د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Abid
04.05.2006

عشقه ته خودبين يې، زه پښتون يمه
ما نه ده ښودلې ګدا سترګو ته
حمزه بابا
سلامونه ورونو بس را شيوه شئ پرې


وقار
04.05.2006

سلامونه ومنئ.

هرسهار سترګې دګل په اوښکو ډکې
په دې باغ کې بې ژړلو خندا نشته

_په مينه
وقار


زرملوال
04.05.2006

[color=green:28808ff73e]هنګامه د مينې ګرمه ده تر حسنه
د مجنون د در ګدا شه ليلا مه شه
حميدماشوخيل[/color:28808ff73e]

___________________
وروڼوسلامونه اونيكى هيلى
او دا شاغلى صميم صيب خو لكه چى له سياستوالو
اوفلسفيانوسره ډير بوخت وى دىخواته مخ هم نه رااړوى


sahar
04.05.2006

[color=white:385252d435] هديرې ته مې رانه شې ګيله من يم
چې په ژوند کې مې په کار وې ته رانه غلې [/color:385252d435]..........ع پيوند

_____________________________

دوستانوته دز ړه له تله سلامونه او ښې پيرزوينې

په درنښت سهار


عصمت الله
05.05.2006

ســـــــــــــــــــلامونه او نیکې هیلې ټولو لیدونکو ته وړاندې کوم
هیله ده چې ټول سره روغ اوسلامت اوسي
دا څه چل ده یارانو؟
داسی له یوې مخې ټولو رخصتي اخستې ده له فرم نه.
کله کله خو سر ښکاره کوی یو نیم بیت لیکل خو دومره مشکل کار ندی
زرملواله وروره له تاسو نه ډیره هیله لرو،

یـو زړګــی وي په ټټرکــې خـوچـې وخـانــدي بهـار شي
عشق یې وداغي مجروح شي لاله غوندې داغدارشي
پیرمحمد کاروان


زرملوال
05.05.2006

يا خو واى راغلى اشنا، يا مې هېر د خوب په شان
نور مې صبر نه شي لويه خدايه تلوسه مې ده
(بيكسيار)

----------------------------------------------
وروڼو خوشاله اوسوكاله اوسئ
عصمت الله جانه دهيلو ځاى خو صميم صيب دى
چى ترىتم شو اوس به موږهم دبيكسيارصيب په څير
نارى پسى وهوکه چيرته يي دا زموږ تلوسى راماتى
كړى كه نه موږ هم په پلمه بنديو

په مينه


شعر

الهام
06.05.2006

هر ارمان مې ځوانيمرګ شي هر ارمان مې سرخوړلى
هره ورځ مې هديره کې دزړه جوړوي نوى څلى

شهزاده شيرين زوى

په مينه اودرناوي الهام


کټوازی
09.05.2006

[color=blue:6bc1a9a7fa] يو لاس پر سينه ، ګوته پر شونډو خورې زلفې ،
ګويا وايي ستا يم که چوپ نه شوې پرېشاني ده [/color:6bc1a9a7fa]
{ حمزه بابا }
______________
يارانو خدای مو ژوندي او ګړندي لره ، عصمت الله جانه وروره ، بښنه غواړم چې بيا بيا ناسوب کېږم ،له تاسو څخه ډېره مننه چې مشاعرې ته راځئ ، له زرملوال صيب او الهام ورور نه هم مننه چې يوازې مو نه پرېږدي


عصمت الله
09.05.2006

هغه چې زه ګړم رقیب یې هم کړي
خپله پرې ویاړي ماته یې عار کا
خیال محمد کټوازی

سلا مـــــــــــــــــــونه او نیکې هیلې ټولو ورورنو ته وړاندې کوم هیله ده چې
روغ او رمټ اوسی
صمیمه وروره بیا دې هم کور ودان چې دې مشاعرې احوال اخلې
خو ګوره ورور جانه لیږ ژر ژر راځه ستاسو په راتک سره موږ هم قوت اخلو
ښه ده چې زرملوال ورور شته کنه اوس به دی بیت بازی مشاعره بی خونده شوی وای


زرملوال
09.05.2006

[color=darkred:9091dcfeac]افغانستان غوندې زخمي زړګى مې راوړدرته
جانانه راشه، شونډې راوړه څه چاره مې وكړه
(عبدالغفورليوال)[/color:9091dcfeac]

---------------------------------------------
خوږو وروڼو عصمت جان ،كټوازى اونورو زړه ته رانږدى ملګرو !
سلااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااام
ماهم دافغانستان غوندى وبولئ خو بس داستاسو په خوږو شعرونو
مى يوڅه چاره وشى


Abid
10.05.2006

هغه چې د مودو خومار يې سترګو کې غړيږي
خپل وار ته يې وار نه کيږي يو جام اخلي او ځي
عابد
يارانو سلامونه دا اوس چې مې دا بيت ليکه نو حافظې راسره ياري ونه کړه چې د کوم پوخ شاعر قوي بيت مې پيدا کړای وای، نو په دې وجه مې خپل کمزوری بيت وليکه هيله ده چې بخښنه راته وکړئ.
ورور مو عابد


عصمت الله
11.05.2006

سلامونه او ښه صحت ټولو يارانو ته وړاندې کوم
عابد صاحب له خدايه درته لا برياليتوبونه غواړم باور وکړه چې دومره پوخ
بيت موليکلي ده چې مکه وه پوښتنه ستا دغه بيت زما په حافظه کې ځای پيدا کړ که مو باور بيا نه راځي نو چې کله زه کابل ته درغلم بيا پوښتنه وکړه چې زما هغه بيت څرنګه وه که مې ځواب در نکړو بيا نو زه پينځه سوه جريمه ؟

يو عشق وو نوي نوي په خږو نه مړيدو
څه نوې تماشه وه په کـــــتو نه مړيدو
خاطر افريدی


زرملوال
11.05.2006

[color=green:43fd187fea]وايه تا چې بريالى وژلى نه دى
دا په غېږ کې دې پرې کړى سر دچادى
(عبدالغفاربريالى)[/color:43fd187fea]
____________________
ټولو وروڼوته سلام اونيكى هيلى


Abid
14.05.2006

سلامونه يارانو په تيره بيا عصمت الله جانه وروره. مننه چې زما بيت دې خوښ شوی او حافظې ته دې لا هم سپارلی.ستاسې له مينې نه يو ځل بيا مننه، خو زه وايم چې بيت دې سروخوري، تا دې خدای يو ځل کابل ته راوړي، خو ګوره که ته هماغه عصمت الله يې چې تير کال کابل ته راغلی وې او له افغان ادبي بهيرسره دې زر افغانۍ مرسته کړي وي، نو بيا خو ٥٠٠ کمې دي جانانه. هاهاهاهاهاهاهاها په ټوکه جانانه.بيا هم د خپلو ماتو ګوډو شعرونو څخه يو بيت درواخلئ.
يوازې نه يم غم يې تر سهاره راسره وي
بس ټوله شپه په خوب کر خوماره راسره وي.
ستاسې ورور عابد


عصمت الله
14.05.2006

یــاره تــه چــې جــدایــی جــدایــی وایــې
زه خــوشــــحـــال د دې خبـرې تـوان لــرمه
خوشحال خان خټک
یو ځل بیا هم ټولو یارانو ته سلامونه او نیکې هیلې له خدایه غواړم په دې هیله چې ټول سره روغ او خوشاله اوسي
عابد صاحب تاسو ته هم له مینې ډک سلامونه اواحترامات وړاندې کوم .
بس همغه عصمت الله یم چې تیر کال څوارې بهیر ته درغلي وم . و الله آفرین وایم په دې حافظه چې تاسو ته خدای درکړې چې تر اوسه ستاسو په یاد ده چې څومره ما کومک کړي وه . خیر بیا به نور کومک هم وکړم بهیر ته .خو دافغانی په ځای به یرو وي یا دالر . او هغه پینځه سوه چې ما یادې کړې وی هغه ستاسو دې نصوارو له پاره وې نه بهیر ته
ټوکه دې ورسره وي ما تاسو ته ایمل هم درلیږلي وه خو ستاسو له لورۍ مې کوم ځواب تر لاسه نکړو


Abid
15.05.2006

هرسبا وايي بيګا ته به خوله درکړم
دا سبا به په رحمان کله بيګا شي
رحمان بابا
يارانو ښې چارې او ښه حافظه درته غواړم. د پيښوريانو په ژبه خاصکر عصمت الله جان ته چې زما پير بايي دی، مطلب دا چې دا هم کاروان پير دی او د ده هم. خو زما دې پير بايي ته دا پته نه شته چې زه خو نصوار نه کوم او البته زما ډېر ياران وايي چې که عابد ومړ نو تر څه وخته به يې سګرټ په ګوتو کې ژوندی وي.بس جانانه خدای دې د تل لپاره په خپل هيواد سوب وکړه. زما ستاسې په څير با احساسه ځوانان د بيګانه ګانو په خاوره نه لوريږي.خو ګرانه ستا ايميل ماته نه دی رارسيدلی. زما ادرس دادی baz_moh1@hotmail.com
ستاسې ورور عابد


کټوازی
17.05.2006

[color=cyan:b2842dcde9]
یه مرګیه ماشومان مې راته خاندي
سره پرېږده څو شپې ما او څراغونه[/color:b2842dcde9]
{ دروېش درانی }
__________________
يارانو ، سلامونه ، تاودۀ لکه د مينو زړونه ، درانۀ لکه غرونه ، خواږۀ لکه قندونه ،تازه لکه ګلونه او پاسته لکه د ليلا لاسونه ، در وايي خلئ پۀ مينه ، مينه !
عصمت الله جانه ! تاسو خو ماشالله د يوۀ باذوقه ليکوال او فرهنګيال پۀ توګه راڅرګندېږي ، پر مټو مو برکت شه !
خو ګورئ دا عابد ته داد سګرېټو او نسوارو پۀ معامله کې مه ورغږېږي چې ګناهګار به شئ پرې !


عصمت الله
19.05.2006

هوښیار یم که خـــراب خو مــحتسب د دکـار نـه یـم
ساقی چې یو دې راکړو دوهم جام ته څه حاجت وه
حمزه شینواري
زما له خوا هم ټولو یارانو ته سلامونه او نیکې هیلې دې ورسیږې
دې عابد لا لا په وینا یا دې پیښوریان په ژبه خاصګر عابد صاحب ته او صمیم جان ته چې یې ورو ورو ځان راباندې ګران کړ .
صمیمه وروره تاسو دې خدای له عابد صاحب سره په جنت کړی .ستاسو له تشویق نه یو دنیا مننه کوم . ښه زه خو نه دومره استداد لرم او نه مې پوره تلیم کړی بس یو شوق لرم .


Abid
21.05.2006

هسې نه بيا له ژڼيو تش راولي ټول آسونه
دا پاچا وپوښتئ چې کوم خوا يې لښکرې لاړې
اجمل اند
ګرانو دوستانو سلامونه اونيکې هيلې مې ومنئ په تيره بيا صميم جان او عصمت الله جان چې کله هم فورم ته راغلي نو په ما يې غږ کړی دی کورودانی ورته وايمږ


زرملوال
27.05.2006

داځل داحتجاج په توګه ځواب نه ليكم او دومره وايم چى

كه دى بحث ته راځئ راشئ او كه نه ...........................................


Ajab
27.05.2006

ښه صېب، دا دى راغلو. اوس وايه


زرملوال
27.05.2006

[color=yellow:166f7fb090]يا به قاتل يې، يا به غل يا به وطن خرڅوې
بغير له دوى نه د چا بل کيسه څوک کله اوري؟
بيكسيار[/color:166f7fb090]

______________________________
عجب صيب داستا په څير خو زه هم راغلى وم
داسى نه بلكى له شعرونو سره راشه
او په همدى هيله


Abid
28.05.2006

ياره محمد ياره څه خو ووايه
ستا د کندهار کيسه لا پاتې ده
عابد
ورونو سلامونه او ښې چارې، بخښنه غواړم د بيت په ليکلو کې مې ذهن ياري ونه کړه ځکه مې د يوې فی البدهه مشاعرې بيت وليکه چې عبدالاحد محمد يار هم له موږ سره د يوه سفر ملګری و او دا بيت مې پر هغه وار کړی و.


عصمت الله
28.05.2006

هفه جام زما مراد دی چې جانان یې را په یاد دی
دثـواب له پـاره راغلم ســتـــا کــافـرې میکدې ته
کاروان

سلامونه او ښې چارې ټو لو یارنو ته ۓ
په والله چې ډیر ښه کار اوشو چې بیا زما دې ذوق خاوندان را پیداشول خدای پاک مو تل خوشحاله لره. له زرملوال نه او عجب او عابد لالا نه یوه دنیا مننه چې دې بیت بازی مشاعره یې بیا را ژوندۍ کړه امشا الله خدای به صمیم جان هم راپیدا کړې له نور یارانو سره،
عابد صاحب ما خو په دغه پته هم baz_moh1@hotmail.com درته یو ایمیل ولیکلو. او دې ټول افغان په شخصی پیغامو کې مې درته یو پیغام هم ولیکلو
خو ستاسو ځواب معلوم نشو خپل شخصی پیغام وکوري که که زما لیک درسیدلي وي صرف یو دوه راته ولیکی زه به پو شم .
په نور تکلیف مو روا داره نه یم


زرملوال
28.05.2006

[color=blue:33270f9f04]هلــته په جــنت كـــې يوه سيمه پښتنه هم شته
ما او تا راوړي لــه هغه ځــايه د عــشق لونگ
(ليوال)[/color:33270f9f04]

________________
يارانوسلام اونيكى هيلى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more