د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
27.12.2005

انګار صيب تل سوزنده او سور اوسې ! خاورې مه شې .بحث خو په کره پښتو راګرځيدلی دی . ته لکه چې غواړې موږ بيرته د شپون صيب د شخصيت را سپړلو ته بوځې . شخصيت يې په تيرو ليکنو کې ښه روښانه شوی او دا هم په يو ځای کې ليکل شوي چې خوارکی کابل ته د غټې څوکۍ له پاره راغلی وخو دلته په څو مياشتو کې ډير ښه وتلل شواو غريب ته څوکيداري هم ورنه کړل شوه نو ځکه يې پښې سپکې کړې او بيرته يې واشنګټن ته منډې کړې چې هلته عريضه وکړي او د خپلو حقوقو د اعادې له پاره هلې ځلې وکړي .


Anonymous
27.12.2005

سلامونه وروره!
ترکومه ځايه چې زه خبر يم شپون صيب دمشرانوجرګې دغړيتوب پسې منډې نه دي وهلي. يوه ډېر باخبره ملګري مې راته وويل چې دوی څه موده مخکې دولسمشر يوسلاکاروزير ته ويلي وچې له فرهنګي ملګروڅخه بايد يوتن مشرانو جرګې ته وټاکل شي او دايې هم ورته ويلي وچې ملګري وايي چې ... دې وټاکل شي ،سلاکار وزيرورته ويلي وچې دغه پرېږدئ ما کرزي ته دشپون صيب په باب ويلي دي اوس چې دادبل ورور نوم ورکوم نوښه نه ده. خو کله چې کرزي صيب دمشرانوجرګې دانتصابي غړيو لست اعلان کړ يو هم پکې نه و.
په دې اساس زه دا ادعاکولای شم چې شپون ددغې څوکۍ دترلاسه کولولپاره هېڅ منډې نه دي وهلي.
يو وار بياهم هيله کوم چې دخپلوليکوالوپه قدرپوه شئ اودهغوی په شان کې ... مه ليکئ.
په ډېر درنښت
خاورې انګار


شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
27.12.2005

ياره انګاره خوږلن شې ځكه چې روغ جوړ علمي بحث ته دې لغته وركړه او بيا دې ببولالې پكې راګډې كړې .
شپون صيب په كابل كې بې كاره نه و هغه د علومواكاډيمۍ مرستيال و خو كيدى شي مشرانو جرګه ورته ښه بريښيدلې وي نو ځكه يې د هيوادمل سره سر پرې ښوځولى و خو د هيواد مل دې خداى انصاف روزي كړي چې څه يې له لاسه نه كېږي ولې خلكو سره تودې ژ منې كوي.
هيواد مل خو په ملي سرود كې ښه وتلل شو چې څومره واك لري؟
اوبل دا چې دلته دشپون صيب دمعياري پښتو په نه منلو بحث و نه د هغه په شخصيت .
مننه
ضمير صيب او نقاد صيب خپلې خبرې ته بېرته راوګرځئ باور وكړئ چې دپوهنتون په كچه بحث و
بيا هم مننه ستاسو لاروى


Anonymous
27.12.2005

لارويه وروره
د معيار او يو څه بل څه خبره کوې او تر هر څه مهم املا نه يادوې . ستا املا سمه نه ده او بيا د استاد شپون په څير کسانو پسې خبرې کوې ؟

تا پاس ليکلي دي (( نو ځكه يې د هيوادمل سره سر پرې ښوځولى و خو )) صاحبه خوځولو ته گوره او ښوځولو ته گوره ؟.

لطفآ تاسو ټول ځوانان خپل گريوان ته اول وگورئ خپله پوهه معلومه کړئ او بيا د استادانو په باب خبرو ته زړۀ ښه کړئ .


Anonymous
27.12.2005

درنو لوستونکوورڼو او په ليکنو کې ښاغلوبرخوالو سلامونه او [color=white:1919b859bf]نيکي هيلي وړاندي [/color:1919b859bf]کوم !
د ښاغلي ضمير صاحب په ليکنه [color=yellow:1919b859bf]کي چي کومي سلني وړاندي [/color:1919b859bf][color=white:1919b859bf]شويـ[/color:1919b859bf]ـــدي ، د معياري ژبې لپاره داس[color=yellow:1919b859bf]ي[/color:1919b859bf] ليد [color=white:1919b859bf]لورۍ دۍ چي لوستونکۍ [/color:1919b859bf]د خيال څخه عمل ته لنډه وي . خو ليکل يې داسي بڼه لري ،چي ګويا همدا سلنه کورټ پر ژبه تپل[color=yellow:1919b859bf]ي[/color:1919b859bf] ده ، زه غواړم دا يو ټک[color=white:1919b859bf]ي[/color:1919b859bf] ور زيات کړم چي که د سلني تر څنګ ( شا او خوا دومره ٪ )وليکل شي ښه به وي . او دا هم د يادولو وړګڼم چي د ښاغلي زيار پر ژوند دي برکت وي ، تر اوسه چي يې کوم وېيوکي را مخ ته کړيدي او يا نورو پښتنو ليکوالو دا زيار ګاللۍ دۍ او د پښتو وېيوکي د کارولو زمينه يې برابره کړيده ، او هم يې په خپلو ليکنو کي سوچه پښتو وېيوکي کاورولي دي ټوله د درنښت او ګرانښت وړ دي . زما په اند هغه پښتو وېيوکي چي دادۍ ورورو پښتو ادب ته لاره مومي له اره د پښتو ژبې وېيوکي دي . چي دلته يا هلته يې پښتانه په خپلوويناوو کي کاروي . دا هيچا له ځانه نه دي جوړ کړي ، خو يوشمير يې سوچه پښتو وېيوکي وه ، ولې ليکنو او ادبي کړيو ته يې لاره نه وه موندلې . يوشمير بيا داسي وه چي ورورو د له مينځه تلو په حال کي وه چي دا دې له نيکه مرغه زيار صاحيب او يوشمير نور د پښتو ادب سر لارودا شونې کړل چي بيا ژوند وکړي او وتوانيدل چي هغه وژغوري او د بيا کارولو لپاره يې ملا وتړي . زه يوڅو بيلګي را يادوم :
١_ بيلګه :
٢ _ ارزول :
٣ _ اړپيڅ :
٤ _ استوګنځۍ :
٥ : پاتمړي :
د نورو څخه تيريږم يوازي د پاتمړي وېيوکي چي د ښاغلي زيار صاحيب له لوري وړاندي شويدۍ ، د هغې د کاروني څو داسي جملې را يادوم چي په اولس کي د متل او يا د يوې منلي جملې په توګه کارول کيږي : د سهيلي وزيرستان سهيل لوري ته پراته يوشمير قومونه وايې : پاتمړي خو نه شوه چي بل يې يوسي ؛په کوټه او کندهار کي وايې : د پلار له کوره يې څه پاتمړي د خسر کورته يو ړل ؛ په زابل کي هم همداسي د پاتمړي وېيوکۍ د ميراث په معنی کارول کيږي ، خو چي خبره حقوقي شي ، نو بيا د ميراث وېيوکۍ په خپل توان کارول کيږي . او په دې ډول زيات نور . دا وېيوکي پخوا تر دې چي په ليکنيزو او ادبي کړيو کي خپاره شي ، اولس درلودل او هغه يې کارول ، او اوس يي هم کاروي .
يو لږ شمير داسي وېيوکي هم شته چي د فارسي - دري او يا عربي ژبي څخه کټ مټ د پښتو په وېيوکو اړول شويدي ، خو دا ډول وېيوکي يا د اصطلاح په څير راغلي دي او يا د دوو وېيوکو په يوځای کيدلو سره يې يوه معني ښودلې ده ، د بيلګي په توګه : اخځليک ، پيښليک ،پايلنيوی او داسي نور . غواړم د ې پايلي ته ځان ورسوم چي دا نيولو جيزمونه يا نيويزونه له ځانه نه دي جوړ شوي ، بلکي په اولس کي يې د ويلو او کارولو ريښې شته او د هغو پر بنسټ له سره دود شوي او يا د دوديدو په حال کي دي .
يوشمير داسي وېيوکي شته او را منځ ته کيږي او را منځته شويدي چي د اوسنۍ نړۍ د علمي او تخنيکي زور پايله ده . او دا په هره ژبه کي شته او پښتو هم د دې څخه ليري نه شي ساتل کيدلای . خو په دې لاره کي بايد هغه ارونو ته پام وشي چي د ژبي په د ننه کي شته ،په ځانګړي توګه د کمپيوتري تکنالوژۍ په برخه کي بايد زيات پام وشي . زه چي خبر يم تير کال د افغانستان د مخابراتو وزارت له لوري ښاغلي زيار صاحيب ته بلنه ورکړل شوې وه چي د کمپيتري وېيوکو لپاره په وډلو او جوړولو کي ورسره مرسته وکړي ، او زيار صاحيب هم د دريو مياشتو لپاره په کابل کي وو ، او تر دريو زره زيات وېيوکي يې وړاندي کړي او د وېيوکو د وډلو او جوړولو لاري چاري يې په کابل کي پاته ملګرو ته هم ښودلي دي ، زما هيله داده چي که د نوموړي وزارت سره دا ليک لړ بشپړ شوۍ وي ، هغه دي خپور کړي ، چي د پښتو ليکدود ټوله کارونکي ورڅخه ګټه واخلي .
پښتو ادب ته د سرمحقيق دوست شنواری ( رحمت الله عليه ) زيار او چوپړ د نه هيريدو دۍ ، د هغه مرحوم هڅي دهر پښتون لپاره د وياړ او سړلوړۍ وړ دي ، زما په اند د زيار صاحيب او شنواري صاحيب تر منځ يوه د پام وړ کرښه داده چي شنوار صاحيب په زړو متنونو او پخوانيو ډبر ليکونو کي د پښتو وېيوکو جرړي اوريښې را بر ملا کړيدي ، او د کار لورۍ يې په زياته پيمانه همدا وو ، خو زيار صاحيب په زياته اندازه د اوسنيو پښتو قامونو او قبيلو په منځ کي دکارنده وېيوکو لټون او د هغو را برملا کول دي . چي د کار لورۍ يې هم همدا دۍ .

په درنښت تر بيا
سمون
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سمې يا وې : نېکې ،هيلې، وړاندی، کې ، چې ، کومې ، سلنې ، شوې ، لوری ، دی ، لوستونکی، تپلې ، ټکی او نور


Anonymous
27.12.2005

سمون صاحبه
تاسو هم لطفآ خپله پښتو ليکل اول زده کړئ او بيا په پښتو ليکوالانو پسې خبرو ته جرئت کوئ .

تاسو تر اوسه د پنځو ياګانو په کارولو نه ياست خبر او بيا راځئ دلته د استاد شپون په باب بحث کې نورې خبرې پيدا کوئ .
دلته په دې بحث کې شامل ټول دوستان دې اول خپلو ګريوانونو کې وګوري چې دا پښتو ( معياري يا زياري يا کاموي ) ليکلی هم شئ که نه ؟

اول زده کړه بيا کوژده کړه .


Anonymous
27.12.2005

ښاغلي په لار صاحيب سلام او نيکي هيلي مي ومنه !
ګرانه وروره ! پښتانه وايي چي : خپل عيب د ولو مينځ دۍ ؛ ما خو هڅه کړېده چي د ياګانو پوره مراعات وکړم ، خو که مي چيري کومه يا( ی ) ناسمه ليکلې وي ، او يا مي هغې ته زما پام نه وي شوۍ ، دا به ښه وای ، چي تاسو را ته په ګوته کړې وای ، چي کومه ( ی ) مي سمه نه ده ليکلې .
بله خبره هم غواړم وليکم او هغه دا چي : که يې زه ونه ليکم او بيا تاسو ګران ورور زماد سمون او اصلاح لپاره وه نه ليکۍ، نو زما په اند زه به همداسي په ناسمه لار روان پاته شم ، او اصلاح به نشم . دا ده داسي ( په لار ) ورڼو دنده ګڼم چي ما هم په لار کي.
په دې هيله چي تاسو ګران ( په لار ) ورور، زما د په لار کولو په لار کي مرستندوۍ شۍ ، زه سترګي په لار يم.
په مينه
سمون


Anonymous
27.12.2005

ښاغلي په لار صاحيب سلام او نيکي هيلي مي ومنه !
ګرانه وروره ! پښتانه وايي چي : خپل عيب د ولو مينځ دۍ ؛ ما خو هڅه کړېده چي د ياګانو پوره مراعات وکړم ، خو که مي چيري کومه يا( ی ) ناسمه ليکلې وي ، او يا مي هغې ته پام نه وي شوۍ ، دا به ښه وای ، چي تاسو را ته په ګوته کړې وای ، چي کومه ( ی ) مي سمه نه ده ليکلې .
بله خبره هم غواړم وليکم او هغه دا چي : که يې زه ونه ليکم او بيا تاسو ګران ورور زماد سمون او اصلاح لپاره وه نه ليکۍ، نو زما په اند زه به همداسي په ناسمه لار روان پاته شم ، او اصلاح به نشم . دا ده داسي ( په لار ) ورڼو دنده ګڼم چي ما هم په لار کي.
په دې هيله چي تاسو ګران ( په لار ) ورور، زما د په لار کولو په لار کي مرستندوۍ شۍ ، زه سترګي په لار يم.
په مينه
سمون


نقاد
28.12.2005

ښاغلی ضمير صيب سلامونه او ښې چارې !
[quote:0d499544ec]ستا په ليکنو کې د ( وييځ ) ډير راغلی زه پوه نه شوم چې ددې جوړ شوي کلمې ريښه په څه کې ده ؟؟؟؟ ( يځ ) نه ستاسو مقصد ځای دی او که بل څه [/quote:0d499544ec]
که لسيز ، سليز او زريز ته وګورو نو يز د لسو ، سلو او زرو د قيمت حامل (کاغذ) دی، په ولسيز ، ټولنيز او وګړنيز کې د ولس ، ټولنې او وګړو اړونده چارو او واقعيتونو ته وايي ، په غميزه ، اوسيزه او راتليزه کې د غم پير ، اوس او راتلونکې زمانو ته وايي ، چې د (يز) پوسيله له يوه عام نامه څخه يو ځانګړی نوم جوړوي .
لنډه دا چې (يز) لرونکي نوم هغه نوم دی چې د صفت يا قيد په شکل جوړ شوی ، خو دی اسم . خو داچې (يز) زياتره د صفت نښه ده نود اسم د شکل څخه د بيلولو له پاره يې ( يځ ) ليکي لکه ختيځ = اسم او ختيز لوری بيا قيد ګڼل کيږي اواوسپنيز صفت دی .
په وييځ او پوهيځ کې هم د لغت او مفهوم پر ځای د وېي ريښې غبرګې شوي او انځور شوې دي .
ښاغلي سمون صاحب د زيار صيب او نورو په حواله پاتمړی د ميراث له پاره يوه کاريدونکې ا صطلاح ګڼلې ده . ولی پاتمړی چور بور غلطه اصطﻻح ده، او معنی يې پاتې مړی دی ، نه هغه څه چې له مړي څخه پاتې کيږي او ميراث يې بولي .
ښايي ( مړ پاتی) ﻻ د ميراث معنی ته نږدې وي ، نه پاتمړی . په ولسي وييز جوړونو کې مشهوده غلطي هم رامنځته کيدای شي ، د همدې غلطِ مشهود پاتمړي له کبله اوس ميراث ته چا پاتوړ جوړ کړی دی . خو ناسمه او عجيبه نه ده چې له (ميرا ث پاتې ) له ٢ کلمو ځخه د ميراث اصلي کلمه پريږدو او يواځې له پاتې څخه د پاتوړ په څير د ميراث معنی واخلو ؟ ميراثي خاصيت ، ارثي بنسټ ته به څنګه پاتوړي خاصيت يا پاتوړي بنسټ وويل شي ؟
په همدې نيمګړتيا د امکان او ممکن ژباړه په شونتيا او شوني سره نيمګړې او
(( غلطه )) هم ده :
يو شی چې ( کيدای شي) او کيدل يې حتمي (جبري) نه وي، هغه شي يا هغه کار ته ممکن وايي . اوس که د (کيدای +شي) له ٢ اجزاو څخه مهم جز ( کيدای) پر ځای پرېږدو او يواځي پر (شي ) ډډه ولګوو، [color=white:0d499544ec]نو له کېدای پرته ( شي او شونی ) د حتميتوب معنی ورکوي [/color:0d499544ec]، نه د ممکن او امکان ! داچې (شي) ماما له ( کيدای) سره په ﻻره تللی و او د کيدای شي ( = ممکن ) جوړه يې جوړه کړې وه،او اوس مونږ له عربي يا فارسي څخه په پټيپالا تېښته تښتو ، نو (شي) ته د کيدای او شي دواړو په استازيتوب ﻻس اچوو او د ( کېدای شي ) له پاره په تصور کې پټ نيسو او بيا يې عملي ډګر ته لکه سحر ګر راباسو چې دغه دی ( حتمي) شونی د ممکن او شونتيا د امکان له پاره لرو . ﻻ حوله و ﻻ قوت اﻻ بالله .


Anonymous
28.12.2005

سمونه
مننه
په پښتو کې دا پنځه ياگانې دي
ى : کرزى ، لالى ، گلالى ، سړى ، غويى ، منگى ، ستورى ، سپى
ي : ، کرزي ، لالي ، گلالي ، سړي ، غويي ، منگي ، ستوري ، سپي ،
ې : لاړې ، راغلې ، ستړې ، سرې ، تودې ، مستې ، کې ، چې
ئ : وخورئ ، مه خورئ ، وڅښئ ، وکړئ
ۍ : گلالۍ ، ملالۍ ، سپوږمۍ ، سپېلنۍ


Re: شپون

احسان
28.12.2005

[quote:0cca9e270c="ملادغه اخوند"]دشپون صاحب خبره خو د كاڼي كرښه نه ده ، كيدى شي هغه ټوكه كړې وي .ځكه هغه ډېر ټوكمار سړى دى او هروخت غواړي چې خلك وخندوي.[/quote:0cca9e270c]
سلامونه
خداې د وکړې چې روغ او خور وسې شپون صاحب خبر ټوکه نه هغه په خپل ژوند کې ټوکه نه د کړې او که تاسې هغه مرکې ته ښه په دقیق غوږ شې نو تاسې پرې پوهیږې....
هغه ټوکې کې لیکن پّ هره خبره کې ټوکې نه کوې زما شپو صاحب ډیر خوښیږې ډیر ښایسته قلم خاوند دې

احسان


Anonymous
28.12.2005

سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم !
درنو ورڼو ! زه په دې برخه کي غواړم د دريو ټکو په اړه څو لنډي جملې تاسو ورڼو ته د لوستلو په نيت وليکم :
لوموړۍ : زما له انده هغه وېيوکي بايد عام او زيات وکارول شي چي سوچه پښتو وي او د اولس لپاره د پوهيدلو وړ وي ، د دې سره دا ټکۍ هم ليکل غواړم چي د هغو وېيوکو په اړه دي بحث او خبرو ته لاره پرانستل شي ، چي مخ ته راوړل شويدي خود کارولو او خپرولو لپاره يې د ټولو ليکوالو پوره او بشپړ توافق نشته . زما باور دادۍ چي ژبه د اولس مال دۍ که يې په منډه د اولس څخه ليري او مخ ته کړو ، بيا به اولس ته ناپيژندلې پاته شي ، او که يې تر اولس ورسته روانه کړو ، بيا به اولس د خپلو اړتيا لپاره نوروژبو ته اړوي . په دواړو حالاتو کي د ليکوالانو دنده ده چي ژبه او د هغې ژبي اولس ګام پر ګام يوځای د ودي په لار وهڅوي .
دوهم : د (( په لار )) د ياګانو په اړه مي غوښتل زيات څه وليکم ، خو بيا مي د نقاد صاحيب ولا حوله ولا قوته وويل چي را ځه دوې درې لنډي جملې وليکه. هو وروره . دا ياګاني چي تا اوس ليکلي ...
لومړۍ خبره داده چي د( يا ) لپاره يوه بيلګه بس ده خو ستا په ليکنه کي دوه واره کرزی د دوو بيلګو لپاره ليکل شويدۍ . او ما چي ستاسو څخه لارښونه غوښتې وه هغه د يا ګانو په اړه نه بيلکي د هغو يا ګانو په اړه وه چي ، ما ښايې په هغه ليکنه کي چي تاسو نيوکه پرې کړې وه په تيروتنه ليکلي وې .
دريم : زه يو واړنديز لرم ،راځۍ په ګډه دا ومنوچي د لکيدود په تړاو هغه پخوانۍ پريکړي به پلي کوو . او د نويو نوښتونو لپاره به د هغو مسلکي ، کارپوهه او تجربه لرونکوپښتونو ليکوالو مشورو ته غاړه ږدو.
په درنښت
سمون


Anonymous
28.12.2005

سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم !
درنو ورڼو ! زه په دې برخه کې غواړم د دريو ټکو په اړه څو لنډې جملې تاسو ورڼو ته د لوستلو په نيت وليکم :
لومړی : زما له انده هغه وېيوکي بايد عام او زيات وکارول شي چي سوچه پښتو وي او د اولس لپاره د پوهيدلو وړ وي ، د دې سره دا ټکی هم ليکل غواړم چې د هغو وېيوکو په اړه دې بحث او خبرو ته لاره پرانستل شي ، چي مخ ته راوړل شويدي خود کارولو او خپرولو لپاره يې د ټولو ليکوالو پوره او بشپړ توافق نشته . زما باور دادی چې ژبه د اولس مال دی که يې په منډه د اولس څخه ليرې او مخ ته کړو ، بيا به اولس ته ناپيژندلې پاته شي ، او که يې تر اولس وروسته روانه کړو ، بيا به اولس د خپلو اړتيا لپاره نوروژبو ته اړوي . په دواړو حالاتو کي د ليکوالانو دنده ده چي ژبه او د هغې ژبي اولس ګام پر ګام يوځای د ودي په لار وهڅوي .
دوهم : د (( په لار )) د ياګانو په اړه مې غوښتل زيات څه وليکم ، خو بيا مې د نقاد صاحب ولا حوله ولا قوته وويل چي را ځه دوې درې لنډي جملې وليکه. هو وروره . دا ياګانې چې تا اوس ليکلې ...
لومړۍ خبره داده چې د( يا ) لپاره يوه بېلګه بس ده خو ستا په ليکنه کي دوه واره کرزی د دوو بېلګو لپاره ليکل شوی دی او ما چې ستاسو څخه لارښونه غوښتې وه هغه د يا ګانو په اړه نه بلکې د هغو يا ګانو په اړه وه چي ما ، ښايي په هغه ليکنه کې چې تاسو نيوکه پرې کړې وه په تيروتنه ليکلي وي .
دريم : زه يو واړنديز لرم ،راځئ په ګډه دا ومنوچې د ليکدود په تړاوبه هغه پخوانۍ پريکړي پلې کوو . او د نويو نوښتونو لپاره به د هغو مسلکي ، کارپوهه او تجربه لرونکوپښتنو ليکوالو مشورو ته غاړه ږدو.
په درنښت
سمون
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سلام ، سمون صاحب ! لطفأ تاسو يوځل بيا خپلې (يا ګانې) په پاسنۍ ليکنې کې ترخپلې کتنې ﻻندې ونيسئ چې اوس له ټولو سره موافقه لرئ ؟ نو به دا موضوع نوره حل وي اولږ ترلږه د ياګانو په برخه کې به کار پوهانو ته هم هيڅ اړتيا پاتې نه وي . په درنښت ! وطنمل .


Anonymous
28.12.2005

سمونه وروره په سمه لار اوسې ليکنې مو ډيرې ارزښتمنې دي .
بيا هم که د لار وال ياګانې وګورې نو په مثال سره په هغې کې ستا د ټولو ياګانو تيروتنې شته اودغه ياګانې په يو سيمينار کې منل شوې وې .


Anonymous
28.12.2005

سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ، په دې نيت چي د کليمو پر اوږو خپلي خبري ستاسو درنو لوستونکوتر غوږونوپه بشپړه توګه ورسوم ، د بيا ليکلو تکل مي وکړ . دا ځل بيا دريو ټکو ته ستاسو ښاغلو پام را اړوم :
لومړۍ : د يا ګانو ډولونه او د بيلوالي بيلګي :
١ _ ۍ : نړۍ
٢ _ ي : چي
٣ _ ې : شيدې
٤ _ ی : ځای
٥ _ ئ : وڅښئ ( دا ډول يا په زياته پيمانه د امريه جملو په صورت کي کارول کيږي )
دوهمه خبره : تلفظ د دې ياګانو په کارولوکي ټاکونکۍ او اغيزمن دۍ .
دريمه خبره : ماپه ټولو ليکنو کي دا پورتنۍ بيلګي په پام کي نيولي او زما دګړدوديز تلفظ او هيجا سره بشپړ سمون لري .
په درنښت
سمون


نقاد
28.12.2005

بښنه غواړم سمون صاحب خبره اوږده شوه : له ځينو مثالونو څخه مو داسې بريښي چې که څه هم د ياګانو په تعريف کې ستونزه نه لرئ ، خو بيا هم ښايي تاسو ددغو ياګانو تشخيص نه وي بشپړ کړی:
١ ـ تاسو د (ي) بېلګه ( چي ) ښودلې ده، نه پوهيږم ددې کلمې تلفظ څنګه کوئ اوپه څه معنی ده ، خو څنګه چې تاسو په کې له (ي) څخه کار اخيستی، نو د دري له چي څخه چې د ( چي قسم ، چي نوع) په چي کې راځي، بل ډول نه تلفظ کيږي . مثال مو دري دی خو د ( ي) له پاره سم دی ، خو که د (چي) له مثال څخه مو (چې) مطلب وي چې د دري له (که) سره سمون خوري، لکه دا چې :
زه [color=white:a9f51e1259]چې [/color:a9f51e1259]ستا په منګ ومه ...بوټی د لونګ ومه
نو بيا خو مو مثال بالکل ناسم دی او لکه چې وينئ ،(چې) د (ې) بيلګه ده نه د (ي) !
د (ي) بيلګې په دې جمله کې ټولې ياګانې دي : دوه سړ[color=yellow:a9f51e1259]ي[/color:a9f51e1259] غوړ[color=white:a9f51e1259]ي[/color:a9f51e1259] لړ[color=yellow:a9f51e1259]ي[/color:a9f51e1259] او دوه نور کړ[color=white:a9f51e1259]ي[/color:a9f51e1259] خور[color=yellow:a9f51e1259]ي[/color:a9f51e1259]
٢ ـ تاسو د (ۍ) بيلګه نړۍ سمه ښودلې ، شړۍ وړۍ او سپوږمۍ يې هم ښه روښانه کوي ، ولې متاسفانه بيا مو
په دې جمله کې (ۍ) بيځايه راوړې ده :
(( دوهمه خبره : تلفظ د دې ياګانو په کارولوکي [color=white:a9f51e1259]ټاکونکۍ[/color:a9f51e1259] او اغيزمن[color=yellow:a9f51e1259] دۍ [/color:a9f51e1259])) . هو، (ټاکونکی ) او (دی ) په (ی) ليکل کيږي ، نه په (ۍ) ، کومه چې د ټاکلو مونثو نومونو په پاې کې راځي اوغه راز [quote:a9f51e1259]د دې ياګانو په کارولوکي [/quote:a9f51e1259] مو وروستۍ (ي) هم غلطه ده ، بايد (ې) مو کارولی وای اوبس

٣ـ د (ی) له پاره (ځای ) تير ايستونکې بيلګه ه ، نه ښه تشخيصونکې ! له دغې (ی) تر مخه توری تل زورکی (فتحه) لري ، لکه يو سړی، ځمری، سپی دی نۀ دی او نور. البته تر الف وروسته ساکنه تلفظ کيږي لکه ځای، خدای (ج) ، پای او بای .
و السلام.


Anonymous
29.12.2005

ګرانه وروره نقاد صاحيب سلامونه او نيکي هيلي مي ومنه !
ما ليکلي وه چي که د ليک او کليمو په مټ خپله را يه تاسو ته څرګنده کړم نو به خوښ شم . خو داسي بريښي چي زما خوښي په اوبو لاهوشوه .
زما په اند که مي د ياګانو تعريف سم وي نو دا بله خبره بيا بيله شکه سمه ده چي تشخيص مي هم سم دۍ ، دا خبره منطقي ده چي لومړۍ بايد ديو څوک د يوڅه په تعريف او پيژندلوبرلاسۍ شي او بيا نو خبره تشخيص ، تشخيص ده .
ما په تيره شوې ليکنه کي درې ټکي ياد کړي دي :
لومړۍ : ياګاني : زه ( چي ) داسي لولم او وايم لکه ،( سړي يا څوتنه ) ( چړي يا ملا کوچنۍ ) پردۍ او جمع يې ( پردي ) او نور . او ليکلو ته يې هم په همدې ډول ژمن يم .
ۍ : ( نړۍ ) ( کړۍ ياحلقه ) ( شړۍ ) ( سپوږمۍ ) او داسي نور او په دې ډول يې ليکل هم کوم .
ی : د خدای ( ج ) په خدايي کي خو هيڅ شک نه شته دا مو اېمان دۍ . او بله بېلګه يې ( ځای ) او نور
ې : داسي خونده وره لکه ( شيدې ) ( مستې ) ( شلومبې ) ( تودې ډوډۍ) ( سړې هوا ناروغه کړ) او نوري تروې ، خوږې او ترخې .
ئ : او د دې اوښتونکي يا په اړه ، ګما ن کوم د ليکلو اړتيا نه شته .
زما دوهمه خبره ، چي تاسو زيات پام نه دۍ ورته کړۍ ، او ما په پوره تاکيد ليکلې وه چي د د يا ګانو په اړه د تلفظ او هيجا خبره ټاکونکې ده . او د دې لپاره به ښه وي چي په اواز واوريدل شي ، چي څوک پر کوم ځای خج يا فشار راوړي .
که تاسو ته شونې وي ، د څلورو بيلا بيلوسيمو د اوسېدونکو څخه يوه يوه داسي جمله وپوښتئ ، چي په هغو کي همدا ياګاني وکارول شي ، بيا به تاسو ته د دې ياګانو په تړاو د تلفظ ټاکونکۍ رول ښه څرګند شي .
په درنښت
سمون


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more