د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
16.05.2005

دوستانو بياسلامونه
ګومان كوم څار‘څاروان ياڅارګرنوم به ترنوروځكه غوره وي چي پنجابيان په رسمي بڼه دپښتونخواپه نامه ټي وي ته اجازه نه وركوي.كه ستاسي په ياد وي بي بي سي يومهال دپښتونخوادراپورپه نامه اونيز پروګرام درلود.پنجابي اسټابليشمنټ رسمادانګلستان حكومت ته احتجاج وكړ.بي بي سي وروسته هغه دسرحدپه نامه واړاوه.پښتونخوا خوراخوندور نوم دى اوبايدچي په چينل كيښودل هم شي خوهغه څوك چي په اسلام آبادكي اوسيږي هغوي ته حساسيتونه اونزاكتونه ښه معلوميږي.پداسي حال كي چي خيبرټي وي نيغ په نيغه دپنجابي پوځ دكرغيړني شيطاني شبكې آيي ايس آيي له لوري تمويليږي اوچليږي نوديوه قام پرسته پښتانه لپاره هلته په مقابل كي ديوه ازادچينل را ايستل څومره ګران كاردى.زماپه آند دښاغلي جمال شاه تش جرأت هم خورا ستركار اوله معجزې نه كم ندى.خوداسلام آبادپه اختناق كي دعقل اوحكمت غوښتنه ده چي سم له لاسه له جديت او افراط نه كاروانه خستل شي . پاتي شوه دڅار اوڅاروي خبره نووروره پښتني نومونه همداسي دي كه ته يى سم كاروى سم كاريږي اوكه چپ يى كاروى نوبياچپ وي.


Anonymous
16.05.2005

که دې چينل ته ر[color=green:e1ae6ac7b1]ڼا[/color:e1ae6ac7b1] يا [color=red:e1ae6ac7b1]ګودر[/color:e1ae6ac7b1] نوم غوره شي نو ښه به وي


پښتونخوا

نقاد
16.05.2005

د سيد جمال شاه هڅه او هاند د ډيرې لوړې ارزښتنوې وړتيا لري، د لوی خدای له درباره ورته بری او سرلوړي غواړو!
له عالي څخه تر ادنا نومونو پورې په دغه نزولي ترتيب وړاندې کولی شو :
پښتونستان ، پښتونخوا ، ټول پښتون، ګندهارا ، اباسين، ............ او نور .
د پښتونستان پر لوړ نامه ټي وي ته ﻻ شرايط مساعد نه دي، [color=cyan:a35728ddb1]نو پښتونخوا هغه تر ټولو ښکلی او مناسب نوم دی، چې ددواړو خواو د پښتنو زړونه پرې تسل او ټکورېدای شي . نه دومره محافظه کار دی چې دپاکستان له پاره بي تفاوته وي، او نه دومره مترق دی لکه پښتونستان چې ټاکل به يې پاکستان پر خپل سر تړق او د تندر ګوزار وبولي. پښتونخوا داوس مهال له پاره يو ګټور، ارزښتمن او ډير په زړه پورې طبيعي او په عين وخت کې تاريخي نوم دی .
پښتو يې بايد معياري پښتو وي چې نه په کې د پيښور ۍ پښتو په څېر د اردو او انګليسي ماتکړ (مخلوط) شتون ولري او نه يې د رسمي نطاقانو له خولې څخه کيژي ميژي پکشې مکشې و اوريدل شي. .
والسلام [/color:a35728ddb1]


پښتونخوا ټي وي

دواجان
16.05.2005

درنو عزيزانو، سلامونه مې در ومنئ ،
دپښتو دغنأ ېو خصوصېت همدغه د لهجو شته والۍدۍ چې هره ېوه ئې په خپل وار سره دغه ژبه ﻻ هم خوږوي ا و په پښتو کې بېا د لهجو له طريقه د لغتونو غنأ هم تأمينږي٠ که مونږ دا ومنو چې په أفغانستان کې د پښتو ويونکو داستوګنې درې اساسي مرکزونه يعني مشرقي - پکتېا او غزني - کندهار(ات) د پښتو ژبې د لهجو عام استقامتونه مشخصوي نو خطا وتلي به نه ېو٠ د ډيورنډ د خط أخواپښتنو لهجې هم دمشرقي (پيښور او شاوخوا)، کندهار(کوټه، پشين ٠٠٠ ) او غزني (کاکړستان، ژوب) استقامتو نو سره لګيږي٠ که څوک د بي بي سي، امريکا ږغ او نوروپښتو راډېويي خپرونو ته په دې تېرو لسو کالو کې ځير شوۍ وي نودا به ومني چې هلته ټول ويونکي په اصطلاح معېاري پښتو باندې نه غږيږي ، او ځما په أند د ژبنيزکېفېت کچه ئې نه ېوازې ﻻ هم جګه شوې ده بلکه د لهجو تنوع ئې د ژبې خوند هم ډېر کړۍ او پښتو ژبه د ېو ژوندي ارګانيزم په څېر د سړي ؤ زړه او احساس ته ﻻ هم پسې وموښلوي٠ البته دا نيوکه به پر ځاۍ وي چي هڅه دې وشي چې پښتو دې د ګاونډېو ژبو د منفي أثراتو څخه (کوم چې د پښتو ژبې دننه نۍ ودې ته خڼډ ګرځي) خوندي وساتل شي٠
په درناوي، ستاسو دواجان


پښتونخوا ټي وي

Anonymous
16.05.2005

پر له پسې؛
په راډېويي او ټلويزيوني خپرونو کې د پښتو دمختلفو لهجو داستازو له خوا دخپرونو مخ ته بيول ېوه ستره اجتماعي مثبته أغېزه هم لرلاۍ شي چې پدۍ وسيله دپښتنو مختلفو قومونو او پښو ، کندهارېانو،پکتېاوالو، لغمانېانو، کندوزېانو،
کوټه والو، خوستېانو، پېښورېانو٠٠٠٠٠ دلر أو بر د پښتنو تر مېنځ به د دولتونو له خوا عمودي أړيکو د شته والي تر څنګ به د افقي(مستقيمو) اړيکو د ﻻ غښتلي
کېدو سبب وګرځي او کرا کرا به د ملت کېدو خوا ته د پښتنو ېو ګډ حرکت ته مفيد ثابت شي٠
ستاسو دواجاند


Anonymous
17.05.2005

پښتونخوا يا ټول افغان به تر ټولو غوره نوم وي٠
په درناوي
مړوند کوټه وال


نوى تلوېزيوني چېنل

Anonymous
17.05.2005

١. که چېرې چينل يوازې پښتو وي د خوشال، پښتونخوا يا پښتون د نوم وړانديز ورته کوم.

٢. د تلوېزيون پاليسي د چلوونکو خپل کار دى. زما په اند بايد پښتون ملا ملايي په پښتو وکړي، سندرغاړى سندرې په پښتو ووايي، زده کوونکى زده کړه په پښتو وکړي، استاد ښوونه په پښتو وکړي او نور. يعنې اصلي شرط يې بايد پښتو وي.

زما اندېښنه دې ته ده چې جمال په خپله مرکه کې وايي په تلوېزيون کې به يې پاړسي هم وي. دا ټکى ښيي چې شى پردى دى، او دى يې هسې لکه ګوډاګى مخې ته ودرولى دى، که نه پاړسيوانان دومره خوار نه دي چې د جمال خان کار ته سترګې ونيسي. هغوى همدا اوس څو تلوېزيوني چينلونه
( طلوع، پي. اېم. سي، ايران، ايران ٢، ايران ٣، ايران ٤، ايران ٥ ، چې پوره نومونه يې اوس نه شم اخيستلى، آينه، هرات، بدخشان، تلوېزيون ملى افغانستان، سرپل او.... لري.

٣. دا چې تلوېزيون د پښتو، پاړسي او ورسره ( لکه د خيبر په څېر څو فيصده اردو) ګډ ښکاري، ښه به دا وي چې جمال خان لاړ شي او د کرزي په څېر په ټيټو سترګو پاړسيوانانو ته کېني او د تلوېزيون لپاره ترې نوم وغواړي.

٤. که چېرې د جمال په تلوېزيون کې پاړسي خپرېږي، زه يې له اوس څخه لا په وړاندې خپله سخته کرکه څرګندوم، او د ناکامۍ هيله يې کوم.
[/code][/quote][/u][/b]


pattang
17.05.2005

افرين ژوندی اوسې مغول خيله ستا نر ليک مې ډير خوښ شه ٠

دپښتنوالي په مينه پتنګ


Anonymous
17.05.2005

هغه وړانديځ چې دتاريخي شخصيتونو نوم لکه رحمان ، خوشال ، ميرويس او نور پر يو تلويزيوني چينل ايښودل سم کار نه دی او بايد ډډه ترې وشي ، يو سم نظر دی او تاييدوم يې . د پښتو سره په دغه چينل کې د ري ته هيڅ اړتيا نه ليدل کږي، او که دري چينلونو کې پښتو هم رامنځته شوه پر همغاوس هغوی د دري له پاره
د لهجو بحث دې دلته نه کيږي او د هنراوادب او ګرامر په فورم کې بايد مطرح شي .
دلته به د لهجو بحث ته په ﻻندينيو څو کرښو سره د پای ټکی کيږدم :
معياري ، توحيد شوې ستندارد پښتو لږ تر لږه په خبرونو او نطاقۍ کې د ملي ژبې د ودې او ملي وحدت بيلګه ده. په معياري پښتو کې هم بيلابيلې لهجې ځای پر څای شوي ځينې ټکي د يوې اوځينې له بلې لهجې څخه اخيستل شوي وي . او بيا
د يې ژبې رسميت دغه وحدت او معياريتوب غواړي ، په تيره بيا په ښونځي او بيا په هغو ښونځيو کې چې د سيمې ژبه دري ازبکي يا پشه يي وي، نو بيا؟ آيا دري ژبي کيږي زده کړي که کيژي ، موژ ووايي که موږ يا هم مونږ ، ښه ښه زده کړي که شه شه؟، پښتو سمه ده که پشتو، او بيا په طاقۍ کې خو پر معياري پښتو تيری دی چې يو جبه ووا يي او بل ژبه، يو کيژي وايي او بل کيږي .
سمه خبره داده چې محلي لهجې دې له نطاقۍپرته په ټولو خبرو کې وساتل شي خو په ليکلو او خبري نطاقۍ کې دې يوه واحده کره او معياري پښتو تعميم شي او د رسم ګذشت د مراسمو په نطاقۍ کې دې په راتلونکې کې هم معياري لهجه مراعات شي !.
په بي بي سي او امريکا غږ راديو کې د لهجو انارشيزم هم د کوم پرمختګ سبب نه بلکې په شا تګ يې رامنځته کړی، خو د پښتو خپله وده او پرمختګ د لهجو د خنډ سره سره مخ آن په بي بي سي هم پر وړاندې تللی او ځي . دا کار دکومي سيمه ييزې لهجې ، چې نن سبا يې هلته زور راوړی ، برکت نشو بللی .
ورونو ، غير معياري سيمه ييزې لهجې تعميم د معياري پښتو او معياري لهجو ، ملي وحدت او د ملت د جوړيدو سره دوښمني کول دي. خو په دې اړه که نور بحث کوئ، نو د پښتو ، ګرامر ، هنر او ادب په فورم کې يې ميدان ته کړئ .
والسلام .


Anonymous
17.05.2005

[[[زما اندېښنه دې ته ده چې جمال په خپله مرکه کې وايي په تلوېزيون کې به يې پاړسي هم وي. دا ټکى ښيي چې شى پردى دى، او دى يې هسې لکه ګوډاګى مخې ته ودرولى دى، که نه پاړسيوانان دومره خوار نه دي چې د جمال خان کار ته سترګې ونيسي. هغوى همدا اوس څو تلوېزيوني چينلونه
( طلوع، پي. اېم. سي، ايران، ايران ٢، ايران ٣، ايران ٤، ايران ٥ ، چې پوره نومونه يې اوس نه شم اخيستلى، آينه، هرات، بدخشان، تلوېزيون ملى افغانستان، سرپل او.... لري. ]]]

چه په دغوپورتنيو شبکو کی به کوم [[ټکی]] پښتووي اوکنه ؟
پاړسو ته چه څومره خدمت پښتنو کړې ولاکه ياايراني يا تاجک او يا پيردوسي کړې وي ٠ زه ودغه خادمانو ته دهغوی د نه هېرېدونکي خدمت په بدل کی د [[[[[[کورخودبنای مردم ]]]]]] لقب ورکوم ٠

وايي بخارا په [[[ چای ناخورده جنګ نمېشه ]]] لمنځه تللې او پښتو په [[[پښتونولۍ]]]
ځکه چه پښتانه نه خپل ځان پېژني اونه بل .

تبرګۍ


Anonymous
17.05.2005

جمال شاه صاحب دا زمونږ د پښتنو عادت تا سي ته هم درورسيد ملي تفاهم خو دپښتنوکور کوډله ورانه کړه چه مونږ اوس تاسي ته احتياج شو چه تاسي ته دبرياليتوبونو هيله کوو چه که خداي کړي نو له ستاسي تلويزيوني چينل څخه به پښتو واورو خوداهم لکه دپاړسيانو چينل پشان دپښتو پرکرام دقويداتو او سناسور څخه وروسته خپريږي٠ ځکه چه پاړسيان په دنړي په ټولو ژبو پوهيږي خو د پښتو په ټکي هم نه پوهيږي علت ئي هم دا دي چه مو بايد حتمي او ضروري دهغوي لپاره ځانګړي برخه ورکو ٠
نو عرض داچه جمال شاه صاحب تاسي د کوم مجبوريت له مخي دغي پښتون دښمنه کار کوي؟
سليمان -هالنډ


د پښتو چينل

Anonymous
21.05.2005

سلامونه ټولو پښتنو ته زه غواړم چې د پښتو چينل نوم (ملالې) شي
که په ميوند کې شهيد نه شوی
خداېږولاليه بې ننګې ته دې ساتينه

وسلام په پښتنوګران فرهاد زهير


Anonymous
21.05.2005

زه له هغه لست سره چې ښاغلي نقاد وړاندې کړی، دوره نور نومونه هم ورزياتوم او لست په دې توګه بشپړوم :

پښتونستان ، [color=cyan:6d1c60c876]پښتونخوا [/color:6d1c60c876]، ټول پښتون، ګندهارا ، ټول افغان ، اباسين، ميوند او شمشاد .
خو تر ټولو پښتونخوا غوره او مناسب نوم بولم . د سيد جمال شاه صيب پته به هم ولګي چې د ملي مبارزې لوښه او معنويات يې ددغه نوم د ټاکلو کچ ته رسيږي او که تردې هم لوړ دي او د پښتونستان نوم غوره کوي . د شاه پر ځای که دين ور واچوو، نو د سيد جمال شاه څخه د هغه د يوه وتلي نيکه پښتون سيد جمال الدين افغاني نوم جوړيږي، له خدايه غواړم چې سيد جمال شاه ورور مو د مبارزې روحيه د خپل دغه نيکه له نړيوال شهرت څخه اخيستې وي . برياليتوب يې د لوی خدای څخه غواړم . والسلام
نيکه


Anonymous
21.05.2005

زه له هغه لست سره چې ښاغلي نقاد وړاندې کړی، دوره نور نومونه هم ورزياتوم او لست په دې توګه بشپړوم :

،[color=yellow:e13791296d]پښتونستان [/color:e13791296d][color=cyan:e13791296d]پښتونخوا[/color:e13791296d] [color=yellow:e13791296d]ټول پښتون، ګندهارا ، ټول افغان ، اباسين، ميوند او شمشاد .[/color:e13791296d]خو تر ټولو پښتونخوا غوره او مناسب نوم بولم . د سيد جمال شاه صيب پته به هم ولګي چې د ملي مبارزې لوښه او معنويات يې ددغه نوم د ټاکلو کچ ته رسيږي او که تردې هم لوړ دي او د پښتونستان نوم ورته غوره کوي . د شاه پر ځای که دين ور واچوو، نو د سيد جمال شاه څخه د هغه د يوه وتلي نيکه پښتون سيد جمال الدين افغاني نوم جوړيږي، له خدايه غواړم چې سيد جمال شاه ورور مو د مبارزې روحيه د خپل دغه نيکه له نړيوال شهرت څخه اخيستې وي . برياليتوب يې د لوی خدای څخه غواړم . والسلام


Anonymous
21.05.2005

د ا و ړۍ په خداي که شړۍ شې ٠ دا ده ، وبه ېي ګورو چې څه وخت دا TV په کار شروع کوي٠ د داسې کار له ملې او سر تيره خلک په کار دي .

بړبنګ


Anonymous
21.05.2005

پښتانه تراوسه دژوند په هر ډګر کې ډيروروسته پاتې دي، تلويزيون ته بايد داسې نوم ورکړل شي چې پښتانه د تيارو اوتنګ نظرو مفکورو څخه د ښکلا او رڼا په لور وخوځوي. هر ډول نشنلستي نومونه په اوس وخت کې عملي ګټې نه لري. زما په نظر ښه نومونه دادي: ښکلا، رڼا، اوښتون، سهار، ملنګ جان، خوځون، روښان اونور.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more