داچې دا موسسه دعيسويت هدف لري زه سل په سلو کې مالومات لرم٠
[color=brown:5001626976]اوس به هدف ته نور در نږدې شم :[/color:5001626976]
دعبدالرحمان مسئله د BND او END ( دالمان او د ارپا پټې دجاسوسي شبکې ) له خوايو پلان شوی ،په لاره اچول شوې پروپاګنده او داسلام بدنامي پدې مانادی
چې اسلام يو نابخښونکی ، بي حوصېلې او افراطي (اپراتي ) مذهب خلکو ته وروپېژني او دخپلو کا ليکاتورونو غچ واخلي چې په هغوی کې يې اسلام ډير بد معرفي کړی دی اوله هغو قوانينو څخه چې غربيان يې دخپلې ټولنې اخلاق بولي کارندي اخستی او سر غړه ونه يې کړې دی..
که تاسو ليدلي وي عبدالرحمان څومره په جر[color=yellow:5001626976]ئ[/color:5001626976]ت او سړه سينه خبرې کوي اوپه خپله
عقيده کلک ولاړ دی داڅکه چې هغه پوهيږي چې چا راليږلی دی او ټوله عيسوي
نړۍ يې څټ ته ولاړه د[color=white:5001626976]ه[/color:5001626976] اوله بلې خواڅخه دافغانستان حکومت کو م خپل کانسپت اوپلان دهيواددودانولولپاره نه لري اونه پرې پوهېږي اويواځې دغربيانو احمق اجڼټان او ځيره خواره، دملت دښمنان دي ٠ نو عبدالرحمان دخپل مسلمان پلار او نيکه په در وازه کې به ولې کلک په عيسويت نوي و لاړ اوزړه به يې ډاډه نوي ٠
که دطالبانو وخت وی نو عبدالرحمان به پرتوګ ډک کړی وو.
دپښتنولي په مينه پتنګ
Anonymous
26.03.2006
[quote:f03757d02f]يوکال مخ کې فرشته لودين يوه افغانه ښوونکې دالمان له دولت سره دومره خيره شوه چې تر سترې محکمي يې خپله خبره ورسوله او اخرته حکومت مجبوره کړه چې المان پرېږدي او په امريکاکې خپله پنايندګي ورکړه نو همدا وو چې امريکايانو يې پناقبوله کړه او اوس په امريکا کې په پټ سر درس ورکوي .[/quote:f03757d02f]
پوښتنه : آيا ادعاکوئ چې ګواکې ا مريکا له اسلام سره خواخوږي لري ،اوکه نه ولې يې نوموړ ې ته پناهندګي ورکړه ؟
Anonymous
26.03.2006
صابره ورورکه سلامونه مې ومنئ
[quote:acc3265454="صابرشاکر"]
يره ورورګله دسيسه خوبه وي خونه پوهيږوچي دچاله خوا ؟ ، دکرزي دوستانواوکه ددو
ښمنانوله خوا ؟؟
[/quote:acc3265454]
پۀ دې وروستیو کې چې امریکا افغانستان او هند ته د دوستۍ(که پۀ هر نیت ولاړه وي)لاس اوږد کړی نو ویلی شو چې پاکستان پۀ دارنګه دسیسو غواړي چې یا خو د افغانستان او امریکا منځ ته هډوکی ورواچوي ٠ او که چېرته کرزئ بوش ته سر ټیټ کړي نو پدې صورت کې به داخلي اولس په کرزي پسې لستوڼې راونغاړي ٠
پردېس
Anonymous
26.03.2006
محترمو څېړونکواسلام عليکم
په 18 پيړئ کی دانګلس په نامه يو انګليسي ليکوال ليکلي چه افغانان داسې خلک دي چه قانون نه پېژني او که د تطبيقولوکوښښ يې وشي نو دوی به تری سرکشي وکړي ٠ دايومسلم حقيقت اوثبوت دې چه افغانان خپل ځان اوبل څوک هم نه پيژني ٠ افراط د افغاني جامعې خاصيت دې اودا په تاريخي توګه څيړلای شئ ٠ دافغانانو چه هرشې خوښ شي هغه په بې سرحده توګه خپلوي اوپه افراطي توګه تری دفاع کوي ٠ دوی په افراطي توګه غرور هم لري ٠ دې به دسبا اوبيګاډوډۍ نه لري او خيالونه به داصيل ا وکم اصل نژاد کوي ٠
په دوی کی اينده نسل، تعليم ، ترقي او ژوند هم هيڅ معنی نه لري ځکه چه دژوند پرضد له وړوکوالي نه روزل کيږي ځکه خو نه صبرلري ، نه زغم او نه د اصلاح لياقت ٠
دوی که پوهيدای نو اوس به د هرڅه څښتنان وې ٠
ولی دغرب ، امريکااوروس نه ګيله کوئ ؟ افغانان پخپله د هيڅ شي لياقت نه لري ٠
دهرڅه مسوليت ددوی پخپله غاړه دې ٠
په ټوله نړۍ کی چه ځان شرمولی وي اوبيايې هم شرموي له دغسې خلکو څه ګيله ؟
Anonymous
26.03.2006
حخ
Anonymous
26.03.2006
[color=darkblue:cd38cbe282]وروڼو سلام اونيكى هيلى مى ومنئ !
اسلام يو مكمل او اخيرى دين دى داسلام ښيګڼى او غوره اخلاق په
يوه ليكنه او ان يوه كتاب كى نشى غورچاڼ كيدلى او په اسلام كى په
مكمله توګه يوسياسى نظام هم پروت دى چى په دى نظام سره به مسلمانان
خپل ورځنۍ ژوند پر مخ ولى
خو له بده مرغه چى دا نظام اوس په كتابونو كى پروت دى
او دا ډيره موده كيږىچى دځمكى په مخ چا په واقعى توګه
ندى پلۍ کړى خبره داسى نده چى په دى نظام باندى وخت
تير شوى او او س نو دپلى كيدو وړ نده نه نه هيڅ كله داسى
نده بلكى او س داسى مخلص او پوهه خلك كم دى چى له
دى نظام سره صادقانه مينه ولرى څو يي
په واقعى توګه پلى كړى
داخبره مى ځكه وكړه چى داسى نه چى ځينى وروڼه سمدستى دفلانى اوفلانكى
بيلګى راته را مخته كړى يا دنن ورځى اسلامى حكومتونه راته وړاندى كړى
نوددى نيستى اوغريبى له كبله نن مسلمانان په ډير لويدلى او ټيټ حيثيت كى
ژوند كوى اوځينى ما ډريټ يا دلويديځ لورته تمايل لرونكى مسلمانان نن ورځ
داسى چلن غوره كوى چى هغه داسلام ريښى له منځه باسى
دا كسان خو ځينى اصلا له اسلام سره ښه اړيكه نه لرى او دلويديځ له تهذيب نه
اغيزمن او متاثره دى نو طبعاداسلام په اړه له زهرو ډكى خبرى كوى او لكه
لويديځوال داسلا په خلاف مخالف تبليغات كوى
او ځينى كسان به كيدى شى له اسلام سره مينه لرى او دزړه له تله به مسلمان وى
خو داسلام په اړه دپوره مالوماتو دنه لرلو اويا له چاپيريال نه داغيزمن كيدلوكبله
داسى خبرى كوى چى په هغو سره اسلام ته زيات زيان رسيږى او دوى داسلام دمخالفينو دپوچو تبليغاتو ښكار وګرځى
اوس دا خبره ډيره كيږى چى په دى او هغى خبرى سره داسلام رنګ بديږى
يا په داسى او هغسى كړنو سره اسلام دتروريزم او ويرى اچونى دين بلل
كيږى نوبايد داسى ونه كړل لكه په دا روان بحث كى مرتد عبدالرحمان
كيسه او داسى نورى
محترمو مسلمان وروڼو!
په دى خبرو سره اسلا م ښه رنګۍ كيږى نه بلكى اسلام له بيخه ايستل كيږى
عيسويت يو بيل دين دى بيل يي اخلاق او بيل يي کړه وړه دى
نوكه موږ غواړو چى اسلام دعيسويانو له نظره ښه ښكاره كړو
بيا به نعوذبالله له دى بشپړ اسلام نه تيريږو نعوذبالله له ډيرو
غټو غټو اصولو به مخ ګرځوو او په خدا قسم كه په دى غټو
تيريدنو هم تاسو عيسويان راضى كړئ ترڅو ټول دعبدالرحمان
زامن نه شئ او دهغه په پله پل كى نږدئ
ځكه لوى څښتن په قرانكريم كى وايي ولن ترضى عنك اليهود
ولا النصرى حتى تتبع ملتهم يعنى ترڅو چى ديهودو او عيسويانو
دين ونه منئ په هيڅ صورت به دوى له تاسو نه راضى نه شى
او يهود خو داسلام ازلى دشمنان دى قرانكريم وايي لتجدن اشد الناس
عداوة للذين امنوا اليهود والذين اشركوا يعنى ته به بيا مومى يهود او
مشركان دمسلمانانو سرسخته دشمنان
نو او س كه موږوغواړو چى اسلام ديهودو او نصاراو له نظره ښه ښكاره
كړو دا هڅى به موبي ګټى او زموږ په سخت تاوان تمامى شى
دعبدالرحمان مرتد په اړه بحث ډيرګرم روان ده خو متاسفانه چى په دى
اړه دزياتو ملګرو ليكنى داسلا له اصولو سره په ټكر كى دى دا خو دنظرياتو
او اندونو دشكاره كولو ډګر دى نو ايا زموږورو ڼو ټول داسلام په احكامو
او اصولو پوره خبردى چى داسى په بيباكى سره خپل نظرونه څرګندوى ؟
ايا دوى داسلام په پراخه اخلاقى نظام پوره علم لرى؟
ايادازموږ محترم وروڼه داسلامى احكامو او اصولو په
فلسفه او حكمتونو پوهيږى ؟
په اسلام كى دمرتد له پاره دابدى بند سزا هم شته دوژلو سزا يي هم شته
او له وطن نه دشړلو سزا يي هم شته خو دى يوه ټكى ته بايد ځير شو چى دا
سزا هغه ته ددى له پاره نه وركول كيږى چى ده خپله عقيده بدله كړى ده او
اسلام نور عقايد نشى زغملى داسى نده
بلكى داسزا هغه ته ځكه وركول كيږى چى هغه له يوه نظام سره غدارى كړى ده
او دهر نظام غدار دهغه نظام پلويان روغ نه پريږدى دا نن په نړۍ كى داسى حكومت شته چى دخپل نظام غدار ته بښنه وكړى ؟
(په دى اړه به زه يوه تفصيلى ليكنه كوم انشاء الله تعالى)
نوربيا[/color:cd38cbe282]
Anonymous
27.03.2006
محترمو دوستانو اسلام عليکم٠٠٠٠
ښاغلی زرملوال صاحب!تاسوته بهتره معلومه ده چې دزورداصولودسيوری لاندی
دعلمی اومنطقی بحث اوپلټنی منځته راتګ محال دی او ورځينی دزمری او
ګيدړ ويش جوړږی٠
ستاسودليکنی نه ماته دا احساس پيدا شوچې ګوا کی اسلام دهر رازازاده
سوالونو پيدايش په نطفه کې خپه کوی که چيرته غلط پوه شوی يم معذرت
مې ومنه ٠
اوس به د عبدالرحمان د موضوع په غزولو کې يوڅو کرښې نور ی هم وليکم،
مسلمانان دحضرت محمد( ص )دپه حق رسيدلونه
روسته سمدستي اختلافاتو سره لاس اوګريوان شول دهغه مبارک جسد لاخاورو ته
نوو سپارل شوی چې د جليل القدر صحابو(رض)وترمنځه داختلاف شور ګډشو
چا دهغه مبارک مرينه نه منله اوچاهم داويل چې څوک دی خليفه شې٠
ځکه محمد( ع ص س )په ژوند کې ئې څوک ددی دندی دپاره نوو ټاکلی ،صحابو
قران او احاديثو ته درجوع نه روسته او دشوری اومشوری نه بعد
حضرت ابو بکر صديق (رض) ئې په خلافت وټاکه ،ولی ټول اصحاب (ر ض)
په دي راضی نوو اوداختلافاتو لړی په اوږدو شوه چې حتی داسلام ددين اصولو او فروعوته ئې هم سرايت وکړځکه نور داختلافاتو دحل دپاره وحی نه راتله نو مسلما نانو داسلام ددين اصولی اوفرعی مسايل دخپلو
ذهنی او عقلی تفاوتونوسرپه مختلفه توګه تعبير او تفسير کړل
چا ويل چې دکبيری مرتکب کافر اودملت نه خارج اوچا ويل نه فاسق دی
چا ويل خلافت په انتخاب دی اوچاويل په انتساب او صرف
په اهل نبوت کې دی٠چاويل امام بايد معصوم وسی او چاويل يواځی انبيا
معصوم دي ددې اختلافاتوپه ترڅ کې په لسګونه فرقی رامنځته شوي
په لسګونه جګړی رامنځ ته شوی ددی اختلافاتو له امله دری خلفا په شهادت
ورسيدل او په ډليزه توګه دنورو فرقو پلويان ووژل شول ٠ولی دا فکری او عقيدوی اختلافات په داخل داسلام کې دمنځه ولاړلنه
بلکی ترازل به روان وی ،اودا په داسی حال کې وه چې څوک به په يو کلی کې
وزيږيد هملته به مړ شو او بل ځای به ئې ليدلی هم نو ،نور تهذيبونه اودنورو
ژبو زدکړی اودنورو دافکاروسره اشنائې هم ګمان کوم دنن ورځی په شان نه وه،
نو ايا په اوسنې نړی کې دا مکان شته چې ټول خلک دي په يو مذهب په يوی
عقيدی وي ؟ کله وه چې اوس دي وی؟
تر بلی ليکنی خدای مو مل شه٠
Anonymous
27.03.2006
[quote:41ffe32e4c]کوشان ليکلي
[/quote:41ffe32e4c][quote:41ffe32e4c]خو زمونږه مسلمان ورونه ، نه يواځې چې زمونږه مسلمانانو وينې يې تويې کړې بلکې زمونږه خويندې او ميندې يې بې عزته کړې ، زمونږ په ماشومانو يې جنسي تيری وکړ او زمونږه څوارلس کلنې لورګانې په زوره نکاح کړې ، ښه بيلګۍ يې مسلمان سياف ، مسلمان رباني ، مسلمان مسعود ، مسلمان کلبدين ، مسلمان عمر او مسلمان بن لادن دي .
نو مسلمان چې د مسلمان د وينو په تويولو په کمين ناست دی لکه طالبان ، ولې سړی عيسوي نشي ، لږ تر لږه خو عيسويان د يو بل د ژوند له پاره خپل اواز پورته کوي . خو که يو بل مسلمان خپل لور عربي شيخانوته د څلورمې ښځې په صفت نه نکاح کوي ، د خلقي او ملحد تر نامه لاندې د نورو مسلمانانو له خواه وژل کېږي . [/quote:41ffe32e4c]
کوشان ګله
خبرې ښې کوي خولږي يی کږې کوي
که خبره ناحقه ديومسلمان وينوتويولو وي نورښتياهم دا داسلام په پاک دين کښي هم ناروا
دی اونه بايدچي داسلام پاک دين پوري اړوند وګڼل شي ،ښايی په دي وسيله تاسي يوه داسي بده
هڅه کول غواړئ ترڅواسلام مقدس دين قتل وژل ،غلا ،لوټ ماراوبي عزتي کولوپه معنی
معرفي کړي چي يوه ډيره بده اوناکامه هڅه يی بللی شوچي فکرنه کوم يومسلمان د داسي څه
ليکلوجرئت وکړي ٠ که تاسي ټولې هغه ناروا کړنې چي په اسلام کښي هم په کلکه منع دي
اسلام ته منسوبوی نوبياډيرزيات تيروتلي ياست ٠
وژل تښتول ،اوپه ښځوڅه چي په نروهم جنسي تيري کول بي ګناه انسانان بمباره ول ،ماشوما
ن اوښځې بوډاګان په شهادت رسول ،دبګرام ،ابوغريب اوګوانتاناموزندان بوږنوونکو
پيښومسؤلين ايا همدا عسيويان نه دي ؟؟؟
که يوچا سره اسلامي غيرت خوڅه کوي يواځي پښتنولي غيرت هم وي هغه به هيڅکله هم دهغه دوښمن په پله پل کيښنږدي کوم دوښمن يی چي موراوپلار وروڼه اوماشومان په شهادت
وره سوي اويا يی په نرو ښځو جنسي تيری وکړي
اوترټولوبده يی داچي همدي نجسوعيسويانوزمونږپيغمبرحضرت محمدصلی الله عليه
وسلم سپکاوي کارټونونه هم چاپ کړل نوپه داسي حالاتوکښ ددوښمن مقابله پکارده اوکه
دبدبخته عبدالرحمن په څيرهغوی ته تسليميدل ؟؟
ستاددي خبرې په ځواب کښي چي :
[quote:41ffe32e4c]نو اوس ته ووايه چې سړی عيسوي وي ښه ده او که مسلمان ؟؟[/quote:41ffe32e4c]
عموماعيسويان له ښځې لوراوخورسره يی دبل چا مشغوليدل اومچي اخيستل شرم اوعيب نه ګڼي
لکه لورا بوش دبوش ښځه چي روسي صدر پوټين مچي کوله ،
نواوس ته ووايه چي سړی مسلمان ښه دی اوکه عيسوي ؟؟؟
Anonymous
27.03.2006
[quote:21bc4b0445]عموماعيسويان له ښځې لوراوخورسره يی دبل چا مشغوليدل اومچي اخيستل شرم اوعيب نه ګڼي
لکه لورا بوش دبوش ښځه چي روسي صدر پوټين مچي کوله ،
نواوس ته ووايه چي سړی مسلمان ښه دی اوکه عيسوي ؟؟؟ [/quote:21bc4b0445]
شاکر صیب!
:oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol:
یاره کوشان هم ملامت نه بس لۀ سوي زړه دا خبرې کوي
Anonymous
27.03.2006
[quote:8aad27ad52]نه دغه عيسويان ندي امريکايان دي او د پيغمبر بې احترامي هم
دنمارکيانو کړې وه .
د امريکې د دولت نوم ، د امريکې متحده ايلات دی
نه د امريکې متحده عيسوي ايالات او دنمارک هم مذهبي دولت نلري . [/quote:8aad27ad52]
کوشان ګله
کاشکي دمسلمانانوهم په نو م اسلامي حکومت نه وی بلکي په عمل کښي اسلامي وي
لکه دعيسويانودولتونه چي په نوم عيسوي نه دي ( دامريکا عيسوي دولت ، داسترليا عيسوي دولت ،دبرطانيا عيسوي دولت ٠٠٠ ) خوپه عمل کښي ټول عيسوي دي
زمونږ مسلمانانو خوبدمرغي داده چي نوم ورباندي داسلامي حکومت کيښږدي خوعمل ورباندي نه په خپله کوي اونه يی ورته نور بی نومه عيسوي دولتونه پريږدي ، چي په سر کښ
يی همدا امريکا ده ،کنه نورنو ټول بي نومه عيسوي دولتونه له ويټيکن اوعيسوي پاپانوالهام اخلي ٠
داوس لپاره همدومره
Anonymous
27.03.2006
[color=blue:63aa4b1244]
محترمو ورونو سلام
كوشانه ما او تا ډي بحثونه سره وكړل ايا زما په ليكنو كى دى دچاد
په خلاف دكفر فتوى خوڅه كوى زما له خولى دى چاته بده خبره اوريدلى ده ؟
نو ته ماته ولى ځاى ځاى ليكى چى ګوره دكفر فتوى را باندى ونه لګوى ؟
او زما خبرى داسلام په مذهب او دهغه په اخلاقو را څرخى نو ته ماته ولى
ګلبدين ،مجاهدين او عربان را مخته كوى ايا دهغوى له کړنو څوك ندى خبر؟
ايا همدا دټوپكيانو ډلى ،پاكستان او .....او.... داسلام واقعى نمايندګان دى
چى ته يي هر وخت په بيلګو كى موږ ته مخته مخته كوى اوكه زه ددوى كوم
يوه رسمى استازى درته ښكاريږم ؟
او دا ستا منطق ته زه هك حيران يم چى دافغانستان دبربادى ټوله پړه
يواځى په عربانو اچوى او خپلى ټولى هڅى او انر جى دى دبوش او دهغه
دلشكر (عيسويانو) برائت ته وقف كړى ده ؟؟؟؟!!!!!!!
ما ستا او ستا په څير دنورو ملګرو دپوهولو ډيرى هڅى وكړى خو اوس
پوهه شوم چى دامى ډير بد كول ځكه ته دځان پوهولو په كيسه كى نه يي
ته يو بيل فكر لرى او دهغه له پاره له سوچه چالاكى نه كار اخلى نه دبل
چا دنظر احترام لرى او نه دچا عقيدى ته يوه زره اعتبار وركوى
خو ګوره دا ستا نظر او استدلال به دى په سيمه كى ډير ستړى كړى
او دا منطق او ګروهه د دوستم او نورو ټوپكيانو له ماشى نه كمه مه
بوله په دى كى دافغانانو خير نشته
ما چيرى هم دومره ستوخى خبرى نه وى كړى خو كوشانه تا دى خبروته اړكړم
چى خبره تر دى ځايه را ورسيده زما يي دخداى په امان زه به دا دعا درته كوم
چى الله پاك دى سمه لاره در وشيي او ستا خپله خوښه [/color:63aa4b1244]
Anonymous
28.03.2006
[quote:458824a226="زرملوال"][color=blue:458824a226]
محترمو ورونو سلام
كوشانه ما او تا ډي بحثونه سره وكړل ايا زما په ليكنو كى دى دچاد
په خلاف دكفر فتوى خوڅه كوى زما له خولى دى چاته بده خبره اوريدلى ده ؟
نو ته ماته ولى ځاى ځاى ليكى چى ګوره دكفر فتوى را باندى ونه لګوى ؟
او زما خبرى داسلام په مذهب او دهغه په اخلاقو را څرخى نو ته ماته ولى
ګلبدين ،مجاهدين او عربان را مخته كوى ايا دهغوى له کړنو څوك ندى خبر؟
ايا همدا دټوپكيانو ډلى ،پاكستان او .....او.... داسلام واقعى نمايندګان دى
چى ته يي هر وخت په بيلګو كى موږ ته مخته مخته كوى اوكه زه ددوى كوم
يوه رسمى استازى درته ښكاريږم ؟
او دا ستا منطق ته زه هك حيران يم چى دافغانستان دبربادى ټوله پړه
يواځى په عربانو اچوى او خپلى ټولى هڅى او انر جى دى دبوش او دهغه
دلشكر (عيسويانو) برائت ته وقف كړى ده ؟؟؟؟!!!!!!!
ما ستا او ستا په څير دنورو ملګرو دپوهولو ډيرى هڅى وكړى خو اوس
پوهه شوم چى دامى ډير بد كول ځكه ته دځان پوهولو په كيسه كى نه يي
ته يو بيل فكر لرى او دهغه له پاره له سوچه چالاكى نه كار اخلى نه دبل
چا دنظر احترام لرى او نه دچا عقيدى ته يوه زره اعتبار وركوى
خو ګوره دا ستا نظر او استدلال به دى په سيمه كى ډير ستړى كړى
او دا منطق او ګروهه د دوستم او نورو ټوپكيانو له ماشى نه كمه مه
بوله په دى كى دافغانانو خير نشته
ما چيرى هم دومره ستوخى خبرى نه وى كړى خو كوشانه تا دى خبروته اړكړم
چى خبره تر دى ځايه را ورسيده زما يي دخداى په امان زه به دا دعا درته كوم
چى الله پاك دى سمه لاره در وشيي او ستا خپله خوښه [/color:458824a226][/quote:458824a226]
عجيبه د حيرانتيا وړ خبره ده ماما چې تل بې دليله او بې منطقه خبرې هم ليکې او بيا له نورو څخه دا تمه هم لرې چې په پټو سترګو دې يې ومني.
چاته په دې نيت څه مه ليکه چې ارو مرو به يې مني. بس د خپل نظر څرګندونه کوه او د بل چانه هم دا تمه لره چې هغه به ستا د خبرې ځواب خامخا درکوي. او خپله خبره تل په دليل روښانه کوه. تشې ببولالې څوک د دې وړ هم نۀ ګڼي چې ځواب يې درته ووايي.
ښاغلى کوشان درته په دليل او مثال خبره کوي او تاسې ورته تشې ببولالې په ځواب کې ليکئ او بيا دا ګيله هم کوئ چې ښاغلى کوشان يې ولې نۀ مني.
Anonymous
28.03.2006
ورونو سلام،
شرفه وروره رښتياوائې په دي موضوع کې زه هم درسره يم٠
سره ددي چې ښاغلی زرملوال زبردسته قلم لری ولی دليکنو دمحتوی
لحن ئې راته خپه کونکی(سابندونکی) ښکاری٠ په درناوی