د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

و.افغان
14.07.2009

[quote:a7cf18f92f="Subat Sabit"]ايا داهم طالب دی؟؟؟؟

http://www.truthtube.tv/play.php?vid=2008[/quote:a7cf18f92f]

ثبات صاحب:
څو ورځې وړاندې دا ويديو ما په يوټيوب وليده، ډير می زړه خراب شو، خو لنډه دا
چی په سيمه کی هر څه له لاس څخه ووتي دي، مسئله ګډه وډه ده، راټولول يي آسان
کار نه دی، دهر چا له لاسه چی څه کیږي، کوي يي، زه ډير کرته خبريږم چی دا تنکي
هلکان چی دطالبانو په ليکو کی دي، نه تربيه لري، او نه علم لري، ځان طالب بولي، او ملا ته هم تن نه ټيټوي، ډیرو خلکو باندې دشخصي شخړو په سبب دجهالت
په محکمه کی په ډيره آسانه دجاسوسۍ تور لګوي، او بيا يي سر ورپريکوي، او يا
يي په کوم بل ډول وژني.

دا ويډيو که حقيقت ولري، نو يو ډیر لوي جنايت او وحشت يي بللې شو، ولو که دغه
حلال شوې شخص څومره مجرم هم وي.

ديوه مجرد انسان وينه تويول وړه خبره نه ده، چی يو ماشوم چاړه په لاس ونيسي،
او وايي، چې دا دامريکايانو جاسوس دی، او عالم هم دی، بل له هغه بل ځاي څخه
چيغي وهي، چې قاري هم دی، بل له بله ځايه چيغې وهي چی منافق دی منافق، لکه
چی دا دجنت او دوزخ ټکټې يواځې ددوي په جيبونو کی پراته دي، که يو انسان
جاسوسي هم کړي وي، دمرګ مستحق شوې هم وي، نو هغه دمرګ تر وخته ډير وخت
لري، چی له خپلې ګناه توبه وباسي، نو دمرګ په وخت يا له مرګ څخه وروسته ورته
داسې خطابونه کول يو غير اسلامي او پرجهالته کار دی.

بيا يي ورته واړه واړه ماشومان راټول کړي دي، چی له آوازونو يي معلوميږي، دالله
اکبر چيغي وهي، دا ماشومانو ته يواځې وحشت ورزده کول دي او بس، ماشومان
په دومره عمر کی دډيرو معنوياتو درک په صحي توګه نشي کولاي، البته وحشي
جوړيداي شي، او بيا چی دعلم په ځاي يي په کوپړۍ کی جهل او نادانۍ ځاي نيولې
وي، نو ورکړه کلې.

که چيرته په رښتيا سره دا کس جاسوس وي، نو پکار ده چی قاضي په مفصل او
دقيق ډول سره ددغه مجرم جنايتونه، دجاسوسۍ دليلونه، او اقرارونه خلکو ته
واوروي، بيا دکتاب الله او سنت رسول الله په مفصلو دلائلو استدلال وکړي، چي
دغه مجرم په رښتيا هم دمرګ دسزا مستحق دی، له هر څه بيان وروسته دمرګ دحکم
په اړه دقاضيانو په څيړنو ولاړو مکررو پريکړو ته اشاره وکړي، او بيا دغه حد ديوه
بالغ مکلف انسان په لاس تنفيذ کړي، او له ويديويي ثبت او خپرولو څخه دی ډډه
وشي، البته که ديوې وثیقي په شکل که ساتل کیږي، نو ودی ساتل شي.
که بيا هم چيرته خبره ميډيا ته راوباسي، نو دداسې ويديو له خپرولو دی ډډه وشي،
او ددغی وژني ټول لاملونه، موثق دلائل، شواهد، او اسناد دی په مفصل ډول سره
خواره شي.

دغه ويډيو کی چې زه څه وينم، نو دوحشت انتها ده، او داسلام ستره بدنامي ده.

[color=white:a7cf18f92f]
تاسو ددې ويديو لاندی په انګليسي ژبه تبصره ولولئ، چی درته معلومه شي،
داسلام دښمنان له داسی ويډيوګانو داسلام په ضد تبليغاتو لپاره څومره ګټه
پورته کوي.

[/color:a7cf18f92f]

په درنښت


عبدالله صابر
15.07.2009

السلام عليکم
ګرانوپه جګړه کښ حلوه نه ويشل کيږي ،تاسوټول ښه پوهيږئ چي په اوس وخت
کښ طالبان په وړو وړوډلګيوکښ شتون لري منظم ارتباطي اوکنترول سيستم
ددوی ترمنځ داوس لپاره مشکل دی ځکه خوکله کله ځيني ناوړه کارونه دهمدي
وړوډلګيوڅخه ترسره کيږي چي عموماټول طالبان پري ملامتول ناانصافي ده٠
دوهم دجاسوس خبره
ښاغلئ وهاج صاحب زمادمعلوماتوله مخي جاسوس په تيروکالونوکښ ښکاره وو
ياپه بل ډول جاسوس ديوکلي بدمعاش هم بلل کيدو،اودکلي په خلکويی چپه حکو
مت کاوه ،کليوالوبه يوبل ته ويل فلانئ جاسوس دی ځان تري ساته اوکه چابه له
جاسوس سره کومه خبره واړه وله نوبيګاته به يی دروازې په امريکايی لغتوماتيدي
يابه وژل اويابه دبګرام زندان ميلمه کيدو ، ددي لپاره چي کليوال ترخپل نفوذ لاندي
وساتي جاسوس به هم خپله جاسوسي نه پټوله اوپه ښکاره به يی ځان جاسوس
معرفي کاوه ،له يوجاسوس نه پوښتنه وشوه چي ماماڅه کارکوي ؟؟ نوموړي بي له
کومې ويرې ځان معرفي کړ جاسوس يم ، پوښتونکي په حيرانتياتري پوښتل په
دا جاسوسئ کښ څه ګټه ده ؟؟ ده ورته وويل امريکايانوراته يوڅه منلي کله مي چي
هغه مقصد ترلاسه کړبيانو نوره جاسوسي نه کوم ،
ياده دوي چي جاسوسان په تيروکالونوکښ ښکاره ووخواوس چي طالبان زيات
شول نوجاسوسان هم په سوړوننوتل ،مخکښ به طالب اوطالب پلوي ژوند تنګ
ووهروخت به په ويره کښ ووخواوس داسي حيرانوونکي ده چي طالب مخالف کسان
باندي ځمکه تنګه ده ، خيرداپه همدي ځای خبره مي دجاسوس کوله نوهمدغه
جاسوس به چي کله ديوچاکور وران کړاوپه امريکايانوبه يی دکوربي عزتي وکړه
يابه يی ووژل نوبيابه چي کله داجاسوس دهغوخپلوانوته په ګوتو ورغئ نودهغو
احساساتو اوجذباتوکنترول مشکل ووځکه خويی په فتوواورشرعي اړخ پسي
نه ګرځيدل اوهغه به دهمدي جاسوس په جاسوسئ وژل شوي پلارځوي په واسطه
حلالوه ،اوداکارپه محدوداوفردي ډول اجرا کيدو که هغه حلالول اوياويډيوډکول
اوياهم په غيرشرعي طريقه ،له همدي امله بايد داهرڅه په طالبانوپوري ونه تړل شي
امريکايان سره دقوي ارتباط اومنظم کنترول سيستم له امله څومره لوی لوی
تيروتنې کوي نوکه طالبانوڅخه په فردي اوغير رسمي ډول داسي تيروتني کيږي
نوايادابه نا انصافي نه وي چي عموماټولوطالبانوته دملامتئ ګوته ونيسو؟؟؟

والسلام


و.افغان
15.07.2009

.
.
ښاغلی صابر صاحب!
دلته دطالب دملامتولو يا تورنولو خبره بيخي مطرح ده نه، ستونځه دلته داده، چی
داسی وحشت او وحشيان روزل ډير وخيم عواقب لري، داسې وحشت دټولنې تباهي
ده، او هم ددين تباهي ده.

دداسی وحشت په وړاندی چپ پاتی کيدل او بيا دعالم لپاره لوي جرم دی.
دا وحشت ځمونږ دښمن ته دومره مضر نه دی، څومره چی ځمونږ اسلام او ټولنې
ته مضر دی.
په ټولنه کی دداسی وحشيانو ډيريدل سبا دچا مسؤوليت دی، او څنګه به يي مخه
ونيول شي، آيا دروسانو په ضد جهاد کی دځينو وحشيانو له خوا وحشتونو مونږ ته
کوم خير راوړ، چی اوس به يي راوړي، هغه وحشيان ټول پيژني، چی دخپل تنظيم
درهبر سره يي ښې نږدې او نه بليدونکې اړیکې لرلې، خو ددی لپاره چی دتنظيم
مشر له هغه څخه دځان په ګټه استفاده وکړي، دهغه په وحشتونو سترګې پټولې.

دغه کار که له يوې خوا وحشت دی، نو له بلې خوا يوه لويه بيغيرتي ده، چی ځمونږ
پاک مبارک دين اسلام، او پښتنې عادات او تقاليد ټول ترې بيزاره دي، دا بيغيرته
کړنې دعربي خوارجو او تکفيريانو له خوا راواردې شوې، او ځمونږ په ټولنو کې
يې هم دا مردار ميکروبونه او جراثيم خپاره کړل.

مونږ په دی ليکنو او بيان سره غواړو چی طالب عاقل مشران دی ددې تباه کوونکيو
جرمونو مخه ونيسي، او مرتکب ته دی بر ملا سزا ورکړي.

نه پوهيږم چی ستاسو دحلوا دويشلو متل راوړل دلته څه معنا لري؟
دطالب او دامريکا مقايسه مو يوه ليونۍ مقايسه ده، امريکا هر چاته معلومه
ده چې په بهرنۍ تګلاره کی هيڅ اخلاقي نورمونو ته ژمنه نه ده، امريکا نه کوم
اسماني کتاب ته ژمنه ده، او نه کوم وضعي اخلاقي قانون ته، يواځې استراتيژيک
مصالح دامريکا دبهرنۍ تګلارې دهر کړنې مبرر دي، او بس.
امريکا نه خطا کيږي، او نه تيروتنې کوي، امريکا په لوي لاس په عمدي ډول ستر
جرمونه تر سره کوي، ځکه چی زور لري، او څوک ترې پوښتنه نشي کولاي.

دطالب او دامريکا مقايسه يوه لويه تيروتنه ده، طالب ځان يو داسي دين ته ژمن
بولي، چې څوارلس سوه کاله مخکې له آسمانه په پاک نبي کريم صلی الله علیه وسلم
نازل شوې دی، دا دين داسی اخلاقي قوانين لري، چې دنړۍ يو دين او مذهب هم د
هغه سلمې برخې ته نشي رسيدلی، طالب بايد ددی دين دمحاسنو دښکاره کولو
وسيله وګرځي، نه ددی دين دبدنامۍ.

په داسې بيباکۍ او وحشت سره ديوه انسان وژل يو لوي جرم دی، او بيا دهغه چا له
خوا چی دجهاد او اسلام په نوم وژنه تر سره کوي، ويديو ترې ډکوي، او تر انټرنټه يي
رسوي.

آيا تاسو ويديو وکته، او له ويديو لاندی مو هغه انګليسي متن ولوست؟
زه او زما په څير ډير نور لوستونکو ته دغه وحشيان ددغه قتل په اړه څه اسناد
له ځان سره لري، چی مونږ پر دی قانع کړي، چی دغه شخص په رښتيا هم دمرګ
مستحق شوې وو، هغه نور وحشت خو پر ځاي پريږده.
څو ورځې وړاندې په همدې تړاو يوه ويديو وليده، چې ددغه وژل شوي سپينګيرې
پلار په کی له يوه ټلويژن دمرکه په ترځ کې وايي: تاسو مسلمانان نه ياست، کافر
ياست، تاسو داسلام نوم بدنام کړ، تاسو دمسلمانانو نوم بدنام کړ...
نو آيا دا وحشيان ددغه پلار لپاره څه اسناد په لاس کې لري، چی هغه پری يواځې
دخپل ځوي دقتل په اړه قانع کړي، پاتی دوحشت حق خو يي هيڅ نه لرلو.

کله چی دچا دوژنې په اړه له يوې محکمې يا حکومت څخه ميډيا ته اخبار خپريږي،
ورسره ورسره دهغه دوژنې يا اعدام لاملونه، دلايل، او اسناد هم په مفصل ډول
خلکو ته خپريږي، په علني محکمه کې په خپلو جرمونو محکوميږي.

دوحشيانو سفيهانو داسې کړنې کولاي شي، چې دمقاومت کوونکو په ليکو کې
بې باورۍ رامنځ ته کړي، چی دا کار دټول مقاومت په تاوان دی.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم دمدينې منافقين يو يو پيژندل، او حضرت حذيفة
بن اليمان رضي الله عنه ته يي دهغوي لست هم ورکړی وو، خو يو منافق يي هم نه
دی وژلې، په دی چی څوک ونه وايي : (ان محمدا يقتل اصحابه) چی محمد خپل
ملګري وژني.
دداسې بيباکۍ او وحشت په حالت کی تاسو يو داسې کس چی دمقاومت
ملګرتوب هم کوئ، نو په هغه وحشي سيمه کی دخپلو ملګرو څخه دامن احساس
کولې شې؟ ريښتونې ځواب غواړم.

په درنښت


و.افغان
15.07.2009

http://www.youtube.com/watch?v=2onQyyhFVIw


Nadar
15.07.2009

يره ثابت صيب دلته چي په هر نيت دغه ويډيو کلپ را وړل شوی وي، خو ماته د هاليوډ د فلم انډسټرۍ د فيلمي اکشنو يوه ننداره ښکاري . تاسو څومره ددې ويډيو کلپ په حقانيت باندي باور لری ؟ ددې ويډيو کلپ تبليغي پيغام د چا په ګټه دی ؟ مسلماً د طالب په ګټه څه چي په ضرر يې دی، نو دا خو هم د جګړې يو اړخ ګڼل کېدای شي چي پخپله امريکايانو د خپلو جنګي تبليغاتو په لړ کي د همدې طريقې نه کار اخلي څو اسلام، طالب او پښتون په نړۍ واله سطحه وځپي ،بد نامه يې کړي او زموږ په هيواد کي د خپلو جناياتو او د جګړې د دوام د پاره د عامه ذهنيت ملاتړ تر لاسه او ځانته يو دستاويز ولري .


عبدالله صابر
16.07.2009

السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
تاسوزما په ليکنه پوه شوي نه ياست ، لومړئ خودښاغلي نادرخبره داډول ويډيوګا
نې دتبليغاتي کمپاين يوه برخه هم کيدی شي اودوهم لکه ماچي درته وويل په اوس
وخت کښ طالبان منظم ارتباطي تشکيل نه لري اونه هم ممکن دی ،نوځکه کله کله
دطالبانوپه نوم ځيني خپل سرئ ترسره کيږي چي حالاتوته په کتويی مخه نه شي
نيول کيدئ ،ماهمدا ويل چي داډول کارونه يواځي دپيښې عاملينوپوري
اړه لري نه عموماطالبان ،اود جګړې حلوه مطلب دادی چي اوس جګړه ده ، طالبان
جګړه وکړي اوکه دخپل سريومخه ونيسي يعني يابه دصليبي قواووخلاف جنګ
پرمخ وړي اويادځيني خپل سريومخه نيول چي دادواړه کار يووخت کښ ممکن نه
دي کله چي په هيوادکښ جګړه پای ته ورسيده اومنظم کنترول سيستم منځ ته راغئ
بيانوداډول خپل سرئ څوک نه شي کولائ ، اودامريکامقايسه معنی داده چي
امريکا منظم کنترول سيستم لري بياهم دخپل سريومخه نه شي نيولئ نوطالبان
به څنګه وکړئ شي چي په جګړه کښ دجرمونومخه ونيسي ؟؟؟ 
والسلام


Sangar Watan
06.08.2009

تيره اونۍ دشمشاد له لياري،دوردګو په سيمه کی ديوه طالب قومندان،ملا خالد
سره يوه مرکه نشر شوه٠
مرکه اوږده وه، خو هغه څه چه زما لپاره په زړه پوری وو ،هغه دا چه:
ملا خالد وويل:""دکرزي حکومت،موږ دپاکستان پورې تړي،خو زه دا وايم چه
پاکستان پخپله يو غلام دی،زه هيڅکله دغلام غلامي نه کوم،دافغانانو بيرق
جګ دی او کله به هم دپاکستاني غلام،نوکر نشي""٠


Sangar Watan
09.08.2009

طالب ته مشوره،

دانګريزدولت اعلان کړل چه انګريزي قوتونه به په افغانستان کی د ٤٠ نورو
کلونو پوری پاته شي٠

طالبانو ته داسي مشوره ورکول کيږي چه دوی دی دنړېوالي ټولنی نه وغواړي
چه طالبان به هله سوليزو تماسونو ته حاضرشي چه انګريزي نظاميان له
هيوادنه بهرشي٠
پدی ډول دوی به خپل ملي هويت ښکاره کړی،داځکه چه انګريز دافغان ملت
تاريخي دښمن دی اودداسی دښمن په شتون کي دافغانو تر منځ هر ډول
سوله ايز جريان لپار تلاش، دماتی سره مخامخ کيږي٠
دويم داچه دISI سره دطالب دتړاو اوازې به هم ضعيفيي شي٠


مسلم جان
23.08.2009

سلام كوم.
روژه مو مباركه شه.

وخت نشته كارونه ډيردي او روژه هم ده دعصري او نثري خبرو نه تيريږم نيغ په نيغه خپل مطلب وايم اول يې په عربي ليكم ځكه چې دفورم ځيني ليكوال غړي لكه چې پښتو پوه نه شوه او بيا به يې په پښتو ووايم خبره په طالبانو كې وه نووو ماويل چې :

[color=green:0bd41069da]هذه الفئة (حركة الطالبان) رغم ضعفها، وجهلها، وقلة خبرتها، و... قد حققت إنجازا لم يحققه كل الحركات المتفلسفة والمتقعرة التي سقطت في بئر التربية والإعداد ولم تخرج منها منذ عقود.[/color:0bd41069da]

طالبان، دخپلې هرراز كمزورۍ سره سره، او دبې علمۍ او ناپوهۍ باوجود (لكه څنګه چې يو مشر وفرمايل)، او په سياسي او عسكري ډګرونو كې دبې تجربه ګۍ باوجود، داسې لاسته راوړنې يې وكړې چې هغو متفلسفو اسلامي حركتونو او اصلاحي تنظيمونو هيڅكله لاسته نه دي راوړي كوم چې دروزنې او تربيې چيغې او سورې جوړې كړي او دتعليم په دې څا كې لويدلي او په لسګونو كلونه كيږي چې پکې پراته دي او دامت په خير نه راځي.

روژه ده خاطر به نه درنوئ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more