پيغام

په افغانستان کې ميشته درنو خويندو او ورونو ،ګلونو ماشومانو ! دجنګ غميزې له مونږ او تاسو نه هرڅه واخيست او تاسې يې دې ته اړ کړي ياست چې دتعليم تر څنګ دکورنيود نفقې لپاره هم هلې ځلې و کړئ . مونږ ستاسو د اعتراض اوازونه دازادۍ راډيو له لارې واوريدل مونږ تاسې سره د زړه له کومې مينه او خواخوږي لرو او تاسو ته دا وعده درکوو چې دهمدی سايت له لارې د يو کومکي صندوق په پرانستلو به مو ونازوو په درنښت وږمه بشريار ارشادبشري

16.06.2007 – toorman

د سرو زرو تاج ، لومړۍ برخه

د سرو زرو تاج و نه و يو پاچا و ، د زوى نوم يې شيرشاه و ، شيرشاه داسې ښكاري و چې مرغۍ به يې په هوا ويشتله . يو ورځ شيرشاه د زركو دښكار لپاره ځنګل ته ولاړ ، ځنګل ډير لوى و ،دومره لوى چې نه يې سر معلوم و نه يې بر. خلكو به ويل چې په دې ځنګل كې د وحشي ځناورو غږونه اوريدل كيږي او ورغلي كسان بيرته نه دي راستانه شوي . د پاچا زوى شيرشاه هم يوه اوونۍ لادركه شو ، آوازه وه چې وحشي ځناورو داړلى . پاچا او ميرمنه يې ډير خپه وو ، د پاچا ميرمنې خيراتونه په ځان ومنل ، چې كه شيرشاه په خير راشي د دربار

13.06.2007 – toorman

ماشوم ته دمور مينه

ماشوم ته دمور مينه  زما ګل غوندې کمکى  زما زړه زما زړګى  څه سودا چه زه ګالم  تورې شپې صبا کوم  په نغمودې يادوم

10.05.2007 – toorman

د يو شي پيدا كول څه ډول لوبه ده ؟

د يو شي پيدا كول څه ډول لوبه ده ؟ كوچنيان ، ميندې او پلرونه سره راټوليږي ، يو تن له خونې څخه د باندې استوي او دوى په خپلو كې يو شى خوښوي . بيا د باندې وتلى كس بيرته خونې ته رابولي او ورڅخه غواړي چې د دوى خوښ كړى شى وروښيي ز د خونې څخه وتلى كس دخونې له كسانو څخه د خوښ كړي شي په اړه پوښتنې كوي ، مثلآ : _ ساكښ دى ؟ _ هو _حيوان دى ؟ _ نه _خوړل كيږي ؟ _ هو _په حبوباتوكې راځي ؟ _ نه _ رنګ يې شين دى ؟ _ هو _ بينډۍ دي _ نه _ پالك دي _ هو د دې لوبې د كولو لباره د پوښتنو شمير او وخت دو

02.05.2007 – toorman

ټوكه

ټوكه يوه ورځ يو ليوني بل ليوني ته وويل : _ ته دې سترګې پټې كړه ، زه مې په لاس كې يو شى پټوم ته ووايه چې څه شى دى . بل ليوني هم ومنله او چې كله يې سترګې خلاصې كړې نو ويې ويل : _ ستا په لاس كې اوښ دى . لومړي ليوني وويل : _ زه يې نه منم تا سترګې نه وې پټې كړې .

02.05.2007 – toorman

هوسۍ پيژنئ ؟

هوسۍ پيژنئ ؟ هوسۍ د هغو حيواناتو له ډلې څخه ده چې د غوښې خوړل يې حلال دي ، د هوسۍ غوښه په خوند او مزه كې مشهوره ده خو دا چې هوسۍ ډيره چابكه منډه وهي ښكاريې كم دى . هوسۍ معمولآ په دښتو او د غرو په لمنو كې اوسيږي ، ځكه خو يې غرڅنۍ هم بولي . هوسۍ زياتره د پسه يا اوزې په اندازه وي خو لوى ډولونه يې هم پيدا كيږي . هوسۍ بې آزاره ده ، ډيرې ښكلې سترګې لري او پچي ته يې كبلۍ وايي . .هوسۍ په ډليز ډول ژوند كوي او يوه ډله يې داسې دي چې پوستكى يې خال خالي دى . د هوسۍ خوراك واښه دي او پوستكى يې په لوړه

01.05.2007 – toorman

ګرانه اجمل کاکا سلام علیکم !

ګرانه اجمل کاکا سلام علیکم خدای دې وکړي چې ماشومان دې ټول جوړ او روغ وي ، ته ماته غوږ شه چې یوه کیسه بله هم درته وکړم . څلورو ماشومانو ملاصیب سره سبق وایه په دوی کې احمد نامی ډیر هوښیار او زیرک ماشوم و . ملا صیب غوښتل دوی وازمویي ، نو یې یوه ورځ څلور دانې مڼې دځان سره راوړې ، ا وهر یو ماشوم ته یې یوه يوه مڼه ورکړه او ورته ویې ویل : هلکانو ! دغه مڼې واخلئ په داسې ځای کې یې وخورئ چې هلته تاسو هیڅوک ونه ویني . هلکانو مڼې واخيستلې ، یو ولاړ پر بام پټ کیناست مڼه یې وخوړه ، بل

28.04.2007 – toorman

سلامونه ګرانو دوستانو !

سلامونه ګرانو دوستانو ! ستړي مه شئ ، خداى دې وكړي چې روغ ، جوړ او خوشحاله اووسئ . زه عبيدالله تسل يم ستاسې دوست او ملګرى د دې نوې پاڼې مباركي در ته وايم خوشحاله اوسئ .

28.04.2007 – toorman

دوه با ادبه ماشومان

دوه با ادبه ماشومان يوه ورځ دوه واړه ماشومان په جومات کې ناست وو ، ناڅاپه يو لاروى راغی ژر ژر يې اودس تازه کړ او دوه رکعته لمونځ يې شروع کړ . واړه ماشومان دده کړو وړو ته ښه ځير وو ، کله چې سړي لمونځ وکړ يو ه ماشوم بل ماشوم ته په لوړ اواز وويل : ته اودس کولی شې ؟ هغه ځواب وركړ، هو، زما اودس کول زده دي.. دسړي

17.04.2007 – toorman

زما داسې کيسې خوښېږي چې ..........

ګران اجمل کاکا د ويب پاڼې د جوړېد و ، د مبارکۍ تر څنګ تا مونږ ما شومان پوښتلي وو چې ، څه ډول کيسې خوښوي ، زما خپله داسې کيسې خوښېږي چې، له ځان سره د روغتيا، پاکي، يووالي، او سولې پيغامونه ولري کوچنی ورور مو سپين

15.04.2007 – toorman

مينه دې شيرينه ده

الله الله تا بولم تل دې په ثنا بولم  ولې به دې نه بولم  څه خوږه دې مينه ده  مينه

08.04.2007 – toorman

اوښکې يې لارې لارې څي

دکابل شفخانې په هندارو ښايسته*  ابراهيم جان په کې پروت دی * تورپيکۍ يې باد وهي*  خواره مور يې ورته ناسته*

08.04.2007 – toorman

ژيړه غوا

ژيړه غوا سترګې مې توريږي بيا ژيړه غوا لنګيږي بيا ماته خوسكۍ راوړي ښكلې ګلالۍ راوړي رابولم به همزولې  دايره به وهي ټولې  دوى ته په اورږه وركړم <

05.04.2007 – toorman

مورر مې لاړه ده كامې ته

مورر مې لاړه ده كامې ته رابه شي غرمې ته ماته به پلي راوړي  پلي به وركړم غوا ته غوا به ماته پۍ راكړي  پۍ به وركړم خداى ته خداى به ماته ورور راكړي يه وروره بيدار شه !

05.04.2007 – toorman

ځمکه خپه کيږي نه

ځمکه خپه کيږي نه ستوري به بيا شمارمه پرې چې شپه پخه شي لا  اوس اسمان ته نه ګورم ځمکه به خپه شي بيا  *** ځمکه په ما ګرانه ده ځمکې په سر کور لرم

05.04.2007 – toorman

ګرانو ماشومانو !

ګرانو ماشومانو ! تاسې څه ډول كيسې خوښوئ ؟ لنډې كه اوږدې ، خپل نظر وليكئ .

28.03.2007 – toorman

ملا چرګك

بيا ملا چرګك راغى ډير تيزاوچټك راغى  لاړو د چنار خواته كيناست د سپيدار خواته بيا د چا سيالي كوي  غاړې د طوطي كوي

26.03.2007 – toorman

سپينې سپينې واورې

تير شو منى تير شو وركې دوړې ، خاورې شوې راغى ژمى راغى سپينې سپينې واورې شوې

24.03.2007 – toorman

دوه په تناره خورمه

دوه په تناره خورمه دوه په ديواله خورمه چې كينمه اته خورمه زه خواره لا څه خورمه

24.03.2007 – toorman

کوتره او د ګلاب ګل

وه نه وه يوه کوتره وه ، مهربانه او ډيره ښايسته ، يوه ورځ ښايسته کوتره خپلو بچو ته د دانې د پيدا کولو پر نيت له کوره ووته ، کوترې خپل ښايسته وزرونه رپول او په هوا کې روانه وه ، روانه وه ....... چې يو ناڅاپه يې د ګلو په يو بڼ کې د ګلاب يو ګل ته پام شو چې ډير مړاوی دی ٠ کوتره ټيټه شوه د يوې ونې پر څانګه کښيناستله او د ګلاب له ګل څخه يې پوښتنه وکړه : ولې ګرانه ګله ولې داسې مړاوی يې ؟ د ګلاب ګل په خپګان سره کوترې ته وويل : ګرانې کوترې ! وګوره زما نور همزولي څنګه تر او تازه دي خو زه وچ پاتې يم زما

19.03.2007 – toorman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more