نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
06.11.2005
ايله چې ماغزه دې سر ته راغلل او سمه خبره دې وکړه .
ما دې خداى د ټلوالې له سيوري څخه هم وساتي. زه نه د ټلوالې پلوى يم او نه مې خوښېږي خو حيران يم چې چا پسې ولاړ شم. ځکه چې پښتون مشر نشته چې ملاتړ يې وکړو.
زه لاروى يم چې په همدې فورم کې ځينې ليکنې کوم.
کوسين طوطاخيل صيب زه او ته دواړه به په همدې تمه وو که خداى يو ملي مشر راپيدا کړي.
په اوسنيو مشرانو کې خو داسې څوک نيشته چې ريښتونى پښتون او ملي مشر شي.
په همدې هيله
Anonymous
06.11.2005
ښاغلو ګړوالو سلام او درناوی!
افغانان ټول سره ورونه او يو برابر دي! هيڅ يو قوم ته د تنقيد ګوته نشي نيول کيداې ، خوګوندونه ، ډلې ټپلې او سياستوال د غلط سياست له امله د غندنې ﻻندې راځي !
ټلوال ورور که پښتنو ته ګوته نيسي او د يوه ګلبدين ، يوه ملاعمر او يا کوم بل سياستوال پړه پر پښتنو غورځوي ، نو ستره تيروتنه کوي . او که برعکس ګلبدين اوملا عمر له دې امله هم غندي چې پښتنو ته يې هم سخت زيان اړاولی دې، نو بيا
خو دا حقيقت دی او انکار ترې نشي کيداې .
ولې د ټلوال صيب هغه ستاينې چې د شمالي ټلوالې د مشرانو په اړه يې کړي دي د درک وړ نه دي :
که يواځې دا کمال وي چې خپلو ګوني يا د ټلوالې غړو ته څوک وفادار پاتې شي،
نوبيا خو د غلو او اړه مارانو ډلې هم په خپلو منځو کې وفادار وي، يا د خپل اتنيک او خپلې ژبې پلويانو ته وفادار او نورو قومونو او بلې ژبې ته خيانت کول
روا ګڼي او عملا يې مخه نيول غواړي، نودا بيا خاينانه سياست دی او عامل يې ملي خاين بلل کيږي .
له دې کبله مونږهر پښتون اوهر تاجک او اوزبک سياستوال په دې تله تلو چې
آيا دتاجک په توګه پښتو او پښتنو ته د تبعيض په سترګه ګوري که نه او دغه راز
هر پښتون سياستوال په دې تلل غواړو چې دتاجکو اود دري په وړاندې له تبعيض څخه کار اخلي که نه ! که پښتون او تاجک ورته مساوي وي او په رسميت کې له پښتو او دري څخه په مساوي توګه کار اخلي ، اودواړو ژبوته خدمت کول غوا ړي، د دري تفوق پر پښتو او د پښتو پردري نه مني ، نو تبعيض به و نه لري !
او که نه مردود سياستوال دي او بايد وغندل شي! که په دې بنسټ شمالي ټلواله په کاره توګه د غندلو وړ وي، او بيا يو پښتو ن لکه تاسو يا بل ورسره دريږي، نو ايا
دا د ټول ملت سره جفا نه ده ؟ همدغه حکم د دري په اړه هم سم بولم !. السلام
جلندر شاه
Anonymous
06.11.2005
سلامونه اما بعد
ګوره دا رباني ډله ټپله د ځانو خدمتګار دي او د پښتنو د ړستوني دښمنان٠
د تفرقي او ژبنيو خبره دوي ناولو رامنځ ته کړه د پښتنو سره دا خبرې چيرته وي؟
مونږ پښتنو لره پکار دي چي متخد شو او خپله ژبه په مخ بوځو که چنګه؟
کنه د تا خبري سمې دي خو دا خلک په دا ښو خبرو نه پوهيږي٠
په درنښت
جلندر شاه خوګيانئ
جلندر شاه خوګيانئ
Anonymous
06.11.2005
سلامونه اما بعد
ګوره دا رباني ډله ټپله د ځانو خدمتګار دي او د پښتنو د ړستوني دښمنان٠
د تفرقي او ژبنيو خبره دوي ناولو رامنځ ته کړه د پښتنو سره دا خبرې چيرته وي؟
مونږ پښتنو لره پکار دي چي متحد شو او خپله ژبه په مخ بوځو که څنګه؟
کنه د تا خبري سمې دي خو دا خلک په دا ښو خبرو نه پوهيږي٠
په درنښت
جلندر شاه خوګيانئ
Anonymous
06.11.2005
مننه او درناوی. د يو شاعر دا شعرونه درته ډالۍ:
ټول نهر يو خو يو تش شان شکور ته ناست يو
ددې عصر د ظالمو زور ته ناست يو
چا وې نوی پاچا تک سپين لکه لمر دي
مونږ څه سپين ليدلي نه دي تور ته ناست يو
د يو سپين مشر په تمه
کوسين طوطاخيل
پښتانه پوهان له حکومته جلاکېږي
Anonymous
07.11.2005
N ميلمه خدايګو هوايي ډزې دې کړي دي!
ستا له نصيحت نه مننه ستا خبره پرځاى ده خو عامه او ښه خبره ده او موضوع يوازې پښتنو پوهانو ته ځانګړې شوې وه. نو مونږ ځکه يوازې په پښتنو پوهانواو مشرانو غږيدلي يو .
او د کوسين صيب سره زه هم يوځاى لاسونه لپه کوم او وايم :
خداى دې يو ريښتونى ملي مشر راپيدا کړي چې ورپسې ودرېږو د دې مطرح مشرانو او پوهانو نه خو هغه د چا خبره : له موزيگي نه کونډه ښه يم.
مننه
Anonymous
07.11.2005
[color=blue:bfb8cf77a9]پښتانه پوهان له حکومته جلا کيږي[/color:bfb8cf77a9]
کوم پوهان؟
پښتانه اصلا پوهان نه لری.ميلمه پال ميلمه
Anonymous
07.11.2005
له تاسې ټولو مننه چې دا بحث مو دومره ګرم ساتلي٠
یونس
Anonymous
07.11.2005
په خدای اوپه رسول که پښتانه لاری او ياملي فکر ته راواړوۍ ځکه چې دغه لياقت پکی نشته خو خدای دی ماته درېځله د دوه سوه ميليونوډالرو لاتري راوباسي چې سل ميليونو باندی شډل پښتانه واخلم ، په سل ميليونه يې تعليم يافته واخلم اوپه سل ميليونه يې ملايان ٠ نوچې کله له دې شره په امان کی شوم نو په پاتی درې سوه ميليونه به دزده کړې په کارونو ، په روغتيا او ابادۍ ولګووم ٠
حاجي برباد له دشت ارچي څخه
Anonymous
07.11.2005
امين٠٠ ثم امين
حاجي صاحب٠ ٠ ٠٠ خو جنګ سالاران به دې پخپلو پيسو مړ کړي٠
ملا مشک عالم له غزني نه
Anonymous
07.11.2005
ملا مشک عالم صېب خدای دی تاسو ته اجرونه درکړي چې په غزني کی مو زما عريضه ولوسته ٠ ملاصېب خدای مو لره ستاسو غوندې يونيم دوست په هرولايت کی شته چې زما ملاتړ وکړي او پخپله اولسوالۍ کی مو پولې هم معلومې دي بس ديوشي ضرورت دې چې ما درته عرض کړ ٠ پيسې د پښتنو ايمان اووجدان دې ٠ چې دغه يوځل ترې واخلم نوپه زغړده به هغه څه کوم چې موږ اوتاسو يې غواړو٠ که دغه خدای وکړه نو نور هرڅه راته ١-٢-٣ ښکاري ٠
او محترمه زما په نوم کی هيڅ شې بد نه دي نو هيله ده چې (( حاجي برباد)) خطاب راته وکړې ٠
په درناوي
حاجي برباد له دشت ارچي څخه
Anonymous
07.11.2005
محترم حاجي برباد!
له برباديه وژغورل شې، خو نه د امريکې په مرسته٠
زه به درته د غزني د پيريانو او ولينو په برکت دعا کوم که خداي کول ډالر جيت به شې، خو لکه تيمورشاه ستانکزي يواځې به يې نه خوري٠
ملا مشک عالم
Anonymous
07.11.2005
که همدغه وليانو راټينګ کړم ، راټينګ کړې به يې يم کنه حاجي برباد وم ، حاجي برباد يم او حاجي برباد به اوسم ٠
ځينې کارونه مې نه کول ځکه دپولۍ پړق ته ناست يم کنه ولاکه دهيڅ شي کمې وو ٠
محترم مېلمه صېب امريکه زما غوندې سپين سترګو ته پيسې نه ورکوي ٠ امريکايان د خړو سترګوکسان زيات خوښوي٠
ځينې پېژنم چې د جومات مسلې يې په سجدوهم سورۍ کړې اوپه ډالرو هم پړسېدلي ٠
خېر زه پخپل حال ښه يم ٠
په درناوي
حاجي برباد له دشت ارچي څخه
Anonymous
14.11.2005
حاجي برباد له دشت ارچي څخه!
تاسې چې دومره د ډالرو او پيسو په قدر پوهېږئ خو بايد له دې اته ميلياردو ډالرو څخه چې افغانستان ته راغلی دی يوڅه خو به د ترلاسه کړی وای، ولې په دې کار کې ټنبلی کوی؟
Anonymous
14.11.2005
((تاسې چې دومره د ډالرو او پيسو په قدر پوهېږئ خو بايد له دې اته ميلياردو ډالرو څخه چې افغانستان ته راغلی دی يوڅه خو به د ترلاسه کړی وای، ولې په دې کار کې ټنبلی کوی؟))
وام سرمی دوهلودې ٠ اصول مې کول اوهغه هم په افغانستان کی ٠
يووخت به ماته احتياج وو اوس کشو فش څه وايې ، موټرې څه وايې او د غاښچيچو خبره داده چه پارلمان ته هم کانديد وو ٠ تاسوفکرکوۍ چه ترماښه پوهېدل ؟
خېر حاجي برباد هم په خپل ځای کی معلوم دې ٠
حاجي بربا د له دشت ارچي څخه