د نصرت الهام لخوا خپرې شوې لیکنې
ګولۍ ولاړه / ښايسته نظم
ګولۍ ولاړه دورېــــځو شــــاتـــه، ســپوږمـــۍ ولاړه په هـــــاغــــه وره کـــې ، جــــينــۍ ولاړه دوې کوچۍ پېغلې، سترګې يې څار کړي پـــــرې د پيــــــچــــکې ، کـېــږدۍ ولاړه ماښــــام نـــــږدې دى ، يـوڅوک به راشي انـــتــــظار ســـپــينه ، خـولګــۍ ولاړه
خوله مې لغته شوه
خوله مې لغته شوه سم ناسم مومن خان او شيرينۍ : ش
يوې افغانې مساپرې ته
راليږونکی :دوست محمد (ځونډی)د راليږونکي پته :dost.sharanwal@yahoo.comنيټه : 03-06-2008 یادونه : دا شعر مې څو مياشتې وړاندې د کراچۍ د ټرمينل پۀ انتظار خانه کې هغې افغانې نجلۍ ته ليکلی و ، چې لۀ خپلې کورنۍ سره لۀ افغانستان نه پاکستان ته را اوښتې وه ، لاس تر زنې ناسته وه ، سترګې يې له اوښکو ډکې وې او پۀ څېره کې يې د وير نښې لۀ ورايه ښکارېدې ځکه چې دبېنظير بوټو دمړینې او پۀ ښار کې تشدد له امله ټول مساپر تر دوو ورځو پۀ انتظار خانه کې ايسار وو &n
دا کوم ډول شعر دى
خـړو ورېــځو خـــړې راوړې په هر کور کلي خورې شوې خـــــو د خــان مــــاڼــۍ ولاړه لکه خــــان د خـــلکو مخ کې خوشحال خليل
تېروتنه - داستاني طرحه
تېروتنه داستاني طرحهليک : آرش ننګيال دحيرانتيا،غم، خندااو تلوسې په يو ځای راتلل هم عجيبه خبره ده، له هغې پېښې درې کاله تېر شوي ، خو ځينې خاطرې بيا داسې وي چې هيڅ کله هم نه هېريږي. او تل د زړه په تل کې پرتې وي .اسرار د سهار په لسو بجو راته تيليفون وکړ. خو د معمول په خلاف دا وار د اسرار په خبرو کې هغه شوخي او هغه خندا نه وه. کله به چې زموږ تيليفون رخ شو نو پرته له کومې خبرې به مو له واره په ټو کو او مسخرو شروع وکړه .خو دا ځل د اسرار پ
غزل / بختيار ځدراڼ
راليږونکی :bakhtiar zadranد راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.comنيټه : 02-06-2008غزل که داغزوپه منځ کې سره ګلـــــــــــــونه نه وای پیـــــدا ژوندکې به دومره دښکلا رنـــــــګــونه نه وای پیـــدا کـه په نیتــونو د ګاونــډ د رقیبــــــــــــــــانـو کیـــــدای مونږ به ټول عمرخپل خټین کــورونه نـه وای پيدا زړونه که کاڼي وای،احساس عاطفـه نه وای پکې دژوندتریښت ته به مــــــــــو ښه رازونه نه وای پیدا څنګ
غزل - ن / الهام --- نوى
غزل ن/الهام په اوښکو لوند به مې ګرېوان وويني پرېږده چې نن دغه باران وويني سړى چې ژوند په دې جهان وويني دچا په سترګو کې دې ځان وويني که په قيمت شوه خلک هغه اخلي چې په بازار کې يې ارزان وويني
غزل / ذبيح الله شاکر
غزل ذبيح الله شاکر زه يم پرخه ته ګلاب يې زه پياله يم ته شراب يې زه سندره يم د مينې ته نغمه يې ته رباب يې زه يم څاڅکی ستا د اوښکو ته څپه څپه درياب يې خامخا در نژدې کيږم که ګنا ه يې که ثواب يې هره پ
نظم/ يحيی يعقوبي
راليږونکی :يحيی يعقوبيد راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.comنيټه : 02-06-2008 نظم گله! ژوند هسې بدرنگ چا درښودلی؟ستړی لوری ستړی څنگ چا درښودلی؟ چاته مينه چاته کرکه په نصيب کړېچاته سوله چاته جنگ چا درښودلی؟ ښه بلا خبرې اورې بلا زغمېخو په نه خبره ننگ چا درښودلی؟ څه ځواني او څه مستي دې ترې نه ځار کړهدا نا ځوانه بوټی بنگ چا درښودلی؟
د محب ښايسته غزل
غزل محب الرحمن محب په دې مالت کې توره شپه ښه ده ارام ښه دیيو څو شېبې په لېچو خوب دګل اندام ښه دی يو چاته ناز ښه دی، په يو چاباندې پام ښه دیزړګی مې مه کبابوه همداسې خام ښه دی چې د دوو زړونو په ديدن باندې بنديز لګېږيله دې تياره تياره سهر نه خو ماښام ښه دی په سر د شونډو يې تل ماته
دښوونکي ورځ
د ښونکي ورځ ارش ننگيال لکه د ختر ورځ چې راروانه وي، داسې خوشاله و، چې ټوله ورځ او ان د شپې تر نيمايي يې له خپلې ځوانې کونډې مور سره د ښونکي د ورځې په هکله خبرې وکولې، که څه هم چې لس دولس ورځې ورته پاتې وې خو فواد ورته ډېر په تلو سه کې و. فواد د مورمشر او يواځينی ځوى و چې له پلار نه يو کلن پاتې شوی و. د کارته نو د غونډۍ په سريې په يو زوړ کور کې ژوند کا وه .
غزل
غزل زما جانانه بې وفا شوې زه دې پرېښودمه چې رانه لاړلې جدا شوې زه دې پرېښودمه داستا په سترګو کې خو ما وفا وفا ليدله روان په لاره د جفا شوې زه دې پرېښودمه ماوې د ژوند دلارې مل د ژوند ملګرى مې يې د رقيب څنګ کې په خندا شوې زه دې پرېښودمه ها ست
غزل / همراز
راليږونکی :hamrazد راليږونکي پته :jananmeliwanide@yahoo.comنيټه : 24-05-2008 غزل همراز پام کوه دزور خبرې مه کوهدلته دې دکور خبرې مه کوهڅوک به دې په سرسرباندي ووليماته دپېغورخبرې مه کوهښه په رضاووځه! پښې دې سپکې کړهماسره دزورخبرې مه کوهته خوله چوکاټه ځينې ووتېبس دى زياتې نورخبرې مه کوهتانوڅنګه بياخوله وازه کړې ده توره مخ دې تورخبرې مه کوهکمه دي قانون کې دې د ورورحقوقته کافردو
غزل
راليږونکی :Hameed Ihsasد راليږونکي پته :h_ihsas@yahoo.comنيټه : 26-05-2008 محترم الهام صيب سلامونه مې ومنه!وروسته له سلامه ګرانه يوغزل درته ليکم،هيله ده چې راته خپور يې کړې٠مننه غزلليونۍ بيا په څه خبره لاړهبيګا چې داسې مروره لاړه شونډې يې وچيچلې سره شوه راتهشوه په غوصه لکه بمبره لاړه بيا به مې حال له ليونو شې بدلکه م
غزل / هجرت الله اختيار
راليږونکی :هجرت الله اختيارد راليږونکي پته :ekhtyar_yar@yahoo.comنيټه : 20-05-2008 غزلنن تصوير ته ايېنه مهمه نه دهنن مهمه رابطه مهمه نه دهځه پرېږده يې دېوالونه دې جوړېږيځه پرېږده يې دروازه مهمه نه دهسمندر چې درته ټول شي بې اهميته ساحل څه كوې څپه مهمه نه دهموږه دواړه قاتلان د زمانې يووتاته ورځ او ماته شپه مهمه نه دهزه رانغلمه و جود مې درته راووړتا به ويلې چې جامه مهمه نه دهنور لفظونو
لنډه کيسه : مالګينه کافي
لنډه کيسه :مالګينه کافي !! ژباړه : حامد بابر امين زى هغه يې په يو واده کې وليده ، ډېر ه ښکلې وه ، هغه پرې مين شو او هيله يې درلوده چې ځان ورنږدې کړي. دواده له ميلمستيا وروسته يې ترڅنګ ودرېد له روغ بړ روسته يې ورته وويل :- که امکان ولري چې سره په يو ښکلي رستورانت کې يوه شېپه کښېنو او يو ګيلاس کافي سره يوځاى وڅښو ، دده په ادبناکه ست
او تا هم کډه وکړه / يحيى يعقوبي
او تا هم کډه وکړه د ښکلا له چم نه لرېیو پردي کلي ته لاړېد بدرنگو همسایه شوېته پوهیږې هلته څه دي؟هلته ښکلي دي بې قدرههلته مینې ته وخت نشتههلته زړه له کاڼو کلک ويخلک غم ته په چک چک ويهلته ژوند هم یوه لوبههلته مرگ هم یوه لوبههلته هیڅ فلسفه نشتههلته سترې ښکلاگانېتل د خاورې نذرانه شيبس دا وېره راسره ده !نه چی ستا دا اداگانېکوم بدرنگ ته بهانه شي یحیی یعقوبی
حورې چې مستې شي نو جينکۍ شي
رڼا چې مسته شي، رنګارنګونه شي خاوره چې مسته شي، سره سره ګلونه شي &nbsp
( تربيت ) مجله / تبصره
( تربيت ) مجله مو ليدلې ؟ دښوونې د وزارت له خوا خپرېدونکې د (تربيت) مجله د ټول هېواد استازيتوب نه کوي . په دې مجله کې چې ډېر په ښه ثقافت چاپ شوې ده، په سلو کې لس هم پښتو نشته او کومه چې شته هغه هم ډېرې املايي او تخنيکي ستونځې لري . ځينې مطالب خو يې بيخي د ګټې اخستنې وړ نه دي او دا په داسې حال کې ده چې ددې مجلې لپاره د ښوونې د وزارت لخوا ځانګړى رياست جوړ شوى او ګمارل شوى دى ، ددې رياست نه جدي هيله لرو چې په پښتو ملنډې ونه وهي او په دې برخه کې مسلکي
غزل
راليږونکی :محب الله الله يارد راليږونکي پته :wrakht_olf2@yahoo.comنيټه : 03-05-2008 غزل راځئ ملګرو له دې ښاره وځوپټ د يو څه مودې لپاره و ځوهسې نه پاتې شو دې نورو غوندې بيا خو د خپل ځان له ا خيتاره وځومظلوم بدن مو هېڅ ملهم نه لريڅړيكې د درد يو له پرهاره وځوپرې چې مطرب راسره وژړېږيد غم نغمې يو له سيتاره وځوكه چا د ننګ ټپو ته پرېنښودو غلي په بېړه له بنډاره وځوله كلي سرې لښكرې تاوې شولېاوس