د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

کټوازی
28.04.2006

وا ه، واه !
ماشاالله ،ماشاالله !

[color=cyan:4e6da2632c] مزاحمت دی د راتلونکې شپې خلاف که ښايست
خپور دی شفق که پۀ اور ډک دي سترغلي د اسمان [/color:4e6da2632c]

( سعيد ګوهر )
____________________
عابد جانه ! يو وارې يي بايد بيا در پۀ ياد کړم چې شعر مو هغه د هيواد شېرزاد خبره ، بيا ، بيا د مشاعرې له بړستنې پښې باسي ، دا به مو مهرباني وي چې د روانې مشاعرې دستور ومنئ !


زرملوال
28.04.2006

[color=cyan:5ef3f228c0]ما ښام یــــې دنـــــکـــر یـــــزو په سروو ینو لمبولی
سبابه اختـــــــر وژنــــي نــــن هــــــلال په غشــــوولی[/color:5ef3f228c0]

_______________________
السلام عليكم
خوشاله اوسئ


زرملوال
28.04.2006

[color=green:f41bba78ca] نه د ښونډو په شراب یم په مستۍ کـــــښي
له هر څه د وطن میني کـــــــــړم بي نیــاز[/color:f41bba78ca]
عبدالرؤف بينوا

_________________________________________
محترم صميم صيب سلام
ما هغه مخكى دكاروان صيب شعر دشاغلى سهار صيب
په ځواب كى ليكلى و خو چى دليږلو تڼۍ مى كليك كړه
ستا ځواب له ما مخته رسيدلى ونو دا هم ستا دشعر ځواب

په مينه


کټوازی
28.04.2006

[color=cyan:3cdf189c2c] زما د زړۀ د مينې زورپاس پۀ لېمو کې ګوره ،
پر بره خېژي اشنا تل د زورورو اوبۀ [/color:3cdf189c2c]

{ کاروان صاحب }
_________________
زرملوال صاحب !
منندوی مو يم چې شعرونه پۀ غور لولئ !


پاچاخوستي
28.04.2006

سلام ګرانودوستانودصميم کټوزي دخبرې په اړه هيله منديم چې دبيت بازي مشاعره په خپل دودپرمخ ولاړه شي ګرانودوستانوخفه نشي

هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي ....
((عابد))


زرملوال
28.04.2006

[color=olive:9d7d8de1d0]یا هیڅ سر نه ټیـــــټوي آسمـــــــان ته هم لا
یا مریی غـــــــوندي ولاړ په ســــــــلامونه
(بينوا)[/color:9d7d8de1d0]

______________
زما خوږو وروڼو خوشاله اونيكمرغه اوسئ !
اولوى څښتن موددافراط او تفريط له رنځه وژغورى


صافي
29.04.2006

ګرانو ورونو !سلام او نيکي هيلې،

هميشه مې له ښه مخه ګفتګو شی
 چې په لوښي کې څه وي هغه ترې توی شي٠

(خوشحال خان خټک)


زرملوال
29.04.2006

[color=darkred:a624f1f6ec]یا دنیا کی خونرېزی ده پر افق یې انعکاس دی
یا! شفق د کوهستان دی را چاپېره پر اسمان دی.
(بينوا)[/color:a624f1f6ec]

________________________
وروڼوسلامونه اونيكى هيلى


عصمت الله
29.04.2006

سلامونه اواحترامات ټولو ته
زرملوال جانه وروره  څومره ښکلي بيت مو دبينوا له شعره غوره کړي ده
يو تارکه  ضايع  شی ستا  د زلفو
ځانه به صدقه کړم په هر تار ستا


زرملوال
29.04.2006

[color=black:f4d648719a]ادم خورې سترګې پټې کړه په زلفو
په ځنګله کې مناسب دي شنه زمريان
(عبدالغفاربريالۍ)[/color:f4d648719a]
_____________________
عصمت الله جانه اونورووروڼو سلامونه
مننه چى زما انتخاب مو خوښ كړى دى او داځل مى دبينوا
صيب ديوه كلى وال شعر درته وليكه شايد دابه موهم خوښ شى

په مينه


عصمت الله
30.04.2006

ټول ستړ ی مشي ،

نور عالم  خو  د يارانو  ناز  په  سر  وړی
تل نازونه  وړی دیار خوشحال په سترګو


زرملوال
30.04.2006

وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کيږي
مادوطن بيلتون ليدلی هېڅ پروا نه کوي
(غفورليوال)

___________
ټولو وروڼو ته سلامونه


Abid
01.05.2006

يو تاته او دوه درې نورو نفرو ته تسليم يم
نه خدايږو په دې ښکليو کې اکثرو ته تسليم يم
عبدالله څار
صميم جانه او نورو يارانو ماته به بخښنه وکړئ چې ما د کړنلاره په پام کې نه وه نيولې. له دې وروسته به دا سرغړونه هيڅکله ونه کړم.
صميمه اوس خو به ګيله نه کوې؟
ستاسې ورور عابد


زرملوال
01.05.2006

[color=white:a482154ffa]منصور به په ګلاب او په نرګسو باندې ولو
د حق پر ضد باطله به د هر ملا فتوا كړو
(كاروان)[/color:a482154ffa]

________________
ورونوسلام اونيكى هيلى


کټوازی
01.05.2006

[color=blue:705c21120e]
واخله سترګې مې در جار چې پر تا تور شوم ،
دوه سپرې به درکوم پښتونولي ده [/color:705c21120e]
(حمزه بابا)
_______________________
يارانو سلامونه مو ومنئ !~
عابدجانه ښه دی چې پاټلۍ دې وليدله ،اوس به نو که خدای کول نه ځنې لوېږې :oops: :lol: :oops:


زرملوال
01.05.2006

[size=24:e018c8f6d8]هر كور چى سوځيږى تاو يي ځان رارسوى ترما
نور مى كه منى كه نه دردونو خومنلى يم [/size:e018c8f6d8]
پسرلۍ
___________________
صميم صيب اونورو ورونوسلام


Abid
02.05.2006

ما ټيټ ورته ليمه کړه زما سر نه ټيټيده
شاد چې په الفت کې هم افغان پاتې کيدم
حمزه بابا
صميم جانه دا خو ستاسې د لاسنيوي برکت دی چې پاټلۍ ته مو وروخيژولم
ټولو يارانو ته سلامونه.


پاچاخوستي
02.05.2006

ماته يې راکړه چې غزل غزل شم
له توپاني بحر نه شور ونيسه
{کاروان صاحب}
`````````````````````````````````````````````````````````````````````````````````````
سلامونه ګرانودوستانو
دلوي خداي {ج} څخه ستاسودښه ژوندون اوصيحت په هيله


عصمت الله
02.05.2006

سلامـــــــــونه او بیا هم ټولوته په خرورو سلامونه وړاندی کوم .
زرملواله وروره کور ودانی درته وایم
او صمیم جانه وروره تاسو ته هم کور ودانی وایم چې موږ تشویق وی

هغه وعده چې تا په سترګو کې وه ماته کړه
دا زه خـــــاطـــر دي دوعد په انتظــار نه شم


زرملوال
02.05.2006

خدايګو كه به په عمر هم دومره پوخ يم نسبة خام
ځلمۍ يم خو ددى زاړه شاعر له شعرونو سره ډيره
مينه لرم !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
او دادى تاسو هم خوند ورنه واخلئ !

_____________________________
[color=darkred:5536148bdb]ما وې زه به سيوری شم او پښو ته به يې ولويږم
ځوانه غرڅنۍ وه له خپل سيوري رميدلې وه .
پسرلۍ[/color:5536148bdb]


Abid
03.05.2006

هر سحر ګل ته زما د زړګي وينې
د شبنم په بهانه ورغاړې وځي
طاهر کلاچوي
يارانو ښې چارې خو د طرحي مشاعرې دوهۍ ته هم سر راښکاره کوې، خير دی که غريبانه جونکړه ده. ټولو ته سلامونه.


ګپ شپی
03.05.2006

[size=18:ca186f7055][color=red:ca186f7055]يمه کاڼی ته راګوره چې اوبه شم
غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم [/color:ca186f7055][/size:ca186f7055]
وروڼو او خوندکېیو سلامونه مو قبول کی
ماشاالله شه ځاي دی
بخشنه غواړم زما پشتو سمه نه ده زده کوشیش به کوم


ګپ شپی
03.05.2006

[size=18:6fef9fdb90][color=red:6fef9fdb90]مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې[/color:6fef9fdb90][/size:6fef9fdb90]


زرملوال
03.05.2006

بيا هم پسرلۍ
_________

[color=brown:8bf3f97a29]يو محفل مې هم که نه کړ روڼ په واړه ژوند کې
ځانته روڼوم د قبر غاړه لکه شمع[/color:8bf3f97a29]

_____________________________________
محترمو وروڼ سلامونه اونيكى هيلى
او ګران ورورګپ شپى صيب په خير راغلى او هركله راشى
خو ګوره محترمه ! ځواب به نورويارانو ته پريږدى او مننه


ګپ شپی
04.05.2006

سلامونه
زرملوال صیب ستاسو مننه
د کټوازی صیب د قانون پاڼه مو وکتله انشاالله په لاره به سم روان یو
مننه
[color=darkred:9816469f1f]عادي خلک به کوي عادي کارونه
نوابع لري په کار کې ابتکار[/color:9816469f1f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more