د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
04.12.2005

همدغه نن مې د بي بي سي په پښتو ويب پانه كې د استاد سعد الدين شپون سره مركه واوريده ډېره په زړه پورې وه خو يوه انديښنه راسره پيدا شوه هغه دا چې دكابل ستميان هم لكه چې زموږ ډېر غمواري دي. ځكه چې هغوى هر وخت دپښتو په پرمختګ اودپاړسي سيال كيدو ټنډې تروې كړې وي .
تر خپلې وسې كوښښ كوي چې په هغو شريكو خپرونو كې چې دوى يې مسؤول مديران دي د پښتو سوچه ټكي پر استعمالولو بنديز ولګوي.
نو نن مې دشپون صيب له خولې هم همدا ډول خواخوږي او غمواري واوريده ؟
شپون صيب د يو چا دپوښتنې په ځواب كې وويل:
دژبې له پاره كوم معيار نيشته او كه وي هغه معيار دى چې خلك پرې پوه شي اوخبرې پرې كوي.
نو زه وايم قدرمن شپون صيب! زموږ ټولنه خو ډېره وروسته پاتې ټولنه ده.
زموږ ژبې خو هيڅكله بازار او دربار ته لاره نه ده موندلې . او په دې هم ښه پوهېږئ چې زموږ خلك په بانډو،كليو او دغرونو په داسې تنګيو كې اوسېږي چې په خپلو كې سره د تګ راتګ دومره پراخې اړيكې نه لري .
او دا هم جوته ده چې د ټولو پښتنو يوه لهجه نه ده .
نو تاسو څه فكر كوئ چې هر څوك دې پخپله لهجه ليكل وكړي او كه د ټولو له پاره دې داسې يوه معيار وي لكه دا اوس چې څه ناڅه موجود دى چې ټول پرې يو ډول ليكل وكړي؟
زما په اند ستاسو خبره تر يوه ځايه سمه ده هغه دا چې كه څوك لنډه كيسه يا ناول ليكي نو دكركټر په ژبه يې وليكي ښه خبره ده هغه نو كه كركټر شپون،غوايبون او يا د اكاډيمۍ مشاور وي.
خو كه موږ نور نثر ليكو څنګه يې وليكو ؟
هر سړى يې په خپله لهجه وليكي؟
او بله دا چې دا زموږ دښوونې وزارت به څه كوي ښوونيز نصاب به د چا به ژبه ليكي ؟
كه ستاسو خبره ومني او په عامه ژبه يې وليكي نو داسې عامه ژبه راوښيه چې ټولو ته دمنلو او يادولو وړ وي ؟
كه وي هم د هغې بلې لهجې والو پر حق يې تېرى نه بولئ؟
ايا دا شونې ده چې د پكتياد هرې درې پر لهجهو دې دهغوى له پاره تعليمي نصاب وليكل شي؟
او كه شونې وي څومره ګټوره ده؟
ايا په هغو كتابونو كې چې دغه څه ناڅه معيار چې لرو يې مرعات يې پكې كېږي څه ستونزه لرئ؟
ايا غواړئ چې په دې وروستي عمر كې پښتنو ته د يو والي تيږه كېږدئ او كه د بېلوالي؟
د دوستانو دمنطقي بحث په هيله
لاروى


Anonymous
04.12.2005

لارويه وروره
ما هم د استاد شپون مرکه واوريده فکر کوم تاسو پرې نه ياست پوه شوي هغه دا نه دي ويلي چي هر څوک دي هغه ژبه وکاروي چي زړه يي غواړي بلکه شپون صيب دا ويل چي په ليکنه کې دي خان نه مجبوروي چې نا بلده توري پکې ځای کړي بلکه هغه څه ليکي چي ورسره اشنا دي .


شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
07.12.2005

سخي زاده وروره سلام !
زما موخه دا نه ده چې شپون صيب پسې له ځانه خبره وكړم او يا يې ورپسې وتړم.
هغه مركه اوس هم دبي بي سي راډيو په ويب پاڼه كې شته كيدى شي چې ويې لولې او بله دا چې شپون صيب له دې پرته په نورو غونډو او محفلونو كې هم په دې ټينګار كوي چې دخلكو په ژبه بايد ليكل اوويندويي وشي.
خو زه وايم دكومو خلكو ؟
بيا هم ليكم چې په افغانستان كې خو د هرې درې ځانګړې لهجه ده آيا هر څوك دې يې په خپله لهجه ليكل وكړي؟
زما سره اوس هم دشپون صيب همغه مركه شته او ستا د نيوكې په خاطر مې يو ځل بيا هم واوريده.
په دغه مركه دسيدرحمان طوطاخيل په نوم له دوبۍ څخه يو كس له شپون صيب پوښتنه وكړه چې تاسو په ليكنو كې سيمه ايز او محلي لهجه كاروئ نو شپون صيب ورته وويل :
د هر شي له پاره به معيار وي خو دژبې له پاره معيار هغه دى چې خلك پرې غږېږي !
نو سخي زاده وروره خانزاده شې تاسو اوس ووايئ چې زموږ ژبنۍ او ليكنۍ ژبه يوه ده او يا دې يوه شي ؟
دا سمه ده چې ژبه بايد روانه وي خو كه په ځينو ويونو خلك پوه نه شي نو په كار ده چې ځان پرې پوه كړي نه دا چې ليكوال دلوستونكيو له پاره ميم نيم كړي.
مننه


شپون

Anonymous
08.12.2005

دشپون صاحب خبره خو د كاڼي كرښه نه ده ، كيدى شي هغه ټوكه كړې وي .ځكه هغه ډېر ټوكمار سړى دى او هروخت غواړي چې خلك وخندوي.


Anonymous
21.12.2005

لاروي او ميلمه ته

د سي اى اې دا ټاپې څومره اسانه دي ، تاسو خو د پرچميانو نه هم ډير ژر ټاپې لگوې هغوى به هر هغه څوک د سي اى اي ايجنټ بللو چې د دوى سره نه وو .

پاتې شول دا چې شپون هنري ليکنه نه کوي او يا يې کوي ، فکر کوم همدا به بس وي چې په پښتو ژبه کې يې ناولونه شهکار بلل کيږي . د دوى نثر خوږ دى او د دوى کار با ارزښته دى .

البته تاسو گرم نه ياست ، پښتانه ټول عمر د پردو او د خپلو مړيو ستاينې کوي ، ژوندي ورته ښه نه ښکاري . استاد رشاد چې ژوندى و چا نه پېژندلو او سلام ته نه ورتلل اوس يې علامه بولى ، شپون ، لايق ، پسرلى او د دوى په شان ځينې نور سپين ږيري اوس هم جاسوسان دي او هم سم خلک نه دي خو که خداى مه کړه مړه شول بيا به دوى هم ستايل کيږي او د کرزي حکومت ته به سپکې سپورى وي چې ولي يو مکتب د دوى په نامه نه نوموى .


Anonymous
22.12.2005

ډير ګران وروره S ! خبره په دې کې نه ده چې خدای مه کړه موږ دې د چا سپکاوی وکړو ، رشاد صيب په ژوند هم د هر چا د احترام وړ وواو بس له مرګه به هم د احترام وړ وي ، ځکه هغه عالم و، او په هر چا ګران واو د ګرانښت يوه وجه يې دا وه چې د ايډيالوژيو په سياست کې نه و ککړ ، بس د خپل علم سره يې کار و او علم بريد نه لري ، په هر رژيم کې خلکو رشاد صاحب ته درناوی لرلو . پاتې شوه د شپون د خبره ، دا چې تاسو د هغه ناولونه شهکار بولی دا ستاسو خپل نظر دی ، خو ما چې لوستي په دوه توته نه ارزي ، ځکه په هغو ناولونو کې يوازې د شورويانو په ضد د سيايې د شبکې پټې هلې ځلې تشريح شوي چې دا هيڅکله هنر کيدای نه شي ، ځکه د شپون په په ليکنو کې په څرګنده ليدل کيږي چې راوي بې طرفه نه دی ، غواړي په شنه زور په خلکو خپله امريکايي ايډيالوژي وتپي چې دا د هنري ناول د ليکلو سره څرګندمخالفت دی .تاسو وګوری په هغه کتاب ګوټې کې چې په دې ورستيو وختونو کې له چاپه راوتلی دی ( ونه و ، يو شپون و ) چې ځنې کسان يې اوس داسې لولي ( ونه و ، د سيايې يو جاسوس و ) بيا به تاسو د شپون اصلي څيره و پيژنی چې هغه هنر مند ليکوال دی او که له تعصبونو ډک ليکوال . په دغه کتاب کې په لسګونو پاک او سپيڅلي ملي، فرهنګي او سياسي شخصيتونه يې مسخره کړي او ملنډې پې وهلي دي چې حد اقل د قلم عَت يې هم نه دی ساتلی .


شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
22.12.2005

بس خو خداى دې پښتنو ته همدومره پوهه وركړي چې ريښتوني شهكاران وپېژني. او په دې هم پوه شي چې يوه ليكنه يا كس پخپله طبيعي توګه شهكار شي. چې خلك يې هم ومني. دلته اكثره خلك مصنوعي شهكار جوړوي چې خلك يې نه مني.
او دغه s ميلمه ورور ته دا هم وايم چې بايد څو موضوعګانې سره خلط نه كي. اوس دشپون صيب د معياري پښتو نه منلو په اړه خبره ده. دلته د علامه بابا پوهاند عبدالشكور رشاد رح په اړه دكومې خبرې هيڅ ځاى نيشته. او دا هم بايد درته ووايم چې دپسرلي صيب په بحث كې هم همداسې يو د تروو مچ راپيدا شو او د رشاد بابا غوندې يې حمزه بابا په بحث كې راګډ كړو چې هغه بحث يې خراب كړ و. اوس بيا همداسې افراطي حركات پيل شول.
مونږ د هيڅ مشر مخالف نه يو او نه غواړو چې سپكاوى يې وكړو. بلكې مونږ غواړو چې دخپلو مشرانو پيرو و اوسو .
كه دلته غواړو چې د شپون صيب په دې خبره وغږېږو چې ولې معياري پښتو نه مني نو موخه مو دا ده چې كه چا سم او قانع كوونكى دليل رانه كړو نو بيا دشپون صيب خبره زموږ له پاره د كاڼي كرښه ده. نه بيا د معيار په كيسه كې يو او نه د معيار.
او كه معيار اړين وي نو غوړو چې شپون صيب پر دې قانع كړوچې راسره يې ومني ځكه چې موږ ځوانان غواړوګډې هڅې وكړو. دا چې يو راته له معيار نه غږېږي او بل وايي معيار معيار نيشته نو افغان پښتانه ځوانان به په يو دوه كې حيران وو چې د چا ومنو.
خبرې ته بايد په زوره لكۍ ورنه كړو . زه بيا هم وايم چې زما د شپون صيب ليكل ، ناولونه،خبرې ، ناسته ولاړه او صحبت خوښېږي خو دا چې دمعيار خبره ملي او ټولپښتونيزه خبره ده نو بايد داسې لار ونيسو چې په لهجو،سيمو او كليو كې راګېر نه شو.
مننه
له چټياتواو شخصي كينو تېر شئ سم بحث وكړئ.


Anonymous
23.12.2005

لارويه کور ودان چې وايي له چټياتو تير شئ که ټول پرې عمل وکړي ښه خبره ده

دا بل ځوان وايي چې د روسانو ضد ناولونه دي نو شهکار نه دي ، شهکار په موضوع کوم تړاو نه ساتي .

تاسو واياست چې د چا سپکاوى نه کوو خو سپون ته د سى اى اې جاسوس ويل سپکاوى نه دى نو څه دى ؟ که يو افغان تش په دې چې په امريکا کې اوسيدلى وي جاسوس کيږي او يا په کمونستانو پسې په بد ويلو جاسوس کيږي نو بيا خو د دې ملت په سلو کې ٩٩ جاسوسان دي .


Anonymous
23.12.2005

ګرانو ورڼو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ ! ستاسو پيل شوۍ بحث پر له پسې لولم ، او په دي هيله چي نن به نوې او د پام وړ مطلب ولولم ، او نن به يې ولولم ، خو لا تر اوسه مي هغسي چي زما هيله ده کوم په زړه پوري مطلب ونه لوست .
ورڼو ، شپون صاحيب د اوسني پښتو ناول او لنډو کيسو يو وتلۍ ليکوال دۍ . په دې برخه کي موږ ډير لږ ليکوالان لرو ، چي د هغو لږو څخه يو هم همدا شپون صاحيب دۍ .
د دې خبري مانا دا نه ده چي ګويا شپون صاحيب هيڅ نيمګړتيا نه لري ، هغه هم د نورو ليکوالانو په څير نيمګړتيا وي لري . چي بايد را يادي شي ، خو دا يادونه په دې ډول علمي او منطقي نه بريښي چي ، يوازي همدا وويل شي چي ګويا هغه دروسانو خلاف څه ويلي دي نو بس کار يې ادبي ارزښت نه لري ، او يا ددې خبري برعکس ، که وويل شي چي هغه د روسانو پر ضد ليکني کړيدي ، نو بس کار يې ادبي ارزښت لري .
زما هيله داده چي ګران ورڼه د شپون صاحيب ليکني تر کره کتني وروسته را برملا کړي ، د بيلګي په توګه : د شپون صاحيب د ليکنو څخه د شين ټاغي ناول چي تر نور يې زيات شهرت ګټلۍ دۍ ، وڅيړۍ ، کومي نيمګړتياوي لري ، ادبي نيمګړتيا ؛ لهجوي نيمګړتيا ؛ تاريخي نيمګړتيا ؛ او يا د پښتونو تر منځ د الهام لرلو په تړاو نيمګړتيا او داسي نوري .
او هغه شمير ورڼه چي د شپون صاحيب د ليکنو ارزښت زيات ګڼي هغه دي هم د همدې ناول ښيګڼي او لوړ ارونه او خصايل را په ګوته کړي ، د بيلګي په توګه : د ژبي ساده والۍ ؛ په ښکلو او لنډو جملو کي د ستر مفهوم ځايول ؛ په تاريخي پيښو کي د عېني ژوند څرګندونه ، د پيښواو وقايعو روان بهير او داسي نور .
هيله ده چي دا لړۍ يوازي د شپون صاحيب لپاره جاري وساتل شي ، او د نورو درنو پښتنو ليکوالو لپاره که څوک غواړي نوۍ بحث دي پرانيزي ، خو د دې بحث څخه به هيله داوي چي د هيواد د درنو ليکوالو اثار په علمي او فني ډول وه ارزول شي او دا به د کره کتني ښه لاره وي . اوس په کره کتنه کي هم له بده مرغه هغه رښتينوالۍ نه ليدل کيږي ، چي پخوا به وو ، او مخامخ څوک د ليکوال اثار او ليکني نشي ارزولای ، يويا بل لاميل د دې سبب کيږي چي رښتيني ارزوني ته لاره ډب شي.
په پښتني مينه
سمون


Anonymous
24.12.2005

سمون صاحبه په قلم دې برکت .

د استاد شپون نثر زما په خيال بې سارى دى ، سړى هم خندوي او هم دومره خوږ او روان دى چې د داستان ليکلو دپاره تر هغې ښه سټايل نه پيدا کيږي .
دا خبره منم چې هر څوک به نيمگړتياوې ولري د استاد شپون لنډې کسيې شايد هغو مره ښې نه وي خو د خواږۀ نثر په برکت هغه کوم عيب که وي هم پکې ورک شي .
د دوى په ناولونو کې يو بله ښېگڼه زما په نظر دا ده چې اضافي جملې او پراگرافونه پکې يا نه وي او يا که وي د نشت په حساب به وي .
شپون په ١٩٦٠ مو کې يو ناول پښتو ته ترجمه کړى و او هغه سره ټول ده ٤ ناولونه چاپ کړي چې د ډيرو لږو نورو کسانو به دومره دير وي . د رسول رسا شته خو هغه بيا ډير بازاري دي .


شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
24.12.2005

ګرانو دوستانو هيله ده چې نور له موضوع ليرې نه شئ!
اوس د دې وخت نه دى چې دشپون صيب پر ناولونو وغږېږو ، بلكې د شپون صيب د دې نظر په اړه نظر وركړئ چې وايي پښتو كې معيار نيشته؟!


Anonymous
24.12.2005

سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم !
ورڼو ! د لاروي ورور ليکني زما پام دې ټکي ته واړاوه چي په دي روانه موضوع کي د شپون صاحيب د ناولونو ارزونه او د هغو په اړه کرکتنه نه ده ، بلکي د هغه وينا په اړه خبره ده چي شپون صاحيب ويلي دي چي : په پښتو کي معيار نه شته ، معيار هغه دۍ چي خلک پرې وپوهيږي ؛
زما خپلي تيروتني ته پام شو . اوس به همدا موضوع څيړو او که خدای کول بيا به د نورو اثارو کره کتني ته هم ځو .
زما په اند ژبه دوه بنسټيز اړخونه لري ،يو د د ژبي ليکدود او بل د ژبي ګړ دود دۍ ؛ يوشمير کسان دې ته ورته مفاهيم لکه شفاهي ادبيات او تحريري ادبيات هم کاروي ، چي د دواړو د ارزښت ټاکني لپاره معيار اولس او خلک دي . يوه بله خبره هم دلته د يادولو ده چي د معيار او معياري مفهوم هم ثابت نه دۍ ، ښايې يو څوک د معيار څخه هغه افاده واخلي چي د وزن لپاره يې د يوه منل شوي کاڼي څخه اخلي . که دا ډول افاده ومنل شي ، نو بيا د ويناوالو سليزه هغه کاڼي ګڼل کيږي ، چي دا ژبه کاروي .او که د معيار څخه موخه د زمانې او حالاتو په رڼا کي د ژبي برابرول ، وده او سمون وي بيا نو په دې ډول بحث کي د وېپانګي درندوالۍ لومړنۍ ځای نيسي ؛ او که د معيار څخه هدف د ليکدود توحيد او يوشان کول وي ، بيا نو دا خبره او بحث پر ټوله ژبه نه بلکي يوازي د ليکدودپر بڼه اويا د تحريري ادبياتو پر شکل را ټوليږي .
زما ګمان دادۍ چي زيات لوستونکي او ليکونکي به اوس د دې افادې څخه هغه مطلب اخلي چي د ليکدود سمون دۍ .
له نيکه مرغه زموږ د پښتو خواخوږو په دې تړاو يو لړ ګامونه لا پخوا پورته کړيدي ، چي په تړاو يې د علمي ارونو په رڼا کي پريکړي کړيدي او ليکوالان يې د هغو په منلو خوښ کړي او هڅولي دي ، څه موده وړاندي په ټول افغان کي د ښاغلي زهير په ليکنه هغه يوشمير پريکړي يو ځل بيا را يادي او خپرې شوې چي پخوانيو خواخوږو يې په اړه هڅي کړي وې . او په دې نږدې ورځو کي مي يوه بله ليکنه چي د ښاغلي سيد شير احمد له لوري خپره شوې وه ، هم ولوستل چي د پښتو د سمون او يو شان کولو لپاره يې پخوانۍ پريکړي يوځل بيا را يادي کړي وې . زه فکر کوم چي د ليکني لپاره تر ټولو لومړۍ د هغو پريکړو پلي کول اړين دي . راشۍ پر هغو ټکو عمل وکړو چي پخوا منل شوي او معياري ګرځول شوي دي .
په درنښت
سمون


شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
25.12.2005

سيند هسې چټي روان دى. دى وايي د شپون په كيسو كې هم نيمګړتياوې دي، په ناولونو كې يې هم خو يوازې ژبه يې ترسكونې ده. نو دا سمه ده چې ژبه ډېر رول لري ولې محتوى هم بايد په پام كې ونيول شي.
بله دا چې ده همدومره په بې ادبۍ د سيد رسول رساصيب نوم اخيستى لكه شپون صيب يې چې د وو نه وو يو شپون و په كتابګوټي كې د لويو لويو استاذانو سپكاوى كړى دى.
نو زه وايم خبره په محتوا كې ده د رساصيب ناولونه د شپون سره هيڅ دپرتلې وړ نه دي . رسا په ناول كې ډېر وړاندې دى.
بله دا چې كوم ناولونه چې بازاري دي خو پر بازار يې ليكلي دي نو سين خانه ته وايه چې دهرامنډيي پرځاى څنګه د سپين غر خبرې وكړي؟
بله دا چې ته ولې د تعصب غومبسو دومره چيچلى يې چې د هغو مړو سپكاوى دې خولې ته راځي چې تر هر چا يې ډېر كار كړى ؟


شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
25.12.2005

سمون صيب كور دې ودان .
ډېره ښكلې څېړنيزه ليكنه دې كړې ده .
ستاسو له ليكنې معلومېږي چې له شپون صيب سره په يوه خوله نه ياست. ځكه معيار منئ خو زه يوه پوښتنه لرم غواړم ځواب ترلاسه كړم.
تاسو دژبې دوه بنسټيز اړخونه ښودلي چې يو ليكدود او بل يې ګړدود دى.دا سمه ده خو كه يو څوك يوازې يوې سيمې ته ګړېږي نو بيا دې د هغوى په ګړدود وګړېږي خو كه ټول هيواد ته ګړېږي ښه به نه وي چې په معياري ګړدود وګړېږي؟
او يا كه څوك په فولكلور ليكنه كوي نو بايد فولكلور په پام كې ونيسي يا لنډه كيسه او ناول ليكي نو كولى شي چې د كركټر په ژبه وغږېږي خو په خبر،راپور،عام نثر او نورو ليكنو كې كه په معياري ژبه ليكل او لوستل وشي زما په اند ښه خبره به همدا وي.
مننه
ستاسولاروى


معياري پښتو عصري ده

نقاد
25.12.2005

[color=white:2324c13c10]زما په اند معياري ژبه نه ولسي لهجې او محاورې دي، نه د ډيرکيو او لږکيو ژبه ده او نه يواځې ژبدود او نيولوژي ده ، بلکې په ژبدود، تعميم شوې نيولوژۍ او ادبياتو عيار شوې د ټول اولس د پوهاوي او پوهيدو وړ عصري ژبې ته وايي .
معياري ژبه وار له مخه سل په سلو کې وجود نه لري، بلکې تر کومه چې موجوده وي پر هغې د ګډ پوهاوي په نتيجه کې نوره ورزياتيږي او پراختيا مومي ، په علمي ادبي ، ژبدوديزواو تاريخي څيړنو شتمنه او کره کيږي ، په ليک لوست ، نشريو او خپرونو کې ډيره او په خبرو کې په محدوده توګه استعماليږي ، خو پوهيدی پرې ټول شي . والسلام .[/color:2324c13c10]


Anonymous
25.12.2005

ورڼو سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم !
هره ليکنه او په ځانګړي توګه ادبي ليکني د دريو فکتورونو څخه متاثري کيږي . لومړۍ د ليکوال درک او برلاسۍ د هغې ليکني په اړه ؛ دوهم د پنځولي شوې ليکني ټولنيز چاپير يال يا حدود( ممانعت ، توافق او شونتياوي ) ؛ او دريم د ژبي وړتيا او توان ؛
که دادرې فکتورونه دلنډو بيلګو سره ياد کړو، نو به د ليکوال درک او برلاسۍ هغه پښتونو ته ځواب ووايې چي : د دې ليکني څخه د ليکوال موخه څه ده ؟ ايا دا ليکوال پر هغې موضوع برلاسۍ دۍ چي د هغې د ليکلو تکل يې کړيدۍ ؟ او تر دې دواړو مهمه خبره داده چي ليکوال د کوم ليدلوري دا ليکنه تر لاس لاندي نيولې ده ؟
د ټولنيز چاپير يال يا حدودو خبره هم د ليکوال پر ليکنه اغيزي لري ، د بيلګي په توګه ، ايا ليکنه د ټولنيزو حاکمو ارونو او دودونو سره توافق لري ؟ د سانسور ( ځاني او ټولنيز ) مراعات شويدۍ که نه ؟ او د کومو امکاناتو او شونتيا په لمن کي دا ليکنه را پنځول شويده ؟ او داسي نور.
او پا ته شوه د ژبي توان او وړتيا ، دا هم زيات اغيزمن فکتور دۍ ، او په دې برخه دا پوښتني بايد ځواب شي چي : هغه مفاهيم په دې ژبه کي معمول او د پوهيدلو دي چي دا ليکنه ورته اړتيا لري ؟ د ژبي وېپانګه او د تر لاس لاندي ليکني تر منځ توازن شته او که د نويو وېيوکود پنځولو او يا خپلولو اړتيا ليدل کيږي ؟
دا هغه فکتورونه دي چي خامخا پر ليکنه اغيزه کوي . او د معيارخبره بيا هم هغه ځای ته رسيږي چي پخوا مو وويل ، او هغه دا چي د ليکدود معيار او که د ګړدود معيار ، زه د ګران ورورلاروي د ليکني څخه داسي پوه شوم چي د ګړدود معيار يې په نظر کي دۍ .
دا د يادوني وړ ګڼم چي که ليکدود معياري شي ، نو به د ګړدود اسانتيا هم وي او د زياتو نيوکو مخه به هم ونيول شي .
زما ګمان دادۍ چي زموږ د هيواد درانه ليکوالان او له هغو څخه شپون صاحيب به داسي توري او کليمې نه وي کارولي چي د معياري ليکدود سره تفاوت ولري ، مثلا : زه لا تر اوسه د داسي کليمي سره نه يم مخامخ شوۍ چي هغوۍ دي د (( مخ )) د دري ژبي ( روی ) د مفهوم کارولو لپاره (( مښ )) ليکلۍ وي او يادې د (( اوښ )) ( حيوان ) د افادې لپاره (( اوخ ))ليکلۍ وي . او په دې ډول نور ، فکر کوم ليکدود په زياته پيمانه معياري دۍ .
خو راځو ګړدود ته ، دا هم زما په اند يوه باريکي او نازکي لري . که د ګړدود څخه موخه په ليکنه کي د لهجې تمايل وي نو دا خو هغه د پښتنو خبره هرڅوک خپل خان ته رباب وهي . دا که وغواړو که نه د ليکوال لهجه به په ليکنه کي اغيز ولري ، ښايې دا اغيزه يا په وېيوکو کي برملا وي اويا د جملو په تون ، پيل او سکون کي .
او که د يوشمير ليکوالو په ليکنه کي دنا اشنا وېيوکو او يا د يوې وړې سيمي وېيوکي زيات کارول شوي وي نو هغه به د ټولو پښتو ژبو لپاره وړ ونه بريښې ، ښايې د لاروي ورور موخه به هم همدا وي .
زه لومړۍ په پښتو کي د يوشان ليکدود کارول د زيات تاکيدوړ ګڼم او بياپه ليکنو کي د اولس پوهه او هغوۍ ته هڅونکو ليکنو ته پام کول اړين ګڼم . هڅونکو ليکنو څخه مي موخه داده چي د پښتو د بډای کيدلو په نيت د نوښت او ودي سره يوځای ليکني وشي . د پښتو کره ويوکي دي ورورو ليکنو ته لاره وکړي ، خو هغه دي د يوه علمي او اکادميکو اصولو پر بنسټ وي . داسي نه چي زه هم د يوه نوې ويوکي د کارولو او عام کولو لپاره بډې ونغاړم او زما په شان يوشمير نور ، دا کار د دې پر ځای چي پښتو ژبي ته چوپړ وشميرل شي د پښتو لپاره زيان راوړي .
په درنښت
سمون


نقاد
25.12.2005

[quote:01e6ba87a8]هڅونکو ليکنو څخه مي موخه داده چي د پښتو د بډای کيدلو په نيت د نوښت او ودي سره يوځای ليکني وشي . د پښتو کره ويوکي دي ورورو ليکنو ته لاره وکړي ، خو هغه دي د يوه علمي او اکادميکو اصولو پر بنسټ وي . داسي نه چي زه هم د يوه نوې ويوکي د کارولو او عام کولو لپاره بډې ونغاړم او زما په شان يوشمير نور ، دا کار د دې پر ځای چي پښتو ژبي ته چوپړ وشميرل شي د پښتو لپاره زيان راوړي [/quote:01e6ba87a8].

له ښاغلي ﻻروي او ښاغلي سمون څخه مننه چې بحث يې مطرح لوري ته سم او ځانګړی کړ .
که د پښتو د کره ويوکو د تثبيت او تشخيص له پاره چې يو ويوکی څه وخت کره دی ،د[color=blue:01e6ba87a8] ُ ُ علمي او اکادميکو اصولوُ[/color:01e6ba87a8] ُ پر ځای علمي اواکادميک مرکزونه او مقامات مطلب وي، نو ددې غوښتنې د پلي کولو عملي تخنيکي او بيروکراتيکې ستونځې به ډيرې وي ، خو که مطلب رښتيا ه يواځې علمي او اکادميک اصول وي ، نو بيا دا يوه اړينه او په جوخت وخت کې رغنده او د پرمختګ ژمندويه غوښتنه ده . ځکه که د ساري په توګه د( ويوکي ) ويوکی هم په پام کې ونيسو، نو ښايي يواځې د ( ويي) شکل يې په کوم ًعلمي او اکادميکً مرکز کې له سترګو څخه تير شوی وي ، بي له دې چې د هغه مرکز د منلو ټاپه يې خوړلې وي . خو لکه څنګه چې وينو د ( ويي) پر ځای دلته هم (ويوکی) راخيستل شوی، چې تر (ويي) يې غوره والی څرګند بريښي .
خو که همدغسې غوراوي پر بنسټ بيا (ويوکی ) له (وييځ) سر پرتله کړو، نو (وييځ) به پرې باندې او (ويوکی) به په دې سيالۍ کې پاتې راشي.
ولې خبره په معيار ي پښتو څرخي : په دې به ښايي د شپون صيب د معيار له مخې په سهيل ختيزه سيمه کې هر څوک ښه پوه شي چې [color=yellow:01e6ba87a8] (( له درختې چې درتا شم په سيبانو به دې سير کم)) [/color:01e6ba87a8]څه معنی لري ، خو آيا دا جمله يوه معياري پښتو ګڼلی شو ؟ نه هيڅکله نه ، خو د شپون صيب دتعريف له مخې همدې جملې ته ، که دئ غواړي او که نه ، تر ټولو ښه معياري پښتوويل کيږي ، [color=white:01e6ba87a8]حال دا چې ( له درختې چې درتا شم په سيبانو به دې سېر کړم ) نه پښتو ده او نه معياري !
دلته يواځې د : له ،چې ، به او کړم تړاو تاړي پښتو دي او بس . والسلام [/color:01e6ba87a8]..


Anonymous
25.12.2005

دلته خبره په بيلا بيلو ډولونو پېچل کيږي او مسله نه روښانيږي چې تاسو څه غواړې .

لاروې د نطاقۍ خبره کوي او په هغې معيار غواړي او نقاد درخته پښتو او نه پښو کوي او سمون چې اوس اغلې شوې ده نور څه وايي او هغه بل ميلمه بيا وايي چې شپون روسانو ته بد وايي نو ليکوال نه شو .

معياري ژبه که چيرته وي نو په هغې کې به املا او انشا بايد يوه وي . لغتونه که څوک درته وايي يا سير او سايه هغه دې پښتو شي عيب نه دی ليکن په دې نه معياري کيږي چې يو نطاق دې د ( خه ) په ځای ( شه ) او يا د ( شه ) په ځای ( خه ) ووايي .

شپون چې د کوم معيار خبره نه مني هغه ته ځينې خلک زياريزم وايي چې خپله زيار صاحب هم خپلو ليکنو ته ډکشنري پسې ګوري .


نقاد
25.12.2005

[quote:50f1e18808]شپون چې د کوم معيار خبره نه مني هغه ته ځينې خلک زياريزم وايي چې خپله زيار صاحب هم خپلو ليکنو ته ډکشنري پسې ګوري [/quote:50f1e18808]
دا نيوکه ښايي هر څوک ولري ، ترڅو چې يو وييځ رواج نه وي موندلی ، تر هغه يې کارول معياري نه دي ، خو رواجيدل هم په کارولو کيږي . د معياري کيدلو له پاره بايد نوي وييځونه د پښتو ټولنې له خوا تصويب شي او د ترويج له پاره نشر شي . کوم وييځونه چې تر څو د تعميم درجې ته رسيږي ، په امتحاني توګه کارول کيږي او يواځې پر امتحاني کارولو ﻻ معياري بلل کيدای نشي . نو د زيار صيب نيولوژيک وييځونه نه د معياري وييځونو په توګه اونه د معياري کيدو په موخه د ترويج له پاره پښتو ټولنې تصويب کړي دي ، خو که تصويب يې هم کړي تر بريالي ترويج موندلو پرته ورته معياري نشو ويلی !
خو : وګورئ که څوک د زيار صيب وييځپانګه وګوري او وې لولي، ډير وييځونه به يې خوښ او کارولو ته به يې ليواله شي ! مونږ نن وينو چې د زيار صيب زيار بيځايه نه دی تللی او ډير وييځونه يې اوس کارول کيږي او په بري سره يې رواج موندلی او په دې توګه معياري ګڼل کيږي ، ډير نوريې د ترويج په حال کې دي او ډير هم له ترويج څخه تر اوسه بي برخې پاتې شوي دي.او ښايي په راتلونکې کې ورته اړتيا زياته شي . له دې کبله زياريزم نشته،
خو د زيار صيب خدمت بي ساري دی او د ډير وخت له پاره يې يوه رښتينې ګټوره پانګه پښتو او پښتون قام ته وړاندې کړې ده !


Anonymous
26.12.2005

درنو ورڼو سلام او نيکي هيلي مي ومنۍ !
بحث ورو ورو لاري ته روانيږي ، خو لا يې په مخ کي څو غوټي شته چي بايد پرانيستلي شي ، تر هغو پرانستلو وروسته به مو ليکني يوې لوري ته و هڅول شي .
د ګران ورور سميع هغه خبره چي ليکلې يې ده ګويا هر يو بيل بيل څه وايو ، دا خبره زما په اند په تيرو ليکونو کي سمه ده ، خو اوس دادۍ وروورو پر يوې خوا ورماتيږو او خپل بحث ځانګړۍ کوو.خو دا خبره يې نه منم چي ګويا ښاغلي نقاد صاحيب دي د مونث او مذکر نوم نه شي بيلولای ، ښاغلۍ نقاد صاحيب ډيري ښې او پخې ليکني کوي ، زه ګمان کوم چي په تلوار او عجله کي د ( ښ ) حرف يا توري پاته شوي او د ليک بڼه اغلي شويده ، که نه نو د سمون نوم خو هر پښتون پوهيږي چي نارينه نوم دۍ . خير خبري ته راځم.
ورڼو ما تر اوسه نه دي اوريدلي او نه مي ليدلي چي وييځونه دي د وېيوکي پر ځای کارول شوي وي ، و وېيوکي د اصطلاح سره اشنايم ، دا مي هم د ېيپانګي په فورم او مي د وېې په شکل ليدلې او اوريدلې دي، خو دا خبره منم چي هر نوۍ لغت يا وېېوکۍ د بشپړ منلو تر بريده کارولو ته اړتيا لري ، نو دا که وغواړو که نه د ژبي وده او پراختيا دا پر خپلو ويونکو تپي او تحميلوي چي په خپله ژبه کي نوښت راولي او د زمانۍ د غوښتونو سره يې برابره کړي . که داسي ونه شي نو ژبه به لمينځه ځۍ او ځای به هغه ژبي نيسي چي د حالاتو سره يې وده کړې وي .
دا د ژبو د ودي او پراختيا يوار او اصل دۍ چي پر نورو پخوانيو ژبو عملي شوۍ او پر يوشمير اوسنيو ژبو د پلي کيدو په حال کي دۍ او په راتلونکي زمانو کي به هم دا د پنځيدني او ورکيدني لړۍ جاري وي . نو ما ځکه په خپله يوه ليکنه کي پر دې ټکي ټنګار کړۍ وو ، چي ليکوالان بايد د ژبي نوښت او وده په پام کي ونيسي اوداسي ليکني خپلو لوستونکو ته وړاندي کړي ، چي په هغو کي د نوښت او ودي زيرۍ وي . او د نقاد صاحيب سره موافق يم چي ښاغلي زيار په دې لړ کي زياتي ستونزي ګاللي او د کار او ربړ لاسته راوړنه يې هم دادۍ له نيکه مرغه وروورو په ګړدود او ليکدود کي ځای مومي .
يوه بله خبره چي د يادولو وړ ګڼم هغه دا ده چي د پښتنو تر منځ د سيالۍ او رخي زيات ډولونه شته ، که يوه پښتون يوکار وکړ بل يې د سيالۍ لپاره کوي ، دا چي هغه کار به يې په توان او صلاحيت کي وي او که نه ، خو لاسونه به بډ وهي او هغه کار ته به ملا وتړي . زما ډار د همدې ځايه دۍ ، چي ښاغلي زيار د لغاتونو کره کولو او سپيڅلتيا ته کار کوي ، د هغه سره علمي ، مسلکي او تجربوي صلاحيت شته چي دا لړۍ پر مخ يوسي ؛ خو يوشمير داسي کسان هم شته چي دا توان او علمي صلاحيت نه لري ، خو دا چي يوه بل پښتون دا کار کړيدۍ ، نو هغه يې هم کوي .
زما په اند ښه کار به داوي چي هر يو په دې سيالۍ کي ځان ورګډ نه کړو ، يوازي هغه کسان چي علمي صلاحيت ، مسلکي زده کړه او زياته تجربه ولري ، هغوۍ ته وګورو او نوي وېيوکي يې را خپل کړو . دا به هم د پښتو په ګټه وي او هم به د زياتو نيوکو مخه ونيول شي .
يوه بله خبره هم په بيلا بيلو ليکنو او ويناو کي را برسيره کيږي چي (( درختي ، سيورۍ ، سيب ، او داسي نور )) لومړۍ غواړم دا وليکم چي ګړدود د وېيوکو يا لغاتونو څخه دومره نه دي متاثر لکه د ژبني غږ اوصوت څخه چي اغيزمن دۍ . هغه کسان چي د پښتو ژبي د لهجو سره اشنا او بلد دي هغوۍ ته دا ستونزه حل ده ، خو هغه کسان چي لا بشپړ واکمن نه دي نو هغوي داسي فکر کوي چي ګويا د (( درختي ، سيورۍ ، سيب او نور )) کارول لهجه ده . نه دا لهجه نه ده بلکي دا په يوه سيمه کي د مروجو لغاتونو زيرمه ده .
په کندهار کي زيات پښتانه همداسي لغاتونه کاروي چي د دري ژبي څخه راوړل شويدي . او زيات مشهور لغاتونه يې هم همدا دي او يوزيات شمير نور هم شته . خو دا په دې مانا نه دي چي ګويا دا يوازي د کندهار دپښتنو ستونزه ده .
ژبه د انسانانو د پوهولو راپوهولو وسيله ده ، او هغه انسانان چي په خپل ګاونډ کي د نورو ژبو ويونکي ولري د هغوۍ څخه په متقابل او يا يو اړخيزه توګه متاثره کيږي . دا هم د ژبي د پايښت يو اصل دۍ . که څوک په دې پوه شي چي دا راکړه ورکړه د ژبني توکومو تر منځ طبيعي ده نو هغه بيا د پردي لغاتونو پر شتون د لهجې ګمان نه کوي ، او په ژبه کي دکره کولو او سپيڅلتيا په نيت وړانديزونه کوي .
تر بيا
سمون


Anonymous
26.12.2005

سلامونه ! تر هغه ځايه چې د ژبې د ودې او تکامل خبره ده نو دومې\ره ويلی شو چې ژبه له څلورو خواو وده مومي :
١ _ په سلو کې ٢٥ ورته نوي لغتونه جوړيږي چې نيو لوجيزم ورته وايي ، په دې برخه کې تر ټولو ښاغلی زيار صيب وړاندې دی او هڅه او هاند به يې د تل پاره د ادبياتو په تاريخ کې ژوندی وي .
٢_ په سلو کې ٢٥ له زړې پانګې نه را اخلي چې ارکيالوجيزم ورته وايي . په دې برخه کې ارواښاد دوست شينواري څيړنې د پوره پاملرنې وړ دي چې پخواني او کلاسيک متنونه يې يو په يو کتلی او دوه غوره کتابونه يې ( زړه پانګه او ژبپانګه ) چاپ شوي دي ، همدا رنګه په دې برخه کې دګوهر رحمن ګوهر ونډه هم د هيرولو نه ده .لکه : پيلوزې ، پلازمينه .... او داسې نور
٣ _ په سلو کې ٢٥ له بهرنيو ژبو را اخلي لکه : تندر ، موټر ، بايسکل ، .....
٤ _ په سلو کې ٢٥ له بيلابيلو ګړ دودونو را اخلي چې له بده مرغه په دې برخه کې تر اوسه هيڅ کار نه دی شوی .د بيلګې په توګه : د ننګرهار خلک ( مرغاوۍ ) وايي په داسې حال کې چې د کندهار خلک ورته ( هيلۍ ) وايي
مر غاوۍ چې فارسي ( مرغ ابي ) نه اخيستل شوی دی ( هيلۍ ) په ځای او مناسبه کلمه دې او بايد په معياري ژبه کې په نظر کې ونيول شي .
زما په نظر که دغه پرنسيپ په نظر کې ونيسو کيدای شي يوه معياري ژبه را منځ ته شي .


شپون صيب څه وايي؟

Anonymous
26.12.2005

كور مو ودان والله چې په افغانستان كې د ښاغلي رهين له هغو ټولو سمينارونو چې په دې درې كلونو كې يې جوړ كړي دي ستاسو دغه بحث هم زورور او هم خوندور دى .
مننه
لاروى


نقاد
26.12.2005

[color=blue:154b56bd32]دروند ښاغلي سمون صاحب ته سلامونه له مننې اونېکو هيلو سره ډالۍ کوم [/color:154b56bd32]
ما کلمه يا لغت د (( ويی)) په نوم اوريدلی و،( ويوکی ) يا د جمع شکل (ويوکي ) مې وروسته وليدل . داسې راته ښکاري چې زيار صيب ورته ( ويی) ټاکلی و او بل چا يا نورو وروسته بيا ( ويوکی ) ترېجوړ کړی دی . خو (ويي) که په هر څومره ﻻ ښه شکل اوړي، بنسټ ايښودونکی يې زيار صيب دی .
اوس په ( ويی )،( ويوکی ) او( وييځ ) کې ( ويی ) سخت لنډ دی ، ډير تش تلفظ او نامانوس آهنګ لري ، نو ځکه هغه چا چې ترې (ويوکی ) جوړ کړی ، د ترويج چانس يې د ( ويي) په پرتله زيات او دادی تاسو يې هم شاهد ياست چې ويوکی کارول کيږي .خو : که د وييځ سره چې نوی رامنځته شوی پرتله شي، نو :
[color=yellow:154b56bd32]ويوکی دنوم يو تصغيري شکل دی او يو څه سپکوالی لري . له ( ويی) څخه سړي ته پناه ورکوي ، خو د لغت هغه وزن ، بشپړتيا او آهنګ چې (وييځ ) يې لري په ويوکی ميوکې کې نشته . نو ځکه د ويوکي او وېي په پرتله د (ييځ) د تريج او معياري کيدلو لوښه لويه او چانس يې خورا ډير دی . له دې څخه دا نيجه هم اخلو چې د يوه نوي لغت ترويجيدل يواځې هم د معياري کيدلوبيلګه نه ده بلکې پاوړتيا ، ادبي او ګرامري لوښه يې مهم شرط دی ، که څه هم يواځينی شرط نه دي.
هو،وييځ د صفت او اسم په توګه هم کټ مټ د ختيز او ختيځ په بڼه سره بيلېدای شي، صرفي اړونې او بدلونونه يې هم تر نورو هغو غوره دي او پراخه امکانات لري . وګورئ ، څوک نه وايي چې ( په ويوکيزه توګه ) ، خو (په وييزه توګه ) ويل کيدی شي. ( په وييځواله بڼه ....) سمه ده، خو (په ويوکواله بڼه) څوک نه وايي . [/color:154b56bd32]
[color=white:154b56bd32]البته د وييځ له منلو سره د پوهيځ د مفهوم پرځای منل هم په اتوماتيګه توګه تړلي دي .[/color:154b56bd32]
دغه راز تنقيد ته هم (نيوکه ) ويل يوه نيکمرغه ټاکنه نه ده، ځکه صرفي اړونې يې امکان نلري لکه : تنقيد نيولو ته به څنګه (نيوکه نيول ) وايو؟ تنقيدي نظر ته هم (نيوکيز يا نيوه کاند) نظر ويل معنی نلري ، نو که دا ټولې نيمګړتياوې ، ستونځې او ځورېدنې زمونږ پر ياد وي، هيڅکله به بيا د ويوکي په څير په لنډپاره توګه د تصغيري نومونو جوړولو ته زړه ښه نشو کړای
[color=cyan:154b56bd32]په سخت درنښت او پښتنې مينه [/color:154b56bd32]


Anonymous
26.12.2005

نقاد صيب سلامونه او ښې چارې !
زه پخپله هم د ( ويي ) نيوليوجيزم سره پوره توافق نه لرم، ځکه ښه اهنګ نه لري او ويل يې يو څه ګران دي . خو په هر صورت اوس څه نا څه منل شوی او د استعمال وړ دی . خو ستا په ليکنو کې د ( وييځ ) ډير راغلی زه پوه نه شوم چې ددې جوړ شوي کلمې ريښه په څه کې ده ؟؟؟؟ ( يځ ) نه ستاسو مقصد ځای دی او که بل څه ، هيله ده په دې برخه کې پوره معلو مات راکړی .همدارنګ يوه بله يادونه هم لرم چې رښتيا هم ځنې نوي جوړ شوي لغتونه د اصلي لغت په څير پوره معنی نه ورکوي لکه : اصل ته ( ار ) ويل . وګوری چې اصل څومره پراخه معناوې لري : اصيله پګړۍ ، اصيل ټوپک ... ايا داسې ويلی شو اري پګړۍ يا اري ټوپک چې مونث او مذکر په کې له منځه ځي ؟؟؟
يا دا چې : ګلاب له اصله شهزاده دی _ دا نور ګلان يې نوکران نيولي دينه
په پورتنيو مثالونو کې وګوری : اصيل ، اصيله ، له اصله ... په څو بڼو اوښتی شي خو په ( ار ) کې دا حالتونه نه شو پيدا کولی . همدا رنګه نور هم دغسې مٍثالونه شته چې د وخت د نشتوالي له پلوه اوس نه شم کولی يو په يو يې دلته وليکم .



مجيب انګار
26.12.2005

ددې بحث ډېرودرنوګډونوالو!
پداسې حال کې چې دلته موضوع څرګنده او ښکاره ده،يانې دښاغلي شپون صيب هغه خبره چې له بي بي سي سره يې په مرکه کې کړې،نوغوره به وي چې دټاکل شوې او پيل شوې موضوع په اړوندخبرې اوعلمي بحث وشي نه دنوموړي دشخصيت په باب.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more