د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
07.06.2005

غروال صيب
ستاجملې د حقبين په نوم تاسوپخپله کاپي کړي
ياپه بل ډول ،ځان ته واياست چي خيريوسي :lol: :lol: :lol: :lol:


Anonymous
07.06.2005

وروره ! دهيواد دازادۍ لپاره هر عمل روادی د ترور کلمه د امريکايانو يوه پلمه دی
چې په هغه بانه نور ملکونه نيسې اوپه ټول افغان کې د بوش دترور دسياست لپاره ښه پرو پاګنده چليږي او خلکو ته يې په خوله کې ورکړې دي ٠ نو تاسوولې دامريکا ترور نه غندۍ ? داټول خيانت دی د کمونستانو په وخت کې هم مسلمانان په دي ډول لکه اوس غنديدل يواځي فرق يې دادي هلته بي ګناه داشرار، اخواني اوار تجاع اوايډياليست په نوم او اوس بي ګناه د ترورست په نوم خو په خلکو د ننګ
اوناموس خبره فرض دی .

بيطرفه اجنبي ميلمه

[quote:386b63ceb0="غروال"]اجازه راکړئ تاسو ټولو هغو وروڼو ته چې نومونه مو په ټول افغان کي ندي ثبت د ميلمنو خطاب وکړم اوډيرو محترمو ملمنو سلامونه وړاندې کوم ٠
که څه هم مونږه د څاروان ورور سره د ترور په هکله په کافي اندازه بحث د اسلام بحث په خونه (فورم) کي درلودلۍ دي اما بيا هم غواړم څاروان ورور ته ستاسو په اجازه هغه يادونه وکړم چې مونږه له ده سره د ترور په منلو کي هيڅ وخت هم د منلو سر ندې خورولۍ٠ مونږه ټوله هغه اسلامي او وطني منطق چې تر خپل وسه مو کولای شول د منفورې کلمې (ترور) هجاز د اسلام په مقدس دين کي وړاندي کړۍ دي٠ اما سره له دې کومه ادعا چې دۍ يې لري بې ثباته ده٠
ټول هغه د ترور ډولونه چې په ګران هېواد افغانستان کي کيږي د پاکستان په لمسون د هېواد د نا امنتوب مؤجب ګرځي او د بيا رغونې مخه نېول کيږي٠ پدې هکله بايد عرض کړم دا ټول هغه خلک دي چې نه هېواد ورته مطرح دي او نه هم خپل مظلوم بېچاره او غريب ولس!
يوه مسئله هم د يادولو وړ بولم هغه دا چې پر مونږه د مختلفو ډولونو نومونه په شکل د اشکالو کېښودل کيږي چې زه يې د قلم له ادبه او ليکدود له رسمه ليرې ګڼم٠ مونږه هم پردي ځواکونه نه غواړو که مونږه افغانان وکولاي شول چې خپل امنيت پخپله وساته او د کورنې جګړې مخه هم وکولاي شو ونيسو٠ د نني امن څخه زمونږ لپاره د راتلونکي قانوني حکومت جوړول او په هېواد کي د سولې او ثبات راوستل او افغانستان ته د يوې سياسي تئوريتي ورکول دي چې ټول هېوادنه او ملګري ملتونه يې په رسمياتو پيژني٠ مونږه ننې وضع هېواد ته چانس بولو که خداي جل جلاله کول ګران افغانستان بيا د تېر په شان د کونې جګړې او د پاکستان ايران او روسيې د لاسوهنو په امن وي او خپل راتلونکې پخپله وکولاي شي وټاکي٠ زه فکر کوم همدا به علت وي چې مسلمان او وطنپال مشران نن په هېواد کي د همدغه اصل پر بنسټ په هېواد کي دننه په خدمت بوخت دي٠ اما له بده مرغه ځنې خلک شته چې هغوئ هم ؛وډګيان بولي او د ترور يي هم جواز! ځنې خو خو د قلم ادب هم هېر کړي٠ په هر حال مونږه ترور غندلۍ او غندو يې او له چا سره مو د منلو سر هم ندې خورولۍ او که احياناً چيرته داسي کومه کلمه يا جمله وي نو څاروان صاحب او ملګري دې يې دلته هغه رانقل کړي چې مونږه او تاسو يې په ګډه سره ولولو٠
او په اخر کي د حقبين ورور څخه مننه کوم چې زما يو څو جملې يې دلته داکاپي کړي دي٠
په درناوې
غروال[/quote:386b63ceb0]



څاروان
08.06.2005

۸-۶-۲۰۰۵

ګرانو لوستونكو ورسته له سلام څخه.
د خپلي ورستي ليكنې څخه مې چه دا ورسته ورڼو ليكنې ولوستي نو د اسلام فورم څخه ئې راته خپلي ليكنې راكافي كړي او په همدي غواړي چه د بحث اورګاډي مخه په بل لوري كړي.
[color=darkred:9afb1fe096]وروڼو د اسلام فورم څخه راكافي شو ليكنو جواب څاروان هملته ليكلي او دلته ئې د تكراراَ ليكلو باندي خپل وخت ضائع كول نه غواړي [/color:9afb1fe096]او ددي خبري ثبوت چه مخالفينو راسره د منلو په معنى سر ښورولي په هغه ليكنو كې دي چه د اسلام په فورم كې څاروان ورته په دي ليكنه كې اشاره كړي.
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 17, 2005 11:37 am عنوان :
د[color=white:9afb1fe096] ثبوت غوښتونكې كولي شي چه هملته ئې وه ګوري.[/color:9afb1fe096]

يوسف څاروان



ع کريم حليمي
10.06.2005

څاروان جانه وروره سلام
په ليکنو کي و ګرځېدې او يوازي دي دغه ځيني کاپي کړه

[quote:df5d28d13b]د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 17, 2005 11:37 am عنوان :
د ثبوت غوښتونكې كولي شي چه هملته ئې وه ګوري.[/quote:df5d28d13b]
چه دغه دي کاپي کول نو هغه سر ښورول به دي هم اخستلای سوای
دا خو لکه د تړلي دوکان حواله ٠ خدای ښه پوهيږي چه کومي جملې ته تاسو
سر ښورول واياست ٠ سر ښورول به ئې په افسوز ښورولۍ وي ٠
چه افسوز افسوز ٠


نقاد
22.06.2005

څاروان ته سلامونه او نيکې هيلې !
وروره که د نابللي ميلمه ګمان ناحقه پر ما کوې، نو ته به سر زوری يې ، خو داچې خپل ګمانونه بيا په ﻻندې ډول درونو لوستونکو ته هم ليږدول غواړې نو تش سرزوری نه بلکې ظلم او تيری هم کوې او ليکې:
[quote:b04f02b9b9]محترمو د نابللي ميلمه له پورتني دوه ليكنو به درته معلومه شوي وي چه دغه ښاغلي څوك دي؟ خو زما سر پر دي نه خلاصيږي چه كوربه ولي ځان اول ميلمه ګڼي او بيا نابللي.؟ به هر حال د ځان غولونكې هر وخت د نورو د غولولو ناكامه هڅه كوي. او كله د يوي او بلي ... لاندي ځان پټوي. [/quote:b04f02b9b9]
زمونږ او ستاسو تر منځ سخت بحثونه ، استدﻻل او د چا خبره له ديالکيک څخه کار اخيستنه شوېده، خو نادرناوی په کې نه دی شوی . البته د صليبيت دپلوي ،
د لويديځوالو غلامي او داسې نورو تورونو دې هم ايله نه ده کړې، خو الحمد ل الله هيڅ ګټه يې درته نه ده رسولې! خو دې ته دې پام نشو چې تور لګول خو ډير اسانه کار دی، ولې مونږ پر تا يو تور هم نه ولګاوه او نه يې لګوو؟ کله چې ستا نورو تورونو کومه نتيجه ورنکړه ، نو آخر دې اوس دې ته رجوع وکړه چې نقاد نابللی ميلمه او نابللی ميلمه نقاد وبولې؟
دا چې نابللي ميلمه ستا پر ضد زما دﻻيل درته مخې ته ايښي دي، دا د هر چا او پد ې ډول د نابللي ميلمه هم خپل حق دی! او زه ترې مننه کوم چې زما په دﻻيلو کې
يې ستا د دﻻيلو د ماتولو توان ليده او کار يې ترې اخيستی دی . ته څه فکر کوې ، دغه ديني د ﻻيل چې ته يې نن ناحقه د وطن د ورانولو په ﻻر کې د طالبانو او القاعدې له پاره کاروې، د وطن د ودانولوپه ﻻر کې د طالبانو او القاعدې پر ضد کارولای، ز ما په شمول به ډيرو مترقي لوستونکو ترې استفاده نه وای کړې؟
نو آيا بيا به دې پر مونږ د څاروان نوم ايښوده ، که څنګه ؟ په مينه او درناوي !


نقاد
22.06.2005

څاروان ته ډير ډير سلامونه او نيکې هيلې !
وروره که د نابللي ميلمه ګمان ناحقه پر ما کوې، نو ته به سر زوری يې ، خو داچې خپل ګمانونه بيا په ﻻندې ډول درونو لوستونکو ته هم ليږدول غواړې نو تش سرزوری نه بلکې ظلم او تيری هم کوې او ليکې:
[quote:dd7adf9f92]محترمو د نابللي ميلمه له پورتني دوه ليكنو به درته معلومه شوي وي چه دغه ښاغلي څوك دي؟ خو زما سر پر دي نه خلاصيږي چه كوربه ولي ځان اول ميلمه ګڼي او بيا نابللي.؟ به هر حال د ځان غولونكې هر وخت د نورو د غولولو ناكامه هڅه كوي. او كله د يوي او بلي ... لاندي ځان پټوي. [/quote:dd7adf9f92]
زمونږ او ستاسو تر منځ سخت بحثونه ، استدﻻل او د چا خبره له ديالکيک څخه کار اخيستنه شوېده، خو نادرناوی په کې نه دی شوی . البته د صليبيت دپلوي ،
د لويديځوالو دغلامۍ او داسې نورو تورونو دې هم ايله نه ده کړې، خو الحمد ل الله هيڅ ګټه يې درته نه ده رسولې! خو دې ته دې پام نشو چې تور لګول خو ډير اسانه کار دی، ولې مونږ پر تا يو تور هم نه ولګاوه او نه يې لګوو؟ کله چې ستا نورو تورونو کومه نتيجه ورنکړه ، نو آخر دې اوس دې ته رجوع وکړه چې نقاد نابللی ميلمه او نابللی ميلمه نقاد وبولې؟
دا چې نابللي ميلمه ستا پر ضد زما دﻻيل درته مخې ته ايښي دي، دا د هر چا او پد ې ډول د نابللي ميلمه هم خپل حق دی! او زه ترې مننه کوم چې زما په دﻻيلو کې
يې ستا د دﻻيلو د ماتولو توان ليده او کار يې ترې اخيستی دی . ته څه فکر کوې ، دغه ديني د ﻻيل چې ته يې نن ناحقه د وطن د ورانولو په ﻻر کې د طالبانو او القاعدې له پاره کاروې، د وطن د ودانولوپه ﻻر کې د طالبانو او القاعدې پر ضد کارولای، ز ما په شمول به ډيرو مترقي لوستونکو ترې استفاده نه وای کړې؟
نو آيا بيا به دې پر مونږ د څاروان نوم ايښوده ، که څنګه ؟
له دې نه مالوميږي چې دا پوښتنه مو چې [quote:dd7adf9f92]خو زما سر پر دي نه خلاصيږي چه كوربه ولي ځان اول ميلمه ګڼي او بيا نابللي.؟ [/quote:dd7adf9f92] څومره بيځايه ده او يواځې ستاسو د خپل سوال په جزي تغير دا سې ځوابيږي چې : يواځې ستا سر پدې نه خلاصيږي چې کوربه نه ځان ميلمه ګڼلی او نه هم نابللی، خو نور ټول لوستونکي (ستاسو له يو چړي پرته) نقاد ، نقاد بولي او نابللی ميلمه هم ناباللی ميلمه ګڼي . هو ، هيڅوک هم خپل غرض دومره نه دی ړانده کړي چې يو دبل او بل دبل په ډب کې وولي . په مينه او درناوي !


Anonymous
23.06.2005

[quote:c9ada68209="عبدالکريم حليمي"]څاروان جانه وروره سلام
په ليکنو کي و ګرځېدې او يوازي دي دغه ځيني کاپي کړه

[quote:c9ada68209]د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 17, 2005 11:37 am عنوان :
د ثبوت غوښتونكې كولي شي چه هملته ئې وه ګوري.[/quote:c9ada68209]
چه دغه دي کاپي کول نو هغه سر ښورول به دي هم اخستلای سوای
دا خو لکه د تړلي دوکان حواله ٠ خدای ښه پوهيږي چه کومي جملې ته تاسو
سر ښورول واياست ٠ سر ښورول به ئې په افسوز ښورولۍ وي ٠
چه افسوز افسوز ٠[/quote:c9ada68209]


Anonymous
23.06.2005

مولوي حليمي صيب له سلامه ورسته زما څو خبري د تررو د بحث په باره كې په غور سره ولوله او احساساتي كيږيه مه.ځكه په هر ځاي كې دي احساساتيكيدو كار وران كړي دي.
زه په ټول افغان كې له ليكونكو له جملي څخه نه يم بلكي د لوستونكو له جملي څخه يم.
مولوي حليمي صيب ته بايد د ترور په بحث كې نوره خوله ونه شوروي ځكه:
د اسلام په فورم كې دترور په موضوع د بحث او مباحثي پر وخت ستا او غروال او نقاد توپونو ډزو په مقابل كې د څاروان د كلا برجونه ډير كمزوري ښكاريدل او قريب څاروان مو په ګونډو كړي وه. ليكن كله چه تا د ترور معنى په ناروا وژني وكړه او قاتل دي خوني وګڼلو سره ددي چه خپله هغه ليكنه درنه هيره شوي وه چه تا پكې ويلي وه چه رسول مبارك د يوكس د ترور امر كړي او همداسي ترور دي په جهاد كې روا عمل بللي وه
مولوي حليمي صيب ليكنه===== هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس===========
ځان دي د څاروان د توپ خولي ته وتړلو ځكه هغه دغه ليكنه په خپله او يا د بل په مټ پيدا كړه او تاسي ټول ته ئې په مخ كې كيښودله خو د څاروان دي پري په استعمال سره ستاسي پښي په لړزه كړي او هغه د همدي نقطي څخه په استفادي سره په ډيره هوښياري داسي يوجال وغوړلو چه هغه غروال خواركي چه فكر يي كولو چه د اسمان شنو څخه په ځمكه هم اوبه ويني دغه جال ئې ونه ليدو او پكې بند شو خو دلته بخت د څاروان سره ياري ونه كړه ځكه چه عجله يي وكړه كنه نو نقاد به هم په همدي جال كې نښتي وي څاروان سمديستي غروال و ښورولي چه ګله په جال كې نښتي يي.
نو مولوي حليمي صيب بس ستا په وجه څاروان يوځل بيا په پښو ودريدو او خپل دفاعي سستم يي دومره قوي كړو چه د غروال غوندي د غټ فكر خاوند يي هم په دي قايل كړو چه ترور د شړلو او ايستلو په معنى هم صحيح دي ځكه غروال همدا ستا په ليكنه كې د ترور كليمه په همغه معنى بيان كړو په كومه چه څاروان ويل:
د غروال ليكنه څاروان ته========= ښاغلي حليمي صاحب چې په کوم ځاي کي د ترور کلمه استعمال کړې ده فکر کوم هغه په دې معنی چې تاسو يي استعمال کوئ...===========
دلته د څاروان جواب وه ګوري======== غروال صيب زه تعجب او افسوس ستاسي پدي انصاف كوم چه د ترور لفظ په كومه معنى چه څاروان استعمال كړي وه تاسي هم غلط باله خو نن چه نوري دروازي مو بندي وليدي نو مجبوراَ مو د حليمي صيب په ليكنو كې د ترور كلمه په همغه معنى ومنله په كومه چه څاروان بيانه وله، كه دلته زه ستاسي په نظر صحيح پوه شوي يم نو بيا تاسي پدي ليكنه خپلي ټولي مخكيني ليكني بي معنى كړي. ځكه زمونږ او تاسي پدي موضوع كې د غټو اختلافاتو څخه د ترور معنى هم وه خو چه اوس مو پدي هم قناعت وكړو چه ترور په هغه معنى هم صحيح دي په كومه چه څاروان ويلو نو ستاسي څخه ډيره مننه.============
څاروان چه دا كوم ناري نن وهي چه تاسي راسره خبره منلي هغه دغه ټكي دي اوس به دي سر پري خلاص شوي وي. خو مولوي حليمي صيب دا ټول همدا ستا په وجه وشول.
كله چه غروال پوه شو چه د څاروان په جال كې بند شو نو په داسي طريقو ئې د ځان خلاصولو كوشش شروع كړو چه لوستونكې ته ئې نور شكونه پيدا كړه. دلته ما دافكر كولو چه څاروان به بحث وغځوي چه په دي توګه به د پورتني خبري څخه د خلكو نظر ترينه واوړي خو څارون دغه شي درك كړو او د بحث څخه ئې په داسي وخت كې لاس واخيست چه ورستي ليكنه كې ئې هغه ليكنو ته اشاره وكړه چه دد موقف پكې پياوړي ښكاري ليكن نه مولوي حليمي صيب نه ته او نه نقاد او غروال د څاروان دي چالاكې ته متوجه شوي كنه نو تاسي بايد په همدي شكل ليكنه كړي وه او هغه ټولو ليكنو ته مو پكې اشاره كړي وه چه ستاسي د موقف ښه څرګندونه ئې كولي شوه.
خلاصه خبر داده چه مولوي حليمي صيب ته خو بالګل نور دغه د ترور خبري څخه لاس واخله ځكه همدا ستا په وجه د څاروان په مقابل كې مونږ دغه ميدان كې ماتي خوړلي. اوس كه مونږ تور ته سپين وايو لوستونكې پوهيږي چه په دي مسئله كې مونږ دورنګې كوو يو خوا ئې ناروا غير شرعي غير انساني عمل ګڼو او بلي خوا ته عقيده لرو چه رسول مبارك هم د يو نفر د ترور امر كړي او په جهاد كې هم روا دي.
[color=white:a28264874c]مولوي حليمي صيب ستا ددي فتوى چه ترور په جهاد كې روا دي او د څاروان ددي خبري چه د كفري مستعمرينو او عهد ماتونكو كفارو د مسلمانانو د خاوري څخه ترور جائز دي هيڅ كوم فكر نه شته ته هم ترور په جهاد كې د جهادي اعمالو څخه حسابوي او څاروان ئې هم د كفارو په مقابل كې جهادي عمل ګڼي.[/color:a28264874c]
وطنپال

[quote:a28264874c="Anonymous"][quote:a28264874c="عبدالکريم حليمي"]څاروان جانه وروره سلام
په ليکنو کي و ګرځېدې او يوازي دي دغه ځيني کاپي کړه

[quote:a28264874c]د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 17, 2005 11:37 am عنوان :
د ثبوت غوښتونكې كولي شي چه هملته ئې وه ګوري.[/quote:a28264874c]
چه دغه دي کاپي کول نو هغه سر ښورول به دي هم اخستلای سوای
دا خو لکه د تړلي دوکان حواله ٠ خدای ښه پوهيږي چه کومي جملې ته تاسو
سر ښورول واياست ٠ سر ښورول به ئې په افسوز ښورولۍ وي ٠
چه افسوز افسوز ٠[/quote:a28264874c][/quote:a28264874c]


Anonymous
23.06.2005

نقاد ګله ته مي هم سلامونه درواخله
ګله ته به څه وخت د څاروان په چالاكې پوهيږي، تا چه كوم ځواب څاروان ته اوس ليكلي نو دا خبره دي ښه به ځان ثابته كړه چه نابللي ميلمه همدا ته يي ځكه څاروان چه څه ليكلي هغه داسي غږ كړي چه د غل په ږيره خس دي او تا سمديستي خپلي ژيري ته لاس وروړو. په خپل لاس دې خپله لمن په سر راواړوله.
ګوري ته خو څاروان ته د چړي په نظر ګوري خو پښتو متل دي چه دښمن دي ګيدړ وي نو تابيا ورته د زمري نيسه.
ګوره نقاد ګله زه چه د دغه څاروان ليكنه لولم نو ښه پوهيږم چه دا كوم چڼي مڼي نه دي كه دغه ليكني په خپله كوي نو كوم تكړه ليكوال دي او د روڼ اندو هره ليكنه په ډير دقت سره څاري او كوشش كوي چه توجو يي يوي نقطي ته وي اويا خو د كوم تكړه ليكوال لاوډسپيكر دي فقط.
نو ځان پوهه كړه او هيڅ كله هم پري كمزوري ګزار مه كوه.

وطنپال


نقاد
23.06.2005

وطنپاله ورورته سلامونه !
ورره ما هيڅکله ښاغلي څاروان ته ديو چړي په سترګه نه دي کتلي ــ دا البته ستاسې تيروتنه ده ــ څاروان د نابللي ميلمه ٢ ليکنوته نغوته کړې وه چې په هغوی کې ليکونکي ز ما کومې جملې د څاروان سره د سپيناوي
اواستدﻻل لپاره اقتباس کړې وې، ځاروان د عوامفريبۍ په موخه د نابللي ميلمه ليکنې د نقاد په ناه وانګيرلې ،په دې بيځايه معنی چې نقاد ګواکې په بدل نوم خپل هغه دﻻيل تکراروي چې ما څاروان يې تر او سه پو رې ځواب هم نه دی ويلی. سره ددې چې نابللي ميلمه په نورو فورمونو کې دمخه ډيرې لنډې لنډې ليکنې هم کړي وې او د ليکنو د سبک توپير يې د نقاد له سبک سره هر چا ته له ورايه مالوميږي ، بيا هم څاروان د عامفريبۍ له پاره سترګې پټې کړي او له دغه تور څخه يې کار اخيستی دی. په هر صورت دا خو زما پوښتنه وه له څاروان څخه او هغه يې بايد ځواب ووايي ،نه تاسو! ولې زه نه پوهيږم چې د څاروان ځواب [color=white:5781d0e7fb]تاسو ولې [/color:5781d0e7fb]په غاړه واخيست ؟ آيا ته پتنګ يې ،چې د څاروان د چړي په توګه يې د دخپل استاد دغه بيځايه تور ته هغه وخت هم د واقعيت رنګ ورکولوهڅه کوله او ويل يې چې : بس نابللی ميلمه نقاد دی ، نو پتنګه آيا اوس د وطنپال په نامه ديوه بيطرف خيرخواه په نقاب کې خپله تيره ګناه بيا تکراروې که څنګه؟
که ته د څاروان ملا صيب چړي پتنګ نه يې او د وطنپال په نامه نوی راغلی يې، نو تر اوسه خو مو په کوم جومات کې سره ګډ لمونځ او کومه موضوع کې سره ګډبحث هم نه دی کړی چې په دومره اشنا نقاب کې رامخ ته کيږې اود يو مدعي په توګه دبل چا پر ځای زمايوه پوښتنه ته ځوابوې چې هيڅ اړه هم درپورې نه لري؟
څنګه چې نقاد څاروان ته چړي نه دی ويلی بلکې د هغه چړي يې پتنګ ښودلی ، نو يواځې پتنګ ته دورمره زور ورکولی شي چې ځان و طنپال کړي ، څود خپل ناوړه عادت سره سم وليکي:

[quote:5781d0e7fb]((نقاد ګله ته مي هم سلامونه درواخله ، ګله... تا چه كوم ځواب څاروان ته اوس ليكلي نو دا خبره دي ښه به ځان ثابته كړه چه نابللي ميلمه همدا ته يي ځكه ...په خپل لاس دې خپله لمن په سر راواړوله)) . [/quote:5781d0e7fb]
آ يايونا اشنا وطنپال څنګه جرئت کولی شي ، چې دغسې يوتور په چا ولګوي ؟ دا دهماغه بګيلي پتنګ له خيالبافۍ څخه پرته بل څه نشي کيدای !!
پتنګه ! نقاد خوتاته هيڅ هم نه دي ويلي ، که ته له نابللي ميلمه څخه مخ په وړاندې تښتې او ځواب يې نشې ويلی نو د هغه پرځای ولې کله ماته او کله بل ته خوله اچوې اوبيا د څاروان شاته پټيږې ، آخر دا ستا انصاف دی ؟؟
ما يوخت غوښتل د نابللي ميلمه څخه دې دفاع وکړم څو له ډګر څخه دې ونه باسي، خو همغه وخت دې پر ما
د بدګومانۍ دغه تيروتنه وکړه، نو د مرستې له در رسولو څخه تير شوم اوپه لنډو دې دنابللي ميلمه په وړاندې
د ډګرد پريښودلو اعلام وکړ ! خو فکر نه کوم چې د وطنپال په نامه هم د نابللي ميلمه له تعقيب څخه خلاص شې ،
ته خو هسې هم له نابللي ميلمه څخه دومره ډاريږې لکه د خروسچف پسې چې ستالين يا د کارمل پسی چې امين راژوندی شي، نو پتنګه ! خدای دې ورته ټينګوه !


Anonymous
23.06.2005

[size=18:5768119f93][quote:5768119f93="نقاد"].... آيا ته پتنګ يې ،چې د څاروان د چړي په توګه يې د دخپل استاد دغه بيځايه تور ته هغه وخت هم د واقعيت رنګ ورکولوهڅه کوله او ويل يې چې : بس نابللی ميلمه نقاد دی ، نو پتنګه آيا اوس د وطنپال په نامه ديوه بيطرف خيرخواه په نقاب کې خپله تيره ګناه بيا تکراروې که څنګه؟ ....![/quote:5768119f93][/size:5768119f93]
نقاد صېب ، وام ښه دې پېژندلۍ، خو که اوس ده ته خداۍ ېو څه انصاف وکړي :) :) :)
اشنا شناس :wink: ميلمه


م ن غروال
23.06.2005

ښاغلۍ وطنپال ورور سلامونه ومنئ!
تاسو ليکلي:
[color=red:93503685c7]كله چه غروال پوه شو چه د څاروان په جال كې بند شو نو په داسي طريقو ئې د ځان خلاصولو كوشش شروع كړو چه لوستونكې ته ئې نور شكونه پيدا كړه[/color:93503685c7]کوم شکونه؟ هغه که هم مهرباني وکړئ وليکئ ښه به وي٠
زما په اند لدې به هيڅ هم جوړ نشي چې ترور ته په اسلامي مجاز ورکولو کي زمونږ د سر ښورولو يا منلو يا موفقت کوښښ وشي ٠ ځکه هلته د غندلو ډير دلايل شته چې مونږه غندل تل تائيد کړي دي٠ کوم ځاي کي چې ښاغلي حليمي صاحب د ترور په هکله خبره کړې ده ما هغه ځکه د ښاغلي څاروان په غوښتنې او يا مرام دا خبره نېولې وه چې ګواکي څاروان به پدې پوه شي چې د انجناب ص د امر په اساس په پټه وژلو ته يعنې ترور وايي٠ يعنې په پټه د اسلام دښمن وژل چې جهاد يې په مقابل کي رواه يا فرض شوۍ وي، د مقابل دښمن وژل په پټه رواه دي٠ چې حليمي صاحب هم همدا مرام دي٠ او نور دلايل مو وړاندې کړي دي ٠ کومه جمله چې تاسو د حليمي صاحب او زما رانقل کړي دي ټول لاندني نورې جملې مو حذف کړي دي٠ که هغه هم وای فکر کوم ښه به وای او ٠٠٠٠اما په هر حال!
اصلاً ترور ته څاروان صاحب هم جهاد نه وايي او نه هم جهاد ته ترور! دۍ ډير ښه پوهيږي چې ترور بد عمل دي او بد اخلاق دي اما مشکل دا دي چې له بده مرغه خپل مرام او هدف په هماغه وضاحت چې ورته اړتيا ليدل کيږي نشي کولای شرح کړي٠ دده اسرار که په داسي شکل وای ډير به ښه او اړين وای چې :
مونږه جهاد کوؤ او مجاهدين يو خو غرب او داسلام دښمنان او د هغوي ګوډاګيان ([color=white:93503685c7]چې دغه لقب يې تل پر مونږه لطف کړۍ دي[/color:93503685c7]) مونږه تروريستان بولي، نو که د مستعميرينو او صليبانو پر ضد زموږ جګړه، چې مونږه يې جهاد بولو، څوک مونږ ته تروريستان وايي نو مونږه په تروريستانو کي وشميرئ٠ تقريباً داسي يو څه ښاغلي پتنګ ورور يو ځل ليکلي هم ؤ چې بل بحث ته يې اړتيا ليدل کيده خو په هر حال ٠٠٠٠ او يا يې خپل هدف ته داسي اشاره کړې وای چې :
په افغانستان کي د يرغلګرو پر ضد جګړه فرض ده يعنې جهاد دي او زمونږه چيريکي جګړه چې تاسو ترې د ترور مفهوم اخلئ، ترور نه، بلکه پاک صاف او مقدس جهاد دي، تر خپله وسه به خپله تګ لاره پر مخ بيايو!
نو: دلته به بحث د ترور په غندلو نه بلکه ددوئ د جګړې په غندلو وای٠ اما پر حال ټول بحثونه د همدې لپاره دي چې هېواد نور لدې زياد زيانمن نشي او خلک بيرته خپل سوکاله ژوند جوړ کړي او د خداي ج په توکل به انشأالله تعالی افغانستان بيرته يو خپلواک او په نړۍ کي او پيژندل شوۍ هيواد وي٠
په درناوې

[color=#444444:93503685c7][/color:93503685c7]



ع کريم حليمي
24.06.2005

درنو وړونوښاغلې وطنپال صاحب او ښاغلي غروال صاحب سلام او ښي هيلي
درنو وړونو ! که څوک غواړي چه پيري وکړي ٠ او اصلأ دئ پير نه وي ٠ نو په ټګيو سره کېدای سي چه پير شي ٠ يعني پيري او ټکي لار سره لري
اما علم او ټګي ،چالاکي هيڅ نه سره چليږي ٠
[quote:488e97b70e]مولوي حليمي صيب ليكنه===== هو که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION بېله شکه ترور قتل دۍ ٠ هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ [/quote:488e97b70e]
دغه پورته زما ليکنه داسي معنا لري
که څوک ترور کوي يعني ASSASSINATION ٠ ترور په معناد ASSASSINATION دۍ او اسساسنېشن په معنا د
unlawful killing of a human being يعني غيريقانوني قتل
او بيا رسته ليکم چه: هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ جهاد يو قانوني اخلاقي فعل ،عمل دۍ ٠ چه ځان ته جلا تعريف لري ٠ يعني هغه جنګ په في سبيل الله وي
جهاد اول فتوا غواړي بيا امير يعني امام غواړي اوفي سبيل الله به وي
نو بيا د قتل او قتال امر سته ٠ چه دغه وخت نو چه قتل وشي نو قتل شرعي ورته ويل
کيږي ٠ که دغه پورته شروط نه وي برابر شوي نو ASSASSINATION ورته ويل کيږي ٠ چه مقتل شهيد دۍ او قاتل ئې خوني بلل کيږي ٠
[quote:488e97b70e]څاروان چه دا كوم ناري نن وهي چه تاسي راسره خبره منلي هغه دغه ټكي دي اوس به دي سر پري خلاص شوي وي. خو مولوي حليمي صيب دا ټول همدا ستا په وجه وشول. [/quote:488e97b70e]
نه وروره : ترور نه ما او نه ښاغلو دانشمندانو نقاد صاحب ،غروال صاحب په شړلو او استلو ښودلې
خو دانشمندانوو نقاد صاحب او غروال ډير ته ورته ليکلي وه
نقاد صاحب ليکي چه :
[color=darkred:488e97b70e]وروره که چا د ترور مفهوم بدل کړی وي او هغه معنی يې نه مني چې په هره معتبره ډيکشنري شته ، نو هغه نقاد نه بلکې هغه څاروان دی. تاسې ترور يو اسلامي عمل ، حتی جهاد بولئ، خو ترور د غربيانو چې ته يې صليبيان بولئ د هغوی پيداوار بلل کيږي او آن د اسلام پر ضد هم ترې د مکې کافرانو هغه وخت کار اخيستی چې مسلمانان لږ و او کفارو به يو دبل پسې ترور کول او وژل به يې چې بالاخره يې د آن حضرت (ص) د وژلو اوترور کولو تړه هم وکړه ، او ستا خبره په ترور يې مسلمانان له پل وطن څخه هجرت ته مجبور ګړل، وې ويستل او وې شړل. دغه سوچه ترور و ، ويره غورځول ، ترهګري او دهشتګردي وه . ما له تاسونه ددې عمل پوښتنه کړې وه اوتکراروم چې مطلب مې دا و : که تاسې ترور ته جهاد واياست ، بيا د مشرکينو دغه ناوړه عمل او ميتود ته چې د مسلمانانو د شړلو او ويستلو سبب شو، ترور نه واياست ؟ که ترور يې نه بولئ نو څشی ورته وايي ؟ [/color:488e97b70e]
داشمند غروال صاحب ليکلي چه :
[color=blue:488e97b70e]زه له تاسو سره د ښاغلي حليمي صاحب د خبرو په هکله نه يم بوخت٠ او ښاغلۍ حليمي صاحب درته مقنع ځواب ليکلۍ دي٠ اما بيا هم :
حضرت نبي کريم (ص)که د چا د قطل يا د وژلو امر فرمايلۍ وي دهغه مبارک امر خپله قضی او اسلامي حکم بلل کيږي ٠ يعني د هغه کس وژل د اسلامي اصولو له مخې مناسبه وه٠ اما د هغه جناب (ص) په احاديثو شريفو کي به د ترور کلمه يا د هغه مترادفه کلمه پيدا نکړئ٠ او بيا د حليمي صاحب خبره هر هغه چې هغه مبارک فرمايل چنګه غواړئ تاسو يي هم وواياست؟ او ما له تاسو مخکي هم پوښتي ؤ چې ترور په عربي کي يا دا کلمه په احاديثو کي يا په قرأن المبارک شته؟ ځواب مو ندې راکړئ! او زه وايم چې البته چې نشته ٠ [/color:488e97b70e]
او څاروان جناب ليکي چه :
[quote:488e97b70e]حليمي صيب د نظر په څرګندو دي خورا خوشحاله سوم خو خبري مو يوڅه نور وضاحت ته ضرورت لري چه ستاسي مباركه توجه ورته را اړوم.
1. حليمي صيب د خپلي دي ليكنې:
[[د ليکنې نېټه : ٤ شنبه فروري 09, 2005 2:34 am
[[ هو مبارک په ټوله عمر کښي د يو نفر د ترور امر کړي دي او بس]]
او پدي ليكنه كې مو دغه خبري :
[[يعني چه قصاص ئې نه وي روا او دمحکمې امر نوي کړي ٠ نو ترور ورته ويل کيږي ٠ قاطل ئې خوني دۍ ]]
حليمي صيب تاسي ترور په ناحقه قتل ترجمه كوي او بيا دا عقيده هم لري چه رسول عليه السلام د يوسړي د ترور امر كړي يعني نعوذ بالله رسول عليه السلام د يوسړي د ناحقه وژلو امر كړي؟ [/quote:488e97b70e]
[color=darkred:488e97b70e]موږ جواب داسي ليکلۍ ووچه :
غروال صاحب درته ليکلي وه چه : حضرت نبي کريم (ص)که د چا د قطل يا د وژلو امر فرمايلۍ وي دهغه مبارک امر خپله قضی او اسلامي حکم بلل کيږي ٠ يعني د هغه کس وژل د اسلامي اصولو له مخې مناسبه وه٠
ته څوک ئې ٠

ته خوبه نبي نه ئې ٠ د مخه مي هم درته ليکلي وه ٠ نبي و يوه صحابي ته وويل ٠ چه ولاړ سه زما د اوښي (جَمَل) بول (piss ) او شيدې وچيښه ٠ او خدای هغه ناروغي
ترې واخسته ٠
نوته هم داحق ځان ته ور کوې چه خلګ د بول ، ادرار په چښلو امر کړي چه :
خلګو بولي چيښۍ ٠
تا واوريده چه مبارک يو يهود (ابو رافع )په خپل کور کښي مړ کړي ٠
نو طالبانو مه راګورۍ ٠ د شپئ خلګ له کور راباسۍ او وژنۍ ئې ٠ ولي چه نبي ص
د يوه يهود د قتل امر کړي وه ٠ [/color:488e97b70e]
د نبي مقام چه دۍ ( ما ينطق عن الهوى أن هو إلا وحي يوحى )
ايا داسي مقام بل څوک لري ٠ او ٠٠٠٠


Anonymous
24.06.2005

يوخوپه دغه === وړونو, وړونو==== باندې نور تنګ شو کاشکې د ميليونو پښتنو په لهجه برابره وينا وې ٠ ما د ورور جمع مخاطب د ===ورونو ==== په اوازډېر اورېدلي خو ===وړونه ؟=== دانود ملايانو په لهجه بيدعت دې ٠
څنګه به ښه وې که دغه د ==== ړ ==== پنډه کې مو په === ن ==== نښلولې وای :!:
خېر ، سل په لالي پورې دايوه يې دبنګړو٠

:arrow: او بيا رسته ليکم چه: هو که جهاد وي سمه خبره ده ٠ جهاد يو قانوني اخلاقي فعل ،عمل دۍ ٠ چه ځان ته جلا تعريف لري ٠ يعني هغه جنګ په في سبيل الله وي
:shock: :shock: :shock:
نو بيا د قتل او قتال امر سته ٠ چه دغه وخت نو چه قتل وشي نو قتل شرعي ورته ويل
کيږي ٠ :shock: :shock: :shock:

=چنګه=

دانشمندانو ، دانشمندانو :!:


نر ميلمه

Anonymous
24.06.2005

ميلمه ګله داسي مالوميږي چه منطق دا همدا وو :lol: :lol: :lol:
نر شه د خلکو ځواب وليکه په پسخند نه کيږي که ککرۍ
دې کدو ده :?: ځواب چه درنه ورک شي بيا لوچکۍ ته مخ کړۍ
پوي شوي وطنپله :!: :!: :!:


م ن غروال
24.06.2005

محترم ميلمه (که شک مې بې ځايه نه وي نو وطنپال صاحب) سلام!
دا چې محترم حليمي صاحب مونږه د دانشمندانو په کلمو خطابوي دده نهايت لطف او شفقت دي٠ فکر کوم هغه هم ددې لپاره چې مونږه نور هم تشويق کړي٠ ځکه هغه ډير مشر سړۍ دي او مونږه يې د اولادو په ځاي يو٠
د محترم حليمي صاحب د پښتو ليکدود يا په پښتو ليکنه په اول کي ډيره کمزورې وه اما په ډيره لږه موده کي يې ډيره سمه کړه اما بيا هم که کومه نيمګړتيا لري هغه هم ممکن د ټايپ له امله وي خو مرام او هدف يې بې له شکه چې علمي مرغلرې دي چې مونږه به ډير څه ترې زده کړي وي٠
ـــ چنګه ـــ هو! دا خو ميلمه صاحبه فقط که عفو وکړې ښه به ځکه وي چې ستاسو د منطقي او علمي دلايلو په وړاندې کولو د علم معراج هم په سجده شو! بې سوادي ده څه وکړو اوس خداي راپيښه کړې ده انشأالله دا به سم شي ډاډه اوسئ تشويش ته لار مه ورکوئ بس تاسو دې خداي ژوندۍ لري!
په درناوې


Anonymous
24.06.2005

ميلمه ګله داسي مالوميږي چه منطق دا همدا وو ))
نر شه د خلکو ځواب وليکه په پسخند نه کيږي که ککرۍ
دې کدو ده ځواب چه درنه ورک شي بيا لوچکۍ ته مخ کړۍ
پوي شوي وطنپله ))

لومړۍ به دا ووايم چه زما نوم وطنمل ياوطنپال نه دې خو دخپل وطن دخلکو سره مل يم اوخدای دی توفيق راکړي چه دخپلوهېوادوالو پالنه د خپل توان په اندازه وکولای شم ٠

فکر کوم چه د لوچکۍ اوکدوتوب مقايسې ته به اړنه شم ځکه چه ستاپه خپلو جملو کی ستا عکس اوشخصيت ښکاري اوقضاوت به ګرانو لوستونکو ته پريږدم اونوره توقع درڅخه نه لرم ٠ ستاد بيا ځواب هيله نه لرم ٠

مننه

بس يوڅوک


Anonymous
24.06.2005

ډېرګران غروال صاحب سلام وعليکم ٠

ستاسو د مهمو ټکو ځوابونه ورته ورپسې ولولۍ :

محترم ميلمه (که شک مې بې ځايه نه وي نو وطنپال صاحب) سلام!
----------------------------------------------------------------------
نه غروال صاحب ، زه بيخي بل څوک يم ٠
-------------------------------------------------------------------

دا چې محترم حليمي صاحب مونږه د دانشمندانو په کلمو خطابوي دده نهايت لطف او شفقت دي٠ فکر کوم هغه هم ددې لپاره چې مونږه نور هم تشويق کړي٠ ځکه هغه ډير مشر سړۍ دي او مونږه يې د اولادو په ځاي يو٠

-----------------------------------------------------------------------
لکه څنګه چه تاسو ليکلي ، زه هم کوښښ کوم چه دښوخطابونو داستعمال طريقې زده کړم او احترام هم متقابل دې نو بل ته احترام دځان وقار هم دۍ ٠
بل داچه مشرانو ته چه څوک احترام نه کوي تل به دکشر په سترګه ورته کتل کيږي ٠

يواځې لږحيرت په دې دۍ چه زما په دوه ټکوتنزيه پښتوکې څه شې دومره په سخته لهجه ليکل شوي چه ستاسو مزاج يي دومره دروند کړې ؟
-----------------------------------------------------------------------

ـــ چنګه ـــ هو! دا خو ميلمه صاحبه فقط که عفو وکړې ښه به ځکه وي چې ستاسو د منطقي او علمي دلايلو په وړاندې کولو د علم معراج هم په سجده شو! بې سوادي ده څه وکړو اوس خداي راپيښه کړې ده انشأالله دا به سم شي ډاډه اوسئ تشويش ته لار مه ورکوئ بس تاسو دې خداي ژوندۍ لري!
-------------------------------------------------------------------------
غروا ل صاحب !

له دې پرته نور ډېر تشويشي شيان شته چه لکه سرېښ په افغانانو پورې نښتي خو اوس ورسره مو نږ ټول عادي شوي يو٠ يواځې خبره په هغه څه کی ده چه ماته ناسم ښکاره شوي او ما جرأت وکړ هغه می په تنز کی بيان کړه ٠ زه پوهېږم چه په پښتو ژبه کی تنز څوک نه پيژني او د يوه لنډ بحث غوسه بې اندازې اوږده وي ٠ دې ته هم زما فکر نه شو چه که په پښتو کې د اوږدو بحثونو زغم وای نو اوس به کتابخانې ډکې وای ٠

چه پښتانه پری خوښيږي نو ولې به غم کووم چه يوڅو شمله دارې خبرې لکه ددنيا نابغه ، غېرتي ، پوه ، باتور ، جنګيالي ، خپلواک او لوړ خلک پښتانه دي ٠
نورنوخدای ښه پوهيږي

درنښت

يوڅوک

په درناوې
_________________


Anonymous
25.06.2005

ښاغليو غروال صيب اويو څوک وروره سلام٠
خير دۍ خفه کيږې سره مه،بعضی وخت لفظی غلطې منځ ته راځی٠
زه په دی باور لرم چی ستاسی تر منځ ډير څه مشترک شته٠
يو افغانيت، وطن سره مينه،استعداد،ښه والۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او داسی نور٠
بريا لي اوسئ٠
کڅوال٠


Anonymous
25.06.2005

ټولو ليكوالانو او لوستونكو ته سلامونه وړاندي كوم.
له ټولي وړاندي له ټولو څخه غوښتنه كوم چه په غړيدلو سترګو ولولي چه [color=white:62947e32cf]وطنپال او پتنګ[/color:62947e32cf] دوه جدا انسانان دي. او له بي پرتوګه خبرو څخه پرهيز شي.
د ليكنو جواب په مختصر ډول ليكم:
[color=darkred:62947e32cf]نقاد جانه ته:[/color:62947e32cf]
= ګله چه هرڅه وه خو دغه څاروان ډير چالاكه تروريست دي فقط د هغه چالاكې ته مي ديتاسو پام راګرځولو نه دا چه د څاروان پرځاي درته جواب ووايم.او بله دا چه په ټول افغان كې اكثره ليكوالان يو او بل هيڅ نه پيژني ليكن فكري يو والي يي سره په يوه ليكه كې دروي.
[color=brown:62947e32cf]غروال صاحب:[/color:62947e32cf]
= غروال صاحبه كه په موضوع كې دى ليكني وه ګوري نو هغه شكونه چه لوستونكو ته پيدا كيږي په خپله به پري پوه شي، زه ډير علم نه لرم او نه د اوږدو بحثونو توان خو دومره درته وايم چه غروال صاحب چه څه ليكي يوځل نيم يي مخكې له نشر كولو څخه لوله ځكه كه په ليكنو كې د ترور غندلو خبري شته خو د موافقت خبري دي هم شته.او بله رورجانه چه څاروان ترور ته جهاد واي او كه يا زه يي له بحثونو څخه دومره پوهيدلي يم دي په دي فكر دي چه [color=white:62947e32cf]كافر د تروريست نوم د هغه مسلمانانو لپاره استعمالوي چه په خپل هيواد كې ځان ددوي لپاره د سترګو اغزي كوي [/color:62947e32cf]يعني هغه مسلمان ته كافر تروريست وايي چه هغه په دي فكر وي چه كفري قواوي بايد د مسلمانانو د خاوري څخه ووزي خو دغه كار د سياسي لاري پرځاي د ټوپك پر شپيلي كوي خو څاروان بيا داسي ناري وهي كه دغه كار كول تروريستي عمل وي نو وه زه تروريست يم. او همداسي روره څاروان چه ترور د شړلو او لوستلو په معنى استعمالوي نو ګوره [color=darkred:62947e32cf]دا ترور لفظ په همدي معنى ننګرهاريان په عادي خبرو كې هم استعمالوي نو [/color:62947e32cf]څاروان په پښتونخوا كې اوسيږي دا امكان دي ولري چه بس په مغذو كې يي همدغه يوه معنى ناسته ده ځكه كه ته يي ليكنو ته پام وكړي نو د څوځاي ليكلي چه په چيچينيا، فلسطين او .......... مجاهدينو ته ځكه تروريستان ويل كيږي چه دوي كفري مستعمرينو د خپلو خاورو څخه ترور كوي يعني شړي.
غروال صيب خبره رانه اوږده شوه خو دا درته وايم چه ترڅو په افغانستان كې خارجي فوځونه وي نو طالبان او پلويان ئي د عامو خلكو په مغذو كې د همدي فكري په ورمنډلو سره چه صليبي فوځونو هيواد قبضه كړي خلك راپورته كوي ليكن چه كله دغه پوځونه كډه شي بيا به د دوي دغه بانه وركه شي او په خپله به ساړه شي.
[color=white:62947e32cf]مولوي حليمي صاحب:[/color:62947e32cf]
=مولوي صاحب زه درته نور څه ليكل نه غواړم خو [color=darkred:62947e32cf]داسي په رڼو سترګو د خبري څخه انكار او په هغي چپ پاتيكيدل راته د انصاف څخه لري ښكاري [/color:62947e32cf]ځكه ما درته د غروال هغه ليكنه وه ښودله چه هغه پكې ترور د شړلو او ايستلو په معني بيان كړي او هغه په خپله ليكنه كې د هغي نور وضاحت هم كړي او ته يوځل بيا انكار ترينه كوي چه نه دا كار مونږ نه دي كړي ځكه تا ليكلي: == نه وروره : ترور نه ما او نه ښاغلو دانشمندانو نقاد صاحب ،غروال صاحب په شړلو او استلو ښودلې======= بس مولوي صاحب دي كار دي خوند ونه كړو.
وطنپال


Anonymous
25.06.2005

پتنګه جانه السلام عليكم
روركه ځما د ليكني په وجه چه كومي بي پرتوګه خبري درته بعض وروڼو ليكلي خوا پري مه بدوه او ګوره خيرا ميرا راته ونه كړي ځكه زه له دي شي څخه بيريږم. او كه په غوسه يي راته نو بخښنه درڅخه غواړم.

وطنپال


نقاد
25.06.2005

وطنپاله وروره سلامونه، تاسو له پتنګ څخه داسې غوښتنه کړې چې:
[quote:7565d03754]روركه ځما د ليكني په وجه چه كومي بي پرتوګه خبري درته بعضې وروڼو ليكلي خوا پري مه بدوه ... او كه په غوسه يي راته نو بخښنه درڅخه غواړم. [/quote:7565d03754]
او زه له تاسونه دغه بښنه غواړم که چيرې د پتنګ د ځينو ليکنو له امله
مې هغه ته ستاسو په ورته ليکنه د نوموړي د ليکنې ګمان يوه تيروتنه وي .
د تيرپالو او شاتګوالو په وړاندې مو قلم تاند او اند مو څپاند غواړم .
د ترور په اړه همدومره لنډوم چې پوهيزونه او مفاهيم څوک په خپله خوښه نشي کږولی او خپلې انګيرنې ته هم د پوهيزتاج نشي ور پسر کولی، نو نه زه ، نه څاروان او نه هم بل اوبل کولی شي يو داسې نړيوال معلوم پوهيز لکه ترور ته په خپله خوښه يو شخصي تعريف راوباسو . ستايې نغوته چې په ننګرهار کې
ترور (Terror) د شړلو په همدې معنی شته، د حيرانتيا خبره ده، ځکه ترور
انګيسي کلمه ده نه پښتو ، نو په ننګرهار کې د ترور کلمه ، چې پښتو و اوسي ،
په دغه عنی له کومه شوه؟ البته ترور د (ت ) په فتحه (taroor ) شته او وار خطا ته وايي ، نه ترهګرۍ ته او نه هم شړلو ته ! څوک ترور (taroor) کول يعنې دچا وار خطا کول دهغه وارخطا او ترور شوي کس د وتلو او شړلو سبب هم وګرځي، بيا هم ترهګرۍ( Terror) ته نه وايي . په مينه او درناوي .



څاروان
26.06.2005

محترم نقاد صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم او زما لخوا يي هم قبول كړه.
ښاغلي زما ليكنه يوه عامه بڼه لري او[color=white:eef5d7be59] په دي هنداره كې چه تاسي خپل ځان ويني نو څاروان ځان په دي كي كوم مجرم نه ګڼي.[/color:eef5d7be59]
نقادصيب مونږ او تاسي د ليكوال څيره نه وينو بلكي ليكنه يي لولو او په خپل نظر پري څرګندوو نو كه څوك په كوم نوم ليكنه كوي زه يي ددي كار سره كوم تضاد نه لرم ځكه زما د هغه د نوم نه بلكي ليكني سره كار دي او دا كار مي تر اوسه نه دي كړي چه كوم ليكوال ته ووايم چه ته په فلاني او فلاني نوم ليكني كوي خو لوستونكې پوهيږي چه دغه كار د چا عادت دي. زما په خپله د مږي عادت نه خوخيږي چه كله د يوي او كله د بلي سوړي څخه سر راباسي او نورو ته هم وايم كه دغه عادت لري بايد ايله ئې كړي.
نقاد صيب سره ددي چه تاسي د لويديځوالو څخه دفاع كوي او ددي سره ما درباندي د هغوي د غلامي تور لږولي وي خو په مقابل كې سره ددي چه زه د پاكستان څخه دفاع هم نه كوم تاسي راباندي د پنجابيانو د غلامي تور لږولي خو به هرحال زه دا موضوع نه راسپړم ځكه ټولو لوستونكو ته معلومه ده چه چا په چا كوم تور لږولي او څومره حقيقت لري.
په فورم كې هركس حق لري چه د چا ليكنه يي خوښه شي په هغي خپل نظر څرګند كړي او يا يي خپل حريف ته د دليل په توګه كار ترينه واخلي لكه څنګه چه اوس دغه وطنپال اشنا كړي.
[quote:eef5d7be59]نقاد صيب ليكي:
[[ته څه فکر کوې ، دغه ديني د ﻻيل چې ته يې نن ناحقه د وطن د ورانولو په ﻻر کې د طالبانو او القاعدې له پاره کاروې، د وطن د ودانولوپه ﻻر کې د طالبانو او القاعدې پر ضد کارولای، ز ما په شمول به ډيرو مترقي لوستونکو ترې استفاده نه وای کړې؟]][/quote:eef5d7be59]
نقاد صيب لومړي كه په انصافي نظر وه كتل شي [color=darkred:eef5d7be59]زما ليكني د صليبي مستعمرينو په خلاف دي نه د طالبانو او القاعده په موافقت او همدارنګه نه د وطن د بربادي او ورانولو د هدف لپاره.[/color:eef5d7be59] په هيواد كې د صليبي مستعمرينو سره نن يواځي طالبان او القاعده لاس او ګريوان نه ده بلكي كه وضعي ته فكر وكړي نو په دي به وه پوهيږي چه هغه مهال چه صليبيانو په كابل كې د خپلي بري جشنونه لمانځل دوي په دي فكر وه چه په افغانستان كې مجاهدين په قبر كې ايښودل شوي مړي دي فقط د ښاور د راړولو كار پري پاتي دي خو نن دوي په دي پوهيدلي چه افغاني غازيان هغه د اوسپني نيني دي چه په جولو ئي بغير د خپلو غاښونو د خرابولو څخه بله كومه نتيجه په لاس نه راځي او [color=white:eef5d7be59]د افغانانو په زړونو كې د ازادي ولولي د دوي شيطاني مكرونو او غوړو شعارونو نه دي مړي كړي نو ځكه ئې د خپل ميراثي مكر او فريب نوري لاري او طريقي غوره كړي.[/color:eef5d7be59]
به هر حال نقاد صيب زه د وطن ابادي په غلامي كې نه غواړم نن په هيواد كې د خپلواكې شمال په دريدو دي او د خپلوا كې ډيوه د صليبي يرغلګرو طوفوانو څپي يي د مړكولو په كوشش لالهاندي دي خو ته په دي طمعه يي چه د پسونو لار به خپله كړم او د ليوانو په څنګه كې به په ارامه ژوند وكړم نه هيڅكله نه ځكه چه كله دښمن په دي وپوهيدو چه د افغانانو د زور ټول بوټي وچ شول او ددوي ارواوي نور د هيڅ كوم ظلم په خلاف بغاوت نه شي كولي نو ته به هغه وخت دا احساس كړي چه د ظلم او وحشت د اور په سكروټو مو د امن دګلانو ګومان كړي ؤ او ځولي مو تري ډكي كړي وي.
نقاد صيب ما مخكې هم دا خبره كړي وه چه وطن يواځي د بيلډينګونو،ډيمونو، سركونو، باغونو او... ټولګې ته نه وايې، بلكې دا د انسان د هغه هستوګنځي نوم دي چه هلته د خپلواكې شما لګيږي. هلته د عدالت او برابري چيني راخوټيږي او هلته انسانيت پر ظالمانو او مظلومانو ويشل شوي نه وي.
[color=darkblue:eef5d7be59]نن په هيواد كې د حاكم ډلي او صليبي يرغلګرو د انصاف، عدالت او تمدن لمر د قندهار، باګرام په جيلونو كې ډير ښه زليږي.[/color:eef5d7be59]
[color=indigo:eef5d7be59]په پاي كې دغه دعا كوم چه الله پاك دي ماته هيڅ كوم داسي توفيق نه راكوي چه زه دي د خپل قوم سر غداري وكړم او په هيواد كې د يرغلګرو صليبيانو د خوشحاله كولو لپاره خپل مسلمان ملت د غلامي په ځنځير كې د كلكولو په لاره كې ورسره كومك وكړو.آمين يارب العالمين.[/color:eef5d7be59]

د صليبي يرغلګرو او د قوم د غدارانو د تباهي په هيله
يوسف څاروان


Anonymous
26.06.2005

څاروان صيب پخير او پخيرونو
سلام قبول کړه دلته بحث ټول بلې خوا تللۍ دي او زه خپله کمپيوتر نلرم کله يوه کره کله بل کره ليکل کوم
زما پوښتنې ځواب درک نشته
١ ، اوس چي حکومت سره څوک کار کوي هغوي ته ته ګوډاګيان وايي خو پوښتنه دا ده چي د تا په نظر ترور يي رواه دي کنه؟
٢، بله پوښتنه دا ده چي د جهاد امر چا ورکړئ دي بغير د ګلبدين او طالبانو؟ اوس ته څوک يي؟ اصلي خبره وکړه جنګ و جدل بس دي کنه ولې مو په،،،

وسلام
شاکرالله


نقاد
26.06.2005

ښاغلي څاروان صيب ته سلامونه او نېکې هيلې!
که تاسو د مخه مشخص هغو اقتباسونو ته نغوته نه وای کړې چې چا دنابللي په نامه راخيستي (کارولي )وو ، په هغه حالت کې مو دغه ادعا سمه او په رښتيا عامه ګڼل کيدای شوه چې ګواکې [quote:7dcdd192c8] زما ليكنه يوه عامه بڼه لري او په دي هنداره كې چه تاسي خپل ځان ويني نو څاروان ځان په دي كي كوم مجرم نه ګڼي. [/quote:7dcdd192c8] څاروان صيب که په د روغو سره تورلګولوته په ليکوالۍ کې جرم نه وايې، آخر بل کوم نوم خو به ورته لرې، ايا په قصدي توګه د تور لګو لو په مټ دبل ليکنه تحريفول يومباح کاربولئ ؟ اوکه په تيروتنه کې شوې وي بښنه غوښتل د څه لپاره پيداشوي دي ؟
پتنګ خو په مستقيمه توګه دروغجن تورلګولی و اوتاسو په نامستقيمه خو معلومالحاله توګه ، ولې تراوسه نوموړي د الوښه ونه ښودله چې بښنه وغواړي، خو تاسې هم په خپله تيروتنه تراوسه پورې سترګې پټې کي دي.
ستاسې دا خبره پرځای ده چې [quote:7dcdd192c8] مونږ او تاسي د ليكوال څيره نه وينو بلكي ليكنه يي لولو او په خپل نظر پري څرګندوو نو كه څوك په كوم نوم ليكنه كوي زه يي ددي كار سره كوم تضاد نه لرم ځكه زما د هغه د نوم نه بلكي ليكني سره كار دي [/quote:7dcdd192c8]خو ددې اصولي جملې سره مو دا خبره هم تړلې ده چې [quote:7dcdd192c8]او دا كار مي تر اوسه نه دي كړي چه كوم ليكوال ته ووايم چه ته په فلاني او فلاني نوم ليكني كوي [/quote:7dcdd192c8] ، نو وروره دا جمله دې هم رښتيا ده او هم نه ده : رښتيا پر دې ده چې په نوم دې څوک نه دی ياد کړی. خو ناسمه په دې ده ، لکه پورته چې مې وويل ، د اقتباس شويوجملو ليکوال مو مطلب و او هغه ليکوال نقاد و.ـ که تاسو پرې منکرياست چې مطلب مو نقاد نه وه ، بيا ولې نه ليکې چې نقاد زما هدف نه و؟ بر عکس پورتنۍ جمله داسې غزوئ چې : [quote:7dcdd192c8]خو لوستونكې پوهيږي چه دغه كار د چا عادت دي.[/quote:7dcdd192c8] ايا دغه لو ستونکی خوبه له مدعي پتنګ سربيره بل پخپله تاسو نه ياست څاران صيب (؟ ) چې داسې ښه ترې خبر ياست (؟) چې د چا او چاپه برخه کې دوی څه او څنګه فکر کوي؟ آيا دا لوستونکي لومړی له تاسو سره مشوره کوي چې د چا په اړه څه او څنګه فکر وکړي (؟ )

په هرصورت څاروان صيب د يوه رغنده بحث له پاره اړينه بريښي چې خبرې له شخصي رنګ څخه وساتل شي .

[quote:7dcdd192c8]نقاد صيب سره ددي چه تاسي د لويديځوالو څخه دفاع كوي او ددي سره ما درباندي د هغوي د غلامي تور لږولي وي خو په مقابل كې سره ددي چه زه د پاكستان څخه دفاع هم نه كوم تاسي راباندي د پنجابيانو د غلامي تور لږولي [/quote:7dcdd192c8] وروره زمونږ ګناه د افغان ولس له پاره ان د نجيب ، مجاهداو طالب د قدرت د وختونو را په دېخوا د يوشي غوښتنه وه ، هغه غوښتنه اوس هم ده او په راتلونکې کې چې امريکايان ﻻړ شي هم به وي :
هغه صف د اولسواکۍ پلي کول دي! دا د لويديځ سره هيڅ تړاو نه لري ، بلکې په شپيتمو کالونو کې د اولسواکۍ له پيل را هيسې دا غوښتنه شته او تر څوپورې چې پلې نشي، له منځه ه نه ورکيږي . لويديځالو نه د افغانانو د
مقاومت په وخت کې،نه د مجاهدينو نو دقدرت اونه طالبانو دقدرت په و خت کې ددموکراسۍ پوښتنه کړې ده،
حال داچې د اولسواکۍ غوښتنه دافغانانو خپله زړه غوښتنه ده. پر دې باندې چاته د لويديځ غلام ويل له طالب پرته بل څوک نه وايي او نه يې مني ، ځکه په هغه وخت کې په هيڅ دموکات دلويديځ د غلامۍ تور نه و، بلکې بهترين ملتپال ګڼل کيدل او ښه د موکراتان وو.ـ خو ستاسو تبليغ د افراطي طالبانو تبليغ دی، او څنګه چې افراطي طالبان د پاکستان غلامان بلل کيږي ، نواوس په کې ته ځانته ځای خوښوه چی څه درته ووايو؟ تاسو خپل دريځ له افراطي طالبانو څخه بيل او توپير کړئ چې په همغه اندازه د پاکستان له ګوډاګيتوب څخه هم بيل او جلا وشميرل شئ .
بله اساسي خبره مو داده :
[quote:7dcdd192c8]ما مخكې هم دا خبره كړي وه چه وطن يواځي د بيلډينګونو،ډيمونو، سركونو، باغونو او... ټولګې ته نه وايې، بلكې دا د انسان د هغه هستوګنځي نوم دي چه هلته د خپلواكې شما لګيږي. هلته د عدالت او برابري چيني راخوټيږي او هلته انسانيت پر ظالمانو او مظلومانو ويشل شوي نه وي. [/quote:7dcdd192c8]
څاروان صيب خبره مو سمه ده خو بياهم خوله له د ملاشاګل غواړي :
د وطن آزادي ګټل مشکل دي خو ساتل يې تر هغې ﻻ زيات مشکل دي . هغه څوک چې د آزادۍ د ګټلو په آرزښت نه پوهيږي ، هغه يې د ساتلو په ارزښت هيڅکله نه پوهيږي . طالبانو ثابته کړه چې نه ورته د آزادۍ ګټل او نه ساتل اهميت درلود، صرف د قدرت طالبان وو ، ځکه خو يې د پاکستان او القاعدې ﻻسوهنوته ﻻره هواره کړې وه او د وطن ازادي يې د نورو ګواښونو په وړاندې هم نه ساتله، نو ځکه يې د وطن پر آزادۍ باندې د سپتمبر د ١١ نيټې لوبه پيل کړه ! عمل وښوده چې دا بريد پر واشنګټن او د سوداګرۍ پر نړيوال مرکز نه بلکې د افغانتان پر ملي آزدۍ او خپلواکی پر کابل او کندهار بريد و چې طالب او القاعده پيل کړ او پايلې يې طالبان د ښنګرو په سترګو ويني خو د سر او عقل په سترګو يې ﻻ اوس هم نه ويني!
نو که د وطن پر آزادۍ له دومره سختو نادودو وروسته اوس يو افراطي طالب لکه څاروان ورور يا بل يا بل راپاڅيږي او د وطن د آزادۍ او خپلواکۍ خبرې وکړي، آيا دا د خلکو په سترګو کې شګې شيندل نه دي؟
[color=blue:7dcdd192c8]طالبانو تر نن ورځې پورې د افغانستان کړيدلي اولس سره ژمنه او وعده ونکړه چې قدرت نه غواړي او صرف في سبيل الله جهاد کول غواړي! که دوی ددی تضمين کړې وای چې له سياسي قدرت او واکمنۍ څخه به ليرې ګرځي ، ښايي د هدف په روڼ والي او شفافيت يې د خلکو باور رالی وای او اولس ورسره دريدلی وای . خو دا کار ددوی ازښت د پاکستان له پاره ه منځه وړي او په خپلو ومو سياسي غرضونو هم بيا ني بريالي کيدلای، نو دې ژمنې ته نشي حاضرېدلی. خو تر څو پورې چې قدرت ته د طالبانو د رسيدو خطر موجود وي، تر هغې پورې به دوی د افغان ولس له خوا له ماتې سره مخامخ اوسي ! والسلام [/color:7dcdd192c8]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more