نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
10.03.2006
محترمو وروڼوهريو شينوارى صيب بغلانى صيب اوجناب غروال صيب
سلامونه او نيكى هيلى مى ومنئ خوشاله سوكاله اودرانه اوسئ!
ښاغلى وحيدبغلانى صيب ليكى
[quote:3c45cd7470] يک چيز که ميخواهم وتمنادارم کس از حرفم نرنجد : فارسی زبان ها طبيعتأ وذاتأ به لسان خود علاقه دارند ،به أن عشق ميورزند ، به أن خدمت ميکنند واز خرف زدن به أن نميشرمند ، أنرا درهرجای ممکن رواج ميدهند . ممکن مبالغه نباشد که همين علاقه طبيعی فارسی زبان هابه يکعده ازپشتونها نيز سرايت کرده وميخواهند که انرا دربين خود رواج دهند ، که کار بسيار مشکل به نظر ميرسد زيرا پشتونهانه طبيعتأ به لسان خود علاقه دارند ، نه درباره اهميت لسان چيز ميدانند ونه هم برای بيدار کردن انها کدام کار صورت ميپذيرد .[/quote:3c45cd7470]
شاغلى بغلانى صيب شايد دابه ستاانګيرنه وى چى لرى يي اوشونى ده
ديوڅه موده مخكى پښتنو په اړه ستا دا انګيرنه سمه هم وى هغه مهال
چى پښتانه زمول اودافغانى الاصله واكمنوله زور واكى لاندى يي شپى
ورځى سبا كولى خو او س به دا ستا خبره بيخى درسره ونه منم او ګومان
كوم يو پښتون به يي هم درسره ونه منى اوس الحمدلله پښتانه دپخوا په
پرتله ډير ويښ اوبيدار دى دانن چى ماوتاپه كومه پاڼه كى بحث سره را
روان كړى دى تقريبا ټوله پښتو ده او....او...او....
پښتنو ځوانانو چى له پښتو سره دزړه له كومى مينه نه لرلاى نن به خبره
تر دى ځايه كله رارسيدلى وه داپاڼى مجلى او ورځپاڼى خو پريږده چى
هماغه شخصى ليكونه به مو هم په فاړسو ليكل او هغه دجومات دملا
صيب سرنامى به موتكرارولى (دوعا وسلام بصد شوق تمام ازينطرف
كمينه وكمترين فلان بن فلان............)
او محترم بغلانى صيب ستا دا خبره ځكه ناسمه بولم چى له مورنى ژبى
سره دهر انسان مينه طبعى اوپنځيز حيثيت لرى كوم انسان ته چى دتى
رودلوپه مهال خپلى مور په كومه ژبه للو للو كړى وى هغه يي طبعا له
ماغزو نه ووځى .
هوكى ! ځينى سيمئيز مسلط شرايط او دوخت دواكمنوله جبره ډك او خپل
سرى نظام بياهرڅه له خپله اصله خوځوى او دخپل روان سياست پيرو يي
ګرځوى .
ماله خپلو پښتنو سپينږيرو اوريدلى چى ويل به يي په پښتو كى ليك نه ليكل كيږى ځينى ملاصاحبانو به ويل طالب بايد دپښتو كتاب مطاله نكړى ځكه په دى سره يي مطالعه كمزورى كيږى او داسى نورى دنا خبرى او ناپوهى ډيرى خبرى وى
خو اوس الحمد لله خبره درغيد و په لور روانه ده او پښتو لمنى ته ورځ په ورځ
نوى نوى ګلګيډى را لويږى
په مينه او درنښت
م ن غروال
12.03.2006
ښاغلی کوشان وروسته له سلامو!
تاسو پوښتنه کوئ :
[quote:bca998e045]حد اقل د انسان يا د يو افغان په سترګه ګورۍ [/quote:bca998e045]
نه پوهيږم تاسو ته داسي پوښتنه ولې په مغزو کي ګرځيدلې ده٠
څوک چې مسلمان نه وي ورور ورته ويلی نشم اما انسان او يا افغان؟ دا به هيڅ څوک ونشي کولاي صرف پدې وجه چې مسلمان ندي هغه حتې دانسان په سترګه ونه ګوري٠ او بل نور که هر څومره بد او ملي خائين هم شي او په هويت افغان وي نو هغه افغان دي او وي به ٠
پاتي شو رهين؟
پدې هکله مو خبرو سره موافق يم٠
په درناوې