د نجيب نايل لخوا خپرې شوې لیکنې


متمدن يا ښاري ژورناليزم څه ته وايي؟

مخکې له دې چې موږ د مدني ژورناليزم په اړه وغږېږو، لومړى ښايي مدني او مدنيت وپېژنو، مدني Civic د لاتيني ژبې له Civitas څخه رااخيستل شوې ده چې د ښار او ښاري پر مانا کارول شوې ده، ارسطو وايي: ((انسان يو مدني الطبع او ټولنيز حيوان دى او څوک چې په ټولنه کې ژوند نه کوي، اصلاً حيوان دى.))د انسان اړتياوې ډېرې دي چې هغه کولى نه شي يوازې واوسېږي، کله چې انسان د تيږو او غارونو ژوند پاى ته ورسولو او له يو بل سره يې ګډ ژوند پيل کړو، هغه مهال په ټولنه کې د خلکو سره يو ځاى ژوند ته مدنيت وويل ش

02.05.2007 نجيب الله نايل

د وال سټريټ ژورنال خبري سبك

د وال سټريټ ژورنال فارمول له فيچري ليډ سره د خبر د ليكلو يوه نوې طريقه ده چې د يوه تن چې د يوې ټوليزې يا عمومي ستونزې درلودونكى وي، متمركز كېږي. په دې مانا سره چې له يوې ځانګړې بېلګې څخه د عمومي موضوع پر لوري خوځښت او حركت كوي. اصلي نكته په نټ ګراف Nut Graph كې ځاى نيسي. همدارنګه كېدى شي چې په يوه توصيفي ليډ يا يوه داستاني او روايي ليډ سره پيل شي. دغه سبك معمولاً په هغو خبرونو كې چې د مسايلو Issues او ستونزو Problems په اړه بحث كوي، كارول كېږي. د خبر په متن كې د ليډ ملاتړي ا

01.05.2007 نجيب الله نايل

د بلوكي خبر جوړښت

تاسو په ځواكمن ګومان سره تر اوسه له دغه سبك څخه بېلابېلو مخاطبينو ته د بېلابېلو مطالبو د وړاندې كولو لپاره ترې ګټه پورته كړې ده. دغه سبك د مطالبو په ډلبندۍ (دسته بندۍ) كې د خبري كيسو يا داستانونو له يوې برخې څخه ډېر اغېزمن طرز او روش دى، لومړى د خبر چڼ يا نچوړ وړاندې كېږي، په هغه ډول چې د لوستونكي ذهن په بشپړه توګه راويښ كړي او وروسته په وروستنيو برخو كې د كيسې يا داستان اصلي كرښې وړاندې كېږي.د دغه سبك په كارولو كې يو له مهمو كارونو څخه، لاندينيو سرليكونو ته پاملرنه او توجه د

01.05.2007 نجيب الله نايل

ژېړ ژورناليزم

سريزه: زموږ ګران هېواد افغانستان د تاريخ په اوږدو كې ډېرې لوړې او ژورې تېرې كړې دي، د ژورناليزم په برخه كې يې هم برياليتوبونه او ناكامۍ درلودې، ډول، ډول مطبوعاتي نظامونه يې په خپلو وختونو كې تجربه كړي، لكه د مطبوعاتو امرانه نظام، ازادي پلوه نظام او داسې نور.خو له دې سره، سره بيا هم د خوشالۍ ځاى دى چې په افغانستان كې د مطبوعاتو د ازادۍ د نظام په درشل كې يو، دا په دې ملنا چې موږ كه په قانون كې ازادي لرو، مګر د هېواد رسنۍ او مطبوعات دومره وړت

01.05.2007 نجيب الله نايل

خبر، خبريال او خبريالي

انسان له خپل پيدايښت سره سم په دې هڅه او تكل كې ؤ چې د نويو اطلاعاتو او معلوماتو د راټولونې او خبرېدنې لپاره هلې ځلې وكړي. په لرغونو وختونو كې انسانانو د خبرېدا او آګاهۍ لپاره بېلابېل وسايل او ګڼ كاركوونكي پر كار ګومارلي او اچولي وو، تر څو له حالاتو څخه خبر شي. د بېلګې په توګه، پخوا به خلك په يوه لوى كوټ (كلا) كې په ټولنيز ډول ګډ اوسېدل، د كوټ شاوخوا به يې ساتونكې او څارونكې پوستې جوړولې، تر څو د كوټ ساتنه، دفاع او هم كوټ ته زر تر زره د كوم پېښېدونكي خبر او يا پېښې خبر وركړي

11.04.2007 نجيب الله نايل

ژورناليسټيک طنز

انسانانو د خپلې موخې او ارمانونو د بيان او څرګندېدا لپاره په بېلابېلو او ليكنيزو امكاناتو توانېدلي چې پر كار يې واچوي، مګر ټوليز هنري او پوهنيز برخورد په دغه اړخ كې له رښتينې ځيركۍ او نامستقيمې تېرايستنې څخه عبارت دى. په دغه ليكنه كې نامستقيم او طنزي حالت، تر كومه چې ډېر اړين دى، د جر و بحث لاندې نيول كېږي.طنزليكنه د هنريت او ليكوالۍ يو سپېڅلى هنر دى چې د نثر، نظم، كارټون، كاريكاتور، نندارو، اشارو او خوځشتونو په اډانو او قالبونو كې بيان او اجراء كېږي. طنزليكنه د و

11.04.2007 نجيب الله نايل

مسلکي يا د دوو غاړو درلودونکى سرليک

د نيوزويک او ټايم مجلو د سرليک ليکنې مېتود ته يوه کتنهد ژورناليزم د تاريخ په لومړينو او ابتدايي خپرونو کې د سرليک په نوم هيڅ څيز وجود نه درلود. د مجلو او ورځپاڼو لومړنى مخ به يوازې تبليغاتو او اقتصادي خبرتياوو ته ځانګړى ؤ او د خبرونو يا راپورونو کالمونه به له دويم مخ څخه پيلېدل. د انځور په وسيله د ورځپاڼې د ښايسته کولو او د لومړني يا غټ سرليک پديده په شلمه پېړۍ کې رامنځته شوه. تر دې چې تر ١٩٥٠ کال پورې داسې خپرونې موجودې وې چې مخونه به يې په

08.04.2007 نجيب الله نايل

د پوښتنو تخنيكونه Techniques of Asking

حقيقي پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې له موږ سره د معلوماتو په راټولولو كې مرسته كوي او د دې ترڅنګ د مركې جريان ژوندى ساتي.ستراتيژيكې پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې ژورناليسټ د دې په وسيله موخه او هدف لاسته راوړي دا ډول پوښتنې د مركې د پرمخ بېولو له پاره زمينه برابروي. حقيقي پوښتنې په دوه ډوله دي:1_ تړلې پوښتنې : هغه پوښتنې دي چې د دې په وسيله كولى شئ لږ معلومات لاسته راوړئ.2_ آزادې پوښتنې: هغه پوښتنې دي چې د دې په و

08.04.2007 نجيب الله نايل

پلټونکى يا تحقيقي ژورناليزم Investigative Journalism

په غربي نړۍ کې د پلټونکي ژورناليزم اصطلاح له ١٩٧٠ کلونو راهيسې مشهوره ده. کله چې ډېر خبريالان دغه اصطلاح اوري، د دوى ذهن ته پټې کېمرې، پټ ثبتول، پټ هويت او مايکروفونه درېږي، خو دا د هر يو ژورناليسټ د کار يوه وړه برخه ده.د دې مانا دا ده چې کله يو خبر ليکل کېږي، بايد له ثبوت نه وروسته وليکل شي، يوازې دا نه چې ژورناليسټ تور ولګوي او بېرته يې بيا رد کړي. بايد حقايق راوباسو او د هغو د ملاتړ لپاره شواهد راغونډ کړو. خو ځينې موضوعات شته چې د دوديزې کچې په پرتله د زياتو هڅو غوښتونکي د

08.04.2007 نجيب الله نايل

د برېښناليك له لارې د مركې لارښود

جنتان دوب پر ۲۰۰۳ كال د برېښناليك E-mail له لارې د يوې مركې زياتونې او كمونې د خپل ويبسايټ د لارښوونو په كالمونو Web Tips Columns كې په څرګنده ښودلې دي. د شخصي مركې د ټوليز شكل د اندازې له هماغو كمبوتياوو سره، د برېښناليك له لارې يوه مركه د ټيليفوني مركې سره ورته والى لري، مګر په ټيليفوني مركه كې رښتيا هم خبريال د وخت Deadline له نظره د فشار لاندې وي. په دې ځاى كې، څه ډول د ګزارش لپاره له دې ډول ځانګړې اړيكې يا ارتباط څخه ګټه د توجه وړ نيول شوې ده، په دې اړه د سنديپ ج

08.04.2007 نجيب الله نايل

ژورناليزم او د ژورناليزم موخې او ارزښت

ژورناليزم څه ته ويل کېږي؟ په دې اړه د پوهانو تر مينځ د نظر اختلاف موجود دى. بېلابېلو پوهانو دغې پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه ورکړي دي، چا ورته يو او چا ورته بل تعريف غوره کړى دى، خو د هر چا تعريف پر خپل ځاى سم دى. که څه هم د ژورناليزم کليمه اوس په ټولو ژبو کې يوه منل شوې کليمه ده او هم په همدغه بڼه کارېږي، خو بيا هم نور کليمات کارول کېږي.په عربۍ کې د ژورناليزم لپاره د صحافت کليمه چې له صحف څخه اخيستل شوې، کارول کېږي. په لومړنيو وختونو کې د محض، صحيفه او صحايف اصطلاحګانې د پاکو او س

08.04.2007 نجيب الله نايل

د خلكو غږ Vox Pop

د خلكو غږ چې په ژورناليزم كې ورته واكس پاپ (Vox Pop) هم وايي او هغه ژورناليسټيك ژانر دى چې په دې كې د خلكو غږونه، نظرونه، اندونه او مفكورې وړاندې او راوړلى كېږي. واكس پاپ له دوو لاتيني كليمو (Vox) او (Pop) څخه رغول شوى دى، واكس (Vox) د انګرېزۍ د (Voice) له ويي او كليمې سره ورته هممانيزه ويل كېږي چې په پښتو كې د (غږ) مانا وركوي او پاپ (Pop) د انګرېزۍ د (People) له ويي سره ورته هممانا دى چې په پښتو كې د (خلك) مانا وركوي، نو د واكس پاپ بشپړه مانا ((د خلكو غږ)) كېږي.په واكس پاپ ك

08.04.2007 نجيب الله نايل

انځوريزه ليكنه Portrait Story

انځوريزه ليكنه هغه ژورناليسټيك ژانر دى چې د يوه سړي په اړه معلومات وركوي يا انځوريزه ليكنه د هغه سړي په باره كې ليكل كېږي چې يو نه پېښېدونكى كار يې كړى وي او يو هنر ولري. بايد د هغه شخص انځور (عكس) هم شتون ولري، په چا چې ژورناليسټ انځوريزه ليكنه ليكي، ځكه چې په دې ليكنه كې د ليكنې تر څنګ د هغه سړي د انځور راوړل هم اړين او ضروري دي.ځينې خلك انځوريزې ليكنې ته انځوريز راپور وايي چې دا خبره باالكل ناسمه او بې بنسټه ده، ځكه چې انځوريزه ليكنه او د هغو خلكو په وينا انځوريز راپور سره ډې

08.04.2007 نجيب الله نايل

د داستاني خبر سبک

په روايي_ داستاني (Narrative) سبك سره د يوه خبر برابرول او تنظيم د لنډې كيسې او داسې غوندې وي. په دې سبك كې ليكوال په دقيقه توګه د كيسه ليكنې له ټولو تخنيكونو (شخصيت ښودنې، صحنه وړاندې كولو، ځايونه او د اوج له نكتې) څخه ګټه اخلي، په دې توپير سره چې ټول هغه څه چې وايي رښتيا او حقيقت لري او برعكس ذهني رومان او داستان نه وي.د كارولو ښه وخت يې هغه دى چې تاسې يو ډراماټيك خبر (Dramatic Story) د لوستلو لپاره لرئ. په دې ډول خبرونو كې خبريال يا ګزارشګر جزئيات بيانوي او د خلكو كردار نم

08.04.2007 نجيب الله نايل

مطبوعاتي بيانيه Press Release

يو له مهمو درسونو څخه، د هغو لپاره چې نوى يې پر كار پيل كړى وي د يوه خبري ګزارش د متن يا چوكاټ غوندې د مطبوعاتي اطلاعاتو ليكل دي چې په ټوليزه توګه پرمختګ وركول او د افهام او تفهيم يې هڅول دي. ايډيټران غواړي چې مطبوعاتي بيانيې بېله كوم دليله زر تر زره په پچۍ (باطله داني) كې وغورځوي، ښايي ځينې پردۍ ډلې ورته پراختيا او انكشاف وركړي. ((تل بهترين))، ((هر يو ګټونكى)) او يا ((يو له مهربانو څخه)) د بشر ډول او نوع بدلوي. تاسې سوژه لاسته راوړې ده، د مطبوعاتي بيانيې د ليكوال پر ځاى لكه د يو

08.04.2007 نجيب الله نايل

ښه خبر او خبرليكنه

له دې څخه تېرېږم چې خبر NEWS ته ولې خبر NEWS وايي، د كومو وييونو د سر ټكي دي او يا هم په پښتو او نورو ژبو كې له كومو وييونو سره ورته والى لري، نو يو څه درسره په ښه خبر او خبرليكنې تم كېږم. خپله خبر هغه جمله ده چې ولې؟ څنګه؟ چېرته؟ او كله؟ ته له ځانه سره ځواب ولري. د ساري په توګه: پرون مازيګر د وينې د سرطان له امله يو تكړه شاعر حميد د جلال آباد د عامې روغتيا په روغتون كې هغه مهال خپل روح خداى ته وسپاره چې كوروالاوو يې ده ته په بيه د وينې اخيستو توان نه درلود. دا يوه خبري جم

08.04.2007 نجيب الله نايل

خبري کنفرانس

کنفرانس يا پوهنغونډه هغه ناسته يا غونډه ده چې په يوې ټاکلې موضوع په کې د نظر د څښتنانو له خوا بحث کېږي. دغه غونډې کله په څېړنيزو او تحقيقاتي مسايلو څرخي؛ کله، کله علمي او فرهنګي موضوعات څېړي او کله هم پر ښوونيزو، ميتوديکي او يا پر نورو ټولنيزو مسايلو او چارو رڼا اچوي.خو که له خپله سرليکه لېرې ولاړ نه شو، نو ويلى شو چې مطبوعاتي يا خبري کنفرانس چې له نامه څخه يې څرګنده ده د خبري ناستې يا غونډې هغه شکل دى چې په کې خبريالان يا مطبوعاتيان په يوې ځانګړې موضوع کې معلومات تر لاسه کوي

08.04.2007 نجيب الله نايل

د راپورليکنې کړنلاره يا طرزالعمل

د داستان ليكنې له تخنيكونو څخه بايد ګټه واخيستل شي.جملې او پراګرافونه بايد لنډ وي، زيات را نه وړل  شي او هره جمله بايد له (15 _ 20) پورې كليمات ولري كېداى شي يوه جمله له پنځلسو څخه كمه او له لسو كليمو څخه جوړه شي.جملې معلومې وليكئ، نه مجهولې.هغه جملې مه كاروئ چې لوستونكو ته مغشوشتيا او تشويش وړ ګرځي.املايي او ګرامري سموالى مو باوري كړئ، يانې خبر مو له ابهامه پاك كړئ.له كليشه يي كليماتو څخه ډډه وكړئ.له پراګراف ليكنې وروسته ښه فكر وكړئ چې دا پراګراف د ګ

08.04.2007 نجيب الله نايل

پښتو ويبپاڼې او ويبلاګونه

(ا)اتل http://www.worbal.com/atal28 اسد http://www.28-asad.comاراکوزيا http://www.worbal.com/fawadارغند http://www.worbal.com/arghand

07.04.2007 نجيب الله نايل

زما پېژندنه

نوم:                         نجيب الله نايلد پلار نوم:                ارواښاد حاجي رئيس خاناصلي هستوګنځى:    زاوه، کږه خوږياڼي، ننګرهار- افغانستانفعلي هستوګنځى:     جلال آباد ښار- افغانستانګرځنده موبايل:         77

07.04.2007 نجيب الله نايل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more