د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مخدوم رهين وايي .........

Anonymous
22.02.2006

اقتباس
[code:1:4756d26a9f]ډاکټر سيد مخدوم رهين : پاکستان دې نور
وژونکي وسايل دافغانانو په نومونو نه يادوي
کابل اسلام اباد
د کب ٢مه، پژواک خبري آژانس
داطلاعاتو ، کلتور او توريزم وزارت د کب په دوهمه ، له پاکستاني چارواکيو څخه غوښتنه وکړه چې نور دې په جنګي وسايلو د پخوانيو افغاني سلطنتي پادشاهانو او د هغوى دکورنيو نومونه نه ږدي .
پاکستان تراوسه د غوري، ابدالي او غزنوي په نومونو ميزايل جوړ کړي دي .
دغه دهغو افغاني امپراطوريو نومونه دي ، چې د تاريخ په اوږدو کې يې ، په هند واکمني چلولې ده .
د اطلاعاتو، فرهنګ او توريزم وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان تېر شوي سلطنتي پادشاهان د تاريخ سپاه سالاران وو، پاکستان بايد د وژنو وسيلې دهغوى په نوم ونه نوموي .
نوموړي دافغانستان دتېر تاريخ يو شمېر واکمنان او سپهسالاران هندې قارې ته د دين ، فرهنګ او هنر لېږدونکي وبلل .
د هغه په وينا، پاکستان ته په کار ده، چې پوهنتونونه او نورې مهمې ديني اوکلتوري ودانۍ ددغو پادشاهانو په نومونو ، ونوموي .
رهين له پاکستانه دغه غوښتنه خپله اخلاقي دنده وبلله .
هغه زياته کړه چې نن يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته په دې اړوند يو مکتوب لېږلى او دوى هيله لري ، چې پاکستاني چارواکي به له دې وروسته دې خبرې ته پام وکړي .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ميرمن تسنيم اسلم په دې اړه پژواک اژانس ته وويل چې تراوسه يې له افغانستان څخه کوم داسې مکتوب نه دى ترلاسه کړى .
هغې زياته کړه: (( کله چې موږ ته په دې اړه مکتوب راشي، له هغه وروسته به رسمي عکس العمل ښکاره کړو . ))
سرمحقق حبيب الله رفيع ،دافغان واکمنيو ياد شوي نومونه که څه هم د سيمې ګډ مشاهير وبلل ، خو زياته يې کړه چې له دغو نومونو بايد نا سمه استفاد ه ونشي .
زبير بابکرخېل او وحيد رحماني[/code:1:4756d26a9f]

راځئ داموضوع يوڅه توده كړو
كه څوك دنوموړى وزير مخالف اندلرى لطفا په منطقى تو ګه دى دهغه اند
رد كړى زما په اند موضوع جالبه ده او مهمه هم ده خو كاش چى په منطقى تو ګه
يي پر مخ بوځو


Anonymous
23.02.2006

دروند زرملوال صاحب او ګرانو لوستونکو ته له سلام وروسته :

١ ـ په راتلونکي عيسوي کال کې د پاکستان د جوړېدلو ايله ٥٠ کله بشپړيږي، کومه تاريخي کارنامه يې نه ده کړې اوتاريخي اتل نه لري چې نوموړي توغندي پرې ونوموي .
٢ـ د پاکستان په اردو کې پښتانه صاحب منصبان مهم ر ول لري ، له دوی څخه ايوب خان د صدر مقام هم ترﻻسه کړی و. نو د اسلام پښتانه اتلان په تاريخ کې ددوی له پاره پردي نه دي او د اردو په وزنه او وياړنو کې يې اوس هم اغيز لري .
٣ ـ اسلام ساتونکي پښتانه پادشاهان په هند کې د مسمانانو د واکمنۍ ساتندويان وو، چې وروسته د پاکستان د جوړيدو سبب شو، ځکه مسلمانانو د هندو اکثريت حاکميت نشو پرځان منلی ، نو د نوموړو پښتنو پادشانو له حکومت پرته چې پر هند يې کړی، پاکستان په خپله خاوره کې د اسلامي حکومت د جوړلو وارث نشو ګڼل کيدای .
٤ـ تر ټولو ستر رول احمد شاه ابدالي لوبولی چې د پانيپټ د جګړې پر ګټلو يې د مسلمانانو حاکميت پرهند د انګليسانو تر استعماري حکومته پورې وژغوره . له دې بري پرته ښايي هندوانو تر پايه پورې پر مسلمانانو حکومت کړی وای او له پښتنو پرته چې د پلارني هيواد افغانستان سره يوځای کيدﻻی شول ، ښايي د هند مسلمانانو سره د خپلواک او بيل هيواد د رامنځته کولو مفکوره هډو پيدا شوی نه وا او که وای هم چانس به يې نه وای موندلی چې هغه پلې کړي .
٥ـ د هند په آزادۍ کې پښتنو تر هندوانو زيات رول لوبولی، چې د اسلام په نامه د ښتنو د ازادۍ د جګړو ثمره پاکستان وچشله او ځان يې داسلامي جګړ وارث وباله ، کومې چې دوی اصلأکړې هم نه وې .
دې ته وايي ښکته دپنجابيانو چالاکي چې د اسلام په نامه يې له پښتنو څخه څومره
سؤ اتفاده کړې او په پای کې يې خپله پښتون قوم په کې پر همدې نامه راښکيل کړی دی او د پښتونستان خاوره يې تری ﻻندې کړې ده .
چالاکې پورته هم د پښتنوپر ضد کيږي، چې د رهين او رهنيانو له خوا د پښتو ژبې يون ډب کوي اودپښتنو پر تاريخي برم که سترګې پټولی نشي نو هيرول خو يې غواړي غواړي . که خبره کلتوري نومونو ته شوه، لکه څنګه چې يې رهين صيب غواړي ، نو د ماقبل پښننې افغانستان باستاني دورې ايراني نومونه ور چالانول او پښتانه اتلان به يې هير ته سپارل . د غوري او ابدالي په نامه د را کټونو نومونه هم د رهين صيب دغسې هيرونکی خوب يو څه اخلالوي . دماهيانو د نيولو له پاره اصلأ اوبه نه يواځې ښکته ، بلکې له پاسه هم خړې دي !


Anonymous
23.02.2006

د پاکستان پنجابى استعمار په خپلو توغنديو د افغاني اتلانو د نومونو څخه ګڼ اړخيزه ګټې اخلي. [color=white:df373a9477]يو[/color:df373a9477] خو دا چې پاکستان دا ثابتول غواړي چې دغو افغاني اتلانو بې له جګړو نور هيڅ ندي کړي. که دوى خامخا د غزنوي، غوري او ابدالي سره مينه لري نو په دې نومونو دې پوهنتونونه يا نورې علمي ادارې جوړې کړي نو مونږ به يې ورسره ومنو. دوى په يوه علمي اداره د باچاخان نوم ايښودلو ته تيار ندي نو بيا ولې په خپلو هغو توغنديو چې په ځانګړې توګه د هند د مقابلې لپاره تيار شوي دي د افغاني اتلانو نومونه ږدي؟.
[color=white:df373a9477]بل[/color:df373a9477] دا چې په دې طريقه پنجابيان افغاني اتلان د افغانستان څخه پاکستاني کول غواړي لکه په لوي لاس چې يې د هندوستان يو ستر شاعر علامه اقبال پاکستانى او بيا پنجابى کړو. علامه اقبال په خپله شاعرۍ، فکر، نظريه او سوچ کې چيرې هم د پاکستان ذکر ندى کړى نه يې د پاکستان په نوم د داسې يو ملک د جوړېدو سوچ وړاندې کړى دى چې د تعصب او کرکې په بنياد دې جوړ شي او بيا دې ټول عمر د امريکا لپاره د بلډوزر دنده ترسره کوي. البته علامه اقبال د [color=violet:df373a9477]سب سى اچها هى هندوستان همارا[/color:df373a9477] ناره وهلې ده. لدې پرته علامه اقبال د هغه کمونيستي نظام پلوي و د کوم د له منځه وړلو لپاره چې پاکستان د امريکا تلعُمري غلامي قبوله کړه او افغانستان يې په دغه بهانه تباه و برباد کړ.
خو بيا هم زه وايم چې پاکستان په خپلو توغنديو د همدغو شخصياتو نومونه ولې نۀ ږدي چې دوى په ډېره لوي قيمت خپل کړي دي؟ لکه [size=18:df373a9477][color=brown:df373a9477]علامه اقبال ميزايل[/color:df373a9477]، [color=white:df373a9477]جناح توغندى[/color:df373a9477]، [color=red:df373a9477]ډاکټر قدير توغندى[/color:df373a9477]، [color=blue:df373a9477]بهټو توغندى[/color:df373a9477] [/size:df373a9477]او داسې نور. د علامه اقبال، جناج، قدير، بهټو او نورو په نومونو پوهتنونه او علمي ادارې جوړېږي او د غزنوي، غوري او ابدالي نومونه په توغنديو ورتپل کېږي.
که څوک وايي چې دا د افغاني شخصياتو سره د پاکستان مينه ده نو زه وايم د غزنوي، ابدالي او غوري پرته دې د نورو شخصياتو سره هم مينه وښائي کنه؟ خير دى ابدالي، غزنوي او غوري نومونه دې په توغنديو کېږدي خو د جمال الدين افغاني، بېټ نېکۀ، ميرويس نيکۀ، علامه حبيبي، وزير محمد ګل خان مومند، ملنګ جان، ګل پاچا الفت او نورو په نومونو دې يو څو پوهنتونونه، کتابتونونه او علمي ادارې هم جوړې کړي نو مونږ به يې ورسره ومنو.
نو دا د افغانستان د حکومت يو ښۀ اقدام دى چې د پاکستان څخه يې غوښتلي چې په خپلو توغنديو دې د افغاني اتلانو نومونه نۀ ږدي. پاکستان ان دې ته نۀ دى تيار چې د خوشحال خان خټک په نوم يو پوهنتون جوړ کړي يا د رحمان بابا په نوم په اسلام اباد کې يو سړک ونوموي نو ولې دې دا حق ولري چې په خپلو توغنديو د افغاني شخصياتو نومونه ږدي؟؟؟؟؟؟؟
دا دې د افغانستان د حکومت او اولس يواځې غوښتنه نۀ وي بلکې بايد چې په دې هکله سخت غبرګون وښودلاى شي او جدي اقدامات وشي.
په درناوي
abghamkhor@yahoo.com


Anonymous
23.02.2006

[color=blue:5133a6ca89]
درنو وروڼو السلام عليكم
په رښتياچى پاكستان هيڅ تاريخى كارنامه نلرى
او زموږ تاريخى كارنامى دشمير له دائرى نه وتلى دى
او په دى كى بيا دشك ځاى نشته چى كه دنن ورځى شرائطو ته
ځير شو پا كستان ډيرڅه لرى او موږ هيڅ نه لرو
اوس به دى ته ځير شو چى په دى کیسه کی زموږ له پاره ډير دروند
پيغام نغښتى دى هغه داسى چى دا توغندى پاكستانيانو جوړ كړى
دى او دپاكستانيانو ملكيت دى خو دهغو دروحى ښو او ګټورو اغيزو
له پاره يي په هغوى باندى داسى نومونه ايښى دى چى په دښمن باندى
يي له كارونى مخكى يو ډول تريخ اغيز وشندى

پاكستانيانو دومره ځواك ولاره چى قاره ويشتونكى توغندى يي جوړكړل
خو دداډول اغيز شندنى له پاره يي په خپله تاريخى پانګه كى هيڅ نه لرل
نوددى توغنديو نوم كيښودونكى ډلى به فكر كړى وى چى تاريخ خو لكه
غيرمملوكه شتمنى داسى دى راځئ دګاونډيانو(افغانانو)له غنى او بډايه
تاريخ نه يي را واخلو هغه و چى دغورى غزنوى او ابدالى درانه نومونه يي
په موكه وكارول

اوس نوزما په اند موږته خو يواځى تاريخ راپاته دى نوپه هغه بخل كول
به شايدڅومره دګټى خبره نه وى اوكه رهين صيب داخپله دعوه پسى ټينګه
كړى لومړى خو كيدى شى څه ترلاسه نكړى او كه يي ترلاسه كړى زموږله پاره
به څومره ګټه ولرى ؟

رهين صيب زموږ مشران هندى قارى ته داسلام ليږدوونكى بللى دى
كه پاكستانيان ووايي چى دا دين ليږدونه خو دتورى په زور شوى ده
اوپه اسلام كى خودجهادله پاره توره او آس ډير ستايل شوى دى نو
دجهادپه موخه بايد دا وسائل وژونكى ونه بلل شى

زه اصلا درهين صيب غوښتنى ته ډير ځكه نه خوشاليږم چى داخبره يي
دځانګړو سياسى شرائطو په اساس كړى ده اودهيواد له سرخيلانو او
مشرانو سره دخواخوږى په اساس نده رامنځته شوى ځكه داديوه نوم
په سر له يوه هيوادنه دهغه دنه كارونى غوښتونكى افغان (رهين صيب)
خو موږ ښه وينو چى دخپل هيواد له يوه زوروراوبارزاكثريت سره دهغوى
دژبى په اړه څه ډول چلن لرى ؟

تاسو وواياست كه په كابل يا دهيواد په كوم بل ښاركى يو پوهنتون جوړشي
نوايا رهين صيب به دابدالى ،وزيراكبر خان او..... نومونه ورته غوره كړى او كه
د فردوسى شيرازى او..... نومونه ؟

داراز پاكستانيانو هم ديوډول ځانګړو شرائطو په اساس دانومونه غوره كړى
دى كه نه ددوى فطرت چاته ندى مالوم ددوى ډير ليكوالان ماليدلى دى چى
همدا احمد شا ابدالى دډاكو په نامه سره يادوى

تاسو په پيښور او دپښتونخوا په نورو ښارونو كو وګرځئ اي داسى څه شته
چى دكوم پښتانه مشر په نامه دى وى يواځى په پيښور كى يو ه څلور لارى(چوك)
ده چى مخكى به خلكو دچرګانو چوك باله اوس يي دباچاخان چوك بولى خو له بده مرغه چى اوس هم هغه دچرګانود نامه حيثيت غالب دى

نو لنډه يي دا لكه a صيب چى ليكلى پښتون له بره او لره دواړو لوريو زبيښل
كيږى خو زموږ له بده شامته موږ لا دفيل په غوږ كى ويده يو .
په مينه [/color:5133a6ca89]


pattang
23.02.2006

ميلمه A سلام عليکم !
افرين زما دزړه خبرې دې ليکلې دي کور د اباد خدای پاک دې روغ لره ٠
رهين دظاهر شاه دګروپ سړې د پښتنو دکلتور غټ دښمن او دايراني کلتور استاذی دومره پليد انسان دی چې په پښتنويې نه لوريږي چې ان لا پردي يې ستايني وکړي اوتاريخي هيرشوي نومونه يې يوځل بيا دورځې خبر وګرزي٠
په څومره چالاکي سره دايران استازی دپښتنوتاريخ ته خيانت کوي او ځني خاين پښتانه چې پښتويې په دالرو خرڅه کړې ده او دکرزي په حکومت کې کار کوي درهين دکلتوري خيانتونو ملاتړ کوي ٠
که پښتنو دنني پاکستان په خاوره کې واکداري نوی کړې خو بيا به پاکستان ته
چا دداسې کار حق نوی ورکړی ٠
داچې پښتنوهلته په سلا وو کلنو واکداري کړې دی نو افتخارات نه يوازي داوسني افغانستا په خاوره بلکې په ټوله زړه دهغه وخت په خاوره کي قابل ديادېدو او ستاينې دي .
داچې تاجک خپل ملې اتل نلري اوعقدې لري ، نوداخو دپښتنوګناه ندی اودوی حق نلري چې په چالاکي او فرېب سره دپښتنوتاريخ له خاورو لاندې کړي٠

نالت د وي په چنګښ مخي کربوړي رهين او دهغه په ستمي بانډ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:aceccb81f8="A"]دروند زرملوال صاحب او ګرانو لوستونکو ته له سلام وروسته :

١ ـ په راتلونکي عيسوي کال کې د پاستان د جوړېدلو ايله ٥٠ کله بشپړيږي، کومه تاريخي کارنامه يې نه ده کړې اوتاريخي اتل نه لري چې نوموړي توغندي پرې ونوموي .
٢ـ د پاکستان په اردو کې پښتانه صاحب منصبان مهم ول لري ، له دوی څخه ايوب خان د صدر مقام هم ترﻻسه کړی و. نو د اسلام پښتانه اتلان په تاريخ کې ددوی له پاره پردي نه دي .
٣ ـ اسلام ساتونکي پښتانه پادشاهان په هند کې د مسمانانو د واکمنۍ ساتندويان وو، چې وروسته د اکستان د جوړيدو سبب شو، ځکه مسلمانانو د هندو اکثريت حاکيت نشو پرځان منلی ، نو د نوموړو پښتنو پادشانو له حکومت پرته چې پر هند يې کړی، پاکستان په خپله خاوره کې د اسلامي حکومت د جوړلو وارث نشو ګڼل کيدای .
٤ـ تر ټولو ستر رول احمد شاه ابدالي لوبولی چې د پانيپټ د جګړې پر ګټلو يې د مسلمانانو حاکميت پرهند د انګليسانو تر استعماري حکومته پورې وژغوره .
٥ـ د هند په آزادۍ ې پښتنو تر هندوانو زيات رول لوبولی، چې د اسلام په نامه د ښتنو د ازادۍ د جګړو ثمره پاکستان وچشله او ځان يې داسلامي جګړ وارث وباله ، چې دوی اصلأکړې هم نه وې .
دې ته وايي ښکته دپنجابيانو چالاکي چې د اسلام په نامه يې له پښتنو څخه څومره
سؤ اتفاده کړې او په پای کېيې خپله پښتون قوم په کې پر همدې نامه راښکيل کړی دی او د پښتونستان خاوره يې تری ﻻندې کړې ده .
چالاکې پورته هم د پښتنوپر ضد کيږي، چې د رهين او رهنيانو له خوا د پښتو ژبې يون ډب کوي اودپښتنو پر تاريخي برم که سترګې پټولی نشي نو هيرول خو يې غواړي غواړي . د غوري او ابدالي په نامه د را کټونو نومونه هم د رهين صيب دغسې هيرونکی خوب يو څه اخلالوي . دماهيانو د نيولو له پاره اصلأ اوبه نه يواځې ښکته ، بلکې له پاسه هم خړې دي ![/quote:aceccb81f8]


Anonymous
24.02.2006

که رهين د ستر شهنشاه ابدالي بابا د نامه ريشتونئ ننګه کولای، نو ولی ئی هلته غبرګون و نشود کله چی د بابا کاريکاتور په يوی کابلئ بدنامه مجله ګئ
کی د "پرهنګ" تر زنی لاندی پر پشتنو دملندو وهلو لپاره چاپ سو؟
هلته خو ئی شه خوند ورکری ؤ، زه وايم چی دا سهي ده چی پر پاکستاني توغندي د ابدالي دروند نوم ايشودل ندی سم کار، خو د رهين په "پرهنګي " خوله دا غوشتنه بيا دغه نوم ته غت سپکاوی دی٠ رهين دی د ابدالي نوم درناوی خپل د کورنئ، نژدی چاپيريال او د کار او وظيفی په چوکات کی پر ځای کري، تر ځو ئی ليژ تر لژه تنخواه خو حلاله سي!


pakistan military name,s

samander
24.02.2006

زه له پاکستان مننه ادا کوم چه زمونږ دوياړ څلې يې تازه کړل رهين خو په کابل کې پښتو نومونه ايرانې کړل لکه دانشګاه ،دادګاه فرودګاه،انيس کودک،مجلس شهروندان کابل ،وزارت فرهنګ او٠٠٠مسعود په کوم وياړ ملې اتل نومول کيږی دابدالې په ځاې ظاهرشاه د ملت بابا؟رهين چه لوړي زدهکړي ايران کې کړی دومره دپښتنو ضد ده لکه بوش او اسامه ديو او بل ښاغلې کرزی هم ورته دومره وخت ورکړی چه شکونه راولاړ کړي که رهين له پاکستان غواړي چه پو هنتون زموږ په نوم کړی خپله ولې په کابل کې دا کار نکوی هلته خو يې ړنګول پيل کړی دا سمه ده پاکستان اتلان نلری خو داتلانو په درنښت ښه پوهيږی زمونږ وياړونه خو دروسانو سره دپرو تو کولې قو مندانانو او جنرالانو په سينه زړول کيږي هيله ده کرزي صاحب نور لږ پښتون شې وسلام سمندر


کټوازی
26.02.2006

.... ګرانو او درنو لوستونکو ،
اسلام عليکم ،
ښاغلي هيواد افغان پخپله ليکنه کې خورا رزښتمنې خبرې هم کړې دي ، خو داچې ليکنه يي يو اړخيزه ده ، ياني لکه د ښاغلي استاز{ A }غوندې يي د رهين او نورو ايراني مزدورانو د زړۀ دنيا ته لار نه ده موندلې ، او هغه څۀ چې رهين او دهغۀ ملګري يي له دې لارې لاس ته راوړل غواړې ،بېخي له پامه غورځولي ،
د رهين د نوموړې غوښتنې پۀ هکله ، چې د افغانستان د ملت او دولت پۀ استازيتوب يې له پاکستانه کړې ، بايد يوازې دومره ووايم ، [color=white:f76bf61092]چې ښار وران شي نو شادوګان هم پۀ کې لوټې وولي ![/color:f76bf61092]
هو ! پاکستان هم که پۀ رښتيا افغاني اتلان ، مسلمان اتلان بولي ،او پردې بنسټ ځانته حق ورکوي ، چې ګواکې دا د ټولې اسلامي نړۍ اتلان دي ،(او دا رښتيا هم دي ) ځکه يي خپل ميزايل پۀ نوموړو وياړلو نومونو نومولي !
نو بيا بايد نه يوازې چې ، جنګي وسايل پۀ ياد سوو نومونو ونوموي ، بلکې خپلې لوړې علمي ادارې او موسسې هم بايد د ابدالي ، غزنوي ،غوري ،او نورو پۀ نامۀ کړي ،ځکه چې نوموړي افغاني اتلان نه يوازې چې جنګي اتلان وو بلکې هر يو يې د علم پوهې او تمدن کور يادېږي ،او دتاريخ پاڼې پرې وياړي ،
که موږ د پاکستان تعليمي نصاب وګورو ، نو د افغاني اتلانو له ډلې څخه ، پر ته له سيد جمال الدين افغان رحمته الله عليه ، بل نوم به پۀ کې پيدا نۀ کړو !!! چې دا پخپله د پاکستان اصلي څېره موږ ته راښيي او د اسلام تر نامۀ لاندې يي له افغان تاريخ څخه پر نوموړې غلا لوی دليل دی !!!


samander

samander
28.02.2006

ښا غلی زرملوال سلامونه هيله ده خپل ادرس دی راته ډالې کړی ضرور کار می درسره ؤ ديوۍ مو ضوع په اړوند ښاغلی داکتر صاحب ف اعظم ته می هم ليک ليږلې غواړم تا سو ته هم ،ليک می درته لکلې خو ادرس دی لټوم زما E-mail samanderdareab@yahoo.comهمدغه ډول ټول ښاغلې هر يو١سنګروال٢مجاوراحمد زيار٣داؤد جنبش٤سيدخليل الله هاشميان٥ډاکترحسن کاکړ٦نبی مصداق٧محمدداود يار٨فضل ربی زيرکيار٩عمر خطاب١٠محمد نزيربشارت١١شهرت ننګيال١٢نعيم مصطفی١٣حبيب الله رفيع١٤اسمعيل يون١٥محمدحسن ولسمل١٦صالح محمد صالح١٧استاد عبدالرسول سياف١٨محمداصف صميم١٩قتيل خوګياڼی٢٠عبدلقيوم مومند٢١محمدزمان مزمل٢٢احمدشاه هوتکی٢٣ډاکترنثاراحمدصمد٢٤عبدالخالق رشيد٢٥زرين انځور٢٦عبدالمحمد مموزی٢٧امام الدين ساپی٢٨حضرت صبغت الله مجددی٢٩شيرين ګرديوال٣٠قريب الرحمن سعيد٣١رسول امين٣٢محمد عثمان روستار تره کی٣٣ډاکتر محمد حليم تنوير٣٤ډاکتر محمد ظا هر٣٥حميدالله امين٣٦شبيراحمد ٣٧ډاکترمحمد ظاهر٣٨زبير شفيقی٣٩سلطان محمود صلاح٤٠جنرال عبدالقيوم کوچی٤٢محمد داؤد عا بدی٤٣قطب الدين هلال٤٤واحيدالله سباوون٤٥نور له فکر وروسته،ددوی پتې ياد اړيکو نمبرې زماهيله ده اوکه دا ليست يې پخپله تر نظره شه ما ته دی په دی پتو راډالۍ کړی منندوې به مو يم،E-mail samanderdareab@yahoo.com.uk٢ahmadziazrawal@yahoo.com.ukچه کله مې ليک درته ورسيد له موضوع به اګاه شی،نيکمرغه ووسی


Anonymous
28.02.2006

شاغلى سمندر صيب سلام
سمندرصيب ګومان كوم كوم زما ادرس به ضرورى نه وى
اوشونى ده چى زما په اړه تيروتى وى ځكه زه هغه مشهور
زرملوال نه يم بلكى زه يو نوم وركى يم او نسبة په عمر هم كشريم
مننه


thanks

samander
01.03.2006

مننه چه ځواب دی راکړ زه به هم خپل کا ر پسی وګر ځم نيکمرغه ژوند درته غواړم وسلام


Re: samander

Anonymous
01.03.2006

سمندره وروره !
دا يو څو نومونه خو سم دې او ولا چې ډير خو دخټاسکې هم په خپل لست کې نيولي
دي ، دا خټاسکي خوشې نارې وهي خو چې ځای يې راشي له خپلو ګټو ولاکه د پښتو لپاره تېر شي٠
تجربه کار ميلمه

[quote:fff79ba34b="samander"]ښا غلی زرملوال سلامونه هيله ده خپل ادرس دی راته ډالې کړی ضرور کار می درسره ؤ ديوۍ مو ضوع په اړوند ښاغلی داکتر صاحب ف اعظم ته می هم ليک ليږلې غواړم تا سو ته هم ،ليک می درته لکلې خو ادرس دی لټوم زما E-mail samanderdareab@yahoo.comهمدغه ډول ټول ښاغلې هر يو١سنګروال٢مجاوراحمد زيار٣داؤد جنبش٤سيدخليل الله هاشميان٥ډاکترحسن کاکړ٦نبی مصداق٧محمدداود يار٨فضل ربی زيرکيار٩عمر خطاب١٠محمد نزيربشارت١١شهرت ننګيال١٢نعيم مصطفی١٣حبيب الله رفيع١٤اسمعيل يون١٥محمدحسن ولسمل١٦صالح محمد صالح١٧استاد عبدالرسول سياف١٨محمداصف صميم١٩قتيل خوګياڼی٢٠عبدلقيوم مومند٢١محمدزمان مزمل٢٢احمدشاه هوتکی٢٣ډاکترنثاراحمدصمد٢٤عبدالخالق رشيد٢٥زرين انځور٢٦عبدالمحمد مموزی٢٧امام الدين ساپی٢٨حضرت صبغت الله مجددی٢٩شيرين ګرديوال٣٠قريب الرحمن سعيد٣١رسول امين٣٢محمد عثمان روستار تره کی٣٣ډاکتر محمد حليم تنوير٣٤ډاکتر محمد ظا هر٣٥حميدالله امين٣٦شبيراحمد ٣٧ډاکترمحمد ظاهر٣٨زبير شفيقی٣٩سلطان محمود صلاح٤٠جنرال عبدالقيوم کوچی٤٢محمد داؤد عا بدی٤٣قطب الدين هلال٤٤واحيدالله سباوون٤٥نور له فکر وروسته،ددوی پتې ياد اړيکو نمبرې زماهيله ده اوکه دا ليست يې پخپله تر نظره شه ما ته دی په دی پتو راډالۍ کړی منندوې به مو يم،E-mail samanderdareab@yahoo.com.uk٢ahmadziazrawal@yahoo.com.ukچه کله مې ليک درته ورسيد له موضوع به اګاه شی،نيکمرغه ووسی[/quote:fff79ba34b]


Anonymous
01.03.2006

[color=darkblue:5f40239941]سلامونه اودرناوي ټولو لوستونکو ته !
که څه هم چې موضوع په پای کې دخپلی اصلي Runwayڅخه وتلې خوپېل يې ډيرپه زړه پورې دی . يوخوموضوع جالبه ده اوبل ډېره ښه ددلايلو اومنطق په رڼاکې بحث پرې شوی چې شخصأ زه لازمه نه ګڼم پدې باب نورې خبرې وکړم چې أياپاکستانيانوسم کار کړی که ناسم ، ياداچې په اعتراض نيولو سره رهين صاحب پرځای يابې ځايه خبره کړې !
زه ډېرمعمولي دموضوع څخه لرې کيږم خوبيرته ورته راګرځم !
دپاکستان لخوا په خپلو توغنديو باندې دافغاني تاريخي اشخاصونومونو ايښودلو باندې ،رهين صاحب خپل اعتراض سره غوښتل داوښيي چې دی دخپلې دندې له مخې څومره افغاني تاريخي اوفرهنګي ميراثونو ته وفاداردی . دوخت په لږ توپيرسره وزيرصاحب افغان ټلويزيون تورنوي چې اسلامي ضدصحنې خپروي اوهغه څيړونکي کميسيون اوبياڅارنوالۍ ته معرفي کوي اوپدې ډول وزيرصاحب غواړي ثابته کړي چې څومره اسلامي ارزښتونو ته وفاداردی اودهغوی لپاره هلې ځلې کوي .
په همدغسې وختونو کې هم په داخل کې دوزير صاحب ترلاس لاندې رسنۍ اوهم کورنۍ اوبهرنۍ دوزيرصاحب مرستيالو رسنېو دې دواړو مسلو ته دومره باد ورکړ چې هغه يې دوزيرصاحب دغټوکارنامو په حيث ډيرې وتلې اوبرجسته کړې . که لږ ښه دغو پېښو ته دقيق شو نو پوه به شو چې دا دخپل قدرت ( دډله ايزو رسنيو ځواک ) څخه په استفادې يوه لوېه سياسي لوبه ده او يواځې څو ورځې وړاندې ، دپارلمان لخوا دکابينې داعتماد رايو ترلاسه کولو څخه ترسره کيږي چې په دې مطبوعاتي رمباړو سره دپارلمان دغړو نظر ته دځان په ګټه بدلون ورکړي ....................
واېي چې :
عاقلان خپل غم ړومبی کا ......................جاهلان اخر هی هی کا
(( که پاکستان په توغنديو زموږ داتلانو نومونه ږدي نو داخو مني چې دااتلان افغانان دي .رهين صاحب ولې ايران ته نه وايي چې پر سيدجمال الدين افغان دخپلې دعوا څخه تېر شي اوهغو ته رسمي ليک ولې نه ليږي چې سيدجمال افغان او دافغانستان دی ؟؟؟؟؟؟؟؟
دطلوع ټلويزيون هم پخوا اوهم اوس هره ورځ داسې صحنې خپروي چې هم داسلامي او هم افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې راځي ، وزير صاحب ولی غلی دی ؟؟ [/color:5f40239941]


Anonymous
05.03.2006

زه غوارم محبوب شينواری ته ووايم چه ته حق په جانب نه يی وروره ! جناب رهين صاحب يو لوی عالم شخصيت دی هغه خپل وزارت په دوره کی ديرخدمتونه وکرل اودهمدغه خدمتونو له وجه به پارلمان خامخا هغه نه يوازی پاس کری بلکه ديره ستاينه اوتقديربه يی هم وکری .
شينواری سخه زماداتپوس دی چه دی هروخت دپشتوژبی دپايمال کيدو چغی وهی ،ايادادقانون اساسی سره تکرنه خوری ؟ اياپدی دول وحدت ملی ته زيان نه رسيژی ؟
تاسی بايد خپلومقالوکی دژبو مسلی سخه تير شی ، دی سره زموژ مشکلات نه حليژي بلکه لابه هم پسی زياد شی .


Anonymous
06.03.2006

[color=darkblue:473aea7d53]ښاغلی وحيدبغلاني وروره سلام !
ستاسې دخبرومطابق تاسوته ځواب ويلوسره به موږ ډيردموضوع څخه ليري شوځکه نو زه ددې کار څخه ډډه کوم . درهين صاحب پارلمان څخه داعتماداخيستل به په خپل وخت معلوم شي ، اوهغه ته داعتمادرای ورکولو سره به داهم معلومه شي چي زموږ ولسي جرګه څومره وړتېااوڅومره ځواک لري .
دپښتوژبې دترپښولاندې شوو حقوقودترلاسه کولو لپاره زه هم دډېرونورو ويښوپښتنو په ډول زه هم خپل حق اوبلکه خپل دنده اومسئوليت ګڼم .په تېرو وختونو کې موږ پښتنو ياکه سپينه يې ووايم زموږ په نوم مشرانو دپښتنو ټول ژبني حقوق واخيستل او دملي وحدت دټينګولو په نوم نورو ته ډالۍ کړل خو دې کار سره نه يواځې داچې ملي وحدت رامينځ ته نشو بلکه نن ځينو ډلو ټپلودپښتو دنوم نښان ورکولو پسې راخيستې ده .له بده مرغه چې دغه ټولې هڅې ديو بل دپښتنو لخوا ټاکل شوي مشر ( ښاغلي کرزي ) ترسيوري لاندې روانې دي .زما په اند زموږ هېواد کې به پدې ډول هيڅ وخت ملي وحدت رانشي که موږ يو بل او ديوبل حقوقو ته احترام ونکړو ، په نورو سترګې پټې کړو اوهرڅه دځان لپاره وغواړو .
زما ليکنې هيڅ وخت نه خو دملي وحدت سره په ټکر کې دي او نه هم داساسي قانون پرخلاف ، ځکه نو دچا دمنفي غبرګون او ناخوښۍ هيڅ پروا نلرم . او ګرانه وروره که تاسره دملي وحدت اوداساسي قانون پرضد ليکنې پکار وي نو مهرباني وکړه أريايې وبسايټ ته لاړ شه هلته به ډيرې دغه ډول ليکنې پېدا کړې ، په ځانګړې توګه دښاغلي بشيربغلاني په نوم ديوشخص ليکنې . مهرباني وکړه اوهغه ته خپل پورتني نصيحتونه ورواوروه !
په درناوي![/color:473aea7d53]


Anonymous
06.03.2006

[quote:034799066d="محبوب شينواری"][color=darkblue:034799066d]ښاغلی وحيدبغلاني وروره سلام !
ستاسې دخبرومطابق، تاسوته ځواب ويلوسره به موږ ډيردموضوع څخه ليري شو،ځکه نو زه ددې کار څخه ډډه کوم . درهين صاحب پارلمان څخه داعتماداخيستل به په خپل وخت معلوم شي ، اوهغه ته داعتمادرای ورکولو سره به داهم معلومه شي چي زموږ ولسي جرګه څومره وړتېااوڅومره ځواک لري .
دپښتوژبې دترپښولاندې شوو حقوقوترلاسه کول، دډېرونورو ويښوپښتنو په ډول زه هم خپل حق اوبلکه خپل دنده اومسئوليت ګڼم .په تېرو وختونو کې موږ پښتنو ياکه سپينه يې ووايم زموږ په نوم مشرانو دپښتنو ټول ژبني حقوق واخيستل او دملي وحدت دټينګولو په نوم يې نورو ته ډالۍ کړل خو دې کار سره نه يواځې داچې ملي وحدت رامينځ ته نشو بلکه نن ځينو ډلو ټپلودپښتو دنوم نښان ورکولو پسې هم راخيستې ده .له بده مرغه چې دغه ټولې هڅې ديو بل، دپښتنو لخوا ټاکل شوي مشر ( ښاغلي کرزي ) ترسيوري لاندې روانې دي .زما په اند زموږ هېواد کې به پدې ډول هيڅ وخت ملي وحدت رانشي که موږ يو بل ،او ديوبل حقوقو ته احترام ونکړو ، په نورو سترګې پټې کړو اوهرڅه دځان لپاره وغواړو .
زما ليکنې هيڅ وخت نه خو دملي وحدت سره په ټکر کې دي او نه هم داساسي قانون پرخلاف ، ځکه نو دچا دمنفي غبرګون او ناخوښۍ هيڅ پروا نلرم . او ګرانه وروره که مو دملي وحدت اوداساسي قانون پرضد ليکنې پکار وي نو مهرباني وکړه أريايې ويبسايټ ته لاړ شئ هلته به ډيرې دغه ډول ليکنې پېدا کړې ، په ځانګړې توګه دښاغلي بشيربغلاني په نوم ديوشخص ليکنې . مهرباني وکړه اوخپل نصيحتونه هغه ته ځ ورواوروه !
په درناوي![/color:034799066d][/quote:034799066d]


Anonymous
06.03.2006

ښاغلولوستونکو!
دډېرکم وخت درلودلو اوتادۍ له امله مې دهمدې موضوع په باب لومړۍ پاڼې په پای کې بغلاني ورور ته دځواب په وخت يوه اندازه تېروتنې کړي چې ستاسولخوا دبخښنې هيله مند يم . که څه هم چې وروسته مې سمون راوسته خوهغه په پورتني شکل راکاپي شو . له پاملرنې مو ډيره مننه !!


Anonymous
07.03.2006

شينواری صاحب به هرحال حق به جانب نيستی ، جناب رهين صاحب ازجمله چندوزيرلايق ودانسته کابينه کرزای هستند،ومن ميدانم که علت کينه شما اقايان باجناب وزير صاحب اينست که اوتاجک هست ونه پشتون . من که يکروز هم دراين سايت غيبت يک وزير پشتون رانشنيديم به جز از رهين صاحب ، فهيم صاحب وامثال انان . مثلا شماچرانمی نويسيد که جناب احدی صاحب دراين اواخر دروزارت ماليه چه حال رابرپانموده هست ، او از تمام پست های بلنداين وزارت اشخاص از اقوام غيرپشتون را رانده بجايش پشتونهای افغان ملتی خودرا جابجا ميکند ، ايا اين کار قابل تائيدشماست ؟


Anonymous
07.03.2006

بيادرم محترم وحيد بغلانى صيب سلام

بيادرم بغلانى اين ګپ شما والله بيخى يومخ غلط اس
چراكى ما خو از كرزى نيولى تا يك چپړاسيګك غيبت
همه را درين سايت نشر ونويشته كرده ايم
ما تاجك هم خپل ورور ميشمارم وپښتون هم

فارسى والله خوب ياد نه داريم معذرت ما را قبول بفرمائيد


Anonymous
08.03.2006

بغلانيه د دغې كلي بند دفاع مه كوه!
رهين په خداى كه نه تاجك وي او نه پښتون، هغه يو سيد دى چې پلرونو يې له افغانانو شكرانې خوړي او دې يې په نره وياړونه سپكوي.
رهين همغه د لستوڼي مار دى چې د ظاهرشاه له نامه بده استفاده كوي اوهغه ته هم دومره وفادارنه دى.
رهين داسې يو بدمرغه انسان دى چې نه د تاجكو خوښېږي، نه د هزاره وو او نه د پښتنو.
د ده په اړه مې له ازبكوورڼو څه نه دي اوريدلي خو نور د هيچا هم نه خوښېږي.
او دا ځكه چې خاين دى او خاين د هيچاهم نه خوښېږي.


Anonymous
08.03.2006

[color=darkblue:73065c90bd]جناب وحيد بغلاني صاحب بياهم زماسلامونه ومنه !
محترمه وروره ! متاسفانه که خودت به حقايق وفاکت های که من قبلأ ذکر کردم چندان توجه نکرده ونه هم به اصل موضوع چندان دلچسپی نشان ميدهی ومعلوم ميشود که هدفت صرف وصرف تحريک خوانندګان هست . بهرحال بايد بګويم که اين ګفته ات خيلې از واقعيت دور هست که ګويا درټول افغان فقط اشخاص بلند پاېه دولت که به اقوام غيرپشتون تعلق دارندکوبيده ميشوند وپشتونها ازاعتراضات مصئون اند . اګر مطالب ټول افغان را به درستی مطالعه کنيد خواهيد ديد که دراين سايت ولسمشر ماکرزی صاحب بيشترازديګران مورد انتقاد قرار ګرفته اند . هيچ پشتون ، شخصا درمقابل جناب رهين صاحب کدام بدبينی يی ندارند ، مااګر ګيله ای ازجناب ايشان داريم دراثر پاليسۍ غيرقانونی وزارت انجناب هست که بازهم ګيله يی ما نه از روی احساسات بلکه روی حقايق استوار هست :
_ زيرپاشدن حقوق پذيرفته شده زبان پښتو در دوران وزارت داری رهين صاحب
_رويه تعصب اميز اين وزارت با فرهنګيان پښتون
_زير پاشدن يا بهتر بګويم زير پا کردن ترمينالوژي ملي وبه عوض أن رواج کردن ترمينالوژي يک مملکت همسايه
…..وچيزهای ديګر ازاين قبيل که باعث قهر وغصه پښتونها ګرديده ، من به نماينده ګی از اکثريت پښتونها به شما وعده ميدهم روزی که رهين صاحب راه قانون رابګيرند واز تعصب دست بکشند همانروز اعتراضات پښتونها نيز ختم خواهد شد و جناب ايشان با احترامات زياد مواجه خواهند شد . واين به سبب که پښتونها با وزير صاحب هيچ خصومت شخصی ندارند.
اما درصورتيکه رويه وزير صاحب ، وزارت او و ادارات تحت قومانده او چنين متعصبانه باشد ، قوای اجراييه هم اورا به سبب اعمال غيرقانونيش مورد بازپرس قرار ندهد ، پس مطمئنا اين حق رابه ما ميدهی که به خاطر حقوق خويش صدای اعتراض خودرا بالا کنيم …
تاريخ 30 سال اخير کشور ما اينرا ثابت ساخت که پښتونها درافغانستان يګانه قوم هست که نه پشت قوميت بلکه پشت اصليت ميروند . اګر کمې روی کلمات من تعمق کنيد واقعيت رادر ان حتمأ درک مينماييد .[/color:73065c90bd]نابغه [color=indigo:73065c90bd]پښتونها خوشال خان خټک ميګويد :
چې نشه داستبداد لري په سر کې
ماته يو دی که مغل دی که افغان
و من هم نظر به حالات امروز ميخواهم بګويم که :
چې زما دپښتوژبې دښمنان دي
ماته يودی که رهين که ظاهرشا[/color:73065c90bd]


م ن غروال
08.03.2006

محترم شينواری صاحب!
که څه هم پر تاسو اړه لري خو په پاړسۍ ليکل چې هر چيرته وي د پښتون لپاره، زه مناسب ځکه نه بولم چې د پښتو ژبه خورا بده زيانمنه کيږي٠
څوک که زمونږ په پښتو نه پوهيږي ژباړن دې پيدا کړي٠
[color=red:99670b1ec1]او رهين د پښتنو او د پښتو ژبې يو معتصب وزير دي چې بايد ورڅخه قانوني پوښتنه وشي٠[/color:99670b1ec1] د دا ډول کثيفو څېرو له برکته دانشګاه او وغيره مرداری هم راپيدا شوې چې هدف د ايراني ژبې حقوق غوښتل په افغانستان کي دي٠
خير! د اوسني نظام بار ډير کوږ دي، الله تعالی دې خير کړي٠
په درناوې
محمد نادر غروال


Anonymous
09.03.2006

سلام به همه عزيزان !
واقعيت رابخواهيد بنده درمقابل زبان پشتوهيچ تعصب نداشته وانرامانند زبان خودم دوست دارم . دوستان وخويشان درقوم پشتون دارم ، بناأ نميتوانم وبه خود حق هم نميدهم که مخالف لسان انها ويا انها باشم . بدبختانه أنقدر تلقين مشکل بودن پشتو برايم شده که هرچه کوشش ميکنم نميتوانم برأن حاکميت پيدا کنم ، بااين همه ، ميتوانم کم وتم تکلم کنم وتاجای خوانده هم ميتوانم . بعض وقت ها درسايت های فارسی وقت بعضی از برادران جاهل برضد لسان پشتو مطالب مينويسند ، خدا شاهد هست که باانها جر وبحث کرده و تاحد دو ودشنام پيش ميرويم . به همين سان نميتوانم با نظريات جناب غروال صاحب موافق باشم که مخالف لسان دری هستند و خاطرنشان ميسازند که نوشتن دری به ضرر لسان پشتوهست . من کاملأ مخالف اين نظر ايشان هستم . به نظرمن بايد درتمام سايت های افغانی ومنجمله تول افغان ، پشتو ودری وجود داشته باشد ، که اين خود به سايت ها هويت افغانی ميدهد . يک چيز که ميخواهم وتمنادارم کس از حرفم نرنجد : فارسی زبان ها طبيعتأ وذاتأ به لسان خود علاقه دارند ،به أن عشق ميورزند ، به أن خدمت ميکنند واز خرف زدن به أن نميشرمند ، أنرا درهرجای ممکن رواج ميدهند . ممکن مبالغه نباشد که همين علاقه طبيعی فارسی زبان هابه يکعده ازپشتونها نيز سرايت کرده وميخواهند که انرا دربين خود رواج دهند ، که کار بسيار مشکل به نظر ميرسد زيرا پشتونهانه طبيعتأ به لسان خود علاقه دارند ، نه درباره اهميت لسان چيز ميدانند ونه هم برای بيدار کردن انها کدام کار صورت ميپذيرد .
اينرانيز بايد يادأورشوم که بعض دوستان مانند شينواری صاحب وغيره که فرياد حقوق قانونی لسان پشتو راسرداده اند چرا درمقابل غروال صاحب خاموش اند وبه او يادأوری نميکند که دری نيز درقانون اساسی ،که ازطرف ملت افغانستان تصويب شده به حيث يک لسان رسمی دولت پذيرفته شده ؟ ايا ادعا وی درباره اينکه نبايد به دری درسايت جای داده شود عادلانه هست ؟

درباره رهين صاحب بازهم تکرار ميکنم : او يک شخص دانسته ، عالم و بااتوريته هستند که درغيراينصورت محترم کرزای صاحب اورا به اين پست مقرر نميکردند .


Anonymous
10.03.2006

[color=darkblue:47d5e1c974]ښاغلی غروال صاحب سلامونه اودرناوي !
ځيني واقعيتونه ډېر ترخه وي ، اوکه دا ترخه واقعيتونه موږ سره تړاو ولري نو زما په اند په هغو باندې دسترګو پټولو پرځای به ښه وي، که هغه ومنو . په واقعيت باندې سترګې پټولو سره ،له بده مرغه چې واقعيت نه بدليږي .
داسمه ده چې زموږ په مهربانه قانون کې دوه ژبې رسمي ګڼل شوي ،خو که دجزئياتو پسې ونګرځو ، نو تريخ واقعيت دلته دی چې عملأ ، يواځې يوه رسمي ژبه لرو ، اودارسمي ژبه لکه غټانو اوماشومانو ټولو ته چې څرګنده ده ، دري ده . زموږ دپښتنو لويه اولومړې درجه ستونزه همدغه ، زموږ ژبې ته دعمل په ډګر کې دقانون له مخې خپله ونډه نه ورکول دي . څنګه داستونزه راپېدا شوی ؟
زما په اند د ښاغلي ظاهر شاه په دوران کې څنګه چې پښتو دشاهي خاندان ژبه نه وه ، ځکه نو هغه د پامه ولويده اوپه سپکه سترګه ورته وکتل شول . دهمغه مهاله رانيولې بيا دجناب کرزي صاحب تردورې او دده ددورې په اوږدو کې پښتوژبې ته داسپکاوی دوام لري . په ځينو دورو کې خو هغې ته دسپکاوي ترڅنګ دهغې دنابودولو هڅې هم شوي . په کابل اودهيواد په شمال کې دسلهاو زره پښتنو څخه په مورنۍ ژبه دزده کړې حق اخستل شوی چې داپه خپل ذات دپښتوژبې دنابودۍ يوه هڅه ګڼلی شو . دهيواد ترټولو مهم ښارکابل په شمول دهيواد په ډېرشمير نورو ښارونو کې يواځنې کاريدونکې ژبه دري ده ، حتی په ډيرو پښتني ولاياتو کې هم . په دې ټوله موده کې دکابل حکومت ته راغلو پښتنو مشرانو هم دظاهر شاه په پل پل ايښی او پښتو ژبې ته يې دهغې دمقام په ورحاصلولو کې نه يواځې کوم کار ندی کړی بلکه خپله هم دهغې پاليسۍ يوه برخه ګرځيدلي چې پښتو له پامه غورځوي . ددې ټولو ناخوالو سره دپښتو ژبې سره هم دپښتنو اوهم دغيرپښتنولخوا دپرديتوب اوهغې څخه دانکار يو کلتور مينځ ته راغلی او نيلې يې خښې کړي .همدغه اوس که ښه متوجه شو ، کرزی صاحب ، دهغه دکابينې پښتانه وزيران ، د حکومت پښتانه کارکونکي او اوس د ولسي اومشرانو جرګې پښتانه وکيلان دغه کلتور ته عملأ تسليم ښکاري اودهغې پربنسټ ډيرې وخت په دري خبرې کوي . داخوزموږ مشران شول ، زموږ هغه نور عام پښتانه وروڼه ، که کليوال دي ياهم ښاريان ديو (چطور هستي ؟) په اوريدلو سره سمدستي دخپلې ژبې څخه انکاريان شي ،او خپله ژبه دنورو درضا لپاره په ډيره خوښۍ او وياړ لکه د قربانۍ پسه ، دچړې لاندې ونيسي ! نتيجه دا چې هم په لوړو دولتي کړيو کې اوهم په عامه ټولنه کې زموږ پښتانه عملأ ددې مخه نيسي چې څوک دې پښتوزده کړي او يا خو دې دهغوې دزده کولو اړتيا احساس کړي !!!!!!!!
په موجودو اساسي قانونونو کې تل پښتوژبه ديوې رسمي اوحتې ملي ژبې په حيث منل شوې وه ، خوددې ژبې د ودې او دودولو لپاره هيڅکله هم داسې څه نه وو چې غيرپښتانه يې هڅولی وی او يايې مکلف ګڼلی وي چې لازمه ده پښتو زده کړي . دې ټولو ترخو واقعياتو په توجه موږ دا حق ځانته نشو ورکولی چې نور ورټو چې ولې يې پښتو نده زده . دولې ځواب يې دادې چې موږ او زموږ مشرانو ندي غوښتي چې نور اقليتونه پښتو زده کړي . اوهغوی ته هم داسې اړتيا نه په ټولنه او نه هم په حکومت کې احساس شوې . ډېرو پښتنو ځکه دري زده کړې چې پوهيدل که دري يې نه وي زده نو يو دفتر ته هم نشي ورتلای . که په رسمياتو کې بې د پښتو ژبې له زده کړې څخه اقليتونو ته هم څه ستونزې وی نوهغوي به خامخا دپښتو زده کړې ته ملاتړلی وي . شخصأ ما پيښور ، کوټې ، خوست او هلمند کې ډير داسې تاجکان ، ازبکان او هزارګان ليدلي چې په ډيری اسانۍ سره په پښتو خبرې کوي . ځکه چې هغوي اړتيا احساس کړې.
په ښکته سطحو کې دپښتو يادري په نه ليکلو موږ هيڅ ځای ته هم نه رسېږو اودې سره يواځې کينې زياتيږي اوبس . موږ ټول بايد په هر ډول چې کولی شو په حکومت ترهغه فشار راوړو ترڅو پښتو ژبې ته خپل مناسب حقوق ورکړي اودهغې ملاتړ ته ملا وتړي . کله چې پښتو په رسمياتو کې خپل اصل ځای ونيوه نورې خبرې بيا اسانې دي .
غروال صاحب!زه خپله هم دپښتو ژبې دپرمختګ ډير هيله من يم _ او په همدغه هيله کله ناکله په دري هم ليکل کوم ((که ستاسې مطلب په فارسي ژبه د ليکنو څخه زما هغه مضمون وي ،چې کابل کې پښتنوماشومانوته په مورنۍ ژبه دزده کړو په باب مې په ټول افغان کې ايښی و!)). خويوه خبره چې مهمه ده، که زه په دري ليکل کوم هم نو ليکنه به مې دپښتو ژبې اودپښتنو دحقوقو لپاره وي . او زه فکر کوم دومره مهمې خبرې پدې ارزي چې په نورو ژبو هم وليکل شي ، او نور خلک هم زموږ دهيلو ، غوښتنو او هدفونو په باب پوه او خبر شي !
تاسو،او ټولو ته ،په ډير درنښت
بخښنه غواړم ددومره اوږدې ليکنې نيت مې په پېل کې نه و.
ت . محبوب شينواری [/color:47d5e1c974]


م ن غروال
10.03.2006

محترم شينواری صاحب تر سلامو وروسته!
ستاسو له مفصلې ليکنې د زړه له کومې مننه کوم او زما هدف هم هماغه دي چې تاسو خپلې ليکنې کي ورته ګوته نېولې ده٠ واقعيت دا دي که مونږه خپله ، خپله د پښتو ژبه په پښو ونه درؤ فکر کوم د وخت په تېريدو به له منځه لاړه شي٠
د داسي يوه بنسټ د پلي کولو لپاره بايد هر پښتون، هم په پښتو خبرې وکړي او هم په پښتو بايد چې ليکل وکړي٠ او که بعضو افغاني تاجکانو ته دا تعصب وي او يا هم کوم خيانت!، نو پريږدئ چې د خپلې ژبې د ودې او اهميت ورکولو په خاطر خاين او معتصب ونومول شو٠
[color=red:1dc742e62e]او ښاغلی بغلاني! [/color:1dc742e62e]
[color=white:1dc742e62e]دري خوږه نرمه او خوندوره او راته ګرانه ژبه ده او هر افغانی تاجک چې مسلمان وي او ملې يووالی ورته د سمت او طرف په تناسب ارزښت ولري زما لپاره هغه ،هماغه ورور دي ، کوم چې يو پښتون دي٠ په پښتو ليکل او پښتانه خپلې ژبې ته هڅول، نه تعصب دي او نه هم کومه کرکه! او ددري يا فارسي ژبې سره د تعصب په هکله مطمئن اووسی چې بنده انشأالله تعالی ورڅخه په امن کي دي٠
خو رهين جان صاحب د وزارت لياقت خو څه، چې په افغانستان کي داسي ککړ او پردې هويته ملې زيانمن کوونکی به حتی چې د اوسيدلو اجازه هم ونلري٠
او کرزی صاحب؟
نو کرزی صاحب خو دوستم او بشير بغلاني هم په خپله حکومتي خونه کي لري نو معنی خو دا نشوه چې د کرزي صاحب کار (نعوذ باالله) څه آيت د قرأن شو چې ده رهين مقرر کړی دي نو حتمې ده چې ښه سړی به وي!
[/color:1dc742e62e]په درناوې
محمد نادر غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more