د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دنوي پښتو تلويزيوني چينل په باب خپل وړانديزونه وليکئ !

Anonymous
13.05.2005

ښاغلی جمال چې غواړي يونوی پښتو تلويزيوني چينل پرانیزي ، خو دپښتنونه يې غوښتنه کړې چې ددغه چينل لپاره دنوم په ټاکلوکې ورسره مرسته وکړي ، خپل وړانديزونه وليکئ مونږ به يې ترهغوی ور ورسوو : - مننه -
زه د ټول افغان ددرنى ويبپاڼي له لاري دنړۍ په ګوټ ګوټ کي پرتو پښتنوته بلنه ورکوم چي هغوي دي دخپلي خوښې نوم دټول افغان له لاري ماته راواستوي.ددغه کارلپاره کيداى شي دټول افغان په فورمونوکي يوه نوي موضوع پرانيزئ. هيله ده چي پښتانه وروڼه هلته خپل دخوښې وړ نومونه وليکي.


ټولو ته منلی ټلویزیون

Anonymous
13.05.2005

تر هر څه نه وړاندې سلامونه او نېکې هیلې
اجازه راکړۍ چې ښاغلي جمال شاه ته او د هغه ملګرو ته د دغه نوي ټلویزیوني چینل د کار د سمبالښت له امله د زړه له کومې شاباسی او مبارکي وړاندې کړم .
زه د افغانستان یو تن ژورنالیست یم چې څه د پاسه پنځه دېرش کاله مې د افغانستان په راډیو - ټلویزیون او مطبوعاتو کې کار کړی او په دې خبره لکه ستاسو په شان ډېر ښه پوهیږم چې پښتانه نه یوازې یو یا څو ټلویزیوني کانالونو ته اړتیا لري چې پښتو سینما ،تیاتر او مطبوعاتو ته هم سخت اړین دي .د خپل کار د تجربو نه تاسو ښاغلي جمال شاه او ستاسو ملګرو ته خپل اندونه په لاندې توګه وړاندې کول غواړم :
۱ - د نوم لپاره وړاندیز کوم چې د ( پکتیانا)، (افغان) او یا هم ( روه ) په نومونو سوچ وشي .
۲ - د دغه ټلویزیون ژبه باید معیاري پښتو وي .
۳ - د ټلویزیون لپاره باید مسلکي او په کار پوه او د ژبې له اساساتو باخبره کسان وګمارل شي .
۴ - ټلویزیون باید په سیاسي چارو کې د کوم ځانګړي اړخ پلوي و نه کړي او د یوې خپلواکه تګلارې په خپلولو سره د بیان د آزادۍ پلوي وي .
۵ - دغه خپرونه باید د ښځو په ګډون ټولو نورو قشرونو لکه ځوانانو ،ماشومانو ،تنکیو ځلمیانو،زړو او کورني ژوند ته ځانګړې برخې ولري .
۶ - له دغه کانال څخه باید د سولې ،پخلاینې ،سمون،پيوستون ،بیا جوړونې ،روغې - جوړې ،باور او پرمختګ لپاره ګروهې ،اندونه ،مفکورې ،ایډیاوې او وړاندیزونه په پرله پسې توګه په پوره مسلکي مهارت خپاره شي .
۷ - له دغه کانال څخه باید هر هغه فلم ،سندره ،مرکه ،راپورتاژ او خبر هېڅکله هم خپور نه شي چې په هغو کې د ( ټول افغان )تاریخ ،ملي ارزښتونو ،ملي ویاړنو،پیوستون ،اخلاقو ،کلتور او نورو دغه شان ورته ارزښتونو ته سپکاوی ،ټیټ نظر ،او یا جعلکاري وي .
۸ -دغه کانال نړۍ والو ته د پښتنو او د ( ټول افغان ) د سمې ورپېژندنې لپاره باید او خامخا هره ورځ دوه ساعته په انګلیسي ژبه خپرونې ولري.
۹ - دغه کانال باید د افغاني هنر او ادبیاتو یوه سالمه ټولګه او یو غوره آرشیف وي ،او په دغه برخه کې ډېر زاړه هنري - ادبي توکي هم باید راټول او وخت ناوخت نندارې ته وړاندې کړي.
۱۰ - ټول افغانان باید په ډېره آسانه ،اقتصادي او پرته له کومې سرخوږۍ دغه کانال وکولای شي وګوري او خپل ځان او خپله کورنۍ پکې ومومي .
د اوس لپاره زما همدغه د ورورۍ او مسلکي ملګرتیا یو څو مشورتي وړاندیزونه ستاسو حضور ته وړاندې شول او په یاد ولرۍ که چېرې اړتیا وي درسره ګډ کار ته هم چمتو یم .
hewaddoost@hotmail.com
ستاسو خواخوږی
یوسف هېواددوست - ډنمارک


pattang

pattang
13.05.2005

وروڼو !
دتلويزيون نوم دي ( ټول افغان ) وي .
دپښتنولي په مينه پتنګ


Anonymous
13.05.2005

سلامونه دوستانو!!
ما به دغه چينل د خوشحال بابا په نوم نومولي وى او هغه به داسې زمزمه كيدى (( دا [color=red:c4515d47ab]دخوشحال[/color:c4515d47ab] پښتو چينل دي))


دپښتنونوې چينل نومول

Anonymous
13.05.2005

[quote="انګار"]ښاغلی جماوچې غواړي يونوی پښتو تلويزيوني چينل پرانیزي ، خو دپښتنونه يې غوښتنه کړې چې ددغه چينل لپاره دنوم په ټاکلوکې ورسره مرسته وکړي ، خپل وړانديزونه وليکئ مونږ به يې ترهغوی ور ورسوو : - مننه -
زه د ټول افغان ددرنى ويبپاڼي له لاري دنړۍ په ګوټ ګوټ کي پرتو پښتنوته بلنه ورکوم چي هغوي دي دخپلي خوښې نوم دټول افغان له لاري ماته راواستوي.ددغه کارلپاره کڼيداى شي دټول افغان په فورمونوکي يوه نوي موضوع پرانيزئ. هيله ده چي پښتانه وروڼه هلته خپل دخوښې وړ نومونه وليکي.[/quote]ک[img][size=18][/size][/img][i][b][color=red][/color][size=24][/size][list][/list][/b][/i]


pattang
13.05.2005

درنو وروڼو!
زه خپله خبره بيرته اخلم ، ما فکر کاوه چې دا کار به په افغانستان کې وشې او بر پښتون به وي چې دا TV خلاصه وي ٠
وروسته مې چې ولوستل ، دکوزو پښتنو ورور په اسلام اباد کې دا کار کوي، نو رښتيا درته وايم لږ څه نا اميده هم شوم٠
دا وړۍ نه شيړۍ کيږ ي ٠
دپښتنوالي په مينه پتنګ


نقاد
13.05.2005

پياوړي ژورنالست ورور انګاراو راستمنو لوستونکو ته سلام .

په تش نوم اخيستلو سره څوک نه معرفي کيږي، نو کله چې مې دانګار صيب اعلام ولوست، حيران شوم چې دا جمال دی څوک ؟، ښکته ؟ پورته ؟ څه کاره ؟ او د کوم ځای - هيڅ يې نه و معرفي کړي، نو ويره راسره پدا شوه چې خدايه خير کړې د خيبر د تلويزيون په څېر د پښتون قام پر ملي کلتور ، ملي رسالت او ملي هويت د ای اس آی کوم بل ګوزار او د پښتنو له پاره له زهرو ډک شات نه وي ! که همداسې وي ، او د پښتنو د ﻻ ښکيلولو له پاره د پنجابيانو د يوه بل جال د جوړلو نوې بوده او تنسته ځغلوي، نو نوم دې پرې هم يو پښتوندوښمنه پنجابی نوم کيږدي . او که داسې نه وي ټول هغه پلان ، موخه او هدف دې معرفي کړي چې دا تلويزيون د پښتنو له پاره کوم زيری لري ؟ وال سلام .


نوۍ پښتو تلويزېون

دواجان
13.05.2005

درنو عزيزانوو روسته له سلامه،
ځما په أند ددغه نوې تلويزوني پښتو خپرونې په اړوند مخ کې دمخه منفي دريځ نيول او قضاوت کول ېو څه کار دۍ، زه غواړم خوشبينه اوسم:
اولأ دپښتو ژبې د انتشار او نورماله ودې بهيرلکه مونږ تاسې چې خبر ېو او ﻻ د ورځې د ګرمو موضوعاتو سرخط هم دۍ، پخپله أفغانستان کې هم تلاش روان دۍ چې له خنډ او مشکلاتو سره مخامخ شي او ﻻزم شرايط ورته ندي مهېا، راغلو د ډيورنډ د خط أخواته ، هلته هم له کلونو کلونو راهيسه د دغې ژبې د ودې په مقابل کې خنډونه اچول کېدل سره له دې چې په مليونونو پښتانه هلته اوسيږي نو ځما په فکر ېو وار دې پښتو تلويزېون جوړ شي بېا به ئې ليدونکي پخپله دمحتوا پهکله قضاوت وکړې٠
ثانيأ د خېبر ټي وي هغه قصدي عمل چې بې له شکه ئې د پنجاپېانو د پخواني ورشکسته سېاست په پېروۍ کړۍ ؤ، به د نوي تلويزېون دچلوؤنکو لپاره ښه سبق وي، که وښېاران وي خو پوهيږي به چې دا ډول حرکتونه په لر او بر پښتنو کې ښه غبرګون نشي موندﻻی او دوۍ به وهڅېږي چې محتوا د پښتنو د درناوي سره عېاره
کړي٠
[ د نوې پښتو خپرونې دپاره د پښتونخوا (ټي وي) نوم پېشنهادوم]
په درناوۍ، ستاسو دواجان
نوټ: هيله ده چې تربور مې بېا په قلمي غلا تورن نکړي، که نه نو د ا وا ر درسره قاضي ته ځم٠ :wink:


Anonymous
13.05.2005

ترهرڅه دمخه غواړم ستاسي حضورته نبوي تحفه چي عبارت د سلام څخه درډالي کړم ٠
ډيرعزتمندورور جمال صيب!
ستاسي څخه ډيره مننه خداي جل جلاله دي تاسي او ستاسره هغه ټول ورونه چي پدي ارزښتناک کار کښي ستاسي ترڅنګ ولاړدي اجر او برياليتوبونه په نصيب کړي واقعأ چه ستاسي هڅي دهر پښتون لپاره د ستايلو ړودي اودقدر په سترګه ورته ګوري٠
اوخصوصأ دډيورن څخه پوري غاړي پښتانه چه ځانونه افغانان او دافغانستان واکمنان هم بولي په کار ده چي کله خيبر تلويوژن وستائي او کله هم نور پاکستاني چائنلونه که څوک ئي په ملي ارزښتونو او څوک ئي په تاريخي برياؤ باندي هر راز نخري کوي ٠ بس خوشحاله پر دي دي که هيڅ نوي نو پښتو خو وائي دا ځکه چي دوي هيڅکه دخپل هيواد په ملي تلويوژن کښي پښتو نده اوريدلي دغه ژبه دوي ته هم يو عجيبه ښکاري ٠
او داهم ديادولو وړ ده دکوزي پښتونخوا پښتانه هم په خپل پښتوليک لوست نشي کولاي دوي هم پردي ادبياتو څخه دليک لوست او د خبرواترو په وخت کي ورڅخه کاراخلي ٠ که چيري دغه مسئلي ته هم پام ور وګرځوي زمونږ دﻻزياتي خوشحالي سبب به شي٠
په درنښت
محمدمصطفئ دهالندڅخه٠


pattang
13.05.2005

دوا جانه ستړی مشې سلام عليکم !
وروره دپښتونخوا دنوم سره پنجاپيان حساسيت لرې ، پنجاپيان دې اشغال شوې منطقي ته NWFP وايې اود پښتونخوا نوم پنجاپي اشغالګرو ځوواره ردکړی دی٠
خو زه به ډير خوشاله شم که ستا وړانديز قبول شي ٠
خدای د وکړې چې د ا ريتوريک ( rhetoric) زمونږ دغټ دښمن يانې د ISI کومه
( رواني ) ازموينه دپښتنو لپا ره نوي ه نه وي ??
نجيب نږدې 3000 کوز پښتانه مسکو ته د تحصيل لپاره واستول، 1200 کسان
په هغوی کې د ISI اجنټان را وختل ٠

دپښتنوالي په مينه پتنګ


Anonymous
13.05.2005

د دواجان شوقي له طرپه دوعاوسلام

يه ځوانه ، ديتا اوديما په لهجه کی سره پرک سته ٠ په تربري نه کيزي منګر د دغه دوهم ټي وي په هکله وايم سې په پنجاب کی اوهغه هم په مرکزکی نسي کولای سې پښتو ته فايده ورسوي ٠ لومړۍ TV په TB اخته سو ، ناکامه دۍ نو اوس دوهم جمال هغه وظيفه په غاړه واخيسته ٠ ولا که پرې اصلي دواجان وغولوې منګر ساده ګان به پرې وغوليزي ٠
نورنوخدای (ج) ښه پوهيزي ٠

د دواجان شوقي له طرپه دوعاوسلام


Anonymous
14.05.2005

عزتمندجمال صيب !
ستاسي ددي وړانديز څخه ډيره مننه چه دغه حق مو پښتنو ته ورکړ چه ستاسي نوي تلويزونئ چينل ته تش نوم خوښ کړي٠
نوم چه پري هرڅه غواړي کيږده مګر خداي ته وګوره چه ته هم دپښتنو وياړونه دپنجيابياو قدمونوته ونه غورځوي ٠ ځکه دپښتنو يوپخواني متل دي چي مارچيچلې درسي څخه هم ډاريږي ٠ اودغه مار دخيبر TV دي چه مونږ ورته ډير خوشاله ؤ او ډير دقدر په سترګه مو ورته کتلي
بيځايه به نوي که چيري دلته دمرحوم ملنک جان دزړه اوازسره يو ځاي د خپل زړه اوازغبرګ کړم چه همدي پښتنو ورته غمجن کړي دي٠
نن مي بيا زړ ګي نري نري خوږيږي درد مي بيامونده دخيبر په تلويزيون کښي
له افسوزه مي چشمان دي په خونبار ګډ
کشکي نه واي ددغي TV په پرګرام ګډ
محترمو اوريدونکوعزيزانو عليقدرو عزتمندو صاحبانو
زه غمجن دڅوخبروارزومنديم ازرده نه شي له ما نه زه دردم
عفوغواړم که وينا کي مي تلخي وي دمريض په سخت ويل څه نا خوښي وي
زه دردمنديمه ددردسندري وايم خودزړه دردونه اوس تاسي ته ښايم
زمونږ سترګي له غفلت نه نه غړيږي
نن مي بيا زړګي نري نري خوږيږي
تاسي وګوري دي دنيا او دي جهان ته دي کوښښ او دي غيرت او دي وجدان ته
خيال لري چه په سپوږمي کي و داني کا پاس له مځکي په هوا زندګاني کا
مونږ تر اوسه ﻻپه خاوروکي لوغړيږو دفارسيانو پنجابيانو نه نه خلاصيږو
کمکونه دبهر نه راروان دي خوکورونه دپښتنو لاهمغسي وران دي
خدايه ورکړي زمونږ مشرانوته عملونه چه پګړي ورپه سريږي هسي سرونه
افسوز دا سي مشر نشته په پښتون کي
دردمي بيامونده د خيبرپه تلويزون کي
ورونو !
زما مخه د پښتودژبې پياوړي شاعر خداي بښلي مرحوم ملنګ جان په شعرکښي لاس وهنه ندي زه پخپله د ښاغلي ملنګ جان د شعر او شاعري مينه وال يم نو تاسي ته بهتره معلومه ده چه داستاد ملنګ جان هره نغمه دهر پښتون دزړه يودردمند غږ دي چه ما ورسره دخپل زړه اواز يو ځا کړه نو هيله لرم چه دوستان ما دشعر په لاس وهنه تورن نکړي٠ اوکه چيري بيا هم کوم رور پدغه کار خواښيني وي بښنه غواړم٠

په درناوي
فقيريار


رايو ولې ولې شه لکه سين راوبهيږه ... پښتونه راغونډېږه ( حمزه شينواری)

نقاد
14.05.2005

[color=cyan:762960553b]تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته :
انګار صاحب او نور درانه ليکونکي دې لومړی مونږ ته ددغه ستر نوښت مبتکر ښاغلی جمال صيب راوپيژني، تر ټولو ښه داده چې جمال صاحب پخپله ځان او د نوي ټي وي دپرانيستلو مرکز ، موخې او ښيګڼې بيان کړي، نو پښتانه روڼ اندي به که خدای کول د نوم له غوراوي څخه نيولې تر نورو برخو پورې هر ډول بيړنۍ او ميړنۍ مرستې ته ورودانګي!
نو ښاغلی جمال صيب ! دلته د خپل پيژند ليک او هدف په لنډه توګه او يا د بيلې مقالې په شکل د ټول افغان درنو لوستونکو ته د خپل هدف او نظر څرګندونه وکړئ .[/color:762960553b]


Anonymous
14.05.2005

ښاغلی نقاد صاحب په سلامونو مو لمانځم !
قدرمن نقاد صاحب !
بښنه غواړم ، ستاسې له ليکنې داسې ښکاري ، چې تاسې (دټول افغان ) لومري مخ ته سرنه ورښکاره کوئ . بلکې نېغ په نېغه دبحث فورمونوته راځئ که لومړی مخ وګورئ هلته پدې اړه له جمال شاه سره مرکه شوې او انشاء الله چې ډېرې پوښتنې به مو حل شي .
دښاغلو .... نه مې هيله داده ، چې که دهيواد دوست صاحب پشان جواب نشئ ورکولی او يايې نه ورکوئ نو غوره به داوي چې د څه ليکلونه ډډه وکړئ .
درنښت

[url]http://www.tolafghan.com/elamia/khabarthia.php?id=2039[/url]
له ښاغلي جمال شاه سره مرکه پدې پته ولولئ .


new pashto tv chanal

Anonymous
14.05.2005

[color=orange:635e2d75bc][/color:635e2d75bc]خپل د ميني او محبت څخه ډ ک سلامونه اونيکي هيلي د ا فغان د مظلوم ملت په درد دردمنو ټولو دوستانو ته وړاندي کوم٠
زه باور لرم چي هره افاده او عنوان چي په ملي منفعتونو نه بلکه په قومي اساسونو او يا په داسي اساسونو باندي ولاړ وي چي د نورو هموطنه قومونو قومي احساسات راپاروي هيځکله به پښتنو ته خدمت ونکړي ٠پدي خاطر بايد دنوي tv چينل نوم داسي جنبه ونلري چي نور قومونه راتحريک کړي.زما په افغان tv معقول نوم دي٠
مننه داکتر محمداله ارين وردګ


Anonymous
14.05.2005

سلامونه او نيکي هيلي جمال شاه صيب ته او ددي بحث ټولو لوستونکو ته !
ورونو!
جمال شاه صيب تاسي څخه د کوم کمک او يا کوم بل څه غوښتنه نده کړي چه تاسي دمره په ترخه لهجه دهغي د وړانديز چه دراتلونکي تلويزوني چينل لپاره ديومناسب نوم چه دپښتني او ملي اساساتو سره موافق وي غوره کړي چه ښاغلي جمال شاه صيب پدي خاطر چه خداي مکړه سبا کوم پښتون ورور ددي چينل نوم باندي ناراضه نوي که نه نوم ايښدل ديوي ټلويزوني چينل ډير ساده کار دي نسبت د چينل جوړولوته ٠ که چيري کوم مناسب نوم نشي ورته غوره کولاي نو لږترلږه خنډونه ورته مه لټو ي ٠
نو زه هم غواړم چه ددغي چينل دنومونو په کتار کښي يوبل نوم (اباسين)ورزيات کړم
والسلام
اوهمدارنګه غواړم چه پوه شم چه په اروپا کښي دکوم ستلايت په مرسته کولاي شو چه ددي ټلويزون پروګرامونه وګورو؟
که چيري پدي هکله معلومات راکړي دا به ستاسي ډيره مهرباني وي
په درناوي
سليمان خان -هالنډ


پښتو ټي وي

Anonymous
14.05.2005

ګرانه قدرمنه جمال شاه وروره سلامونه په خروارو،
ستا د تلويزېونۍ خپرونې په هکله د ټول افغان د مينه والو له خوا کافي فعاله غبرګون ښودل شوۍ دۍ، ستا خپلې "ايډېاوې" او پوهه سره دې د ا ګڼ شمېرد پښتنو د نظرېاتو به ستا د ستر ې موخې دکامېابۍ لپاره ځوکمن قوت الظهر شي،
ګرانه؛ پښتون ډېره تلوسه د خپلې خوږې پښتو لري، دا چه ته په دغه ښکلې ژبې ټلويژن چلول غواړې ډېر ښه راغلې، مبارک د نښې مېنځ دې ويشتۍ دۍ !ځکه لېوالتېا او هم اړتېا ورته بيخي ډېره ده٠ منګر دا مه هېره وه چې دا به ېوه لو ېه ازموېنه او غټ د باور امتحان وي چې ته به ئې څنګه داسې مخ ته بوزې چې هم د ګرانې پښتو درنښت پر ځاۍ وي او هم به د پښتنو (لر او بر) د اذهانو د ﻻ روښانولو ستره دنده پرمخ وﻻړه سي، او د داسې ېوې نشراتي پاليسۍ پکار اچونه دې غوره سي چې پښتون قام خپل دردېدلۍ ځان ﻻ هم وپېژني او د بڼسټپالنې او ويجاړولود کمزورۍ څخه ؤد تعقل او ودانۍ ځواکمنې پښتوخوا ته قطعي اوښتنه وکړي، او دسړې سينې ، سړو ماغزو او ګرم او نرم زړه خاوندان شي٠
په ډېر تعظيم او درناوي،
خاورې جاله وان


Anonymous
15.05.2005

ګرانو ګډونوالو سلامونه او نيكي هيلي مي ومنۍ
وړاندي ځينو وروڼو دښاغلي جمال شاه دپيژندګلوۍ غوښتنه كړي وه. څنګه چي دغه مركه ماترسره كړي وه نوځكه دغه پوښتنه ماته راجع ده.زه دخپل مسلكي مسئوليت له مخي تاسي ته ښاغلى جمال شاه درپيژنم.
نوموړى په 1956 كال كي دبلوچستان په پشين كي په يوه پښتنه سيده كورنۍ كي زيږيدلى. لومړنۍ زده كړي يې په خپل كلي اومنځنۍ او لوړي دايې په كوټه كي ترسره كړيدي.دبلوچستان له پوهنتون نه يې په ښكلو هنرونوكي ماسټري اخستي او وروسته يې دكوټي په نوي پرانستل شوي ټلويزون كي دسندرغاړي اوهنرمندپه بڼه كارپيل كړى.دغه مهال نوموړي په بې شميره پښتو‘اردو اوبلوڅي ډراموكي نقش ترسره كړاوهمداراز يې ډيری خوندوري پښتوسندري هم وويلى.
له مرغلري سره دهغه يوې سندري خورانوم ترلاسه كړچي لمړي ټكي يى په لاندي ډول دي. الله دي راوله زيړګل دګلستانه جانانه**په انتظاردرته ولاړه يم ناتوانه جانانه ********
له څوكاله كار وروسته ښاغلى جمال شاه انګلستان ته ولاړ اوهلته يى دSLADE SCHOOL OF ARTS نه دښكلوهنرونو په برخه كي لوړي زده كړي ترلاسه كړې.
جمال شاه دغه مهال دنقاشي‘رسامي‘خطاطي اومجسمه جوړوني چارته هم پاملرنه وكړه اودخپل فطري نبوغ له مخي يې څوشاهكاري مجسمې اوتوغرې جوړي كړې.
ښاغلي شاه دغه مهال دانګلستان په يوه فلم TRAFFIC كي هم فعال نقش ترسره كړ. په دغه فلم كي دخپل كاميابه رول له امله دامريكا دهاليووډ دفلم جوړوني صنعت ګڼو فلم جوړونكو هغه ته په امريكايي فلمونوكي دكاركولو بلنه وركړه.
نوموړي دهاليووډ په K2نومي فلم كي دلومړني پښتانه هنرمند په بڼه بريالى نقش ترسره كړ. هيوادته له راستنيدا وروسته نوموړي په اسلام آبادكي دهنركدې په نامه دښكلوهنرونو انستي تيوت اونندارتون پرانيست اوهمداراز يى دفلم‘ډرامې اوسندرو په برخه كي خپل كارته نوره وده وركړه.
نوموړي په كال 1985 كي دپاكستان تلويزون ته خپله وتلي ډرامه پالې شاه وليكله.
پالې شاه دانګليسي استعمارپه وړاندي دسيمي ديوه فقيرمنشه مجاهدپه ژوند راڅرخي . زه ګومان كوم چي چا دپالېشاه ډرامه كتلي وي له هغه سره به دجمال شاه دقامي احساس او خاوري پالني دجذبې په اړه هيڅ ډول انديښنه نه شي پيدا.
ځكه نه يوازي داچي ددغي ډرامې زيګنال داميركروړ نيكه رحمة الله عليه وتلى نظم (زه يمه پښتون پردې نړۍ له مااتل نسته) ټاكل شوى وو بلكي دډرامې په متن كي هم په ډيره هنرمندۍ سره دانګليسي استعمار اودهغوي داوسنيو ميراث خورو اوتالي څټو(چي له بده مرغه افغانستان يى له ديرشو كلونو دتوطئوپه اوركي سوزي اولاسوزي)پرضد پښتني كركه ځاى په ځاى شوي وه.
تركومه چي زه خبريم جمال شاه آن دچپي پښتني تمايلاتو لرونكى يودردمن پښتون دى. ماله هغه نه دچينل دمرسته كونكو اړخونودسياسي تړلتياپه اړه هم پوښتلي وو خونوموړي هغه مهال كه څه په رسمي ډول دپوښتني له ځوابه تيرسوى وو خوتركومه چي زه خبريم دچينل مرسته كونكي(اسپانسران)هم ګردسره دردمن اوقام پرسته پښتانه دي.داچي وړاندي به څه پيښيږي نوزه هم وړاندوينه نه شم كولاى.
البته دايوه خبره ديادولو وړبولم چي زه دخيبرچينل څښتن حامدنوازراجه هم پيژنم.هغه له موره پلاره تورسكروټى پنجابى دى.هغه چينل دځينوكاروباري مجبوريتونو له امله جوړكړى اوښاغلى شاه يى بياديوه پښتني درد اودرك له مخي جوړوي.
پښتانه مخكي له دې چي چينل جوړنه وي په هغه ګوت نيونه ونه كړي. دكوم كار آرزونه دكارله ترسره كيدا وروسته كيداي شي....................


Anonymous
15.05.2005

قدرمن جمال شاه صاحب اونورو دوستانوته سلامونه.
خداي پاك دي هرپښتانه ته دخپلي ژبي دخدمت توفيق وركړي.
زماپه ګومان څارټي وي به يومناسب نوم وي .


pashto TV

دواجان
15.05.2005

زه دڅار دنوم سره مخالف ېم ؛ څارنه ، څارنوال ، څارنوالۍ، څاروان، څاروي٠٠٠
سړي ته و ر په ېادوي، د مېلمه دوست ښاغلي جاله وان وړانديځ پښتونخواټي وي
ځما د تاېيد وړ دۍ ځکه
١- چون دا ېو مېډېائي وسيله د ه او رسمي اداره نده، نو د پاکستاني قوانينو سره د ضدېت په توربه ئې تړ ل دومره اسا نه کار نه وي
٢- که چېرۍ دا چېنل بېا له ډوبئ ېا بل ځي څخه خپريږي نوبېا خو د دغه نامه غورول
ﻻ هم اسانه کار دۍ
٣- د NWFP نوم په پښتونخوا اړول هم څه دکوۍ قاف د غره شاته پټه بدرۍ جماله نده، دا أړه لري د دغه ټاټوبي دخلکو پورې چې څومره ئې په غوښتنه کې
جدي دي،که د عجالتأد دغه چېنل نوم پښتونخوا ټي وي شي، نو دا به په دې ﻻر کې د أذهانوروښانولو ته ګټور ثابت شي ٠ که خلکو د پښتو ټېلوېژن ضرورت پېژندلۍدۍ نو دپښتونخوا نه به ښه نوم څه شۍ وي؟
په درناوي، ستاسو دواجان


Anonymous
15.05.2005

[quote:7fd00355aa][/quote:7fd00355aa]


Anonymous
15.05.2005

ښاغلېه جمال شاه خانه وروره، ستاسو د نوښت پوره ملا تړ کوم او درله دزه له کومې
ښه راغلاست واېم، د وروڼو پېشنهاد چې د نوې پښتو ټي وي چېنل نوم دې پښتونخواه وي ځما د خوښې سره هم برابر دۍ نو زه ېې ملاتړ کومه،
خوشحاله او بريا لي اوسئ


Anonymous
15.05.2005

عزتمندورورسيدجمال شاه صيب او ټولو قدرمندولوستونکو ته سلامونه!
دي قوم او دي ژبي سره هر څوک خپله ليوالتيا تش په ژبه ښکاره کوي او داسي ستاسي پشان ډير کم پښتانه پيداکيږي چه دعمل ميدان ته وردانګي چه زه پخپله ستاسي ددي نيک اقدام څخه ډيره خوښنه اوتاسي ته پدي کارکښي برياليتوبو نو هيله څرګندوم٠
او دنوم ايښدلو په مسئله دوستانو خپل نظرونه ورکړي چه هر يو ئي د تائد وړ دي نو خداي جل جلاله دي ددي قام هر تن ته همت روکړي چه په ټولو غوره شويو نومونو يو يو ځانګړي چينل ولرو٠
په درناوي
صديق الله ملکزي- هالنډ


Anonymous
15.05.2005

داکترصاحب سلامونه !

نوروقومونوته پښتانه درېسوه ځله له هرڅه تېرشوي حتا له خپلی ژبې او کوره هم خوزه حېران په دې يم چه که پښتون په تاريخ کی يوځل پخپل نوم د خپل حق اواز پورته کړي ، ولی د نورو قومونو د خواشينۍ او راپارېدو سبب ګرځي ؟
اوکله چه دپښتون له تش نوم سره دومره کرکه اوحساسيت موجود وي نو دوجودسره خويې خود ٠ ولی ؟


Anonymous
16.05.2005

نوم څې هر څه وی خېر دی،
خو خدای ته وګورۍ څې دغه دې پښتنو اؤ پښتو لښتی (چېنل) ځېنې جوړ کړۍ ،
نه دا څې د پنجابستان تر اولکې کاندې سی,
د دې لښتی منځی (مرکز) په کار دۀ څی له پاکستان څخه ورچنې (بهر) وی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more