د اريوب اريوب لخوا خپرې شوې لیکنې


د جلان تازه غزل

لکه ته يو خوږ ارمان رانه چاپير دى د زړګي کور مې دشاتو اور کې ګير دى يار له خپل ښايسته څو چنده لوړ ګرځيزورور سيند دى د غرو په سرو تير دى د بارخو جام يې عجب خانه خراب کړمتصور د ازاد ژوند راځينې هير دى دا چې ښکلي يې نه خوري ګونا يې خپلهزما زړه خو د اومو شيدو پنير دى پر شډل جلان د ښار ښکلا ميينه د غره کاڼي سره زيړ ګلاب کوشير دى سيدجيلاني جلان

17.06.2008 اريوب

بې پروا _ سلطان احمدزی

بې پرواياره چې ته مې له زړه باســــــــــــــــــېنه چې زه هم زړه دبل ښكلــــــي ډالۍ كـــــــړمنه چې ستا دناز كيسې له ياده پرې كـــــــــړمنــــــه چې خپـــــله مې دزړه غوښې پردۍ كړم            بې پــــــــــروا ياره په ياددې يم كه نه يـــــــــــمخــــــــــداى دې نكړي چې زمالــــه ياده لاړشېخداى دې نكړي دتصويرنقش دې وران شيخداى دې نكړي اسوېلو كې مې ويجــاړ شې         

04.06.2008 اريوب

پښه نېولې دې توبه ساته _ بلېنډې بدرۍ ته

دا غزل ، ګرانې خور بلینډې بدرۍ ته د هغه خبرې په بدل کې ډالۍ کوم . چې ویلي یې وو . دا زما اخرنی شعر دی . غزل نه بلینډې نه ، څه پښه نیولې دې توبه ساتهګرانې دغزل د پنځلسي شپه مو رڼه ساته زه دې د اریوب د غزلیز ماښام ښکلا ګڼمته هم په خپل سر د شنو سندرو لوپټه ساته خپل فکر د خپل هنر په ګل ګل لارو وکرهیو لاس کې اجل ګرځوه بل لاس کې ډیوه ساته

31.05.2008 اريوب

زه نن توبه کومه _ د بلېنډه بدرۍ اخري شعر

زه نن توبه کومهما دوه ګناوې کړيقسم دی ښه پوهیږمچې خدای مې نه پرې نیسيخو ستا د زړه د پارهنن ترې توبه کومه() )( )( () () () () ()یوه خودا چې مې بې حده ډیرېټپې ، نظمونه ، او سندرې کړياو بله داده ګرانهچې مې د ډیرو لوړو غرونو تر شااو ډیر ډاګونه ترمینځپه ګونګه خوله خو مې د ګوتو په غږڅو شاعرانو وروڼو سره خبرې کړيخو راشه لاس ایږدمهپه ها قران چې مې په زړه کې پروت دیپرې پوخ یقین لرمهچې خدای مې نه پرې نیسيخو ستا د زړه دپارهن

30.05.2008 اريوب

غزل: سيدنجيب الله سادات

راليږونکی :سید نجیب الله ساداتد راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.comنيټه : 26-05-2008غزل د دردلمبه به مې له خولې راوځي اور به واخلې یا سر له اوسه سم قدم زما په لور به واخلی زمانې څه راته ګواښونه کوې زه پوهیږم چې ارمانونه به مې ورېبې او لور به واخلې جانانه! ته چې راته وایی خېردی صبروکړه که دې د څړیکو نڅا ولیدله تور به واخلې هغه صورت چی همیشه به تا نوم ګل ورکاوهکه اوس دی ولیده نو هسې سوی سکور به واخلې زما په شړلو به یو شې ته تر

26.05.2008 اريوب

د جلان په زړه پورې غزل

لولو دې مدام ځکه د عشق په کتابونو کې ته لکه ښکلا د غزل پټه یې لفظونو کې زور د محبت که د شوخۍ ترسرحدو یوړومرګ او ژوبله خامخا پیښیږي په جنګونو کې سترګو یې د تاند پیغلتوب داسې نښانې راوړېته وا مرغاوۍ ناستې د جګو غرو ډنډونو کې څه خو به ضرور ددې راتلو ترشاه لرو ګرانه !خلک د ثواب په خاطر لمونځ کا جوماتونو کې څرخې یې جلانه ! مړې خولې د اننګو په سرته وا ډیوې ناستې د ګلونو په کورونو کېسیدجیلاني جلان

26.05.2008 اريوب

داندېښمن ځاځي غزل

غــــيږ ته به د يار رســـــي که غيـــــږ به د دار ونيسي ژوند بــه مې په کــــومه لار ځي کوم خوا به لارونيسي زه ستــــا په معـــصومه ښــــکلا دا رنـــګه دوکه شومه لــــکه کــــوم مـــاشــــوم چې په خندا ،خندا مار ونيسي يــــو پـــرهر او ســـل بوسې ټــــوپۍ بــــه ورانوو سره يــــار دې زمـــا په زړه باندې د هر پرهر شمار ونيسي عـــظم مــې پښـــتون دى ګـــني ســتا خوا ته درتللى شم ښــــار بـــــــه د ژړه راځيـــنې دلتــــه اغيــــــار ونيسي

23.05.2008 اريوب

غزل: شهاب الدين شهاب

تا خپله ښـــــــکلا وايه له چــــــانه په لاس راوړهما خوخپـــــــله مينه ستا ښکلا نه په لاس راوړهمينه کې ثواب دی خو چې نيت پکې صفا ويداســـــې يوه فـــتوا مې له ملا نه په لاس راوړهزه د حــــق وينا ګـــــورئ تر داره پـــــورې يوړمدغه يوه  سزا مې له رښتيــــا نه په لاس راوړهګرځمه نن ټـــــــوله ورځ بازار په بــــيه اخـــــلم دا زړه سيـــــکه مې له پاچـــا نه په لاس راوړهزړه ته به يې تېره کړمه ستا له لوري راغــــلهښکلې يوه وږمه مې له هوا نه په لاس راوړهن

23.05.2008 اريوب

مساپره ( بلېنډه بدرۍ )

راليږونکی :ډیوه اریوبۍد راليږونکي پته :dewa_aryobay@yahoo.comنيټه : 23-05-2008د اریوب د پاڼې درنو چلوونکو وروڼو سلام دا د بدرۍ یو نظم دی هیله ده چې په همدې د اریوب په پاڼه کې خپور شي نه چې کومه بله پاڼه کې مننه ( مساپره ) هغه ورځ به ایله راشېمساپره لیونیهمنم رابشې تر کليغریبي به دې پرییښياو خاني به ټوله راوړېچې د کلي په ها بر اړخي راواوړېسترګې پټې ، او یوه لویه ساه به واخلېڅو شیبې به پلونه تم کړېمنم یاد به دې ها وخت شيچې غری

23.05.2008 اريوب

خدايه دا يوه دوعا مې خپل در کې منظوره کــــانده

دومره څوک نه شته چې فرياد لره مې ځار ووايـي نو دا زړګى څنګه تسل کړمه چې اور مه اخـــــــله خدايه دا يوه دوعا مې خپل در کې منظوره کــــانده چـــــــې د کوم تور کافر نه هم د هعه مور مه اخله غزل مونږه په خپل ژوند کــــې بايللي دي اکسر خوشحالۍنه نـــوروز راکړې نه برات او نه اختر خــــوشحالۍ زما خو ژوند هسې د غــم ژمـــي کـــــنګل کړى دىخو ستا په ژونـــد کې دې ځليږي لکه لمر خوشحالۍ اختـــر د هغـــه مبـــارک د چا چې مـور ژوندۍ ويخداى

03.05.2008 اريوب

دوه شاهان

دا ستا انځور چې مې په سترګو کې دیخوب راته څنګه راشي؟زه اوس حېران دې ته يمچې ستا انځور سترګو کې وساتمهکه ستا په ياد سترګو ته خوب راولم؟ښه لېونی خو يمهچې په يوه هېواد کېد دوو شاهانوپاچاهي منمه.

03.05.2008 اريوب

د زړه حرم نه مو ايمان د خليل ځکه وځي

د چا دلاسه چې زړګی پرهر پرهر ګرځووموږ لېوني ګوره هغه خلک په سر ګرځووڅوک چې مو قدر او خاطر مدام په کاڼو وليموږه په زړو کې داسې داسې خلک اکثر ګرځوود زړه حرم نه مو ايمان د خليل ځکه وځيپکې تيارې مجسمې چې د ازر ګرځوويو مو په يوه بل مو په بل لکه قصاب خرڅويزخمي زخمي احساس په څوکه د خنجر ګرځووولې به اور د خپل وجود له تاوه نه اخلوچې په سينه کې د ښايست د اور مجمر ګرځووهيڅو پناه عمردراز مروته نه راکويلکه کوچيان تړلې کډې در په در ګرځوو.

30.04.2008 اريوب

زما جلان

يوه ورځ مې خپل ياران په زړه ډېر راوورېدل،غوښتل مې چې ويې ګورم او په ديدن يې دخپل زړه تنده ماته کړم.په همدې نيت پورته شوم او د خپل کتابتون له يو ګوټ مې خواره واره شعرونه راواخيستل. دا شعرونه ما د يادګار په توګه له ځان سره سنبال کړي دي . تر دې تر مخه چې د شعرونو په لوست پيل وکړم، د جلان له دې قطعې سره مخ شوم: څه وکړم لمبو په مخه کړی يم څنګه تاته تېرې کيسې وکړمهخدای دې يوه شپه جانانه راولهبيا به درته ډېرې کيسې وکړمهکله مې چې دا قطعه ولوسته،تلوسه راسره پيدا شوه چې اخر جلان کوم

10.04.2008 اريوب

مصريزې _ حنيف حيران

مصريزې: محمدحنيف حيرانوړاندې تر تا چې زه مين ومد ډېرو خلکو به دښمن ومبيا هم کامياب وم بريمن ومزه د سيندونو لامبوزن ومپه تا مين شوم د ويالو اوبه مې وړينه• * * * * * * * * * *  * * *چې مې له غمه مړ يار نه دیپاتې مې هيڅ پرې اتبار نه دیکړی تر دې مې اظهار نه دیزما يې علم پکار نه دید اباسين چپې يې يوسه کتابونه• * * * * * * * * * *  * * * خدای خبر څومره بې وفا يېچې نه پر ځان يې نه پر ما يېخدايزده د چا پر مينه پايې

31.03.2008 اريوب

غزل: الهام

سپينې دي صفا د زړه خبرې دي اوښکې خو رښتيا د زړه خبرې دي سترګې دې په سترګو کې راواچوه لولم پکې ستا د زړه خبرې دي ټولې ستا د شونډو په سر هم ناڅي هغه چې زما د زړه خبرې دي نوم دې په سجده کې يادوى نه شم  پاتې په زړه لا د زړه خبرې دي ښار خو دى د ژوند له شر او شوره ډک ځکه خو صحرا د زړه خبرې دي اوس چې د الهام د غزل توري دي و يې لوله دا د زړه خبرې دي 2008-03-05

31.03.2008 اريوب

د افغانستان په قبايلي ټولنو كې حقوقي تعاملات

په ټولنيز ژوند كې د خپل منځي مناسباتو سمبالول او په سوله ايزه فضا كې د ژوند د امكاناتو برابرول د منظمو مركزي حكومتونو و ظيفه ده، هر حكومت وظيفه لري چې تر واكمنۍ لاندې خلكو ته يې د امن، ډاډ او سولې ژوند برابر كړي تر څو هغوى په ډاډه زړه وكړاى شي خپلې ورځنۍ چارې په ډاډمنه توګه پر مخ بوزي، نو په هره ممكنه وسيله چې وي د شرعي او موضوعه قوانينو په رڼا كې د خپلو خلكو لپاره هغه امكانات برابروي چې د هغو له امله خپل ورځنى ژوند سمبال او دودې په لوري هدايت كړي.افغانستان يوله هغو هيوادونو څخه دى چې د ت

09.03.2008 اريوب

د جلان تازه غزل

څه مې پوښتې ګرانه ! پريږده پريږده څه مانا څڼېشپې مې له ورغوو نه ښويږي لکه ستا څڼې ګرمې نه دي سترګې دې چې زما سترګو ته نه ګوريپيغلې د پاخه عمر خو اړوي تر شا څڼې جار دې شم د مخ رڼه چرګۍ دې شال کې پټه کړهډکې دي له خاورو له ګردونو نه زما څڼې

26.02.2008 اريوب

غزل ( محمد حنيف حيران)

د دوست شينواري د غزل پر طرحه: محمدحنيف  حيران ( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته)قاتل نه يم خو بيا هم ځمه مقتل تهمخ مې ځکه په لمر مخي يار پسې وړمله فطرته يمه ورته کاپور ګل تهد وحشت ګرداب به زغم کړي پخپل ځان کېد اُمېد کشتۍ به ورسي منزل تهد غمزو لمر دې يو څو نېزې راټيټ ويد خوشال پښې دې خوييږي نه مغل تهپه ستم او په جفا دې ښه زړه يخ کهخدای به ما هم کړي وسي درته بدل تهچې خلقت ته د خدای پاک کله حيران شمنو کاته کړم، کله يار ته کله ګل ته.

04.02.2008 اريوب

غزل ( جيلاني جلان)

ژوند لکه ياغي سمندر ناڅي دعشق وار راځي جوړ له يو کم سل رنګونو يار ،په دغه لار راځي پل کي يې د دښۍ پښې څه راڼه چينه راووته داځلې که خير وي شين دلدل په ګلو بار راځي يار چي دځوانۍ په شرنګ کې هڅه د راتلو وکړي ته وا دګرمۍ پرمهال شنه فصل کې مار راځي څنګه مو پيريان د ميني دې حالت ته نه نيسي ؟داسې تماشو کې په بوډا سړي خمار راځي وتراشه جلانه !له ځوانۍ نه يې پى مخى رنګ غوړ لرګى د اور په بلولو کې پکار راځي سيدجيلاني جلان

03.02.2008 اريوب

غزل: حميد حساس

چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله کور ته بلا زمونږه ځکه راغله بيا به د چا په خونه بم غورزويله پاسه خړه الوتکه راغله چا وويل دا بمبار له کومه کوېما وې چې پورې له اټکه راغله ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دیتر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله (احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته له هرې خوا نه لويه سپکه راغله حميد احساسمتحده عربی امارات العين

28.01.2008 اريوب

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more