د اريوب اريوب لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل/ اسلم بېګ دانشمل ځاځی

دا چې صــــــنم ته زړه کې ځاى ورکومنو خود به غم ته زړه کې ځاى ورکوم ستا سپينې اوښکې شمارم داسې اشنالکه شبنم ته زړه کــــــــــــې ځاى ورکوم زما د زړه په لاره ګرځــــــــــــــــــــــه ياره ستا هرقدم ته زړه کې ځاى ورکــــوم هغه ګل څانګه چې اوسيږي پکېزه هغه چم ته زړه کې ځاى ورکوم کله مې وژني کله ژوند راکـــــــــويدرد او ملهم ته زړه کې ځاى ورکوم

12.10.2008 اريوب

غزل/ ابراهيم حسن زی ځاځی

يوخوا ساړه بل خوا ساړه منځګړو اور اخيستىد غم لمبي دي بيا په غم ککړو اور اخيـــــــــستى داچې لمر هم په شنو لوخړوهم اسمان کې پټ شودا دخوارنو اوسيدو جونګړو اور اخيســـــــتى هلته د غره دنګو نښترو نه لمبې وختـــــــــــــــېدلته د کلي چنارونو لوړو اور اخيستــــــــــــــــى اوس له سرو شونډو د خندا په ځاى اورونه شينديګلابو اور غاټولو اور ګوګړو اور اخيســـــــــــــتى

12.10.2008 اريوب

دنګ شاعر له دنګ خيال سره

شعر د قدرت یوه رنګینه ډالۍ ده چې انسان باندې پیرزو کیږي. خو دا ډالۍ هم بیلابیل ډولونه لري چاته په یوډول او چاته په بل ډول ورکول کیږي . خو له دې ډولونو څخه یوډول رنګین شعر یا رنګینه شاعري ده . چې مونږ دلته د یوې رنګینې شاعرۍ شاعر ته تم کیږو . او داځوان او نوښت ګر شاعر سیدجیلاني جلان دی چې اوس مهال یې دګلپاڼو اتڼ په نوم شعري ټولګه له چاپه راوته ده .جلان یو ساده باده او یاغي فطرته ځوان دیلکه څنګه چې دی یاغي فطرت لري هم داسې یې شعر هم ددنګو غرونو د ابشارو غوندې شور کوي . جلان د پ

27.09.2008 اريوب

غزل/ جلان

ګرم نه دی جانان چې وعده نه ساتيګوره اوبه بله ډیوه نه ســــــــــــــــاتي څه یې ساتې وسپړه د زړه غوټــــــهګل هم په وجود کې وږمه نه ساتي دومره ډیر خالونو دې په مخ باندېخلک خو په ښا رکې رمه نه ســــاتيراکړه کنه یاره دا اومه خولګـــــــــۍاوړي کې څوک نرمه میوه نه ساتيښه شو چې ساده جـــــــلان دې ووژه.پوی سړی نه چله سیـــــکه نه ساتي سيدجيلاني جلان  

27.09.2008 اريوب

د خدای لپاره اور رانه مړ کړه

درد مې کټ مټ د سپینې پاڼې پر مخ کرښې کرښې کاوه . په ترخو ترخو شیبو کې مې داوښکوله قافلو سره تودو سلګیو هم ملاتړ کاوه. ملګینو زمزمو مې په رپیدونکو شوڼدو خولې لګولې . ان تر دې چې د سپنې پاڼې پر مخ د حروفو کړۍ تر بیخه راورسیدې .شپه ښه پخه وه . د سپیني واروې پیڅي د حجرې تر دروازې رارسیدلې وې . په زړه انګیرۍ کې اور ټسه کوله . یوې نیمې سپرغۍ به له انګیرۍ نه

22.09.2008 اريوب

دګلپاڼو اتڼ که د ښکلا ښار؟

کابو پنځه کاله به کیږي ، چې د شعر او شاعرۍ سره مې بې دریغه مینه پیدا شوې. ډیری وخت د سترو لیکوالانو او شاعرانو کتابونه لولم . د دوی په شعرونو او لیکنو کې لاهو کیږم . او د هنریت قدر یې راته پکې څرګند ښکاري. شعر لوستل مې، د زړه او هنري مینې تنده ماتوي. تل په نویو او خوږو شعرونو پسې لالهانده ګرځم. چې همدا هلې ځلې مې درې کاله مخکې ددې سبب شوې ، تر څو زه هم د څو ماتو ګوډو شعرو

22.09.2008 اريوب

ښکلي په اتڼ کې

                            راليږونکی :qwertyuioد راليږونکي پته :asdfghj@yahoo.comنيټه : 09-09-2008دا یو خوا د ټولي خو ټول ښـــــاغلي په اتڼ کېدا بله ډله وکسه واړه ښـــــــ

16.09.2008 اريوب

مازدېګر شغلې شغلې دی مازدېګر

مازدیګر شغلې شغلې دی مازدیګرو په شغلو پټه یاره نه دې پیژنمه مازدیګر نه پوهیږم چې دغه ولسي سندره په ما باندې څومره تاثیر کوی ؟ نه یوازې دا سندره بلکې همداسې نورې په لس ګونو ولسي سندرې مې خوښیږي خو کله چې داسندره د کوم سندرغاړي له خولې اوروم بیا خو په اصطلاح چې بیخې له ځانه پردی وم. ولې دا سندره دومره خوند راکوي...؟ داسې سندرې او سروکی په سلګونو او زرګونو د پښتود ولسي نه لیکلو ادبیاتو په خورجینه

16.09.2008 اريوب

جان لا

راليږونکی :gull mohammad aryobiد راليږونکي پته :aryobi11@yahoo.comنيټه : 05-09-2008جان لا هغه يو ملت کنگآل کړ ــ خو د مرگ په وخت کې يې بوټونه د تلي لخوا څخه سوري وجان لا Hanasome John law په نوم يو سکاټلنډي پاريس ته ورسېل ـــ بې ياره و مددگاره او ناپېژندلى ، خو ځان يې د فرانسې مالي ديکتاتور او د ټولې اروپا د يوه ډې غښتلي شخص پوړ ته ورسول ، دولس کاله وروسته هغه د ډېرې رسوائي وروسته د فرانسې څخه په تېښته کې و او له ورپسې د پاريدلو خلکو هجوم چې دده وينو ته تږي و او

07.09.2008 اريوب

جلان د ګلپاڼو په اتڼ کې

جلان د ګلپاڼو په اتڼ کې مخه یې نه نیسم جانانه مګر دومره وایمستا د لاس غشي په پردیو نه په خپل وريږيزړه ته چې مې ډاډ ، خوند ، هوسايي بخښي . په ایمان وایم چې دا ، لیوني شعرونه دي؛ کله چې مې ، لیوني فکرونه په ګریوان منګولې خښې کړي.ځان زر ورته تسلیم کړم.کله په ذهن د کیسې لپاره موضوع لټوم ، او کله بیا ګوډ مات توري سره وپییم، خو لیکلو ته یې زړه نه شم ښه کولی.بیا یې سره وشیندم ، راټول یې کړم ، خو چې څه مې د زړه غوښتنه وي ، هسې اوډون ونه شي.زه خو پخپله شعر هغه بولم ، چې زما د

04.09.2008 اريوب

د ګلپاڼو اتڼ مخ کتنه وشوه/ شفق

۱۳۸۷ د زمري په ۷ نیټه په کابل کې د میډیوټیک مرکزي دفتر په انګړ کې د کاروان ادبي ټولنې او د میډیو ټیک په ګډه هکاره د هیواد ځوان اونوښتګر شاعر سیدجیلاني جلان د ګلپاڼو اتڼ د کتاب د مخ کتنې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې دهیواد ګڼ شمیر ادبي او فرهنګی شحصیتونو سره بیره قومو مشرانو او د ولسي جرګې غړیو هم ګډون کړي .غونډې د مازدیګر له ۵ بجو څخه دشپې تر۹:۳۰ بجو دوام وکړاو په ډيره سندریزه فضا کې پر مخ تله . دسټیج چارې عنایت الله دیدار پر مخ وړې. غونډه د قاري صیب حواجه الدین حق بیان لخوا د

23.08.2008 اريوب

ازادي/ جلان

افغانستان جام د کوثر که د شهید پر شونډو پروت وو بیا همدخپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کې به وو خدای که په دې دنیا جنت وای پیدا کړې چرېزه په ایمان وایم چې ګران افغانستان کې به وو. ازاديازادي د ژوند د پیغلې ګاڼه بویهازادي د سل رنګه ښایست چېنه ده ازادي د وړانګو دنګه میناره دهورنسکوره هره ګل ګل زمانه ده چې پراته یې منځ کې واړه کاینات ديازادي د قدرت هغه دایره ده انسانیت چې یې د ذوق پر شو

20.08.2008 اريوب

ازادي/ بې ريا

ازادي د ژوند د هرې ساه اړتیا ده ازادي د خدای له لورې ستر نعمت دیازادي د قوي عزم پیلامه ده نوم د ویاړ دی نوم د تورې شجاعت دی ازادي یوه سپیڅلې کلیمه ده چې راتلی شي په میلیونو ککریوازادي په هر قدم قدم کې غواړي خرپ د تورو غړمبهار دشنو زمریو ازادي لري په غیږه کې سندرېترانې لري ښکلا لري د میني غم ځپلي زړونه هم پکې ناڅاکړيورځې شپې لري شیبې لري رنګینې ازادي لکه سپوږمۍ

20.08.2008 اريوب

سترګې دې ډېرې ښکلې دي/ جلان

د پاکستان له پنډغالو نه مو خپل کلي ته کډه راستنه شوه. له غټ شش پای موټر څخه مو د کور د سامانونو ښکته کول پیل کړل. د کورنۍ ټول غړي په کار باندېمصروف وو.چې له نږدې ګاونډه یو ښځه راغله . شکور چې په خیر سره مو کډهخپل کورته راستنه شوه. روغ بړ یې زمونږ د کورنۍ ټولو غړو سره و کړل.شاه ته پسې دوې لوڼه راغلې چې یوه کوچنې او بله

05.08.2008 اريوب

ځانمرګی بريد

راليږونکی :نیکمل ځاځید راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.comنيټه : 30-07-2008ځانمرگی برید خزان راپیښ شو سره گلــــونه توی شــولله خوړین زړگی می آرمانونه توی شــولدا ځل به بیا ویر او غوغا پورته شــــــیځانمرگی برید وشو سرونه توی شــولدغــــه د کــــوم یــــوه ظالــــــم د لاســـــــــهدا ځای په ځای چې اندامونه توی شــوللاندی یې سم دم انسـانان قتــــل کــــــړلپاس له مارغانو نه وزرونه توی شـــولد چــا نه غوښـــې په

31.07.2008 اريوب

غزل: اندېښمن ځاځی

چــې يـــــو بل تـــه دومـــره ګـــران يــــو زه او تــه بس د ستــــړي وخت يــــاران يــــــــــــو زه او تــه په يـــو درد يو درديــــدلــــي دوه جســــمونــــــه چـــــــې يـــــــو ډول پــــريشــــان يـــــو زه او تـــــه چـــې تقــديــر يـــــو پـــه کوم لـــوري ګـذار کړي وتــــي غشــــي لــــه کمــــان يــــــــــــو زه او تـــــه ستــــړى ،ستــــړى مـزل کړو منــزل به مــــومـو لاروي د يـــوه کـــــاروان يــــــــ

23.07.2008 اريوب

د اندېښمن ځاځي نوی غزل

د يو چـــا د راتـــلو تنـــده يــو خمــار دى زمـــــا ژوندبس ارمان ، ارمان ،ارمان دى انتــظار دى زمــا ژونديوه اوښـــکه يوه ســـلګۍ ده يــوه څړيــــکه د دردو دهد ناصور غوندې را غـاړې يــو پرهـــار دى زما ژوندبې له درده يې څه را کـــړل بې له درده پکښې څه ديد دردونـــو په ګــــرداب کـــې را ايســار دى زما ژونداى سلـــګۍ دې لږ په پــام کړه را ګذار چې ترينه نشيلـــکه اوښـــکه د بــــاڼو په اوږو بـــــار دى زما ژوندزما د مات زړګې په شانې دى ټوټې ، ټوټې مات

19.07.2008 اريوب

بلېنډې بدرۍ ته ډالۍ

        رالېږونکی:paktianayد رالېږونکي پته: hamida_paktianay@yahoo.comنېټه:2008-06-30  د اريوب بلوګ چلوونکيو سلامونه لاندې شعر مې بلېنډې بدرۍ ته ډالۍ کړی دی هيله ده، چې په پاڼه کې ځای کړئ. غزل _ حميده پکتيانۍخيال کې ستا د مخ له تماشې نه وتې نشمهڅرنګه دې ر

01.07.2008 اريوب

د جلان تازه غزل

راګوري ، نه راځي پخپل کړي سوګند ولاړ دیلکه ګلاب د خپل وجود کاسه کې بند ولاړ دی له جنتي ګلبڼ راوتې ننداره ده دغه؟که یې پر مخ باندې له شرمه، سپین مړوند ولاړ دی هغه ماښام هغه باران هغه نښتې شونډېزما په خوله کې وله اوس هم هغه خوند ولاړ دی دخپل کرم د ساړه سیوري لاس راوغزوه د یو ارمان ټکنده لمر و ته مې ژوند ولاړ دی لکه غاټول په یوه پښه په پخه شپه کې جلانسو

26.06.2008 اريوب

د اندېښمن ځاځي ښکلي غزل

ما در ته ويل مکــړه اعتبار زړګيه ودې ليدل؟!څنګه يې در کړلو ګذار زړګيه ودې ليـــــدل ؟!ما در ته ويل چې ددې وخت جانــــان وفا نلري وي تر مطلبه پورې يار زړګيه ودې لــــيدل ؟!ما درته ويل چې د منصور رسم ته مه ګواښيږه دلته منصور خيژي په دار زړګيــه ودې ليدل ؟!زما دې نه منل چې ويل به مې کباب به دې کړي د ښکلو ميـــــنه ده انګار زړګــــــيه ودې ليدل ؟!دا ځواني مرګه ځواني هم د وخت يارانو په څير

22.06.2008 اريوب

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more