نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
19.07.2007
[quote="وطن قربان"][quote:7bcb083c81="Anonymous"]وطن قربانه
سور اور خو په تا باندی بل دی او سوځی ځمکه ځای نه درکوی ځکه خو غروال ته
چيغی او ناری وهی چی رشی
داشرارو د لا نابو دی په هيله
چی وی تکيه دبل په زور هغه ته زور مه وايه
چی واک اختيار يې دپردو وی ورته کورمه وايه
چی د له موره سکه نوی ورته ورور مه وايه
اشرار ه بل چا ته دځان په شان چټل خور مه وايه[/quote:7bcb083c81]
[color=white:7bcb083c81]له کی جی بی چی قربانیږي نوافغان په څه شو
دخپل ورور وینی چی توي کړي مسلمان په څه شو
دمسکو جان چی جاسوسي کړي ولـسـپال په څه شو
چی څلویښت زره افغان ژوندي کړي دفن وطنپال په څه شو
چی دین ملا کړي سپک نو بیا پټان په څه شو
دبابا ګیره مسخره کړي، اصیل نام په څه شو
چی یواځي روبل پیژني، دانا په څه شو
بیا ډالر ورسره ګډ کړي، دی انسان په څه شو
حیا خپله کړي بربنډه، حیاناک په څه شو
شرم هیر کړي، ټول له سره شرمناک په څه شو
له ذلته چه سر ټیټ کړي، دوي نران په څه شو
چی منصب ورته حاصل شي دوي سـګان په څه شو[/color:7bcb083c81]
Anonymous
19.07.2007
[quote:72bea1c214="وطن قربان"] یاره غروال جانه!!
چیرته ورک يي، دومره ښی خبری دی کړي، چی دستایلو وسعه يي نه لرم، په ډیر و لنډو الفاظو دغه خبیثان میدان ته ښکاره کړي،
دا د لستوڼی ماران اوس هم شرم او حـ.یا نه لري، بیايي سرونه اوچت کړي، ستاسو غوندی خلکو ته ضروت دی، چی غاښ ماتوونکی ځواب ورکړۍ،
درڅخه غوښتنه کوم، چی بیا دی خوا ته سر راښکاره کړی.[/quote:72bea1c214]
هې وطن غرباله،
د نوی پښتون هغه ليکنه چې ما ولوسته هغه خو څه بده خبره نده کړې، اوله کمونيستي نه ئې دفاع هم نده کړې يوزې عامې معقوله خبرې ئې کړی وې، ستا پر هغه لګيدل او د کمونيست ټاپه وهل، دا هم د ستا د کاږه فکر او اکسټريميزم څرګندوی دی٠ د لوستونکو د قضاوت لپاره د نوموړي بشپړه ليکنه دلته را نقلوم، تر څو ستا پر ناولی نيت خبر شي!
نوۍ پښتون
ميلمه
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه جولاي 12, 2005 3:45 pm عنوان :
--------------------------------------------------------------------------------
غروال ليکلي:
ښاغلۍ سور سترګۍ!
تاسو به د ملا دښمن واست او يانه، خو زه د هغه چا دښمن يم چې څوک د ملا **کاوۍ کوي٠
........غروال
[/color]
دا دريځ به مو هغه وخت بشپړ او د ولسواکئ د ارونو سره برابر واۍ که دا
مو هم وئيلي واۍ چې : همدارنګه ښاغلۍ کمونيست دښمن ته هم پکار وو چې اول خو ئې خپل د تنګ چاپېريال معمولات دلته په ټول افغان کې نه واۍ راوړۍ او د ده دغه عمل مو په زغرده غندلۍ واۍ او پرته له ملاحظاتو مو خپل دريځ معلوم کړۍ واۍ، دوېمه دا چې ځان د هر چا صرف دښمن معرفي کول ولو که کمونيستان هم وي د سړي د افکارو محدوده د ولسواکئ په چوکاټ کې نه، بلکه د ديکتاتورۍ د رواجونو سره برابر د بل اندئ د وچو ځپلو نښې نښانې په کې له ورايه ښکاري، همدارنګه د کمونيست او بې دين په نامه دفنډمنټاليستانو، متحجرينو،تروريستانو ، مليګټو او د هيواد ترقي ضد عناصروچړو ته لاستي ورکول دي چې کله هم د ځينو له خوا د لنډ مهالو عوامفريبه هدفونولپاره کارول کيږي چې په حقيقت کې ئې ګټه بيا هم بنياد ګرو ته رسيږي٠ پاتې شول جنګي جنايات او د خلکو د قاتلينو موضوع:
بايد په ډاګه کړو چي دا انفرادي مسئوليت دۍ او هر قاتل، غل، جاني، تجاوزکار او خاصتأ د بيګناهو وګړو وژونکي او ربړوونکي که دا په عقيده کمونيستان وه، جهاديان ، طالبان ، نشنلستان ، ستميان ، د پاچا طرفداران او يا په بل هر يوه حزب کي چي وه او يا بي طرفه وه، ټول بلا استثنأ د قانوني بازخاس او عا دلانه محاکمي وړ وبو لو ، [color=olive:72bea1c214]عدالت او انصاف ته يو بام او دوه هواوې ، خپل د انتخاب محکومين او متبرئين (تبرئه شوي) ندي غوره، حزبيت د هر چا خپل کار دۍ، خو جنايت او د بل پر حق د کوم چا له خوا تيرۍ ، دا ده د عدالت موضوع [/color:72bea1c214]
په احترام، نوۍ پښتون
Anonymous
19.07.2007
اۍ بی سترګو لړمه،
ما عامه خبر کړی، او عام طور سره زړه وکړ، چی دغه دڅلویښت زرو وژل شوو، خبره بیا را میدان ته کړم، ځکه دغسی خبری دهیرولو نه دي
بی سترګو لړمه، ما په خپله لیکنه کی نه نوی پښتون یاد کړی، آو نه زوړ پښتون
لږی سترګی خلاصی ونیسه، او که کمزوری شوی وي، نو بیا ډاکټر ته ولاړ شه، یو جوړ عینکی جوړی کړه،
او که پيسی در سره نه وي، نو دروسيي سفارت ته یوه لنډه منډه واخله
مشکل به دی حل شي
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
Anonymous
19.07.2007
[quote:c5b81de367]دافغانانودقاتلان دسته جمي نومونه
امينيستان
روسان
خلقيان
پرچميان
سيتميان
دمجاهدينو تنظيمونه
ګاونډيان
عربان
غربيان
[/quote:c5b81de367]
او
[color=blue:c5b81de367]د ملاعمر طالبان[/color:c5b81de367]
Anonymous
19.07.2007
اوس خو ئې د دروازو پهره تاسې نيولې کاکا، که سړی د روسيې سفارت شوق وکي خو ستاسوله سفارشه بغير امکان نلري!
زه ډرتنه تا هويت له کومه که؟ ټول ژوند مو په غلامئ تير که او بيا نورو باندې ټاپې وهئ!
تا سره کوم اسناد دی چې بس هر څوک چې د عربو د لاسپوڅو پرضد وي نو له مسکوه او يا بل خارجي منبع نه ملهم وي؟ چون تاسې خپله په پوست لړلي او په هډو درانه ياست نو د هرچا په مورد کې مو خپل د تړاو کيسه در په ياد شی٠ چټی ټريږه مه، دا دې وهابيت نه در ستروي :!:
Anonymous
19.07.2007
وطن قربانه اشراره واوره
دا موټری دا دشيرپور قصرونه
دا دخلکوپه وينو ابادشوی تعميرونه
دابه وسپړی يوورځ دخلکو مخکی
داشرارو غلا,داشرارو تيری,داشرارو ظلمونه
او
دين په ډالرو خرڅوی ايمان خلاص دی
انګريز سره يې لاس دی
مجهاد ندی غلام دامريکه دی
مخ يې تور دی دڅه ډول ملا دی
Anonymous
19.07.2007
وطن قربانه اشراره واوره
دا موټری دا دشيرپور قصرونه
دا دخلکوپه وينو ابادشوی تعميرونه
دابه وسپړی يوورځ دخلکو مخکی
داشرارو غلا,داشرارو تيری,داشرارو ظلمونه
او
دين په ډالرو خرڅوی ايمان نه خلاص دی
انګريز سره يې لاس دی
مجهاد ندی غلام دامريکه دی
مخ يې تور دی دڅه ډول ملا دی
Anonymous
19.07.2007
ګرانه ابو محموده !
زما دمينى نه ډك سلامونه قبول کړئ !
هغه اتيازره سياسي بنديان هم چې نه خلقیان وه، نه پرچميان وه، نه دتورمخي جهاديانو نه وه، نه ددغو نه وه اونه هم د هغو نه ، خو دغه د کابل بېګناهه ښاريان د محمود بريالي، نبي عظيمي، رشيد دوسم او احمد شاه مسعود د زناکارۍ په وجه تباه شوه، د کابل ښکلی ښار وران شو او لويه ملي فاجعه وزېږېده، آيا دهغوی بازخواستګيره به هم وي او کنه ؟
د هغوی خو قبرونه هم معلوم دي، وران کورونه ئې هم پر ډاګ پاتې دي،خو ګلیم جم، قانوني، فهيم، علومي، سياف او محقق لا هسکه غاړه د مارشالانو او قهرمانانو په څير ګرځي ددې بې عدالتۍ خبره به څوک را پورته کړي او کنه؟
نجيب خو په ظاهره د غداری په نامه! د آی ايس آی د مزدورانو لخوا په دار وځړول شو، خود بريالي په فاتحه کې روسي پنجشېرانو او ايراني هزاره ګانو حلواوي ووېشلې !
آيا ددې بازخواست به هم څوک وکړي کنه ؟!
ابو محمد
Anonymous
19.07.2007
ګرانه ابو محموده !
زما دمينى نه ډك سلامونه قبول کړئ !
هغه اتيازره عادي افغانان چې نه سياسي بنديان وه ه، نه خلقیان وه، نه پرچميان وه، نه تورمخي جهاديان وه، نه دغه وه اونه هم هغه ، خو دغه د کابل بېګناهه ښاريان د محمود بريالي، نبي عظيمي، رشيد دوسم او احمد شاه مسعود د لواطت په وجه تباه شوه، د کابل ښکلی ښار وران شو او لويه ملي فاجعه وزېږېده، آيا دهغوی بازخواستګيره به هم وي او کنه ؟
د هغوی خو قبرونه هم معلوم دي، وران کورونه ئې هم پر ډاګ پاتې دي،خو ګلیم جم، قانوني، فهيم، علومي، سياف او محقق لا هسکه غاړه د مارشالانو او قهرمانانو په څير ګرځي ددې بې عدالتۍ خبره به څوک را پورته کړي او کنه؟
نجيب خو په ظاهره د غداری په نامه! د آی ايس آی د مزدورانو لخوا په دار وځړول شو، خود بريالي په فاتحه کې روسي پنجشېرانو او ايراني هزاره ګانو حلواوي ووېشلې !
آيا ددې بازخواست به هم څوک وکړي کنه ؟!
ابو محمد
Anonymous
19.07.2007
دهیوادوالو امید دا دغیرت سرونه
هغه ښکلي ځلمیان ځمونږ دعزت سرونه
هغه ښکلی ګلان چی وو تازه شنه شوي
خزان کړه دوي چا، خواره واره هډونه
دغه دجیګو شملو څلۍ چی اوس راووځي
ژوندي ښخ کړل دوي چا، قلم قلم رګونه
نه يي پوښتنه څوک کړي، چی غږ اوچت کړي
قصابان يي هم ښکاره دي،ښکاره يي نومونه
Anonymous
19.07.2007
زمونږ شهیدان
چې وژل شوي په انقلاب کې
بې له تبعیضه ټول شهیدان دي
یو تندر پریوت په افغانانو
که شنه او سپین، که سره خلقیان دي
Anonymous
22.07.2007
څوک شته چې د شهيدانو جاج واخلي؟
د سلګونو زرو پاکو شهيدانو وينو خو ځکه خپله اصلي موخه چې د اسلام د پاک دين ساتل او د هېواد د خپلواکۍ ګټل و، ځکه ترلاسه کړه چې ارمانونه يې سپيڅلي او د لوى څښتن له مرستې برخمن و د دوى شهادت د افغانستان په تاريخ کې د يوه وياړ په توګه هر وخت د ژبو پر سر دي او د هغه وخت پاتي کسان هم د خپلواکى د ګټلو په موخه کړي جهاد کې ځانونه شريک بولي. خو کله چې ددغو شهيدانو او معيوبو کسانو ارمان ترسره شو او افغانانو يو ځل بيا خپلواکي وګټله نو د جهادي ګوندونو قدرت غوښتونکو داړه مارو د سل ګونو زرو شهيدانو په پاکو ارمانونو پښې کېښودې او د هغوى دجهاد له پايلو يې ناوړه ګټه واخيسته. اصلي واقعيت خو داوو چې د جهاد په نامه د ډلو مشرانو د روس د يرغل په وخت کې هم د بهرنيانو موخې تعقيبولې خو هغه وخت که هرڅه وو ،څه ناڅه يې هڅو جهاد هم پياوړى کاوو.
هم دغه جهادي ګوندونو مشران وو چې له افغانستان څخه د روسانو له وتلو وروسته يې د بهرنيانو په غوښتنه د خپل هېواد مهمه ستنه چې ( ملي اردو ) وه ړنګه کړه، په هېواد کې يې ټول اساسي بنسټونه له منځه يوړل او لدې سربيره يې د خپل منځي او واک پرسر جګړو له کبله يې د هېواد د زياترو ولايتونو په ګډون د پلازميني کابل ښکلى ښار په کنډواله بدل کړ، په همدې مهال د سني، شيعه مذهبونو، پښتون، تاجک، هزاره، پشه يي او ترکمن په نومونو سره په زرګونو بې ګناه هېوادوال ووژل په کابل کې د رقص مرده په نامه له بې ګناه کسانو سرونه غوځيدل، د خلکو په سرونو به ميخونه ټکوهل کېدل،له تور سرو به سيني پرې کېدې او هغوى څخه به په پوځي مرکزونو کې ناوړه ګټه اخستل کيده. په هر صورت که دجهادي ډلو ترمنځ د جنګ جګړو پرمهال د شويو ظلمونو لړى تعقيب کړو کيداى شي چې په پاڼې، پاڼې يې په ليکلو ډکې شي خو بيا هم ټولې پيښې يې راغونډي نشو کړاى.
تيرو دغو حالاتو او کړنو ته په کتو داسې ښکاري چې ددغو ډلو له خوا ټولې دستورې چارې، افغانستان ته د ځينو بهرنيو هېوادونو د پوځونو راتګ ته د زمينې د برابرولو په موخه ترسره کيدې، په سياست کې موخې ته له رسيدو وروسته دوست او نږدې ملګرى ځکه په پام کې نه نيول کيږي چې هغه د يو لړ لاملونو له کبله له ټولو رازونو پرده پورته کوي له کله چې دوى ته د بهر لخوا ورکړل شوې دندې په برياليتوب پاى ته ورسيدې او قومونو ترمنځ يې بيلتون راوست، ژبنۍ تعصب يې رامنځته کړ او د وسله والو ډلو په جوړولو سره يې ولايت په ولايت دښمنۍ پيدا کړې او خلک يې په هېواد کې له ژوند کولو څخه بيزاره کړل نو په افغانستان کې د امن او ثبات د راوستو لپاره نړيوالې ټولنې پرېکړه وکړه چې خپل پوځونه به افغانستان ته را استوي ترڅو د جنګي جنايتونه مخه هم ونيسي او د پلان له مخې همداسې وشول. افغانستان د بهرنيو پوځونو له راتګ وروسته چې په ځينو سيمو کې نسبي امنيت راغى ورو، ورو د جنګي جنايتونو بيلګې راښکاره شوې خو يوازې يو څو ورځې د خبري سرچينو د خپرنيزو څپو پر سر پاتې شوې او بس.
پدې وروستيو کې د کابل د څرخي پله، وروسته د روزګان ولايت بيا د بدخشان په ولايت کې ډله ييز قبرونه وموندل شول .پداسې حال کې چې زياتره عاملين يې لاهم په هېواد کې دننه شته خو نه يې دولت او نه يې نړېوالې ټولنې پوښتنه وکړه. دادى اوس د کابل ښار د چمتلې په سيمه کې دوهم لوى ډله ييز قبر وموندل شو چې د چارواکو په وينا د ګڼ شمير کسانو هډوکي پکې پراته دي.
په راډيوګانو،ټلويزيونونو،جوماتونو او کليوالو غونډو کې زياتره خلک چې د کورنيو غړي يې ژوندي ورک شوي دي له دولت څخه غواړي چې اسلامي عدالت په پام کې ونيسي او جنګي مجرمينو ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي. له راډيوګانو مې واورېدل چې دولت غواړي د وروستي ډله ييز قبر څخه راوېستل شوي هډوکي د څيړنې لپاره حتى بهر ته واستوي خو دامې وانه وريدل چې ايا عاملينو ته به يې هم سزا ورکړي که نه؟
زياتره هېوادوال چې تردې وړاندې بشري ضد پېښو کې د دولت سوړ چلند ليدلى اوس هم په ناهيلۍ سره وايي، څوک شته چې د شهيدانو جاج واخلي او د هغوى دښمنانو ته له اسلامي پرېکړو سره سمه سزا ورکړي.
عبدالقادر دروېش
دبینوا ویب پاڼی نه
Anonymous
22.07.2007
دغورڅنګ ویب پاڼی نه
محمدکبير حقمل
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د چنګاښ ۲۷ - مه
د روان کال له پيل نه دا دوهم ځل دى چې د افغانستان د تير ناورين د ډله ييزو وحشيانه وژنو يو زيات شمير پاتې شوني زموږ په هيواد کې په پراخه کچه پيدا کيږي. له دې سره سره چې په ټول هيواد کې په رسمي توګه 88 ډله ييز قبرونه شتون لري، خو بيا هم د بدخشان ولايت او چمتلې دښتې قبرونه هغه دوه نښې دي چې په دې وروستيو کې يې د افغانستان د تير ناتار درنې او ځوروونکې کيسې يوځل بيا افغانانوته ور په ياد کې او ډير مسلمانان يې خداى(ج) ته دې دعا ته اړ ايستل چې هرهغه ظالم دې ذليله او رسوا وي چې د افغان په دې بې ګناه بچيانو يې ژوند نه لوريده او په ډيره وحشيانه توګه يې د مرګ کومي ته ور ټيل وهل.
افغانستان او د بې ګناه وژنو پيل
د محمد ظاهر شاه څلويښت کلنه پاچاهي د افغانستان په تاريخ کې د سولې او له جنګ جګړې نه د محفوظې دورې په نامه ياديږي. دغه دوره اګر که د هيواد د پرمختيا او تل پاتې هوسايۍ کومه نښه ځان سره نلري، خو بيا هم له هغو دورونه ښه وه، کومې چې له هغې وروسته راغلې او زموږ په ميليونونو هيوادوال يې له ځانه سره تباه کړل.
له 1350هـ.ل کلونو وروسته چې په افغانستان کې څه ناڅه د احزابو او ډلو ازادي راغله، د هغه وخت د حکومت په لاس دددولت ډير سياسي مخالفين زندان ته ولويدل. له 1352هـ.ل کال وروسته چې کله داود خان حکومت ترلاسه کړ، د اسلامي نهضت او نورو مخالفو ډلو زيات شمير غړي يې زندان ته واچول. داود خان د لومړي ځل لپاره په خپل حکومت کې د خپلو سياسي مخالفينو د ځپلو پروګرام پيل کړ او د اسلامي نهضت د بنسټ ايښودونکو ترڅنګ يې زموږ يو زيات شمير هيوادوال شهيدان کړل.
ډيرى شنونکي د افغانستان د بې ګناه وژنو د پيل موده همدغه وخت بولي، خو که په ځير وکتل شي، د نارواو وژنو، نيونو او زنداني کولو لړۍ وروسته له هغې زور واخيست چې په افغانستان کمونيستان حاکم شول او زموږ ددين او عقيدې پرضد يې جګړه پيل کړه.
د 1357هـ.ل کال د غويي مياشتې له کودتا وروسته چې کله کمونيستي رژيم جوړ شو، د مجاهد او اخواني په نامه د هغو افغانانو د نيونې او وژلو لړۍ پيل شوه، کوم چې حاکم رژيم ته څه ناڅه مخالفين او د مجاهدينو خواخوږي ښکاريدل. له همغه وخته د هيواد په مرکز او ولايتونو کې زرګونه افغانان په داسې بڼه ووژل شول، چې نه يې کور پې خبر و او نه يې هم کومې محکمې د مرګ پريکړه کړې وه.
ډيموکراټه قاتلان!
د داود خان د ډيموکراسۍ له لسيزې وروسته، کمونيستان لومړني هغه کسان و چې افغانستان ته يې د ازادۍ او ډيموکراسۍ د راوستلو نارې سورې وهلې. دوى خپل حزب او حکومت ته ډيموکراټيک لقب ورکړى و او خلکوته به يې هم همدا چيغې وهلې، چې دوى ورته ډيموکراسي راوړې ده خو په زړه پورې داده چې ددغې ډيموکراسۍ هرګام له خونخوارۍ او انسان وژنې سره مل و، ډيره جالبه ده چې د شلمې پيړۍ د تمدن او پرمختګ علمبردارانو په داسې وحشيانه ډلو د خپل سياست عملي کول غوښتل کوم چې د انسانيت په تاريخ کې ساري نلري او پوره شرموونکى دى.
د کمونيستو ډيموکراټانو سياست يواځې په وژنو او نيونو ولاړ و. دوى داسې ډيموکراټان و چې وژنې او زورونې يې د سياست اصل جوړاو او په زړه پورې خو لا داوه چې د اټول يې بشر ته د خدمت او چوپړ په نامه يادول. دې انسان دښمنه انسانانو غريب او بې وزلي ته د خدمت په نامه داسې بې وزلي او بزګران ژوندي تر خاورو لاندې کړل، چې لسګونه کلونه وروسته يې هم د واسکټ او بوټونو پيوندونه له ورايه ددې وحشي انسانانو په درواغجنو اد عاو لعنت وايي.
ريښتياده! لکه څومره چې د کمونيستانو لار نوې وه، کارونه او جنايات يې هم نوي و. دوى ډيموکراسي غوښتله او ترڅنګ يې هغه ډيموکراټه قاتلان و چې د جنايتونو ثبوت يې همدا اوس د بدخشان، چمتلې او د هيواد نورې هغه دښتې ورکوي چې لاس او پښې تړلي انساسان پکې ژوندي خښ شوي دي.
کمونيستان د ډله ييزو وژنو لومړني عاملين
د څرخي پله له زندان نه رانيولې بيا د کمونيستانو د خاد او امنيت تر زوندانونو پورې، ټول ددې شاهدي ورکوي چې بريتورو کمونيستانو په څومره بې شرمۍ په هيواد کې د ډله ييزو وژنو بنسټ کيښود او د افغان ملت يو زيات شمير بې وزلي خلک يې تر خاورو لاندې کړل. په کابل کې پوليګون او د هيواد په نورو برخو کې نور ځايونه به کله هم د هغو مظلومو انسانانو زګيروي هير نکړي چې په نيمو شپو به به په روسي موټرو کې د همدغو بې شرمه کمونيستانو په لاس تر خاورو لاندې کيدل او په پوره وحشت به ټانګونه ور باندې خيژول کيدل. د څرخي پله زندان درواوزه به کله هم د ا هيره نکړي چې د روس غلامانو به هره شپه په لسګونو بې ګناه افغانان له هغې ايستل او بيا به يې په ابدي خوب په داسې بڼه ويده کول چې د چنګيز او انګريز وختونه يې سارى نلري.
دا ټول چا وکړل؟ ددې عاملين څوک و او ولې دا کارونه وشول؟ دا هغه پوښتنې دي چې په افغانستان کې د ثور د اوومې کودتا نه را وروسته وخت ناو خت ځواب شوي، کمونيستانو افغانستان بې دينه کاو، دوى غوښتل د افغانانو معنويت ترينه واخلي خو په افغانانو کې داسې کسان هم و چې دکمونيستانو ددغه هدف په مخ کې سپر و او نه يې پريښودل چې عقيده او ايمان يې ددوى د شومو موخو ښکار شي. له همدې امله يې له هغوى سره مخالفت کاو او ددې مخالفت په پايله کې په توره شپه په ډيره وحشيانه توګه له خپله کوره او بچيانو را ايستل کيده او له سلګونو شکنجو وروسته په ټپي ټپي ځان وژل کيده. دا وژنې او نيونې بل چا نه کولې، دا ټولې د هغو غوليدلو او پلورل شويو افغانانو په لاس کيدې چې د روس ډوډۍ يې خوړلې وه او له کفري نړۍ سره تر ژمنې وروسته يې د افغانستان د معنوې ارزښت له منځه وړل غوښتل.
نوي قبرونه زړې څيرې بربنډوي!
له 2001 کال را پريخوا چې کله د امريکې پرمټ په افغانستان کې نوي حکومت جوړ شو، د هغه سياست له مخې چې اوسني نظام او د هغه بهرنيو اشنايانو غوره کړى، هر هغه څوک چې اوس له دولت سره وسلوال مخالفت نلري په دولت کې را ټوليداى شي، له همدې موقع نه په استفادې ډير هغه کسان چې پخوا يې د افغانستان په غلامولو، خرڅولو، وروانولو او د بې ګناه افغانانو په وژلو صرفه نه وه کړې، هيوا ته را ستانه شول او بيرته يې سياست پيل کړ. که څه هم د افغانستان خلک ددغو خلکو په پيژندلو کې غلطي نه کوي، خو بياهم دوى له موقع نه په استفادې ځانونه داسې ځايونو ته ورسول چې يوځل بيا غواړي له هغه ځايه خپل پخواني شوم اهداف تعقيب او يوځل بيا زموږ د هيواد په سر لوبې وکړي.
دوى له 1372هـ.ل کال نه را پديخوا جګړې د خپل مخ نقاب جوړ کړى او هرڅه چې د افغانانو د وژنو او ځورونو په اړه ويل کيږي، دوى يې هم له نوموړې نيټې نه وروسته پيښو ته راجع کوي او يا هم خپل جنايات د هغو په سيوري کې کمرنګه ښيي، خو د چمتلې دښتې، پوليګون، بدخشان ولايت او داسې نورو سيمو ډله ييز قبرونه وخت نا وخت ددوى جنايات په ډاګه کوي او نه پريږدي چې دوى د افغانستان د پاک ملت په منځ کې خپلې ناولې او وينه زبيښونکې څيرې پټې کړي. ښايي دا د هغو شهيدانو کرامت وي چې ناځوانه ملګرو يې ونشواى کړاى له قاتلينو نه يې کسات واخلي. ښايي دا دهغوى شهيدانو کرامت وي چې د سنګر ملګري او يا هم رهبران يې دکمونيستو مشرانو د لاس آله شول او ددې پرځاى چې له هغوى نه دخپل شهيد وينه وګټي، هغوى يې خپل مشاورين او مشران وټاکل، ښايي دا ټول قبرونه او نښې نښانې ددې لپاره وي چې په دې پاک ملت کې ناولي او انسان دښمنه کسان نه شي پټيداى او په هر رنګ چې ځان جوړ کړي ددې ملت سترګې يې پيژني، کنه نو د شهيدانو هډوکي خو يې هر وخت خلکو او نړيوالو ته د انسان خورو او انسان وژونکو په توګه ور معرفي کوي.
کرزى ددې قبرونو عاملين پيژني!
له دې سره سره چې د افغانستان په اوسني ولسمشر حامد کرزي په هره برخه کې هر راز نيوکې کيږي، خو دده په خواو شا د را ټولو شويو کسانو په اړه نيوکې هغه موضوع ده چې د ا څو کاله يې نه يواځې داچې افغانان تکراروي، نړيواله ټولنه يې هم کله نا کله په اړه شکايتونه کوي.
خپله ولسمشر هم يو ځل له يوې رسنۍ سره په مرکه کې له داسې خلکو سره د خپلو اړيکو خبره وکړه، چې د هغه په وينا، دده ډير ښه نه ايسي او د يوه ولسمشر په توګه اړيکې ورسره لري. ولسمشر په هغه مرکه کې لا داهم وويل:( زه له داسې کسانو سره هم ښه چلند کوم چې والله که خو مې په عادي شرايطو کې خبرې ورسره کړې واى...)
د چمتلې ددښتې شهيدانو د قضيې د څيړنې کميسيون مشر مولوي فضل الهادي شينواري هم کله چې د چمتلې په دښته کې له ډله ييز قبر نه ليدنه کوله، په زغرده وويل چې ولسمشر ددې او دې ته ورته قبرونو عاملين پيژني.
د فضل الهادي شينواري له وينا داسې معلوميږي چې د دغو بې ګناه وژنو عاملين نه يواځې داچې پټ نه دي، بلکې آن لا د افغانستان ولسمشر ته معلوم دي. له دې خبرې داهم جوتيږي چې که ولسمشر وغواړي دوى په يوه ورځ کې نيولى او محاکمه کولاى هم شي، خو دا چې د لسګونو قبرونو له پيدا کيدو سره سره بيا هم ولسمشر دا کار نه کوي او عاملين يې نه محاکمه کوي، هغه څه دي چې ځواب يې يواځې کرزى ور کولاى شي او بس.