د داستان ليكنې له تخنيكونو څخه بايد ګټه واخيستل شي.
جملې او پراګرافونه بايد لنډ وي، زيات را نه وړل شي او هره جمله بايد له (15 _ 20) پورې كليمات ولري كېداى شي يوه جمله له پنځلسو څخه كمه او له لسو كليمو څخه جوړه شي.
جملې معلومې وليكئ، نه مجهولې.
هغه جملې مه كاروئ چې لوستونكو ته مغشوشتيا او تشويش وړ ګرځي.
املايي او ګرامري سموالى مو باوري كړئ، يانې خبر مو له ابهامه پاك كړئ.
له كليشه يي كليماتو څخه ډډه وكړئ.
له پراګراف ليكنې وروسته ښه فكر وكړئ چې دا پراګراف د ګزارش / راپور له پاره مهم دى او كه نه!؟
پراګرافونه او جملې بايد يو له بله سره اړيكې او ربط ولري.
كولى شئ دا پراګرافونه د ( سره له دې ، مګر، خو بيا او خو) كليماتو په وسيله سره وتړئ.
خپل لومړى پراګراف ساده وساتئ دا لومړنۍ جمله په وړو جزئياتو مه ډ كوئ او اوږده عبارتونه مه كاروئ.
معلوم فعلونه وكاروئ نه مجهول.
له ګړنۍ يا غږېدونكې ژبې او لهجې نه ګټه پورته كړئ.
له تخنيكي اصطلاحاتو نه ډډه وكړئ.
د كليماتو له تكرار څخه ډډه وكړئ.
هغه ګزارش/ راپور چې تاسو ليكلى له ځانه مكرر وپوښتئ آيا د خپراوي وړ دى او كه نه!؟