د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
14.10.2005

سلامونه اوښي چاري٠
اوس ټولو ته څرګنده ده چي ځني ملايان خپل نظام اوسيستم دکوتک په زور ، خو ځني تش په نامه دموکراتان اوولس واکي غوښتونکي ښاغلي يي داسي پلي کول
غواړي چي ولس دډانګ اومتار پا زور سره دي ته اړباسي چي ددوي دخوښي نظام ته خپله رايه ورکړي.
ديوشمير ښاغلو دليکنو څخه له وراېه ښکارې چي دبل ډول مفکورې دزغم تمه هسي له وړاندي يوه نه بريالۍ هيله ده٠
هرڅه اوهرډول کرغيړن کارونه دمذهب ترنامه لاندي پټيږي اوپدي ډول ديوه کار او
موضوع په هکله دناپيلي بحث اوخبرو اترو مخه په لوي لاس نيول کيږي،ځکه که
چيري دي وورځني ژوندته په پرانستي سترګه سره وکتل نو د **الحاد**توره
ټاپه درغله .
لږڅه شرم اوحيا په کارده.
په درناوې.
وووو


Anonymous
14.10.2005

ميلمه صيب ښې چارې
ستاسې دلېکنې سره بشپړ موافق يم. دبحث نه موښه پايله راويستلې ده. په يوه لېکنه کې څو ځلې دالحاد ټاپې لګول شوي دي. دکوتک پالانو سره هيڅ کله په منطق بحث نه کيږي. پريکړه مې وکړه چې ځواب ورته ونه ليکم
30 کلونه داسلام ترنامه لاندې يا داسلام څخه دناوړه ګټې اخيستنې په اساس هيوادوال وزورول شول، ووژل شول اوداسې نادودې وشوې چې بشري تاريخ پرې شرميږي خو له بده مرغه ورڅخه هيڅ درسونه وانه خيستل شول اد دادډېری ناهيلۍ او خواشينۍ ځای دی. له ټولو بده خبره داده چې ديوازاد بشر په حيث دژوند کولو اوفکر کولواجازه نه درکوي اوهره موضوع چې ددوی په مغزو سمه نه وي هغه غيراسلامي اوغيرافغاني بولي او درته وايي: يا بساز يا بسوز!!


نقاد
15.10.2005

[quote:eb6a13b67b="Anonymous"]
اوس ټولو ته څرګنده ده چي ځني ملايان خپل نظام اوسيستم دکوتک په زور ، خو ځني تش په نامه دموکراتان اوولس واکي غوښتونکي ښاغلي يي داسي پلي کول
غواړي چي ولس دډانګ ... په زور سره دي ته اړباسي چي ددوي دخوښي نظام ته خپله رايه ورکړي.[/quote:eb6a13b67b]
ميلمه سلام او ښې چارې !
د ملا ځواب به ملا پخپله درکړي، خو د هغو ولسواکو يو ځواب چې اسلام او افغانيت دواړه لري، زه هم درکړم :
١ـ که د اولس او ډانګ وييځونه کاروې، بايد لږ تر لږه دې ولس او هغه ډانګ پيژندلی وي چې ولس پرې وهل شوی ، ټکول شوی، بندي شوی وژل شوی او يا له وطن څخه شړل شوی او مهاجرشوی و !
٢ـ دا دې هم بايد نه وي هيرکړي چې دغه ډانګ( توپ، ټوپک،توغندي ، ميزايل او نپالم بمونه) چا د ولس پسې راخيستی و؟ آيا هغوی د همدغه الحاد سرې لښکرې (خلق او پر چم) نه ؤ چې د شوروي پر مشرۍ يې د واقعي دموکراسۍ په نامه مسلمان ولس واژه او د آزادۍ په نامه يې الحادي ايديالوژي پلې کوله ؟ آيا آزادي الحاد ته او ولسواکي ولسوژنې ته وايي؟
٣ــ هغه مجاهد قهرمان ولس چې شوروي او دهغوی ﻻسپوڅي افغاني کمونيستان يې پر ګونډو کړل، سورا ستعمار يې له خاورې څخه ووېست، همغه قهرمان ولس به
د تنظيمونو، ملايانو ،حجري طالبانو او ټوپکسالارانو نادودې هم ختموي او همغه اتل ولس به اوس په زيات تدبير ، سياسي اند او مبارزې سره خپله عصري، سوچه افغاني او سلامي ولسواکي هم پلې کوي!
په څه ډول چې اسلام او افغانيت او پښتونولي سره جوړ راغلي، دغسې به عصري ولسواکي ، افغانيت او سپيڅلي اسلام هم سره درې اخيزه سمون ،پيوند او کوشير سره اخلي او هيڅ يو به بل له منځه نه وړي . ددوی اړوند درې درجې ولري :
١ــ هغه ستره او اصولي او اساسي برخه چې ولسواکي اسلام او افغانيت غواړي ، اسلام افغانيت او ولسواکي غواړي او افغانيت په کې اسلام او ولسواکي غواړي او يو له بل سره په ارګانيک ډول سره تړلي دي ! دا پراخه برخه د درې واوړو کډ اوليتونه دي او د متقابل تړاو لوړه درجه لري !
٢ــ هغه برخه او درجه ده چې يو له بل سره په ې سازش کولی شي بي له دې چې خپل اصول او موازين کنډو يا له ﻻسه ورکړي! دا هم د ژوندانه پراخه برخه ده خو د متقابل تړاو درجه يې ضعيفه ده.
٣ــ هغه وړه برخه چې تړاو سره نه لري ، متقابل سازش هم سره نشي کولی، خو يو بل يې سره زغملي اوتحمل کولی شي . د يوه له پاره اولويت لري ، ترې تيرېدای نشي خو بل اړخ يې زغملی شي!
[color=blue:eb6a13b67b]يو اتل او قهرمان ولس دغلته مالوميږي چې وکوﻻی شي او چمتو اوسي د خپلې ټولنې او خپل ملت د خير ، سولې پرمختګ او سرلوړۍ له پاره ددريواړو سترو ارزښتونو اړوند ، پيوند، همغږي، سازش وساتي او د هغوی پر متقابل زغم کې هم برلاسی ولري !!!
د افغان ولس فرد فرد ، نار ينه او ښځېنه ، زوړ او ځوان هر يو دا شهامت او قهرماني لري چې دغه اړين تاريخي رسالت په نره توره ترسره کړي او د يوه مدبر ملت ه توګه نړۍ ته راڅرګند شي . د لوی خدای په مرسته ! والسلام ![/color:eb6a13b67b]


نقاد
15.10.2005

کوشانه وروره مينه محبت او سلامونه !
که مطلب موداوي چې پښتون هر شي ځان ته وايي او په هر نامه چې هر شي (ناوړ کار) کوي ، ته ورته هغه مه وايه، يواځې او يواځې پښتون وروريي بوله ، که هغه تا او نور پښتانه د پردي په امر يا له خپل جهالته وژني هم ته ورته ورور او پښتون وايه، نو بيا خو ته له ما نه عيسی پيغمبرجوړل غواړې چې زما ګناه ګار له ﻻسه پوره نه ده، خو که راته وايې چې د چاشخصي توهين مه کوه، نو وروره د چا شخصي سپکاوی خو هيڅکله ما نه کړی او نه يې کوم ، څوک به ثابته نشي کړای چې ما کوم چا ( مشخص) ته خلقي، پرچمي يا ملحد ويلی وي . زه يواځې د هغوی له موجويت څخه منکر نه يم او په ټولګړې توګه يې يادوم چې خلقيان،پرچميان اخوانان ، ملحدان او طالبان دغسې دغسې کوي ، داسې يې وکړل او دا يې د سياسي عمل نتيجې وې چې شل کلن ناورين يې پر هيواد راسم کړ. نو که په دوی کې اوس هم څوک ځان خلقی ،پرچمی، طالب، اخوانی ملحد يا کمونېست بولي( زه خويې نه بولم) نو هغه يې په ټولګړې يادونې سره هم خفه کيږي . که خلقی ،پرچمی يا ملحد نه وي، بيا ولې د خلقيانو، پرچميانو او ملحدانو په تش نوم يادولو انديښمن کيږي .متل وايي (( غل په غره کې هم نه ځاييږي)).
ددې مسلې حل داسې نه دی ، که څوک ځان ملحد ، کمونيست ، اخوانی يا طالب نه بولي نو هغوی دې خپله کرکه له دوی څخه وښيي، له دوی سره دې د سياسي او ايديالوژيکي اړيکو پريکوڼ اعلام کړي ! او که هم پرې وياړي او هم پرې شرميږي، نو دا بيا نه کيږي چې هم يې زړه کيږي او هم ساړه ! دغه ټولې ډلې د سياسي ډلو په توګه چې يو وخت کې سياسي ډلې وې،افغان ولس ته په سياسي جرمونو او خيانتونو تورنې دي، تر څو چې هغوی پخپله له دغه ککړ هويت څخه ﻻس وانخلي ، په هيرولو او سترګې پټولو خو نه پاکيږي او نه بښل کيږي، متل وايي (( تور خر په سابون نه سپينيږي )) !
[quote:139c3ab259]په افغانستان کی څو راتلونکی نسلونه به د خلقی او پرچمی تر نامه لاندی ځورول کيږی [/quote:139c3ab259].
نه وروره ، داسې هم ده او هم نه ده:
داسې نه ده، په يو شرط چې دوی له خپل تير وخت او هويت سره خپل پريکوڼ او له هغه څخه کرکه اعلام کړي او هغه خپله تيروتنه وبولي، وې غندي او پر ضد يې ودريږي ، نو بيا به يواځې دخپل فردي مسوليت ځواب وايي ، نه د خلقيتوب ، پرچمي توب ، اخواني توب او طالبوالي !
ولې همداسې هم ده ،که چېرې پر خپل ګونديتوب او ډلييزو جنايتونو پښماني ښکاره نه کړي، له هغې نه فاصله و نه نيسي،کرکه ترې څرګنده نکړي او فاصله ترې ونه نيسي،بلکې وياړ پرې کوي او غندنه يې نه کوي، نو دغه رنځ او ځوريدنه به پخپله تر پيړيو اوږدوي او له سياسي بهير څخه ګوښه پاتې کيږي ..
حال داچې لومړۍ تګ ﻻر پرې د ولس او خلقو حق دی او ددوی د نجات او نوی پرمختګ يواځينۍ ﻻر ده چې الټرناتيف نه لري، خو دوی ( پاګلانو ؟) پرې تر اوسه پورې سترګې پټې ساتلې دي او همدا ددوی دﻻرې خنډ دی او بس . شاعر ورته ښه ويلي :

.............................................. [color=red:139c3ab259]خلقي ورور ته مشوره[/color:139c3ab259]...........................................
[color=cyan:139c3ab259]
بد دې وکړه سياست ته دې ﻻس واچو
................................................................ ترکاڼي خو وظيفه د بيزو نه ده

که پښتون يې اعتراف په ګناه وکړه
...................................................... د خلقيانو شله توب خو پښتو نه ده

طالبان دې بل تارتق دی د ټاټوبي
........................................................... کارنامه خو دې يوه م د کتو نه ده[/color:139c3ab259]


Anonymous
15.10.2005

ښاغلي نقاد صيب سلامونه اوښي چاري.
داسي هم نده لکه تاسو چي ئي غواړئ ,دشل کلن ناورین بنسټ ايښودونکي هغه دبهر لخوا لمسول شوي بنسټ پالي ډلي دي چي پرداودخان باندي يي غوښتل کودتا وکړي. کله چي داموخه لاس ته رانغله نو په پاکستان کي دافغان حکومت پرضد دفشار دالي په توګه ,کښيناستل اودغه کرغيړنه دنده ترننه پوري سرته رسوي.
هغه څه چې دوي تراوسه پوري پرافغان ملت باندي وتپل اوتپي يي نوپه تاريخ کي سارئ نلري اوټولوخلک داپخپلو سترګوګوري.
ته به هم شاهد يي چې داساسي قانون څخه دديموکوراسۍ توري دليرې کولو په ﻻره
کي ټول ټوپکيان سره يوﻻس سوه اودايي په څرګنده ويل چي په اسلام کي
دموکراسي ځاي نلري نو ځکه ستاسو هلي ځلي چي اسلام او دموکراسي غواړئ ،له
بده مرغه دملايانو په اند دمنلو وړندي.
له همدي امله ستاسو پلويان به دګوتوپه شماروي ,خوزه ستاسو کينه دشخصي زيان له کبله چي ښايي دررسيدلئ به وي، دکيڼو په هکله دپوهاوي وړبولم.
په درناوي.


نقاد
15.10.2005

ښاغلي .M.H صيب سلامونه اوښي چاري.
داسي هم نده لکه تاسو چي ئي غواړئ , دشل کلن ناورین بنسټ ايښودونکي هغه دبهر لخوا لمسول شوي ډلي دي چي پرداودخان باندي يي غوښتل کودتا وکړي. کله چي بنسټپالو داموخه لاس ته ورنغله ، نو کمونستان په مسکو کې دافغان حکومت پرضد دفشار دالي په توګه سره کښيناستل ، خلقاو پر چم ددې لپاره سره (اتحاد( وکړ او بيا يې پرداود خان د ثور کرغيړنه کودتا وکړه او د شل کلن ناورين بنسټ يې کيښود، کمونستانو له بره او بنسټپالو له کوزه ځخه هم په يوه وخت او هم يو دبل پسې هيواداو هيوادوال وځپل اوناورين ته شدت ورکړ چې پايلې يې ترننه پوري تر سره کيږي.
هغه څه چې دوي تراوسه پوري پرافغان ملت باندي وتپل اوتپي يي نوپه تاريخ کي سارئ نلري اوټولوخلکو داپخپلو سترګووليدل ، چې يو تر بل بتر ؤ او دي. زه هم شاهد يم چې داساسي قانون د جوړولو له وخته بيا تر اوسه پورې دديموکراسۍ پرضد ټول ټوپکيانو سره يوﻻس شوي او په څرګنده وايي چي په اسلام کي دموکراسي ځاي نلري نو. خو اساسي قانون يو دموکراتيک قانون دی او اسلام ته هم درناوی لري او د اسلام خلاف هيڅ ډولاحکامو ته اجاز نه ورکوي، نو ځکه به هغه هلې ځلې چې د بنسټپالو پر خلاف د اسلام او دموکراسي نږديوالي او دواړو د رياعيت کول غواړي، با الاخره د چپ اړخو او ښي اړخو (افراطي) ډلو پر ناکامۍ او د ملي دموکراسي په برياليتوب انجاميږي ، په کومه کې چې داسلام د سپيڅلي دين اساساتاو روحيه ساتل کيږي.له
همدي امله به زمونږ پلويان که خدی کول په ميليونووي , ځکه ملي دموکراتان له چا سره شخصي کينه نه لري او د سر او مال دشخصي زيان له کبله هم له چاسره کينه او عقده نه پالي ، بلکې د هيواد ،ملت او پرمختګ په ﻻره کې هر ډول قرباني په ورين تندي مني.په درناوي.


Anonymous
15.10.2005

دې ليکنې ټو لو لوستونکوته سلام!
١- نقاد صاحب ته د احترام د وړاندې کولونه وروسته، زما په ګومان هغه ډانګ چې ولس پرې وهل شوئ، ټکول شوی، بندي شوی،وژل شوی او يا له وطن څخه شړل شوی او مهاجر شوی، لا تراوسه د کاره نه دی لويدلی٠ همدا سلسله لا تر اوسه روانه ده، تفاوت يوازې په دې کې دئ چې پخوا د افغانانو يوه ډله د خپلو نړيوالو همکارانو په مرسته واکمنه او غالبه وه او نن دهغو مخالفې ډلې د خپلو خارجي حمايتګرانو د زور په واسطه په قدرت راغلې دی٠ نه دا اوسنی او نه هغه پخواني (د احمد شا بابا نه که نه، نو د تيمور شاه نه را وروسته) واکمنان د ولس په خوښه ، رايه او پوره ملاتړ قدرت ته رسيدلی دی، بلکې هر چا له زور او جګړې څخه کار اخيستی دئ٠ خو د هغو پخوانيو (له تيمور شا څخه تر امينه پورې) ملي صبغه قوی او په دا را وروسته کې (له کارمله تر کرزيه) د پرديو د ﻻسوهنې او خارجي حمايت فکتور غښتلی دئ٠
٢ - د دموکراسۍ تر نامه ﻻندې بايد بې اتفاقۍ ته لمن ونه وهو ٠ د ا سخته ده، خو بايد کوښښ وکړو چې د حقايقو د ويلو په بهانه خپلې عقدې خالی نه کړو او د انتقام په لټه کې ونه اوسو٠ او که نه نو بيا بحث رانه په بد اورد ويلو اوړي او بيانو د تيښتې له پاره ډير کسان د دين او ايمان د ساتلو پرده په ځان را کشول غواړې او هڅه کوی چې خپل مقابل کسان دبيدينانواو ملحدانو په نامه د الحادی لښکرو تر څنګ ودروی٠ الحادی لښکرې هم بيا يوازې روسی لښکرې بولی او دا انګريزی او امريکائي لښکرې چې د ټولو بين المللي حقوقی نارمونو په خلاف ئی د افغانانو په وطن، کلتور او ننګ او ناموس حمله وکړه او تر اوسه پوری مو د وطن د مور په سينه پراته دي، له ياده باسي٠
٣ - محترم نقاد صاحب، موږ کوﻻی شو چې د خپل نفس د تسکين له پاره د ځان په هکله هر ډول لاپې ووهو٠ خو په يوه خبره بايد سره پوه يو چې هغه خلقيان او پرچميان چې غوره کتلو ئې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښييګڼو او د هيواد د سمسورتيا او پرمختګ په خاطر په مبارزه ﻻس پورې کړی ؤ او په دې ﻻره کې ئې په اګاهانه اوشعوري ډول خپل سر او مال وښيندل او حتا د ځينو د اتهام پر اساس ئی د وطن او خلکو په حب او مينه کې د اخرت پروا هم نه کوله، هغوي ټول افغانان ؤ ، دافغاني ميندو نه زيږيدلې، په افغاني محيط کې لوي شوي او دخپلو غيرتي پلرونو او نيکونو د حماسو قصې ئې اوريدلې او تر ډيرو نورو ئې ښې په دقت لوستې دی٠ هغوي په افغاني غيرت او شهامت کې لکه د نورو غيرتي افغانانو په شان دی٠ زما په نظر هغوي ته سپکاوی او توهين په غير مستقيم ډول افغان او افغانيت ته سپکاوي او توهين دئ٠ په دې خبره بايد فکر وکړو٠پريږده چې بې له استثنا د افغان د ځورېدلې مورفني متخصصين د خپل وران هيواد په جوړولو او ديوه عام افغاني تفاهم په چوکاټ کې د خپلې انارشۍ ځپلې ټولنې په سمبالتا کې برخه واخلی٠
٤ - ديموکراسي په يوه ټولنه کې د انسانو تر منځ د ژوند کولو هغه طريقه ده ، چې د پيړيو په اږدو کې ئې وده کړې او نن په نړيواله کچه ځينې معين شاخصونه لری، چې د هغو د منلو پرته ديموکراسی نيمګړې څه، چې ناشونې ده٠ يو له دغو ارزښتونو څخه هم د وجدان او عقيدې ازادی ده٠ ددې اصل له مخې هرسړئ او هره ښځه د خپلې عقيدې، دين او مذهب په انتخاب کې ازادی لری٠ دولت مکلف دئ چې د افرادو ددې ازادۍ څخه ننګه کړی، نه دا چې د يوې او يابلې عقيدې، دين او مذهب د تحميل وسيله شی٠ چون د روژې خوړل يا نيول د هر چا شخصي مسئله ده، دولت ورپکې د مداخلې حق نه لری او په دموکراسي رژيمونو کې څوک د روژې په نيولو او يا خوړلو مکافات او يا مجازات کيږی نه٠ دا چې دا څومره د کومو اديانو او مذاهبو له احکامو سره سمون او يامخالفت لري دا بيا ځانګړې موضوع ده٠


نقاد
15.10.2005

[color=blue:7dccb9f397]ښاغلي ابوالمتين صېب او درنو لوستونکو ته سلامونه !
تاسو څومره ښه ليکنه کړې چې وحدت اواتفاق ته مو خلک رابللي دي . مطلب خو همدا دی، خو پر هغه څه چې افغانان راټوليدای شي هغه هم بايدد ومنو : هغه اسلام دی، هغه افغانيت دی او هغه ولسواکي ده! آيا کوم بل شی هم شته چې ډير افغانان پرې را ټوليږي؟ نشته ! نن سبا کمونيزم ، سوسياليزم ، انقلاب ، پرولېتاريا او داسې نور نه شته ، نه يې څوک غواړي ، نه پرې څوک غوليږي او نه يې نور څوک زغملی شي . حق او حقيقت، حقوق او عدالت ځينې د ولسواکۍ، څوک يې د اسلام او څوک يې په افغانيت پښتو او پښتونولۍ کې لټوي، نه په کمونيزم او ورته پوهيځونو او سيستمونو کې .
آيا رياليزم او منطق دا منلی شي چې مونږ دې د افغان ولس وحدت او اتفاق غواړو خو د هغوی د را ټوليدو دبنسټونو يعنې اسلام ، افغانيت او ولسواکۍ وحدت نه غواړو يا يې نا ممکن وبولو ؟ دابه داسې معنی ولري چې مونږ يو بل ته دﻻس ورکولو چغې وهو ﻻسونه هم سره ورکول غواړو، خو زړونه او فکرونه سره نه نږې کوو، بلکې يوبل ته د ﻻس په ورکولو کې لېنګته ايښودل او سر د ﻻندې راخطا کول غواړو ، او دې ته بيا سياسي مبارزه هم وايو ؟
بايد ټول دا ومنو چې نه يواځې پر افغانيت او پښتونولۍ ټول راټوليدای شو، نه يواځې پر اسلام او نه هم د اوس له پاره په دموکراسۍ ټول ر توليږي! خو پر دريواړو ټول سره را ټوليدای او د هغوي تر منځ پر وحدت ، سازش او زغم باندې سره ټول راټوليدای شو، وحدت او وروري کولی شو !
بل مهم ټکی په وحدت او آن ورورۍ کې حساب دی ، وايي وروري به کوو حساب تر منځه ! او حساب د دموکراسۍ هم زړی دی ، خو د يو شمير ښاغلو له ليګنو څخه داسې بريښي چې حساب او کتاب وحدت او و روري نه، بلکې دوښمني ده،بي اتفاقي او کرکه راپارول دي( ! ) . عجيبه داده چې تر ټولو زيات او حتی يواځې هغه ډلې د ورورۍ او وحدت ددغه زرين اصل سره مخالفت ښيي چې پخپله په تيره کې د کمونستانو او له هغوی راوروسته د جنګ ساﻻرانوپه توګه په سختو زياتي تيري او جنايتونو کې ښکېل پاتې شوی وي!!!
نو دغه د عدالت چغې د ظالمانو له خولې؟ د وحدت او ورورۍ چغې د هغې د دوښمنانو له خوا؟ آيا دا د کاسو ﻻندې نيمکاسې او د هيلۍ بچو ته غوټې ښودل به څه نتيجه ورکړي؟
ملي مصلحت دا نه دی چې د اختلافاتو پر خوږلن د وحدت په نامه فرش وغوړوو او پرې سره کډ کښينو، څو يوه شيبه وروسته بيا ټول د نفاق په سکروټو او لمبو کې وسوځو ؟ دې ته ارانيک وحدت او اتفاق نه ويل کيږي، له دې نه دا ډيره غوره ده چې
چې د پټو سترګو له دوست او دوښمن سره دکورکورانه اتفاق پر ځای له ورور ګلويزه حساب وروسته په غړولو سترګو او خلاصه غيږ وحد او ورورولي ته ورودانګو او هر څه سره له سره پيل کړو . والسلام ! [/color:7dccb9f397]


Anonymous
16.10.2005

ښاغلی نقاد صاحب ته خاص سلامونه!
وروره ! زه ځان مکلف بولم چې ستاد پورته درج شوی وروستی ليک له اساسي مسايلو سره دخپل نظر توافق اعلان کړم٠ البته په جزياتو کې ځنې د نظر تفاوتونه لرو چې طرحه ئې موږ او زموږ لوستونکی له اصلې موضوع نه لرې کوې او د اهميت له لحاظه هم مبرم نه دی ٠ که ژوند باقي ؤ او موقع برابره شوه ، بيا به يې سره شريک کړو٠
خوښ او بريالی اوسی
ابوالمتين


Anonymous
19.10.2005

کوشان صيب دشعر دې هره ليکنه کې تکراروې نو املاخو يې لږه سمه کړه !
اقتباس
(خاندی خاندی خندا تاسو سره زيب کا
کوشان پريږدی چی کړی توی د خپل د زړه وينی
اوښکی وينی چه زه ژاړم علت دادی
چه خپل قوم راته وهی نغمی غمګينی)
که شاعر نه يې نو يو بل ښکلى شعر غوره کړه دا خو نه شعر دى او نه مير!
نور نو خپلې موضوع ته سوچ کوه چې درنه خرابه نه شي او روژه هم نوره په خلاصيدو ده وارخطا کېږه مه. خو ورپسې سرسايه ده د هغې سره به څه کوې .
بيا به وايې جيب زما او واک يې دملا؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او بيا څومياشتې وروسته حج دى هلته به هم وايې چې پيسې يې زما او واک يې د اسلام؟
او په اسلام کې خو ذکات هم شته چې له هغه سره به څه کوې ؟؟؟
او بله دا ووايه چې لمونځ هم د روژې غوندې فرض دى چې ته لمونځ کوې او که وايې چې بدن يې زما او واک يې د ملا؟؟
خپه نه شې
مننه


Anonymous
19.10.2005

[quote:04070a4c60]پر هغه څه چې افغانان راټوليدای شي هغه هم بايدد ومنو : هغه اسلام دی، هغه افغانيت دی او هغه ولسواکي ده![/quote:04070a4c60]
دسلام نه وروسته
يره نقادصيبه دا اسلام او افغانيت دی درسره منم ٠ په دی به افغانان راټول شی خو دی ولسواکی کښی دی زياتۍ کړی٠
په دی چی داسلام سره ولسواکی (دموکراسی)،کمونيزم،سوسياليزم٠٠٠٠٠٠ ٠٠٠٠ يو شان په تضاد کښی دی٠ يانی اسلام سره ډډه نه لګوی٠
زه چی په افغانستان کښی دا ننی دموکراسی وينم،نوهماغه د٥٧ کال سوسياليزم راته ياد شی٠ چی هرڅه ازادی اوورسره فشارونه ، سوسيالستی سازونه اوازونه اودلينن صوفی عکسونه دا ټول په يو دم راغلل٠ انجام يی هغه دۍ ټول وينو٠
نن بيا دسوسياليزم په ځای دا بله بلا دموکراسی راغلی چی نوم يی بدل خواصليت يی يو شان دۍ٠ او دلينن په ځای خلک بش ته سجدی ږدی٠ بس الله دی خير کوی چی څه به کږی٠ وسلام
ساکت٠س


نقاد
19.10.2005

د سکوت خاوند ساکت خانه سلامونه او نيکې هيلې !
مونږ اوتاسې پښتانه يو ولسواکي منو خو دموکراسي نه ! ځکه دغه موجوده دموکراسي د ولس د واک او واکمنۍ استازي توب نه کوي او که چيری په رښتيا سره د ولس واک يعنې رښتينې ولسواکي رامنځته شي،نو بيا خو به هغه څه کيږي چې ولس يې غواړي او پلوی يې کوي! داسې ولس خو به به په نړۍ کې موجود نه وي چې خپل واک او خپله واکمني نه مني او پردی جغ پر څټ وړل غواړي . که پردۍ واکمني غواړي نو بيا خو دغه دی امريکايان شته ، پردي هم دي او واک يې ﻻ چليږي، ددوی پلوي او غلامۍ ته دې ملاوتړي. خو په دې شرط چې هغې ته دې بيا په سپين سترګۍسره ولسواکي نه وايي !
مونږ له هماغه لومړي سر څخه ويلي چې افغانانو دخپلې ملي افغاني ولسواکۍ يوه نطفه او بنسټ رامنځته کړی و، کوم پير چې د اساسي قانون د لسيزې په نامه پيژندل شوی دی . ځنګه چې په رامنخته ګولو کې يې د بهر ﻻس
نه و، پر اوسنۍ دموکراسۍ يې زر ځلې شرف درلود ! مونږ داهم ويلي او وايو چې پښتانه بي له دې هم د ولسواکۍعنعنه لري او د قومي ژوند ډيرې چارې يې په جرګه فيصله کړي او کوي چې د ولسواکۍ يو پخوانی او لومړنی شکل دی! لويه جرګه خو ﻻتر اوسه پورې هم له دولت څخه لوړ مقام او لوړ واک اوصلاحيت لري! له دريمې خوا د اسلامي خليفه ټاکل دراشدينو خليفه ګانو په پير کې هم د ولس په رايو(بيعت) سره تر سره کيده ، نو زمونږ ولسمشر ، حکومت او شوری دې ولې دخلکو په رايو نه ټاکل کيږې ؟؟؟
مونږ په لومړي ګام کې د همدغو ټاکنو او رايوآزادۍ ته د ولسواکۍ بنسټ وايو ، نه د فسادونو آزادۍ او سياسي ليبراليزم ته !
له بلې خوا که اسلام او افغانيت هر څومره [color=white:bd26857dda]غوره شکلونه دي [/color:bd26857dda]، خو له خپل ځان څخه د ټولنيز پرمختګ او ترقۍ خوزښت نشي را منځته کولی او دهغې توان طاقت ، ځواک ، لوښه او متره يې له ﻻسه ورکړې ده او د وهابيت له امله يې سختدريزه شکل حتی د پرمختګ او ترقۍ په مخکې خنډ ګرځيدلی دی !
ما وو يل له سختدريځۍ پرته دوی (( غوره شکلونه دی)) د څشي غوره شکلونه ؟ ، دترقۍ او پر مختګ ، چې وسيې غواړي او د ولس واک يا ولسواکي يې تضينوي !
[color=blue:bd26857dda] آيا دسې لس شته چې په ژوندانه کې پرمختګ نه غواړې؟ ايا له پرمختګ پرته ژوند کيدای شي اودوام موندلی شي ؟ آيا د ژوند هدف ترقي او پرمختګ نه دی (؟) او بي پرمختګه ژوند ته هم ژوند ويل کيږي (؟) اوکومه معنی لري ؟ [/color:bd26857dda] طبعأ ددې ټولو پوښتنو ځواب (( نه !)) دی او پرمختګ هر څوک غواړي.!!!
نو دژوند محتوا پر مختګ ، ترقي اوولسواکي او شکل يې د افغانانو له پاره افغانيت او اسلاميت دی!
[color=white:bd26857dda]مونږ و يلی شو چې د افغاني مسلمانانو له پاره ولسواکي له افغانيت او اسلاميت پرته بالکل ړنده ده ،لکه دا
ا وسنۍ بهرنۍ دموکراسي چې ړنده د ه، او اسلام اوافغانيت به له ولسواکۍ پرته له اجتماعي رسالت او مځپانګې څخه تش او خالي وي ![/color:bd26857dda] اوس په کې ، ګرانو لستونکو !، ښه سوچ او چرتونه ووهئ او انديځونه نظرونه) مو وليکئ ! په لوی الله مو سپارم ! والسلام ![color=cyan:bd26857dda] ستاسې يو ورور : نقاد [/color:bd26857dda]
٦


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more