د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
13.11.2005

په تیرپسې :

[color=red:01b1d78166]ملا[/color:01b1d78166]
ته وایې چې (( خو داچې دين يوه روبنايي پيښه ده، نه زيربنايي، که چيرې معنويات ټول د روبنا، او مادي اقتصادي برخه دزير بنا پورې تړلي و شميرو . په روبنا کې تر ټولې دوه برخې ډيرې مهې دي چې د نوې ټولنې په جوړولو ، ودې ، ثبات او ساتلو کې مستقيم اغيز لري : چې[color=white:01b1d78166] سياست او حقوق [/color:01b1d78166]دي !)).
نو مربانی وکړه صنوبره ، دا زیر بنا او وبنا راته لږ ه وښانه کړه، چې داوایی څه ته ؟
وایی ؟ له کمونیستانو څخه مې پخوا ډیرا وریدلی، خوپوه شوی پرې نه یم !
[color=blue:01b1d78166]ملاخيل [/color:01b1d78166]
نو اوس پرې ځان پوهول غواړې، ایا که لما څخه یې واورې ښه به پرې پوه شې ، او که بیا به زیات ارزښت درته ولري ، که څنګه ؟


Anonymous
13.11.2005

په تیرپسې :

[color=red:2e8e04c93c]ملا:[/color:2e8e04c93c]
ته وایې چې (( خو داچې دين يوه روبنايي پيښه ده، نه زيربنايي، که چيرې معنويات ټول د روبنا، او مادي اقتصادي برخه دزير بنا پورې تړلي و شميرو . په روبنا کې تر ټولې دوه برخې ډيرې مهې دي چې د نوې ټولنې په جوړولو ، ودې ، ثبات او ساتلو کې مستقيم اغيز لري : چې[color=white:2e8e04c93c] سياست او حقوق [/color:2e8e04c93c]دي !)).
نو مهربانی وکړه صنوبره ، دا زیر بنا او روبنا راته لږ ه روښانه کړه، چې داوایی څه ته ؟
وایی ؟ له کمونیستانو څخه مې پخوا ډیرا وریدلی، خوپوه شوی پرې نه یم !
[color=blue:2e8e04c93c]ملاخېل: [/color:2e8e04c93c]
نو اوس پرې ځان پوهول غواړې، ایا که لما څخه یې واورې ښه به پرې پوه شې ، او که بیا به زیات ارزښت درته ولري ، که څنګه ؟
[color=red:2e8e04c93c]ملا :[/color:2e8e04c93c]
یو راته د خلقیانو او پرچمیانو خبرې غرضي او تش ګوندي پرو پاګند ښکارېده، او بل داچې هغوې پخپله هم کاپی کړې وې او په میخانیکی توګه به یې بیانولې ، چې ګواکې دوي خپله هم پرې سم نه پوهیدل . ټولې تشې بی ثبوته ادعاګانې بریښیدلې !
خو سره لدې هم باورلرم چې ټول به سوچه دروغ هم نه ؤ.خو چې ته يې نوم اخلي ، ښايي څه به دې پکې رښتيا هم کشف کړي وي ، نو هغه به څشی وي؟
[color=blue:2e8e04c93c]ملاخېل: [/color:2e8e04c93c]
ملا صېب دروغ ياغلطي يي داوه چې د له دې ډول ښونې څخه يې د کمونيزم په ګټه نتيجه ګيرۍ کولې، خو سمه يې داوه چې روبنا او زيربنا رښتيا هم په هره ټولنه کې شته ! دايې هم حقيقت و چې په مادي زيربنا کې وده ،پراختيا او پرمختګ او يا دهغه نشتوالی په معنوي روبنا کې هم دغسې پرمختګ يا د هغه نشتوالی منځته راوړي! نو پوښتنه مو بالکل پر ځای ده چې زير بنا او روبنا څشی دي :
داسې يې فرض که چې ټولنه يو پنځه منځله کور دي :
١ ـ په لومړي منزل کې چې د اساس مثال لري ټولنيزې طبقې ، مولده ځواکونه او
توليدي مناسبات ځای پر ځای شوي دي . البته دغه منزل مادي يا اقتصادي دی
او له وسپنې څخه جوړ شوی دی .
٢ـ پر سر يې دوهم منزل رغول شوی چې سياست او حقوق په کې ځای لري.
٣ـ په دريم منزل کې بيا علم ، فلسفه ، جهانبينۍ مفکوري او ايديالوژۍ پرتې دي
٤ـ په څلورم منزل دين، مذهب او اخلاقو ځای نيولی دی
٥ـ او په پنځم (وروستي ) منزل کې هنر ځای خپل کړی دی!
دويم دريم او څلورم منزلونه معنوي دي او وسپنيز نه بلل کيږي.

وګورۍ په دوهم منزل کې سياست او حقوق دي . په فيوډالي ټولنې کې حقوق
د دين او مذهب له خوا ټاکل کيږي لکه په اسلامي شرعې کې چې دي!
تشريح :



ع کريم حليمي
14.11.2005

ډير دانشمند اوقدرمن A روره ،او درونو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
[quote:f084d92c1c]خو داچې دين يوه روبنايي پيښه ده، نه زيربنايي، که چيرې معنويات ټول د روبنا، او مادي اقتصادي برخه دزير بنا پورې تړلي و شميرو . په روبنا کې تر ټولې دوه برخې ډيرې مهې دي چې د نوې ټولنې په جوړولو ، ودې ، ثبات او ساتلو کې مستقيم اغيز لري : چې سياست او حقوق دي !)). [/quote:f084d92c1c]
تاسو په تيرو ليکنو کښي د دغي جملې( خو داچې دين يوه روبنايي پيښه ده)مفهوم
سته اما واضح نه دۍ ٠ چه ولي دين روبنا او اقتصاد زير بنا ؟؟؟
که دين زير بنا وي او اقتصاد روبنا کړي ٠ ؟؟؟ ستاسو هدف نه د سره کيږي ؟؟٠ 
او که تاسو باور لرۍ چه اقتصاد زير بنا ده ٠ 
زه خو باور لرم چه د اقتصاد زير بنا توليد دۍ !! ٠ 
او په مجموع کښي زير بنا دين دی ٠ ولي چه کپيټاليزم ټوله پر اعتماد ولاړ دی 
يعني تجارتي اخلاق ٠ نو زير بنا اخلاق دي ٠ او اخلاقيات معنا دين ٠ 
په امريکا کښي چه سورپوستي خلک اوسېدل ٠ کاريګري او ماشني توليد نه وو 
او اخلاقيات ئې درلوده ٠ داچه څرنګه اخلاقيات ئې وه ٠ هغه بله خبره وه 
په احترام 
 


Anonymous
14.11.2005

دروند استاد محترم حليمي صاحب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله و برکاته!
ټولنه يوه معنوي بريښنده (پديده) نه ده، بلکې د مادي ( اقتصادي يا توليدي) اړيکو او مناسباتو مجموعه ده چې بي له شکه معنوي پديدې ، اړيکې او مناسبات په کې فعال رول لري ، تر ټولو زيات پرې سياسي او حقوقي مناسبات چې معنوي پديدې دي اغيز غورځوي او هغوی ته بدلون ورکولی شي او ثبا ت هم وربښي !
که ملايکو ټولنه درلودای نو هغه به ضرور يوه معنوي ټولنه وه ، خو بيايې هم نشول کوﻻی چې مادي مناسبات او مادي اړيکې رامنځته ګړي، ځکه هغوی توليدي فعاليقت نه لر! البته دغه قدرت يو الله تعالی (ج) پخپله لري او بس .
توليدي مناسبات د بشري ټولنې له پيل څخه موجود ؤ او د ماشين او پانګوالۍ له وخته راهيسې نه دي رامنځته شوي . توليدي کار او د کار ويش تل موجود و او وي به
د مادي نړۍ ، ټولنې او طبيعت ، ځمکې او نور جهان مادي شته والی د هر ځانګړي انسان څخه مخکې د توليدي فعاليت تقدم پر معنوي فعاليت ثابتوي . [color=white:1ce01183eb]معنويات د توليدي مناسباتو په سازمان ، تنظيمولو، تغير او بدلون ورکولو، ودې او پراختيا ورکولو کې پرېکنده رول لري او هغوی ګا م پر ګام بدرګه کوي ، خو نه دهغوی ځای نيولی شي او نه د توليدي مناسباتو ماديت رامنځته کولی شي .[/color:1ce01183eb] له دې کبله مادي ، اقتصادي يا توليدي مناسبات زيربنا او نور معنوي مناسبات په روبنا پورې اړه لري . په درنښت او سلامونو



ع کريم حليمي
17.11.2005

ډير دانشمند اوقدرمن A روره ،او درونو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
زه فکر کوم چه په دې لاندي جمله کښي واضح انقباض (contraction )ليدل کيږي ٠ 
[quote:3eb55f4942]توليدي مناسبات د بشري ټولنې له پيل څخه موجود ؤ[/quote:3eb55f4942]
هو! دين او مذهب هم بشري ټولنې له پيل څخه موجود ؤ٠
که د توليد مفهوم داوي چه د خټو څخه پياله جوړول ٠٠٠٠٠٠ 
دا ډير نوی کار دی ٠ نسبت و دين ته !
او که واښه پيدا کول او خوړل تاسو توليد ګڼۍ  ٠ نو بيا صحيح ده چه توليدي مناسبات د بشري ټولنې له پيل څخه موجود ؤ٠ 
او که توليد د يوه شي څخه بل شئ په لاس راوړل وي ٠ نو بيا  دين  تقدم لري ٠ 
که عقيده او توليد د ټولني Foundation وبولو ايا په اصولو کښي ټکر پېښيږي ؟
زما جواب دادی چه نه پېښيږي ٠ او هم د اسماني کتابونو سره موازي خبره ده 
په ډير احترام 



ع کريم حليمي
18.11.2005

ډير دانشمند اوقدرمن A روره ،او درونو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
په ډير احترام عرض لرم !
هره انساني ټولنه دوې زېربناوي لري ٠ 
که يوه زېربنا يا هر يوه له منځه ځي يا ضعيفه کيږي ٠ نو بله خساره ويني 
ستاسو د اصولو په اساس چه : (معنويات د توليدي مناسباتو په سازمان ، تنظيمولو، تغير او بدلون ورکولو، ودې او پراختيا ورکولو کې پرېکنده رول لري او هغوی ګا م پر ګام بدرګه کوي ، خو نه دهغوی ځای نيولی شي او نه د توليدي مناسباتو ماديت رامنځته کولی شي ).
 که تاسو اخلاق په زيربنا راسره ومنۍ ، نو جامعه به ورځ په ورځ مخ  په وړاندي (لوړ کيفي ) طرف ته روانه وي 
او که چيري د ټولني زيربنا يوازي او يوازي ګټه،عايدات،توليد وبولو 
د افريقا په دښتونو کښي يو ډول حيوانان سته چه نوم ليکل ښه نه دي 
په ټولنيز ډول ژوند کوي تر دې حده چه وږي سي نو زمری څيري او خوري ئې 
هو ! ټولنيز ژوند په دې خاطر کوي ٠ همېشه يو د بل په درد وخوري ٠ 
يعني يو ډول حيواني تاکتيک (سياست ) او هم کټه ،انرجي (اقتصات ) ٠٠٠٠٠ 
که د انساني ټولني له زېربناڅخه اخلاق جلا کړو ٠ او که زېربنا ئې يوازي 
اقتصاد کړو په داسي حال کښي چه داسي  نه ده صحيح
نو د انساني او غيري انساني جامعي فرق په چيشي کوو ؟؟؟ 
رول په نړي کښي يوازي دوه ډوله سته ٠ چه جنګلي رول دي ، يا انساني 
نو رول پخپله هم اخلاق دي ٠ 
نو ويلای سؤ چه که انساني اخلاق و ځنګله ته ور وړه سي  ٠ چه وئې مني ٠ نو انسانان سوه ٠؟ 
او که اخلاق ، رول ،دود ،له ټولني ورک کړو 
 که انساني جامعې اجازه راکړي چه اخلاق ځيني واخلو ايا داټولنه به په جنګل 
بدله نشي ؟
 
او يابه داسي شي لکه يو څو ورځي چه افغانستان وو 
لکه (زرداد د جلال اباد او کابل پر لويه لياره) 
او که اخلاق ترې ايسته کړي نو کمونسټي ټولنه سوه ٠ چه د اقتصادي ټولني عمر 
ئې خالي ٧٠ کاله سؤ 
 په درناوي  


Ghairat
18.11.2005

قدرمن حليمي صاحب ، ښاغلی ميلمه A ، او درونو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
ستاسو په اجازه مو په بحث کې  برخه اخلم :
داچې [quote:8249facf3f]توليدي مناسبات د بشري ټولنې له پيل څخه موجود ؤ[/quote:8249facf3f] او که نه ؤ، خو په يقين سره [quote:8249facf3f] واښه پيدا کول او خوړل [/quote:8249facf3f]هم نه توليد دی او نه دټولنې بنسټ .
خو که واښه نه، بلکې سابه، تازه ميوې ، حبوبات ، ماهيان او نور لټوي ، فورأ يې مستقيأ نه خوري ، بلکې راوړي يې او له نورو سره يې په ګډه خوري ، هو، ان داچې سابه پخوي بيايې په ګډه خوري، په ګډه ښکار کوي، غوښه يې په اور کباب کوي او پر ګډه يې خوري ، دغه ټول د مادي نعمت توليد بلل کيږي ، په همدغه وخت کې انسانانو د خپلې ټولنې ، ګډملکيت ، ماشومانو او ښځو ساتنه او له دوښمن څخه د خپلې ټولنې د هر غړي دفاع کوله او د وينې د شراکت او ګډ ملکيت پر بنسټ يې ګډ اخلاقي تصؤرات ، ددونه او ګډکلتوري ارزښتونه لرل او په توليدي کار کې د ښځو اوسړيو، وړو او لويانو ترمنځ (د کار ) وېش موجود و!
دود او دود ساتنه د اخلاقو لومړنی شکل و چې د ډاډ امن او امنيت په شکل يې اشتراکي ملکيت ته پرې پراختيا ورکوله . د وحشت او ځنګلي ژوند دورې تر دې د مخه تير ېشوي چې په سترو ګلو کې يې ګډ حيواني ژوند کاوه ، نه انساني !
لومړنۍ انساني ټولنې Gents يا Gentil ټولنې نوميدې چې مونږ ورته ګنۍ ويلی شو . ددوی د غړو شمير له ٣٠ کسانو څخه زيات نه و. له ګنۍ څخه خيل ، له خيلونو څخه ټبر(قبيله ؟ )  او له ټبرونو څخه قام او بيا له قومونو څخه ملت د نورو ټولنيزو عواملو پر مټ سره ملت منځته راغلی دی . د اسماني اديانو تريخ د اقوامو له منځته راتګ څخه لرغونی نه بريښي . په درنښت !



ع کريم حليمي
19.11.2005

قدرمن غيرت  صاحب ، دانشمند A ورور، او درونو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
بنده موافق سوو ستاسو دتعريفونو سره د superstructure او base

ښه ئې ويلي چه : چه انسان د خطا خالي نه دۍ 


اخلاق بنسټيز رول لري

Anonymous
19.11.2005

محترم استاد حليمي صاحب السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
ستاسې طرحه بيخي سمه ده، چې اخلاق اساسي رول لري. تاسې پر حقه په افريقا کې يو ډول ځنګلي وګړو ته ګوته نيولې چې وحشي ژوند لري. داسې بريښي چې ښاغلي غيرت په ليکنه کې هم پر دې بنسټ تکيه شوي وي چې انساني ټولنه له حيواني ټولنې څخه هغه وخت بيله شوې ده چې کله يې په ژوندانه کې غريزوي instinktiv فعاليت په کار او توليدي فعاليت بدل شول . د لومړي ځل له پاره په کار او توليدي فعاليت کې د توليد کار مادي او معنوي فکتورونه ، سر او ﻻسونه، شعور ي فکتورونه لکه د کار هدف ، ميتود ، د حرکاتو څارنه ، د کار رهبري کول له يوې خوا او مادي فکتورونه لکه د کار وسايل، د کار افزار او د کار موضوع اونور مادي اجزاوې له بلې خوا سره يوځای کيږي او يو له بل سره عملأ پرکتيکي وحدت جوړوي او د نوي شي دتوليد سبب ګرځي. له دې سره جوخت انسان په فردي توګه کار او ژوند نشي کولی .دوی ګډې همکارۍ اويودبل مرستې ته چې د کار ويش ورته ځانګړی شوی دی ، اړتيا لري . په دې اساس دوی هغه ګډون او اجتماعيت ته چې Instinktiv دی او حيواني شکل لري ، مادي اقتصادي بڼه
وربښي او د هغو اړيکو هغه شکل ته چې دوينې په ګډون او خپلوۍ ولاړې وې، مادي ـ توليدي محتوا ورکوي . نو په توليدي کار او فعاليت کې ګورو چې معنوي، ذهني اوشعوري اړخ د کار له ويش او سازمان له شکل څخه نيولې تر هدف ټاکلو او تعقيبولو ، ميتوداو پلانولو تر شکله پورې تبارز مومي . او بيا هغه څوک چې تر ټولو او زياته پوهه او تجربه يې لرله د لومړنۍ انساني ټولنې يا ګنۍ په رأس کې يې دريځ او موقف درلود ، د معونيت پوهې او ذهني ځواک لوړه ارزښتونه يې د لوړ معنوي او ټولنيزو اخلاقو څخه څرګنديږي! د ژوند تجربو د دود اواخلاقو رول ته پراختيا او اهميت ورکړی وربښلی دی . البته فرد او فردي ژوند ﻻ نه و ، نو اخلاق د فردي مسوليت په توګه ممکن نه و، بلکې د کولېکتيفو دودونو او رواجونو سره د همغږۍ شکل يې درلود .
[color=white:8578a9b28f] د امريکا د سورپوستو په ټولنه کې د د ټولنې مشر د همدغو دوديزو معنوي جوړښتونو او کلتيوي اخلاقو څارنه کوي، غونډې ته د ټولنې دغړو رابلل ، د کار او ژوند د سازمان ، سولې او جګړې تصميم دئ نيسي او له يوه عصري ر ئيس جمهور څخه يې اوتوريته لوړه وي ! دوی اسماني دين په خپل ټول تاريخ کې نه دی ليدلی، خو جمعي اخلاق يې ډير کلک او غښتلی وي . که تاسو يې د ژوند ، دودونو او (( تاريخ)) په اړه خپې څيړنې پيل کړئ ، پر خلاقيت مو ډاډ لرم چې ډير نوي مالومات به له نويو نتيجو سره مونږ او د ټول افغان ګرانو لوستونکو ته هم وړاندې کړئ . والسلام[/color:8578a9b28f]


Anonymous
27.11.2005

په تير پسې ...
[quote:c72842a966]وګورۍ په دوهم منزل کې سياست او حقوق دي . په فيوډالي ټولنې کې حقوق د دين او مذهب له خوا ټاکل کيږي لکه په اسلامي شرعې کې چې دي!
:[/quote:c72842a966]
او په سياست کې هم دين ايزمن رول لوبولی، په تيره په پوځي سياست او روزنه کې ، د پاکستان پوځي دوکترين اوس هم اسلام دی او افغاني پاڅونونه تل د اسلامي جهاد په شکل تر سره شوي دي ! که دا ومنو چې سياست د اقتصاد کوټلی (فشرده) بيان دی ، نو مذهب د سياست په بڼه څومره د فيوډالي ټولنې له ماي اقتصادي زير بنا سره نږدې او پر هغې اغيز غورځوي !
دغه راز د سياست تر څنګ فيوډالي حقوق بله ستره اغيزمنه روبايي برخه ده چې
د اقتصادي زيربنا پر تنظيمولو او توليدي مناسباتو پر ساختار او پراختيا اغيزه شيندي. د ملکيت مناسبات يا د طبقاتو تر منځ اړيکې او د هغې ساتنه د ديني يا شرعي حقوقو د موضوع مهمه او لويه برخه برخه ده .
له دريمې خوا په ځلورم منزل کې دين او اخلاق دواړه ځای لري . سر بيره پردې چې دين په مستقيمه توګه پخپله د فيوډالي ټولنې د ايديالوژي حاکم شکل دی، د اخلاقو په تعين او ديناميک کې ټاکونکی رول لري او له هغه پرته د فيوډالي ټولنې ثبات او پايښت ناشونی دی .
[color=red:c72842a966]ملا :[/color:c72842a966]
صنوبره ته اوس د پايښت او ثبات خبرې کوې ، دامنم ، خو داچې مخکې دې ويلي ؤ چې د فيوډاليزم امکان يا د منځته راتګ شونتياهم له دين او مذهب پورې اړه لري .
دا څه معنی لري ؟ ايا له اسماني اديانو پرته فيډالي ټولنه منځته نشوه راتلای؟
که د مخکينۍ برده دارې ټولنې زوال حتمي واو ړنګيدله نو پرځای به يې بله نوې
ټولنه يعنې فيوډاليزم حتمأ منځته راتۀ ، که اسماني دين نه وای هم ! او که څنګه ؟
[color=cyan:c72842a966]ملاخېل : [/color:c72842a966]
شايد ، خو ګله ستا پام نه دی چې بايد علت او معلول سره بد ل نکړو ، د برده داري ټولنې زوال آسماني اديانو ته د بشر د اړتيا سبب شوی او ددغې اړتيا له کبله اسماني دينونه نازل شوي دي . هو ، دغو اديانو بيا د نوې (فيوډالي) ټولنې په رامنځته کيدو کې ستر ر ول لوبولی دي .
[color=red:c72842a966]ګل ملا :[/color:c72842a966]
دا خو عجيبه خبره ده ، له يوې خوا اسماني اديان سوله ييز خصلت درلود او قهر آميزه مبارزه يې تل رد کړې ، او له بلې خوا د نوې ټولنې منځته راتګ ته تاسې انقلاب واياست او انقلاب تل قهر اميز ، او له زور څخه کار اخلي ، نو اسماني اديانو خپل سوله ييز او پر سوله ييز تبليغ وﻻړ روزنيز خصلت له ﻻسه نه ورکاوه ؟
[color=cyan:c72842a966]ملاخېل : [/color:c72842a966] نه !، نآ ! ، نه !!!
[color=red:c72842a966]ګل ملا :[/color:c72842a966] ولې ؟ ؟؟
[color=cyan:c72842a966]ملاخېل : [/color:c72842a966](( ولې )) خو جنګ ته وايي ، وروره ! ( ( ولې )) څه معنی لري ؟
[color=red:c72842a966]ګل ملا :[/color:c72842a966] وبخښه ، (( ولې)) نه ، بلکې : څنګه ؟ ، څنګه يې هم سوله ييز خصلت ساته او هم يې انقلاب کاوه ؟
[color=cyan:c72842a966]ملا خېل : [/color:c72842a966] همدومره درته اوس وايم :
ځکه چې فيوډالي انقلاب هم سوله ييز و !
اوس په کې فکر وهه چې دا ﻻ څنګه امکان لري ، انقلاب او سوله ييز ؟ ايا زور زياتی د انقلاب د تعريف جز نه دی ؟ ( ګل له ځانه سره اوږود چرت وواهه او سوچ کوي چې انقلاب له ټيټ موجوده کيفيت څخه بل لوړ کيفيت ته د ټولنې د اړ ونې او ليږدونې بهير ته وايي ، کيدی شي چې دا زور زياتی په کې زياتی وي ).


Anonymous
19.12.2005

[color=red:5349117c1b]ملاخېل : [/color:5349117c1b]
فيو فيوډالي انقلاب په زور نه ، بلکې په رضا او سوله ييزه توګه تر سره شوی دي، ځکه ايديالوژيکي ﻻرښودنه يې اسماني اديانوکړې ده يا يې د دين په رڼا کې پراختيا موندلې ده . سربيره پرسياسي رهبرۍ د حقو قوټاکنه او عملي انفاذ هم دين پر غاړه اخلي. علت يې دادی چې په برده ګۍ دوره کې ټول قوانين اومقررات په وچ زور ، د پوليسو يا سرتيروپه زور تطبيق کيدل ، غلامانو د کوتک ﻻندې ژوند کاوه او له هرډول ملکيت او حقوقو څخه بې برخې ؤ او د نورو پر ملکيت يې غرض هم نشو وهلی. ولې په فيوډالي ټولنه کې خو د هرسړي سر ته پوليس يا سرتيری نشو دريدلی چې څارنه يې وکړي . نو ضروري وه چې په زړه کې د خدای ويره ، مذهبي او اخلاقي پوليس ولري او بزګر خپل بادار فيوډال ته په اخلاص راستۍ او وفادارۍکې اوسي ! د ځمکه وال (فيوډال) ملکيت به له دې پرته څنګه خوندي کيږي ؟ او دا کار يواځې د دين له ﻻرې تضمين اوتامين کيدای شو او بس !
دلته نور کوتک پخپله قانون نه و، بلکې د ويرې او اميد ، دوزخ او جنت ، ايمان او وجدان ، شرعې او اخلاقو قانون چليده او له هغه چانه ويره اړينه شوه چې پخوانی برده دار او برده اواوسنی فيوډال او بزګر دواړه ترې يو شان ويرېدل : د ټولو شريک او واحد خدای چې په هر ظالم قهار او هر مظلوم رحمان بلل کيږي په نوې فيوډالي ټولنې کې د((عادﻻنه )) ژوندله پاره د شرعې او اخلاقو بشپړ دستورونه، قوانين او مقررات د خپل پيغمبر له ﻻرې د اسماني کتاب په شکل انسانانو ته راواستول او بشريت يې د برده دارۍ له يوغ څخه خلاص کړ. نور هغه أومي او قبيلوي ټولنو چې د برده دارۍ پړاو ته ﻻ نه وې رسيدلې ، خو د مرکزي برده دارو ټولنو ښکار کيدﻻی شول او ژوند يې له ګواښ سره مخامخ و او يا له قومي اشتراکي ژوند څخه طبقاي ټولنې ته د تيرېدو په حالت کې ؤ، هغوی هم د نوې فيوډالي ټولنې په لوري مخ وکړه او د اسماني دينونو په سيوري کې له برده ګۍ او برده دادرۍ څخه وژغورل شوې !
دا داسماني اديانو پر برکت او سوله ييزې توګې سره د چا خبره هغه (( راه رشد غير برده داري و سمت ګيرئ فيودالي)) وه چې پلې شوه . د موسی ، عيسی او محمد عليهم الصلوت والسلام په ﻻرښودنه دريواړو دينونو د برده دارۍ د ختمولواو د فيوډالي ټولنې د پراختيا او اوج و موج ته رسولو کې بي ساری رول ولوباوه .اوس وايه ګله چې څه پوښتنې لرې ؟
[color=cyan:5349117c1b]ګل ملا : [/color:5349117c1b]
په ګنۍ ، خېل او قبيلوي ټولنې يا لوموړني کمون کې فرد او فردي آزادي نه وه ، خو انسانانو اجتماعي (اقتصادي) آزادي درلودله ، په برده ګۍ کې فردي او اجتماعي آزادۍ يې دواړه له ﻻسه ووتې او د کار د وسيلې پشان دبل غلام او ملکيت شو ، په فيوډالي کې بزګر اجتماعي ازادي نه لري خو فردي آزادي يې په محدوده توګه ﻻس ته راوړه ، ځکه نور د غلام په څير په بل نه پلورل کيده ، خپله اراده هم لري ولې د فيوډال د ځمکې پورې وتړل شو، په اروپا امريکا هند او چين کې د ځمکې له پلورلو سره اړونده بزګر هم دځمکې د نوي خاوند بزګر پاتې کيده
(= له ځمکې سره خرڅېده) . داسې بريښي چې په لويديځوال فيو ډاليزم او دهند او چين په فيوډالي نظام کې دين هم د فردي ازادۍ په نقضولو کې څه نا څه رول لوبولی دی ، په لويديځ کې خو کليسا پخپله تر ټول ستر فيوډالي ملکيت درلود او آن دولتي قدرت يې هم په ﻻس کې و ، روحانيون دفيوډالي اشرافو او نجباو سره
په يوه طلايي وندر تړلي ؤ او خيټې به يې دامتيازاتو له يوه ،ګډ اخور څخه ډکولې .
نو څرګنده ده چې فيوډالي مناسبات او مکيت به سپيڅلی معرفي کيده او فيوډالان به دبزګرانو په ديني احساساتوکې هم د درناوي او اطاعت کولو وړ بلل کيدل .

[color=red:5349117c1b]ملاخېل :[/color:5349117c1b]
دا بالکل پر کلسيا او لويد يځوال فيوډاليزم صدق کوي، کليسا خو آن دې ته هم ﻻس اچولی و چې د بزګر ځلمي د واده لومړۍ شپه له ناوېسره د کليساسيمه ييز مشر ملا (بيشوف) خپل ځان ته تخصيص کړې وه ، څو د هغې د بکارت سوچه والی په خپله دخپلې جنسي الې په سترګو وګوري او تصديق يې کړي ، نو که چيرې به کومې پيغلې له نګاح مخکې له خپل نامزد سره جنسي ګډون کړی و، د کليسا ملا بيشوف ته به يې خوند ورنکړ چې ولې پرې له ما نه بل څوک ور مخکې شوی دی، نو هغه ناوې به يې د جوټه شوې په توګه اعلام کړه چې ګواکې ددې ناپاکې نکاح نه تړل کيږي ، که څه هم لومړۍ شپه يې د خپل ميړه سره تيره کړې وي! خو داله بي شميرو نادودوڅخه د مسيحي کليسا يوه نادوده وه چې پرخپلو معتقدينو بزګرانو به يې کولې .
نور بيا


Anonymous
28.12.2005

[color=brown:af3062483c]ګل ملا: [/color:af3062483c]
ايا په اسلامي ټولنو کې تر ٤ ښځو پورې کول هم د فيوډالي ټولنې يوه اړينه غوتنه وه ؟
[color=darkblue:af3062483c]ملاخيل[/color:af3062483c]
هو!، ولې نه ، بالکل ، خو اسلامي ځانګړتيا او مشخصې تاريخي غوښتنو چې له اسلام سره تړلې وې ، هم د ښځو په دې برخليک کي ډير رول لوبولی دی .
د جهاد په بهير کې د ځوانو ښځو کونتون ، بې سر پرستي، د نوي مسلمان نسل د زياتولو اړتيا او د فيوډالي اقتصاد توان او طاقت اوداسې نورو عواملو په دې برخه کې ژوندي رول لوبولی دی.
د فيوډالي ټولنې د حقوقو په خوندي کولوکې اسلام او تر هغه هر مخکيني اسماني مذهب ستر رول لوبولی دی.
نو په دې ترڅ کې د فيوډال له پاره د ټولنې د شتمن او صحتمن غړي په توګه په يوه وخت کې دڅلورو ښځو خوند اخيستل يوه ښه اسماني (مذهبي) ډالۍ وه، په دې شرط چې د څلورواړو ښځو ترمنځ دالت او توازن وساتي . لومړی واده په زيات يا کم شلکلنۍ ، دويم دريم او څلورم لس لس کاله يو له بل نه وروسته تکرارول د عمرپه شلم ديرشم څلويښتم او پنځوسم کال يو يو واده ممکنوي .
[color=brown:af3062483c]ګل ملا: [/color:af3062483c]
په هغه بله دنيا کې نوموړي بيا ولې ٧٠ حورو ته اړتيا لري او ايا له څلورو ميرمنو سره به هر جنتي فيوډال ٧٤ ميرمنې لري ؟ ايا په دې دنيا يې پر ٤ تنکيو ميرمنو ارمان نه وي وتی ،چې هلته ورته ﻻ ٧٤ مطهراتې ميلاويږي؟
[color=darkblue:af3062483c]ملاخېل :[/color:af3062483c]
هر جنتي ته د ( ٧٠) حورو وعده ورکړل شوې ده ، نه يواځې فېوډال صيب ته !
[color=brown:af3062483c]ګل ملا: [/color:af3062483c]
ددومره مطلقو چړچو د وعدو هدف او ضرورت څه و ؟
[color=darkblue:af3062483c]ملاخېل:[/color:af3062483c]
ټولنې ته يو نظم او نظام وربښل ! آيا دا يو ضرورت نه دی ؟
[color=brown:af3062483c]ګل: [/color:af3062483c]
بالکل يو ځنډ نه منونکی ضرورت دی، ځکه بي له يوه ممکن نظام څخه بشريت له منځه ځي . ټولنيز نظام هغه
وحدت دي چې د ټلنې موجوديت او ثبات خوندي کوي !
خو دغه نظام څنګه او ولې پر دغو وعدو ټينګيدۀ ؟
[color=brown:af3062483c]ملاخېل: [/color:af3062483c]
.د مطلقو چړچو طمعې د موجودو چړچو سخت نسبي کولوته ﻻر پرانيستله ، د فيوډالي استثمار په تله کې يې يو خواته د فيوډال له پاره دنياوي چړچې غورځولې او دتلې بلې خواته يي د بزګرانو له پاره د تشې بقا تضمين او اخروي چړچې په تله کې اچولې او توازن يې ترمنځ برابراوه . د همدغه توازن په چوکاټ کې فيوډالي اقتصاد يا ټولنيزرفورماسيون وده او بشپړاوې موندلو، چې له برده دارۍ څخه د کروندګرو پرګنو له پاره څو څو ځله ښه ټولنه وه ، نو ولې به يې په شکرونو نه منله ؟ اوبياهغه سخي فيوډال چې کروندګرو ته خيرات او زکات هم ورکوي، له دوی سره يوځای په جمع دريږي ، د جمعې او اختر په مانځه کې هم ورسره ګډ لمونځ کوي، حج ته هم ځي ، نو په جنت کې هم پرې ددوی يومقام او درجه لوريدلی شي. نو تر څو پو رې چې سرمايداري نظام او دموکراسي نه راغلې وي او نه يې څوک پيژني او نه يې تصور کولې شي ، تر هغه پورې دغه فيوډالي نظام چې د جنت تر دروازو پورې غزيدای شي ، وګړو ته يو دايمي اوابدي خدايي نظام بريښي ،تر څوهر نسل په کې په صبر او شکران سره د ژوند لنډه امتحاني دوره تيره کاندي او له فاني دنيا څخه جاوداني دنيا ته عبوروفرمايي او هلته بالاخره دخدای بښلي خان (فيوډال ) صيب سره بالکل برابر او مساوي خان شي، هم کروند ګر او هم فيوډا ل څنګ په څنګ دواړه له اويا اويا حورو او غلمانو څخه يو شان خوند واخلي
.آيا ددې دايمي برابرۍ ،خانۍ ، ورورۍ او مطلقو چړ چو له پاره به (کم عقله بزګر) د موقتي دنيا ا لنډ ژوندانه غير مساوات ، طبقاتي ژوند او د ستونځو زغملو ، منلو او ګاللو ته تن کينږدي ؟ ولې به يې نږدي او که يې کېنږدي نو کمعقل ، راستکار او عقيدتمند بزګر په څشي شو ؟
[color=brown:af3062483c]ګل ملا: [/color:af3062483c]
صنوبره ! ددې پوښتنې ځواب به دې هم درکړم، خو بيا ، بل ځل !

.


Anonymous
29.12.2005

محترم او دانشمنداستا  A وروره تر هر څه له مخه خپل سلامونه او احترامات تاسوته
په عرض رسوم  ٠ امابعد 
دلته يوه نازکه خبره سته ستاسو فکر ورته راګرځوم ٠ څلور ودونه خو بېله شکه 
چه روادي ٠ اماکه عدالت ونه کړای سي بيا نو يوه ښځه 
بسمه تعالی ٠ وَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تُقْسِطُواْ فِي الْيَتَامَى فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ [color=cyan:c963d05bab]فَإِنْ خِفْتُمْ [/color:c963d05bab][color=red:c963d05bab]أَلاَّ تَعْدِلُواْ [/color:c963d05bab][color=white:c963d05bab]فَوَاحِدَةً [/color:c963d05bab]أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ
چه په خپله ليکنه کښي داپه فَوَاحِدَةً ته ځای ورکۍ نو به د ليکني زينت نور ډېر 
شي او د عدالت خبره چه په کښي نسته نو دا عدالت هم ځای ورکړۍ 
نو به فعل قيد پيدا کړي ٠ او خوندي به هم ورسره موافقي شي 
نارينه به هم له سده نه وزي ٠ لکه د ملا صاحب په عصر کښي چه د زړو څه لېوني چوړ سوه ٠ 
په درناوي 
او زما نوم يو ساقط نوم دۍ چه داڅرنګه پېښه ده ؟؟؟ راجستر ليکنه نسم کولي 


Anonymous
31.12.2005

ډېر محترم استاد صاحب (A) سلامونه او ښي هيلي 
ستاسو دغه اخيرنۍ ليکنه چه ګورم ! ماته پوښتني په کښي پيدا سوي دي 
[quote:66548e2b8e]د مطلقو چړچو طمعې د موجودو چړچو سخت نسبي کولوته ﻻر پرانيستله ، د فيوډالي استثمار په تله کې يې يو خواته د فيوډال له پاره دنياوي چړچې غورځولې او دتلې بلې خواته يي د بزګرانو له پاره د [color=white:66548e2b8e]تشې بقا تضمين [/color:66548e2b8e]او اخروي چړچې په تله کې اچولې او توازن يې ترمنځ برابراوه [/quote:66548e2b8e]
 تښې بقا - د تشي بقا څخه موږ داسي مطلب اخلو يعني تصوري بقا 
تصور بياهغه حالت دۍ چه هيڅ واقعت ونه لري ٠ ايا ستاسو مخه همدغه لور ته ده ؟؟؟؟ 

او دغه جمله چه تاسو ليکلې هيڅ مفهوم زه نسم ترې اخستلی 
د همدغه توازن په چوکاټ کې فيوډالي اقتصاد يا ټوليزرماسيون وده او بشپړاوې موندلو، چ له برده دارۍ څخه د کروندګرو پرګنو له پاره [color=brown:66548e2b8e]څو څو ځله ښه ټولنه
وه [/color:66548e2b8e]، نو ولې به يې په شکرونو نه منله ؟
ولي چه د تيرو خبرو سره هم داسي سم سر نه لګوي ٠ که څنګه ؟؟؟

اوبل بيا تاسو واياست چه :
[quote:66548e2b8e]اوبياهغه سخي فيوډال چې کروندګرو ته خيرات او زکات هم ورکوي، له دوی سره يوځای په جمع دريږي ، د جمعې او اختر په مانځه کې هم ورسره ګډ لمونځ کوي، حج ته هم ځي ، نو په جنت کې هم پرې ددوی يومقام او درجه لوريدلی شي. نو تر څو پو رې چې سرمايداري نظام او دموکراسي نه راغلې وي او نه يې څوک پيژني او نه يې تصور کولې شي ، تر هغه پورې دغه فيوډالي نظام چې د جنت تر دروازو پورې غزيدای شي ، وګړو ته يو دايمي اوابدي خدايي نظام بريښي [/quote:66548e2b8e]
او دغه جملې وضاحت ته ضرورت لري ولي چه واضح clear, plain نه ده 
زه به ئې خپله  کمزوري وبولم 
او يو څونوري پوښتي هم راسره سته  


کټوازی
31.12.2005

محترمو او مکرمو مشرانو ،
اسلام عليکم ور حمتۀ اللۀ وبرکاتۀ !
ستاسې تر منځ چې پرکومې علمي او منطقي موضوع بحث روان دی ، موږ بايد يوازې غوږ ورته ونيسو ، او نيولی مو دی ، خوکه دومره اجازه راکړئ ، د محترم مولوي صيب عبدالکريم حليمي دا لاندې پوښتنې ته جواب ووايم
د[quote:19ce48d041="حليمي"]
او زما نوم يو ساقط نوم دۍ چه داڅرنګه پېښه ده ؟؟؟ راجستر ليکنه نسم کولي [/quote:19ce48d041]

لمړی خو بايد ، دمحترم استاز مولوي صيب ، عبدالکريم حليمي پۀ درانۀ حضور کې د ا ووايم ، چې د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې Webmaster ښاغلي شېرزاد کاموال صيب فورم Scrift Updateکړ ،له همدې امله اوږدۀ نومونه رالنډشول ، نو ځکه ستاسې پۀ ګډون هغه وروڼه چې نوموړې ستونزه ورپېښه وي ، بايد خپل لنډ نوم (لمړی-وروستی اويا له دواړه څخه جوړ لنډ نوم ) دې امتحان کړي ، د بېلګې پۀ توګه تاسې خپل کاروونکی نوم ، د عبدالکريم حليمي پر ځای ، يوازې عبدالکريم ، يا حليمي ، او يا هم کريم حليمي امتحان کړئ ،او خپل پټ توري -شفر ورکړئ ، که بيا مو هم ستونزه ليرې نه شوه ، نو بيا له وېب ماسټر سره تماس ونيسئ ،

خو د فورم له مسؤل چلوونکي ، ښاغلي وطنمل صيب او يا له وېب ماسټر، ښاغلي شېرزاد کاموال صيب څخه به مو دا ګيله بېځايه نۀ وي ، چې د خپلې پاڼې درانۀ ليکوال او لوستونکي يي بايد له نوي بدلون څخه پر وخت خبر کړي وای ،!!! او بس


Anonymous
04.01.2006

محترم کټوازي صيب ته تر سلام او ښو هيلو روسته :
[quote:016fd8d1fb]تښې بقا - د تشي بقا څخه موږ داسي مطلب اخلو يعني تصوري بقا [/quote:016fd8d1fb]
په دنيوي ژوند کې د بي ځمکې بزګرو ژوند ښايي تصوري نه ، بلکې په واقعي ډول د حفظ بقا د ( بخور و نمير) په پولو کې ښکيل وي او يواځې ژوندی پرې پاتې وي . داچې د مريي په څير وهل نه خوري ، پلورل کيږي هم نه ا شخصأ آزاد دی، نو ځکه يې ژوند تر غلام ډير (( ښه)) دی . نو دا وينټوله (جمله) هم روښانه ده چې (( ... فيوډالي اقتصاد يا ټولنيز فورماسيون وده او بشپړاوی موندلو، چې له برده دارۍ څخه د کروندګرو پرګنو له پاره څو څو ځله ښه ټولنه وه ، نو ولې به يې په شکرونو نه منله ؟ ))
پاتې شو د فيوډالي نظام ابدي او عادﻻنه بريښېدل ، نو دا يواځې د برده دارۍ يا د لرغوني اسيايي استبداد د نظامونو په وړاندې حقيقت لري ، نه د سرمايدارۍ د آزاد بازار د اقتصاد په وړاندې ، کوم چې هغه وخت يي ﻻ شتون نه درلود او چا نه پيژندۀ . سر بيره پردې اسماني اديانو هم د زړې برداري ټولنې، فرعونيت او نمروديت، عربي جهالت، ا يراني او هندي استبداد ي اقتصادي نظامونو پر ضد
د فيوډالي نظام پلوی او حمايه کړې ده او پراختيا يې ورکړې ده . په بل عبارت د اسماني اديانو د واکمنۍ ﻻندې برده داري ختمه ا و فيوډالي ټولنې پراختيا وموندله اود سرمايدارۍ په وړاندې يې هم اصتکاک ، خنډ او ځنډ آن تر سخت او کلک ضديت پورې مالوميږي . والسلام


Anonymous
08.01.2006

....په تير پسې :
[color=red:b95067d53c]ګل ملا: [/color:b95067d53c]
صنوبره که بزګر هوښيار شي او که کمعقل ، څه کولی شي ؟ ايا د ټولنې بنسټيز
اقتصادي ( ملکيتي ) يا توليدي مناسبات ددوی د شعور ،پوهې يا ناپوهۍ پورې څه تړاو لري ؟ او دوی څه بدلون ورکولی شي ؟ دوی کولی شي پاڅون وګړي، انقلاب بريالی کړی او قدرت هم ﻻس ته راوړي نوبيابه څه ګوي ؟ ايا دوی بيا دفيوډال ځای نه نيسي ؟، نور بزګران به نه استثماروي ؟ او فيوداليزم ته به وده نه ورکوي ؟ که يې ورکوي، نو مبارزې ته يې اړتيا څه وه ؟ فيوډاﻻنو خو دا کا ر ﻻ په شوق سره کاوه ، او که وده نه ورکوي نو د څه له پاره بيا مبارزه کوي او قدرت نيسي ؟؟ يواځينی شی چې دوی يې غوښتلی شي، هغه دځمکو عادﻻنه او مساوي ويش دی . خو په تاريخ کې داپيښه هيڅ بيلګه او ساری نه لري اوهيڅکله داسې نه دي شوي چې بزګري غورځنګ چيرې بريالی شوی ، فيوډالان يې راپرځولي او ځمکې يې مساوي سره ويشلي دي ، بلکې برعکس د غورځنګ مشرانو ځمګې پخپله تر ﻻسه کړي، دفيوډالانو ځای دوی نيولی ، پر نويو فيوډالانو اوښتي دي او بزګران په خپل حالت بيرته په ا ستثمار او وابسته ګۍ کې پاتې شوي دي . نو د بزګرانو له پاره د د دنيا د ناهيلي او نا اميده فيوډالي ژوند څخه د بزګرو له اخروي اميداو هيلو ډک ديني ژوند ډير ښه دی ، او يواځې په دې توګه يې ناهيلي په هيلمنتيا او نااميدي په اميد اوړي او ټولنيزه سوله خوندي کيدای شي ! خو پوښتنه داده چې په دې ډول ټولنه کې د الله تعالی څه حکمت او تاريخي راز پروت دی ؟
[color=white:b95067d53c]ملاخېل :[/color:b95067d53c]
تاريخي راز او حکمت په تکامل او د هغه په جبر او حتميت کې نغښی وی: د لومړي کمون يا طايفوي ، خيل ، قبيلوي او قومي اشتراکي ټولنې تکاملي راز او هدف طبقاطي ټولنه يا بردګۍ او فيوډاليزم دی ، د بردګۍ رسالت فيو ډال او د فيوډالي ټولنې راز پانګوالۍ ته په ورتيردلو او ليږداو کې نغښتی دی . داچې پانګوالي به څه ډول ټولنې ته اوړي، تر اوسه پورې نه د ه مالومه شوې ، خو په تجربه صرف دا ثابته شوې ده چې کمونستي ټولنې ته په هېڅ صورت [color=red:b95067d53c] نه [/color:b95067d53c]اوړي : [color=cyan:b95067d53c]
خو که په مصنوعي توګه واړول شي، د شوروي په څېر به په واقعي توګه بيرته راواوړي . ځکه مولديت چې د تکامل بنسټ او جابر آرتاړی (علت) دی، د فرد او فرديت په هغه هر اړخيزه پراختيا او عيني اجتماعيت کې پروت دی ، چې د خصوصي ملکيت پر بنسټ وده مومي ، نه په ا شتراکيت او کُلېکتيويزم کې ![/color:b95067d53c]
[color=blue:b95067d53c]والسّلامُ عَلی مَنِ التّبَعَ الْهُدی ![/color:b95067d53c]


کټوازی
20.01.2006

[quote:d4631b093b="A"] پاتې شو د فيوډالي نظام ابدي او عادﻻنه بريښېدل ، نو دا يواځې د برده دارۍ يا د لرغوني اسيايي استبداد د نظامونو په وړاندې حقيقت لري ، نه د سرمايدارۍ د آزاد بازار د اقتصاد په وړاندې ، کوم چې هغه وخت يي ﻻ شتون نه درلود او چا نه پيژندۀ . [color=white:d4631b093b]سر بيره پردې اسماني اديانو هم د زړې برداري ټولنې، فرعونيت او نمروديت، عربي جهالت، ا يراني او هندي استبداد ي اقتصادي نظامونو پر ضد
د فيوډالي نظام پلوی او حمايه کړې ده او پراختيا يې ورکړې ده[/color:d4631b093b] . په بل عبارت د اسماني اديانو د واکمنۍ ﻻندې برده داري ختمه ا و فيوډالي ټولنې پراختيا وموندله اود سرمايدارۍ په وړاندې يې هم اصتکاک ، خنډ او ځنډ آن تر سخت او کلک ضديت پورې مالوميږي . والسلام[/quote:d4631b093b]
......... ښاغلی استاز محترم (A) صيب ،
سلامونه او نېکې هيلې مې و منئ !
.. ستاسې ليکنې بې کچه منطقي او فلسفي بڼه لري ، نو ددې لپاره چې ځان پرې پوه کړو ، بايد پۀ دقيق او عميق نظر يې ولولو، زۀ پخپله له فلسفي او منطقي بحثونو ډېر ليرې ګرځم ځکه چې ها د چا خبره سړی باد پکې وهي [color=cyan:d4631b093b](ټوکه دې هم پکې ازاده وي )[/color:d4631b093b]
تاسې پۀ دا پاس ليکنه کې فيوډالي نظام چې پۀ سړي خور نظام يې هم يادولای شو ، د اسماني اديانو له حمايې او ملاتړ څخه برخورداره بللی ، او همد ډول يوازې له دې امله يي عادلانه او تلپاتی نظام بولئ ، چې د برده دارۍ او پخوانيو استبدادي نظامونو پر تله يي د استبداد کچه لږټيټه ده ، پۀ داسې حال کې چې ټول هغه نظامونه چې د ارتقايي عمل او انساني کاوشونو زېږنده دي هيڅکله د حتميت او ابديت ځای نۀ سي نيولای ،او د زمانې د بدلون او اوښتون پر وړاندې راپرزي ................. تر بيا پورې ستا صميم


Anonymous
23.01.2006

ښاغلی او منلی صميم کټوازي ته سلامونه او نېکې هيلې !
ستاسو په ﻻندينۍ پوښتنه خوښ شوم :
[quote:d1e4c4c7dc]تاسې پۀ دا پاس ليکنه کې فيوډالي نظام چې پۀ سړي خور نظام يې هم يادولای شو ، د اسماني اديانو له حمايې او ملاتړ څخه برخورداره بللی ، او همد ډول يوازې له دې امله يي عادلانه او تلپاتی نظام بولئ ، چې د برده دارۍ او پخوانيو استبدادي نظامونو پر تله يي د استبداد کچه لږټيټه ده ، پۀ داسې حال کې چې ټول هغه نظامونه چې د ارتقايي عمل او انساني کاوشونو زېږنده دي هيڅکله د حتميت او ابديت ځای نۀ سي نيولای ،او د زمانې د بدلون او اوښتون پر وړاندې راپرزي ................. تر بيا پورې ستا صميم[/quote:d1e4c4c7dc]
١ـ دغه برخه منم چې ما فيوډالي نظام د اسماني اديانو له حمايې او ملاتړ څخه برخورداره بللی ، خونه د هغه سړيخور شکل ! خو د فيوډالي ټولنې له رامنځته کولو وروسته اديانو د هغه د سړيخوړونکي شکل مخه هم نشوه نيوﻻي . داځکه چې اسلام يواځې په اخلاقي بڼې د هرې سړي خوړونکې ټولنې او په تيره بيا د فيوډاليزم سړيخور شکل غندلی ، خو په حقوقي ( شرعي ) برخه کې يې د هغه مخه نه د ه نيولې ! له دې کبله داسلامي واکمنۍ په غيږاولمنه کې د ټولنې سړيخواره فيوډالي نظامونه رامنځته شول .خو سره ددې هم :
٢ ـ [quote:d1e4c4c7dc]د برده دارۍ او پخوانيو استبدادي نظامونو پر تله يي د استبداد کچه لږه [/quote:d1e4c4c7dc]نه بلکې ډيره [quote:d1e4c4c7dc]ټيټه ده [/quote:d1e4c4c7dc]، او ټولنپوهه يې هيڅکله [quote:d1e4c4c7dc] يوازې له دې امله ... عادلانه او تلپاتی نظام [/quote:d1e4c4c7dc] نشي بللی ، خوايانو جواز ورکړی او تر فيوډاليزم غوره ټولنه يې نه پيژندله او نه يې ترې کوم تصور درلود . خو
٣ـ . [quote:d1e4c4c7dc]پۀ داسې حال کې چې ټول هغه نظامونه چې د ارتقايي عمل او انساني کاوشونو زېږنده دي هيڅکله د د حتميت او ابديت ځای نۀ سي نيولای نۀ سي نيولای [/quote:d1e4c4c7dc].اديانو هم داسې يوه ټولنه بشريت ته نه ده ورپيژندلې چې د [quote:d1e4c4c7dc]د حتميت او ابديت ځای [/quote:d1e4c4c7dc]يا لوښه ولري ! نو آيا له يوې خوا تر فيوډاليزم دغسې يوه غوره ټولنه نه معرفي کول او له بلې خوا فيوډالي ټولنه له خپلونيمګړتياو سره سره رامنځته کول او وده ورکول پخپله د ټولنې په برخه کې اديان په تاريخي پولو کې ښکيل نه ثابتوي ؟ داسمه ده چې اسلام يوه بشپړه اسلامي عادﻻنه او دابديت ځواک او لوښه لرونکي ارماني ټولنه معري کړې ده ، خو لکه چې وايو
(آرماني) ده ، د ارماني ټولنې په توګه وروسته له هغه رامنخته کيږي چې عيسی (ع) بيا دځمکې مخ ه راستون شي او دجال ووژني نو داسلام په نامه به ٤٠ کاله دعيسی (ع) تر مشرۍﻻندې دوام وکړي ، او بيابه نړۍ ړنګه او قيامت به رامنځته شي . داچې له فيوډالي ټولنې وروسته پانګواله ټولنه په خپل تاريخي حتميت او اړينتيا منځته راځي ، د اديانو له پاره متصور نه وه ! والسلام .


Anonymous
24.01.2006

په تير پسې :

محترم ورور A او درنو لوتونکو ته سلام !
A وروره جازه غواړم چې ستاسې په [color=white:b703baf3fb]پرله[/color:b703baf3fb] پسې سريال کې زه مداخله کوم او دغه [color=yellow:b703baf3fb]پرله[/color:b703baf3fb] يې زه وړاندې بيايم: وبه ګورو چې ليکنه کوم لورینيسي او څه ډول پو ښتنې رامنخته کوي :
ګل (ګ) :
A ليکلي : [quote:b703baf3fb]داچې له فيوډالي ټولنې وروسته پانګواله ټولنه په خپل تاريخي حتميت او اړينتيا منځته راځي ، د اديانو له پاره متصور نه وه [/quote:b703baf3fb]
آيا له دې نه دا نتيجه ﻻسته نه راځي چې فيوډالي ټولنه يې وروستۍ ګڼله ؟ که اسی وي نو قيامت بيا د فيوډالي ټولنې ړنګيدو او جنت د نوې ټولنې ژوند ته وايي چې ترفيوډاليزم وروسته جوړيږي ، که څنګه ؟

صنوبر (ص) :
ګله دا خو ته ډيره عجبه خبره کوې ، ستا نوم بايد ګل نه بلکې عجب خان وای ، ځکه هغه څه چې په برژوا دموکراتيک انقلاب کې پر سړيخورې فيو ډالي طبقې تير شول ، رښتيا هم پر هغوی يو قيامت و. او هغه څه چې وروسته په پانګواله ټولنه کې نوي رامنځته شول ، هغې د جنت ډير آرمانونه پوره کړل : د فرد فرد بشپړه آزادي،
د مذهبي او فيوډالي قيوداتو او محدويتونو له منځه تلل، د ځوانانو او پيغلو تر منځ لکه د حورو او غلمانو تر منځ دآزادانه مينې شونتيا رامنځته کيدل ، د جنت په څير د شودو ،مستو ، شرابو او شربتي اوبو د پراختيا او پريمانۍ ويالې رابهيدل ، د مواصلاتي اوتراسپورتي وسيلو (الوتکو او نورو انتقالي وسيلو) پواسطه لرې واټنونه د سترګو په رپ کې وهل او داسې نورې اساتياوې اوچړچې په سرمايدارۍ کې ورځنی کار دی !
ګ:
دا ﻻ څه کوې صنوبره ، لکه څنګه چې ملايا ن وايي، ديني قيودات ، امرو نهې هم په جنت کې نشته او په پانګواله ټولنه کې هم نه ليدل کيږي .داچې په چنت کې له جنسي اړيکو څخه ماشومان نه زيږي، په پانګواله ټولنه کې هم په نسبي توګه د ماشومانو دز يږيدلو مخه نيول کيږي خو ازادانه جنسي اړيکې نه محدوديږي !
نور بيا


کټوازی
25.01.2006

محترم استاز ( A) صيب ، پتوال صيب او نورو درنو لوستونکو ته،
پۀ بيا، بيا سلامونه ،ښې چارې او احترامات !
امابعد ! ښاغلی استاز (A) صيب تاسې ليکلي ،
[quote:66d38e89ea="A"] [color=cyan:66d38e89ea] د فيوډالي ټولنې له رامنځته کولو وروسته اديانو د هغه د سړيخوړونکي شکل مخه هم نشوه نيوﻻي . داځکه چې اسلام يواځې په اخلاقي بڼې د هرې سړي خوړونکې ټولنې او په تيره بيا د فيوډاليزم سړيخور شکل غندلی ، خو په حقوقي ( شرعي ) برخه کې يې د هغه مخه نه د ه نيولې ! [/color:66d38e89ea][color=white:66d38e89ea]له دې کبله داسلامي واکمنۍ په غيږاولمنه کې د ټولنې سړيخواره فيوډالي نظامونه رامنځته شول [/color:66d38e89ea].[/quote:66d38e89ea]
ډېر ې ښې او پۀ زړۀ پوري پوښتنې ته مو لار ورکړې ،
که رښتيا هم اسماني اديانو او پۀ تېره بيا اسلام د فيوډالي ټولنې سړيخور شکل ، يوازې پۀ اخلاقي بڼه غندلی وي ، او پۀ حقوقي برخه کې يي مخه نه و ي نېولې ،ځکه که يي نيولې وای ، نو ولې به ،
[quote:66d38e89ea]داسلامي واکمنۍ په غيږاولمنه کې د ټولنې سړيخواره فيوډالي نظامونه رامنځته کېدل ؟؟؟[/quote:66d38e89ea]
نو پۀ بشپړ باور ،داسلام د نړيوالۍ او د وګړيزه نړۍ د دنيوي او اخروي نېکمرغۍ دعوه بېځايه او پۀ همدې دليل يې ،
[quote:66d38e89ea]چې نو بيا ولې داسلامي واکمنۍ په غيږاولمنه کې د ټولنې سړيخواره فيوډالي نظامونه رامنځته شول ؟؟؟؟؟[/quote:66d38e89ea] پۀ علمي او منطقي ډول بطلان کېږي ! ، ځکه يوازې پۀ اخلاقي بڼه غندل يې کوم ځای نه نيسي ، او پۀ دې ډول ( پۀ اخلاقي بڼه ) يې نه يوازې ، اسلام ، بلکې ټول اديان ( الهي او وضعي دواړه )غندي !!! که څرنګه ؟؟؟؟؟

[quote:66d38e89ea]اديانو هم داسې يوه ټولنه بشريت ته نه ده ورپيژندلې چې د د حتميت او ابديت ځای ،
يا لوښه ولري !
[/quote:66d38e89ea]
ماشاالله ، ماشالله ! خو څرنګه ؟ که يي خپلو لوستونکو ته روښانه کړئ !
خو پۀ لاندې ډول ،فيوډالي ټولنه ،تر هغې ټولنې چې د اسلام له خوا بشريت ته ورپېژندل شوې ،غوره بولئ ، او پۀ اسماني اديانودنيمګړتيا تور پوري کوئ ،او پۀ دې دليل يې
[color=cyan:66d38e89ea]چې له يوې خوا يي تر فيو ډاليزم غوره ټولنه نه ده معرفي کړې ( ستاسې پۀ اند ) اوله بلې خوايي فيوډالي ټولنې ته له خپلو ټولو نيمګړتياوو سره وده ورکړې او رامنځته کړې يي ( ستاسې پۀ اند )[/color:66d38e89ea]
دخپلې دعوې برعکس ، د بشري ټولنې پۀ بر خه کې پۀ خپلو تاريخي پولو کې ښکېل بولئ

[quote:66d38e89ea]نو آيا له يوې خوا تر فيوډاليزم دغسې يوه غوره ټولنه نه معرفي کول او له بلې خوا فيوډالي ټولنه له خپلونيمګړتياو سره سره رامنځته کول او وده ورکول پخپله د ټولنې په برخه کې اديان په تاريخي پولو کې ښکيل نه ثابتوي ؟ [/quote:66d38e89ea]

[quote:66d38e89ea]داسمه ده چې اسلام يوه بشپړه اسلامي عادﻻنه او دابديت ځواک او لوښه لرونکي [color=white:66d38e89ea]ارماني ټولنه [/color:66d38e89ea]معرفي کړې ده ، خو لکه چې وايو
[color=cyan:66d38e89ea](آرماني) ده [/color:66d38e89ea]، [color=white:66d38e89ea]د ارماني ټولنې په توګه [/color:66d38e89ea]وروسته له هغه رامنخته کيږي چې عيسی (ع) بيا دځمکې مخ ه راستون شي او دجال ووژني نو داسلام په نامه به ٤٠ کاله دعيسی (ع) تر مشرۍﻻندې دوام وکړي ، او بيابه نړۍ ړنګه او قيامت به رامنځته شي .[/quote:66d38e89ea]
ماشاالله ،ماشالله ! خو محترم استازه ! که د [color=indigo:66d38e89ea]ارماني [/color:66d38e89ea]پرځای يې پۀ بل نامۀ و بولئ ، نو بېخي به مو د نښې د منځ ،منځ ويشتلی وي ، ځکه چې ارماني ټولنه د [color=white:66d38e89ea]خيالي[/color:66d38e89ea] ټولنې مانا ورکوي ، چې د لوی څښتن له شان سره بېخي نه ښايي ،[color=cyan:66d38e89ea]( پۀ دې دليل ، چې پښتانۀ وايي د ارمان خاتۀ د اسمان خاتۀ دي ! ) [/color:66d38e89ea]
پۀ ټوله افغاني مينه او ادب .............. کشری ورور مو ،


Anonymous
25.01.2006

ګران ځلمي صميم جان ته سلام ا و نېکې هيلې !
سمه ده چې
[quote:dc5c7bd7d7]پښتانۀ وايي د ارمان خاتۀ نه ، بلکې د ارمان [color=white:dc5c7bd7d7]واتۀ[/color:dc5c7bd7d7] د اسمان خاتۀ دي [/quote:dc5c7bd7d7]، خو مونږ ښودلې اسلامي ټولنه له ارمان نه هم پورته او يواځې  د قيامت په درشل کې د نړۍ پر مخ د مسلمانانو وروستنی نسل يي ليدلی شي او بس ! البته بله د ارمان وړ اسلامي  ټولنه په جنت کې رامنځته کيږي ،
چې ددواړو وعده اسلام له مسلمانانو سره کړېده. له دې دوه استثنايي ټولنو پرته که اسلام له نسبتأاصلاح فيوډالي ټولنه رامنځته کولای او ساتلای شوای، نو صرفه به يې پرې نه وای کړې ! په شرعي قانون خصوصي ملکيت ، او په دې جمله کې د سلګونو او زرګونو هکټارو ځمکو خصوصي ملکيت او په دې توګه د بزګرانو استثمار  روا دی . له دې پرته  به  داسلام په غږ کې فيوډالي ټولنه منځته نه وای راغلی او که بيا هم پرې  څوک شک لري نو دا پوښتنه دې  له اسلامي عالمانو څخه وکړي چې د کروند ګرو  استثما ر په اسلام کې روا دی که نه   ښايې ورته  مباح يا مکروه  وواي خو  حرا م يي نشي بللی. تاريخي حقايق  په هيڅډول ذهنګيره انګيرنوسره نه  
بدليږي  که   فيوډاليزم او اسلام اوږ ه په اوږه سره جوخت موجوديت لرلی وي، له اخلاقي  اصتکاک پرته يې  په دا څوارلس سوه  کالو کې هيڅ حقوقي  ټکرسره نه وي راغلی ، نوهغه خلاقي ا صتکاک هم   تصادفي او  سطحي پيښه بلل کيدای شي او بس . ښه به دا وي چې د  ادعا د ترديد له پاره  داسې يوه اسلامي ټولنه  په ګوته شي چې نه فيوډالي وي او نه  پانګواله  او له فيوډالي او پانګوال استثمار نه خلاصه اوسي ٠ 
په مينه   او درنښت  


کټوازی
28.01.2006

محترم استاز (A) صيب ته ،
سلامونه او قلبي احترامات !
استازه ! رښتيا هم ،
[quote:b1fd80a7c1] د ارمان [color=cyan:b1fd80a7c1]خاتۀ[/color:b1fd80a7c1] نه ، بلکې د ارمان [color=white:b1fd80a7c1]واتۀ[/color:b1fd80a7c1] د اسمان خاتۀ دي ! [/quote:b1fd80a7c1]
ځکه چې د ارمان [color=indigo:b1fd80a7c1]خاتۀ [/color:b1fd80a7c1] سمه او پرځای مانا نه افاده کوي ، له تاسو څخه مننه !
دا چې
[quote:b1fd80a7c1]واقعي اسلامي ټولنه موله ارمان نه هم پورته او يواځې د قيامت په درشل کې مو د نړۍ پر مخ د مسلمانانود وروستي نسل د ليدو وړ بللې [/quote:b1fd80a7c1]
ښايي تر ډېره بريده درسره موافقه وکړو ، اما که دا روښانه کړئ ،
کله چې خيرالبشر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پۀ داسې يوه وګړيزه ټولنه کې پر پېغمبرۍ او الهي رسالت مبعوث شو ، چې پۀ هرځای کې او پۀ تېره بيا د هغوئ پۀ اجتماعي محيط کې خلکو يوازې پرخپل ځان ، قوم او قبيلې وياړل ، او پرته له دې نور هيڅ شي ته هم پۀ کوم ارزښت نۀ وو قايل ، چې له امله يي بشر ورځ پۀ ورځ د انزوا او پۀ پای کې د ورکېدا کندې ته ورنږدې کېدۀ ، د بشري نړۍ بېلابېلې ټولنې يي پرته له کوم امتيازه ، د خپل جهان شموله او نړيوال دعوت له لارې تر يوۀ اسلامي بيرغ لاندې سره راټولې کړې ،او پۀ دې توګه بشر وکولای شول چې له سره بېرته ، د ملګرتوب ګډ ژوند پيل کړي ، او پای کې يي له افريقا رانيولې تر هسپانيا او بيا د اندونېشيا (اندونېزيا )تر سواحلو پورې ،د يوۀ داسې پراخ بنسټه مدنيت بنسټ کېږدي ،چې تردې وړاندې يي تصور کول هم د بشر له پوهې ډېر جګ او له وسه تېر مالومېد ...........!
نو څۀ فکر کوئ ، نوموړې ټولنه له هغۀ را وروسته ، ارماني شوه ، او که له پيله ارماني وه ! !؟؟ او که هغه مهال هم لا پۀ رښتينې مانا نه وه رامنځ ته شوې ؟؟؟
همدا ډول ، که واقعي اسلامي ټولنه پۀ رښتينې مانا ، يوازې ، د قيامت پۀ درشل کې او بيا پۀ دويم ځل ، پۀ جنت کې رامنځ کېدای شي ، او تردې را وړاندې يي تصور د لېوني د خوب پۀ مانا وي ، نو څۀ فکر کوئ ، پۀ دې توګه د اسلامي شريعت د عالمګيريت او تلپاتيوالي دعوه [color=white:b1fd80a7c1]( چې تر کومې ځانګړې ټولنې ، او پېر پورې محدوديت نه لري ، او د بشرې ټولنې داعياتو او مقتضاتو ته پۀ تمامه مانا پۀ هر وخت کې جواب ويلای شي )[/color:b1fd80a7c1]
تر جدي پوښتنې لاندې نه راځي !!؟؟؟؟ که څرنګه ؟ مهرباني وکړئ ، له رهنمايي مو ځان و نه سپموئ !
سمه ده ،
[quote:b1fd80a7c1]. له دې دوه استثنايي ټولنو پرته که اسلام له نسبتأاصلاح فيوډالي ټولنه رامنځته کولای او ساتلای شوای، نو صرفه به يې پرې نه وای کړې ![/quote:b1fd80a7c1]
خو مخکې تردې ،که داپاس پوښتنه مو راجواب کړئ ، پۀ باور سره ،چې نه يوازې درسره منلې به مو وي ، بلکې د خپلې عالمانه رهنمايي وياړ به هم رابښلی وي ! پۀ همدې هيله ،

[quote:b1fd80a7c1] په شرعي قانون خصوصي ملکيت ، او په دې جمله کې د سلګونو او زرګونو هکټارو ځمکو خصوصي ملکيت او په دې توګه د بزګرانو استثمار روا دی . له دې پرته به داسلام په غېږ کې فيوډالي ټولنه منځته نه وای راغلې او که بيا هم پرې څوک شک لري نو دا پوښتنه دې له اسلامي عالمانو څخه وکړي چې د کروند ګرو استثما ر په اسلام کې روا دی که نه ښايې ورته مباح يا مکروه وواي خو حرا م يي نشي بللی.[/quote:b1fd80a7c1]
ماشاالله ! استازه ، زما پۀ اند ، دا خو نو بيا يوه ستره نيمګړتيا ده ، چې اسلامي عالمانو ته يي جواب ويل ،ډېر او بېخي ډېر اړين برېښي !! که څنګه ؟
دا هم سمه ده

[quote:b1fd80a7c1]تاريخي حقايق په هيڅډول ذهنګيره انګيرنوسره نه
بدليږي که فيوډاليزم او اسلام اوږ ه په اوږه سره جوخت موجوديت لرلی وي، له اخلاقي اصتکاک پرته يې په دا څوارلس سوه کالو کې هيڅ حقوقي ټکرسره نه وي راغلی ، نوهغه خلاقي ا صتکاک هم تصادفي او سطحي پيښه بلل کيدای شي او بس .[/quote:b1fd80a7c1]
خو خدای دې وکړي ، چې داهرڅۀ د يوې واقعي اسلامي ټولنې پۀ غېږ کې نۀ وي رامنځ ته شوي ، او پۀ باور سره ، رامنځته سوي به هم نۀ وي ، !!!

[quote:b1fd80a7c1]ښه به دا وي چې د ادعا د ترديد له پاره داسې يوه اسلامي ټولنه په ګوته شي چې نه فيوډالي وي او نه پانګواله او له فيوډالي او پانګوال استثمار نه خلاصه اوسي ٠ [/quote:b1fd80a7c1]
شونې ده ، خو که د فيوډاليزم او امپرياليزم مثبت اړخونه ، چې پخپله تاسې هم د اسماني اديانو له حمايې او ملاتړ څخه برخورداره بللي ، تر انتقاد لاندې را نۀ سي ، او د فيوډاليزم او پانګوالي تر نامۀ لاندې پرې سترګې پټې نۀ شي !!!
پۀ مينه او ادب ، کشری ورور مو ،


Anonymous
29.01.2006

ګران ورور صميم کټوازي ته د درنو لوستونکو په شمول د زړه له تله سلامونه او نېکې هيلې !
تر کومه بريده پورې چې د لوړو اسلامي [color=white:affcea5104]اخلاقو[/color:affcea5104] څخه خبرې کوو، نو د ان حضرت مصطفی (ص) د ژوندانه د بلې ډيوي پر شاوخوا د اسلام د راټول شويو پتنګانو مسلمانو تر منځ د ورورۍ ژوند بې ساری ښه او په زړه پورې و اود تل له پاره يې ارماني بللی شو. هر اصحابي به هغه محبوب پيغمبر ته په دې جملو سره خپله خبره پيل کوله: د خدای محبوب رسول صلی الله عليکم، زما مور او پلار او اوﻻد دې له تانه قربان شي ... . نو د دومره صميميت ، اطاعت او قربانۍ ورکولو ته د چمتو الي سره دلوړو اسلامي اخلاقو په چوکاټ د فيوډاليزم سړيخور زبيخاک شونتيا له تصور نه لرې وه ، دا ځکه چې ژوند داسلامي شريعت له غوښتنو څخه هم پورته د اسلامي اخلاقو پر بنسټ عيار شوی و . خوکله چې محمد (ص) رحلت وکړ، د اسلام له خليفه سره بيا طبعأ په هغه درجه دچا مينه نشوه پاتې کيدای په کومه کچه چې د اسلام له پيغمبر سره د امت مينه وه . د شريعت انفاذ تعميم او مراعت دخليفه ګانو له پاره د جهاد مبارزې او اواجتهاد موضوع شوه ، د اسلام پراختيا هم د سوله ييز تبليغ او ترويج د امکاناتو له پولو څخه ووته اووسلواله جهادي بڼه يې غوره کړه . په شريعت کې د خصوصي ملکيت فيوډالي شکل مشروع او روا دی ـــ تر څو پورې چې فيوډال زکوات اسلامي دولت ته ورکوي ، شرعه يې د ملکيت پر پراختيا کوم بنديز هم نه لګوي . اوس پوهيږو چې دلته خبره په ذهني چمتووالي، اخلاقو ، قربانۍ ورکولو او له سره تيريدلو ، صميميت ، ورورولۍ او برابرۍ کې نه ده، چې د حضرت محمد (ص) په ژوندانه رامنځته شوي وو، بلکې په هغه عيني اقتصادي سيستم کې ده چې د اسلامي شريعت له مخې مشروعيت لري او هغه يې ساتنه کوي . خبره همدا ده چې په اسلامي واکمنۍ او د شريعت په انفاذ کې سړيخور(زبيښاکګر) فيوډاليزم او پانګوالي ولې امکان لري او داامکان ولې او څنګه پر واقعيت اوړي ؟. عربي شيخان په سعودي اومتحده آماراتو کې ، ستر فيوډالان د هارون الرشيد او نورو خليفه ګانو له وختو راهيسې نن ،پرون سبا او بل سبا پورې په اسلامي واکمنيو کې موجود وواو موجودبه وي، له اخلاقي غندنې پرته يې اسلام د مخنيوي له پاره کومه شرعي ﻻر لري ؟؟؟ اخلاقي روبنا د فيوډالي يا پانګولې مشروع ز يربنا پر ضد څه کولی شي؟ برعکس (! ) هغه اخلاق چې مشروع فيوډال ياپانګوال سړيخور ملکيت له منځه وړي ، که کفر ونه انګيرل شي ، نامشروع او بداخلاقي خو حتمأ ورته ويل کيږي .
خو که تاسې واياسات چې :
[quote:affcea5104]داسې يوه اسلامي ټولنه ... چې نه فيوډالي وي او نه پانګواله او له فيوډالي او پانګوال استثمار نه خلاصه اوسي شونې ده [/quote:affcea5104]
[color=blue:affcea5104]داچې بي استثماره ټولنه سوسيالستي بلل کيږي ، نو لطفأ مونږ او درنو لوستونکو ته يې راوپيژنئ چې دغسې له زبيښاکه يوه خلاصه اسلامي سوسيالېستي ټولنه دخصوصي ملکيت پر بنسټ څه ډول امکان لري ؟ .
والسلام .[/color:affcea5104]


کټوازی
31.01.2006

محترم استاز (A) صيب ، او نورو درنو لوستونکو ته ،
د زړۀ له کومې سلامونه ، نېکې هيلې او احترامات !
اما بعد !
استازه ، تاسې ډېر ښۀ ليکلي :
[quote:578c960d0f] اوس پوهيږو چې دلته خبره په ذهني چمتووالي، اخلاقو ، قربانۍ ورکولو او له سره تيريدلو ، صميميت ، ورورولۍ او برابرۍ کې نه ده، چې د حضرت محمد (ص) په ژوندانه رامنځته شوي وو، بلکې په هغه عيني اقتصادي سيستم کې ده چې د اسلامي شريعت له مخې مشروعيت لري او هغه يې [color=white:578c960d0f]ساتنه کوي[/color:578c960d0f] . [/quote:578c960d0f]
ځکه چې زموږ ، پام مو اصلي موضوع ته راواړوۀ ، له تاسو ، څخه د مننې د څرګندولو ، ترڅنګ ، غواړم و مو پوښتم ،
دا چې تاسې واياست ، بحث پر هغه عيني اقتصادي سيسټم دی ، چې د اسلامي شريعت له مخې مشروعيت لري او هغه يي ساتنه کوي ،ايا داد ساتنې ټکی به لږ بېځايه نۀ وي ؟
ځکه چې تاسو يي پخپله تردې پخوا يادونه کوئ ،
[color=indigo:578c960d0f]پۀ شرعي قانون خصوصي ملکيت ، او په دې جمله کې د سلګونو او زرګونو هکټارو مځکو خصوصي ملکيت او په دې توګه د بزګرانو استثمار روا دی . له دې پرته به داسلام په غېږ کې فيوډالي ټولنه منځته نه وای راغلې او که بيا هم پرې څوک شک لري نو دا پوښتنه دې له اسلامي عالمانو څخه وکړي چې د کروند ګرو استثما ر په اسلام کې روا دی اوکه يه ؟ ښايي ورته مباح يا مکروه ووايي خو حرا م يې نۀ شي بللای ...................![/color:578c960d0f]
او له دې څخه داسې جوتېږي ، د ماليې د ورکړې پۀ صورت کې ،يوازې ، او يوازې مشروعيت ورکوي ، نه چې ساتنه يي کوي ، ځکه ساتنه يي پخپله د اسلامي شريعت پر نيمګړتيااو د ټولنيز ژوندانۀ د هراړخيزه سمبالښت او سمښت پۀ برخه کې يي و نورو وضعي نظامونو ته پر سختې اړتيادلالت کوي ، اما يوازې ،مشروط مشروعيت ورکول يې ، پر يوۀ لنډمهاله سازش ولاړ دی !!!
خو دا چې
[quote:578c960d0f] په اسلامي واکمنۍ او د شريعت په انفاذ کې سړيخور(زبېښاکګر) فيوډاليزم او پانګوالي ولې امکان لري او داامکان ولې او څنګه پر واقعيت اوړي ؟. [/quote:578c960d0f]
ښايي هيڅ امکان يې نه وای لرلای ، او نه هم د ا امکان پر واقعيت بدل شوی وای ، که چېرې د اسلامي شريعت وروستيو پلي کوونکيو د خپل ژور علمي غفلت پر بنسټ ،نوموړي وټه ييز سيسټم ته مشروط مشروعيت ،پۀ بشپړ برائت نه وای اخيستی ، او پۀ دې توګه يي وده او پراختيا نه وای ورکړې ،او له پيله يي د وګړيزه نړۍ پۀ منځ کې ددې زبېښاکګر ، سړيخور اقتصادي سيسټم درېښو غوڅولو او پرېکولو ته ملاتړلې وای ، پۀ بشپړ باور ، چې اوس به د اسلامي واکمنيو او د اسلامي شرايعې پۀ پلي کولو کې فيوډاليزم او پانګوالي هيڅ امکان نه لارۀ ، دا امکان به پر واقعيت نه اوښت ،او نه به هم له دومره ژورې علمي نامېندۍ سره مخ وو،[quote:578c960d0f] له اخلاقي غندنې پرته يې اسلام د مخنيوي له پاره کومه شرعي ﻻر لري ؟؟؟[/quote:578c960d0f]
که يي لري، نو ،
[color=white:578c960d0f]عربي شيخان په سعودي اومتحده آماراتو کې ، ستر فيوډالان د هارون الرشيد او نورو خليفه ګانو له وختو راهيسې نن ،پرون سبا او بل سبا پورې په اسلامي واکمنيو کې موجود وواو موجودبه وي،ولې يي نه کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:578c960d0f]
هو !
[quote:578c960d0f]اخلاقي روبنا د فيوډالي يا پانګولې مشروع ز يربنا پر ضد هيڅ نۀ شي کولی برعکس (! ) هغه اخلاق چې مشروع فيوډال ياپانګوال سړيخور ملکيت له منځه وړي ، که کفر ونه انګېرل شي [color=white:578c960d0f]، د دود له مخې [/color:578c960d0f] نامشروع او بداخلاقي خو حتمأ ورته ويل کيږي . [/quote:578c960d0f]
.... علمي بيدارۍ او ويښتيايي يوازينۍ لار بلل کېږي ،چې اسلامپوهان يې بايد د مظاهرې له مخې يو منلی ، غښتلی او پرمختللی اسلامي اقتصادي سيسټم معرفي کړي ،چې له هر ډول فيوډاليزم او پانګوالي څخه خلاص ،او د ټوليز هر اړخيز ملګرتوب پر بنسټ را منځته شي (پۀ دې مانا ، دخصوصي ملکيت ،چې د فيوډاليزم د سړيخور نظام ماڼۍ پرې ودانه سوې ،ناسم تصور دې و رټل شي ، اواسلامي سوسياليزم ته دې لار خلاصه شي !!!

[quote:578c960d0f]داچې بې استثماره ټولنه سوسيالستي بلل کيږي ، نو لطفأ مونږ او درنو لوستونکو ته يي راوپيژنئ چې دغسې له زبيښاکه يوه خلاصه اسلامي سوسياليستي ټولنه دخصوصي ملکيت پر بنسټ څه ډول امکان لري ؟ . [/quote:578c960d0f]
.... د لېوني خوب به رښتياکول وي !!! :oops: :oops: ، خو داچې نو بيا مو ولې شونې بللې وه ؟ له اصلي موضوع بلې خواته تللي وو ، عذر به مو ومنئ !
پۀ مينه او ادب ، کشری ورور مو ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more