نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا څه حال دۍ وروڼو؟ او ولې؟
Anonymous
29.05.2005
[color=red:d86961b1b6]په کندهار کې دعلماو دشورا مشر ووژل شو[/color:d86961b1b6]
دکندهار ولايت دديني علماو دشورا مشر مولوي عبدالله فياض دخپل کارپه دفترکې دناپېژاندو وسلوالو له خواووژل شو، خو ځينې خبري رسنۍ داهم وايي چې نوموړی هغه مهال ووژل شو چې دښارپه منځ کې یې په خپل موټر کې سفرکاوه.
نوموړی دطالبانو دتګلارې مخالف او په سيمه کې دکرزي ملاتړی و.
تراوسه ددې پېښې پړه چانه ده منلې.
له سيمې نه وروستي رارسېدلي خبرونه وايي چې طالبانو دنوموړي د وژلو مسووليت منلی
زه دا عمل ته څه ووايم؟ ترور که غزا؟
مسلمان نه وؤ اوکه افغان نه وؤ؟ ګناه يې دا وه چې د کرزي حکومت ملاتړۍ وؤ؟
اخر کله به سړي کيږو؟ او اخر غواړو څه؟ داسي کارونه به مونږه چيرته ورسوي؟
ته خلک وګوره چې مريخ ته خيږي او ته مونږه وګوره؟
زه داسي پوښتنه کوم چې دا نړۍ به څه وايي چې دا افغانان څرنګه خلک دي؟
بس په شرمو وشرميدو خو بيا هم نه شرميږو داسي نده؟
توبه!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
:cry: :oops:
شاکرالله
Anonymous
29.05.2005
وروره دا مرګ جنايت دي او قاتلان يې بايد محاکمه شي٠
دا خو لا څکه وي نور به له دې بد تره حا لت ووينې .
دسر ملي سړی نلرو او ددي فجايا ؤ ګناګران امريکايان دي چې بي دکرزي له اجازي څخه نر او ښڅې تلا شې کوي او زمونږ عنعناتوته هيڅ احترام نلرې٠ نو دلته وروره ز مونږ داساسي دښمن پا کستان غوا لنګه ده او خپلو مردار خوروته اصلحه ورکوي چي په هغه باندي لاري، پلونه او خپل وروڼه وژني٠
لعنت دې وې په قاتلېنو چې بيګنا بيله محکمې خلک وژنې ٠
قالو انا لله وانا اليه راجعون اوخدا ی پاک دي ورور وبخښي٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
Anonymous
30.05.2005
[quote:d252265a2e][quote:d252265a2e="Anonymous"]وروره دا مرګ جنايت دي او قاتلان يې بايد محاکمه شي٠[/quote:d252265a2e] پتنګه وروره، ستا ليکنې چې سړۍ وګوري هيښ پاتې شي، کله د ښکيلاکګرو او د هغود(( ګوډاګيانو)) ترور غاړې بيا د دغه سړي وژنه داسي لنډ غوندې وغندې،د ايټالوۍ ښځې تښتونې ته غير افغاني عمل واېې خو د صليبېانو ترورترويج کوې، پاکستان ته همېشه کنځل کوې خو طالبان تأېيدوې [quote:d252265a2e]ز مونږ داساسي دښمن پا کستان غوا لنګه ده او خپلو مردار خوروته اصلحه ورکوي چي په هغه باندي لاري، پلونه او خپل وروڼه وژني٠ [/quote:d252265a2e]
[/quote:d252265a2e]،د ايران او روسيې نقشونونو ته دې هېڅ پام هم نه وي ،پښتانه پښتانه ډېر وائې خو دهغو د موجوديت په اولويتونو(PRIORITIES) باندې ځان ناګاره اچوې، په عوض د دې چې دپښتنو د بقا لارې چارې وسنجوې ډېر په ګرمه ککره هغوۍ په کنده کې د ځان اچولو دپاره دعوتوې، بڼسټپالنه او تشدد ستا غوره نسخه ده د او لې داسې کوې؟؟؟؟
په درنښت
Anonymous
30.05.2005
قالوانالله وانااليه راجعون
ډيردخواشينۍ اوخفګان ځای دې چې پراسلام،سوله،ټولنيزعدالت اوهمدارنګه پرهېوادمين دينی عالم مولوی صيب فياض دعياشوعربولخواپه کرايه نيول شويو غلامانودټوپک ښکارشو.
دنوموړی له ﻻسه ورکول دافغانانولپاره يوه لويه ضايعه ده .الله پاک د ده ته أجرونه اودده کورنۍ اوخپلوانوته صبرونه ورپه برخه کړی .
له بده مرغه دالومړنۍ دينی عالم ندې چې ددوی له ﻻسه په شهادت رسيږی بلکې ډېرنوريی هم په وينو کې لت پت کړی دی .
له نېکه مرغه دهرې ورځې په تيريدو سره دوی خپل ښکرونه اوکرغيړن مخونه هېوادوالوته په ډاګه کوی .
ددوی لپاره بګرام اوګوانتاناموډيرښکلی اوپه زړه پورې ځايونه دی اوأمريکايي
کوماندويان اوياهم Bufallo soldiers له دوی سره ډېرښه پوهيږی .
پر دوی باندې زړه سوۍ ندې پکار!!!
په درناوی ،
اوپه ګران هېوادکې دسولې اوټولنيزعدالت په هيله!!!
نابلللۍ ميلمه
Anonymous
30.05.2005
هرڅوک چه د عرب ، پنجابي ، وروسي ، ايراني ، امريکايي ، دولتي ، مافيا قاچاقبرانو ، پخواني تنظيمونو او نورو لپاره قتل کوي دهيڅ ډول ترحم وړ نه دې او داسی جزابايد ورکړل شي چه نورو ته عبرت پاته شي ٠
دترومعنا داده چه انساني او اخلاقي لارې لمنځه وړل او بشري اوقانوني اصول دپښولاندی کول ٠
افغاني ټولنه سرترپايه تروريستي رواجونونيولې
پوښتنه داده چه ايا دظلم زور او ډار په وسيله يوڅوک په خپله عقيده کول انصاف دې ؟ اوکه وي کوم انصاف دې ؟
تبرګۍ
Anonymous
30.05.2005
وروره بد ته بد وايه ښه ته ښه ٠ زماليکنې ډيرې لنډې دي اويوه ډيره ساده پښتو مي ليکلې ده ،خو مهربانې وکړه په غور سره يې ولونه ٠ تهمت ښه کار ندی ٠
ايران اوروسان هم زمونژ تاريخي دښمنان دي ستا خبره درسته ده٠
دا لاندنۍجمله دې يو لوي تهمت دی :
[quote:8ed6693915]بڼسټپالنه او تشدد ستا غوره نسخه ده د او لې داسې کوې؟؟؟؟[/quote:8ed6693915]
يو مسال يې راکړه ? ماته به يې تل په کوچنيوالې کي ويلې ، هلکه درواغ مه وايه اويو ورڅ مې در واغ ويلي وو ، پلار مي دژرندې دپرچاو په يخو اوبو کې واچولم .
نو تا ته يې هم په کور کې ويلي دي چې درواغ مه وايه اوکه څرنګه چل و و ?????
دپښتنولي په مينه او دهغوی دترور په هيله څوک چې دپښتنو ښکلی او بي مساله کلتور له منځه وړي او په دالرو يې کچه کوې پتنګ
[quote:8ed6693915="ميلمه 3"][quote:8ed6693915][quote:8ed6693915="Anonymous"]وروره دا مرګ جنايت دي
او قاتلان يې بايد محاکمه شي٠[/quote:8ed6693915] پتنګه وروره، ستا ليکنې چې سړۍ وګوري هيښ پاتې شي، کله د ښکيلاکګرو او د هغود(( ګوډاګيانو)) ترور غاړې بيا د دغه سړي وژنه داسي لنډ غوندې وغندې،د ايټالوۍ ښځې تښتونې ته غير افغاني عمل واېې خو د صليبېانو ترورترويج کوې، پاکستان ته همېشه کنځل کوې خو طالبان تأېيدوې [quote:8ed6693915]ز مونږ داساسي دښمن پا کستان غوا لنګه ده او خپلو مردار خوروته اصلحه ورکوي چي په هغه باندي لاري، پلونه او خپل وروڼه وژني٠ [/quote:8ed6693915]
[/quote:8ed6693915]،د ايران او روسيې نقشونونو ته دې هېڅ پام هم نه وي ،پښتانه پښتانه ډېر وائې خو دهغو د موجوديت په اولويتونو(PRIORITIES) باندې ځان ناګاره اچوې، په عوض د دې چې دپښتنو د بقا لارې چارې وسنجوې ډېر په ګرمه ککره هغوۍ په کنده کې د ځان اچولو دپاره دعوتوې، بڼسټپالنه او تشدد ستا غوره نسخه ده د او لې داسې کوې؟؟؟؟
په درنښت[/quote:8ed6693915]
pattang
pattang
30.05.2005
دا پورتنۍ ليکنه:
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه ميئ 30, 2005 8:46 pm عنوان
په ما پتنګ پورې اړه لري اوخپل نوم مي هير شوی چې وئي ليکم نو معذرت غواړم
دپښتنوالي په مينه پتنګ
ع کريم حليمي
31.05.2005
پتنګه ځوانه ، څاروان صيب
تاسو دواړته سلام دۍ
ستاسو شخصي نظر څنګه دۍ ٠ د عبدالرب د زوئ (فياض ) د ترور په باب
چه قاتلان ئې ترورستان بولۍ اوکه مجاهدين ؟؟؟
Anonymous
31.05.2005
حليمی صيب سلامونه ،
دمولوی صيب دترورپه باب دپتنګ ژاړا د crocodile له اوښکوسره پرتله کيدای
شی . ځکه چې له يوې خوا هغه غندی اوله بلېخواخلک ترورته رابولی .
پاته شو څاروان ، دهغه تګلاره اوکړنلاره ټولوته دلمرپه شان روښانه ده .
روغ اوژوندۍ اوسی ،
نابلللۍميلمه
د پتنګ مشکل
Anonymous
31.05.2005
دا لاندنۍجمله دې يو لوي تهمت دی :
[quote:93645d7948]بڼسټپالنه او تشدد ستا غوره نسخه ده د او لې داسې کوې؟؟؟؟[/quote:93645d7948]
يو مسال يې راکړه ?
دپښتنولي په مينه او دهغوی دترور په هيله څوک چې دپښتنو ښکلی او بي مساله کلتور له منځه وړي او په دالرو يې کچه کوې پتنګ
[quote]
پتنګ اغا لرې ولې ځې؟ په همدغه جوابېه کې دې د ترور ترور بېا نارې وهلي ، نو څنګه چې مالوميږي ستا پرابلم يوازې ستا د کوچنيوالي په دراغو کې ندۍ بلکه تر اوسه هم دوام لري٠ فرضنا که ېو څوک ستا په اند د پښتنو د کلتور پلورونکۍ هم وي نو اېا ته دا قانوني صلاحېت لرې چې ته هغه ترور کړې اوېا کوم بل قاتل ته د هغه د وژنې (مالومداره چې ترور کې وژنه وي، تا خو به د څار وان ډيکشينرۍ نه وي په جيب کې اچولې؟) سپارښت او بلنه ورکوې؟؟
نو ها بل ملګري تا ته سم وئېلي چې دا عمل جهالت دۍ، ځکه ته د سمون اوعامه نظم لاره نه غواړې ، نو يا ئې علت په لنډ فکري او تنګ نظرې کې دۍ، يا خداۍ مکړه رواني ناروغۍ ده چې په هغه صورت کې د زړه له کومې درته صحت غواړم أو حتمأ دې ځان ډاکتر ته ښکاره کړه، تر ټولو بده به ئې دا علت وي ه چېر ې د روسانو د څارګرۍ د ﻻبراتوارونو د پلان او نسخوسره سم ځان دې د پښتنو په مينځ کې د سبوتاژ او ورانکارۍ لپاره توظيف کړۍ وي٠
را غلود اخلاقاتو هغه بخش ته چې تا د کوم پرچمي په حواله ياد کړۍ ستا په هاغه بل ځواب کې چې نابللي ميلمه ته دې ورکړۍ ، دومره درته واېم چې پرچميانو د يو سياسي کړنلارې په صيفت تشريح کول او افشا کول غوره دي، د اخلاقو دغه ډول ضعف په ډېرو چړېانو او په اصطلاح ((ملاېانو)) کې هم تېر شوۍ او داېو ه مالومه خبره د ه٠ نو د ځان د اصلي مقصد د پټولو په خاطر د په دې او هغې و ناڅاپه لګېدل به
درته هومره ګټه ونکړي، ځان مه په عزابوه، فنډمټاليزم، تروريزم، پاپوليزم٠٠٠ دا هغه شيان دي چې نن ټول په تېره بېا د ټول افغان مينه وال پرې ښه خبر دي او ته ئې هم خطا ايستلۍ نشې٠ ګوره چې خپه نشې، زه فقط بل ډول فکر لرم او تاسره شخصي عناد نلرم ٠
د پښتنو د ذهنېتونو او سترګو د روڼېدلو په هيله،
مېلمه 3
Anonymous
31.05.2005
حليمي صيب وعليکم والسلام !
ډير خوښ شوم چې خاصه پوښتنه دې راڅخه کړې ده خدای پاک دي تل راته ژوندی لره اود ستاسو اود نورو مشرانوخاص ځايونه د تل دي پښتنو په زړوکې وي.٠
محترم حليمي صيب زه مطلب ته را ځمه خو اول يو څو خبرې درته ليکم :
دترورڅخه اوس امريکايانو دخپلو سياسي ،تورو اواستعماري هدفونو لپاره يوه ډيره منفي کلمه جوړه کړې او په دي نامه ټول هغه ځايونه نيسي چې اقتصادي ګټي يې پکښې وي .
قتل ، وزنه او ترور ( په پښتنو کې) څه فرقونه لرې ٠:
ترور يو عمل دی چې هغه ناڅاپه عملي کيږي اوکله کله ډير بي ګناه خلک هم پکښې مري ،وزل کيږي او قتل کيږي ٠
دا عمل نا ځوانمردانه عمل دي خو دسياسي هدف له پاره ډيرو خلکو کارورځخه اخستی دی : لکه شامير، تيتو، چيګووار ، ماهو،عرفات اوپه يوروپ کې پخوا وختوکي په لبراليزم کې حتا دحکومت دټينګولو يوه اله وه٠
په قتل او وزنه کې مقابل طرف ډير او يا يو څه وخته مخکې خبر وي اويا يې حسه وي٠
په پښتنو کې ډير پخوااوهم اوس په عنعنتي ډول قتل رواج دی او يو حقوقي شکل لري ٠ خو فرق دغربيانو له ترور څخه دادی :
غربيان يې ترور بولې په خپله ژبه
پښتانه يې بدي بولي
ترورستان د ترور په تياري مقابله خوا نه خبره وې
پښتون خپل دښمن خبره وي ( ولا که دپريږدم ..........)
دترورستانو چې هر چيرته ﻻس بر شه ترور کوي نوکه لږ بيګناه مړه شول او که ډير٠
پښتون دکمره شاته پټيږي او يو واځي خپل دښمن وزني٠
حليمي صيب دترور په هکله نور تعريفونه نه ورکوم څکه چې ډيرې خبرې مو پرې
کړې دي٠ خو:
[b:4b50624791]<==[/b:4b50624791] ترور په کلاسيک ډول دپښتون کلچر او رواج ندی او ډير بد کاريې هم ګڼي٠
زه د غښتلي څاروان صيب وکيل نه يم او هغه ښاغلی ځانګړې خپلواکه شخصيت اوپه ټولنه کې خپل ځانګړی مسئو ليت لري٠
حليمي صيب تاسو فکر کوۍ چې زه / مونږ له غرو څخه را کته شوی يو :
دخداي بخښلې فياض مرګ ، قتل او وزنه يو جنايې عمل وو چې له جهاد سره هيڅ رابطه نلري او قاطېلينو ته يې با يد جزا ورکړې شي ٠
جهاد هلته روادی چې دسړې،په قوم ، ملت، ناموس اوخاوره بيګانه مذهبه خلک حمله وکړې ٠ د يوه مسلمان مرګ چې بي ګناه وي په پښتنولۍ کې ندي روا ٠ دهغه مرګ هلته روادي چې له دښمن سره يو ځاي کار کوي او درې واره يې اخطار ورکړې وي خو دی نوې راګر زيدلې ٠
حليمي صيب ! ډير پخوا زمونږ په کلي کې يوه سړې دخلقيانو په اولوکې به يې دکلي دخلقو مخبري کوله ٠ مجاهدين درې واري زما پلار ته راغلل او زما پلار ته يې وويل اکا ته ورشه پلانې ته ووايه چې مسلمانان مه خرڅه وه اوله دي مخبري څخه لاس واخله اوموږ درې واره په تا خپلې غاړې خلا صه وو ٠ خوپلاني نه منله اوخلقيانو په چل کې 11 نفره داخوانې او اشرارو په نامه زمونږ له کلې بوتلل چې نن هم زوندې زړنده ورک دې٠ نوبله ورځ دغرمي په وخت کې درې نفره کلې ته راغلل تورتور اور بوزونه يې وهلې وه او ورناري يې کړې او فلانيه دلته راشه خبرې درسره کوونو هغه سړی هم راغی او دجوارو پټې ته يې بوت هلته يې درب درب په توپکووويښت او مړ يې کړ ٠
حليمي صيب خداي پاک د وکړې چې زما دکسې (قسي) په مطلب پوه شي٠
په پښتني مينه ستا سو پتنګ
[quote:4b50624791="عبدالکريم حليمي"]پتنګه ځوانه ، څاروان صيب
تاسو دواړته سلام دۍ
ستاسو شخصي نظر څنګه دۍ ٠ د عبدالرب د زوئ (فياض ) د ترور په باب
چه قاتلان ئې ترورستان بولۍ اوکه مجاهدين ؟؟؟[/quote:4b50624791]
Anonymous
01.06.2005
اوس نو دا هم رواج شو، په جومات کې ((مسلمان)) ترور کوي تر څو خپل ((اسلام)) وګټي، دا رقم اسلام خو مالوم وه چې اسلاميزم او تروريزم دۍ ، منګر پتنګ ورور ئې بېا پښتونولي هم بولي، چې ګڼي وژنه او قتل روا دۍ، ګرانه د پښتنو او يا دبل هر قوم زاړه او منفي عنعنې نه يوازې د تائېد وړ نه دي بلکه باېد د تمدن په ساحه کې دقانون په سيوري کي له منځه يووړل شي، ځانځاني عدالت که هر څوک په خپل اند شوع کړي نو تاسو ئې اندازه لګولۍ شئ چې څه عواقب به لري، دا ټوله کيسه هم په همدې څرخي چې افغانستان ته بايد د قانون ( چې ټولو لپاره يو وي) حاکميت او واکمنئ راشي٠ هو ، پښتانه ځني شيان لا صرفأ د دود او پښتونوالئ په دستور حل کوي ، منګر کرا کرا د دې وخت راغلۍ چې جنائي قضاېا دې په محکمه کې او د سرتاسري قانون په مرسته حل او فصل شي٠ دا چې زمونږ خلک ترننه پورې د قبيلوي دود دستور پيروي کوي د دې مانا دا نه ده چې دا دې نو همداسې وي او تر قيامته به پښتون تمدن ردوي٠
Anonymous
01.06.2005
داپښتونولي ده چه دخدای په کور کی قتل کوه ؟
خوزه دغسې سپک کار په حقيقي پښتنو نه وراړوم بلکه داسې قاتلان چه دخدای لحاظ هم نه کوي پردي مزدوران دي چه پښتون قام ژوندته نه پرېږدي ٠
دداسې ترورونو مسؤليت دهغه چا په غاړه دې چه پخپله دصليبيانو په ملکونوکی پراته دي او له هغه ځايه ترورونوته لمن وهي لکه پتنګ اوڅاروان٠
Anonymous
01.06.2005
څاروانه تا ته واېم ، هغه جنت دې چې نورو تروريستانو ته دې ور په برخه کېدو ضمانت کاوه ، اېا د خداۍ د کور په حريم کې د امنېې د کومندان (او نورو ٢٠ تنو انسانانو، افغانانو، مسلمانانو)د دغسې سپين سترګي ترور کوؤنکو ته هم ورکول کيږي او خپل د دې جنايت په بدل کې به زلالې انتحورې څښي؟ ؟ ؟ نوموړۍ کومندان هم ستاسو په اند د صليبېانو ګوډاګۍ ؤ ، ځکه د کابل د امنېې کومندان وظيفه همداد ه چې ملک له تروريستانو څخه پاک کړي، غلۍ کېږه مه، جرئت وکړه
او د حقيقت په وېلو ځان د ګناه نه وژغوره٠
Anonymous
01.06.2005
په خبر خو نه پو هيږې ما خو چې هر څومره درته وليکل خو ته مې هغې بلې خواته
ټيله کوې نو اڼډيوا له ستا په خوله نه څوک تروريست کيږې اونه بل شي ٠
ستا خپله لار زما خپله دهر چا خپله عقيده په خبر پوه شوي که نه او که نه يې پوه شوي نوبيا د بل واره سم په پښتو پو هوم٠
[quote:7f948f4db1]دداسې ترورونو مسؤليت دهغه چا په غاړه دې چه پخپله دصليبيانو په ملکونوکی پراته دي او له هغه ځايه ترورونوته لمن وهي لکه پتنګ اوڅاروان٠[/quote:7f948f4db1]
دا پورته جمله دي څه مانا لري دجومات ترور دپتنګ په غاړه ??
په دي سويه او پوهه او نيت غواړې چې د فغانستان دخلکو لپاره خد مت وکړې ??
خداي پاک د قدرت په لاس نه درکوې اوستا غوندې مريضانو ته قدرت په لاس ورغی روغ خلک به ليونې کړې .
د پښتنولي په مينه او د مريضانو د تداوي په هيله پتنګ
[quote:7f948f4db1="Anonymous"]داپښتونولي ده چه دخدای په کور کی قتل کوه ؟
خوزه دغسې سپک کار په حقيقي پښتنو نه وراړوم بلکه داسې قاتلان چه دخدای لحاظ هم نه کوي پردي مزدوران دي چه پښتون قام ژوندته نه پرېږدي ٠
دداسې ترورونو مسؤليت دهغه چا په غاړه دې چه پخپله دصليبيانو په ملکونوکی پراته دي او له هغه ځايه ترورونوته لمن وهي لکه پتنګ اوڅاروان٠[/quote:7f948f4db1]
Anonymous
01.06.2005
ګوره پتنګه جانه او خانيه!!!!!!!! بيا د خرابه خبره ليکلي ده پوي شه کنه
(((په خبر پوه شوي که نه او که نه يې پوه شوي نوبيا د بل واره سم په پښتو پوهوم ٠
)))
دا څه مانا؟
اخطار مه ليکه ښه کار ندي که اخطار ندي نو بيا څه دي؟
شاکرالله
Anonymous
01.06.2005
((په خبر خو نه پو هيږې ما خو چې هر څومره درته وليکل خو ته مې هغې بلې خواته
ټيله کوې نو اڼډيوا له ستا په خوله نه څوک تروريست کيږې اونه بل شي ٠ ))
خوکله چه پخپله خوله د تروريزم شعار ورکړې اومونږ ته هروارڅرګنده شوي وي چه څومره په ترور ميين يې ځکه چه دامين په وخت کی بياد نجيب په وخت کی بيا دطالبانو په وخت کی به دې بېګناه افغانان په يوه اوبله پلمه ترورکړي وي ٠
دالاندې ستا خپل شعاردې نويوځل يې بيا دريادوم ترڅو پوه شې چه مونږ حق په جانب يو ٠
))))))دپښتنولي په مينه او دهغوی دترور په هيله څوک چې دپښتنو ښکلی او بي مساله کلتور له منځه وړي او په دالرو يې کچه کوې پتنګ ))))))
اوداسی بياليکې :
((ستا خپله لار زما خپله دهر چا خپله عقيده په خبر پوه شوي که نه او که نه يې پوه شوي نوبيا د بل واره سم په پښتو پو هوم٠ ))
لوګريه بيځايه خېزونه مه وهه ګوره بيځايه به جرمني درڅخه پاته وي ٠ داخوواضح ده چه هر څوک په خپل اختيا ر په لاره ځي مګرکه په مشترکه لار ځې اوبل ته ضرر ورسوې نو د خلاصې نه يې ٠ همدغه علت دې چه ستادتروريستي احساساتو اودپښتون په نوم ذهرجنو اوورانکارو تبليغاتو مخه بايد ونيول شي ٠ ددې ترڅنګه په مختلفونومونو دنورو سپکاوې کوې چه ددې حق نه تاسره دې اونه دبل سره ٠
که ته وايې چه ته دبيان حق لرې نوبل هم همدغه وايي اومونږ دهرچاعقيدې ته ترهغه ځايه احترام کوو چه دعامو خلکو د نقصان باعث ونه ګرځي ٠
روکيه !
که ته فکر کوې چه په ټولو پښتنو اوافغانانو کی يواځی ته وطنپرست يې نو دغه سهوه مه کوه ځکه چه ستانه زياته اوستاڅخه پخوا لا افغانانو قرباني ورکړې [color=white:5cd72899e0]٠ هغه وخت چه ته روسپرست وې او خوله دې په هورا شکېدلې وه [/color:5cd72899e0]مونږ دوطن دژغورلو لپاره له هرڅه تير شوي وو اوهغه احساس لاتراوسه راسره دې ٠ نوځکه تاته سخته ده چه ما پوه کړې ٠
جج
نوره دی خوښه خپله
څاروان
04.06.2005
ګرانو لوستونكو ورسته له سلامونو څخه
وړاندي له دي چه د اصلي موضوع په اړوند څه وليكم غواړم د لوستونكو توجه يوڅو نورو خبرو ته هم را وه ګرځوم.
زه په خپله ډير كوشش كوم چه د منطق په فورم كې څه ونه ليكم ځكه نوري خبري خو پريده چه [color=white:f6df3659fd]دلته اكثره ليكوالان داسي خلك دى چه نوم هم نلري،[/color:f6df3659fd] او بد رد ويل ورته خوند وركوي چه د همدي امله ددغه خلكو اخلاقي امپير د څاروان په نظر له صفر څخه هم كښته دي. نو د دغسي خلكو سره بحث كول كومي پولي ته نه رسيږي [color=darkred:f6df3659fd]او د دغه ښاغلو په هره ليكنه كې داسي الفاظ شته چه دجواب په ويلو ئې څاروان د خپلي خولي خوند نه خرابه وي.[/color:f6df3659fd]
د [color=white:f6df3659fd]علماء ضائعه [/color:f6df3659fd]حقيقتاَ د قوم په نقصان ده خو افسوس چه په دي توره تياره كې دوست او دښمن پيژندل كيده. افغانانو چه څوك دوست ګڼلي همغه له ټولو څخه مخكې داړلي دي. او د افغانانو د نظر بدلولو لپاره ئې پړه په بل چا وراچولي ده.
به هر حال [color=darkblue:f6df3659fd]د قندهار د پيښي په اړوند څاروان خپل نظر په لانديني ليكنه كې څرګند [/color:f6df3659fd]كړي او دلته ئې د بيا تكرارولو ته كوم اړتيا نه ويني.
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه جون 02, 2005 12:48 pm عنوان :
[color=white:f6df3659fd]راځم د ترور خبري [/color:f6df3659fd]ته چه حليمي صيب ئې هم غوښتنه كړي.
لوستونكو ما چه د كوم ترور او د كومو خلكو د ترور جواز د اسلام فورم كې په ګوته كړي او مخالفينو هم راسره پري د منلو په معنى سر ښورولي [color=white:f6df3659fd]كه تاسي اوس مولوي فياض صيب په همغه خلكو په كتار كې دروي نو داستاسي خپل نظر دي[/color:f6df3659fd] [color=indigo:f6df3659fd]كنه نو څاروان په حكومت كې كاركونكو په اړوند هم هلته خپل نظر ليكلي[/color:f6df3659fd]. مهرباني وكړي هغه موضوع ولولي نو په خپله به پوه شي چه څاروان د مولوي صيب فياض وژني ته په كوم نظر ګوري.
د ګران هيواد افغانستان د دښمنانو د تباهي په هيله
يوسف څاروان
Anonymous
04.06.2005
ښاغلۍ څاروان ،
تاسوليکلی :
(((راځم د ترور خبري ته چه حليمي صيب ئې هم غوښتنه كړي.
لوستونكو ما چه د كوم ترور او د كومو خلكو د ترور جواز د اسلام فورم كې په ګوته كړي او مخالفينو هم راسره پري د منلو په معنى سر ښورولۍ . . . . . . . . . . . . . . )))
اوس به داسلام فورم ته ﻻړشو چې ستامخالفينو څه ويلی دی :
نقادصيب ليکلی :
((( سبحن الله ، ما شأالله ، حليمي صاحب سلام پر تاسې و رحمت الله و برکاته !
څاروان صيب چې ظاهرأ د طالب جان ځای ناستې ته کانديد او بډوهلی ښکاري،
ليکتوګه او استدﻻل يې هم ډير ورته بريښي، د طالبانو په دوديزه توګه د جنګ جګړې او ترهګرۍ اور ته د جهاد په نامه لمن وهي ، زيار باسي له جنګ ، ترور او جهاد څخه د بوسو ، پروړې او شفتلو ګډوله جوړه کړي اود څاروان په توګه يې په خپلو څارويو باندې وخوروي . د جګړې اور ته د هغه پر لمن وهلو باندې نن تاسو ډيرې سړې اوبه واړولې، جهاد، موله ترهګرۍ او د جنګ جګړې له نورو ډولونو څخه په روښانه توګه بيل کړ اودا هم په ډاګه شوه چې ددې بيلو شيانو ګډول بي غرضه نه دي . الله تعالی دې تاسو ته ددغه علمي جهاد ډيره ډيره مجرا درکړي .
ايمان مو نصيب، جنت الفردوس مو په برخه ، صحت مو ښه، بچي مو لوی او کور مو ودان حليمي صاحب .)))
ښاغلۍ څاروان :!:
پوښتنه مې داده چې :
أيا دېته تاسو سرښوراونه واياست :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?:
په درنښت
نابلللۍ ميللمه
Anonymous
04.06.2005
درنولوستونکوسلام ،
که دڅاروانجی ادعاته په غور سره ځيرشۍ اوبيا دنقادصيب ( سرښورونه ) وګورۍ
کيدلۍ شی چې له خندا څخه مو سږی وخوږيږی :D :D :D :D :D :D :D :D
زه خو نږدې دې چې له خنداضعف وکړم :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :
په درناوی
نابلللۍميلمه
څاروان
06.06.2005
5-6-2005
ګرانو لوستونكو ورسته له سلامونو څخه.
محترمو د نابللي ميلمه له پورتني دوه ليكنو به درته معلومه شوي وي چه دغه ښاغلي څوك دي؟ خو زما سر پر دي نه خلاصيږي چه كوربه ولي ځان اول ميلمه ګڼي او بيا نابللي.؟ به هر حال د ځان غولونكې هر وخت د نورو د غولولو ناكامه هڅه كوي. او كله د يوي او بلي ... لاندي ځان پټوي.
پښتو متل دى چه لمر په يوه ګوته نه پټيږي، د اسلام په فورم كې د كفارو د ترور موضوع كې ٩١ ليكنې شوي او لانديني ليكنه د څاروان ورستي ليكنه وه چه هغو ليكنو ته پكې اشاره شوي چه مخالفينو د څاروان سره يوي پولي ته رسيدلي او هغه سبب هم پكې په ګوته شوي چه د هغي له وجه په نوموړي موضوع كې څارون نور د بحث څخه لاس اخيستي.
هغه ليكنه داده:
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه ميئ 17, 2005 11:37 am عنوان :
زه دلته د ترور بحث ګرمول نه غواړم ځكه پر دي موضوع مې د اسلام په فورم كې كافي بحث كړي او ورستي ټكي مي هم ورته ايښي نو زما نظر لوستونكې هلته لوستي شي.
د هيواد د دښمنانو د تباهي په هيله
څاروان
Anonymous
06.06.2005
ساروانجی سلام ،
سينګه يي يار؟؟؟
ټيکټاک خو به يي کنه ، که سينګه يار؟؟؟
عرض مې داده جناب چې ايتاسو پو پورتنی تحريرکې ايما دتپوس جواب نيشتواو
زه دواپس داسلام فورم ته وليږلم .
الته مې بياپدې ګونانګاروسترګووليدل چې نقادتاسوته داسې ليکلی :
((( د قدر وړ ه وروره څاروانه عليکم سلام و رحمت الله و برکاته !
ستا مطلب په ډاګه دی چې وايې: زه خو مجاهد يم او جهاد کوم ، که څوک مې جهاد ته تروريزم او ماته تروريست وايي ، نو بيا تروريست يم .
ولې ته دغسې پاکه خبره نه کوې او نه يې کولیشې، ځکه ته يواځې جهاد نه غواړې ، ته غواړې چې له ترور څخه هم کار واخلې ، خو هغه هم بيا د جهاد په ډب کې وولې، داسې چې لومړی ورته روا عمل ووايې او بيا يې جهاد وبولې، په دې توګه هم خرما خورې او هم د ثواب په تمه نور مسلمانان غرقوې :
وګوره تا د جهاد تعريف راخيستی او د تعريف په منځ کې دې پخپله د ترور کلمه د جهاد پر ځای وضع کړې ده او ځيني ساده لوستونکي پرې تيرباسې : )))
جناب عاليقدرساروان ،
چاڅه تاته سرخورولۍ ستامريدان دی عليجناب،
نقاد اوداسی نوروتاسو ته سخت سخت ځوابونه درکړیدی يار!!!
بده خبره پتاښه لګی اوښه خبره پتا بده لګی ، داسينګه چل دې يار؟؟؟
بيمارخو به نه يي؟؟؟
که هسپتال ته نه شې تلای دټول افغان ډاکتران خوشته دی يار!!
الله دېتاسوته شفادرکړی ساروانجی!!!
په درناوی
نابلللللۍميللللمه
Anonymous
06.06.2005
محترم نابلللللللۍ ميللللمه سسسسلام٠
ياره که داد ساروان داسی ترور خوښ وی، نو بيا ولی ځان پوری بمان نه تړی او ځان دکوم صليبۍ ترڅنګ نه چوی؟؟؟
دده په وينا،پټی سترګي به جنت ته وﻻړسی٠ هم به غازی سی هم شهيد٠ يک تير ودوفاخته٠
دادنيا نو سه په درد خوری يار،هسی هم تی روان يو، ها،اوبيا دداسی خلکو،ها،که څنګه؟؟؟
او که داسی نه وی او نورتشويقوی او خپله ورته دخير په غونډی ناست وی نو دا له کفره هم اوښتی خبرده٠
خپله دی په دربازار کی ماښامی چکری وهی او خوار کمبختان به ديده لپاره ځان وجنی٠
اخيرۀ داچی خلک اوس اوښيار دی،په دی خبرو نه غوليږی،پريږدۍ څی لګيا وی٠
هسی نه يی څوک شکل نه وينی او نه يی پيژنی٠
دا يی که چرته ديوپنځو کسو منځ کښی داسی در باد کړل ،لکه دلته يی چی بادوی،خدای څی خلک تری د موټو خوسۍ جوړ کی، ها٠
الله دی دنيکۍ هدايت وته وکی٠
ووسلام٠
سرتير٠
Anonymous
06.06.2005
څاروانه ياره تهمتونه هم کوې؟
شرم ندې؟
د محترم غروال صيب ليکنه کاپي کوم لاندې،،،
نو دا ډول دلايل چې تاسو يي غواړئ وړاندې کړئ چې ترور ګواکي اسلامي جواز لري او څرنګه چې په افغانستان کي پردي پوځيان کافر دي له دغه املو تاسو سؤ ګټه پورته کوئ او دا افغان مسلمان ملت او نړېواله اسلامي د علمأو ټولنه يي له سره له تاسوه سره نه مني او نه به يي هم ومني٠
هو! هر هغه افغان چې افغانستان ته پرته له ستونزو او برباديو نور څه نشي ورکولای او هېوادته له هره پلوه زيانمن وي بې له شکه چې ملي جرم به ترسره کوي٠ او بيا څوک چې د ترور غوندې منفور عمل ته د اسلام مقدس دين له کړکۍ د جواز فتوأ ورکوي هغه هم هرو مرو د اسلامي خيانت په جرم متهم کيدای شي
اوبيا ليکي،،،
که تاسو څوک په وژنه يا له هغه سره د جګړې جواز، شرعي ګڼئ نو بيا د جهاد نوم پرې کيږدئ، نه د ترور! ترور بده او خرابه او منفي کلمه ده٠ ترور له اسلام سره ډير لوئ مغايرت لري٠
٢ : ــ په ټول قرأن الکريم کي او جمله نبوي احاديثو کي د ترور کلمه نشته٠ او داسي کلمه چې خداي ج مکړه د ترور معنی ورکړي٠ ترور د ويستلو او شړلو ترجمه نلري او منفور لغت دي ځکه جواز يي په اسلام کي نشته٠ او که تاسو سره لدې بيا هم شړل ورته واياست نو د شړلو لپاره هم بايد يو څه بندو بست درسره وي او له تحنيک او وسلو او ددوئ د اتحاد په وړاندې د سيالۍ يو څه مونږ ته او درنو لوستونکو ته وليکئ چې مونږه هم ستاسو د امر به خامخا تابع وؤ٠
دلته سر ښورول چيرته دي؟
دا نور انډيوالان دې قضاوت وکړي؟
يو پروپيسور ،،،محبوب خان صيب ته غږ وکړه او زه هم ژغ پرې کوم
راشه يار چه مالومه شي کنه
حقبين
م ن غروال
07.06.2005
اجازه راکړئ تاسو ټولو هغو وروڼو ته چې نومونه مو په ټول افغان کي ندي ثبت د ميلمنو خطاب وکړم اوډيرو محترمو ملمنو سلامونه وړاندې کوم ٠
که څه هم مونږه د څاروان ورور سره د ترور په هکله په کافي اندازه بحث د اسلام بحث په خونه (فورم) کي درلودلۍ دي اما بيا هم غواړم څاروان ورور ته ستاسو په اجازه هغه يادونه وکړم چې مونږه له ده سره د ترور په منلو کي هيڅ وخت هم د منلو سر ندې خورولۍ٠ مونږه ټوله هغه اسلامي او وطني منطق چې تر خپل وسه مو کولای شول د منفورې کلمې (ترور) هجاز د اسلام په مقدس دين کي وړاندي کړۍ دي٠ اما سره له دې کومه ادعا چې دۍ يې لري بې ثباته ده٠
ټول هغه د ترور ډولونه چې په ګران هېواد افغانستان کي کيږي د پاکستان په لمسون د هېواد د نا امنتوب مؤجب ګرځي او د بيا رغونې مخه نېول کيږي٠ پدې هکله بايد عرض کړم دا ټول هغه خلک دي چې نه هېواد ورته مطرح دي او نه هم خپل مظلوم بېچاره او غريب ولس!
يوه مسئله هم د يادولو وړ بولم هغه دا چې پر مونږه د مختلفو ډولونو نومونه په شکل د اشکالو کېښودل کيږي چې زه يې د قلم له ادبه او ليکدود له رسمه ليرې ګڼم٠ مونږه هم پردي ځواکونه نه غواړو که مونږه افغانان وکولاي شول چې خپل امنيت پخپله وساته او د کورنې جګړې مخه هم وکولاي شو ونيسو٠ د نني امن څخه زمونږ لپاره د راتلونکي قانوني حکومت جوړول او په هېواد کي د سولې او ثبات راوستل او افغانستان ته د يوې سياسي تئوريتي ورکول دي چې ټول هېوادنه او ملګري ملتونه يې په رسمياتو پيژني٠ مونږه ننې وضع هېواد ته چانس بولو که خداي جل جلاله کول ګران افغانستان بيا د تېر په شان د کونې جګړې او د پاکستان ايران او روسيې د لاسوهنو په امن وي او خپل راتلونکې پخپله وکولاي شي وټاکي٠ زه فکر کوم همدا به علت وي چې مسلمان او وطنپال مشران نن په هېواد کي د همدغه اصل پر بنسټ په هېواد کي دننه په خدمت بوخت دي٠ اما له بده مرغه ځنې خلک شته چې هغوئ هم ؛وډګيان بولي او د ترور يي هم جواز! ځنې خو خو د قلم ادب هم هېر کړي٠ په هر حال مونږه ترور غندلۍ او غندو يې او له چا سره مو د منلو سر هم ندې خورولۍ او که احياناً چيرته داسي کومه کلمه يا جمله وي نو څاروان صاحب او ملګري دې يې دلته هغه رانقل کړي چې مونږه او تاسو يې په ګډه سره ولولو٠
او په اخر کي د حقبين ورور څخه مننه کوم چې زما يو څو جملې يې دلته داکاپي کړي دي٠
په درناوې
غروال