نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا په پښتونخوا کې د ملايانو اوسنۍ او په افغانستان کې د کمونستانو پخوانۍ کارنامې ملي ګټې لري ، يا يې درلود
Anonymous
18.07.2005
د ټول افغان پاڼي له لياري خبر شوم چي د پښتونخوا ايالت واکمن ملايانو يوه کېمټه د دې مخسد له پاره ټاکلې ده چي د پښتنو په وطن د انګرېز او پنجاب تپل شوۍ نوم"سرحد" بدل کړي او په ځائ يې يو بل نوم غوره کړي .
د ملايانو دوه کلن واک ته که لږ وه ګورو نو د دوۍ په واکمنۍ کي يوازي هغه کارونه تر سره شوي کوم چي د پښتو ، پښتونخوا او لوۍ افغانستان په تاوان دي ، او په دغو ټولو پخوانۍ او وسنۍ تګلارو کي يې د تور پنجاب سياسي او اقتصادي ګټي په پام کي نيولې دي٠
د متحده مجلس عمل په نامه ايتلاف د ISI او د پنجاب په مستقيمه مرسته جوړ شو، او دغه اتلاف تر ووسه د خپل بادار په چوپړ کي هغه ټول کارونه په داسي وفادارۍ تر سره رسولي چي سارۍ يې په د بادارۍ او نوکرۍ په تاريخ کي نه ليدل کيږي٠
د ګران افغانستان په کورنۍ چارو کي لاس وهنه ، د طالب او القائده جنګيالو په لاس د افغانستان په بيا رغونه کي خنډونه اچول، د پنجاب پوجونو ته لاره هواره ول چي قبائلي سيمي اشغال کړي، په پښتونخوا کي د هر رنګه کلتوري او سائنسي پرمختياوو مخ نيونه، او په پښتونخوا کي د اردو ژبي دفتري او تعليمي جوړه ول هغه يو څو لوئ خدمتونه دي چي خپل بادار پنجاب ورته ګمارلي او دوئ په ډېر افتخار ترسره کړي٠
په پښتو مين دوستانو، ګورئ چي هېرنه ګړۍ دغو ملايانو يو کال د مخه د يو ډېر لوۍ اکسريت د غوښتني خلاف اردو د پښتنخوا دفتري ژبه اعلان کړه٠
د پښتونخوا وطن خلګ د پنجاب له لاسپوڅو ملايانو او چړيانو د هيڅ ښېګړي تمه نه لري٠ د ا ووسنۍ کمېټه به د پښتونخوا له پاره هرومرو د پنجاب په خوښه يو داسي نوم وټاکي چي تر سرحد هم کرغېړن وي، هم بوين وي او هم به د نامه په جګړه پښتانه نور هم سره تقسيم کړي٠
د پښتونخوا پخوانۍ اسمبلې په غوڅ اکسريت دا پرېکړه کړې چي زمونږ دي وطن نوم دي په دولتي توګه پښتونخوا شي، او دا د ټولو پښتنو له پېړيو تر ټولو کلکه غوښتنه ده٠ بيا بيا په دې غوښتنه کي د بدلون کوښښ ته هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي٠
ملايانو ته بس دومره وايو شر مه رارسوۍ له خير مو توبه ده!!!
په پښتني مينه
مړوند کوټه وال
م ن غروال
20.07.2005
ښاغلۍ مړوند کوټه وال سلامونه ومنئ!
دا چې څوک په مختلفو نامو او په سياسي لوبو کي د ميدان ګټلو لپاره په ځان د طالب مجاهد او يا ملا نوم ايږدي نبايد داسي مفهوم او معنی ترې واخلو چې ګواکې په واقعيت کي همدا کسان به طالب يا مجاهد او يا هم ملا وي٠ د دوئ شکلونه او نارې او شعارونه به به خامخا اړوندو ناموته ډير ورته وي اما اصلي څېره به يې بله وي او دې همدغه نامه تر شا به نورې سياسي پرپړې وي چې ځانته نور سياسي هدفونه به لري٠ دوئ د همدغو اسلامي مقدسو نامو تر شعار لاندي د زرګونو مسلمان غولولو لپاره د ځان لپاره غوره غوره کړي وي٠
مونږه که ځانوته ليکوال او ټولنپوه او په اړونده چارو کي ځان باخبره او با احساسه بولو نو مناسبه ده چې نبايد د دغه نامو په شعارو ورکولو وغوليږو او همدغه د اسلام مقدسې نامې دغه ناوړه او بدکاره او اجنټانو ته وکاروؤ٠ نه دوې ملايان دي او نه هم مجاهدين او نه هم طالبان! صرف غواړي له دغه اصله سؤ ګټه واخلي او د خپلو بادارانو تر مستقيم هدايت او امر لاندي ځانونه خپل هدف ته ورسوي٠
چاته چې انساني کرامت او انساني او اسلامي بشري حقوق او د خداي ج او د هغه د حبيب ص اوامر او ارشادات نه وي مطرح، هغه زمونږ لپاره بايد ددې چانس ونلري چې مونږه هم هغوې په دغه مقدسو او متبرکو نامو ونومؤو!
نو پر دغه بنسټ او اصل ستاسو دغه ليکنه چې مستقيماً مو د (ملا) نوم ياد کړۍ او هغه مو د خپل افغاني وطنپالنې احساس له مخې ټکولې دي، ستاسو لويه خطا او تېر وتنه ده٠ زما په اند معقوله دا ده چې تاسو هغوې د ملا په نوم خلکو له جملې څخه وشمېرئ٠ نه دا چې مستقيماً (ملا)!
[quote:ebcab1a8f5]د ملايانو دوه کلن واک[/quote:ebcab1a8f5]
او همدا ډول :
[quote:ebcab1a8f5] د طالب [/quote:ebcab1a8f5]
او همدا رنګه :
[quote:ebcab1a8f5]دغو ملايانو يو[/quote:ebcab1a8f5]
او بالاخره :
[quote:ebcab1a8f5]ملايانو ته بس دومره وايو[/quote:ebcab1a8f5]
دغه ستاسو ټکي حقيقت کي ډيره لويه اسلامي ګناه ده چې تاوسو يې کوئ٠
بيا غواړم واضح کړم چې دقه خلک د ملا او طالب په نامه دي نه دا څې دوې خپله طالب دي او يا هم ملا وي! اميد کوم په جريان رسيدلي واست٠
په درناوې
غروال
Anonymous
20.07.2005
غروال صيب سلامونه
کله چې دخلق اوپرچم په باب خبره شي نو تاسې هميشه دومره حساسيت ښکاره کوی چې ګناه ګاراوبې ګناه ته اوراچوی ، خو که خبره دملايانو اومجاهدينو شي کومو چې داسلام ترنامه لاندې له خلقيانواوپرچميانو څخه لس ځلې زيات جنايتونه کړي نو بيا داسی اوبه خړوی چې دغه ملايان او په نوم مجاهدين ورکی بيخي ورک کړی. اوزيارباسی دهغوی په مرداريو خاوري واړوی. دکوټه وال صيب ليکنه ډيره روښانه اوڅرګنده ده خو ستاسي ليکنه په يو داسې روحيه ليکل شوي چې له يوې خوا درباندي ملايان ډيرګران دي،خوله بلې خوادهغوی دوروستيو کلونو په شرمونکي واکمنۍ شرميږی اوغواړي دغه واقعيت په اغه دغه دکليماتو په ترکيب بې اهميته څرګند کړی.که داويلی شو چې دخلقيانوواکمني، نوبيا ولي نه شو ويلي چې دملايانو واکمني اوداسي نور.
Anonymous
20.07.2005
مړوند کووټه وال صاحب او شين حقيقت صاحب سلامونه ٠
دواړو ګل خبرې ليکلي ٠ ټول جنايت کاران وو خو که خبره د هغوی دتاريخي جنايتونو شي نو خلقيان / پرچميان فقط لس کاله تاريخ لري ، مجاهدين دېرش کاله او ملايان درېسوه کاله ٠
څوک چه د ملايانو دفاع کوي هغه د لومړۍ د ملايانو وياړلی کارنامې راوښۍ چه موږ يې هم ملاتړ وکړو ٠ ملايان دافغاني ټولنې د ګمراهۍ ، بېسوادۍ ، جهالت ، وروسته پاتې والي ، ظلم اوبربريت مدافعين وو ٠ اونتيجې د هرچا مخ ته پرتې دي ٠
همدغه راز د کمونيستي خادستانو اوبرېتورو خلقي ظابطانوپه وحشت سترګې پټول جرم او خيانت دې ٠
دغه مردارې ډلې ټول پردي غلامان وو ، دپردولپاره يې جنايتونه کړي ٠
سپين حقيقت
Anonymous
20.07.2005
ښاغلې غروال صائب، مننه ستاسو له ارزښته څرګنده ونو، خو د نن ورځي سياسي ملا هغه ملا نه دۍ چي زمونږ او ستاسو په کلي کي به يې خلګو ته يوازي مذهبي او عقيدوې لاري چاري ور ښوولې٠ په پښتني ټولنه کي د ملا رول مطلق تر مذهبي چارو محدود وو، خو نن ملا له مذهب سره سره زمونږ د ژوند په ټولواړخونو،هغه که سياست ده، عدالت، او يا اقتصاد ه ، ځان واکدار بولي٠ تاسو ته ډېره ښه مالومه ده چي دوۍ دغه وس او توان څنګه او له کومه پيدا کړ٠ د افغانستان ٢٧ کلنه خونړۍ جګړه او د CIA او ISI غېبي فرښتو دوۍ څنګه له ماجت او مدرسې تر شاهي ارګ وه رسول٠
د قدرت دغه خوند چي دوۍ د باندنيو په مټ تر لاسه کړ دوۍ ته اجازه نه ورکوي چي دوۍ د پښتني ټولني له جوړښت (Structure) سره سم خپل منل شوي حق ته غاړه کېږدي٠ او دوۍ په دې هم ښه پوهيږي چي د هر رنګه ټولنيزو اصولو خلاف ، دوۍ خپل هدفونه يوازي د بادنيو قوتونو په مرسته تر سره کوۍ شي٠ هم دغه وجه ده چي دوۍ خپل کچکول تل د وهابيانو مخي ته ايښۍ او خپل سرونه يې د راولپنډۍ کعبي ته ټيټ کړي٠
دټولني له اصولو ددوۍ سرغړه وني ، د نورو په حق تېري، او د ټولني په ټولو چارو کي د دوۍ لاس وهني زمونږ ملت له ووسنۍ ناخوالو سره مخامخ کړۍ ده ٠
ترڅو چي د ملا او طالب رول تر خپل تاريخي حق پوري نه ي محدود شوۍ، ملت به تر هغو بې سرنوشته، لاس په ګرېوان او پره ديو ته مختور وي٠
ما چېرته يوه مدرسه وه نه ليده چي نن سبا هلته ملايان خپلو طالبانو ته له اسلامي او پښتني اصولو سره سم دغه لارښوونه ورکيي ٠ نن له يوه مخه ټولي مدرسې تنکي ځوانان دې ته هڅوي چي ولاړ شۍ په وطن کي تر هغو وور بل کړۍ تر څو چي قدرت په لاس کي واخلۍ٠ که په دې وور کي تاسو وه سوزېدۍ شهيدان ياست او که مو نور څوک مړه کړل غازيان ياست٠
تر څو څي ما په خپلو سترګو داسي مدرسې نه وي ليدلې چي په هغو کي پرته له مذهبي ځده کړو بل څه نه ښودل کيږي ، ډېر به ګران وي چي د ملا، طالب او د متحده مجلس عمل په مينځ کي څه فرق وکړاۍ شم٠
په پښتني مينه
مړوند کوټه وال
Anonymous
20.07.2005
مړوند کوۀټه وال ساب خه شېن حقيقت وايې نه سپين .
اوس که کوم کار د پختنو لپاره هر سوک کوې بده خبره نده.ستا محمود اچکزی خو دې اوس هغه پخوانې جبه و خوزوې تېر الېکشن کې په دوېم ځل شمېرنې کې isiپه دې شرط کامېاب کړو چه په خپله نظریه سودا وکړی.
ګورې به ملاېان د نر بچېان به د nwfpنوم بدﻻه وې دا به د تش په نوم پښتنوپرستو د سېاست نه مېدان خالې کړې.anpولېخان خو هېس بغېر د رشوت او تش په نوم سېاست نه ونکړل شول.
[color=red:6a17286fca]
ملاېان خو ٤ کاله وه په افغا نستان کې دا ٥٠ کاله تاسو ولې ترقې ونکړه.
اېک سچها پا کستانې پټهان.
څوک چه د ملايانو دفاع کوي هغه د لومړۍ د ملايانو وياړلی کارنامې راوښۍ چه موږ يې هم ملاتړ وکړو ٠ ملايان دافغاني ټولنې د ګمراهۍ ، بېسوادۍ ، جهالت ، وروسته پاتې والي ، ظلم اوبربريت مدافعين وو ٠ اونتيجې د هرچا مخ ته پرتې دي ٠ [/color:6a17286fca]
م ن غروال
21.07.2005
درنو او محترمو وروڼو سلامونه په عرض رسوم!
له تاسو ټولو سره تر هغه حده زه کولای شم په دغه اند موافقه وکړم او ستاسو دغه د وطنپالنې درد او احساس سره د زړه له کومې ملګرتيا ولرم، چې تاسو د ملا، مجاهد او طالب اصيل د وطن اسلامي علمأؤ(ملا)، د اسلامي توري زمريانو(مجاهد) او د اسلامي علم راتلونکي ګلانو او پتنګانو(طالب) اصل له اجنټانواو غير علمي مفتيانو،جګړه مارو او وطن پلورونکو، او د سياسي واک او قدرت غوښتونکو سره په يوه تله کي او په يوه دريځ کي ونه شميرئ او په يوه سترګه ورته ونه ګورئ٠
که نه نور زه له تاسو سره سل په سلو کي همرازه او انده يو مسلمان ملګرې يم٠
اما له بده مرغه تاسو وچ د اسلام په مقدساتو نيوکې کړي او هغه مو سپک کارولي دي چې ايماناً يوه مسلمان نشي کولای هغه وزغمي٠ ځکه د اسلام او د هغه مقدسات له هر ډول ناوړتوب څخه په هر وخت او زمان کي په امن کي دي٠
پدې هکله زما يوه ليکنه شته چې ( غېر علمي مفتيان) نوميږي او همدا ستونزې چې تاسو ورته ګوته نېولې ده ما هم خپل پرياد پکې کړۍ او همدغه د ملا او مجاهد او طالب نومه خلکو چې له دغو مقدساتو ناوړه ګټه يوره کوي لکه څنګه چې تاسو ورته ايشاره کړې ده، يادونه کړې ده٠ که مو خوښه وي کولائ شئ چې په لاندنې پته باندې زور کړئ او هغه يو ځل په زخمت سره له سترګو تېر کړئ :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=860
او را به شم دغه د ادب او امنطق يو څو ټکو ته!
[quote:14d28d18ca]واه واه
څه غوړه مالي
مننه غوړمال صاب٠ ٠[/quote:14d28d18ca]
دلته د رتبو او مقامو کوم وېش نه ليدل کيږي او پکي د پيسو کومه يا اقيتصادي ګټو هم څه نشته، نو غوړه له به څه اړتيا وي؟ خو :
که د اسلام له مقدساتو دفاع غوړه مالي وبلل شي نو بيا زه يې په وياړ سره منم٠ او که غوړه مالي له بدو اخلاقو له جملې وي دلته بيا له بدو احلاقو چه نشته او که وي مهرباني! نو له دې امله دا ځواب يوازې د قلم او انساني او اسلامي اخلاقو يو وتلۍ منطق بلل کيدای شي چې دده په کور کلي اوکورنۍ روزنه اړه پيدا کوي او بس!
او د ش٠ حقيقت به يوازې دا جمله ځواب کړم :
[quote:14d28d18ca]کله چې دخلق اوپرچم په باب خبره شي نو تاسې هميشه دومره حساسيت ښکاره کوی چې ګناه ګاراوبې ګناه ته اوراچوی[/quote:14d28d18ca]
پدې هکله ستاسو انديښنه بلکل صحيح او پر ځاي ده اما خداي مکړه چې ګناکار او بې ګنا په يوه اور کي سره سوي وې، او که احياناً داسي څه مو زما په ليکنو کي تر سترګو شوي وي نو هيله من يم چې راپه ګوته شي٠ او زما ليکنې له په سلو کي له ٥٠ څخه زياتې هماغه درد او احساس او وير بيانوي کومو ته چې تاسو هم ګوته نيولې ده٠ چې هغه هم ټوله په ټول افغان کي پرتې دي٠
په درناوې
غروال
Anonymous
21.07.2005
>>>ملاېان خو ٤ کاله وه په افغا نستان کې دا ٥٠ کاله تاسو ولې ترقې ونکړه.
اېک سچها پا کستانې پټهان.<<<
په پنځوس کاله کی که افغانانو په نيمه خېټه ژوند وکړ خو د قبايلورياست يې لوږې اوتندې ته پرېنښود ٠ ددغه ترڅنګ پښتانه هم پاتی شول٠ وايه دپنجابي چوکيدارانو ته چې په دالو يې خپله ژبه هم له لاسه ورکړه ٠
چاچه د خپلو شاعرانو قبرونه نه شو جوړولې ، هغه به د ځان کوم ثبوت وړاندی کړي ؟ >>اېک سچها پا کستانې پټهان<< همدغه ته وايي٠
دمهاجرواحسان تاسو کله پوره کولې شۍ ٠ پخوا به مو ددوبۍ خوبونه ليدل خوچه افغاني مهاجر درغله نودوبۍ يې کورته دروړه ٠
دافغان په ننګ می وتړله توره
ننګيالې دزمانې خوشحال خټک يم
Anonymous
21.07.2005
محترم استاد غروال صاحب سلامونه او درنښت ومنئ٠
الله پاک دي تاسو ته اجر درکړي بس دومره وايم خداي پاک دي دوئ پوه کړي او اسلام امت سره دي خداي پاک خپله مرسته وکړي٠ تاسو په ډير ښکلي کلام ويلئ دي چي پدي کي يو د حقيقت بيان شته٠ الله دي مل او مددګار شه
په درناوې
ستاسو يو مخلص پ٠ش ننګرهار
نقاد
21.07.2005
[quote:4ba0e6a803]غروال صيب سلامونه
کله چې دخلق اوپرچم په باب خبره شي نو تاسې هميشه دومره حساسيت ښکاره کوی چې ګناه ګاراوبې ګناه ته اوراچوی ، خو که خبره دملايانو اومجاهدينو شي کومو چې داسلام ترنامه لاندې له خلقيانواوپرچميانو څخه لس ځلې زيات جنايتونه کړي نو بيا داسی اوبه خړوی چې دغه ملايان او په نوم مجاهدين ورکی بيخي ورک کړی. اوزيارباسی دهغوی په مرداريو خاوري واړوی.[/quote:4ba0e6a803]
تر سلامونو وروسته :
حقيقت دادی چې خلق او پرچم په ملي خيانت او جنايت مرتکب دي ، د شوروي پر خوا د خپل هيواد او خپل ملت پر ضد ودريدل ، دوی د داود خان د ملي رژيم په راپرځولو او هيواد ته د شورويانو په راوستلو پړه دي . دوی د هيواد په ميليونو وګړي ووژل او بي کورهيې کړل . هو، مجغدينو په هيواد کې انارشي او کورنۍ جګړه پراخه کړه ، خو کوم بهرنی يرغل ته يې اجازه نه ده ورکړې، ملي خيانت يې نه دی کړی ، شورويان يې له خاورې څخه وويستل ازادي يې وګټله ، د خپلمنځي انارشۍ له امله د ﻻ متحجر طالب ڼظام د رامنځته کيدلو سبب شول ، دوی دامنيانو په څير ظالم وو، خو لکه امينيان چې ملي خيانت يې ونکړ ، دغسې دوی هم کوم ملي خيانت ونه کړ، خو په داخلي ظلم او ستم کې يې يو له بل څخه ښپه اړولې وه . تره کي او کارمل دواړه د KGB ايجنټان وو, خو کارمل په کې وتلی ا و ترکي يې يو مړتت جاسوس و. د پرچيانو ټوله رهبري ، سياسي دفتراو مرکزي کميټې غړي او د ځينو ناحيوي منشيانو پورې د کی جي غړي وو، او د خالقيانو د سياسي دفتر غړي له امين او امينيانو پرته نور ټول د تره کي سره د شوروي ايجنټان اوملي خاينان وو او بس !
Anonymous
21.07.2005
او د خالقيانو د سياسي دفتر غړي له امين او امينيانو پرته نور ټول د تره کي سره د شوروي ايجنټان اوملي خاينان وو او بس !
نورڅنګه يې بې نقاب امينيه ؟
په ګډووډو سرشوې ؟
Anonymous
22.07.2005
له نقادڅخه پوښتنه
ګرانه ته ملي خيانت څه ته وايی اوڅنګه وي ؟
مرورپښتون
22.07.2005
[quote:4ad517f3fa="Anonymous"]:oops: :oops: :oops:
. مجغدينو په هيواد کې انارشي او کرنۍ جګړه پراخه کړه ، خو کوم بهرنی يرغل ته يې اجازه نه ده ورکړې، ملي خيانت يې نه دی کړی
:cry: :cry: :cry:[/quote:4ad517f3fa]
ګرانه وروره !!!!
داچې مجاهدينو دوطن لپاره څومره خدمتونه کړي دي دافغانانوپه دمرګ تردمه ياد
وي بلکې زه خوپکرکوم چې دقيامت په ورځ به يي هم هيرنه شي .زه هغه څه چې دوى
دخپل وطن ،خپل ولس اووګړوپه وړاندې کړي دي ،نه مغلو،نه انګريزانو اونه هم
روسانوکړي دي .دوى خپل ولس وژلى ،ځورولى اووطن يي وپلوره،ويجاړيي کړ،
اولنډه داچې هره ناروا يي چې دلاسه پوره ويي کړه اونن هم لا سپمه نکوي ،دخپل
عادت سره سم غله هم کوي ،چورهم کوي اووګړي هم ځوروي .دوى دپاک پروردګار
دځمکې له مخه نيست اونابودکړې اوانشاالله چې همداسې به کيږي هم.
داچې ته وايي چې دخارجيانوداتګ ته يي لاره نده مساعده کړي ،هغه يي ځکه نه مساعده کوله چې خارجيان بيا ددوى دچوراوچپاول دلارې ځنډ ګرځيدلى شول که
نه هغه به يي هم رامستلي واى ،له بله پلوه خارجيانوته اړتيا هم نه وه ځکه چې دوى
ورته هرکارپه ډيرصدقت سره ترسره کوه.
تاسوورشئ دهغي مورنه دمجاهدينوپه هکله پوښتنه ولړئ چې زوى وژل شوىدى
دهغه چانه پوښتنه وکړئ چې مال اوجائداد يي مجاهدينوچورکړئ دى ،دهغه چانه
وپوښتئ چې مجاهدينويي پرناموس تيرى کړئ دى .بياراځه دمجاهدينويادوونه په
ښوټکوکې کوه .زه پوهيږم چې کيداى شي تاسوهم جهاد!!!!!!!! کړي وي اوداهم
کيداى شي چې دنورومجاهدينوپه شان کارنه وي کړى لاکن دنورومجاهدينوڅخه
ننګه مه کوئ ،ځکه زه په دي باوريم چې ډيرژربه داسې وخت راشي چې که څوک غواړي يوچا ته بدووايي ياورته کنځل وکړي نودمجاهدټکۍ به ورته کاروي.
په درناوي.
سمسور
نقاد
22.07.2005
١ـ [quote:5e17171ded="Anonymous"]له نقادڅخه پوښتنه : ګرانه ته ملي خيانت څه ته وايی اوڅنګه وي ؟[/quote:5e17171ded]
اصول دادي ،که چېرې تاسې دچا له خوا ملي خيانت په کارول شوي مفهوم شک ولرئ، نو بايد د خپل شک دليلونه وړاندې کړئ او هغه تصور چې خپله يې د ملي خيانت د مفهوم په اړه لرئ څرګند کړئ او د کارول شوي ځای سره يې فرق او ټکر روښانه کړئ ، نو هله بيا منطقي دليل لرئ چې له مانه ددغه کارول شوې کلمې د مفهوم پوښتنه هم وکړئ، نه مخکې . نو دا ګز او دا ميدان !
٢ـ نقاد ليکي: [quote:5e17171ded] (( د خالقيانو د سياسي دفتر غړي له امين او امينيانو پرته نور ټول د تره کي سره د شوروي ايجنټان اوملي خاينان وو او بس ! )) نورڅنګه يې بې نقاب امينيه ؟ څه په ګډووډو سرشوې ؟[/quote:5e17171ded]
وروره هغه ظلمونه ، مرګونه او قتلونه چې امين او امنيانو د افغانستان په بي ګناه ولس کې کړي دي او د هغې په ترڅ کې يې زما د کورنۍ غړي اوزما نږدې خپلوان په بيرحمۍ سره له تيغه تيرکړي دي ، بل ستمګر به نه وي کړي، خو دې ټول زما ستر ګې د حقيقت له ليدلو څخه نه دي ړندې کړي، زه دا ټول د وطن داخلي موضوع بولم ، او دا د وطن د خلکو خپل حق دی چې امين او امينيان دانګ دانګ او سل سل ځله ووژني . خو دوی د کوم بهرني هيواد په ګټه د خپل هيواد له ملي ګټو سره لوبې نه دي کړي . امين د همدې ځانګړتيا له امله د وطن او ملت د دښمنو شورويانو او دملي خاينانو پرچم او ترکي پلوه خلقيانو لکه خونکار سروري، مردار خور ګلاب ځوی ، کدو اسلمي وطنغار او نورو ملي خاينانو وواژه . د خپل ملت ، وطن خکو پر ضد له شوروي سره د خلق او پرچم د سياسي مشرانو يو ځای کيدل د ملي يانت روښانه بيلګه ده ! په درنښت !
Anonymous
22.07.2005
امين د همدې ځانګړتيا له امله د وطن او ملت د دښمنو شورويانو او دملي خاينانو پرچم او ترکي پلوه خلقيانو لکه خونکار سروري، مردار خور ګلاب ځوی ، کدو اسلمي وطنغار او نورو ملي خاينانو وواژه .
ايډمين صېب نقاد هم کوم ښکاره نوم نه دې خوداچه دبل په ليکنه کی ګوتې وهل درته اسانه دي نو مونږ هم په شکونو پيسې نه ورکوو :wink:
ګوره کنه نقاد صيب دخبرې سر سم کوې خولکۍ ورته کږه کړې اوددې مفهوم دادې چه ته ايډمين :wink: د امين نږدې خواخوږې يې :wink: خو څه وکړو چه يو جنايت يې نه دې کړې چه ستاسو د خوشحالۍ لپاره يې د پوزکي لاندی کړو٠
امين هم دواتشه خلقي وو خو متل دې وايي سد لغماني يک پغماني ، د اقتدار لپاره يې دخپل استاد په خوله بالښت کېښود اود يوه پوکي ارزښت يې هم ورنه کړ ٠
مونږ ددغو شيانو فکرمند نه څه چه افغان اولس نشي معاف کولې هغه ددغه پغماني فا شست قتل عام دې چه له هيڅ چاپټ نه دې ٠
تاسونشۍ کولای د اولس دغضب مخه ونيسۍ ٠
زما پښتنه داوه چه ته ملي خيانت نورڅه ته وايې ؟
نقاد
23.07.2005
ميلمه وروره تر سلام وروسته مو پام دې ته رااړوم چې ما تاسوته په ځواب کې وليکل چې :
[quote:6dbbcd4f7f]وروره هغه ظلمونه ، مرګونه او قتلونه چې امين او امنيانو د افغانستان په بي ګناه ولس کې کړي دي او د هغې په ترڅ کې يې زما د کورنۍ غړي اوزما نږدې خپلوان په بيرحمۍ سره له تيغه تيرکړي دي ، بل ستمګر به نه وي کړي....، نو دا ټول د وطن ... د خلکو خپل حق دی چې امين او امينيان دانګ دانګ او سل سل ځله ووژني [/quote:6dbbcd4f7f]اياتاسو دا ځواب لوستلی و ؟ که لوستلی مو وي، نو آيا بيا دې ډول ادعا کولو ته ځای اوامکان پاتې کيدای شي ؟ چې :
[quote:6dbbcd4f7f]ګوره کنه نقاد صيب دخبرې سر سم کوې خولکۍ ورته کږه کړې اوددې مفهوم دادې چه ته ... د امين نږدې خواخوږې يې [/quote:6dbbcd4f7f]
زه له تانه داپو ښتنه کوم ، څه فکر کې چې آيا
امين د خپل متقل سياست له امله زمونږ[color=cyan:6dbbcd4f7f] د وطن او ملت د دښمنو شورويانو او د هغوی ګوډاګيو
ملي خاينانو پرچم او ترکي پلوه خلقيانو لکه خونکار سروري، مردار خور ګلاب ځوی ، کدو اسلمي وطنغار او نورو ملي خاينانو ونه واژه ؟[/color:6dbbcd4f7f] آياپوهيږې چې يواځې د شوريانو پهﻻس د امين وژل او قدرت ته دنورو رسول او يا په قدرت ساتل د شورويانو په وړاندې د امين ، کارمل او ترکيانو کيفيت او دريځ سره څنګه بيلوي؟ په دوی کې ستا په اند چاته د شوروي په وړاندې د قهرمان او چاته د ګوډاګيانو لقب
وکوي ؟
[color=white:6dbbcd4f7f]ملي خيانت : [/color:6dbbcd4f7f]
وروره د خلقيانو، په تيره بيا د امين او امينيانو، په ﻻس تر سره شوي جنايتونه نشي بښل کيدای ، خو ملي خيانت دې ته نه وايي چې يو سړي ظالم او ديکتاتور اوسي، تر څو چې د يو بل هيواد (له ګټو څخه يې د خپل هيوا د ملي ګټې نه وي قربان کړي)) ، نو ته اوس راوښيه چې امين د کوم هيوا په ګټه د افغاننستان ګټې ترپبښو ﻻندې کړې وي ؟ امين يو کلک نشنالست او پښتونپاله قامپرست و، چې دا د ظلم او ديکتاتورۍ سبب ګرځيدای شي، او د امين او امينيانو ظلمونه مونږ هم وايو چې بي حده زيات دي، ولې ملي خيانت يو تاريخي جرم دی چې ببرک کارمل يې د شاه شجاع سره په يوه ليکه درولی او تره کی يې د خپلو پلويانو سره د کارمل خوا ته ور نږدې کړی دی.[color=white:6dbbcd4f7f] آيا د شوروي له يرغل وروسته ټول ترکي پلوه خلقيان د کارمل په مشرۍ د شورويانو سره د خپل هيواد ، خپل ولس ، خپل ملي ناموس پر ضد نه وو وﻻړ ؟[/color:6dbbcd4f7f] [color=blue:6dbbcd4f7f]
دامين او امينيانو د جناياتو په اړه به افغاني محکمه پريکړه کوي، خو د کارمل ، پرچميانو ، تره کي او ترکيانو په هکله به هم افغاني محکمه او هم د افغانستان تاريخ پريکړه کوي ، بلکې تاريخ محکوم کړي او د ملي خيانت د ګناه ټاپه يې ددوی پر تندي لګولې ده[/color:6dbbcd4f7f]
Anonymous
23.07.2005
((امين يو کلک نشنالست او پښتونپاله قامپرست ))
نقادصېب سلامونه٠
ګرانه ، بيا دامين ته هغه کريدت ورکړ کوم چه ورسره په هيڅ مذهب نه جوړيږي ٠ حفيظ ا لله امين په هيڅ دليل قامپرست کېدای نشي اونه څوک غوږ ورته نيسي
ځکه د پښتنو اوافغان پر ضد جنايتونه دومره ډېردي چه تاسوهغه نشۍ پټولې
تاسو امين غوندی لعين ته ديو کلک نشنالست او پښتونپاله قامپرست خطاب کوۍ خو دې ته نه ګورۍ چه افغانان توهينوۍ ٠
دثور د اوومې په کرغېړنه کودتا اود سوراستعمار د برياليتوب په فتنه کی لومړې سړې امين وو چه په ټانکونو خلقي ضابطان يې رهبري کوول ٠
دامين ډلې په کنړ ، لغمان اوشمالي ولا يتونو کی خصوصان کندوز کی نفوذ درلود او دهغه ځای خلکوته د غه ظالمه ډله ښه معلومه ده ، ستاسو دلايل به هيڅ ځای ونه نيسي ٠
دخواشينۍ ځای دې چه تاسو دخلق دګوند يو مقتدر او ترټو لوړ پوړې خلقي د په توګه معرفي کوۍ او حقيقت دادې چه اصلي شاشجاع همدغه امين وو چه د خارجه وزير په حيثيت يې د سرو استعمارچيانو سره د شوروي عساکرودراتګ په شمول ټول قراردادونه لاسليک کړي اوروس ته دومره وفادار ووچه ډلې يې ان په شورويانو درود وايه اوپه هورا نه ويلو يې افغانان وژل ٠
حفيظ الله امين ته ځکه خلک فاشست وايي چه ټول قدرت يې ځانته غوښته او په دې فکرکی ؤ چه هرڅوک بايد همدې وستايي ٠ په ځان هغه اودغه ستورې نوايښوده اوتراندازې وتلې مغرور اوافراطي وو ٠ دهغه دغو خاصيتو په زرګونو بېګناه وطنوال دمرګ کندې ته واچوول ٠ لومړۍ يې کارمل اود هغه ډله فراري کړه ، وروسته يې تره کې اوډله يې پسی واخيستل او پخپله د افغانستا ن ددولت رئس ، دانقلابي شورا رئيس ، د د فاع وزير اود خارجه چارو وزير شو ٠
دامين فاشيستي ډلې به په شمالي ولايتونو کی پښتانه مشران د محبسونو په سر لمر ته تړل او ځينې يې له هليکوپتر څخه د امو سيند ته ژوندي غورزولي ٠
دهرات قتل عام ، د باميانوقتل عام ، دچيندولو جنايت ، د شپې اوورځې لخوا دکابل پوهنتون څخه د محصلينو او استاذانو ورکېدل ، د کنړولايت دکيرالی دنارينو ژوندي ښخيدل يې نه پټيدونکي جنايتونه دي٠
ګرانه بياسترګې ټټوې اوليکې چه ملي خيانت دې ته نه وايي چې يو سړي ظالم او ديکتاتور اوسي، تر څو چې د يو بل هيواد (له ګټو څخه يې د خپل هيوا د ملي ګټې نه وي قربان کړي)) ، نو ته اوس راوښيه چې امين د کوم هيوا په ګټه د افغاننستان ګټې ترپبښو ﻻندې کړې وي ؟
نو ته ماته راوښيه چه امين د افغانستان اوافغانانو کومې ګټې يې ساتلي دي :?:
دامين ډله په خلقيانو کی تر ټولو بداخلاقه ، ظالمه اوخدا ناترسه وه ٠ امينيانو ان خپل پلرونه هم بنديانول اوپه هرچوک کی به يې ستيجونه جوړ کړي وو او شراب به يې ورته وڅښل اوډانسونه به يې پری کول ٠
همدغه ظلمونه وو چه لومړۍ پښتانه پاکستان ته فرارشول٠ د کيرالی د شهيدانو کونډې او يتيمان باجوړ ته فرارشول چه وروسته ورته کيمپ جوړ شو٠
اوس ته راته ووايه چه حفيظ الله امين ريښتيا قامپرست اوپښتونپال ؤ ؟
اوددې ټولو شيانو په څنګ کی امين يودواتشه خلقي او روس پرست وو ، چه د اقتدار په وېش د شوروي سره وران شو کومه لويه خبره ده ؟ امين خو د (( ميم زووؤر مأ ټوله زما )) په فلسفه خپل استاذ ته هم وفادار پاتی نه شو٠
اوس ته ووايه چه دملت سره خيانت کول نور څنګه وي ؟
اوداهم راته ووايه چه په خلقيانوکی دامين کوم مقام وو؟
نقاد
23.07.2005
ميلمه وروره سلامونه !
کيدای شي ستاسي [color=white:d965621f67]کرونيک مالو مات [/color:d965621f67]دامين په اړه تر ما بشپړ وي ، زه خپله د صحنې شاهد نه وم ، هغه څه چې مې په نظري ډول اوريدلي و، راته يې روښانه کړې وه چې امين تر ټولو چپيانو ظالمترين سړی و، چې ښايي د ستالين پېښې يي کولې .له دې امله مې څرګنده کړه چې ښايي تر ټولو زياتې سزاوې هم دمحکمې له خوا دامکان په صورت کې امنيانوته دخپلوسختو ظلمونو له امله ورکړل شي. خو داچې امين ځا ني غرور درلوداو که ملي غرور يېﻻره، د شورويانو واک اومشري يې په افغانستان کې نه منله !
ډير ظلمونه خو اګسااو د اګسا مشر سروري هم کړي دي ، خو هغه امينی نه و ،بلکې د امين سر سخت دوښمن و، ولې تاسو ددغه ګوند نور ظالمان او د يرغلګرو شورويانو د ګوډاګيانو نوم نه ا خلئ ، ددې علت څه دی ؟
آيا غواړئ د کارمل او پرچميانوملي خيانتونه او په هغې کې له دوی سره دتره کيانو پر ملاتړ پرده وغوړوئ اود افغانستان داشغالولو پړه هيره کړئ ؟ تاسوته هم مالومه ده چې
[color=white:d965621f67]د افغاني مهاجرو په سلو کې تر اتيا و پورې افغانان د شوروي له پوځي تيري څخه وروسته مهاجرشول ، وه(٧) ميليونه افغانان بي کوره شول ، تر يوه ميليون زيات افغانان وژل شول او وطن ټول د شوروي بمباريو وران کړ ، آيا دا هم امين اوامينيانو شهيدان کړل ؟ آمين خو وژل شوی او امينيان په زندان کې پراته و و! ددغه ملي خيانت او جنايت مسوليت دچا په غاړه دی ؟[/color:d965621f67]
بل د اچې د تره کې له مړينې وروسته نه امين مسکوته اونه د شوروي ګوندي يا حکومتي مشر کابل ته راغلی دی، نو تړونونه امين چيرې او له چاسره ﻻسليک
کړ ل؟ او که دا رښتياني تړونونه و، کارمل ولې د خپل اقتدار په وخت اخبار او تلويزيون کې نشر ته نه ساراو بيا دا تړونونه چې ته يې د مرستو تړونونه بولې ، ځنګه تړونونه و چې له امين سره د مرستې پر ځای يې هغه واژه ؟ ايا لومړی يې واژه بيا يې ورسره مرسته کوله ؟ که څنګه ؟
وروره تاسې ليکلي چې
[quote:d965621f67]دخواشينۍ ځای دې چه تاسو دخلق دګوند يو مقتدر او ترټو لوړ پوړې خلقي د شاه شجاع په توګه معرفي کوۍ او حقيقت دادې چه اصلي شاشجاع همدغه امين وو[/quote:d965621f67]
نو ايا تاسې د خلق د ګوند تر تولولوړپوړی خلقي ببرک کارمل ته واياست ؟ او بيا دهغه له شاه شجاع توب څخه انکار کوئ ؟ وروره د افغانستان دخلکو په سترګو کې د غه خبيثه اروا او شيطاني بوقلمون خو تر شاه شجاع هم بدتر و، د شاه شجاع انګريزانو زمونږ وطن او زمونږ ولس ته دومره ځاني او مالي زيان نه و رسولی لکه څومره چې د کارمل ، پرچميانو او تره کيانو بادار شوروي ورساوه .
Anonymous
24.07.2005
نقادصېب سلومينه
که درته ويايم چه سرسخت امينۍ يې خفه به شې که وبه وياړې ؟
امين ، کارمل او تره کي کی دافرک ؤ چه امين او تره کی دخلق د ګوند رهبران ؤ او بربرک کارمل د پرچم ٠
خوداچه ټول کمونيستان ؤ اود شوروي ګوډاګيان اودافغان اولس دوښمنان وو څه فرک پکی نشته٠
که لعين امين نه وای وروس به هم افغانستان ته نه وای راغلې ٠ دسردار داؤد خان قتل هم امينيانو کړې ٠
نقاد
24.07.2005
[quote:50303a5ee0]نقادصېب سلومينه
که درته ويايم چه سرسخت امينۍ يې خفه به شې که وبه وياړې ؟ [/quote:50303a5ee0]
سلام دې عليک ، او زماله خوا يې يې هم ومنه !
وروره ، هر مسلمان او پر خپل ولس زړه سواند افغان د امين ظالم، ملحد تره کي او ملي خاين لعين کارمل ته په منسوبولو خفه کيږ ي اود غسې تور پرځان له مقابلې خوايو زياتی او تيری بولي، نو که داميني په تور په غصه شي او يوه ترينګلې سپيړه پر مخ درکړي، نو دتره کيانو په تور به دې څو ډانګه وهي او کارمل لعين ته په منصوبولو به دې اجل راغلی وي او يوه مرمي به دې له سره ،خدای مکړه، تيره کړي.
[quote:50303a5ee0]په کار مل امين او تره کي کی دافرک ؤ چه امين او تره کی دخلق د ګوند رهبران ؤ او بربرک کارمل د پرچم ٠ [/quote:50303a5ee0] منم ،خو په خلق او پرچم کې ستر فرق داو چې پرچميان په سلوکې سل، خلقيان په سلو کې پنځه ويشت د شوروي لاسپوڅي ګوډاګيان وو، خو امين په سلو کې يوه برخه هم د شوروي ګوډاګی نه و.داهم مه وايې چې که امين نه وای شورويان به هېڅکله افغانستان ته نه وای راغلي او د ثور کودتا به چا کړې وای؟، نو کارمل
او شورياو به هم پلمه نه درلودای چې افغانستان اشغال کړي. خلق اوپرچم به له منځه تللي يا د ملي غورځنګ په
په چوکاټ کې به يې ځان منحل کړی وای .
[quote:50303a5ee0]خوداچه ټول کمونيستان ؤ اود شوروي ګوډاګيان اودافغان اولس دوښمنان وو څه فرک پکی نشته[/quote:50303a5ee0]٠ نه، داخبره مو ساده او بي تفکيکه بريښي ، نه دوی يو ډول کمونستان وو ، نه يو ډول ګوډاګيان او نه يو ډول ګوډاګيان او نه ټول يو ډول دا فغانستان دوښمنان وو! !! بر عکس که ارمل او تره کی نه وای ،امين به هم په يو کمونيستي ګوند کې نه غړی کيده ،بلکې ښايي يو ملي ګوند يې درلودای او ابه دملي غورځنګ يو فعال غړی ګرځيدلی و، نو شورويانو به هم يرغل نه وای کړی ! د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د شوروي يو ګوډاګی ګوند و اوموسسين مشران يې هم د شوروي ګوډاګيان وو او بس . نوره دې خوښه !!
خو کهخوښه دې وي دغه دريواړه لعينان به په همدې ځای پريږدو او د دې بحثاصلي موضوع چې مولايان د پښتونخوا نه مني يا يې ولې بدلول غواړي . هيله ده کوم لوستونکی وليکي چې مليان اخر په کومو نومونو سره بحثونه او سلا مشورې کوي ؟ و السلام !
Anonymous
24.07.2005
((خو کهخوښه دې وي دغه دريواړه لعينان به په همدې ځای پريږدو او د دې بحثاصلي موضوع چې مولايان د پښتونخوا نه مني يا يې ولې بدلول غواړي ))
نوګرانه ، دامين لعين بحث خوتاسو پکی واچاوه اوزمونږ د توجه نښخه نه وه خو چه ومی ليدل چه کالبوت ته يې مډالونه اچوې نوخود به می وجود بوګنېده ٠
هغه شپې اوورځې کله زمونږ هېرې دي چه اميني سړيخورو پرمونږ تېری کړي ٠
اوس چه ستاسو د خولې خوند پيکه شو پروا نه لري دلته به بحث بند کړم خو که کله بيا تورپه سپينو ګډول شروع شول نو د بېلولو لپاره يې غلبېل په لاس ناست يم ٠
اوس دی په مخه ښه
امين.......
Anonymous
25.07.2005
[quote:f1622188f5="نقاد"][quote:f1622188f5]نقادصېب سلومينه
که درته ويايم چه سرسخت امينۍ يې خفه به شې که وبه وياړې ؟ [/quote:f1622188f5]
سلام دې عليک ، او زماله خوا يې يې هم ومنه !
وروره ، هر مسلمان او پر خپل ولس زړه سواند افغان د امين ظالم، ملحد تره کي او ملي خاين لعين کارمل ته په منسوبولو خفه کيږ ي اود غسې تور پرځان له مقابلې خوايو زياتی او تيری بولي، نو که داميني په تور په غصه شي او يوه ترينګلې سپيړه پر مخ درکړي، نو دتره کيانو په تور به دې څو ډانګه وهي او کارمل لعين ته په منصوبولو به دې اجل راغلی وي او يوه مرمي به دې له سره ،خدای مکړه، تيره کړي.
[quote:f1622188f5]په کار مل امين او تره کي کی دافرک ؤ چه امين او تره کی دخلق د ګوند رهبران ؤ او بربرک کارمل د پرچم ٠ [/quote:f1622188f5] منم ،خو په خلق او پرچم کې ستر فرق داو چې پرچميان په سلوکې سل، خلقيان په سلو کې پنځه ويشت د شوروي لاسپوڅي ګوډاګيان وو، خو امين په سلو کې يوه برخه هم د شوروي ګوډاګی نه و.داهم مه وايې چې که امين نه وای شورويان به هېڅکله افغانستان ته نه وای راغلي او د ثور کودتا به چا کړې وای؟، نو کارمل
او شورياو به هم پلمه نه درلودای چې افغانستان اشغال کړي. خلق اوپرچم به له منځه تللي يا د ملي غورځنګ په
په چوکاټ کې به يې ځان منحل کړی وای .
[quote:f1622188f5]خوداچه ټول کمونيستان ؤ اود شوروي ګوډاګيان اودافغان اولس دوښمنان وو څه فرک پکی نشته[/quote:f1622188f5]٠ نه، داخبره مو ساده او بي تفکيکه بريښي ، نه دوی يو ډول کمونستان وو ، نه يو ډول ګوډاګيان او نه يو ډول ګوډاګيان او نه ټول يو ډول دا فغانستان دوښمنان وو! !! بر عکس که ارمل او تره کی نه وای ،امين به هم په يو کمونيستي ګوند کې نه غړی کيده ،بلکې ښايي يو ملي ګوند يې درلودای او ابه دملي غورځنګ يو فعال غړی ګرځيدلی و، نو شورويانو به هم يرغل نه وای کړی ! د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د شوروي يو ګوډاګی ګوند و اوموسسين مشران يې هم د شوروي ګوډاګيان وو او بس . نوره دې خوښه !!
خو کهخوښه دې وي دغه دريواړه لعينان به په همدې ځای پريږدو او د دې بحثاصلي موضوع چې مولايان د پښتونخوا نه مني يا يې ولې بدلول غواړي . هيله ده کوم لوستونکی وليکي چې مليان اخر په کومو نومونو سره بحثونه او سلا مشورې کوي ؟ و السلام ![/quote:f1622188f5]
ګرانه وروره نقادصيب ،
زما ښي هيلي ومنه .وروره چې مورال دي کمزورۍ نه کړي ،امين صيب دفغانانويوازيني دوست و ،ده خپل ټول عمردپښتنوچوپړته وقف کړي وو،داچې نن
ورځ ځيني پښتانه ورته فاشست وايي ،داکومه دحيرانتيا خبره نده ،ځکه چې پښتنو
تل خپل غمخورانو غندلي دي ،اوخاينين يي ستائلي دي ،امين لمړنۍ شهيدؤچې خپل سريي دوطن په خاطرقربان کړ.دى کيداى شي چې ظالم واوسي ،لاکن دنورو
مردارورهبرانوپه څير وطنفروش هرګزنه ؤ.تاسوماته وښاياست چې په افغانستان کې کوم واکمن ظالم نه ؤ ،په مجموع کې موږافغانان ټول ظالمان يو ،خودچا وس رسيږي دچا نه ،که وس ولرو ټول ظالمان يو .دغه کسان چې دامين بد وايي څوک خبرچې دوۍ ولي دغه خبره کوي ،ضروردامين سياسي مخالفين دي ،دوطنپالنې ياانسان دوستې له مخي دا خبري نه کوي .
که چيري تاسواميني ياست نوداهيڅ دشرم خبره نده ،ځکه چې ترده نورلوى لوى خائنين لا، ندي شرميدلي ،لاخوهغه دى قانوني ،رباني ،سياف ،مارشال صيب اودوستم خان هم ګرځي اودوطنپالنې دعوي هم کوي ،نودامين سپي هم تردوى ښه ؤ
داهم درته په ډاګه وايم پرته له کومې ويرې چې زه په خپله نه امينۍ وم اونه هم اوس يم لاکن امين يورښتيانۍ پښتون ،نرپښتون اويوازينۍ غمخورؤ،کاشکي داسې يو
څوغيرتې پښتانه نورهم پيداشي ،نوپخپله خاوره کې به موڅوک پدي چې پښتانه يونه توهينوي اوداوطن به په رښتيا دافغانانوشي.
دپښتنودهوښياريدوپه هيله
سمسور
نقاد
25.07.2005
ميلمه ورور ته سلام .
ګرانه امين دافغانستان دخلکو په وړاندې په زور ظلم محکوم دی او همدا جنايت يې بس دی ! زه به يېهيڅکله پلوی ونکړم ، خودا هم نه منم چې د ملي خاينانو د پټولو له پاره پر ده غه تور وتپل شي!
[quote:3ddee69f4e]نوګرانه ، دامين لعين بحث خوتاسو پکی واچاوه اوزمونږ د توجه نښخه نه وه خو چه ومی ليدل چه کالبوت ته يې مډالونه اچوې نوخود به می وجود بوګنېده ٠ [/quote:3ddee69f4e]
زماترليکنې مخکې بحث دې نه دیليدلی چې د خلق پرچم اوملايانو او مجاهدينو د ناوړو کارنامو په سرروان و ، او ماليکنه ددوی نه ډيره ورو سته د پورتنو ډلو په مقايسه کلو پيل شوه. نو دا طبيعي وه چې دا دريواړه ګوندي مشران په يوه ډانګ ونه وهل شي.
دابه ډيره بده وي چې تره کی د کارمل سره په يوه تله وتلل شي او امين بيا د تره کي او کارمل سره يوشی وګڼل شي ، هر يوخپله ځانګړنه لرله او پرهغې سره بيليدل . که ما دامين ځانګړنه ظلم اوديکتاتوري ، مرګ ژوبلې بللې
د ي نو تا چې هر څومره زر واهه ، له ظلم او ديکتاتورۍ اومرګ ژوبلې څخه دې بل څه پر امين ثبوت نکړل .
دادی اوس هم نوې خبره نه لرې او همدا تکراروې چې :
[quote:3ddee69f4e]هغه شپې اوورځې کله زمونږ هېرې دي چه اميني سړيخورو پرمونږ تېری کړي ٠ [/quote:3ddee69f4e]
بس چې سړي او ظالم نوهمدا ستا له پاره بس دی چې پر امين آن دفاشست يا ملي خاين تورهم ولګوې؟
داسې تور لګول له دوه حالتو خالي نه دي ، يا د امين د نوم پهاخيستلو اعصاب له ﻻسه ورکوې نو کنځلو پرته رته نور څه نه لرې .په دې صورت کې دې زه هم ملګری يم ، ځکه ددغه سړي ظلمونه له غندلو ، ښکنځلو او رټلو پرته بله وړتيا نه لري .
دوهم حالت دادی چې رښتيا هم نه وې خبر چې ملي خاين او فاشست څه ته وايي. نه پوهيدل هم څه ګناه نه ده خو ګناه ښايي ديوې ناپوهۍ پټول وي ، او که بياپه دروغوڅوک ادعا وکړي چې ښه پوهيږم نو دا بيا جرم دی جنايت دی. ورره له دې څخه مې نه ته مطلب يې نه ستا ليکنه . له تا سره اړه نه لري، زه درته صرف داصولو يادونه کوم چې رانه خفه نشې !
ورره شورويانو او کارمليانو ځان کمزوري او ملامته ليدل ، چې امين يي علني محاکمه کړی وای، نو ځکه يې فورأ له منځه وېوړ .دا ټيک څنګه چې پاکستان او طالبانو نجيب له منځه ويوړ ، دغسې روسانو او پر چميانو هم
امين له منځه وړی و . هو، همدغسې امين او تره کي او کارمل هم ډير برجسته شخصيتونه له منځه وړي دي.
اوس به راشو دې ته چې اين د خپل وطن اوخپل ملت پر ضد کوم پردي هيواد ته سر ټيټ کړی او معامله يې ورسره کړې ده ؟ ايا ستالين او هيتلر د خپل طن او خپل ملت پر ضد د بل هيواد ګټې په نظر کې نيولې وې؟ آيا ستالين ياهيټلر ته چا يواځې د زور ظلم له کبله ملي خاين ويلی دی؟ نو کله چې هغوی ته ددومره غټو او سترو داخلي او بهرنيو دښمنانو سره سره چا تر اوسه پورې ملي خاينان ونشو ويلی ، نو بيا دې ته خپله هغه تيوريکي نبوغ لطفأ مونږ ته هم راوښيه چې امين ته ولې د ديکتاتورۍ له امله ملي خاين وايې ؟
او که د همدې زور ياتي او يکتاتورۍ له امله ته امين ته فاشست هم وايې، نو بيا به ستالين هم ستا په اند تر ټولو لوی فاشست و، او شوروي نظام به هم يو فاشيستي نظام و،که څنګه؟
[color=white:3ddee69f4e]زور ظلم دهر ديکتاتور خصلت دی، څوک چې اولسوا ک نه وي، که هغه مذهبي ديکتاتور وي لکه طالبان، بسټپالان او نور مجاهدين ، او که هغه کمونستان ، فاشيستان او يابل کوم پوځي حکومت وي .يعنې ددموکراسۍ هر دښمن حکومت له زو ر زياتي ظلم او مرګ ژوبلې څخه کار اخلي او امي هم ترې لکه ستالين کار اخيستی دی ، خو له دې علته نه ستالين او نه هم امين ته ملي خاين يا فاشست ويل کيږي اوحتی هيټلر ته چې تر ټولو فاشست و، هم ملي خاين نه ويل کيږي ! [/color:3ddee69f4e]هيله ده اوس دې پرې سر خلاص شوی وي! په درنښت !
ع کريم حليمي
25.07.2005
دانشمند نقاد صاحب سلام !
ستاسو په اجازه ! زه هم عرض لرم
[quote:4b4c145f9e]هيټلر ته چا يواځې د زور ظلم له کبله ملي خاين ويلی دی؟ [/quote:4b4c145f9e]
رشتيا ده چه هيټلرملي خاين نه وو ٠ اما امين يو دملي خاينانو څخه وو ٠
کله چه تره کي خيانت شروع کړي ٠ او د خپل ملک د بربادۍ خښته ئې کښئ ښول
تره کي د خاينان پلار او شاګردان ئې معوينين ،بچان دي او وه
که يو سياسي نفر يعني رئيس د ملک بېله محکمې د امر څه مړي وکړي ٠
تر ملي خاين هم بد عمل دي داچه په زرهاوو ئې وژلي وي ٠ يعني قتل عام چه چاکړي وي ٠ خبره تر ملي خاين لوړيږي ٠
څوک چه قتل عام داسي کوي ٠ لکه چای چه چښي ٠ ايا دملي خيانت څخه به پښه واړوي ؟؟
په داسي حال کښي چه اوله ورځي امين او تره کي خپله غاړه وروس ته ايښې وه
زنهار و امين او تره کي ته ډير ښايسته او خوندور کار وو ٠
هر د ملک رئيس چه پنايوسي د ملت بې مصلحته او بيا يو ملحد خلګو ته لکه برژنيف او ديکتاتوران ئې د شک څخه وتلې خبره ده چه امين يوملي خاين به وو
او هيټلر خو وهيځ خارجي ملک ته دخپل ملک ساسي او حربي مداخلې ته لار نه وه
حواره کړې ٠
هو هيټلر به يوديکتاتور وو ٠ او امين هم ديکتاتواو هم ملي خاين ٠
امين.......
Anonymous
26.07.2005
[quote:599115f172="عبدالکريم حليمي"]دانشمند نقاد صاحب سلام !
ستاسو په اجازه ! زه هم عرض لرم
[quote:599115f172]هيټلر ته چا يواځې د زور ظلم له کبله ملي خاين ويلی دی؟ [/quote:599115f172]
رشتيا ده چه هيټلرملي خاين نه وو ٠ اما امين يو دملي خاينانو څخه وو ٠
کله چه تره کي خيانت شروع کړي ٠ او د خپل ملک د بربادۍ خښته ئې کښئ ښول
تره کي د خاينان پلار او شاګردان ئې معوينين ،بچان دي او وه
که يو سياسي نفر يعني رئيس د ملک بېله محکمې د امر څه مړي وکړي ٠
تر ملي خاين هم بد عمل دي داچه په زرهاوو ئې وژلي وي ٠ يعني قتل عام چه چاکړي وي ٠ خبره تر ملي خاين لوړيږي ٠
څوک چه قتل عام داسي کوي ٠ لکه چای چه چښي ٠ ايا دملي خيانت څخه به پښه واړوي ؟؟
په داسي حال کښي چه اوله ورځي امين او تره کي خپله غاړه وروس ته ايښې وه
زنهار و امين او تره کي ته ډير ښايسته او خوندور کار وو ٠
هر د ملک رئيس چه پنايوسي د ملت بې مصلحته او بيا يو ملحد خلګو ته لکه برژنيف او ديکتاتوران ئې د شک څخه وتلې خبره ده چه امين يوملي خاين به وو
او هيټلر خو وهيځ خارجي ملک ته دخپل ملک ساسي او حربي مداخلې ته لار نه وه
حواره کړې ٠
هو هيټلر به يوديکتاتور وو ٠ او امين هم ديکتاتواو هم ملي خاين ٠[/quote:599115f172]
حليمي صيب زماسلامونه اوښي ومنئ .
وروره تاسوولې سرزوري کوي ،زه پوهيږم چې تاسودبلې ايډيالوژۍ پيروياست اوامين که هيڅ ګناه هم نه واى کړې بياهم ستاسو دتائيد وړ نه ګرځيده ،امين يوغښتلى اووطنپال افغان ؤ .دى ديکتاتورضرورؤخوملي خائين نه ؤ،ده خپل سر دوطن په لاره کې قربان کړ ،دى نه کمونست ؤ نه بل څوک ،دى يوازي غوڅ اوسخت ملتپال ؤ ،داچې ته يي په هر نوم يادوې ستاحق دى لاکن دده په شخصيت هغه هيڅ اغيزنه کوي ځکه چې ستا نظريوازي ترستاپوري محدوددى که تاسو غواړى چې دچاپه اړوند نظرورکړى نومهرباني وکړئ لمړى خپل دريځ موږته جوت کړئ ،بيابه موږوکولاى شوچې ستاسو دنظر په اړوند قضاوت وکړو.چې تاسو پرکوم بنسټ دغه خبره کوئ .
دافغانستان تاريخ ته که وګورئ نووبه وينئ چې زموږ ټول واکمن ظالم ؤ،زموږ ټول ملت ظالمان دي چې بيلګه يي موږپه تيرو٣٠ کالوکي وليدله ،يوازې امين ظلم ندى کړى ،بلکې دهرافغان له وسه چې پوره وه دخپل توان سره سم يي ظلم وکړ ،ما يا تا که ظلم نه وي کړي ،لامل به يي داوي چې خداى وس نه ؤراکړئ اونه دي خداى دومره وس راکړي چې ظلم وکړو.
ديورهبرپه هکله داسې قضاوت کول يا داسې الفاظ کارول زما په نظرچې ښه کار ندى ځکه چې ډير کسان هغه ته درناوي لري ،نوته په يوه څپيړه دوه مخونه مه خوږوه.
په درنښت
سمسور