نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتانه پوهان له حکومته جلا کيږي
Anonymous
29.09.2005
په دې تېرو څو مياشتو کې د افغانستان د جمهوري حکومت له لوړو چوکيو څخه پښتانه پوهان يو په بل پسې لرې کيږي٠ دا چې دوي په خپله خوښه چوکۍ پريږدي او که دې ته مجبوريږي، دا نو خداي اودوي ته پخپله ښه معلومه ده، خو يوه خبره د پام او سختې انديښنې وړ ده چې د پښتنو منلي او علمي شخصيتونه ګوښه کيږي او په ځاي يې يا ضعيف پښتانه راځي او يا خو ميراثي تاجکان٠
[color=white:630c6936c6]دجمهوري حکومت په پيل کې د اسيا منلي علمي شخصيت او اقتصادي تراتيژست ډاکټر اشرف غني احمد زي د کرزي له خوا ګوښه کړاي شو٠
دکورنيو چارو وزارت مرستيال شاه محمود مياخيل استعفا ته اړ کړاي شو،
د مالي وزارت تکړه مرستيال غلام جيلاني پوپل صاحب نظر انداز شو،
دکورنيو چارو وزا رت وياند او د جنګ سالارانو پر ضد غږيدونکي لطف الله مشعل له مخې ا خوا شو او چيرته بهر وليږل شو.
د سوداګرۍ وزارت مرستيال فراهي استعفا ته مجبور کړاي شو.
اوس دادي دهيواد بله هستي او تکړه سيا ستوال او امنيتي ماهر ډاکټر علي احمد جلالي هم ګوښه کيدو ته مجبور شو٠ هسې خو جلالي صاحب په ظاهره واي چې پخپله خوښه روان دي، خو جلالي ته نږدې کړيو دا خبره په وار وار کړې چې د چارو پر مخ بيولو کې هغه څومره ستونزې لرلې٠٠!![/color:630c6936c6]
مارشال فهيم چې د دفاع له وزارته لرې کېدو، څو مياشتې ورته کرزي او خليلزاد زارۍ وکړي خوهغه نه منله او د کودتا (مقاومت پنجشير) دړکې به ې ورکولي.
خو نن يو پښتون وزير پخپله خوښه له مقام او منصب نه لاس اخلي٠ دا وړه خبره نه ده، دوي پوهيږي چې دلته د پښتون ملت او کلتور په ضد څه ناځوانې دسيسې روانې دي، دوي د پښتنو پر ضد دسيسي نه شي زغملاي، پکار ده چی دوي مقاومت کړي وي خو مقاومت هم په تش لاس نه کيږي، مليشې غواړي، ايراني او روسي مرسته غواړي او دمقاومتيانو غوندي متحد قام غواړي٠
که د پښتنو دخوب او غفلت دا شرمونکې ا و زپونکې لړۍ همداسې روانه وي، ډېر ژر به ښه تراخه زيري واوري٠ هلته به خبر شې، چې تالو جبې له ور شې٠
کرزي بيچاره خو ملامت نه دي، هغه چی له خدايه څه غوښتل هغه خداي ورکړل (خو د پښتنو په رايو) هغه نور نه څه غواړي او نه نوره مبارزه کوي٠
واي د پښتون قام په حال!! واي د هغو پښتنو نيکونو په هڅو چې دې نا ځوانه لمسيانو ته يی دا هيواد ګټلي او ساتلي٠ چې اوس ېی ترې نه ددوست په جامه کې پټ دښمنان لګيا دي وړي٠ او دوي ورته غټو غټو ګوري٠٠!!!!
پريږده چې خړ سيلاب مې يوسي
په لامبوزن (جانان) به ډيره نازيدمه
Anonymous
29.09.2005
محترم خوګياڼي صاحب!
زه در سره سل په سلو کې موافق يم٠ که همداشان وضعيت روان وی ورځ په ورځ به حالات خرابيږي٠٠ زه دپښتنو په سيمو کي د ګدودي او خشونت سبب هم همدا بولم٠ خداي د وکړي چي کرزي او يا انديوالان ي دا مضمومون مطالعه کړئ٠
[color=red:31c8640ced]د ټول افغان د پاني مسولينو نه احترامانه خؤاهش دي چي دغه مهمه ليکنه اول مخ د سايټ ته راوړي،، بايد خلک دا ووايې او دلته ئ موندل سخت دي ،
دا مقاله لطفأ اول مخ د ټول افغان ته راوړي مننه مننه [/color:31c8640ced]
Pashtoon scholars leave gov
Anonymous
29.09.2005
viry good article. i like it. it is right. pashtoons should unit or lose the game. we are sleeping. and enemies are alert. good idea. bye bye Jalali Sahib.. and good luck for your academic life.
Anonymous
29.09.2005
ماته خو شکاري چې نور نو پښتانه بايد ځان ته بل ليډر پيدا کي ٠ اوسني ريس صاحب جمهور خو رشتيا ارمان پورا شو٠
شه به وي چي شاغلي جلالي اينده کي ځان رئاست ته کانديد کي٠ خلک حتمن طرف داري کوي[/i]
Anonymous
29.09.2005
[quote:ec466faa72="Anonymous"]ماته خو شکاري چې نور نو پښتانه بايد ځان ته بل ليډر پيدا کي ٠ اوسني ريس صاحب جمهور خو رشتيا ارمان پورا شو٠
شه به وي چي شاغلي جلالي اينده کي ځان رئاست ته کانديد کي٠ خلک حتمن طرف داري کوي[/i][/quote:ec466faa72]
م ن غروال
29.09.2005
ښاغلۍ يونس خوګياڼۍ سلامونه ومنئ!
ډير هېوادوال پدې تمه دي چې د بې غرضو سياسي مشرانو له لاسه به يو څه وشي او مونږه هم تل دا ويلي دي چې بايد و هغو وطنپالو سياستوالو سره مټ ورکړل شي چې د چا په وينو يې لاسونه ندي سره، خو له بده مرغه سياست تل د پردو شاته نورې خبرې هم لري خو دومره هم بايد سړۍ ځان بې کمزورۍ ونه بولي چې د علت څرګندولو پرته د ښاغلي جلالي غوندي شخصيت خپله استعفأ وړاندي کړي٠
دې کي هيڅ شک نشته چې فساد په ادارو کي نه وي او د کوکنارو او نورو مخدره موادو په قاچاق کي بعضې لوړپوړي چارواکي لاس ه وي لرلۍ، د همدغه خاينت د مخنيوي لپاره کله چې د ښاغلي جلالي صاحب وړانديزونه او پر ځمکه لويږي او د کار يې مخه نيول کيږي نور نو پرته له استعفأ څه په وس نلري٠
خو : دا حل لاره نده٠ پکار دا ده چې لا اقل دا خبره د نړۍ خبري رسنيو ته ورسوي او د خپل کار لپاره يې په پوره اندازه اسناد را ټول کړي وي٠ او بايد د ښاغلي جلالي صاحب د ګوښه کيدو وجه په تمامه معنی په ښکاره وويل شي٠ او زما لپاره په حکومت کي له بده مرغه يوه لويه ضايعه ده٠
په درناوې
Anonymous
08.10.2005
ښه دى چى ليري شى هسى هم سه نه شى کولى دا بى کاره مشران لرى ښه دى
Anonymous
14.10.2005
فکر کوم داستعفا په وخت کې به دوي ته هغه د يو شاعر دا قطعه خولې ته ورتله:
[color=red:2d11106a90][size=18:2d11106a90]د وخت پاچا مونږه په زوره له درباره باسي
دا خداي وهلی هغه ښه غشي له کاره باسي
چې ددښمن مخکې ولاړ يې لکه سپر وي هميش
د هغو نه مني له نورو سره لاره باسي[/size:2d11106a90][/color:2d11106a90]
په کوچيانۍ مينه
کوسين طوطاخېل - برمنګم ,انګلستان
Anonymous
18.10.2005
په دری کې يو متل دی وائی:
صدای دهل از دور خوش است
تاسو هسی خوشی ورته خوشبينه ياست ٠ ولله که به يا په کرزی کې، يا احمد زی کی ، يا په احدی او يا په جلالی او يا يې په نورو ملګرو کی کومه داسی علامه او لياقت وی چی سړی د کومه طمعه تری وکړی٠ دا ټول د خارجيانو په زور راغلی، د خارجيانو په مټو ساتل کيږی، خارجيان يی تغير او تبديلوی او چی زور په ورشی بيرته خارج ته تښتی٠ که جلالی رښتيا دخپل ځان واک پخپل ﻻس کی درلودی او کومه پړه ئې په ځان کې نه ليدای، نو که هغه وخت نه اوس خوبه يی د خپلی استعفا علتونه د امريکا په دموکراسۍ کې ويلی ؤ٠ دا هر يو افغانستان ته د ټاکلو وظيفو لپاره وليږل شول او دوی هم ددی لپاره ولاړل چې شکونه وکړی، خپلې پخوانی پيسی او ميراثی شتمنۍ بيرون ته را وباسي، مځکې او نمرې واخلی، هغه پيسی چی له بهرنيو هيوادوڅخه ورځی هغه يا پخپلو جيبو کی واچوی او يا ئې د خپلوانو، خپلو سياسي انډيوالانو او شخصی چاپلوسانو په جيبو کې ورتخته کړی ٠ د وزير، رئيس او نور غټ غټ نومونه وباسي د ټوپکوالو مجاهدو قوماندانانو سره د دولتی مځکو، ماڼيو او شتمنيو په لوټولو کې برخه واخلی ٠ دا نه د خدمت کولو توان لری او نه يی غواړی٠ داسی اميد ځنی مه کوی٠
Anonymous
18.10.2005
تر سو چه کرزی جان پنجشيری ;
ټول پښتانه به د پنجشېر غلامان کړې.لعنت دی وی په بېغېرته احدې او افغان ملت چه احدی څه ونه کړل نو د نورو به څه ګېله کوه.
پرېږدی چه پشتون خوار,بې عزته,او شاته پاتې وې.
عبدالله يوسفزی کابل
Anonymous
18.10.2005
ښاغلیه يوسفزی صاحب
احدی ته چې هرڅه وائی هغه ستاکار دی خودهغوله خاطره بايد د افغان ملت ګوند تخريب نکړی ځکه هغه له افغان ملت ګوندسره هيڅ اړيکه نلري٠ د افغان ملت د ګوند مشر خدای بښلی شمس صاحب ؤ٠ احدی ته خو امريکايانو له ځينو بی عقيدو او بی ايمانه کسانو څخه يوه کوچنۍ ډله جوړه که او احدی ئی ورته رئيس کړ او په دې ډله اودهغو په اخبارئې هم د افغان ملت نوم کيښود٠ رښتينو افغان ملتيانو د همغې وخت نه ددی عمل په وړاندی احتجاج وکړ او دا کار ئی د ګوندپه وړاندې يوه خطرناکه دسيسه وبلله٠
Anonymous
19.10.2005
خو بس دى اوس يې هم له قدرت نه ډېر خوندواخيستو.
دوى خو په اصل کې نيکټايي دار طالبان دي . کرزى خو مونږ ته په يوه پټو کې راغلى و، مونږ قدرت ته ورساوه او زمونږ سره يې ډېرې ژمنې کړي دي .
که خير وي بې له هيوادمل نه به يو پښتون هم په قدرت کې ونه ګورئ
زنده باد کرزى
Anonymous
19.10.2005
ټلوال ميله!
د مجلس او بحث د ادب او تعامل په اساس د رته سلا مونه وړاندی کوم٠ ته يا د شمال د ټلوالی څخه نه يی، هسی ټوکی کوی او زموږ بحث رنګين کول غواړی٠ که ته رښتيا د ټلوالی طرفدار وی، نوافرين ستا په جرئت يعنی په سپين سترګۍ (بښنه د هم ور سره وی)٠
په دی کی شک نشته چی امريکايانو هم لکه د روسانو او نورو استعمارګرانو په څير د موږ د وطن د ټولو قومونو ترمنځ بی ماهيته، بی ايمانه مال پرسته وطن پلورونکی او معامله ګر ځان خرڅوونکی کسان د خپل ځان د نوکرۍ له پاره راټول کړل٠ خوستاسې ټلواله په دې کار کې تر ټولو نورو مخکی ده٠ درباني٠ قانونی، عبدالله او فهيم او نورو کارنامی د درپه ياد که، سر د خپل ګريوان ته کوز کړه، خجالت وباسه او په خپل پيوستون دی پښيمانی وکړه، اودس د تازه کړه او دوه رکاته نفل لموځ وکه او خدای ته توبه وباسه٠
داسمه ده چی کرزی د يوه پټو سره دتاسی سره يوځای کړل شو او دی هم دچندان عقل چښتن نه ؤ او نه دی،خو په تاسو ټولو پورته مقرر شو٠ په تاسو ړندو کې دا د يوې سترګی څښتن پاچاشو٠ هغومره چور، چپاول او وژنی چی ستاسی رهبرا نوکړی دوي نه دی کړی٠ په دی ټول پوهيږی چی کرزی ، احدی او ځنی نور د طالبانو کلک ملګری ، طرفداران ، تيورسنان او ستراتيژستان و، خو چی وخت يی راغی ١٨٠ درجې یی تغير وخوړ، د طالبانو دښمن شول٠ اوس هم دوی د ښرمښ سترګو ته ګوری، که يی موقع برابره شوه په تاسو به هم د اسمان ستوری وشماری٠
Anonymous
20.10.2005
مېلمه وروره لومړى خپلو خبرو ته لږ سوچ وکړه زما په اند ډېرې تېزې او بې منطقه دي .
ته غواړې په شين زور خپل نظر په نورو تحميل کړى خو داسې نه شي کيدى .
ته ماته وايې :
اقتباس :
درباني٠ قانونی، عبدالله او فهيم او نورو کارنامی د درپه ياد که، سر د خپل ګريوان ته کوز کړه، خجالت وباسه؟
تاسو ولې دطالبانو او ګلبدين په بدو اعمالو خپل سر ګريوان ته نه ښکته کوئ او ولې خجالت نه باسئ ؟ ؟؟؟؟؟
استاد پروفيسور برهان الدين رباني ، محمد يونس قانوني، مارشال محمد قسيم فهيم او عبدالله عبدالله چې اوس د بهرنيو چارو وزير دى له پيل نه تر اوسه پورې د هغو خلکو سره وو چې د دوى ملاتړ يې کاوه او ترڅنګ يې جنګيدل، هغوى ته يې خدمت کړى او ورته کوي به يې .
ستاسو خو ټول همداسې بې اعتباره،بې عقيدې ، او بې ايډيا مشران دي ، بلکې تل مو همداسې بې باوره او تش په اټکل په ځينو خلکو پسې لښکرې جوړې کړي چې وروسته يې تاسو ته پخپله بيا د سر په کاسه کې اوبه درکړي دي .
هغه ګلبدين دې څه شو چې سر لښکر مو و ؟
هغه ملاعمر دې څه شو چې سر لښکر مو و؟
او هغه نور داسې بې شمېره مشران مو څه شول؟
تا پخپله ويلي چې احدي د طالبانو تيوريسن و نو ته ريښتيا ووايه دا يو خام او بوالهوس سياست نه دى چې ناڅاپي راپيدا شوي، د پاکستان زېږول شوي او بې نومه خلکو تيوريسن ستاسو وياړلى شخص دى؟
دا څومره غلط سياست دى چې نه بنياد لري او نه بنسټ ؟
داسې سياست که ستاسو هر مشر کوي نو انشاء الله هيڅ کله به مو ورځ ښه نه شي!!!
کله بۀ په يو سرونه ورکوئ او کله به په بل!!! خو په اخر کې به بيا يا ګلبدين خېژي او ياملاعمر چې بېرته همداتاسو له وهلو په ډبولو ستړي کړي!!!!!
ته وښايه چې استاد برهان الدين رباني په پيښور کې د خپلې ژبې کوم يو هغه کس وژلې چې د ده په ګوند کې نه و؟
د ګلبدين دې څه حال و ايا چې د هغه په ګوند کې به څوک نه و ټول يې نه وژل؟
زه که فارسي /درى ژبى نه يم خو ژمنه ، غړيتوب او ملګرتيا د شمالي ټلوالې لرم !
کلک پرې ولاړ يم او تل به خېر رارسوي؟
يوازې د جګړې په تمه اوسه او وايه چې :
[color=red:360c97a3bf]اقتباس :
که ورځ يې راغله په تاسو به هم د اسمان ستوري وشماري . [/color:360c97a3bf]ته خپه کېږه مه موږ همدغسې وياړلي مشران لرو لکه استاد رباني ، يونس قانوني ، عبدالله ، مارشال فهيم او نور چې په غر او سمه کې به زموږ سره وي !
ستاسو غوندې القاعده، امريکايي تابعته او پاکستاني تابعيته مشران نه لرو چې تر قدرت وروسته به رانه ورک شي ؟
هغه ګلبدين او ملاعمر دې څه شول؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ته يوازې کرزي ته خوشال اوسه چې تش په نوم په موږ سر حکومت کوي !
هغه په شمالي ټلوالې حکومت نه کوي بلکې د شمالي ټلوالې په خوله او خوښه حکومت چلوي !!!
ته د تل له پاره په تېر تاريخ کې اوسه !!! او موږ به د نر غوندې حکومت کوو!
ته ووايه چې هغه ملي سرود چې استاد برهان الدين رباني درته په لغته ووهلو نور څوک شته چې نوم يې واخلي؟؟؟
زنده باد شمالي ټلواله
[color=green:360c97a3bf]زنده باد جمعيت اسلامي افغانستان
جمعيت د ټولو افغانستانيانو وياړ او افتخار [/color:360c97a3bf]د ځواب په تمه
Anonymous
20.10.2005
ګرانه جمعيتي وروره!
که خبره سپينه کول وي ، نو پر حقه يې٠ رښتيا وايې او ډاډه يې وايې.
ځکه چې:
اتفاق په پښتنو کې پيدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ
لسو پايلوڅو طالبانو چې په يوې درې کې (ساندويچ) کړي وي. که ټول پښتانه را پاڅيدل د هندوستان د مرهټيو کانې به در باندې وکا.
Anonymous
20.10.2005
کوسين طوطاخيل ليکلي چې :
اقتباس:
لسو پايلوڅو طالبانو چې په يوې درې کې (ساندويچ) کړي وي. که ټول پښتانه را پاڅيدل د هندوستان د مرهټيو کانې به در باندې وکا.
زه وايم دا دمرګ په خوب ويده پښتانه دې کومې ورځې ته ګوري !
آيا دوى يوازې دجګړې په چل پوهېږي که نور هنر يې هم زده دى؟
هغه چې په يوې درې کې مو مقاومت کاوه، همدا يې ثمره ده چې اوس حکومت کوو!
تاسو ريښتيا ويلي (پايلوڅي طالبان )هغه څه شول ؟
آيا تا ستاسو د طالبانو هغه کور مشر ليدلى و ؟
ولې شرميدو او له خپلو خلکو يې مخ پټاوه ؟
اوس دې خبره کوه . مونږ که په دره کې شپې تېرې کړې که په غرو کې خو د يوې ورځې په انتظار وو چې طالبان به دې ورکېږي او مونږ به حکومت کوو.
نو ته وايه تا سو خو څو وارې قدرت تر لاسه کړ خو نه د حکومت په چل پوهېږئ او نه د دنيا سره په راشه درشه ؟
يوازې جګړه مو زده ده هغه هم له ماشو ډېر مړه شوئ .
له موضوع نه بهر مه ووځه د پښتنو مشرانو خبره دې کوه چې دوى په دې ارزي چې تاسو بيا ورپسې لښکر جوړ کړئ ؟
يوازې په جګړه خبره نه حل کېږي لږ شرم وکړئ ځانته داسې مشر پيدا کړئ لکه وياړلې استاد برهان الدين رباني چې په جګړه او ارامۍ کې درسره ملګرى وي نه لکه ستاسو مشران چې کله درنه مخ پټوي او کله بېخي درڅخه پټېږي .
تشکر
Anonymous
21.10.2005
که د بي ٥٢ برکت نه وي ، بيا به دې اتڼونه ليدلي وي.
په هرحال ,
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ماته يو دي که مغل دي که افغان
Anonymous
21.10.2005
داجڼتانوله حکومت ځخه جدائي د هر انسان وظيفه ده اوکرزی خولوی اجڼټ دی٠
مرګ په کرزي ، زنچو او هيواد غل باندي ٠
Anonymous
22.10.2005
کوشان صيب له درنښت او مننې سره!
زه له موضوع نه يم وتلى. موضوع وه (له حکومته د پښتنومشرانو جلاکيدل).
نو ما خپل نظر ليکلى و چې بايد زمونژ په څېر مشران پيدا کړئ لکه استاد پروفيسور برهان الدين رباني، زمونژ په څېر جنګيالي پيدا کړئ لکه مارشال قسيم فهيم او زمونژ په څېر سياستوال ولرئ لکه محمديونس قانوني او عبدالله عبدلله چې دخپلو خلکو د ګټو ملاتړ يې هر وخت کړى او هيڅ وخت له ملت نه جلا شوي نه دي.
نور ستاسو خوښه چې ځواب ورته لرئ او که نه.
او بله داچې زه د قوم جګړه څه چې هيڅ جګړه نه غواړم زه پخپله يو پشتون يم خو په پشتنو مشرانو کې مې لا خپل زعيم ونه ليدو. هر وخت دوى دخلکو په احساساتو لوبې کړي. د جګړې په وخت کې يې د سپر او لښکر کار ترې اخيستى او د ګټې او سوبې په وخت کې يې بيا قزلباش،تاجک،ازبک او نور په ځان راټول کړي او پښتنو ته يې شا کړې ده .
تاسو مو هغه دملت بابا ته ورشئ چې ستاسو په ژبه پوهېږي؟
همدا سې مو ټول مشران درواخله هغوى چېرې هم په خپل کور کې پښتو نه وايي او نه يې اولادونه پشتو ويلى شي نو د کومو مشرانو له جلاکيدو انديشمن يئ؟
زه يوځل بيا درته توصيه کوم چې د احدي،ګلبدين،ملاعمر،جلالي او نورو احمدزيو مامدزيو تېر شئ يوازې استاد پسې ملا وتړئ چې وطن مو جوړ شي کنه نو هيڅ به هم په لاس د رنه شي د دغې مشرانو غم مه کوئ ځکه چې څه ترې نه جوړېږي.
مننه
کوسين ته وايم زما په نظر ته لاوړوکى يې ځکه دومره احساساتي خبرې کوې!
تاسو خو کرزي صيب ته هم ښځو او نرو رايه ورکړه خو وايه چې کرزى ستا دى او که زموږ .
کرزى خو موږ کرزى کړ کنه چېرته به يې هوټل کاوه.
هغه مو د پنجشير له برکته پاچا شو.
Anonymous
22.10.2005
احساساتي نه يم ياره, که شپه تياره ده مڼې خو په شمار دي..
...نور يې څه کوې د ټلوالې ياره, خو دا [color=yellow:59d9a55e15]هيوادمل[/color:59d9a55e15] خو دې ډير ښه پيژندلاي.
د ترنک د شاه زلمي عصمت قانع ياد دې په خيروي په هيوادمل يې ښه مقاله ليکلې وه [color=red:59d9a55e15]دوکړه مار په دربار کې[/color:59d9a55e15]
که دا مقاله هرچا سره وي دخداي او رسول په خاطر دلته را نقل کي٠ خداي به ډير اجرونه ورکا
Anonymous
23.10.2005
کوسين طوطاخېله ايله چې ودې ويشته !
ما مخکې هم درته ليکلي وو چې له دې پښتنو مشرانو دې تېر شه.
هيڅ درد به دې دوا نه کړي. ددوى موخه نه پښتو ده ، نه پښتانه او نه هيواد . ددوى موخه يوازې او يوازې پښتو خرڅول او پيسې ګتل دي.
د هيوادمل په غندنه کې درسره ملګرى يم. همدايې ښه بېلګه ده . کله چې غريب و نو د پښتو دلرغونتوب کوښښ يې کاوه چې څو پيسې ترلاسه کړي.
کله چې مهاجر و نو رسول امين غوړه مال و او ګټه يې ترې کوله او کله چې اوس دباطلدانۍ وزير دى نو په ډېره بې غيرتۍ خپله څوکۍ ساتي. ددفتر واک يې له هزاره سره دى او مشاور يې زرياب دى.
کرزي ته هم داسې کافرې غوړه مالې بيانيې ليکي چې توبه اوباسه .
نو راځه وروره له بې ځايه ضد نه واوړه اوپه ټيټو سترګو زموږ دملي مشر استاد پروفيسور رباني چوپړ ته راشه چې ودې ځلوي.
ته وګوره ستا هيوادمل هم وزير دى چې زموږ د ټلوالې ديوه رييس هومره خدمت يې هم خپلو خلکو ته کړى دى؟
نو ولې بيا وايئ چې پښتانه پوهان له حکومته جلاکېږي . پسې يې راواخلئ چې ژر جلاشي او دغه حروف علت له ارګه راووځي.
مننه
Anonymous
23.10.2005
مننه ياره!
د ارګ په شاهي ماڼۍ کې د ميشته بيغيرتو مشرانو په هکله درسره موافق يم٠
استاد رباني بيچاره باندې څه کوې ياره، هغه بيچاره خو لکه زميني پکي د قانوني او فاتح الملک والمله فهيم خان په مخکې څرخيږي را څرخيږي.
زه چې کله پيښور کې اوسيدم (په شپيتمه لسيزه کې) نو د استاد فصيح اللسان بيانو اوريدو ته به د هشنغرۍ عيدګاه جومات او بيا وروسته د څمکنو انګړ ته ورتلم٠ خو کومه خاصه ګټه مې ترې وانخسته٠
چې دواړه دا بشر دوست ته ور شو , هم به مو دا هزاره قوميان خوشاله شي او هم به د NGO ګانو بيخ وباسو.
Anonymous
23.10.2005
مننه ياره!
د ارګ په شاهي ماڼۍ کې د ميشته بيغيرتو مشرانو په هکله درسره موافق يم٠
استاد رباني بيچاره باندې څه کوې ياره، هغه بيچاره خو لکه زميني پکي د قانوني او فاتح الملک والمله فهيم خان په مخکې څرخيږي را څرخيږي.
زه چې کله پيښور کې اوسيدم (په شپيتمه لسيزه کې) نو د استاد فصيح اللسان بيانو اوريدو ته به د هشنغرۍ عيدګاه جومات او بيا وروسته د څمکنو انګړ ته ورتلم٠ خو کومه خاصه ګټه مې ترې وانخسته٠
راځه چې دواړه دا بشر دوست ته ور شو , هم به مو دا هزاره قوميان خوشاله شي او هم به د NGO ګانو بيخ وباسو.
Anonymous
31.10.2005
زه بيا هم خپله خبره کوم او وايم چې ستا په پښتنو کې هيڅ سر په خداى که وي همدا راباني ښه دى چې يوه يې خبره،يوه يې ژبه او يوه يې عقيده ده.
او په راتلونکې کې به ملي شورا رييس هم وي.
او دا ته څنګه دومره په سپکه ورته ګورې؟
په ريښتيا ووايه چې ستا د کرزي امر چلېږي او که درباني؟
ايا ستا دکرزي پاچاهي ده او که زمونږ د استاد پروفيسور رباني؟
که نه پوهېږې د هغه ميرات مړي ملي سرود غم دې نه دې وپوښته چې د استاد څپېړه يې خوړلې دا خو دې راپورته شي!!!!
تا د ارګ د ميشتو بېغرتو پښتنو مشرانو خبره کړې نونور دې کومه داسې هوښيار او تورزن مشران دي ؟ ته خو يې راوښيه؟
هغه ګلبدين او ملاعمر دې يادوې؟
که امريکا کې سپي مينځونکي چې يوازې وزارتونو پسې راځي نور نه راځي؟
ته اوخداى چې ته مشر لرې؟
که څوک مشر ولري همداسې ورځ يې وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او بشر دوست خو ستادپښتنو مشرانو غوندې ليونى دى اوستا هم ځکه خوښ دى چې پښتون يې او د پښتنو نو بې له احساساتو نور څه زده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او د هيواد مل په اړه کيدى شي چې زه هم درسره جوړ شم. که ټلوالې ونيولې په همدې يوه خبره دې هم راخلاصوم چې هيوادمل نه منې!
Anonymous
31.10.2005
له همدردۍ دې مننه٠ لوي څښتن مې دې د ټلوالې له بنده ساتي٠ د څارنوال مشتاق په نوم د ټلوالې يو غړي په اسخباراتو کی مستنطق دي، چې پښتون وويني، پيريان پرې راشي او د بندي دسر ويښتان په ګوتو ترې باسي٠
په هر حال، پښتانه به صبرکوو، ګواکې خداي مهربانه شي او په دې قرن کې کوم ملي شخصيت را پيدا شي٠ تر هغې د خداي پامان٠