نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
م ن غروال
26.07.2005
ښاغلۍ سمسور ورور وروسته له سلامو!
زه دلته په امين له نظر څرګندولو ډډه کوم او ستاسو بحث په مينه لولم تر هغو چې غلط څه نه وي ليکل شوي٠ که ښاغلۍ نقاد ورور له حفيظ الله امين څه ليکي هغه په ډير ښه وضاحت خپل مرام وړاندې کوي چې امين يو قاتل ظالم اوديکتاور ؤ اماملي خائين نه ؤ٠ او نه هم ښاغلۍ نقاد د هغه د وطنپالنې مدعي دي٠ خو تاسو داسي خپل اند ليکئ چې چې هغه غلط دي او وطنپال يې معرفي کوئ ، يعنې تاسو پخپلو خبرو کي هغه هم ديکتاتور معرفي کوئ او هم وطنپال!
ديکتاتور وطنپال نشي کيدای، ظالم او بې ګناه انسان وژونکي چا له تر اوسه وطنپال ندي معرفي کړۍ٠ که وطنپال ؤ نو بيا به د هغه له ديکتاتورۍ تيريږئ او که ديکتاتور ؤ نو بيا به د هغه له وطنپالنې تيريږئ٠ دواړه خپلو کي د اصولو او نړېوالو بشري قوانينو پر بنسټ، سره په ټکر کي دي٠ دا امکان نلري چې وطنپال ديکتاتور شي اما د نقاد ورور خبره کيدای شي ملي خائين نه وي، نه دا چې وطنپال به وي٠ که نه له نقاد ورور وپوښتئ چې ايا همدسې ده او که نه! يعنې نقاد ورور به امين ته زما په عقيده هيڅکله هم د وطنپال ښکلې کلمه ونه کاروي٠ ته به وايې چې که امين هم څوک نه پيژني٠ په هر حال!
لکه څنګه چې نقاد ورور هم يادونه کړې دا بحث په امين نه، بلکه د ملا او يا د ملايانو په نوم خلکو ده چې عنوان يې :
(( [color=red:32bd040089]ملايان د پښتونخوا (NWFP ) نوم ولي بدلوي?[/color:32bd040089] )) دي٠
غوره به وي چې پر دغه موضوع بحث وشي٠ که امين باندې غواړئ بحث وکړئ نو ښه به دا وي چې ځانته عنوان ورکړئ او هلته به سره ګورو٠
په درناوې
[color=#444444:32bd040089][/color:32bd040089]
ملايان...
Anonymous
27.07.2005
[quote:a87838404f="غروال"]ښاغلۍ سمسور ورور وروسته له سلامو!
زه دلته په امين له نظر څرګندولو ډډه کوم او ستاسو بحث په مينه لولم تر هغو چې غلط څه نه وي ليکل شوي٠ که ښاغلۍ نقاد ورور له حفيظ الله امين څه ليکي هغه په ډير ښه وضاحت خپل مرام وړاندې کوي چې امين يو قاتل ظالم اوديکتاور ؤ اماملي خائين نه ؤ٠ او نه هم ښاغلۍ نقاد د هغه د وطنپالنې مدعي دي٠ خو تاسو داسي خپل اند ليکئ چې چې هغه غلط دي او وطنپال يې معرفي کوئ ، يعنې تاسو پخپلو خبرو کي هغه هم ديکتاتور معرفي کوئ او هم وطنپال!
ديکتاتور وطنپال نشي کيدای، ظالم او بې ګناه انسان وژونکي چا له تر اوسه وطنپال ندي معرفي کړۍ٠ که وطنپال ؤ نو بيا به د هغه له ديکتاتورۍ تيريږئ او که ديکتاتور ؤ نو بيا به د هغه له وطنپالنې تيريږئ٠ دواړه خپلو کي د اصولو او نړېوالو بشري قوانينو پر بنسټ، سره په ټکر کي دي٠ دا امکان نلري چې وطنپال ديکتاتور شي اما د نقاد ورور خبره کيدای شي ملي خائين نه وي، نه دا چې وطنپال به وي٠ که نه له نقاد ورور وپوښتئ چې ايا همدسې ده او که نه! يعنې نقاد ورور به امين ته زما په عقيده هيڅکله هم د وطنپال ښکلې کلمه ونه کاروي٠ ته به وايې چې که امين هم څوک نه پيژني٠ په هر حال!
لکه څنګه چې نقاد ورور هم يادونه کړې دا بحث په امين نه، بلکه د ملا او يا د ملايانو په نوم خلکو ده چې عنوان يې :
(( [color=red:a87838404f]ملايان د پښتونخوا (NWFP ) نوم ولي بدلوي?[/color:a87838404f] )) دي٠
غوره به وي چې پر دغه موضوع بحث وشي٠ که امين باندې غواړئ بحث وکړئ نو ښه به دا وي چې ځانته عنوان ورکړئ او هلته به سره ګورو٠
په درناوې
[color=#444444:a87838404f][/color:a87838404f][/quote:a87838404f]
ګرانه وروره غروال صيب!
سلامونه اوښي هيلې .
راځئ چې ترهر څه دمخه پدې وغږيږوچې انسان ولې ديکتاتورجوړيږې ،حفيظالله امين ولې ديکتاتورؤ.
زما په اند انسان په دوو صورتوکې ديکتاتو ر کيږي :
لمړۍ هغه انسان چې پدې ډډه وي چې هغه موخه يالاره چې ده په مخ کې نيولى ده هغه غلطه ده اودى سل په سلو کې په حقه ندى ،نوددې لپاره چې خپلو ناروا موخو ته ورسيږي بايده دي چې له زوراوظلم نه کارواخلي اودوګړوخولې په سوک اوزوره پټې کړي .
دويم هغه څوک دى چې سل په سلو کې ډډه وي چې هغه لاره چې دى پرې روان دى په
حقه ده اودى په سمه ده خو وګړي ددې وړتيانه لري چې دده پر هدف سم پوه شي ،نوددې لپاره چې دى وکولاى شي خپلوهغوموخوته چې دده په نظر سمې ښکاري ،درسيدو په خاطر له زوره کار واخلي .داسمه ده چې داسې وګړي هم په ژوند کې ډيري خطاوي کوي ،ظلم ورڅخه کيږي ،خونيت يي بد نه ؤ،دده يوکلک اوټينګ پښتون ؤ،دى نه کمونسټ نه دبلې ايډيالوژۍ پيروؤ،ده يوازې يوملتپال ،وطنپال اوولس پال انسان ؤ،دا درسته ده چې ډير ظلم به يي کړى وي آوما په خپلوغوږو اوريدلي دي چې په تلويژيون به يي په ډاګه ويل چې ::(((زماسره چې مچ دښمني وکړي په توپه يي ولم))).دا دامين دخولې خبره ده .ډيرظلمونه چې دده په وخت کې شوي دي هغه ټول ده نه دي کړي ،هغه سروري چې داکسااووروسته دکام رئيس ؤتر سره کړي ،هغوکوچنيوخلکيانوکړي دي چي ترننه هم لګيادي سوسياليزم جوړوي ،دا هغې ډلې خلکيانوترسره کړي دي چې ماټرياليزم يي ديوي نظريي په توګه نه بلکې دعقيدې په توګه منلى ؤاولکه زموږمجاهدوانډيوالانوپه څير يي دعقيدې په لاره هرڅوک چې ددوى په نظرددوى دعقيدې سره موافق نه تر تورې تيروه اوواژه.
امين يواز ې خپل سياسي مخالفان له منځه وړل ،چې داکه زموږتاريخ ته وګورئ نوکومه نوې خبره نده اوهرواکمن خپل مخالفان له منځه وړي دي.ده دسياف غوندي کسان چې دترورزوى يي هم کيده ،کسان بنديان کړي ؤځکه چې پدې باورؤ چې هغه دټولنې لپاره مکروب دي اوټولنې ته دهغوى دشتون څخه زيان رسي،اودانن په ثبوت ورسيدله دسياف غوندې کسان په رښتيا هم مکروب ؤ اودټولنې دويجاړۍ اوولس دوژنې لامل وګرځيدل .
بله داچې دجدي دشپږمې ټکې يابدمرغۍ نه وروسته ډيرداسې کسان ؤچې کارمليانوووژل خوداعلان يي داوکړچې امين مېرغضب مخفي کشتارګاوي درلودې چې خلک يي پکې وژل خوپوښتنه دلته دا ولاړيږي چې ننه هم هغه کشتارګاوي چاونه موندې .امين يوازې هغه کسان وژل چې دده دلارې خنډګرځيدل . عام وګړي يي ندي وژلې ،که اخوانيان يا پرچميان يي وژلي وي نوداهرګزدامانا نه لري چې دى خائين ؤ ،بلکې دخائنينوڅخه يي ټولنه پاکوله .خومتاسفانه چې بريالۍ نه شو.
دايوځل بيادرته په ګوته کوم چې زه نه امينۍ وم اونه امينۍ يم ،اوسوګنددرته يادوم
چې دامين په وخت کې مې ستونزې هم ليدلې دي اوبياهم درته سوګنديادوم چې زه دامين دمخالفينوڅخه وم خووروسته دجدي دعذابه څخه پدې پوه شوم چې امين يو وطنپال انسان اوترهرڅه دمخه د ى يوکلک اودجنون تر حده يوپښتون اودپښتونپال کس ؤاوزه پدي چې دى دپښتنو دوست دده هره ګنا ه بخښلو ته حاضريم .
هغه دمرورپښتون خبره :
زماپه دواړو اوږوناستو پريښتو وليکئ
وليکئ هرڅه چې ليکئ خوپه پښتووليکئ
په درناوي
سمسور
ملايان...
Anonymous
27.07.2005
[quote:84d40e3058="غروال"]ښاغلۍ سمسور ورور وروسته له سلامو!
زه دلته په امين له نظر څرګندولو ډډه کوم او ستاسو بحث په مينه لولم تر هغو چې غلط څه نه وي ليکل شوي٠ که ښاغلۍ نقاد ورور له حفيظ الله امين څه ليکي هغه په ډير ښه وضاحت خپل مرام وړاندې کوي چې امين يو قاتل ظالم اوديکتاور ؤ اماملي خائين نه ؤ٠ او نه هم ښاغلۍ نقاد د هغه د وطنپالنې مدعي دي٠ خو تاسو داسي خپل اند ليکئ چې چې هغه غلط دي او وطنپال يې معرفي کوئ ، يعنې تاسو پخپلو خبرو کي هغه هم ديکتاتور معرفي کوئ او هم وطنپال!
ديکتاتور وطنپال نشي کيدای، ظالم او بې ګناه انسان وژونکي چا له تر اوسه وطنپال ندي معرفي کړۍ٠ که وطنپال ؤ نو بيا به د هغه له ديکتاتورۍ تيريږئ او که ديکتاتور ؤ نو بيا به د هغه له وطنپالنې تيريږئ٠ دواړه خپلو کي د اصولو او نړېوالو بشري قوانينو پر بنسټ، سره په ټکر کي دي٠ دا امکان نلري چې وطنپال ديکتاتور شي اما د نقاد ورور خبره کيدای شي ملي خائين نه وي، نه دا چې وطنپال به وي٠ که نه له نقاد ورور وپوښتئ چې ايا همدسې ده او که نه! يعنې نقاد ورور به امين ته زما په عقيده هيڅکله هم د وطنپال ښکلې کلمه ونه کاروي٠ ته به وايې چې که امين هم څوک نه پيژني٠ په هر حال!
لکه څنګه چې نقاد ورور هم يادونه کړې دا بحث په امين نه، بلکه د ملا او يا د ملايانو په نوم خلکو ده چې عنوان يې :
(( [color=red:84d40e3058]ملايان د پښتونخوا (NWFP ) نوم ولي بدلوي?[/color:84d40e3058] )) دي٠
غوره به وي چې پر دغه موضوع بحث وشي٠ که امين باندې غواړئ بحث وکړئ نو ښه به دا وي چې ځانته عنوان ورکړئ او هلته به سره ګورو٠
په درناوې
[color=#444444:84d40e3058][/color:84d40e3058][/quote:84d40e3058]
ګرانه وروره غروال صيب!
سلامونه اوښي هيلې .
راځئ چې ترهر څه دمخه پدې وغږيږوچې انسان ولې ديکتاتورجوړيږې ،حفيظالله امين ولې ديکتاتورؤ.
زما په اند انسان په دوو صورتوکې ديکتاتو ر کيږي :
لمړۍ هغه انسان چې پدې ډډه وي چې هغه موخه يالاره چې ده په مخ کې نيولى ده هغه غلطه ده اودى سل په سلو کې په حقه ندى ،نوددې لپاره چې خپلو ناروا موخو ته ورسيږي بايده دي چې له زوراوظلم نه کارواخلي اودوګړوخولې په سوک اوزوره پټې کړي .
دويم هغه څوک دى چې سل په سلو کې ډډه وي چې هغه لاره چې دى پرې روان دى په
حقه ده اودى په سمه دى خو وګړي ددې وړتيانه لري چې دده پر هدف سم پوه شي ،نوددې لپاره چې دى وکولاى شي خپلوهغوموخوته چې دده په نظر سمې ښکاري ،ورسيږي له زوره کار اخلي .داسمه ده چې داسې وګړي هم په ژوند کې ډيري خطاوي کوي ،ظلم ورڅخه کيږي ،خونيت يي بد نه ؤي،دى يوکلک اوټينګ پښتون ؤ،دى نه کمونسټ نه دبلې ايډيالوژۍ پيروؤ،ده يوازې يوملتپال ،وطنپال اوولس پال انسان ؤ،دا درسته ده چې ډير ظلم به يي کړى وي آوما په خپلوغوږو اوريدلي دي چې په تلويژيون به يي په ډاګه ويل چې ::(((زماسره چې مچ دښمني وکړي په توپه يي ولم))).دا دامين دخولې خبره ده .ډيرظلمونه چې دده په وخت کې شوي دي هغه ټول ده نه دي کړي ،هغه سروري چې داکسااووروسته دکام رئيس ؤتر سره کړي ،هغوکوچنيوخلکيانوکړي دي چي ترننه هم لګيادي سوسياليزم جوړوي ،دا هغې ډلې خلکيانوترسره کړي دي چې ماټرياليزم يي ديوي نظريي په توګه نه بلکې دعقيدې په توګه منلى ؤاودموږ دمجاهدوانډيوالانوپه څير يي دعقيدې په لاره کې هرڅوک چې ددوى په نظرددوى دعقيدې سره موافق نه تر تورې تيروه اوواژه.
امين يواز ې خپل سياسي مخالفان له منځه وړل ،چې داکه زموږتاريخ ته وګورئ نوکومه نوې خبره نده اوهرواکمن خپل مخالفان له منځه وړي دي.ده دسياف غوندي کسان چې دترورزوى يي هم کيده ،کسان بنديان کړي ؤځکه چې پدې باورؤ چې هغه دټولنې لپاره مکروب دي اوټولنې ته دهغوى دشتون څخه زيان رسي،اودانن په ثبوت ورسيدله چې دسياف غوندې کسان په رښتيا هم مکروب ؤ اودټولنې دويجاړۍ اوولس دوژنې لامل وګرځيدل .
بله داچې دجدي دشپږمې ټکې يابدمرغۍ نه وروسته ډيرداسې کسان ؤچې کارمليانوووژل خواعلان به يي کاوه چې امين مېرغضب مخفي کشتارګاوي درلودې چې خلک يي پکې وژل خوپوښتنه دلته دا راولاړيږي چې تر ننه هم هغه کشتارګاوي چاونه موندې .امين يوازې هغه کسان وژل چې دده دلارې خنډګرځيدل . عام وګړي يي ندي وژلې ،که اخوانيان يا پرچميان يي وژلي وي نوداهرګزدامانا نه لري چې دى خائين ؤ ،بلکې دخائنينوڅخه يي ټولنه پاکوله .خومتاسفانه چې بريالۍ نه شو.
دايوځل بيادرته په ګوته کوم چې زه نه امينۍ وم اونه امينۍ يم ،اوسوګنددرته يادوم
چې دامين په وخت کې مې ستونزې هم ليدلې دي اوبياهم درته سوګنديادوم چې زه دامين دمخالفينوڅخه وم خووروسته دجدي دعذابه څخه پدې پوه شوم چې امين يو وطنپال انسان اوترهرڅه دمخه د ى يوکلک اودجنون تر حده يوپښتون اودپښتونپال کس ؤاوزه پدي چې دى دپښتنو دوست ؤنودده هره ګنا ه بخښلو ته حاضريم .
هغه دمرورپښتون خبره :
زماپه دواړو اوږوناستو پريښتو وليکئ
وليکئ هرڅه چې ليکئ خوپه پښتووليکئ
په درناوي
سمسور
ع کريم حليمي
27.07.2005
درنو او قدرمنو غروال صاحب ،نقاد سلام !
سمسور صاحب څه وايي ٠
قند وقروت ئې ټوله سره ګډوډکړه ٠ چه نه قروت ورته ويلای سم اونه قند
نو شيرينقروت به ئې تلفظ کوو
قاتل ،ظالم ،کينه کښ ،د مج سره سېلاوه ،انډوالان ئې ايله کړي کړي (.ډيرظلمونه چې دده په وخت کې شوي دي هغه ټول ده نه دي کړي ،هغه سروري چې داکسااووروسته دکام رئيس ؤتر سره کړي )
او لالی مي وطنپال اوپښتونپال وو
ترخدای مي جار کې ٠
نو راځۍچه لپه ورته پرته کوو ٠ او خپل قوم ټوله محکمه کړو ٠
Anonymous
27.07.2005
ددغه لاندې جملو ځواب داسې دې :
فقط د کنړ د کيرالې د 1250 بې ګناه شهيدانومثال راوړم ٠ دغه پښتانه يې په څه نيولي وو ؟
داملي خيانت نه دې چه د ١٢٥٠ کورنيو مشران يې د جرګې په بهانه راټول کړل ، بيايې يوبل سره وتړل او د چغه سرای دبازار خواته يې د تراکتور په ذريعه هغې کندې ته وټيله کړل چه امينيستي سپو پخوا تياره کړېوه ٠ په دغو حقيقي شهيدانو يې په داسې حال کی خاورې اړولې وې چه چفې اوفريادونويې ټول بازار ډاراوه ٠ لعين امين ددغه نه بخښونکي جنايت قومانده ورکړيوه ٠
په تاسو کی د فاشيزم عقيده درننوتې او خاصيت شوې مودې ٠
دافغانستان خلک درسره ضرور حساب کوي ، انشاالله
لعنت دی په ملحد امين او د هغه په جنايتکاره ډله وي ٠
((يواز ې خپل سياسي مخالفان له منځه وړل ،چې داکه زموږتاريخ ته :ګورئ نوکومه نوې خبره نده اوهرواکمن خپل مخالفان له منځه وړي دي.ده دسياف غوندي کسان چې دترورزوى يي هم کيده ،کسان بنديان کړي ؤځکه چې پدې باور ؤ چې هغه دټولنې لپاره مکروب دي اوټولنې ته دهغوى دشتون څخه زيان رسي،اودانن په ثبوت ورسيدله چې دسياف غوندې کسان په رښتيا هم مکروب ؤ اودټولنې دويجاړۍ اوولس دوژنې لامل وګرځيدل .))
ع کريم حليمي
28.07.2005
ميلمه ورور او لوستونکوته سلامونه او ښې هيلي
د يوه يا دوو نفر په فيصله څوک ملي خاين کېدلې نسي ٠
چه دغه د خلقيانو ٠٠٠،٠٠٠،٠٠٠٠،طالبانو دوړي خلاصي سي ٠ هوا پاکه سي اوسياسي مځکه اواسمان معلوم سي ملت به ډير ږير داسي فيصلې اعلان کړي ٠
لکه نقاد صاحب چه ليکلي
[quote:feeb254227]دامين او امينيانو د جناياتو په اړه به افغاني محکمه پريکړه کوي، خو د کارمل ، پرچميانو ، تره کي او ترکيانو په هکله به هم افغاني محکمه او هم د افغانستان تاريخ پريکړه کوي ، بلکې تاريخ محکوم کړي او د ملي خيانت د ګناه ټاپه يې ددوی پر تندي لګولې ده[/quote:feeb254227]
Anonymous
28.07.2005
محترم استاد حليمي صيب ، دروند غروال صيب ، ښاغلی سمسور صيب ، منلی ميلمه صيب او ګرانو لوستونکو خويندو ورونو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
دا څومره کره او د پام وړ خبرې دي :
[quote:23ca9af5ef]څوک چه قتل عام داسي کوي ٠ لکه چای چه چښي ٠ ايا دملي خيانت څخه پښه نه اړوي ؟؟ [/quote:23ca9af5ef]
مونږ هم همدا روښانه کول غواړو چې تر ملي خيانت پورته او ښکته ظلمونه ډير دي .
هيټلر د يهودو، کمونستانو، جټانو او معيوبينو له عام وژنې څخه بيدريغه کار اخيستی، ستالين د ګربه چوف په وينا ١٥ ميليونه اتباع وژلي دي خو چا ورته ملي خاين ونه وايه. ولې جلالر د داود خان د کابينې غړی شوروي ته صرف په يوه خبرورکولو ملي خاين بلل کيږي چې د داو خان او سعودي عربستان د پادشاه تر منځ د دوستۍ کومې ژمنې وشوې (لکه له داود خان سره پراخه مالي مرستې او د دواد خان له حکومت څخه د شوروي د ﻻسپوڅو پرچميانو ويستل ) .
د ډيورند د کرښې په منلو د يو تن وينه تويه نشوه ، خو عبدالرحمان خان تر ابده ملي خاين پاتې دی .
ظلمونه جمع کيږي او د امين د ظلمونو مجموعه تر ټولو زياته او تر هرې پولې وتلې وه ، خو ملي خيانت
يو ناوړه [color=red:23ca9af5ef]ضريب[/color:23ca9af5ef] دی ، که دا ضريب لوی وي که وړوکی ، په ټولو ښو او بدو سياسي عملونو کې ضربيږي . دغسې يو ضريب امين نه درلود، تره کي ﻻره، خو د ببرک د ملي خيانت ضريب ډېر لوی او تر هرې پولې وتلی و. واسلام .
Anonymous
28.07.2005
محترم استاد حليمي صيب ، دروند غروال صيب ، ښاغلی سمسور صيب ، منلی ميلمه صيب او ګرانو لوستونکو خويندو ورونو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
دا څومره کره او د پام وړ خبرې دي :
[quote:432412436a]څوک چه قتل عام داسي کوي ٠ لکه چای چه چښي ٠ ايا دملي خيانت څخه پښه نه اړوي ؟؟ [/quote:432412436a]
مونږ هم همدا روښانه کول غواړو چې تر ملي خيانت پورته او ښکته ظلمونه ډير دي .
هيټلر د يهودو، کمونستانو، جټانو او معيوبينو له عام وژنې څخه بيدريغه کار اخيستی، ستالين د ګربه چوف په وينا ١٥ ميليونه اتباع وژلي دي خو چا ورته ملي خاين ونه وايه. ولې جلالر د داود خان د کابينې غړی شوروي ته صرف په يوه خبرورکولو ملي خاين بلل کيږي چې د داو خان او سعودي عربستان د پادشاه تر منځ د دوستۍ کومې ژمنې وشوې (لکه له داود خان سره پراخه مالي مرستې او د دواد خان له حکومت څخه د شوروي د ﻻسپوڅو پرچميانو ويستل ) .
د ډيورند د کرښې په منلو د يو تن وينه تويه نشوه ، خو عبدالرحمان خان تر ابده ملي خاين پاتې دی . دا ځکه چې
ظلمونه صرف جمع کيږي او د امين د ظلمونو مجموعه تر ټولو زياته او تر هرې پولې وتلې وه ، خو ملي خيانت يو ناوړه [color=red:432412436a]ضريب[/color:432412436a] دی ، که دا ضريب لوی وي که وړوکی ، په ټولو ښو او بدو سياسي عملونو کې ضربيږي او هرڅه ته خپل رنګ او بڼه وربښي . دغسې يو ضريب امين نه درلود، تره کي هم ﻻره، خو د ببرک د ملي خيانت ضريب ډېر لوی او تر هرې پولې وتلی و. والسلام .
Anonymous
28.07.2005
میلمه وروره په خیر راشی
داؤد خان ترکی امین وببرک او تر هغو وروسته ټول وطن وال پیژنی او ددوی خدمتونه چی وطن او وطن والو ته ئی کړیدی زما وستا په ویلو هغه نه بد اونه ښه کیږی
ته وائی چی امین وطن پاکه ؤ دهغه د وطن پاکی کارنامی که مهربانی وکړی ولوستکو ته بیان کړی
مننه
Anonymous
28.07.2005
دامين مدافعينو:
تاسو لومړې داووايه چه امين د ثور په کودتا کی څه رول درلود ؟
دخلق په ګوند کی حفيظالله امين کوم مقام اوڅومره سابقه درلوده ؟
دخلقيانو په جلسوکی يې په کوم نوم اشتراک کاوه اوڅوک به ورسره ناست ؤ؟
د خلقيانو په رژيم کی يې کومې وظيفې درلودې ؟
اسدالله امين څوک ؤ ؟
شوروي ته په کوم نوم ، مقام ، اودکوم هيئت سره سفر کاوه ؟
کله چه تره کي د شوروي سره نظامي قرارداد کاوه اوامين هم ورسره ناست ؤ ولی يې ددغه خيانت سره مخالفت نه کاوه ؟
کله چه دغو سوالونو ته ځواب ووايې نو يوځل بيا به درمعلومه شي چه امين د افغان کمونستانو د رهبري مثلث يو مستقل کونج ؤاو په هغه څه کی چه کارمل اوتره کې شامل ؤ په هغه کی امين هم شامل ؤ ٠ نو چه تره کې اوکارمل ملي خاينان ؤ نو امين هم دې ٠او امين هيڅکله دشوروي مخالفت نه دې کړې ٠ امين دملي خائنانو له ډلې څخه ؤ اودايو حقيقت دې چه نشي پټيدای ٠ کله چه دغه حقيقت شو نو داه حقيقت هم څو ک نشي پټولای چه امين ملي خائين نه ؤ ٠
______________________________________________
((ظلمونه صرف جمع کيږي او د امين د ظلمونو مجموعه تر ټولو زياته او تر هرې پولې وتلې وه ، خو ملي خيانت يو ناوړه ضريب دی ، که دا ضريب لوی وي که وړوکی ، په ټولو ښو او بدو سياسي عملونو کې ضربيږي او هرڅه ته خپل رنګ او بڼه وربښي . دغسې يو ضريب امين نه درلود، تره کي هم ﻻره، خو د ببرک د ملي خيانت ضريب ډېر لوی او تر هرې پولې وتلی و. والسلام .))
نقاد
28.07.2005
ميلمه عليکم سلام !
[quote:6fe9473eee]تاسو لومړې داوواياست چه امين د ثور په کودتا کی څه رول درلود ؟
دخلق په ګوند کی حفيظالله امين کوم مقام اوڅومره سابقه درلوده ؟
دخلقيانو په جلسوکی يې په کوم نوم اشتراک کاوه اوڅوک به ورسره ناست ؤ؟
د خلقيانو په رژيم کی يې کومې وظيفې درلودې ؟
اسدالله امين څوک ؤ ؟
شوروي ته په کوم نوم ، مقام ، اودکوم هيئت سره سفر کاوه ؟
کله چه تره کي د شوروي سره نظامي قرارداد کاوه اوامين هم ورسره ناست ؤ ولی يې ددغه خيانت سره مخالفت نه کاوه ؟ [/quote:6fe9473eee]
د دې پوښتنو په ځواب چې څه ثبوتول غواړې ، هغه دې بايد پخپله دخپلو پښتنو په ځوابولو ثبوت کړی وای او يايې ثبوت کړې ، که زه يې درته ځواب کړم ښايي دخپل مطلب سود دې پرې ونشي او ستا ادعا پرې ثبوت نشي ، نو بيا به يې نه منې او ځان به بيا هم د پورتنيو پوښتنو ځوابولو ته مجبور وينې، څو بل ډول استدﻻل وکړې او نورې نتيجې ترې واخلې ،کومې چې زما له ځوابه ښايې وانخلې ، او بحث به بي فايدې غځيږي. نو مهرباني وکړه مونږهم درته غوږ په آواز يو چې ددې پوښتنو د ځواب په ترڅ هم د پوښتنو مطلب مو روښانه کړئ او له دليل او ثبوتو نو سره، څو مونږ او نور لوستونکي ترې هم ګټه واخيستﻻی شو ! په درنښت !
Anonymous
28.07.2005
نقاده ګرانه دادې بيا حاضر يم ٠
په افغانستان کی دثبوتونو هيڅ کمې نشته ٠ د هغه څه چه کمې دې هغه يوه منلې او پېژندل شوې محکمه ده ٠ امينيستان او نور جنايتکاران دی خبروي چه دغه رنګه پوښتنو ته جواب ويل به د خپلې خوښې کار نه وي ٠ نوڅوک چه دغو ساده پوښتنو ته ځواب نشي ويلای خو امين اوډله يې وطنپال ګڼي څنګه به د محکمې په مخ کی ثبوت کړای شي چه امين اوډله يې ملي خائنان نه وو ؟
بله خبره داده چه ټوله دنيا معلومات لري اوتاسو ناخبره پاتې ياست ، داچېرې واست ؟ نودومره چه ناخبره ياست اودخپلې ادعالپاره ثبوت نه لرۍ نوبيا درواغ ولی ليکۍ چه امين پښتون اووطنپال وو ؟ د يودوه کسانو په خولې خو څوک نشي وطن پال کيدای ٠ اوداهم منم چه پخپل جرم هيڅوک اقرار نه کوي نو ځکه له ځوابونو ډډه کوۍ :wink:
ګوره کنه ګرانه ان په طالبانو کی هم پټ پاتی نه شو اوتاسويې په بډه وهۍ :wink:
خدای دې تاهم وبخښي
((د دې پوښتنو په ځواب چې څه ثبوتول غواړې ، هغه دې بايد پخپله دخپلو پښتنو په ځوابولو ثبوت کړی وای او يايې ثبوت کړې ، که زه يې درته ځواب کړم ښايي دخپل مطلب سود دې پرې ونشي او ستا ادعا پرې ثبوت نشي ، نو بيا به يې نه منې او ځان به بيا هم د پورتنيو پوښتنو ځوابولو ته مجبور وينې، څو بل ډول استدﻻل وکړې او نورې نتيجې ترې واخلې ،کومې چې زما له ځوابه ښايې وانخلې ، او بحث به بي فايدې غځيږي. نو مهرباني وکړه مونږهم درته غوږ په آواز يو چې ددې پوښتنو د ځواب په ترڅ هم د پوښتنو مطلب مو روښانه کړئ او له دليل او ثبوتو نو سره، څو مونږ او نور لوستونکي ترې هم ګټه واخيستﻻی شو ! په درنښت !))
نقاد
29.07.2005
ميلمه وروره سلام دې وعليکم او زما له خوايي هم قبول کړه!
وروره دا د ړندو ټاپې وهل بس که ، دا سم کار نه دی ، سربيره پردې په رغنده بحث
کې چې سړی مخالف نظر څرګندول غواړي نو بايد چې هغه څرګند کړي او بيان خپله پوښتنه د يوې نتيجې په ډول مطرح کړي ، نه داچې د بيا پر ځای پوښتنه وکړي او تشريح يې له بل څخه وغواړي .
ستا له ټولو پوښتنو څخه دامعلوميږي چې امين تر ټولو زيات د شوروي ګوډاګی و او له کارمل او تره کي څخه هم د شوروي له پاره دواتشه انقلابي ، د شوروي له پاره پر خپلو خلکو ظالم او د شوروي له پاره ډير مطلوب سړی و، نو څنګه کيدای شي چې کارمل او تره کي دې ملي خاينان وي او تر هغوی لوی ګوډاګی امين دې نه وي ؟
که داسې وه، نو شوروي بيا ولې خپل دغه لوی او تر ټولو مخلص او له سره تير نوکر امين وواژه؟ د څه له پاره ؟ آيا امين يې له ډير ې دوستۍ ، مينې او ګرانښت څخه وواژه ، او دا نور دواړه يې بدې راتلل ؟
او که امين يې خپل دوښمن باله ځکه يې وواژه ؟
داسې خو نشي کيدای چې شوروي يې د يو افغان قهرمان په توګه وژني ، خو ته يې د شوروي د يو ګوډاګي په توګه وژنې ؟
لطفأ په خپلو کې سره جوړ شئ او ملت ته ځواب ورکړئ چې نوموړی د شوروي ګوډاګی (=ملي خاين ) و او که د هغوي دوښمن (= ملي قهرمان) ؟
او که نه د شوروي ګوډاګی و او نه يې دوښمن ، نو بيا يې ولې د تاسې د شوروي د ګوډاګيانو تره کي او کارمل سره د ملي خاينانو په يوه قطار کې دروئ ، او امينيان يې د ملي قهرمانانو په قطار کې دروي ؟
Anonymous
29.07.2005
نقاده ګرانه وعليکم ، ٠
ګوره ګرانه په رڼو سترګو راته ځان ملا عمر ، ملا عمر کې خوافغان اولس د ثبوتونو سره تياردې ٠
زه حيران يم چه رټل شوې امين ولې درته له افغان اولس اوهرچا دومره نيږدی دۍ چه حتی حقيقتونواورېدو او دجرمونوپه هکله پوښتنو سره لکه نينې په سره تبۍ ودانګې اوراپرېوزې ٠
ګرانه امين د څه کيږي ؟
نقاده ګرانه ،
ستانوم او ستا داجمله >>>>
وروره دا د ړندو ټاپې وهل بس که ، دا سم کار نه دی <<<
ګرانه بيا د غه پورته جمله اودالاندې جملې دی په تول کی برابرې نه خېږي>>>
، سربيره پردې په رغنده بحث کې چې سړی مخالف نظر څرګندول غواړي نو بايد چې هغه څرګند کړي او بيان خپله پوښتنه د يوې نتيجې په ډول مطرح کړي ، نه داچې د بيا پر ځای پوښتنه وکړي او تشريح يې له بل څخه وغواړي . >>>
نوګرانه ، پوښتنې خو منطقا~ له بله کيږي خونپوهېږم چه په تاڅ شوي چه له د بيا پر ځای پوښتنه او تشريح يې له له ځانه غواړې ؟ :?
ته وايې چه >>>
ستا له ټولو پوښتنو څخه دامعلوميږي چې امين تر ټولو زيات د شوروي ګوډاګی و او له کارمل او تره کي څخه هم د شوروي له پاره دواتشه انقلابي ، د شوروي له پاره پر خپلو خلکو ظالم او د شوروي له پاره ډير مطلوب سړی و، نو څنګه کيدای شي چې کارمل او تره کي دې ملي خاينان وي او تر هغوی لوی ګوډاګی امين دې نه وي ؟ >>>
ګوره کنه ګرانه بيا ملا عمر شوې :?
که داسې وه، نو شوروي بيا ولې خپل دغه لوی او تر ټولو مخلص او له سره تير نوکر امين وواژه؟ د څه له پاره ؟ آيا امين يې له ډير ې دوستۍ ، مينې او ګرانښت څخه وواژه ، او دا نور دواړه يې بدې راتلل ؟
نه ، ګرانه کنه ، په امين کی يې نوره فايده نه ليدله ځکه چه افغانان يې ددولت دوښمنان کړه او پارټي يې کمزورې کړه ٠ او شورويانو چه په کارمل کی نوره فايده نه وه هغه يې هم لرې کړ او نجيب ته يې هم پناه ورنه کړه ٠
او که امين يې خپل دوښمن باله ځکه يې وواژه ؟
ځواب می درته پورته ليکلې ٠ د استعمار دوست اودوښمن د پښتنو په څېر نه وي چه هرڅه پکی وبايلي :cry:
داسې خو نشي کيدای چې شوروي يې د يو افغان قهرمان په توګه وژني ، خو ته يې د شوروي د يو ګوډاګي په توګه وژنې ؟
ګوره ګرانه کنه ، ولې نشي کيدای ، ودی نه ليدل ؟
په مخه دښه
Anonymous
29.07.2005
[quote:42c3e1fbef="Anonymous"]
ګوره ګرانه په رڼو سترګو راته ځان ملا عمر ، ملا عمر کې خوافغان اولس د ثبوتونو سره تياردی [/quote:42c3e1fbef]
له ملا عمر څخه دې مطلب څه دی (؟) لکه چې بيا دې کوم فال په زړه کې نيولی که څه ؟ دا د ښکاره منطق پوهې او روښانه خبرو ځای دی، او که کنايې وايې نو دکومې حجرې ديرې بنډار ته ورشه ، په خپل څير به په کې ډير کنايه وال پيدا کړې ، دلته د خلکو وخت په دغسې کنايو عبثول دې هم ښه کار نه دی .
[quote:42c3e1fbef]زه حيران يم چه رټل شوې امين ولې درته له افغان اولس اوهرچا دومره نيږدی دۍ چه حتی حقيقتونواورېدو او دجرمونوپه هکله پوښتنو سره لکه نينې په سره تبۍ ودانګې اوراپرېوزې ٠ [/quote:42c3e1fbef]
دا به دې نوره هم توده جمله بندي کړی وای ، بيابه درته خپله پته ګيدلې وای چې
په سره تبۍ څوک نينه نينه کيږي ! او په ځان کتنه هم پوهيدای شې چې دانګل او راپريوتل د چا خاصه ده ! خلقيان او پرچميان يوې او امينيان بلې خواته
سختدريځه ډلې دي، دوی دواړه د ولسواکۍ دوښمنان وو، دي او وي به ، ملي او ولسواک ځواکونه رې کرکه کوي، خو دا بيا دا معنی هم نه لري چې دوې ددريواړو تر منځ د تفکيک وسه نه لي او لکه ځينې ړانده ټول په يو ډب کې ولي او پر يوه وندر يې سره تړي!
[quote:42c3e1fbef]خيرګرانه امين د څه کيږي ؟[/quote:42c3e1fbef]
زما خو د خدای فضل دی د امين غوندی ظالم او منفور کسان هيڅ هم نه کيږي ، خو
خو که ستا په اند د هرچا قضاوت بايد دومره ضعيف وي چې د خپلوۍ او يا ګوندي اړيکو پورې اړه ولري ، نو بيا به تره کي يا کارمل ضرور ستا څه کيږي .
[quote:42c3e1fbef]نقاده ګرانه ،ستانوم او ستا داجمله >>>>
وروره دا د ړندو ټاپې وهل بس که ، دا سم کار نه دی <<<[/quote:42c3e1fbef]
هو کنه ميلمه صيب ، ړندې ټاپې لګول خو د هرنقاد بدې راځي ، ځکه چې په ټاپو لګولو کې تنقيدي نظر له کومه شي؟
ګرانه بيا د غه پورته جمله اودالاندې جملې دی په تول کی برابرې نه خېږي>>>
[quote:42c3e1fbef]، سربيره پردې په رغنده بحث کې چې سړی مخالف نظر څرګندول غواړي نو بايد چې هغه څرګند کړي او بيا خپله پوښتنه د يوې نتيجې په ډول مطرح کړي ،[/quote:42c3e1fbef]
ميلمه وروره لکه چې زما پر ليکنه دې هډو سر نه دی خلاص شوی :
وروره هغه اړونده پوښتنې تا د ليل په توګه کړي دي، نه د پوښتنو په توګه، حال دچې دليل بايد سړی د بيان او تشريح په توګه وړاندې کړي ! له هغه وروسته سړی کولی شي چې له مخاطب لوري څخه د خپل دليل ځواب وپوښتي . خو تا دليل نه دی راوړی او د خپل مطلوب دليل پوښتنې دې له ما څخه کړي دي (!) آيا تمه لرې
ستا د ﻻيل زه رامنځته کړم ؟ او بيا يې درته ځواب هم کړم ؟ مفته دې وخوړه ؟ که خدای مکړه بيړا يا بي منطقه يې، نوبيا دلته د منطق په فورم کې څه غواړې ؟
هيله ده اوس دې پرې سر خلاص شوی وي چې ما درته ولې دا ليکلي چې:
[quote:42c3e1fbef]نه داچې د بيا پر ځای پوښتنه وکړي او تشريح يې له بل څخه وغواړي [/quote:42c3e1fbef].
[quote:42c3e1fbef]نوګرانه ، پوښتنې خو منطقا~ له بله کيږي [/quote:42c3e1fbef]
هو، خو نه هرشی پوښتنه غواړي او نه د هرشي پوښتنه کيدای شي . هغه څه چې د ليل په توګه د چا پر ضد راوړل غواړې، نو دا بيا ستا خپله دنده چې دليل دې وړاندې کړې ، که پرې نه پوهيږي نو ادعا يې مه کوه ، او که پرې پوهيږې نو له بل نه يې پوښتنه څه معنی؟ خپل دليل پخپله وړاندې کړه، دليل په ادعا وړاندې کيږي ، نه په پوښتنه !
زما ددې ﻻندې پوښتنې ځواب چې تا راته دغسې بيا راخيستې هم ده :
[quote:42c3e1fbef]>>> ستا له ټولو پوښتنو څخه دامعلوميږي چې امين تر ټولو زيات د شوروي ګوډاګی و او له کارمل او تره کي څخه هم د شوروي له پاره دواتشه انقلابي ، د شوروي له پاره پر خپلو خلکو ظالم او د شوروي له پاره ډير مطلوب سړی و، نو څنګه کيدای شي چې کارمل او تره کي دې ملي خاينان وي او تر هغوی لوی ګوډاګی امين دې نه وي ؟ >>>[/quote:42c3e1fbef]
تا نه دی ويی او دغې بي معنی جملې ته دې پناه وړې چې:
[quote:42c3e1fbef]ګوره کنه ګرانه بيا ملا عمر شوې :? [/quote:42c3e1fbef]، دا څه معنی، ايا آيا دا هم ځواب دی ؟ وروره که ټوکې کوې چيرې بل ځای ته ﻻړشه، څو د ځان په څير انډيوالان پيدا کړې ، چې بيا څه هم ورسره وايې ورته يې وايه ، دلته مه زما او مه د درنو لوستونکو وخت ضايع کوه .
[quote:42c3e1fbef]نه ، ګرانه کنه ، په امين کی يې نوره فايده نه ليدله ځکه چه افغانان يې ددولت دوښمنان کړه او پارټي يې کمزورې کړه ٠ او شورويانو چه په کارمل کی نوره فايده نه وه هغه يې هم لرې کړ او نجيب ته يې هم پناه ورنه کړه ٠[/quote:42c3e1fbef]
وروره کارمل او نجيب خو پخپله د شوروي د کمونېست ګوند په تخت کينولي وو، ايا امين هم شوروي تخت ته رسولی ؤ ؟ يعني آيا امين د شوروي پر امر تره کي وواژه او د شوروي په خوښه يې د تره کي ځای ونيوه ؟
آيا کارمل او نجيب هم بيا شوروي ووژل (؟)چې امين يې واژه ؟ که نه ، نو دلته بيا ولې يو بام او دوه هوا؟
وروره په هغه لنډه ګنډه ((طرحه )) چې ته يې لرې ، د هغې له مخې يوه پوښتنه هم نشې ځوابولی، او په هر ګام سره به تيندکونه خوري . ددې پوښتنې چې ايا
(( امين يې خپل دوښمن باله ځکه يې وواژه ؟ )) له روښانه ځواب ( هو!) څخه دې
هم تيښته کړې ، ځکه تر څو چې وژل يې منې خو دوښمني يې نشې منلی،تر هغې پورې به له داسې روښانه حقيقت څخه که ٢+٢=٤ ځخه هم تښتينو ليکلې مو دي : [quote:42c3e1fbef] ځواب مې درته پورته ليکلی دی [/quote:42c3e1fbef]او بيا مو
د استعمار او پښتنو په اړه خپل زبردست حکيمانه معلومات هم لوستونکو ته وړاند ې کړی چې [quote:42c3e1fbef] استعمار دوست اودوښمن د پښتنو په څېر نه وي چه هرڅه پکی وبايلي [/quote:42c3e1fbef] ، هو دادی آخر پخپله اعتراف کوۍ چې د امين وژل د شوروي د استعمار له پاره غټه ګټه وه ، يعنې که نوموړی ترې ژوندی وتی وای ، شوروي به د پښتنو په څير هرڅه بايللي وای ، يعنې د پوځ او ګوند ليکې به يې پر ځان راټولې کړې وای او يوه بله جبهه به يې د شوروي پر ضد پرانيستې وای چې تر مجاهدينو به هم ژر بري ته رسيدلې او هرڅه به د شوروي له ﻻسه وتي وای ، هم فغانستان او هم افغاني کمونستان !
ددې پوښتنې ځواب چې
[color=white:42c3e1fbef]داسې خو نشي کيدای چې شوروي يې د يو افغان قهرمان په توګه وژني ، خو ته يې د شوروي د يو ګوډاګي په توګه وژنې ؟ [/color:42c3e1fbef]
مو داسې ليکلی: [quote:42c3e1fbef]
ګوره ګرانه کنه ، ولې نشي کيدای ، ودی نه ليدل ؟[/quote:42c3e1fbef]
دا د هغه سړي ځواب ته کټ مټ وته ځواب دی چې چا ورته وويل چې وه کنبخته پر ډيران لمونځ نه کيږي ، نو ده ورته ځواب ورکړ : ولې نه؟، ما چې کاوه خو سم کيده !
په مخه دې ښه
Anonymous
29.07.2005
نقاده ګرانه پخېر،
بله پوښتنه می ستا د ليک په کونجونو کی راپيدا کړه خوداچه زمايوې پوښتنې ته دې ځواب ونه شو ويلای نو دې ته به زړه له کومه کړې ؟
دافغان بېوزلو شهيدانو په وړاندې ولی ګستاخي کوې ؟
ولی د هغه مجرم قاتل طرفداري کوې چه دروس په دوښمنۍ کی يې خوار غريب پښتانه ترور کړي ؟
ته بل چاته د منطق ښوونه کوې خوپخپله دومره بې منطق يې چه ځواب درڅخه ورک شي نو بيا راته وايې چه يا بس کړه او يا له دې پاڼې ووځه ٠
ګوره کنه ګرانه دکمزورو خلکو خبرې د هغه نقا د سره خوند نه کوي چه په يو ظالم مجرم ....پتنګ...وي ٠
زه ستا اود بل اجازې ته ضرورت نه وينم اونه دی اوتوبوتو منلو ته تيار يم ٠ څومره چه په سپين سترګۍ د مظلومو شهيدانو وينه بې ارزښته ګڼې په همدغه پيما نه ځان سپک اورسوا کوې ٠
اوګوره ګرانه
وطنمل صېب ته وژاړه چه ما له دې پاڼې بند کړي که نه نوګرانه يوخدای به درانه خلاص کړي اوبنده ګان خودنه شي :lol: :P
ځه اوس دپه مخه ښه
Anonymous
29.07.2005
ميلمه پخير !
زه پوهيدم چې خبرې دې پخواني ميلمه تبرګي ته ورته وې ، چې کله به دې خبره برحق هم وه ، منطقي معيارونه په کې نه مراعت کيدل . اوس هم د امين ظلم بيانول مو يوه بر حق خبره ده او ما تر ټولودمخه اوتر هرچاز ياته تاييد کړې ده ، خو تا داسې تنګنظره اند توګه رانيولې چې د بحث هيڅ اصول يې نشي منلی. په دې خو ونشوه چې د يو سياستوال يواړخ سړی بيانوي او په نورو يې سترګې پټې کړي ، که مونږ د سياستوالوترمنځ فرقونه، اختلافات او تمايلات ونه څيړو، هيڅکله به يې اصلي ماهميت ونه پيژنو. دا ډيربد خاصيت دی، چې سړی ځواب ونه لري ، بيا هم هماغه يوه خبره ډنګوي چې امين ظالم دی نو تاسو يې ولې له ظلم پرته نوراړخونه هم څيړئ. که دغسې يو ډمبکي وهلو ته دوام ورکوئ ، نو بيا به رښتيا هم دليکنو حق پخپله له ﻻسه ورکړئ. بله خبره داده چې لهجه مو هم مؤدبانه نه ده: لکه (( وطنمل صيب ته وژاړه ...)) .دغه د ماشومانو ګړتوګه موهم د تل لپاره ورکه کړه ! نور دې د نظر اختلاف د قدر وړ او ګټوربولم ، ځکه بحث پرې دوام کوي . ددې له پاره چې نور لوستونکي هم په بحث کې ونډه واخلي تر يوه بل سرليک لکه (له مسکو سره د تره کي ، کارمل اوامين د اړيکو توپيرونه څه وو) ﻻندې به دې موضوع ته دام ورکړو او دلته به يې نوره نه څيړو.
Anonymous
30.07.2005
نقاده ګرانه ښه شوه چه ددغه سلاماليکوم اووعليکوم نه خلاص شو٠
چه اوښان ساتې دروازې به هم ورته لوړې ږدې ٠ دمجرمانو مدافعت چه کوې نو د مدعيانو خبروته به هم غوږ ږدې . ٠
ګوره هرڅوک چه ليکنه کوي يايې نه کوي د هرچا ځاني کاردې اود وطنمل صېب کاردې چه مطلب يې نشروي کنه ٠
اوګرانه بايد دا هم په ياد ولرې چه دبحثونو په فورمونو کی مطبوعاتي اصول اونورمونو ته څوک توجه نه کوي اوازاد پرېښودل کيږي ځکه چه د فورمونو دليکونکو څخه د مطبو عاتي معيارتوقع نه کيږي ٠ په هر ترتيب هرعمل دلارې مل دې٠
چيزيکه درديګ است درکاسه می برايد
زه هم د فورم له دغه ازادديو برخمن يم ٠
په مخه دې ښه
Anonymous
30.07.2005
محترم وطنمل صيب او درنو لوستونکو !
[quote:135431e786]دبحثونو په فورمونو کی مطبوعاتي اصول اونورمونو ته څوک توجه نه کوي اوازاد پرېښودل کيږي ځکه چه د فورمونو دليکونکو څخه د مطبو عاتي معيارتوقع نه کيږي ٠ په هر ترتيب هرعمل دلارې مل دې٠ [/quote:135431e786]
آيا دغه پورتنی متن د ټول افغان د برېښنايې پاڼې هم يو معياري اصل دی ؟ که وي، نو بيا مو ولې د [color=white:135431e786]علمي ، منطقي او درنښتمن نوم [/color:135431e786]هم ورکړی دی ؟
وطنمل صيب ، که دا تش بنډار وي ، نوبس ستاسې به په کار وي . دوام ورکړئ !
ښه کور مو کړی !
نقاد
Anonymous
30.07.2005
محترم وطنمل صيب او درنو لوستونکو !
[quote:903c117970]دبحثونو په فورمونو کی مطبوعاتي اصول اونورمونو ته څوک توجه نه کوي اوازاد پرېښودل کيږي ځکه چه د فورمونو دليکونکو څخه د مطبو عاتي معيارتوقع نه کيږي ٠ په هر ترتيب هرعمل دلارې مل دې٠ [/quote:903c117970]
آيا دغه پورتنی متن د ټول افغان د برېښنايې پاڼې هم يو معياري اصل دی ؟ که وي، نو بيا مو ولې د [color=white:903c117970]علمي ، منطقي او درنښتمن [/color:903c117970] نوم هم ورکړی دی ؟
وطنمل صيب ، که دا تش بنډار وي ، نوبس ستاسې به په کار وي . دوام ورکړئ !
ښه کور مو کړی !
نقاد
Anonymous
30.07.2005
نقاده ګرانه لومړۍ سلام بيا عرض دادې چه ته څنګه نقاديې چه څوک دې د ليکنې اصولي مخالفت وکړي هم يې نه منې .
اوګرانه ښکنځل هم د ادب برخه کېدای شي ٠ که نور صبرنه لرې ښکنځل وکړه
په خدای د سپارم