نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ع کريم حليمي
03.12.2005
محتم دانشمند A اومحترم stanizay صاحب سلام !
1[quote:b3391673e3]. اسلام دين دی او د اخرت يا بلې دنيا د ژوند چاره کول يې موضوع ده ، نو ډيره برخه يې همغي اخروي دنيا ، عقايدو او عباداتو ته وقف شوې ده او ددې دنيا مسايلو ته د هغې دنيا د مسايلو په پرتله يې له اخلاقو پرته نور ډيره لږه پاملرنه وقف کړې ده،
Aصيبه ددي پورته خبري په جواب کي مختصرا دايوآيت اويوحديث درواخله فکرکوم کافي به وي:[ خذ فيما آتاک الله الدارالآخرة وﻻتنس نصيبک من الدنيا٠ الآيه][اعمل لدنياک کانک تعيش ابدا واعمل لآخرتک کانک تموت غدا.الحديث]که دترجمي په اړه مشکل لرى راته وليکه زه به يې ترجمه کړم. [/quote:b3391673e3]
A ورور خو داسي جمله ليکلې چه د علماوو اجماع ده
دين پر دوو برخو وېشي چه :
يو عبادات او بل معاملات دي
معاملات په دونيا اړه لري او عبادات په اخيرت ٠
او کوم ايات شريف چه تاسو رانقل کړي هم د A ورور خبره پر پښو دروي
بسمه تعالی ٠ وَ ابْتَغ فِيمَا ءَاتَاك اللَّهُ الدَّارَ الاَخِرَةَ وَ لا تَنس نَصِيبَك مِنَ الدُّنْيَا وَ أَحْسِن كمَا أَحْسنَ اللَّهُ إِلَيْك وَ لا تَبْغ الْفَسادَ فى الاَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لا يحِب الْمُفْسِدِينَ(77)
ترجمه و در آنچه خدا به تو داده سراى آخرت را جستجو كن ، بهره ات را از دنيا
دلته پاړسو ترجمه ښه ده ترپښتو
او په حديث باور نه لرم تر دغه لحظی ٠ ولي چه داسي رامعلوميږي لکه اربعه شيعه ٠ په صحيح سِتَّة کښي مي نه کړ پيدا ٠ چه حواله په لا س راکړۍ نو بيا
stanizay
03.12.2005
محترم حليمي صاحب سلامونه اونيکي هيلي تا اوقدرمنAملګري اونورولولوستونکو ته وړاندي کوم.
حليمي صاحب ماپورتنى آيات له مصحف نه نه وليکلى سهوشوي يم مننه چي اصلاموکړ.اودحديث په ماخذ به په راتلونکي کې سره وغګيږوترهغوبه Aصيب هم خپلي پوښتني وړاندې کړي.
[color=cyan:6ba56bb80d]تاسې ليکلي دي:[/color:6ba56bb80d]
[color=yellow:6ba56bb80d]A ورور خو داسي جمله ليکلې چه د علماوو اجماع ده
دين پر دوو برخو وېشي چه :
يو عبادات او بل معاملات دي
معاملات په دونيا اړه لري او عبادات په اخيرت ٠[/color:6ba56bb80d]
زماخبره دهغه دويش په اړه نه وه بلکې زه دهغه ددي خبري سره جوړ نه يم چي اسلام دآخرت لپاره کافي اوددنياوي امورولپاره يې ناکافي بولي .تاسي پدي اړه څه نظر لرۍ؟
نوربيا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[size=18:6ba56bb80d][u:6ba56bb80d][b:6ba56bb80d][اسلام درذات خودعيب ندارد،هرعيب که هست درمسلماني يي ماست][/b:6ba56bb80d][/u:6ba56bb80d][/size:6ba56bb80d]
stanizay
04.12.2005
ښاغلى کوشان صيب نيکي هيلي ومنه
تاسي ډيري پوښتني کړي ،زما په اند پوښتنى مطرح کول ډيرساده اوآسانه کاردى خوځيني پوښتنى خوداسى وي چي جواب ورکول خوپرځاى پريده چي په لوستولو هم نه ارزي.په هرحال زه به ستاددى يوي پوښتني په اړه څه وليکم.
[color=yellow:e8d5712ae6]اقتباس:
ايا خدای باندی اعتقاد او باور مهم دی او که ديو مذهب درلودل مهم دی ؟
خدای مهم دی که مذهب ؟[/color:e8d5712ae6]
ښاغليه ،زه نه پوهيږم چي يوڅوک مذب(دين)ونه لري هغه به په خداى څرنګه خپل اعتقادجوړکړي اوبياپه کوم خداى؟دچااوڅرنګه خداى؟؟
خدايان خوډيرتيرشوي دي اوډيرموجوددي ،دمثال په توګه دتيګواولوټونه جوړ خدايان،خوسکى،فيرعون اوامثال يې ،لمرسپوږمۍ او ستوري خدايان دي او که ديهودوعزير(عليه السلام)ياد مسيحيانوعيسى اومريمه(عليهماالسلا) ته خداى ؤوايو٠٠٠٠٠؟؟
اوس ته خپله فکروکړه چي سړي يو صحي مذهب ونه لري نو هغه حقيقي خالق اومالک خداى به له دغوباطلوخدايانو څخه څرنګه توپير وي
که ته په دي خداى چي ايمان پري لري چي دوحدانيت اوحقانيت توصيف يې موږ ته اسلام کړي نوبياولي په دانوروباطلو خدايانوايمان نه راوړي اوياهم دځان لپاره ولى يوښکلى بوت دتعظيم اوعبادت لپاره نه جوړوي، اوکه ومنم چي دعقل کمال دي دافلاتون اوارستومرتبي ته رسيدلي اوپه خپل عقل دي دحقيقي خداى دموجوديت اووحدانيت ادراک وکړ،نويابه يې تعظيم اوعبادت کوي اويا نه،که عبادت يې نه کوي نوپه دې صورت کي مستحق دعذاب ګرزى چې هغه هم ندي معلوچې چيرته ؟په دنياکي او که په آخرت کې؟چي دآخرت ژونداودانورټول ددين له لارې موږپيژنو اوبس.
اوکه احترام اوعبادت يې کوې نوڅرنګه به يې کوي؟طريقه يې درځي اوکه نه ؟ هرفردته به وحي کوي اوکه څرنګه؟.نوربيا
[color=cyan:e8d5712ae6]مَن يَهْدِ اللّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِي وَمَن يُضْلِلْ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 178 وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَـئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ179 الاعراف[/color:e8d5712ae6]
Anonymous
05.12.2005
[quote:6ef7192cf2]زماخبره دهغه دويش په اړه نه وه بلکې زه دهغه ددي خبري سره جوړ نه يم چي اسلام دآخرت لپاره کافي اوددنياوي امورولپاره يې ناکافي بولي .تاسي پدي اړه څه نظر لرۍ؟ [/quote:6ef7192cf2]
دروند ستانيزی صيب سلام او ښې چارې !
بيشکه چې اسلام يو بشپړ دين دی، او ددين په توګه د ژوندانه له پاره بسانده او کافي دی ، او منم چې دا بيلګه نه نور اديان لري او نه تر اسلام د مخه نورو اسماني اديانو درلودله . نو تر کومه ځايه چې دنيوي امور د دين پورې اړه نيسي ، هغه ټول په اسلام کې شته او تر هربل دين ورته مقدس اسلام تر ټولو ښه حل موندلی او تر ټولو ښه ځواب يې ورکړی دی . [color=white:6ef7192cf2]خو آيا [/color:6ef7192cf2]، [color=blue:6ef7192cf2]او دا زما پوښتنه ده چې ،[/color:6ef7192cf2] [color=white:6ef7192cf2]د ژوندانه ټول دنيوي امور په دين ، او په دې توګه په اسلام پورې اړه لري؟
اسلام د انسان ژوند ته اجازه ورکړې ده او انسان د ژوندانه مسحق بولي ، نوټول هغه څه چې د بشر د ژوندانه سره اړين تړاو لري لکه د ټولنيز ژوند دتنظيم او انسجام، دطبيعي او اجتماعي علومو ( ساينس ) ، تخنيک تکنالوژي، سياست اوولسواکي ، هنر او فلسفې ... په لنډه توګه د ژوندانه بهير ته، د کلتور او تجدد، پرمختګ او تکامل بهير ته ئې اجازه ورکړې ده ! هو، نه يواځې اجازه يې ورکړې، بلکې د هغوی پر مخ يې ﻻره هم پرانيستلې او هم يې پخپله د هغوی په لومړني پرمختګ کې برخه اخيستې ده ! خو سره ددې ټولو نږدې ا ړيکو چې اسلام ورسره لرلي او لري يې ، بيا هم د اسلام په شمول هيڅ دين دنوموړو برخو( لکه ساينس او تخنيک ، سياست او اقتصاد ) چې پرې د انسان ژوند عياريږي ، ايجادونکي، زيږونکی او بشپړونکی ، علت او بنسټ نه بلل کيږي . او که چيرې بلل کيدای، نو بيا خو اسلام (خدای مکړه ) وختي هماغه وخت ختم شوی چې نوره نړۍ تر اسلامي هيوادونو مخکې شوې ده،ځکه اسلام خو په دغو برخو کې يو ګام هم مخکې نه دی تللی٠ خو که اسلام چيرې نه وي
ختم او يادشوي پرمختګونه داسلام زيږنده وي ، نو بايد له رېنسانس راهيسې اروپايان او امريکايان اصل اوتر مونږ ښه مسلمانان وي ؟ [/color:6ef7192cf2]
[color=blue:6ef7192cf2]که چيرې له دغه پورتني فکتونو څخه انکار نه کوئ او حقيقت يې بولئ، نو بيا ستاسو يوه پوښتنه بيرته تاسوته په دې ډول راجع کيږي :
نو سره ددې چې ترمااوتازمااوستاخداى پردي ښه پوهيده چي د ژوندانه ونه به داسي څانګى او پرمختګ وکړي چي له سپوږمۍ نه به هم پورته تيرې شي اود ديني ابعادو او حدودو څخه به وتلي وي . سره له دې بياهم الله تعالی وخت په وخت نوردينونه راونه ليږل. ته څه فکرکوي؟ ايا له دومره پر مختګ او تکامل وروسته نور اديانو ته اړتيا نه وه او اوکه نه ستاسو په ګومان خداى پاک د ژوندانه په راتلونکو حالاتو باندې تسلط موندل پخپله دانسانانو علمي، عقلي ، منطقي ځواک او جمعي تفکر ته سپارلې دي ، بي له دې چې ددینې ارشاداتو ارزښت او اغيزه کمه کړي ے اوکه څرنګه؟ [/color:6ef7192cf2]
تاسو سم ليکلي چې :
[quote:6ef7192cf2]څرنګه چی اسلام يوپه واقعيتونو ولاړدين دی اوددې فانی نړۍ تروروستۍ ورځی پورې دخالق له لوری دخپلو بندګانولپاره دلارښونی يواځنی مشال دی ،ټول هغه علمي تجارب اوساينسي علوم چی دبشردسوکالی اوژوندانه دسويې دلاښه والی لپاره ترسره کيږی نه تنها داچی ټکرنه ورسره لري بلکې دې ته يې هڅوي چې
پرمختګ وکوی اوددې له عجايبوډکوکايناتوله ټولوزيرمواومعدنونوڅخه لازمی اوپه زړه پوری ګټی پورته کړي[/quote:6ef7192cf2]
[color=white:6ef7192cf2]بيشکه چې اسلام ټولنيز احکام هم لري، خوکه د ټولنپوهنه بيله او بل شي وي ،
او بيشکه چې اسلام له سياست او حکمت څخه کار اخيستی، خوکه سياست پوهنه (پوليتولوژي) بيله او بل شی وي ، او بيشکه چې اسلام اقتصادي احکام هم لري ، خو که اقتصاد پوهنه ( اېکونومي) بيل او بل شي وي، او بيشکه چې اسلام يو حقوقي سيستم لري، خو که حقوق د يو پراخه علم په توګه بيل وجود لري او همداسې د ژوند په هره برخه کې په لسګونو علوم او هر يو يې ډرې څانګې لري ،
نو بيا د عملي ژوند د ﻻرښودنې، تنظيم ، انسجام کې او برياليتوب ژمنه دد غو عصري علومو په غاړه لويدلې ده که د دين په غاړه ؟ [/color:6ef7192cf2]
[color=cyan:6ef7192cf2]بيشکه چې د ژوندانه ډيرې چارې به داسلام مقدس دين هم رهبري کوي، خو د کومو برخو له پاره چې ساينسي علوم ، بشري تجربه او د عملي ورځني معلومات وجود لري ، ايا هغه برخې هم د ديني ښونو ، ملا او طالب صاحب پواسطه ، چې هيڅ مالومات ترې نه لري ، رهبري شي ؟ [/color:6ef7192cf2]
[color=yellow:6ef7192cf2]او که برعکس ملا او طالب دې د ټولنيز ژوندانه يواځې هغه برخې رهبري کړي چې ددوی د تخصص او مسلک ( ديني علومو) سره تړاو لري لکه د عدليې وزارت ، قضات او محاکم، مساجد او ديني تبليغات امر او نهې ![/color:6ef7192cf2]
سر بير پر دې زمونږ ديني علمأ يو بل ستر چانس او امتياز هم لري چې د نړۍ په نورو اديانو کې يې شکر نه لري : خو دابه بيا وروسته ليکم . والسلام !
ع کريم حليمي
05.12.2005
ډير محترم او ښاغلې A وروره سلام !
[quote:bee14d4895]نو بيا د عملي ژوند د ﻻرښودنې، تنظيم ، انسجام کې او برياليتوب ژمنه دد غو عصري علومو په غاړه لويدلې ده که د دين په غاړه ؟ [/quote:bee14d4895]
که چيري تاسو راڅخه ګيله من نه سۍ خبره داسي ده
د برياليتوب ژمنه په دواړو (ساينسدان ، راسخ علم ملا )اړه لري ٠
تاسو ښه پوهيږی چه داسي پېښيږي چه ساينس (طب ) يوه تجريبه پيدا کوي
مثلا cloning ساينس دۍ ٠ اما بېله اسلامي عالمه ئې څوک نسي عملي کولی
ولي که د راسخ علم عالم ئې فتوا ورنکره ٠ نو دغه ساينسي تجريبه چه اول فتوا ، دوهم دکانګرس افروف ته ضرورت
لري نو بيا دا ساينس بريالی کيدای شي ٠
ډېره ضرور ئې کڼم څرنګه چه اکثره خلګ د راسخينو علماوو خبرو
ته غوږ نيسي
ولي چه هر انساني ټولنه ديني مرکزونه يا مساجد لري ٠ او پر روزمره ساينس
باندي خپل کتابونه ګوري او خطابې ور کوي ٠
ملا هم د ساينس په برياليتوب کښي غيري مستقيم رول لري
چه خلګ فکري ورته اماده کړي ٠ ايا داسي نده؟؟؟؟
Anonymous
06.12.2005
مذهب يعني تګلاره
ژونديعني په يوه زمانه کي سفر
که پورته فلسفه تر لاس ونيسو نو ويلای شو چي هيڅ سفر بغير د کومي معيني تګلاري ناشونی دی يا په بل عبارت د يو معين منزل په نشتوالي سره هر سفر بې معنا وي
نو زما دا عقيده ده چي مذهب د ژوند لپاره مهيم دی که انسان د خپل ژوند لپاره تګلاره ونه لري نو هغه د حيواناتو سره ښه تشبه کيدای شي ځکه حيوان د خپل ژوند لپاره تګلاره يا مذهب نه لري
دا زما عقيده او نظر دی نور چي تاسي هر څه واياست هغه ستاسي کار دی
Anonymous
06.12.2005
عبدالله ليکلي:
[quote:39ccebc6f2]مذهب يعني تګلاره [/quote:39ccebc6f2]
زما پوښتنه داده چې ايا دغه تګ لاره نور ټولنيز علوم او اجتماعي قوانين نشي ټاکلی؟ بت ته سجده کول- لکه دبودايانو په مذهب کې - دژوند تګلاره ده؟ ډير کمونيستي هيوادونه لکه چين چې نژدي بې مذهبه هيواد دی خو ايا دپاکستان په پرتله چې يو مذهبي هيواد دی دژوند تګلاره يې ناسمه ده؟ دعمومي جناياتو اواخلاقو کچه په پاکستان کې دچين نه زياته نه ده؟
په کوچنيانو باندې تجاوز او جنسي تيری په پاکستان اوافغانستان کې چې اسلامي هيوادونه دي له بې اسلامه هيوادونو څخه زيات نه دی؟ په کوم هيواد کې کم عمره کوچني هلکان اونجوني دعيش اونوش له پاره په ميدان نڅول کيږي؟ همدا دژوند تګلاره؟
دمذهب تر نامه لاندې نه تماميدونکي بريدونه ، قتل اوقتال دژوند تګلاره ده؟ او که دکاسې لاندې نيم کاسه ده.
ايا مذهب واک ته درسېدو ديوې وسيلې په حيث دملا ، خان اوفيوډال په واسطه نه دی کارول شوی؟
په دې کې شک نشته چې مذهب (په ځانګړي توګه داسلام مقدس دين زموږ په هيوادکې) زموږ دټولني دټولنيز ژوند يو نه بيليدونکی جز دی ( نه کل) اوخپل ځانګړی ځای او مقام لري. هره مسله کې مذهب ورګډول( لکه چې ځني جهادي مشران يي غواړي) ناداني اوليونتوب دی اونه حل کيدونکی ستونزي به له ځان سره راوړي.
ع کريم حليمي
06.12.2005
درنو وړونو تاسو ته اول سلام او بيا په احترام عرض کوم !
هر محترم چه کومه خبر ،جمله ،موضع ليکي ٠ دومره قوه ولري چه د خپل نظر او
تحليل دفاع وکړي ٠
که دفاع د خپلي ليکني او نظر نه سي کولي ٠ نو ښه به داوي چه هر څه د پوښتني
په شکلوړاندي سي ٠
دوه حالته دي يو سواد او بل پوهه !
سواد اصلا دې ته ويل کيږي ٠ ليکل (په تور رنګ خطي کښل )٠
هو ! او نن ورځ د سواد معنا پوهانو په ليکلواو لوستلو کوي ٠
هو ! څوک به باسواده وي ٠ خو د پوهي اثر به د سره پکښې نه وي ٠
دا څرنګه ؟؟ منطق په معده کښي چوړه وي ٠ د دې پرځای چه په سر کښي ئې جوړ کړي ٠
بعضي وړونه بايد چه مطلعه وکړي ٠ چه سر ډک کړي ٠ د نورو علماوو په پوهه
کله چه سر ډک سي ٠ نو بيا نوي فکرونه پخپله په سرکښي پيدا کيږي !
دغه نوي فکرونه نو بيا د ليکلو وي ٠ معطر وي ٠ وليچه په سر کښي چوړ سوي
وي ٠ نه په معده کښي!
سواد د پوهي علامه نه ده ٠ دليل دادۍ ! چه نبي سواد نه درلود او پوه انساني
ئې در لوده هر څه ئې له اسمان نه غوښتل د عقل څخه ئې کار اخستلۍ
ځوانانو لوستل وکړي ٠ هر عالم تاسوته الحام را وړي غوږ ورته ونيسی
لکه نبي چه ناموس ته غوږ نيولۍ ٠ يو وخت مبارک د جبرائل سره اياتونه چابک
چابک لوستل نو الله ورته و پر مايل چه :
بسمه تعالی : لا تحَرِّك بِهِ لِسانَك لِتَعْجَلَ بِهِ
ژباړنه -زبانت را به خاطر عجله براى خواندن آن (قرآن ) حركت مده
نو تاسو هم اکثره غوږ سۍ ٠ و هوښيارو ليکنو ته ٠
غوږ نيول هم پوره هوښياري ده ، او پوښته کول
Anonymous
06.12.2005
حليمي صيب سلامونه
درې ځلې مې ستاسې ليکنه ولوسته ، بيامې هم سرپرې خلاص نه شوچې تاسې څه غواړی اوهدف مو څه دی. داسې ګونګې ليکنې له بده مرغه يوازې دخلکو وخت ضايع کوي اوبس.
Anonymous
06.12.2005
لوستونکي!
په سلام نه ارزي خکه چې سرټمبه يي.
دحليمي صاحب ليکنه لکه لمر غوندي روښانه ده.
مننه خو ستا څخه نه.
Anonymous
06.12.2005
حليمي صاحب خو تل په خوب کي د اختر خطبه وايي
خبره د مذهب ده او ژوند ورسره ټرلی دی
خو حليمي ماما مو د سواد په کي د کومه راوړ
ګرانو وړونو د خلګو ماغزه مه خوری يوازي د موضوع مطابق ليکني وکړی
Anonymous
07.12.2005
تولو ورونو ته سلامونه اونيكى هيلى ددى بحث له برخوالو نه يو شاغلى كوشان دى سى مذهب ته ضرورت نه بولى او وايي سى بي له مذهبه زوندبرمخ تلي شى .اوسودa اودروال وروربه ملتيا نور ملكرى دى سى هغوى مذهب دزونديوه برخه بولى اودزوندبه تولو كارونوكى يي مداخله ياخو ضرورى نه بولى اويايي بيكاره بولى اوسو دستانيزى صيب انديوالان دى سى هغوى دزوندتولى ستونزى به مذهب باندى حل كوى .
داويش ما به تقريبى توكه كرى دى خداى دى وكرى سى سم به وي .
سرنكه سى داروان بحث دير مهم بحث دى نوددى هرى دلى ورورسى ليكنه كوى بايد به مشخصه توكه يي وكرى سو بحث منظم شى اوهرجاته خبره واضحه شى
داهسى يوه مشوره ده كه سوك يي شه بولى ودي منى اوكنه به خرمن يي بركت .
به بيل كى دومره ويل غوارم سى اسلام عقل ته خورازيات اهميت وركوى زكه خو به قرانكريم كى جاي به جاي أفلاتعقلون،أفلاتدبرون،ولايفقهون ،ولايسمعون اودى ته ورته جملى راغلى دى اوداراز ويل كيزى سى دهر انسان له باره (عقل) لومرى رسول دى اوبل مذهب دانسان طبعى غوشتنه ده كه فرضا يو انسان به غرونوياجنكله كى بيداشى هغه طبعا خداى منى اوله دى مخلوقاتونه استدلال كوى سى ددى حتما خالق شته نوسوك سى خداى منى هغه به حتما دهغه را استول شوى رسولان هم منى
به دى رسولانو كى يو هم داسلام بيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دى اوس حضرت محمد ولى بيغمبر دى ؟ ددى جواب له باره موز بي شميره كتابونه لرو سى هغه به (دلائل النبوة) سره ياديزى به دى دلائلو كى زه يو يي دكوشان ورور له باره
دلته رااخلم محترمه به قران كى راغلى دى :اقتربت الساعة وانشق القمر.يعنى قيامت نزدى شو اوسبوزمى دوه توكرى شوه به صحى حديثو كى راغلى سى دمكى مشركينو رسول الله ته وويل :كه ته به رشتيا دخداى رسول يي موز ته يوه معجزه شكاره كره رسول الله سبوزمى ته اشاره وكره اوهغه به منج دوه جايه شوه نيمه يوى خواته ولاره او نيمه بلى خواته .داكيسه دقرانكريم به دا بورتنى ايت كى راغلى ده
اوس رازو يوى بلى كيسى ته د داود موسى بيد كوك david musa pid cock به نامه يو نوى مسلمان دخبل اسلام منلو كيسه داسى بيانوى :دى دا بورتنى ايت شريف دخبل اسلام منلو لامل بولى اووايي :ما داديانو دتقابل له علم سره ديره مينه لرله دقران زباره يا ترجمه مى بيدا كره او دقران مطالعه مى بيل كره به اول جل همدا ايت مخته راغى :اقتربت الساعة وانشق القمر نودسبوزمى دوه توكرى كيدل مى له عقله ليرى خبر وبلله اودايوه بيجايه خبر راته شكاره شوه سمدستى مى قران بندكر اوبيا مى بيخى ونه كوت يووخت تلويزون ته ناست وم دبي بي سي خبريال جيمس برك james burck له دريو امريكايي فضابوهانوسره مركه كوله د مركى به جريان كى خبره سبوزمى ته دختلو تر سفره بورى ورسيده شاغلي جيمس بوشتنه وكره :ايا سبوزمى ته دختلو به سفر باندى دادومره زيات لكشت يوازى ددى له باره وشو سو به سبوزمى باندي امريكايي توغ وربول شى ؟ ايا دا لكشت كه دزمكى به ودانولو شوى واى دخوارانو به مرولو او....او... شه به نه وه ؟ (نور بيا اوس وخت را ختم شو)
ع کريم حليمي
07.12.2005
ټولو لوستونکو او ليکوالو ته سلامونه او احترامات په عرض رسوم !
دانشمند A ورور چه کوم څه ليکلي هيڅاصولو ته ئې خساره نه ده رسولې !
او په کوم ځاي کښي په کوته ورته نيول سوئ ٠ ورور پراصولو برابرجواب ليکلي ٠
او د (أفلاتعقلون،أفلاتدبرون،ولايفقهون ،ولايسمعون ) پر اصولو هم برابره ليکنه
ده ٠
يوه نقطه چه پر سترګه ايږدو ٠ دومره غلطي په کښي نسته ٠
يو به داوي چه قناعت به نه کوۍ ٠ نو بيا جلا خبره ده !
[quote:78295edc3b]حليمي صيب سلامونه
درې ځلې مې ستاسې ليکنه ولوسته ، بيامې هم سرپرې خلاص نه شوچې تاسې څه غواړی اوهدف مو څه دی. داسې ګونګې ليکنې له بده مرغه يوازې دخلکو وخت ضايع کوي اوبس.[/quote:78295edc3b]
مطلب مي دا دۍ چه ليکنه دي ولولي ٠ اعتراض ،objection دي وليکي
خوهغه څه دي وليکي چه يا سل په سل کښي مطمئن وي چه جمله يا خبره ئې
صحيح ده ٠ څه فرض ده چه ليکي ئې
يوڅه خو ګيله من غوندې هم يم له عبدالله خڅه!
او داسي ليکي چه !
مذهب يعني تګلاره
[quote:78295edc3b]ژونديعني په يوه زمانه کي سفر
که پورته فلسفه تر لاس ونيسو نو ويلای شو چي هيڅ سفر بغير د کومي معيني تګلاري ناشونی دی يا په بل عبارت د يو معين منزل په نشتوالي سره هر سفر بې معنا وي
نو زما دا عقيده ده چي مذهب د ژوند لپاره مهيم دی که انسان د خپل ژوند لپاره تګلاره ونه لري نو هغه د حيواناتو سره ښه تشبه کيدای شي ځکه حيوان د خپل ژوند لپاره تګلاره يا مذهب نه لري [/quote:78295edc3b]
ايا د دغي ليکني پښې ورټګولي سي ٠ که دا اوس قلم پر راکش کم ولله که ئې
هرف هم راڅخه صحيح کړي ٠
حيوان څرنګه تګ لياره نه لري ؟؟؟ دائې خير
ډېر محترم کوشان صاحب پوښتلي چه : [color=white:78295edc3b]ايا دا چې ، نبي بيسواد وو افسانوي بڼه نلری ؟[/color:78295edc3b]
يا هيڅ افسانوي بڼه نه لري ٠ د نبي عليه السلام حديث داسي دۍ چه :
وهو في غار حراء، فجاءه الملك فقال اقرأ. قال " [color=cyan:78295edc3b]ما أنا بقارئ [/color:78295edc3b]". قال " فأخذني فغطني حتى بلغ مني الجهد، ثم أرسلني فقال [color=violet:78295edc3b]اقرأ[/color:78295edc3b]. [color=cyan:78295edc3b]قلت ما أنا بقارئ[/color:78295edc3b].
تر دغه وخته چه په غار حراء وحي ورته کيږي سوادڅه کوې لوستونکي لاهم نه وو٠ جبرائل چه درې واره کښکښلۍ
لوستونکۍ ئې کړۍ ٠
[quote:78295edc3b]خو حليمي ماما مو د سواد په کي د کومه راوړ [/quote:78295edc3b]
ستاسو لپاره اول د ولي په معنا تاسو محترم نه پوهېږۍ
د خپلي ليکني پښې چه دي لخشک لخشک کيږي ٠نو تر دې به داښه وي
چه خلګ په ليکنه ونه زوروې ٠ ورسۍ تاسو هم خطبې وواياست ٠ که امام د مسجد اجازه درکړي !
او بل دا خبره خو صحيح ده چه :
[quote:78295edc3b]موز ته يوه معجزه شكاره كره رسول الله سبوزمى ته اشاره وكره اوهغه به منج دوه جايه شوه نيمه يوى خواته ولاره او نيمه بلى خواته .داكيسه دقرانكريم به دا بورتنى ايت كى راغلى ده [/quote:78295edc3b]
ارطبات څرنګه ور کوۍ د دانشمندA ورور د ليکني سره
محترم مېله ورورته سلامنه او احترامات
[color=cyan:78295edc3b]دحليمي صاحب ليکنه لکه لمر غوندي روښانه ده. [/color:78295edc3b]
ور دوه ځايه ئې که چه نه پوهيږي ٠ خير دۍ !
Anonymous
07.12.2005
ته دي دا قلم پر راکش چي د ستا د حيوان د تګلاري علم هم وګورو
حليمي صاحب ته تر اوسه د حضرت علي رضی الله تعالی عنه او کرم الله وجهه په معنا نه پوهيږي نو د انسان او حيوان تګلاره به څه در معلومه وي
ته خو يو ځل زما د ليکني يو يو حرف را مسترد کړه چي وديګورم ستا په علم کي څمره زور دی
خو ګوره په عربي او انګليسي به نه پکي را ګډوې په صفا پښتو به ېې ليکې
حليمي ګرانه ژوند چي تګلاره ونه لري هغه ژوند په تمامه معنا حيوانيت دی
ښکاره مثال که تګلاره نه وي نو مور به ځوی سره جماع کوي او پلار به لور سره نو بيا د حيوان او انسان فرق څه دی هر شی همداسي وبوله
که ته وای چي خيوان تګلاره لري نو همدا به وي کي غوا بچی وزيږوي او بيرته وروسته د همدې بچي څه حامله کيږي ؟
بې تګلاري ژوند مطلقا حيوانيت دی .
به تير بسى
Anonymous
07.12.2005
[color=green:171d24d617] درنواو خوږو وروڼو سلامونه اونيكى هيلى مى ومنئ !
(يادونه : محترم حليمى صيب ښى چارى ته خو يا ليكنى پوره نه ګو رى اويا خداي جل جلاله ښه پوهيږى څه چل دى ! زما ليكنه دښاغلى a صيب له ليكنى سره هيڅ ارتباط نه لري زما خبرى په پيل كى عمومى بڼه لرى اووروسته ښاغلى كوشان صيب ته متوجه دى او بل دابحث تقريبا ډير ښه روان دى لطفا ته او عبدالله صيب له سړوسينوكارواخلئ ښاغلى عبدالله لطفا بايداحترام مراعت كړو)[/color:171d24d617]
(په تيرپسى) دجيمس برك په ځواب كى نوموړو فضاپوهانو وويل :دى سفر موږ يوه داسى علمى حقيقت ته ورسولو چى كه له دى څو برخى زيات ډالر مولګولى واى څو هغه حقيقت په خلكو ومنو موږ به هيچا ريشتونى نه وو بللى ....!!
[color=green:171d24d617] هغه حقيقت دادى چى موږ په خپل سفر كى دا معلومه كړه چى داسپوژمى يووخت دوه توكړى شوى ده اوبيا بيرته جوړه شوى ده ځكه موږ په سپوژمى يوه ستره كرښه يا لكيره پيدا كړه چى ژوروالى يي له څو سوه متره نيولىتر يوه كيلو متر يا څه زيلت پورى و.سور اوپلنوالى يي له نيم كيلومترنيولى تر پنځه كيلو متره پورى و.
او اوږدوالى يي په سلهاو كيلو متره و.يو نيم ځاى سيخ غزيدلى و او ځاى ځاى كوږ شوى واو دا لكيره په ډيرو اوږدو كندو باندى تيره شوى وه په هغو كندو كى داسى كندى هم وى چى نه كيلو متره ژورى وى او دخولو قطر يي له زر كيلو متره هم زيات وو چى له دى كندو نه يوه دختيځ دبحر (moreorientalis ) په نامه سره شهرت لرى [/color:171d24d617]
نوموړو فضاپوهانوپه دى اړه نور هم زيات تفصيلات وړاندى كړل ښاغلى پيدكوك وايي :ما چى دا خبرى واوريدلى په بيړه له خپلى چوكى نه راپا څيدلم اوومى ويل :دادمحمد (صلي الله عليه وسلم )هغه معجزه ده چى څوارلس سوه كاله مخكى پيښه شوى وه خو دانن زموږ پر مخ تللي سائنس دومره په روښانه توګه ثابته كړه چى كه څوك دفلكياتو په اړه ډير كم معلومات هم ولرى دشك ځاي به ورته پاته نشى .پيدكوك وايي ما بيرته قرانكريم ته مخه كړه او هغه ايت چى زه يي دقران له مطالعى څخه منعه كړى وم ددى لامل شو چى زه اسلام دخپل دين په توګه ومنم.
نوى اوپر مخ تللي سائنس داسلام دستر پيغمبر خورازياتى معجزى په ډيره واضحه او رو ښانه توګه ثابتى كړى دى چى دايوه يي ماد(مشت نمونه خروار) په توګه دلته راوړه (زما خبرى اوږدى شوى يوڅه لا پاته دى له ټولو لوستوالو بښنه غواړم او له ډير محترم كوشان سره مى يوڅه نور خواله هم شته نوربيا)
ع کريم حليمي
08.12.2005
مکرم او پتمن زرملوال صاحب سلام !
ډيره ښه قصه کوۍ د داود موسی بيد كوك له خولي ٠ پوښته مي کوله چه دا دغه
داوود موسى بيسكوك دي که بل څوک دي ٠
دغي قصې د عربو سايټونه پر سر اخستي دي ، او په انګرېزي سايټنو کښي ئې
هيڅ درک نسته ٠ او (داوود موسى بيسكوك)چه رئيس الحزب الإسلامي البريطاني دۍ هم ستاسو ليکني ته نژدې نقل کوي
که تاسو لطف وکړۍ چه دا سايټ راته وښياست ٠ مننه
Anonymous
08.12.2005
محترم اوعزتمن مشر حليمى صيب سلا م ! اباد اوښاد،سوكاله اوخوشاله اوسى .
[color=red:7fdbd70fad](داود پيډكوك)[/color:7fdbd70fad] همدادبرتانيي داسلامى ګوند مشر دى داكيسه مى له يوى پښتو مجلى څخه راخيستى چى[color=red:7fdbd70fad] (مشال)[/color:7fdbd70fad]نوميږى
اونورنوزه غريب له خوارى اوغريبي په والله كه دومره خلاص يم چي عربي سايټونه وګورم .ګوره خپه نشى يوه نيمه ټوكه به كوو تاپه دى كوچنكه ليكنه كى يوځاى ليكلى دى چى دى كيسى عربي سايټونه پر سر اخيستى دى او بل ځاي بيا واياست چى كه تاسو لطف وكړى او داسايټ راته وشياست !!!
په دى لاندى سايټ كى كله كله د(الاعجازالعلمى فى القران) په موضوع ښى ليكنى پيداكيږى نوردى په رحيم اوحليم ذات سپارم
Anonymous
08.12.2005
حليمى صيب وښئ هغه سايټ مى مخكى ونه ليكو هغه نوم درواخله :
[color=red:b33ae9ba8c]science leads to islam [/color:b33ae9ba8c]
ع کريم حليمي
08.12.2005
مکرم او پتمن زرملوال صاحب سلام !
[quote:b18ea99c79]اونورنوزه غريب له خوارى اوغريبي په والله كه دومره خلاص يم چي عربي سايټونه وګورم .ګوره خپه نشى يوه نيمه ټوكه به كوو تاپه دى كوچنكه ليكنه كى يوځاى ليكلى دى چى دى كيسى عربي سايټونه پر سر اخيستى دى او بل ځاي بيا واياست چى كه تاسو لطف وكړى او داسايټ راته وشياست !!! [/quote:b18ea99c79]
دامي په دې خاطر پښتلي وه ٠ ولي چه دغه نقل هر سايټ په جلا جلا ډول بيان
کوي ٠ نو غښته مي چه تاسي دکوم سايټ په قول ليکي ٠
دوهم داچه عرب ډيري داسي درواغ ليکي او افغاني مجلې ئې ترجمه کوي ٠
مکرم وروره ! تاسو يا دوۍ وايې چه نوې مسلمان ٠ او د داوود موسى بيسكوك
په ١٩٧٥ عيسوي کال مسلمان سوې دۍ ٠ نوې نه دۍ
او دغه نقل ماته داسي معلوميږي ٠ لکه دپتمني غاټول خور د مسخي قصه
چاته شوق د پيسو ور پيداوي ٠ زه د پيسو شوق نه لرم ٠ کتاب ګورم
او ستاسو ليکني ګورم ٠ چه پئ پسي واخلم ٠ او ريښه چه ئې وګورم ٠
بعضي وخت داسي پېښه وي ٠ چه بېخي سوچ دروغ وي ٠ نو خندا راسي
يا الله پښتانه چه هر عربي ليکنه و ويني بس دستي ئې ترجمه کړي ٠
او باور په کوي او سند ئې وګرځوي ٠
څو کاله عربو دروغ ويل چه armstrong astronaut
مسلمان شو ولي چه په سپوږمۍ کښي ئې اذان واورېدۍ
armstrong اخير مجبوره سو چه اعلان ئې وکۍ چه نه نه زه نه يم مسلمان شوۍ
نه ئې اذان اورېدلۍ نه شئ
Anonymous
08.12.2005
ښاغلى كوشان اومحترم حليمى !ستاسو ليكنى مى په غور ولوستلى
بريالى او سوكاله اوسئ له بده مرغه چى سمدستى دځواب وخت نلرم
لطفا دامعذرت مى ومنئ انشاء الله ډير به نه ناوخته كيږى
Anonymous
09.12.2005
بسم الله الرحمن الرحيم
الَّذِينَ يَستَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسنَهُ أُولَئك الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَ أُولَئك هُمْ أُولُوا الاَلْبَبِ٠
زرملوال صيب همدا پورته ايات په خاطر کښې له تاسو سره وساته !
Anonymous
09.12.2005
محترم حليمى صيب سلام اونيكى هيلى مى ومنه !
جنابه ما مخكى درته وويل چى داكيسه مى له يوى پښتو مجلى نه راخيستى ده .
اوعربي سايټونه مى ندي كتلى په هغه مجله كى يوه اوږده ليكنه شوى چى په مختلفو برخو كى يي په ګڼ شمير كتابونو حوالي وركړى دي او دا كومه كيسه چى ما دلته رانقل كړى ده دايي [color=green:a0be94d17c]ديوه مصرى ليكوال اوځمکپوهه ډاكټر زغلول النجار[/color:a0be94d17c] له كتاب :السماء فى القران نه راخيستى ده او س نوخداى خبر چى دا كتاب به هم دروغ وى او كه رشتيا ؟؟؟
او بل حليمى صيب دا موسى پيدكوك په دى خاطر نوى مسلمان يادشوى چى مخكى نه ومسلمان دكوم بل مذهب پيرو واو يوڅوك چى له بله مذهبه اسلا م ته را داخل شى دهغه په مسلمانى باندى كه فرضا سل كلونه تير شى هم خلك يي نوى مسلمان بولى .
او بل محترمه په داوروسته خبرو دى سم پوهه نشوم اونه دغاټول خور كيسه راته معلومه ده او نور به محترمه دا خبرى پريږدى منطقي بحث ته به مخه كړو
Anonymous
09.12.2005
ښاغلى كوشان !
اصلا دعربي ژبى دلغت له مخى ( مذهب) تورى دتګلارى په معنى كارول كيږى
په قرانكريم كى لوى خداى جل جلاله خپل پيغمبر ته وايي :قل هذه سبيلى ادعو الى الله على بصيرة.......يعنى ته ورته ووايه !چى دازما لار ه(مذهب) ده ......(داهلته چى موږ مذهب ددين په معنى واخلو)
نوموخه داشوه چى مذهب دژوندلاره ده هر څوك بايد دخپل ژوند له پاره حتما يوه لاره ولرى نوداضرور نده چى يو څوك ستونزى ولرى هغه به مذهب خپلوى او كه ستونزى نلرى هغه مذهب ته اړتيا نلرى اوس دانو دهر چا خپله خوښه ده چى دځان
له پاره څه ډول تګلاره غوره كوى . من شاء فليؤمن ومن شاء فليكفريعنى دهرچا خپله
خوښه ده كه ايمان راوړى اوكه يي نه راوړى .
لا اكراه فى الدين يعنى دين او مذهب په چا په زور نه قبلول كيږى
اودلته تا دوه خبرى كړى دى :
(1) يوداچى مذهب دننى ژوند ورځنى ستونزى نشى حل كولى .
(2) نوبايدانسان دخپل ژونددپراختيا اوپرمختياله پاره په خپله پوهه تكيه وكړى .
وروره دالومړى دعوه دى يومسلمان هيڅكله نشى درسره منلى ځكه هغه دقرانكريم
په دى ايت ايمان لرى :اليوم اكملت لكم دينكم .......(نن ما تاسو ته خپل دين كامل اوپوره كړ......)نو دين كه دانسان دهرى ستونزى ځواب ونه لرى
هغه كامل او پوره دين نشى بلل كيدلى داخبره خو ديوه مذهب وال انسان له پاره دليل
دى اماد يوه مذهب نه منونكى يا مذهب ناپوره بلونكى انسان له پاره يي
دليل نشو ګرځولى ددى ډول انسان قناعت هلته ترلاسه كيدلى شى
څو داسلام پوره سستم او مكمل نظام دهغه په مخكى كيشودل شى
اوياپه خپله په اساسى توګه داسلام ژوره مطالعه له خپل اصلى مأخذ نه
ترلاسه كړى خو نن داسلام په اړه دمعلوماتو ترلاسه كولو له پاره څوك
دومره وخت فارغولى شى ؟
او دمعاصرو زدكړو زده كوونكى خو چى څه ناڅه معلومات وهم لرى
متاسفانه هغه يي له خپل اصلى مأخذنه نه وى ترلا سه كړى بلكى له اروپايي
ختيځپوهانو نه يي اوريدلى وى او يا يي دهغو كتابونه لوستى وى
نوديوه مذهب نه منونكى يا هم ديوه مذهب ميرڅمن كله غواړى چى ددى مذهب
په باره كى واقعى معلومات وړاندى كړى ؟
اوبل شاغلى كوشان ! ستا دا خبره هم دمنلو نده چى : ........بايد انسان دخپل
ژونددپراختيا او پرمختيا له پاره په خپله پوهه تكيه وكړى .
ځكه په هغه مخكينى ليكنه كى ماڅرګنده كړه چى اسلام خپل منونكى هڅوى
څو خپله پوهه په كار واچوى او د افلا تعقلون ،افلا تعلمون ،افلا تدبرون
معنى داده چى ايا تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!ايا تاسو نه پوهيږئ يعنى له پوهى نه كار نه اخلئ او له سوچ او تدبر نه كار نه اخلئ؟
او كه څو ك ووايي چى په اسلا م باندى څه دپاسه څوارلس سوه كاله تير شوى دى
دهغه عقل او ننى عقل تر منځ ډير توپير راغلى دى دڅوارلس سوه كاله مخكى نړى
اوننى نړى تر منځ دځمكى او اسمان فرق دى او..او ...او...
دا خبره هم يا خو داسلا م دپوره مطالعى دنلرلو له كبله كيږى او ياهم عنادا
ځكه يوځل چى عقل ته ټاكلى ازادى وركړل شوه نو دامعنى چى دامترقى انسان هم
دتعقل ،تدبراو تفكر په ساحه كى پوره ازاد شو
داخبره په اسلا م كى ډيره رو شانه او واضحه ده ان چى داننيو پر مختياوو ته
قرانكريم ښكاره نغوتى كړى دى لكه وايي :سنريهم اياتنا فى الافاق وفى انفسهم ....
موږبه خامخا په افاقو (څنډو)او ددوى په خپلو ځانونو كى دوى ته خپلى نښى ور وښيو....
دارازدمخكينيو نقليه وسائطو لكه :اسان ،كچر او خرو په باره كى قرانكريم وايي :
والخيل والبغال والحمير لتركبوها وزينة ويخلق مالاتعلمون (...او كچر او خره ددى له پاره دى چى تاسو په هغو سپرلى وكړئ او دشايست له پاره دى او الله پاك به داسى شيان پيداكړى چى دهغو په اړه همدا اوس له تاسو سره پوهه نشته )
نولنډه دا چى اسلا م هر وخت انسانان پوهى اوتخنيك ته هڅوى
او دژوند دبرابرولو له پاره له پوهى نه كار اخيستونكى ستايي .
خوله دى سره سره يو مكمل او شكلى اخلاقى نظام يي هم انسانانو ته رااستولى
څو په هغه اخلاقى چوكا ټ كى دننه خپله پوهه وكاروى .
اوشاغلى كوشان تا يوځاى ليكلى :....دانسان له پاره نورى معنوى پديدى هم شته لكه شعر شاعرى ...او...او...سپورت .
که داځاى يوڅه روشانه كړئ ؟
(اونوربيا)
Anonymous
09.12.2005
ښاغلى كوشان !
اصلا دعربي ژبى دلغت له مخى ( مذهب) تورى دتګلارى په معنى كارول كيږى
په قرانكريم كى لوى خداى جل جلاله خپل پيغمبر ته وايي :قل هذه سبيلى ادعو الى الله على بصيرة.......يعنى ته ورته ووايه !چى دازما لار ه(مذهب) ده ......(داهلته چى موږ مذهب ددين په معنى واخلو)
نوموخه داشوه چى مذهب دژوندلاره ده هر څوك بايد دخپل ژوند له پاره حتما يوه لاره ولرى نوداضرور نده چى يو څوك ستونزى ولرى هغه به مذهب خپلوى او كه ستونزى نلرى هغه مذهب ته اړتيا نلرى اوس دانو دهر چا خپله خوښه ده چى دځان
له پاره څه ډول تګلاره غوره كوى . من شاء فليؤمن ومن شاء فليكفريعنى دهرچا خپله
خوښه ده كه ايمان راوړى اوكه يي نه راوړى .
لا اكراه فى الدين يعنى دين او مذهب په چا په زور نه قبلول كيږى
اودلته تا دوه خبرى كړى دى :
(1) يوداچى مذهب دننى ژوند ورځنى ستونزى نشى حل كولى .
(2) نوبايدانسان دخپل ژونددپراختيا اوپرمختياله پاره په خپله پوهه تكيه وكړى .
وروره دالومړى دعوه دى يومسلمان هيڅكله نشى درسره منلى ځكه هغه دقرانكريم
په دى ايت ايمان لرى :اليوم اكملت لكم دينكم .......(نن ما تاسو ته خپل دين كامل اوپوره كړ......)نو دين كه دانسان دهرى ستونزى ځواب ونه لرى
هغه كامل او پوره دين نشى بلل كيدلى داخبره خو ديوه مذهب وال انسان له پاره دليل
دى اماد يوه مذهب نه منونكى يا مذهب ناپوره بلونكى انسان له پاره يي
دليل نشو ګرځولى ددى ډول انسان قناعت هلته ترلاسه كيدلى شى
څو داسلام پوره سستم او مكمل نظام دهغه په مخكى كيشودل شى
اوياپه خپله په اساسى توګه داسلام ژوره مطالعه له خپل اصلى مأخذ نه
ترلاسه كړى خو نن داسلام په اړه دمعلوماتو ترلاسه كولو له پاره څوك
دومره وخت فارغولى شى ؟
او دمعاصرو زدكړو زده كوونكى خو چى څه ناڅه معلومات وهم لرى
متاسفانه هغه يي له خپل اصلى مأخذنه نه وى ترلا سه كړى بلكى له اروپايي
ختيځپوهانو نه يي اوريدلى وى او يا يي دهغو كتابونه لوستى وى
نوديوه مذهب نه منونكى يا هم ديوه مذهب ميرڅمن كله غواړى چى ددى مذهب
په باره كى واقعى معلومات وړاندى كړى ؟
اوبل شاغلى كوشان ! ستا دا خبره هم دمنلو نده چى : ........بايد انسان دخپل
ژونددپراختيا او پرمختيا له پاره په خپله پوهه تكيه وكړى .
ځكه په هغه مخكينى ليكنه كى ماڅرګنده كړه چى اسلام خپل منونكى هڅوى
څو خپله پوهه په كار واچوى او د افلا تعقلون ،افلا تعلمون ،افلا تدبرون
معنى داده چى ايا تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!ايا تاسو نه پوهيږئ يعنى له پوهى نه كار نه اخلئ او له سوچ او تدبر نه كار نه اخلئ؟
او كه څو ك ووايي چى په اسلا م باندى څه دپاسه څوارلس سوه كاله تير شوى دى
دهغه عقل او ننى عقل تر منځ ډير توپير راغلى دى دڅوارلس سوه كاله مخكى نړى
اوننى نړى تر منځ دځمكى او اسمان فرق دى او..او ...او...
دا خبره هم يا خو داسلا م دپوره مطالعى دنلرلو له كبله كيږى او ياهم عنادا
ځكه يوځل چى عقل ته ټاكلى ازادى وركړل شوه نو دامعنى چى دامترقى انسان هم
دتعقل ،تدبراو تفكر په ساحه كى پوره ازاد شو
داخبره په اسلا م كى ډيره رو شانه او واضحه ده ان چى داننيو پر مختياوو ته
قرانكريم ښكاره نغوتى كړى دى لكه وايي :سنريهم اياتنا فى الافاق وفى انفسهم ....
موږبه خامخا په افاقو (څنډو)او ددوى په خپلو ځانونو كى دوى ته خپلى نښى ور وښيو....
دارازدمخكينيو نقليه وسائطو لكه :اسان ،كچر او خرو په باره كى قرانكريم وايي :
والخيل والبغال والحمير لتركبوها وزينة ويخلق مالاتعلمون (...او كچر او خره ددى له پاره دى چى تاسو په هغو سپرلى وكړئ او دشايست له پاره دى او الله پاك به داسى شيان پيداكړى چى دهغو په اړه همدا اوس له تاسو سره پوهه نشته )
نولنډه دا چى اسلا م هر وخت انسانان پوهى اوتخنيك ته هڅوى
او دژوند دبرابرولو له پاره له پوهى نه كار اخيستونكى ستايي .
خوله دى سره سره يو مكمل او شكلى اخلاقى نظام يي هم انسانانو ته رااستولى
څو په هغه اخلاقى چوكا ټ كى دننه خپله پوهه وكاروى .
اوشاغلى كوشان تا يوځاى ليكلى :....دانسان له پاره نورى معنوى پديدى هم شته لكه شعر شاعرى ...او...او...سپورت .
که داځاى يوڅه روشانه كړئ ؟
(اونوربيا)
Anonymous
09.12.2005
اوشاغلى كوشان صيب !
داته چى دژوند دتغير اوتحول خبره كوى او دا چى مذهب زړيږى بايدتغيرات پكى راوستل شى داخو دلويديځوالو هغه دماډريټ اسلا م اوياداصلاحاتوخبره ده
چى داسلا په خلاف داكارله شى اوږدى مودى راهيسى روان دى او دهمدى هڅو
په جريان كى دادبنيادګرايي او منځلارى اصطلاحات رامنځته شوى دى
وروركه !اسلام داسى دين ندي چى زوړ شى اسلام هغه دين دى چى له هرى زمانى سره سمون خورى اسلام هغه مقدس مذهب دى چى داوبواو هوا په څير
دزمانى له قيودو څخه ازاددى .
اسلام د(اجتهاد) او( قياس) په څيرداسى مهم اصول لري چى په هره زمانه كى
نوى او تازه پاته كيدلى شى له څلرم خليفه حضرت على رضى الله عنه څخه چا
پوشتنه وكړه چى كه په موږ داسى زمانه راغله چى له داسى ستونزو سره مخ شوو
چى دهغو حل موپه قران او حديث كى نشواى موندلى نو څه به كوو؟
ده ورته وويل : شاوروا الفقهاء العابدين يعنى له داسى پوهانو اوفقهاو سره مشورى وكړئ چى هغوى نيك خلك وى .
اودرسولانو دمنلو په ارتباط چى تاسو واياست دلته ډيرى پوښتنى رامنځته كيږى
داپوشتنى ديوه شكاكى انسان په دماغو كى حتماپيداكيږى اويا داسى انسان
چى هغه دمذهب يا دين په ارتباط بى پروا يي ولرى اوددنياژوند اودهغه سمسورتيايي ارموخه ګرځولى وى اوياهم خپل عقل ته دومره غاره وى
چى هغه يي پوره او كامل بللي وى داډول انسان بياپه دين كى ډيرى نيمګړتياوى وينى اوخپل ناقص او هره ورځ بدليدونكى عقل يي نه پريږدى څو ددين په اړه په
سړه سينه اوپرته له باندنيوخنډونوسوچ اوفكر وكړى .
اوشا غلى كوشان داخبره دى بيخى عجيبه ده چى خداى مهم دى نه مذهب
اياله مذهبه پرته په سمه توګه خداى څوك پيزندلى شى ؟؟؟!!!
اوبل تا چى دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم دمعجزى په اړه شك ښكاره كړى
اووايي چى دا افسانوى بڼه لرى دابه كيدى شى ستا له پاره افسانه وى خو په حقيقت كى دادومره پخه اوثابته خبر ده چى له پوره معلوماتو ترلاسه كولو وروسته
دهيچا له پاره شك نه پكى پاته كيږى او چو څوك معلومات نه لرى هغه به يي
افسانه بولى ؟؟؟!!!
خو داډيره له انصافه ليرى خبر ده چى يو څوك ديوى موضوع په باره كى پوهه اومعلومات نه لرى اوپه هغه موضوع كى په ډير بى تكلفى او بيباكى سره حكمونه لګوى !!!
ګرانه كوشانه كاشكى له ماسره دوخت جوړه واى !
چى په دى موضوع په تفصيلى توګه درته ګړيدلى واى خو متاسفانه .....
يواځى په لنډه توګه دومره واوره (كه داډول ليكنو ته اهميت وركوى اوپه غور يي لولى )چى دادحضرت محمد صلى الله عليه وسلم حديثونه چى نن دمسلمانانو
په مخكى پراته دى داپه خورا حيرانونكى ستونزو اوډيرو زياتو ربړو سره تر دى ځايه پورى رارسيدلى دى دبيلګى په توګه نن له مسلمانانوسره دخپل پيغمبر په
سلهاو زره احاديث پراته دى او دا هر حديث چى تر موږ رارسيدلى په ډيره كره اوباورى توګه رارسيدلى مثلا يو حديث ماله خپل استاد نه اوريدلى هغه له بل
او هغه له بل ....او...او .نوكه زه يوى اسلامى كتابخونى ته ننوځم او وغواړم دازما
داستاداو رسول الله تر منځ ددى حديث دروايت كوونكوكسانوحالات ځان ته معلوم كړم نو داكاربه ډير په اسانى سره تر سره كړم مسلمانانو په دى اړه ځانګړى علوم ايجادكړى دى لكه :اسماء الرجال ،علم الجرح والتعديل او...
اودمسلمانانوپه دى سترو برياوو دلويديځ ډيرو انصاف خوشوونكوپوهانو
اعترافونه كړى دى لكه دجرمنى نامتو ليكوال ډاكټر سپرنګرپه خپل كتاب :
life of muhammad كى كاږى :په نړى كى هيڅ داسى قوم نه مخكى تير شوى اونه اوس شته چى هغه دى دمسلمانانو په څير د(اسماء الرجال)غوندى
شانداره علم ايجادكړى وى . (دبياليدوپه هيله)