د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ګېډه زما واک يې دملا

Anonymous
09.10.2005

که څوک روژه وخوري دشينواري صيب دقانون له مخې سزاورکول کيږي. ايا داسم کاردی؟
١: روژه انسان دخدای له پاره نيسي، نه د بنده له پاره. کله چې خدای ج درته په روژه خوړلو په دې دنيا سزا نه درکوي نوبيا بنده يې ولي درکړي؟ داګناه نه ده؟ ايا داپخپله په خدای تعالی ملنډي وهل نه دي. مانا داچې خدای دجزا ورکولو توان نه لري خو يو بنده ورسره مرسته کوي او روژه خوړونکي ته جزا ورکوي.؟
٢: هغه روژه چې په زور ونيول شي دخدای په دربار کې دقبلېدو وړده؟
٣: ايا داامکان لري چې شينواري صيب قانون دې خلک روژې نيولو ته مجبورکړي؟ که څوک بهردخلکو په منځ کې خوراک نه کوي نو دکورپه دننه کې هغه څوک کنترولولی شي؟ هيڅ يوه روژه په زور امکان نه لري او نه داسې ميکانيزم تراوسه شتۀ.
٤: څوک به ناروغه وي، څوک به دمعدې تيزاب لري، څوک به دولږې طاقت نه لري، څوک به بل معذرت لري اوڅوک به په ساده ډول نه غواړي روژه ونيسي، نو پس داهرڅه بايد دملاصيب دامر نه قرباني کړي؟ هرڅوک او اخرت يي. هرڅوک او دقيامت ورځ يي. ناشناسي وايي:
شيخ دې لمونځ روژه کړې زه به ډکې پيالې اخلم
هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه
ستاسې نظر! ګوری کنځا ونه کړی. لويه ګناه ده


Anonymous
09.10.2005

لپړه په اسلامي ټولنه کې بل هيڅ امکان نلرې سبا څوک په سرک زنا کوي او هغوي به هم خلاص وي ?? اورپا او دهغې چټل انتي بشري اخلاق موږ نه غواړو ٠


نقاد
10.10.2005

[quote:0775b47226]که څوک روژه وخوري دشينواري صيب دقانون له مخې سزاورکول کيږي. ايا داسم کاردی؟
١: روژه انسان دخدای له پاره نيسي، نه د بنده له پاره. کله چې خدای ج درته په روژه خوړلو په دې دنيا سزا نه درکوي نوبيا بنده يې ولي درکړي؟ داګناه نه ده؟ ايا داپخپله په خدای تعالی ملنډي وهل نه دي. مانا داچې خدای دجزا ورکولو توان نه لري خو يو بنده ورسره مرسته کوي او روژه خوړونکي ته جزا ورکوي.؟
٢: هغه روژه چې په زور ونيول شي دخدای په دربار کې دقبلېدو وړده؟
٣: ايا داامکان لري چې شينواري صيب قانون دې خلک روژې نيولو ته مجبورکړي؟ که څوک بهردخلکو په منځ کې خوراک نه کوي نو دکورپه دننه کې هغه څوک کنترولولی شي؟ هيڅ يوه روژه په زور امکان نه لري او نه داسې ميکانيزم تراوسه شتۀ.
٤: څوک به ناروغه وي، څوک به دمعدې تيزاب لري، څوک به دولږې طاقت نه لري، څوک به بل معذرت لري اوڅوک به په ساده ډول نه غواړي روژه ونيسي، نو پس داهرڅه بايد دملاصيب دامر نه قرباني کړي؟ هرڅوک او اخرت يي. هرڅوک او دقيامت ورځ يي. ناشناسي وايي:
شيخ دې لمونځ روژه کړې زه به ډکې پيالې اخلم
هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه
ستاسې نظر! ګوری کنځا ونه کړی. لويه ګناه ده[/quote:0775b47226]
ځواب

د کفر او اسلام خبرې :
کفري پوښتنه :
که څوک روژه وخوري دشينواري صيب دقانون له مخې سزاورکول کيږي. ايا داسم کاردی؟
اسلام : که څوک روژه وخوري د اسلام د قانون ( شرېعت ) له مخې سزاورکول کيږي. او همدا سم کار او سمه ﻻر ده !

١: روژه انسان دخدای له پاره نيسي، نه د بنده له پاره. کله چې خدای (ج) درته په روژه خوړلو په دې دنيا سزا ټاکلې ده نو بيا بنده يې ولي درنکړي؟ داګناه نه ده چې په اسلامي ټولنه کې روژه خور بي سزا آزاد ګرځي او نور هم له ځانه سره ګمراه کړي؟ اسلامي ټولنه دڅه له پاره ده ، چې يو بي دليله روژه خوړونکي ته جزانه ورکوي.؟
سزا ورکول د خدای (ج) امراو منکر ترې کافر دی.
٢: [quote:0775b47226]هغه روژه چې په زور ونيول شي دخدای په دربار کې دقبلېدو وړده؟[/quote:0775b47226]
هغه څوک چې روژه قصدأ نه نيسي په زړه کې کافر دی، که روژه پرې په زور ونيول شي، په داسې حال کې چې دئ د روژې له فرضيت څخه منکر وي، نه يواځې نيولې روژه يې نه قبليږي ، بلکې کافر پاتې کيږي اود مرګ له ويرې په منافقت سره خپل کفر ته پټ دوام ورکوي !
٣: [quote:0775b47226]ايا داامکان لري چې اسلامي قانون دې خلک روژې نيولو ته مجبورکړي؟ [/quote:0775b47226]
ښکاره هو، که د کورغړي يې مسلمانان وي نو دکورپه دننه کې به يې هم کنترول کړي شي او شرعي سزا ته به يې راکاږي! که ټولنه اسلامي وي ، نه يهودي، نو يهودي چالونه په کې نه چليږي!
٤: [color=white:0775b47226]که څوک ناروغه وي، که څوک دمعدې تيزاب لري [/color:0775b47226]، معذور کسان له قاضي څخه مخکې له مخکې شرعي اجازه اخيستلای شي ، خو که کوم چېپس خور کوناټور له ناروغۍپرته [color=yellow:0775b47226]دولږې طاقت نه لري، يا په ساده ډول نه غواړي روژه ونيسي،[/color:0775b47226] په سزا محکو ميږي !

نو که مسلمان وي پس دبوزې داهرڅه چړچې بايد داسلام له پاره قرباني کړي ، او د زړه له کومي ! دې ته وايې مکلف مسلمان . هو، هرڅوک او اخرت يي، خو هر څوک او د شريعت انفاذ پرې . نه ناشناس او دا ﻻندې چټيات :
شيخ دې لمونځ روژه کړې زه به ډکې پيالې اخلم
هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه.
ځواب :
زه به لمونځ روژه کړم ، کفار ډکې پيالې اخلي
وړی شي په اسلام کې کافردار لره که نه ؟

[quote:0775b47226]ستاسې نظر! ګوری کنځا ونه کړی. لويه ګناه ده[/quote:0775b47226]
وخکي دې پاک کړه، اونور بيا ونه خورې !

نقاد


Anonymous
10.10.2005

افرين نقاده ځني وخت ښه شيان ليکې


Anonymous
10.10.2005

سلامونه
همدغه زموږ مشکل دئ چه داسلام دقانون اجرا دهغه چاپه لاس کی ده، چه پخپله د کفارو رسئ په غاړه نوکر دئ اودامريکايانو بشري جنايتونه ،تجاووزونه اوبي ناموسئ ته په ډيره بي ننګئ او پستئ دتائيد فتوی ورکوي .
دااحمقان ديوي خوا ددموکراسئ (چه په واقعيت کي امريکائي DEMONCRACYورته ويلئ شو)نارې وهي او دبلی خوا دشريعت دانفاذ٠په واقعيت کی نه اسلام ته اعتقاد لري اونه دمکراسئ ته ٠
روژه نيول او دهغی ټول اصول په ځای کول دالله پاک فرض دئ اوڅوک چه معتقد او مومن وي بي له مجازاتو او مکافاتو خپل دغه الهي فرض اداکوي ،خودشينواري په شان خرڅ شوي اشخاص داسلامي احکاموداجراصلاحيت نلري ځکه دئ پخپله اهل صالح نه دئ اوعمل ئي صالح نه دئ اوددين څخه دبي دينانود دفاع دپاره ګټه پور ته کوي ،له دکبله د خداي پاک ددين اودافغان اولس سره دخيانت له وجه دجزامستحق دئ ٠
ګوروان


Anonymous
10.10.2005

داسي ليكني صرف خلقيان او پرچميان كوي لكه څنګه چي ګيډور ميلمه كړي دالله
(ج) نه ورته هدايت دنيكي غواړم


نقاد
10.10.2005

[quote:98db78b48d="Anonymous"]نقاده وروره ترګوتو دي وارۍ شم ، دخداى تعالى له دين نه دي ښه دفاع كړي الله تعالى دي فردوس جنت اودرسول الله شفاعت در په برخه كړي .
خور دي خاټول[/quote:98db78b48d]
[color=white:98db78b48d]اسلام عليکم و رحمت الله و بر کاته!
ګرانې خورې دعا دې قبوله!
له تا غوندې خور، د حليمي صيب ، طلب جان اوغروال غوندې ورونو او ټولو مؤمنانو سره !
امين يا رب العلمين ! [/color:98db78b48d]


Anonymous
10.10.2005

نقاد صيب ! نپوهيږم تاسې څوک ياست اودکوم نظر خاوند ياست.
ستاسې يوه ليکنه د ديموکراسۍ ډنډوره وهي، بله چپي تمايلات لري اوبله بيا داخوانيزم اواخوانيانو په دفاع راپورته کيږي. داپه واقعي نړۍ کې ناشوني کار دی چې ( ازهر چمن سمني)په ډول خپل نظريات وړاندی کړی. که له يوې خوا دديموکراسۍ چيغې وهې نوبيا بايد داوزغمې چې په مذهب کې ترډيره حده ازادي دهرچاطبعي حق دی. که دا واقعيت نه مني نو بيا دديموکراسۍ نوم مه اخله اودبنيادګرانو په کتار کې ودريږه. بله لار وجود نه لري. دبيلګې په توګه تاسې ليکی:
٤((که څوک ناروغه وي، که څوک دمعدې تيزاب لري ، معذور کسان له قاضي څخه مخکې له مخکې شرعي اجازه اخيستلای شي ))
ايا داسې يو کوم څه دې په عمل کې ليدلي؟ قاضي خودمعدې دتيزابو په تعريف نه پوهيږي نوبه څنګه فيصله وکړي. ايا دا دقاضي کار دی که دډاکتر؟ ايا تراوسه دې څوک په خپل ژوند کې ليدلي چې دروژې دنه نيولو په باب قاضي ته تللی اويا په دې باب قاضي حکم صادرکړی وي. دومره لوی شميرقاضيان به له کومه شي چې دهرمريض دوسيه په غوروڅيړي اومالومه کړې چې مريض دروغ وايي او که رښتيا.
نقادصيب واقعې نړی ته راښکته شه. او له عملي دنيا نه خبرې کوه.
تاسې غوندې ملايان خو وايي چې هرڅه په اذل کې ليکل شوي نوبيا خو ددغه کوناټور چې تاسې يې توهينوی څه ګناه ده. داچې ناقص هورمونونه لري او په نتيجه کې ډيرزيات وږې کيږي اوزيات خوراک خوري څه وکړي.؟ ايا دزړه سوی وړ نه دی؟
دلته خبره بيرته ساينس اوطبابت ته ځې خوستاغوندې کسانوته به تشريح کول لکه اوښ ته شپيلۍ وهل کومه مانا ونه لري.
زما وخکی پاک دی خو ګوره په روژه ماتي کې دې په حلوا خوله ونه سيزې.


م ن غروال
10.10.2005

محترمو سلامونه ومنئ!
د نقاد صاحب خبرې دا معنی نه ورکوي چې ګواکي ده ځان له نورور لوړ او يا پاک او يا لوړ رتبه مسلمان ګڼلۍ وي او يا هغه او دغه اسلام ياد کړۍ وي٠ اسلام اسلام دي نو که شافعي وي او حنفي او که وهابي! دا نومونه يوازې د دې لپاره دي چې د عباداتو طريقه او له فقهي مسايلو مختلفې اخيستنې شويدي، که څه هم زه يې غوره نه بولم ښه خو به دا وای چې ټول اسلامي اوامر او ارشادات او فقهي مسايل يو ډول وای خو په هر حال!
پاتې شوه روژه او سزأ؟ البته په لومړي ګام کي عبادت چې هر عبادت وي په زور نه کيږي٠ او روژه خوړونکي ته سزأ هم يو لوئ جنجال رامنځ ته کوي چې هغه به دا ثابتوي چې يا خو مسافر دی او يا خو هم ناروغ!
اما پاتې شوه سپکه؟ داسي خلک اوس هم افغانستان کي شته چې اسلام ته په سپکه سترګه ګوري او روژه ددې لپاره په محضر خوري چې ګواکي روژه څه او کار يې څه! خو دټؤلنې د کلتور په اساس په هېواد کي اهل د هنودو هم په ډګر روژه نه خوړه ځکه دوئ دا بي ادبي ګڼله ٠ او که څوک يې خوري هم په پټه او په شرم سره٠
زمونږ يو استاد ؤ په شپږم ټولګي کي هغه به ويل (چې ځه سږ کال روژه خو هم لږه پاتې ده څه مو ونيوه او څه مو وخوړه خو زه يې کال ته خپه يم چې کال ته به څه کوؤ!کاشکي يو کال وای او يو کال نه وای٠)
خو ده روژه نيوه ٠ او که خوړه يې هم چا نشول کولای په ثابته کړي٠ نو دا ډيره لويه ستونزه ده چې په روژې خوړلو څوک دا ثابته کړي چې په واقعيت کي د سزأ لايق دی او که نه!
خو سرزنش هغو خلکو ته چې د خپل چاپيريال لخوا پيژندل شوي وي او روژه قصداً خوري او د روژې امر په وړاندې هم کفري کلمې او جملې او ټوکې جوړوي، د سزأ وړ يې بولم٠ دا پدې نه چې دۍ روژه خوري او يا روژه نه نيسي بلکه اسلام ته په سپکه ليدلو پخاطر!
خو که داسي وه چې يو سړۍ په روژه خوړلو وليدل شو او سمدلاسه يې توهين کړي او وهل وي او بد رد ويل چې : کافره يا ملحده او نور، او تر څو چې دۍ دا په اثبات رسوي چې ناروغ دی او يا هم مسافر، نو څو ورځې به يې په زندان کي تېرې کړي وي، چې داسي کار ته زور ويلای شو او زور سم کار ندي او خلک به له اسلامه نوره هم تېښته وکړي٠
او داسي هم سمه نده چې ګېډه زما واک يې د ملأ! ولې نه ، واک به يې خامخا ستاسو وي خو دلته په علني روژه خوړلو کي هم نورې تر پردې شاته ملحدانه غرضونه پراته دي چې د يوه مسلمانې ټولنې سره په ټکر کي کيږي٠ نو غوره تر ټولو دا ده چې هر يو پخپل ځاي کي د متقابل احترام په پام کي ونيسي او که روژه هم خوري نو دومره خو دې هم نه سپين سترګۍ کيږي چې ووايي وروره پر تايې څه ، زه پوه شه او خداي مي او داسي نور!
لا اقل د هنودو هېوادوالو خو دې لږ تر لږه حيأ وکړي٠
او دا چې قاضي صاحب روژې ته پام دی او نور د هېواد اخلاقي نيمګړتياؤ ته شأ، نو دا خو واقعيت دي٠ فحشأ او مشروب چې نن کابل کي مروج شوي په هيڅ وخت کي هم نه ؤ شوي٠ د هغو علاج لپاره يې ولې خوله ګونګه شويده؟
خو : هادي ج دې هدايت راته وکړي که نه له مونږه اوبه له ورخه تېرې دي، که له واقعيته سترګې پټې نکړو!
په درناوې


Anonymous
10.10.2005

غروال صيب! ښه ليکنه دې کړيده. ترډيرې کچې داعتدال بڼه لري. نپوهيږم نقاد صيب دډير غضب په وخت کې خپله ليکنه کړې او که همداسې مزخرف نظريات لري.
دهغه پخوانۍ ليکنې خو ډيرې خوندورې وي . خوننۍ ليکنه يې په ملاعمر هم پښه اړوي.


م ن غروال
10.10.2005

ګېډوره وروه سلام!
نقاد ورور بده او يا ستاسو په اند م....... نه ليکنه نده کړې بلکه دده ليکنه په مستقيم ډول هم هماغو خلکو ته متوجې ده چې د روژې په خوړلو غواړې ځان داسي ښکاره کړي چې دغه دی نر غوندې يې خورم لاس دې خلاص! يعنې روژه دې نه منم ٠ دا په ښکاره له اسلامه اوښتل او اسلام ته په اسلامي ټولنه کي يوه سپکه بلل کيږي٠
که نه څوک چې مؤمن وي اول خو روژه نه خوري بيا يې که اړتيا وه په پټه يې خوري او علني خو ځان باندې ډير شرميږي نو ځکه نقاد ورور په تندۍ هماغو قصدي روژه خوړونکو ته او اسلام سپيڅلي دين سپک کتونکو ته ځواب ويلۍ دي٠ چې دا دده د اسلامي ميني او صفا ښکارندوی دی٠
په درناوې


pattang
10.10.2005

اول ميلمه او ګيډوره سلامونه !
د نقا د دغه پورتنۍ ليکنه د افغاني کلتور او د پښتنولي له ټکيو سره سرخوري او دملت په منځ کې يوه ډير پراخ عملي حقيقت دي٠
غربي اولسواکي زمونږپه ټولنه کې داسي ځاي نلري لکه روسی کمونيزم چې ځاي
نه لاره او په اخر کې ورک شه ٠ د اولسواکي لپاره مونږ بايد خپل موډل جوړ کړو ٠
دانسان استعداد ، پوهه،ارزيابي په خپل ابتکار مالوميږي نه په نقل او دپرديو په
په ابتکاراو کوپي٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


pattang
10.10.2005

د ځان صفت د کچنيو هلکانو کاردي ?

[quote:43aa8823a4="کوشان"]ښاغلی ميلمه ليکلی :

[quote:43aa8823a4]هلکه کوشانه کوچنی هلک ئي په خبرو نه پوهيږي اسلام يو اسلام دی چټي لګيائي [/quote:43aa8823a4]
زما عمر خام ، ولی عقل او منطق می پوخ دی .

خو افسوس دی د هغه چا په حال چی عمر يی پوخ دی ولی عقل او منطق يی خام .[/quote:43aa8823a4]


Anonymous
10.10.2005

غروال صيب که دموضوع طرحه له اول نه وګوری هيڅکله ورکې هغه څه نه دي مطرح شوي چې تاسې ورته اشاره کړيده. بحث فلسفي بڼه لري او نه دځان ښکاره کولو. او نه کومه داسې اشاره شوې چې ګوندې يوڅوک داسلام دين ته او يا روژې ته په بد نظر ګوري. خبره دشخصي اومذهبي ازادۍ ده اوټول بحث په همدې موضوع دی ، داچې تاسې ورکې بل ډول هدفونه راوباسی اوکږې لارې ته يي کشوی داستاسې کاردی. اصل هدف داو چې روژه په زور نه نيول کيږي او نه کوم داسې ميکانيزم تراوسه وجود لري. دروژې نه نيول دبې احترامۍ په هدف نه د ی مطرح شوی او نه څوک دا کارکوي او نه کومه ګټه لري. دخلکو په مخکې دروژې دخوړلو مسله هم نه ده طرحه شوې. نپوهيږم ولي تاسې دامسله په زور پيچلي کوی. موضوع له سره ولولی اومنفي بافي مه کوی


zama pa fakar

Anonymous
11.10.2005

salmona kwom tolo la
za da Gorwan paname yaw kass che porta leekana keray tayedom aw yaw shey worsara zyatom che Shinwaray mama day lomray Da amrecaye afghanano bandy che da amreca khwa ta pa walar dee da jahad wokee , aw ka daa haqeeqat ta ya makha kra no dada toolo khabro ta ba afghanan ehteram okee.
Bala da che ka tolna sama ghuaree che pa Qanon de tol wlar shee aw ehtram de okree no bayed che da hokomat pa lwarporo da amre belmarof nahe ananmonker che da eslahato samaona kwee wawrwee aw doy dy sam kree bya pa aam khalko pa tolna ke dy da fasad da mekhnvee lapara nor eqdamat okree .
aw bil Da Koshan pa name che sok dy da musulmanano bya pa tera afghanano pa manz ke nefaq manz ta kvee kom sam dleel nalaree da amrecaye ya european extremistano dalil wrande kvee . da feker kvee che afghanistan yew europee hewad ya amerecayee day. dasy nada . Afghanan tol pa yaw islam aqeeda lree aw Islam ke nory khabre nashta Wahabi, shoyayee ya bel se bass islam ta ehteram pekar hokom ya tadbeeq pekar dy. ka chery mosolman ye.
delta der tso ke laka koshn shta che zma pa feker Quran shareef makh by nvee ketely , no mana kho este predy. Taso sora Al mayda, sora aattoba wolvely bye da dero swlona halegee.


نقاد
11.10.2005

درنو خويندو او ورونو ته سلامونه !
خواشينی شوم چې د ځينو ليکونکو مالومات په اسلام کې دومره کم او په نشت حساب دی او بيا هم په شرعي مسايلو کې له خپلې خېټې څخه حکمونه صادروي ( ! ) آيا دا نوې امريکايي ملنډې دې چې بيلارې شوي کسان يې پر اسلام وهي، که د شوروي زړې ملنډې دي چې خلق او پرچم به پر مسلمانانو وهلې ؟
[color=white:6ace519f52]ايا دا کفر نه دی چې څوک د الله تعالی حکم ته د بنده خبرې اود قرآن احکامو ته د ملا شينواري قانون ووايي؟ [/color:6ace519f52]
که الله تعالی روژه خوړنکي ته پر دنيا سزا نه ورکوﻻی نو بيا يې د څه له پاره په خپل سپيڅلي اسلام کې ورته سزا ټاکله؟ که شرعي حدود يې نه نافذ کوﻻی نو بيايې شرعه او شريعت د څه له پاره راليږل؟
يوه ميلمه د ليبرليزم وا ﻻو ته ښه ځواب ويلی چې [quote:6ace519f52]: لپړه ! په اسلامي ټولنه کې بل هيڅ امکان نلرې سبا که څوک په سرک زنا کوي ، نو هغوي به هم خلاص وي ؟؟[/quote:6ace519f52]
شينواري صيب ته دې خدای اجرونه ورکړي چې د محمدې شرعې دانفاذ په برخه کې خپلې هلې ځلي کوي!
البته مونږچې کله د سپيڅلي اسلام ،[color=red:6ace519f52] افغاني [/color:6ace519f52]ولسواکۍ اوملي واکمنۍ خبرې کوو نو په جديت او باور ، عمق او ژورتياسره يې کوو.او بيا په درې واړو کې لومړی مقام او لوړه درجه اسلام ، دوهمه درجه ملي واکمنۍ او دريمه درجه [color=white:6ace519f52] افغاني[/color:6ace519f52] ولسواکۍ ورته ورکؤ! [color=white:6ace519f52] د دريواړو په وحدت کې به هيڅکله اجازه ور نکړو چې څوک اسلام د ملي ګټو يا ولسواکۍ تابع وګرځوي ، بلکې بر عکس وروستي دواړه به له قران سره سازش کوي ، نه بر عکس! داپه افغاني ولسواکۍ کې بشپړه شونتيا لري، او منحرفين دې په دې پوه شي چې ديوې ليبرالې فاسدې لويديځوالې دموکراسۍ پسې به که خدای کول ړانده شي! [/color:6ace519f52]
او که چيرې [quote:6ace519f52]بحث فلسفي بڼه لري [/quote:6ace519f52]او د يډور وينا رښتيا وای چې [quote:6ace519f52]خبره دشخصي اومذهبي ازادۍ ده اوټول بحث په همدې موضوع دی ،[/quote:6ace519f52]، نو بيا روژه خوړونکي ته د شرعي سزا په مقابل کې ولې داسې جملې راوړل شي چې نعوذ بالله ګواکې الله تعالی اسلامي شريعت نه خوښوي (؟ ) :

[quote:6ace519f52]. کله چې خدای ج درته په روژه خوړلو په دې دنيا سزا نه درکوي نوبيا بنده يې ولي درکړي؟ داګناه نه ده؟ ايا داپخپله په خدای تعالی ملنډي وهل نه دي. مانا داچې خدای دجزا ورکولو توان نه لري خو يو بنده ورسره مرسته کوي او روژه خوړونکي ته جزا ورکوي.؟ [/quote:6ace519f52]
وګورئ دا دککړ الحاد ککړې خبرې دي که د فردي او مذهبي آزادۍ په هکله فلسفي بحث؟
بيا ليکي: [quote:6ace519f52]که څوک (يعنې يو ملحد) په ساده ډول نه غواړي روژه ونيسي، نو پس داهرڅه بايد دملاصيب دامر نه قرباني کړي؟ [/quote:6ace519f52] دلته بيا د ملا صيب شخصي امر د خدای تعالی ياا سلامې شرعې د آمر پر ځای وضع شوی، چې ګواکې شرعه نشته صرف د ملا خپل امرونه دي چې له خپلې خيټې څخه يې راباسي. شريعت چې پر دنيا په ا سلامي هيوادونو کې چليږي،ضرورت ورته نشته ، ځکه [quote:6ace519f52]هرڅوک او اخرت يي. هرڅوک او دقيامت ورځ يي. [/quote:6ace519f52] ، پر دنيا د شرعې پر ځای د ناشناس وينا سمه بولي او وايي:
[quote:6ace519f52]شيخ به لمونځ روزه کا زه به ډکې پيالې اخلم ...هرسړی پيدادی خپل خپل کار لره کنه [/quote:6ace519f52]،
نو ګرانو لوستونکو نور قضاوت تاسې ته پريږدم چې :
آيا دا د شخصي آزادۍ په اړه يوه ناپييلې پوښتنه ده ...او که د فردي آزادۍ پر پلمه د الحادغوښتنه ؟
ددې پر ځای چې پوښتونکی دالحاد بيرغ جګ کړي او پورتنۍ تبصرې اوتورلګونې و کړي ، بايد داسلام بيرغ يې جګ کړی وای او بيا يې په انديښنې سره پوښتنه مطرح کړې وای، چې :
[color=white:6ace519f52]که يو ملحد په پټه روژې خوري ، اودملحد روژه که په زور پرې ونيول شي که په بيه، هېڅ فايده نه لري، نو ددغسې کسانو ددې عمل مخنيوی به څنګه امکان ولري ؟ او تاسې ګرانو لوستونکو دغه مسله چې ډير کسان پرې اخته دي د فردي آزادۍ له نظره څنګه مطالعه کوئ ؟ [/color:6ace519f52]
په دې توګه دا پوښتنه د پوښتونکي په خاطر په دې شکل مطرح شوه او د نوموړي په خاطر دې پرې ګران لوستونکي خپل اند او نظر وړاندې کړي!


م ن غروال
11.10.2005

ښاغلۍ ګيډور ورور وروسته له سلامو!
ما تېره ليکنه کي ويلي چې په زور هيڅ عبادت نه کيږي او که مطلب له سپکاوي وي هغه بله موضوع ده او که نه نور تېره ليکنه کي تقريباً موضوع حل ده٠
خو دا چې تاسو وياست چې ګېډه زما واک يې د ملا، دا چندانې سمه نه ښکاري٠ داسي که وشوه چې هر يوه علني په روژه کي روژه خوړه او هم يې په ډګر شراب، او داسي نور خلاف د اسلام نور څه سرته رسيدل نو نشي کيداي چې په اسلامي ټولنه کي د مسلمانانو لپاره د منلو وړ وي٠
او منفي بافي نه غواړم وکړم صرف د روژې خوړلو منفي اړخو ته مې په هماغه شکل ګوته نيول منظور ؤ چې اصل کي هم ممکن همداسي ډير زيات پيښ شي٠
په درناوې


Anonymous
12.10.2005

نقادصيب،فردي اوبشري ازادۍ ته احترام اومراعات يې زموږ په اساسي قانون کې زکرشوي دي. که يوڅه هم دبشري ازادۍ له مفهوم نه ځان برخمن کړی اوژور يې هضم کړی باورلرم چې دااورينه کينه اوغوصه به مو ترډيرې کچې سړ ه شي .
راځه چې په منطق يې ووايو: دبيلګې په توګه که ستاسې خپل ورور پريکړه وکړي چې روژه وخوري (البته په عام محضرکې نه، فرض کړه دکورپه دننه کې)اوتاسې پرې خبرياست څه کوی؟ څنګه يې منعه کولی شي. هغه به درته وايي ستاېې په ماڅه . زه مې او خدای مي. ستاپه نظردانو اوس الحاد شو؟ هغه به يودليل لري اوکه هيڅ دليل هم نه وي يوه ګناه به کوي اوچې داخلاقو له نظره ښه سړی وي کيدی شي خدای يي وبښي.(ولله غفورالرحيم)
داسلامي احکاموداجرافلسفه په دې کې ده چې تل متوجه اوسي ، نيک خويه اوسي اودخدای مخلوق ته ازارونه رسوي. اوکه نه خدای تعالی زموږ لمانځه اوروژې ته هيڅ کومه اړتيا نه لري. هغه چې دزرګونو انسانانو قاتلين دي، خو لوېې ږيرې لري ،روژه نيسي اولمونځ نه قضا کوي ښه مسلمان دی او که يو روژه خورچې يو ميږي ته يې هم ازارنه وي رسولی اونيک خويه سړی دي. خوتاسې لمړی ته تراو سه هم داحترام له مخې دصاحب خو دويم د ملحد خطاب کوی. او کيدی شي وويې وهی او زندان ته يې هم وليږی. اوکه دکوم اورتوديکس يا متعصب لاس ته ورشي کيدی شي ورباندې ځان (غازي) هم کړي. اوس وواياست چې ستاسې په ګومان کوم يو ښه مسلمان دی؟؟؟قاتل که روژه خور؟
داسې ښکاري چې روژه نيول اوس دډيروله پاره داسلاميت په ځای ددود اودستوريو کود ګرځيدلی دی. که زموږ په اسلامې ټولنه کې چرس وهي نو خلک يې کولی په سړه سينه وزغمي خو که يوبوتل بيروخوري نو شرابي درته وايي او نه دې بښي. خودطب او اسلاميت دنظره دچرسو نيشه اوزيان له بيرنه ډيرزيات دی. که په کومه شخړه کې په اندک مسله څوک ووژني نو درته غيرتي اوزړور وايي ددې په ځای چې دخدای ګناهګاراوقاتل دې وبولي. دلته دی چې دود ادستور سره اغږل شوي اوپه ډيره کچه يې مذهب ترخپلو وړانګو لاندې راوستی دی.
همدا سې روژه هم ده. ډير به لمونځ نه کوي خو څوک يې په قيصه کې هم نه دي، خو چې روژه وخوري بس نو ... په داسې حال کې چې روژه دلمانځه نه وروسته دريم رکن دی.
ترهغې چې دمذهبي مراسمو په اجرا کې هرچاته خپل وک اواختيار ورنه کړل شي نه شو ويلی چې موږ بشري حقوق مراعات کوو او خپل اساسي قانون مو پلی کړی دی.
لمونځ ، روژه. ذکات اوحج داخرت اوهغې دنيا توخه ده اوهرڅوک يې خپل ځواب وايي. اوبايد هرڅوک خپلې خوښې ته پريښول شي. اوکوښښ وشي په تعليماتي روزنې سره دهغه اسلامې عقيده قوې کړی شي اودخپل ايمان له مخې مذهب مراسم په ځای کړي. يوازې همدغه عملي او انساني لاره ده. په دې دنيا بايد هغه څوک سزا وګوري چې اسلامي احکام دبنده سره دبنده په ارتباط کې ترپښو لاندې کوي. لکه غلا، قتل اونورجنايات. خدای دخپل حق پخپله حساب اخيستونکی دی اوبايد هغه ته پريښول شي. داهغه اصول دي چې په يوه معتدله اسلامي ټولنه کې بايد وجود ولري او که تردې پښې واړ وو نو عملي کول به يې بيرته په واقعيت کې طالبي نظام شي اوپايلې به يې لا ناوړه وي.
وګوری دايران اسلامې ټولنې ته چې دشلوکالو پخوا په تناسب اوس ډيره ليبرال شوې ده. دچا خبره پوهيږي چې نه کيږي. ايا موږ ته دعبرت درس نه دی ؟
نقادصيب ! هغه ډول اسلامي ټولنه چې تاسې يي غواړی چې ورکې مذهبي مراسم دکوتک په زوراجراشي نورددې عصر په چوکاټ کې ناشونې ده. نړيوال ملاتړ يې له لاسه ورکړی او له (بده مرغه )ستاسې دغه ارمان به هيڅ کله پوره نه شي.
له خدايه درته دزړه صبر غواړم.


Anonymous
12.10.2005

سلامونه اونيکي هيلي
ځني واقعيتونه موجود دي چه دهغي څخه انکار او سترګی پټونه دحل لا ره نه ده٠
زموږټو لنه هم لکه دنورو ټولنوپه څېر دمختلفو اديانو، مذاهبو،اديولوژيګانو،عادتونو اورواجونو څخه تشکيل شوي ده،خو که هرڅوک په خپل دين يا عقيده دحقانيت پا فشاری وکړي او د نورو عقايد اونظرونه باطل
وګني مشکل به نورهم بغر نج او پيچلۍ شي ،زور به چليږي هر ي ډلي چه ډير زور درلود هغه به حاکمه وي او نور به محکوم وي اودوامداره جګړه به روانه وي .ددي دپاره چه سوله قائمه اود جګړي او زور مخه ونيول شي يوازينئ لاره ئي داده چه متقابل احترام خپل عادت او دژونددکولواصل وګرزوي ،او ددغه پرنسيپ په اساس خپل اجتماعي او سياسي قوانين د ټولو دتفاهم په چوکات کې جوړ کړي ٠
دپورته خبرو په بنا زموږ ټولنه هم د معتقيدينو،مومينينو،لبرالو، ملحدينو،کمونستانو ،اهل هنودو ،چراغ کوشانواو٠٠٠،،، څخه ترکيب اوتشکيل شوي او داټول حق د ژوند کولو لري،په دشرط چه دنورود حقوقواحترام مراعات کړي اودملي منافعو ساتنه او پالنه دټولو شخصي اوډلييزو ګټو په ځای په پام کي ونيسي .که څوک غواړي چه دعقيدي پيروان ئي ډير شي په خپلو اعمالو،اخلاقواو اجتماعي خدمتونوبايد دنوروزړونه تسخيرکړي اودخپلي عقيدي حقانيت عملا نوروته وښئي نه په زور او جبر سره ،ځکه کله چه زوراوجبر خپل حقانيت له لاسه ورکړ جبري پيروان اوموريدان هم دهغي عقيدي سره بالفعل خپل ارتباط شلو ي او په بله ځي ٠


نقاد
12.10.2005

ښاغلو ليبرال او ميلمه ورونو او درنو لوستونکو ته سلام !
[color=white:348aab312f]زما اورينه غصه مسلمان روژه خور ته دومره نه، بلکې ملحد روژه خور ته وه او له الحادي زاويې څخه د روژه خور دفاع کوونکو ته ، چې غواړي په پټه همنه، بلکې په علني توګه روزه وخوري او نور هم ورته راوبولي[/color:348aab312f]!
که يو سړی دروژې له نيولو څخه ځان عاجز بولي خوله فرضيت او ديني برحقيت څخه يې انکار نهکوي او پر ځان يې فرض ګڼي ، نو په دې هيله چې حال مې خدای ته معلوم دی، په نفس دومره تسلط نه لرم نو روژه پټه خورم او له خپل خدای څخه د بښنې هيله لرم .نو دا يې خپل کار او خپل مسوليت دی ، خو که په مظاهروي او قصدي توګه څوک روزه خوري ، له فرضيت څخه يې منکريږي او مات او ګوډ دﻻيل دقران په مقابل کې راوړل غواړي او تبليغ کوي څو دا د هرچا خپل فردي حق وګرځوي، چې روزه نيسي که نه، نو دا خو بياد په صراحت سره د اسلام پرضد يو ناوړه عمل دی، چې په يوې اسلامي ټولنې لکه افغانستان کې دمنلو وړ نه دی او پر سزا محکوم ګڼل کيږي!
پاتې شوه د اساسي قانون او فردي ازادۍ خبره، نو په اساسي قانون کې يوه ماده داسې ده چې هيڅ قانون د اسلام (شريعت) په خلاف په دې قانون کې نشته ! نو که د فردي ازادۍ هر جزء چې له اسلام سره ټکر ولري د اساسي قانون له اعتبار ځخه برخه من نه دی. د اسلام پر ضد هيڅ کومه فردي او آن هيڅډول اجتاعي آزادي په اسلامي ټولنه کې نشي دفاع کيدای،پلې کيدل خو ﻻ څکی څکی. په ښکاره توګه به کمونستانو هم روژه نشوه خوړﻻی، سره له دې چې شوروي يې هم په ټوله زبرځواکۍ سره حاضر و، داځکه چې افغاني ټولنه د الله تعالی په فضل اسلامي هويت لري او تر څو چې يې دغه اعلی ترين هويت نه وي بايللی، تر هغې پورې به ملحدان هم په ښکاره روژه نشي خوړلی، مسلمان روزه خواره خو ﻻ څکی څکی . که دوی مسلمانان وي نو ولې به داسې کوي؟ او ملحدين پريږدئ چی کوناټي يې ددغسې ناوړه عمل په مقابل کې د سزا پر سره تبۍ وزغيږي!
هو!، افغانان مؤمن مسلمانان دی او پردې وياړي چې : [color=blue:348aab312f]ګيډه زما او واک يې دالله ! [/color:348aab312f] والسلام !


Anonymous
13.10.2005

نقاد ليکي:
[color=red:5da186975a]زما اورينه غصه مسلمان روژه خور ته دومره نه، بلکې ملحد روژه خور ته وه او له الحادي زاويې څخه د روژه خور دفاع کوونکو ته ، چې غواړي په پټه همنه، بلکې په علني توګه روزه وخوري او نور هم ورته راوبولي![/color:5da186975a]
[color=#444444:5da186975a]په پورته بحثونو کې خو هيڅ چا هم نورڅوک دروزې خوړلو ته نه دي رابللي. تاسې مسلمان روژه خوردملحد روژه خور څخه څنګه تشخيصولی شی؟دابزرګي مو له کومه کړی؟ دابه تاسې الحاد ته بو نه ځې چې يو چاته چې نه مو ليدلي او نه يې پيژني ملحد وايي. زه خو به داسې جرات هيڅکله ونه کړم . ښه دی چې قاضي نه ياست.[/color:5da186975a]

بل ځای ليکي:
[color=red:5da186975a]که يو سړی دروژې له نيولو څخه ځان عاجز بولي خوله فرضيت او ديني برحقيت څخه يې انکار نهکوي او پر ځان يې فرض ګڼي ، نو په دې هيله چې حال مې خدای ته معلوم دی، په نفس دومره تسلط نه لرم نو روژه پټه خورم او له خپل خدای څخه د بښنې هيله لرم .[/color:5da186975a]

په پټه دروژې خوړل څه مانا؟ که روژه دخدای له پاره وي نو ولي يې څوک له بنده پټه کړي؟ دارياکاري نه ده؟ اوخلک په لوی لاس دروغ ويلو ته نه رابولی؟
نقادصيب فرمايي:

[color=red:5da186975a]پاتې شوه د اساسي قانون او فردي ازادۍ خبره، نو په اساسي قانون کې يوه ماده داسې ده چې هيڅ قانون د اسلام (شريعت) په خلاف په دې قانون کې نشته ! نو که د فردي ازادۍ هر جزء چې له اسلام سره ټکر ولري د اساسي قانون له اعتبار ځخه برخه من نه دی. د اسلام پر ضد هيڅ کومه فردي او آن هيڅډول اجتاعي آزادي په اسلامي ټولنه کې نشي دفاع کيدای[/color:5da186975a]
که داسې ده نوبيا اساسي قانون ته کوم ضرورت نه و او يوازې بايد شرعي قانون وای. اودابيرته طالبي نظام شو. نوبيا ولي تاسې دطالبانو مخالفت کوی؟ يو کوچنی ماشوم هم پوهيږي چې بشري حقوق او فردي ازادۍ کومو ته چې زموږ اشاره ده نړيوال نورمونه لري اوپه ډيرو حالاتوکې داسلامي احکامو سره مغايرت پيداکوي. سزاګاني لکه دغړو پريکول، دمذهب اوبيان ازادي، بانکي سيستم، دطلاق او ميراث مسلې ، دښځو حقونه اوټولنيزموقف اونورنور داسلام له نظره يوڅه خودبشري حقونو او فردي ازادۍ له پلوه بيخي بل شی دی. خو په عمل کې ګورې چې اساسي قانون منل شوی اوپه ډيرو اړخونو کې مذهبي احکامو باندې سترګې پټيږي. اوسنی بانکي سيستم غيراسلامي دی ځکه سوداوربحه لري اوداپه اسلام کې منعه دي. مګر بله چاره شته؟ نه ! که بانکونه اسلامي شي، هيڅ څوک به خپلې پيسي بانک کې نه اچوي ، قرضي اوپورونه به له منځه لاړشي ، اقتصادبه سکوت وکړي او ټول نظام به برهم وخوري. دغسي ډيرنورمثالونه شته چې ثابتوي بايد دين له سياسته جداشي اومذهب ددولتۍ واکمنۍ سره نه جوړيږي. د1000کلونو څخه زياته موده کې ملايانو ډير کوښښونه وکړو چې له جوماتونو پرته دولتي قصرونه هم تسخير کړي خو بريالي نه شول اوداسې يو اسلامي حکومت يې جوړ نه کړی شو چې دبرياليتوب يوه نمونه او مودل وي . خو له بده مرغه سره له 1000 کلنو ناکامو تجربو بياهم لاس نه اخلي اودقدرت پسې داسې وږي دي چې په دې لار کې هرډول تشدد اوظلم ته تياردي.

غروال صيب وايي :
[color=red:5da186975a]افغانان مؤمن مسلمانان دی او پردې وياړي چې : ګيډه زما او واک يې دالله ![/color:5da186975a]

[color=black:5da186975a]که خدای د ټولوانسانانو خالق بولي نو بيا دملحد دګېدې وک هم دخدای تعالی سره دی. خو ډير به دا ووايي چې [/color:5da186975a]: [color=darkblue:5da186975a]ګېده زما اووک يې دنقاد[/color:5da186975a] ولي؟ روژه دې نيسه ، لمونځ دې کوه ستايې په نورو څه چې دومره په په غوصه يي؟


Anonymous
13.10.2005

روزتي ميلمه !
د نقاد خبره له اسلامي نظره , کلتوري اوټولنيزو نظروڅخه درسته دي او دافغانستان په ټولنه کې 99% طرفداران لري٠ ځني افغانان دازادي او اولسواکي په مانا نه پوهيږي لکه دکابل ځني ځوانان او نجوني دستي پرتوګ را پورته کړي٠
اولسواکي او فردي خپلواکي چې په مذهبي او کلتوري بڼوسنګاره نوي نوله هغه نه دخلقيانو نتار جوړيږي ٠ هر شي په خپله اندازه اوله اندازي چې زيات شول بيا خوند نکوي ٠ هغه ازادي په کومه کې چې زما دپلار او نيکه شمله پري را ټيټيږي او خپل هويت مي له لاسه ځي اوپه اخر کي بيا د جميکا تور پوستکي را څخه جوړيږي نو زه ئي په بلا وهم ٠


نقاد
13.10.2005

د روزې مخالف روزتي صيب وايي :
[color=white:f77629c0c5]په پورته بحثونو کې خو هيڅ چا هم نورڅوک دروزې خوړلو ته نه دي رابللي.[/color:f77629c0c5]
ځواب : داادعا خو ماهم نه ده کړې، خو هغه څوک چې په مظاهروي او علني توګه روزه خوري ، هغه روزې او روزه نيونکو ته درناوی نه لري، او د روزې پر خوړلو سره نور دې ناوړه عمل ته رابولي ، علني روژه خوړل دا رسوي چې نوموړی د روژې فرضيت نه مني او د ملحدتوب په دام کې ښکيل شوی او يا ښکيليدونکی دی. او يا به له هغو کوڅه ډبو لوچکانو څخه وي چې د کفر او اسلام ترمنځ د توپير اوتميزکولوهډو څه پروا نه لري. په دې مو دا ﻻندې سوال هم ځواب دی چې سړی
[quote:f77629c0c5]مسلمان روژه خوردملحد روژه خور څخه څنګه تشخيصولی شی؟[/quote:f77629c0c5]

[quote:f77629c0c5]دابزرګي مو له کومه کړی؟ دابه تاسې الحاد ته بو نه ځې چې يو چاته چې نه مو ليدلي او نه يې پيژني ملحد وايي.[/quote:f77629c0c5]
له اسلامي احکامو څخه د ملحدينو انګيرنې اوتفسيرونه له ورا يه مالوميږي ، چې خوله وخوځوي کفر دوړوي، ، او بيا ما خو پر نامه سره کوم شخص نه دی ښودلی چې ګواکې ملحددی، بلکې الحادي انګيزې ، هڅې او الحادي خبرو ته مې ګوته نيولې ، چې ملحد پټيدلی نشي او له بوی څخه مالوميږي چې هوګه يې خوړلې ده !

[quote:f77629c0c5]که روژه دخدای له پاره وي نو ولي يې څوک له بنده پټه کړي؟دارياکاري نه ده؟ [/quote:f77629c0c5]
څوک وايي چې روژه پټه نيسه (؟) د کفر وطن خو نه دی چې د خدای له پاره روژه پکې پټه نيول کيږي.
د روژې خوړل خو به څوک د خدای له پاره نه کوي ، که يې خوري نو د خدای د دوښمن شيطان له پاره به يې خوري، په تيره بياعلني خوراک خو يې بالکل داسلام پر ضد تر سره کيږي . نو ځکه يې په عقيده مسلمان سړی ښکاره نشي خوړلی، ولې ملحدان يې د خوراک دترويج له پاره د ښکاره خوراک هڅه کوي او ترويج يې غواړي !
[color=red:f77629c0c5]نقادليکي: پاتې شوه د اساسي قانون او فردي ازادۍ خبره، نو په اساسي قانون کې يوه ماده داسې ده چې هيڅ قانون د اسلام (شريعت) په خلاف په دې قانون کې نشته ! نو که د فردي ازادۍ هر جزء چې له اسلام سره ټکر ولري د اساسي قانون له اعتبار ځخه برخه من نه دی. د اسلام پر ضد هيڅ کومه فردي او آن هيڅډول اجتاعي آزادي په اسلامي ټولنه کې نشي دفاع کيدای[/color:f77629c0c5]
هو دا سمه او ريښتنې خبره ده، ورشه اساسي قانون وګوره چې نوموې ماده په کې شته که نه.!

[quote:f77629c0c5]که داسې ده نوبيا اساسي قانون ته کوم ضرورت نه و او يوازې بايد شرعي قانون وای.[/quote:f77629c0c5]
دا انګيرنه او پوښتنه دې دا ساسي قانون له تصويبونکې لويې جرګې څخه وکړه، زه به درته همدومره ووايم چې
هغه څه چېپه اسلامي احکامو کې نشته اونوي دي، ټول داسلام سره ټکر نه لري اوهغه د ژوندانه ډيرې برځې دي چې اساسي قانون يې بايد تنظيم کړي ، ولې هغه هغه نوي شيونه چې د شرعي نسوسو سره صريح ټکر خوري، بايد په رسمياتو او ټولنه کې علني ترسره نشي !
بانکي ګټه د مشرف له ستې راهيسې په پاکستان کې نشته ، سعودي عرب او ښايي ماليزيا کې هم نه وي،
خو بانکونو سقط نهدی کیاو نه يې کوي. د تورم تلافي په بانکي ګټې سره کول په سود کې نه شيرل کيږي، نو يواځې همدومره ګټه ورکوي چې د پيسوخاوند له يان څخ بچ پاتې شي. د انکي سهمونو ګټه له مضاربت سره تړاو لري چې په اسلام کې يو حلاله ګټه ده نه سود !

[quote:f77629c0c5] بشري حقوق او فردي ازادۍ کومو ته چې زموږ اشاره ده نړيوال نورمونه لري اوپه ډيرو حالاتوکې داسلامي احکامو سره مغايرت پيداکوي[/quote:f77629c0c5].
مغايرت بيل شی دی او ټکر بيل شی دی . د ټکر په صورت کې به اړونده بشري حق پاتې او اسلامي حدود به جاري وي! په بشري حققو کې پيغلې او ځلميان حق لري يوله بل سره زنا وکړي او آن سمه ښکاره اوپه ډاګه يې وکړي،
اسلام او سلامي ټولنه او افغانيت يو هم دې بشري ناخوالې ته اجازه نه و رکوي. له ځان څخه يې پيل او قياس کړه ، کوم افغان ، چې حتی سور ملحداوتور کافر هم وي، خپلې خور او د کور نورو ښځينه و ته به دا حق ورکړي چې په خپله خوښه له هر هر چا سره يې چې زړه غواړي ،څومره ، څنګه او چيرې يې چې غواړي زنا وکړي ؟ طبعأ ځواب مو(( نه !)) دی، سره له دې چې په ککړې نړيوالې ټولن کې زنا د پيغلو او ځوانانو يو (( بشري حق )) دی .

[quote:f77629c0c5] دمذهب اوبيان ازادي، بانکي سيستم، دطلاق او ميراث مسلې ، دښځو حقونه اوټولنيزموقف اونورنور داسلام له نظره يوڅه خودبشري حقونو او فردي ازادۍ له پلوه بيخي بل شی دی خو په عمل کې ګورې چې اساسي قانون منل شوی اوپه ډيرو اړخونو کې مذهبي احکامو باندې سترګې پټيږي.[/quote:f77629c0c5]
د قانون او عمل تر منځ دغه ضداونقيض حالت به حتمأ پای ته رسيږي، اوس هيڅ شي سم شکل نه دی اختيار کړي، خو دغه ګډوډي به حتمأ بدليږي.
[quote:f77629c0c5]دغسي ډيرنورمثالونه شته چې ثابتوي بايد دين له سياسته جداشي اومذهب ددولتۍ واکمنۍ سره نه جوړيږي. [/quote:f77629c0c5]
دا هم ستاسويو نظر دی، او د نظرلرنې په توګه يې درناوی کيږي.

[quote:f77629c0c5]د1000کلونو څخه زياته موده کې ملايانو ډير کوښښونه وکړو چې له جوماتونو پرته دولتي قصرونه هم تسخير کړي خو بريالي نه شول اوداسې يو اسلامي حکومت يې جوړ نه کړی شو چې دبرياليتوب يوه نمونه او مودل وي . خو له بده مرغه سره له 1000 کلونو ناکامو تجربو بياهم لاس نه اخلي اودقدرت پسې داسې وږي دي چې په دې لار کې هرډول تشدد اوظلم ته تياردي[/quote:f77629c0c5].
هو دا خبره مو سمه ده، سياست د سياستوالو ولسواک حق دی، چې دولس ملاتړورسره وي که ملا وي او که نه ، په سياسي واکمنۍ کې برخه لر ﻻی شي، ملا ځانګړی حق نه لري چې د اسلام په نامه دواک ادعا وکړي ، بلکې کولی شي د مسلمانانو د رايو په ګټلو سره واکمنۍ ته ورسيږي او يا د اپوزيسيون له ﻻرې حکومت خپلو مرامونو ته مجبور کړي اوبس، نه د زور او تيري له ﻻرې !
هو! حکومت بايد له ملايانو پرته هم تل اسلامي وي او له اسلامي روحيې سره برابر اوسي او په هيڅ يوه برخه کې د اسلام سره ټکر و نه لري.

[color=red:f77629c0c5]که نقادوا يي چې : افغانان مؤمن مسلمانان دی او پردې وياړي چې : ګيډه زما او واک يې دالله ![/color:f77629c0c5] نو [color=black:f77629c0c5]که خدای د ټولوانسانانو خالق بولي نو بيا دملحد دګېدې واک هم دخدای تعالی سره دی.
خو ډير به دا ووايي چې [/color:f77629c0c5]: [color=darkblue:f77629c0c5]ګېده زما اووک يې دنقاد[/color:f77629c0c5] ولي؟
بيشکه چې د هر چا د ګيډې واک له الله تعالی سره دی چې ټاکلې روزي ، ژوند او سرنوشت يې ورټاکلی دی. خود خدای تعالی د امرونو اونواهيو په منلو او نه منلو کې مؤمنان اوملحدان سره بيليږي. هغوی چې د خدای امر د روژې مبارکې په اړه مني ، د خپلې ګيډې په اړوند يې دغه امر د الله تعالی د رضا پاره منلی وي. نقاد څوک دی چې د چا د کيډې واک ولري ! خو له دين منکران د خدای نوموړی امر نه مني يعنې د خدای له واک اوامر څخه سرغړونه کوي !
[quote:f77629c0c5] نقاده روژه دې نيسه ، لمونځ دې کوه ستايې په نورو څه چې دومره په په غوصه يي؟[/quote:f77629c0c5]
روزتي صيب کومه دی چې په غصه يم ، دادې ځواب دې هم په ټوکه درکوم: نو که ته هم لمونځ نه کوې، روژې خورې او له چڼياسو ډک بيلمانځه روژه خور ګرځيدل غواړې ، نو ګرځه !، خو وياړ پرې مه کوه، خپله نيمګړتيا او ګناه يې بوله، ښکاره روژه مه خوره او له خدايه منکريږه مه او پر ګناهونو پښيمانه او خفه اوسه، او ستايې له نوروبيلمانځو روژه خورو او داسې نورو فاسقانو سره څه چې دفاع يې کوې اودومره ورته خوشحاله يې لکه دجال چې خپل خره ته خوشاله وي ؟

ليبرال صيب، ستاسې ليکنه دخدای تعالی د اوامرو په وړاندې بي تفاوتۍ ته حق ورکوي اود نواهيو (حرامو)
په اړه مو نظر نه دی څرګند کړی.د ساري په توګه که له نکاح پرته ناروا مينه (زنا)هم مباح وبولئ ، مالومه به شي چې ليبراليزم مو په دين کې د کفر او الحاد څخه سرچينه اخيستې ده او پورتنۍ خبرې موهم ښکاره د پټي سر دی چې غواړئ د ګناه په تعميم سره د کفر اوالحاد اډانې ته ور داخل شئ او ثابته کړئ چې دا پټی مو بيرته په الحاد او کفر سوره ور دی. خو له خدايه غواړم داسې نه وي اولږ تر لږه د اسلام پر لومړي رکن چې پر طيبې کلمې ايمان لرل دي چې[color=white:f77629c0c5] له الله تعالی پرته بل خدای نشته او محمد (ص) د هغه رسول دی [/color:f77629c0c5]، ټينګ ياست ، له ې کبله به مو په اسلامي ټولنه کې د الله تعالی د نواهيو په وړاند غبرګون کلک وڅارل شي .
نور مو د ليکنې نورې برخې اصولي بريښي.


Anonymous
14.10.2005

سلامونه اونيکی هیلی
نور نو په اسلام ملنډی مه وهئ اودا ادعا چه هرڅه د اسلام په لمنه کی غواړومه کوئ٠
شریعت او دافغانستان خپلواکي خو موپه امريکايانو اونورو اسلام ضد و غربيانودتحميلي ،چټلي اوجنايت کاره مزدور کراسئ په بانه خرڅ کړل ٠نورنو په دنامه هر جنايت ته دروا او جائز پرتوګ مه ور اغوندئ .

هغه دموکراسي چه تر شرايطواواستثنأاتولاندي راغله خپله محتوی اواصل (چه تفوق اوبرتريت نه منل دي )ئي له لاسه ورکړل يوازي شکل ئي پاته شواو شکل بي محتوی صرف يو تظاهر دئ چه هميشه خلک پري غو ليدلي دي٠

يوه عقيده يا اديو لوژي هيڅکله بله عقيده اواډيولوژي نه شي زغملائ يوازي دتفاهم په صورت کي ورسره ګوذاره کو لئ شي او دا ګوذاره(ژوند)اوتفاهم بي له دمو کراسئ چه ازادي ئي اصلي برخه ده امکان نلري،ځکه دموکراسي بي له ازادئ څخه په ديکتاتورئ بدليږي .

اوراغله خبره دروژي خوړلو اونيولو ته ،هرڅوک پوه شه اوعمل ئي ،اصوﻵا او عرفأڅوک چه په يوه ټولنه کي ژوند کوي داکثريت دفکر اوخيال ساتل خپل فردي مسووليت ګني اودداسي عمل څخه چه داکثريت احساسات پری زخمي کيږي جداا خودداري کوي البته هغه خلک چه عاقل، بالغ ،سالم اومتمدنه وي،ليونيان،صغيران،ناروغان او وحشيان ددي خبرو څخه مستثنی دي ٠

د افغانستان قانون نه اسلامي دئ ،نه دموکرات او نه اساسي دئ٠اواصلاا قانون نه دئ٠
اسلامي ځکه نه دئ چه شرعي احکام نه دجاري،دموکرات ځګه نه دئ چه داقليت برتري اوقدرت ئي په مطلق اکثريت باندی تحميل کړي دي او اسا سي ځکه نه ئ چه وولس نه دئ تاسيس کړئ ٠

لوستونکئ


نقاد
14.10.2005

ښاغلي کوشان او درنو لوستونکو ته سلامونه !
که دا مو ضوع مو له اول سر د اسلام په فووم کې راپورته کړی وای ، پاخه شرعيځوابونه به مو د محترم حليمي صاحب او دروند طالب جان پر قلم ترلاسه ګړي واي.
اصلي خبره د شيخ الحديث شينواري له امر څخه راپيل شوه چې نوموړی روژه خورو ته سزا ورکوي او دا کار سم نه دی . زما نظر داو چې که نوموړی دا کار کوي نو حتمأ يې د شرعې له حکم سره سم کوي . دلته اوس دا چې
د سزا حکم په قران کې نشته ، په احاديثو ، قياس يا اجماع کې به وي، چې څلور واړه د شرعې اساسي دﻻيل دي،
تصور نشي کيداې چې شينواري صيب به په څلور واړو دﻻيلو کې له يوه څخه هم کار نه وي اخيستی او له ځانه يې قانون چوړ کړی وي ، ددې کار واک او صلاحيت په شرعه کې څوک نه لري.
ښايي د روژې په خوړلو نه، بلکی د هغې په علني او قصدي خوړلو سزا ورکړل شوي وي او په دې شکل روژه خوړل چې د اسلام پر ضد تر سره کيږي ښايي په په ډيرو دﻻيلو د سزا وړ اوسي. او زما مطلب هم له همدې ډول روژې خوړلو څخه و او دی !

اول ميلمه ته :
تر سلامونو ورسته : مونږ په دې باور يو چې اسلام او ولسواکي تر ډيره ځايه د ژوندانه په مسايلوکې سره سمون او مطابقت لري، سازش اوتوافق کولی شي او يا سره ټکر نه کوي. په کومو برخو کې چې سره ټکر کوي ، هغه لږې برخې دي او يا د يوې يا بلې خوا له پاره د ګذشت وړ دي. په مهمو برخو کې د ټکر په حالت کې د اسلام حکم قطعي اونه بدليدونکی دی، او دا ټول قراني نسوس دي چې په اسلامي ټولنه کې اولويت او اوليت لري .
بل بايد درک شي چې ولسواکي د حکومت شکل دی، اوله آزادۍ څخه مطلب له دين څخه آزادي نه ده او د دمذهبي آزادۍ لومړی مفهوم هم دغه نه دي . والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more