د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا هغه څلويښت زره سياسى بنديان چى خلقيانو ترى تم كړه دهغو دپيداكيدولو امكان سته

Anonymous
07.07.2005

ګرانو لوستونكو زما دمينى نه ډك سلامونه قبول کړئ !
هغه څلويښت زره سياسى بنديان چى دخلقيانو په وخت کی ترى تم سول او دوستان ئى تر اوسه راتګ ته سترګى په لاری دى ، ايادهغو دراتګ امكان شته ؟
كه بنديان دى هغه چيرى بنديان دى؟ كه ئى وزلى دى دهغو قبرونه چيرى دى ؟

ابو محمود


ډاکتر وطنمل
07.07.2005

ابو محموده وروره تر سلام وروسته ، سل رحمته شه ستا پر دې پوښتنه ! نوموړي
خاين جنايتکاره قاتﻻن دې پخپله دلته خپل ځواب ووايي .
مونږ له افغان حګومت څخه هم دا پوښتنه کوو چې ولې يې تر اوسه دغه پوښتنه له روسيې څخه پخپله ، او د هغوی له ګوډاګيانو خلق او پرچم څخه نه ده کړې او محکمې ته يې نه دي راښکلي ؟ راتلونې شورا بايد دا ستره ﻻنجه هم پاکه کړي .
مسؤل چلوونکی : وطنمل


Anonymous
07.07.2005

دفاشست حفيظالله امين اد هغه د فاشستی ډلی څخه بايد پوښتنه وشي چه د پوهنتون محصلين به يی په نيمه شپه له بيسترو سره وړل ٠ يو ثبوت يی د کنړ د کيرالی اجتماعي دوه قبرونه دي چه اميني فاشستانو ژوندي ښخ کړي اوتعداد يی 1250 انسانان دي

دمهاجرت جبري ژوند هم ددغو فاشستانو له لاسه پېل شو


Anonymous
07.07.2005

ورورڼو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنی!
زه هم دخپلو بورو،ورارو او کونډوخويندو او ميندو په نمايندګي دخلق اوپرچم له وژونکو ډلو څخه پو ښتم چي زمونږوروڼه،پلرونه او خپلوان موڅه کړل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


م ن غروال
09.07.2005

محترمو ورڼو او خويندو سلامونه په عرض رسوم!
د کمونستانو د قدرت پر مهال ډير افغان مسلمان خلک هم د ډيرو ستونزو په درلودو سره سره بيا هم په هېواد کي په دولتي چارو بوخت ؤ اويا يې رسمي دندې لرلې٠ قاتلان يا ولسوالان وؤاو يا هم علاقه داران! چې پخپله يې هم نېول کول او هم وژل، واليان او نور لوړرتبه چارواکي او هم د خاد اجنټان خو به لاپر ځاي پريږدو! که اوسنۍ نظام لږ د قانونمندۍ لورې ته نور هم خپل ګامونه چټک کړل زه مطمئن يم چې دا جنايتکاران ټولو همدغو وروڼو او خويندو ته معلوم دي او پخپل وخت سره به د عدالت ميزو شاته راوکښل شي٠ په سلو سوړو کي چې ځانونه پټ کړي انشأالله تعالی د حق غوښتونکو منګولې به په ګرېوانو کي وګوري٠
او په بل ګام کي د افغان بې ګناه مسلمان ولس قاتلينو آمرين رؤسا او جلادان بيا هغو ته اکثراً تر ټولو ښه معلوم دي کوم چې اوس مهال يې په غربي نړۍ کي پناه ورکړې او بعضې يې خو نام خدا د ورورۍ او شرافت او مېړانې ليکوالان شوي هم دي چې عجب ښايسته د سولې ثبات قلم کاروي٠ فکر کوي چې د با اهله باسوادانو رېښې يې وکولای شول له منځه يووړل، اوس نو دوئ ته ورپاتې ده چې د صفأ او شفأ په قلمو به ملت بيا د تېر په شان د کور کالي ډوډۍ د شعارونو په څېر وغولوي٠
ښاغلي حليمي صاحب د چپيانو درک غوښتۍ ؤ چې ولې يې درک نسته؟ درک يې شته ډيره ايز يې دلته اروپا کي دي او ټول افغان ګوري د بعضو خو د سولې او ثبات مقالې هم خپرې شوې٠ زما د هغې ليکنې په وړاندې چې د (راز م پکتين ) د (روسانو ولې په افغانستان يرغل وکړ) د ليکني په اړوند مې ليکلي ؤ د چپيانو حساسيت د تبصرو په برخه کي له ورايه راښکاره شو٠
زه نه وايم چې هر يو به قاتل وي اما قاتلان بايد راپه ګوته کړي٠ د اجنټانو او قاتلانو او جلادانو پټو مقرريو لست بايد راپه ګوته کړي٠ که دوئ ريښتيا د افغان او افغانستان له غمه مړه وي نو خپل رژيم دې ګوډاګۍ وبولي او وژونکو ته دې جلادان او قاتلان ووايې او د لوړ رتبه چارواکي په حيث دې د افغان مظلوم ملت څخه بخښنه وغواړي او په ډاګه دې نارې کړي چې زه د خپلو کړو ځواب په افغان عدل او انصاف محکمه کي وايم او هر قاتل چې رامعلوم وي افغان ملت به يې ور په نښه کړم٠ هله به يې يو څه د انساني وجدان يو څه کړي وي که نه دا ناوړې او مردودې څېرې نه افغان ملت بخښلۍ شي او نه به يې هم خداي ج وبخښي، او نه هم کوم د قضی ارګان به په نړېواله کچه د دوئ د بخښنې کوم ډول صلاحيت ولري٠
خير، خو په اروپا کي د هالند هېواد تر حده دغه اصل ډير په پام کي لرلۍ دي چې د کمونيستي رژيم لوړو چارواکو ته د پناه قبلول ورنکړي او رد ځواب ورکړي٠ ځکه د هالند چارواکي پدې پوهيږي چې دا تر ټولو هغه لومړني افغاني سياستمداران دي چې لاسونه يې د افغان بې ګناه ولس پر وژنه سره دي٠ او د افغانستان د ټولو بدبختيو اصلي عاملين! نو تيښتي ځاي ندي ورته پاتې د خپلو شومو کړو سزأ به که خداي ج کول وګوري٠
د افغان بې ګناه ولس د قاتلينو د محاکمې په هيله!
په درناوې
محمد نادر غروال ــ هامبورګ جرمني


Anonymous
09.07.2005

غروال صيب زما غريب مساپر سلامونه ومنه خداي پاک د خوشاله لره٠ زه تاسو سره بلکل په يوه ژبه يم او په ريښتيا چې تاسو سمې خبري ليکلي دي٠ که چاته قاتلان نوي مالوم او پخپله هم جلاد نه و بس نور خبره حل ده او خلق او پرچم کي به ښه سړۍ وي خو ډنډورېبه نوره وهي٠ زما اميد دي چې دا کمونيستانو ټغر نور ټول دي٠ دتا د کور ودان وي٠ وطنمل صيب او ابو محمد لهدې هم الله جلاشانه اجرونه ورکړي٠ يوه خبره کوم هغه دا ده چې کمونيستان د اسلام د الله د محمدرسوالله په ضد جګړه کوله پخداي اوس پکي لا مړتتد شته دي٠ وسلام دتاسو يو مساپر


40 زره بندیان

Anonymous
11.07.2005

وروره !تا ته په ځواب کی ووایم چی هغوی چی هر چیرته وی خدای دی خوشحاله لری. ته د هغوی غم کوی اوس چی دغه دولس کسه په هلمند کی وژل شوی دغه رایاد کړه چه اوس روان دی ستاد هجرت د کور د خاوندانو لخوا ایا دوی مسلمانان دی او یا کافران چی دغه تش په نامه پښتنانه یا د پنجابیانو د مزدورانو لخوا وژل کیږی.
بله دا چه د 29 سرطان د پښتنو د قوم خواږی پرویز صاحب اوغانستان ته روان دی ددی لپاره هغه پنجابی میلمانه چی دلته کرزی صاحب سره په ارگ دی بیرته خپلو کورونو ته لاړشی ځکه د کرزی د میلمه پالنی له مخی هر وخت دوی راځی او د افغان ځلمیانو وینی څکی او خوند ورکوی او خپل کورونه یی هیر کړی.
په مننه پښتون نه بلکی افغان اوس دغه ........................نور نه وایم ځکه چی زه هم په دغه نامه یادیږم


Anonymous
11.07.2005

هيڅ جنايتکار پخپله محکمې ته نه ځي ،خو ورته راکش کول کيږي . که خلقي او پرچمي جنايتکاران وطن ته د محکمې له ويرې نه ستنيږي ، محکمه بايد ورپسې بهر ته لاړه شي او ددې جنايتکارانو محاکمه دې د دن هاګ له نړيوالې محکمې څخه و غواړي . ستاسو انديځ او وړانديځ څه دی ؟؟؟


Anonymous
11.07.2005

دافغانانودقاتلان دسته جمي نومونه

امينيستان
روسان
خلقيان
پرچميان
سيتميان
دمجاهدينو تنظيمونه
ګاونډيان
عربان
غربيان


Anonymous
11.07.2005

[quote:e24b4c833b="کمونستدښمن جان الله اکبر"]سور سترګيه تا ته دې سلام وي خو له مور نه دې پوښتنه وکړه چې نکاح چا پرې تړلې ده تره کي که ملا؟ حلالي راته م٠٠٠٠٠٠٠ ن٠٠٠٠ داسي بد بيا ونه ليکي لعنت په کمونيستانو
زه [color=green:e24b4c833b]کمونستدښمن جان الله اکبر[/color:e24b4c833b][/quote:e24b4c833b]
رورجانه، فرضنا چې ته د ملايانو سره د افغان مخالفينو باندې د کمونيست د ټاپې لګونې نه وروسته پدې بريالۍ شوې چې دوۍ نيست (فزيکي ) کړۍ، بيا دا نورو باقيمانده وؤ پرګنو ته څه پروګرام لرې؟ يعنې ستا د محتمل بشپړ بري نه وروسته دوۍ ته کوم پروګرام لرې؟ دوۍ به کوم نظام کې ژوند کوي؟ ساده ئې درته عرض کم، پر دوۍ به څه کوې؟
که مې په ځواب و نازوې مننه به درته وواېم٠


Anonymous
11.07.2005

حلالي راته م٠٠٠٠٠٠٠ ن٠٠٠٠ داسي بد بيا ونه ليکي
کمونست دښمنه٠
ګلابه ښکنځل کول ښه کار نه دۍ٠ تا کړي،ځۀ درته نه کوم٠ داځکه چی زه اصيل پښتون او سوچه مسلمان يم٠
خويواځی دادرته ليکم چي،خدايدی دسړيتوب په ﻻر سم کړه٠
ته لږ دخپل وطن تاريخ په ښه توګه ولوله چی ملايانو دوطن او بيا داسلام دسپيڅلی دين سره څومره دښمنی کړيده٠
که وړاندی نه وی نو لږ دغه دطالب رژيم تر نظر تير کړه٠
بله داچی زماپه ليکنه کښی دکمونستانو کوم پلوۍ ټکۍ شته چی تا سم دﻻسه په ما ټاپه لګولي؟؟؟؟
٠
سورسترګۍ ملادښمن٠


م ن غروال
12.07.2005

ښاغلۍ سور سترګۍ!
تاسو به د ملا دښمن واست او يانه، خو زه د هغه چا دښمن يم چې څوک د ملا سپکاوۍ کوي٠
تاسو به هرمرو د ملا په تعريف نه پوهيږئ او د تحليل قدرت به مو همدا وي اما ملا د حضرت محمد ص تشه راډکوي٠ د هغه ص د مقام دنده ترسره کوي٠ هغه څوک چې د ملا په نوم او يا د مجاهد په نوم څه ناوړه او نادرست تر سره کوي هغه به نه ملا وي او نه به هم مجاهد! هغه به د ملا او د مجاهد په نوم وي اما نه دۍ پخپله ملا او نه هم پخپله مجاهد!!!
تاسو په قانوني لحاظ دا حق نلرئ چې ځانته ملا دښمن وواياست! که قانون چېرې حاکميت درلود له تاسو به حقوقي پوښتنه وشي٠
دلته بحث د ملا نه، بلکه د هغو وطن خرڅوونکو او د زرګنو بې ګناه افغان ولس قاتيلينو پورې اړه لري کوم چې ابو محمود ورور پوښتلي دي٠ که يو څه د د افغان شهيدانو درد د انساني وجدان له مخې درسره وي او په ريښتيا کمونست قاتلانو ته قاتلان واياست نو ملا دښمن ته مو څه د ليکلو اړتيا بيا نه ليدل کيږي٠ اوکه غواړئ له ګونديانو اويا له قاتلانو کومه دفاعيه وړاندې کړئ هغه ولې نه مهرباني ستاسو سره به هرډول بحث ته د قلم په ژبه زه محمد نادر غروال ناست وم او ستاسو استدلال به په نهايت مينه ځوابوم٠ اما ستاسو نوم کوم د منطق مخ نلري!
دا چې نه مو پته شته او نه مو هم نوم،او په ټول افغان کي ثبت نه ياست او له هر چا مو څېره پټه ده نوبيا هيله من يم چې له دغه ملادښمن توهيني نوم څخه صرف نظر وکړئ او ستاسو به ډير لطف او مهرباني او د تاسو به خپل عزت وي ٠ ځکه دلته نور وطنوال هم شته چې نومونه يې ندې ثبت، او څېرې يې پټې دي او ستاسو د ملادښمن غوندې توهينو کلماتو د تحمل توان نلري بيا به که خير وي د خپلو متبرکو کلماتو عکس پکې ګورئ لکه چې ومو هم ليدل٠
او له محترم وطنمل صاحب څخه په جدې ډول غواړم چې دا ډول سپکو ته چې د انسان مذهبي عقيدې سپکاوۍ بلل کيږي مخه ونيول شي او دا ډول نومونه د ټول افغان له پاڼې حذف شي٠
په درناوې
غروال


....

Anonymous
12.07.2005

[quote:3231fd69db="Anonymous"]دافغانانودقاتلان دسته جمي نومونه

امينيستان
روسان
خلقيان
پرچميان
سيتميان
دمجاهدينو تنظيمونه
ګاونډيان
عربان
غربيان[/quote:3231fd69db]
ميلمه وروره ددې مانا دا ده چې يوازي ته ښه اوپاک انسان يي اوبس


Anonymous
12.07.2005

پال[quote:038b5f4ebf="Anonymous"]دفاشست حفيظالله امين اد هغه د فاشستی ډلی څخه بايد پوښتنه وشي چه د پوهنتون محصلين به يی په نيمه شپه له بيسترو سره وړل ٠ يو ثبوت يی د کنړ د کيرالی اجتماعي دوه قبرونه دي چه اميني فاشستانو ژوندي ښخ کړي اوتعداد يی 1250 انسانان دي

دمهاجرت جبري ژوند هم ددغو فاشستانو له لاسه پېل شو[/quote:038b5f4ebf]
مېلمه وروره خدای دې تا ته خير در کړي ،بې نښې ګوزارونه کوې ،په يوه څپېړه دوه مخونه خوږوې،ټول امېنېان فاشستان نه ،ځېنې يي تر ما او تا هم لا وطنپال او صادق ؤ
،خدای خبر چې تا به څه نېک کارونه کړی وی٠ که بل ته يوه ګوته نيسې نو ځان ته
دوه٠
مننه


Anonymous
12.07.2005

[quote:e08bbfd146="غروال"]ښاغلۍ سور سترګۍ!
تاسو به د ملا دښمن واست او يانه، خو زه د هغه چا [color=red:e08bbfd146]دښمن[/color:e08bbfd146] يم چې څوک د [color=green:e08bbfd146]ملا[/color:e08bbfd146] سپکاوۍ کوي٠
........غروال[/quote:e08bbfd146][/color]
دا دريځ به مو هغه وخت بشپړ او د ولسواکئ د ارونو سره برابر واۍ که دا
مو هم وئيلي واۍ چې : [color=blue:e08bbfd146]همدارنګه ښاغلۍ کمونيست دښمن ته هم پکار وو چې اول خو ئې خپل د تنګ چاپېريال معمولات دلته په ټول افغان کې نه واۍ راوړۍ او د ده دغه عمل مو په زغرده غندلۍ واۍ او پرته له ملاحظاتو مو خپل دريځ معلوم کړۍ واۍ، دوېمه دا چې ځان د هر چا صرف دښمن معرفي کول ولو که کمونيستان هم وي د سړي د افکارو محدوده د ولسواکئ په چوکاټ کې نه، بلکه د ديکتاتورۍ د رواجونو سره برابر د بل اندئ د وچو ځپلو نښې نښانې په کې له ورايه ښکاري، همدارنګه د کمونيست او بې دين په نامه دفنډمنټاليستانو، متحجرينو،تروريستانو ، مليګټو او د هيواد ترقي ضد عناصروچړو ته لاستي ورکول دي چې کله هم د ځينو له خوا د لنډ مهالو عوامفريبه هدفونولپاره کارول کيږي چې په حقيقت کې ئې ګټه بيا هم بنياد ګرو ته رسيږي٠ پاتې شول جنګي جنايات او د خلکو د قاتلينو موضوع:
بايد په ډاګه کړو چي دا انفرادي مسئوليت دۍ او هر قاتل، غل، جاني، تجاوزکار او خاصتأ د بيګناهو وګړو وژونکي او ربړوونکي که دا په عقيده کمونيستان وه، جهاديان ، طالبان ، نشنلستان ، ستميان ، د پاچا طرفداران او يا په بل هر يوه حزب کي چي وه او يا بي طرفه وه، ټول بلا استثنأ د قانوني بازخاس او عا دلانه محاکمي وړ وبو لو ، [color=olive]عدالت او انصاف [/color:e08bbfd146]ته يو بام او دوه هواوې ، خپل د انتخاب محکومين او متبرئين (تبرئه شوي) ندي غوره، حزبيت د هر چا خپل کار دۍ، خو جنايت او د بل پر حق د کوم چا له خوا تيرۍ ، دا ده د عدالت موضوع [/color]
په احترام، نوۍ پښتون


Anonymous
12.07.2005

====،ځېنې يي تر ما او تا هم لا وطنپال او صادق ؤ ======

چپ چه په هيڅ دی اسره نه کوم ٠ يو امينې به څه وي چه زه يې دخپلو بوټونو سره برابر کړم ٠

ترټولو بې شرفه امينيستان وو٠ ځواب دی نه غواړم ٠


م ن غروال
12.07.2005

ښاغلۍ نوۍ پښتون!
د ملادښمن سره دښمني په اولسواکي هيڅ ډول کومه اړه مړه نلري٠ دا دمسلمان ايماني دنده بلل کيږي چې تر وجداني دندې يې مقام په مراتبو لوړ دي٠
هر هغه چا چې د لينينيزم يا د دوئ په اصطلاح (ماترياليستي) او د مارکس او انګلس د لارې فلسلفه يې هضمه کړي وي، هغه بې له شکه کمونست بللۍ شو، ولو چې په هر ملت او نژاد او هېواد اړه ولري٠
[quote:bff6f3fe54]پاتې شول جنګي جنايات او د خلکو د قاتلينو موضوع:
بايد په ډاګه کړو چي دا انفرادي مسئوليت دۍ [/quote:bff6f3fe54]
نه! دا زه په هيڅ کتاب منلۍ ځکه نشم چې د تره کي څخه نېولې تر نجيب رانسکورېدو پورې ټول نيول او وژل د يوې رسمي ادارې کارؤ چې په يوه دولتي نظام کي منظم شوۍ ؤ٠ دانيول ، وژل او قتلونه د احمد او محمود کارونه نه ؤ، بلکه دا د سياسي بيرو او مرکزي کميټې پريکړه وه چې د سره(سور) نه ماتيدونکي انقلاب خس او خاشاک به هرمرو محوه او نابوديږي٠
ددغو مسئوليت مستقيماً د هماغو خلکو په غاړه دي چې د ګوند او د دوئ د سياسي نظام لوړ رتبه چارواکي وؤ٠
[quote:bff6f3fe54]او هر قاتل، غل، جاني، تجاوزکار او خاصتأ د بيګناهو وګړو وژونکي او ربړوونکي که دا په عقيده کمونيستان وه، جهاديان ، طالبان ، نشنلستان ، ستميان ، د پاچا طرفداران او يا په بل هر يوه حزب کي چي وه او يا بي طرفه وه، ټول بلا استثنأ د قانوني بازخاس او عا دلانه محاکمي وړ وبو لو[/quote:bff6f3fe54]
دلته هو! دا به خامخا درسره منل کيږي٠ دلته کومه پلوي د مجاهد او طالب په نامه له جانيانو او قاتلانو نشته او مونږه درسره يو ځاي د هغوئ محاکمه کول هم د کمونستي جانيانو په څېر د زړه له کومي منو! او دهغوئ د برأت دې هم څوک کوښښ نه کوي او مونږ زياې ايستلۍ دي چې دهغو جنايات هم په کلکه وغندو٠
او ستاسو لپاره به هم ډيره په انصاف وای که د سرو سترګو او د ملا دښمن په اړوند مو هم رڼا اچولې وای٠ تر پرونه پورې خو نه سورسترګۍ ؤ او نه هم ملا دښمن؟
کله چې د غويي د ٧ غمجنې او مردودې کودتا د جناياتو او بې ګنا انسانانو وژل پوښنې او بحث رامنځ ته شي نو بيا سرې سترګې هم پيدا شي او ملا دښمنه هم!
پوښتنه دا ده چې په دومره د خلقي او پرچمې ګونديانو کي که د خپلو کړو د دفاع استعداد په ککرۍ کي يې کوم يو لري نو بيا خو د خپل ځان په پخپل اصلي نوم او دندې او اوسيدلوځاي را په ګوته کړي او له مونږه بېسوادو سره دې دقلم د نوکي په بحث کښيني چې وګورو دا پتيره ډوډۍ!
حليمي صاحب خو ځانته يو عنوان هم دلته ورکړۍ ؤ چې چپيا ن چيرې دي ولې يې درک نسته؟ اما کوم داسي ځوان او د قلم خاوند خو ما ونه وليد٠
د دوئ نهايت استعداد او توان سسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسســــــــــــــور!!!!!
سور بيرغ، سور لښکر، سور انقلاب او اوس (ماشأالله)
سور سترګۍ! او اخلاق او کورنۍ تربيه يې (ملادښمن)!
عجبا! خداي مو بيا له سپين سترګې وساته چې سرې سترګې به مو هېرې شي٠
ولې يې نه ليکل چې سور مرد، سور نر ځوان خلقي؟ سور پښتون؟
ټول همدلته دي او هر يو يې همدغود دوئ په ژبه ( امپرياليستو او فاشيستو) هېوادو ته پناه راوړې ده ( سور ابر قدرت د قهرمان افغان مجاهد په ايماني توپان کي خاورې په سر شو)، او ټول د کمپيوترو شاته ناست دي او غونډې کوي او مجلسونه لري او داسي نور، ولې سر نه راښکاره کوي؟
د ملا دښمن په نوم؟ د سرې سترګې په نوم؟ دا ټوله فلسفه يې همدا وه؟ دا ټول علمي توان او استعداد يې همدا ؤ؟ د لينينيزم له زرګنو کتابونو او 10000 متر مربع کتابتون څخه يې بس همدا منطق او علم ؤ؟ خير په هر حال!
وروره! د خلکو مزاجونه خورا په غمجن زړه ککړ دي او خورا هم درديلي دي٠ دا ځواب ته اړتيا لري او هغه ځواب ته چې په انساني وجدان يې تکيه کړي وي٠ نور به هر څه پر ځاي پريږدو! منطق، علم، تحليل او پلټنه!
په درناوې
غروال


Anonymous
12.07.2005

سم سوره !

ميلمه له دخدای نور توفيق هم ورکړي چه د خاينانو اودافغان اولس قاتلان په تفصيل سره وښۍ ٠ ايا کوم نومونه چه ګران ميلمه ښودلي ، رښتيا نه دي ؟ ځه ته اوخدای چه حقيقت نه دې ٠ ميلمه خو دتا غوندی د ISI غلام نه ښکاري ٠ ايا ته هغه سمسور نه يې چه افغانانو ته بېغرته ويل ځکه چه د ISI غلامو پښتنو پسې يی حقيت وايه اوتاله قهر درغې ؟

ورورکه هغه دروند مېلمه راته دتانه زر وارې پاک ښکاري ٠

دتاکليوال


Anonymous
17.07.2007

[quote:31022e0197="ن"]ښاغلۍ نوۍ پښتون!
د ملادښمن سره دښمني په اولسواکي هيڅ ډول کومه اړه مړه نلري٠ دا دمسلمان ايماني دنده بلل کيږي چې تر وجداني دندې يې مقام په مراتبو لوړ دي٠
هر هغه چا چې د لينينيزم يا د دوئ په اصطلاح (ماترياليستي) او د مارکس او انګلس د لارې فلسلفه يې هضمه کړي وي، هغه بې له شکه کمونست بللۍ شو، ولو چې په هر ملت او نژاد او هېواد اړه ولري٠
[quote:31022e0197]پاتې شول جنګي جنايات او د خلکو د قاتلينو موضوع:
بايد په ډاګه کړو چي دا انفرادي مسئوليت دۍ [/quote:31022e0197]
نه! دا زه په هيڅ کتاب منلۍ ځکه نشم چې د تره کي څخه نېولې تر نجيب رانسکورېدو پورې ټول نيول او وژل د يوې رسمي ادارې کارؤ چې په يوه دولتي نظام کي منظم شوۍ ؤ٠ دانيول ، وژل او قتلونه د احمد او محمود کارونه نه ؤ، بلکه دا د سياسي بيرو او مرکزي کميټې پريکړه وه چې د سره(سور) نه ماتيدونکي انقلاب خس او خاشاک به هرمرو محوه او نابوديږي٠
ددغو مسئوليت مستقيماً د هماغو خلکو په غاړه دي چې د ګوند او د دوئ د سياسي نظام لوړ رتبه چارواکي وؤ٠
[quote:31022e0197]او هر قاتل، غل، جاني، تجاوزکار او خاصتأ د بيګناهو وګړو وژونکي او ربړوونکي که دا په عقيده کمونيستان وه، جهاديان ، طالبان ، نشنلستان ، ستميان ، د پاچا طرفداران او يا په بل هر يوه حزب کي چي وه او يا بي طرفه وه، ټول بلا استثنأ د قانوني بازخاس او عا دلانه محاکمي وړ وبو لو[/quote:31022e0197]
دلته هو! دا به خامخا درسره منل کيږي٠ دلته کومه پلوي د مجاهد او طالب په نامه له جانيانو او قاتلانو نشته او مونږه درسره يو ځاي د هغوئ محاکمه کول هم د کمونستي جانيانو په څېر د زړه له کومي منو! او دهغوئ د برأت دې هم څوک کوښښ نه کوي او مونږ زياې ايستلۍ دي چې دهغو جنايات هم په کلکه وغندو٠
او ستاسو لپاره به هم ډيره په انصاف وای که د سرو سترګو او د ملا دښمن په اړوند مو هم رڼا اچولې وای٠ تر پرونه پورې خو نه سورسترګۍ ؤ او نه هم ملا دښمن؟
کله چې د غويي د ٧ غمجنې او مردودې کودتا د جناياتو او بې ګنا انسانانو وژل پوښنې او بحث رامنځ ته شي نو بيا سرې سترګې هم پيدا شي او ملا دښمنه هم!
پوښتنه دا ده چې په دومره د خلقي او پرچمې ګونديانو کي که د خپلو کړو د دفاع استعداد په ککرۍ کي يې کوم يو لري نو بيا خو د خپل ځان په پخپل اصلي نوم او دندې او اوسيدلوځاي را په ګوته کړي او له مونږه بېسوادو سره دې دقلم د نوکي په بحث کښيني چې وګورو دا پتيره ډوډۍ!
حليمي صاحب خو ځانته يو عنوان هم دلته ورکړۍ ؤ چې چپيا ن چيرې دي ولې يې درک نسته؟ اما کوم داسي ځوان او د قلم خاوند خو ما ونه وليد٠
د دوئ نهايت استعداد او توان سسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسســــــــــــــور!!!!!
سور بيرغ، سور لښکر، سور انقلاب او اوس (ماشأالله)
سور سترګۍ! او اخلاق او کورنۍ تربيه يې (ملادښمن)!
عجبا! خداي مو بيا له **ين سترګې وساته چې سرې سترګې به مو هېرې شي٠
ولې يې نه ليکل چې سور مرد، سور نر ځوان خلقي؟ سور پښتون؟
ټول همدلته دي او هر يو يې همدغود دوئ په ژبه ( امپرياليستو او فاشيستو) هېوادو ته پناه راوړې ده ( سور ابر قدرت د قهرمان افغان مجاهد په ايماني توپان کي خاورې په سر شو)، او ټول د کمپيوترو شاته ناست دي او غونډې کوي او مجلسونه لري او داسي نور، ولې سر نه راښکاره کوي؟
د ملا دښمن په نوم؟ د سرې سترګې په نوم؟ دا ټوله فلسفه يې همدا وه؟ دا ټول علمي توان او استعداد يې همدا ؤ؟ د لينينيزم له زرګنو کتابونو او 10000 متر مربع کتابتون څخه يې بس همدا منطق او علم ؤ؟ خير په هر حال!
وروره! د خلکو مزاجونه خورا په غمجن زړه ککړ دي او خورا هم درديلي دي٠ دا ځواب ته اړتيا لري او هغه ځواب ته چې په انساني وجدان يې تکيه کړي وي٠ نور به هر څه پر ځاي پريږدو! منطق، علم، تحليل او پلټنه!
په درناوې
غروال[/quote:31022e0197]

یاره غروال جانه!!

چیرته ورک يي، دومره ښی خبری دی کړي، چی دستایلو وسعه يي نه لرم، په ډیر و لنډو الفاظو دغه خبیثان میدان ته ښکاره کړي،

دا د لستوڼی ماران اوس هم شرم او حـ.یا نه لري، بیايي سرونه اوچت کړي، ستاسو غوندی خلکو ته ضروت دی، چی غاښ ماتوونکی ځواب ورکړۍ،
درڅخه غوښتنه کوم، چی بیا دی خوا ته سر راښکاره کړی.


Anonymous
17.07.2007

و طن قربان ته
چی په خپله ميړ ه نه يې نو به فخر په باباکوی تر کومه


Anonymous
17.07.2007

[quote:bad9873c49="Anonymous"]و طن قربان ته
چی په خپله ميړ ه نه يې نو به فخر په باباکوی تر کومه[/quote:bad9873c49]
ډير عالی


monir
19.07.2007

سلام دوستانو
[quote:d8cf0c469e]چی په خپله ميړ ه نه يې نو به فخر په باباکوی تر کومه[/quote:d8cf0c469e]
چی پخپله ميړ ه نه يې [color=blue:d8cf0c469e]په دنیا کې [/color:d8cf0c469e]
نو به فخرپه بابا کوې تر کومه

او یا

[color=white:d8cf0c469e]د ژوند پهلوان

بې همت وي چې له ژونده شکایت کړي
لېونئ وي چې د تېرو حکایت کړي
پهلوان وي چې د ژوند په معرکه کې
موانع لرې کوي او حرکت کړي
[/color:d8cf0c469e]
او یا

پشت نام پدر چه میګردی
پدر خویش شو اګر مردی

په درنښت


Anonymous
19.07.2007

اى خيشكيو !
ولي داسي سور اور در باندى بل دى

وسوځى وسوځى


Anonymous
19.07.2007

وطن قربانه
سور اور خو په تا باندی بل دی او سوځی ځمکه ځای نه درکوی ځکه خو غروال ته
چيغی او ناری وهی چی رشی
داشرارو د لا نابو دی په هيله

چی وی تکيه دبل په زور هغه ته زور مه وايه
چی واک اختيار يې دپردو وی ورته کورمه وايه
چی د له موره سکه نوی ورته ورور مه وايه
اشرار ه بل چا ته دځان په شان چټل خور مه وايه


Anonymous
19.07.2007

[quote:e7b9e12635="Anonymous"]وطن قربانه
سور اور خو په تا باندی بل دی او سوځی ځمکه ځای نه درکوی ځکه خو غروال ته
چيغی او ناری وهی چی رشی
داشرارو د لا نابو دی په هيله

چی وی تکيه دبل په زور هغه ته زور مه وايه
چی واک اختيار يې دپردو وی ورته کورمه وايه
چی د له موره سکه نوی ورته ورور مه وايه
اشرار ه بل چا ته دځان په شان چټل خور مه وايه[/quote:e7b9e12635]

[size=24:e7b9e12635]
[color=white:e7b9e12635]
له کی جی بی چی قربانیږي نوافغان په څه شو
دخپل ورور وینی چی توي کړي مسلمان په څه شو

دمسکو جان چی جاسوسي کړي ولسپال په څه شو

چی څلویښت زره افغان ژوندي کړي دفن وطنپال په څه شو[/color:e7b9e12635][/size:e7b9e12635]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more