مرحوم پلار صاحب مې ويلي يې وو چې يوِه پښتون ملګري يې ويل چې دا اِنګليسي ژبه خو پښتو ته وَرته ده ، مونږ وايو «هورې دورې» دوي وايي here there .
دِ اِنګليسي ژبې اَهميت (آندراوړتيا یا «اِيـمـپـوړټــَــنس» importance چې کوم څوک يې په آند کښې راوړي يعني چې «په قصه کښې يې کېدا») چې مــُــهــِــمه «آندراوړانده» يا «اِيـمـپـوړټــَــنټ» important ژبه ده ، ستاسې پښتنو د عاليقدرو حضورو ته به بهتره معلومه وي مګر شايد چې بيا هم و نه غواړئ چې په پښتو ژبې کښې ډېرې اِنګليسي کلمې يا وَيي يا وَيان يا وَيونه ګډ شي چې پښتو ژبه خپل هــُــوِيــَّــت (هــَــماغـتـيـا يا «آيـډېـنـټـيـټـي» identity) دلاسه وَر نه کړي ، نو که دا معيار اَو سټــَــنډَرډ (دَرِښـتـوانـډېـر) وي نو په پښتو ژبې کښې عربي اَو پاړسي کلمې يا ويي يا وَيان يا ويونه هم ډېر دي اَو بايد چې پښتو ته داسې کلمې يا ويي يا وَيان يا ويونه ولرو چې هم سوچه پښتو وي اَو هم نورو ژبو ته پرَدي أو بېګانه و نه اُوسي تر څو چې د نورو ژبو خلک اَو وګړي د پښتو ژبې په وړاندې نفرت و نه کړي ، اَو پښتو ژبه ورته يوه خپلوانه ژبه وُاِيسي اَو د پښتو ژِبې زده کړې ته هــَــم شــَــوق اَو لــېــوالتيا وميندي .
بېحد ډېر قدرمن اَو عاليقدر اُستاد ښاغلي پوهاند دُکتور مــُــجاوِر اَحمــَــد زيار صاحب د لوَړو درَناويو خاوَند پښتو ژِبې ته يې ډېــرې نوې کلمې يا ويي يا وَيان يا وَيونه وړاندې کړي چې ځينې يې ښه منل شوي هم دي ، خو لاهم په پښتو ژبې کښې ډېرې پرَدۍ کلمې يا ويي يا ويان يا ويونه شته دي چې پښتو مــُــتــَــرادِف يا هــَــمرَده يا هــَــممانيزې يا هــَــمـمــَــنځآندي ورته لا تر اُوسه نه شته دي . په ځينو نورو هېوادونو کښې لکه د فرانسې په اُروپايي هېواد کښې د نويو کلمو ويو يا ويانو يا ويونو د رامنځته کولو کار د علومو (پوهنو) د اَکاډېمي کار دئ اَو په اَفغانستان کښې هم د پخوا څخه «پښتو ټولنه» چې اُوس د اَفغانستان د علومو (پوهنو) د اَکاډېمي يوه برخه ده دا کار لري چې پښتو ته ښې کلمې يا ښه ويي يا ويان يا ويونه رامنځته کړي ، مګر بيا هم ځينې کلمې يا ويي يا ويان يا ويونه پښتو ژبې ته پخوا جوړ شوي دي چې نورو ژبو ته پرَدي اَو بېګانه دي اَو د نورو ژبو د خلکو وګړو لکه چې نه خوښيږي اَو ځينې جوړې شوې پښتو کلمې يا ويي يا ويان يا ويونه بد غږونه لري ، لکه : د «شرق» لپاره «خــَــتيځ» يا «خــَــتـيـز» (چې «تـيـز» په پښتو ژبې کښې د شرم د غږ اَو د بې اَدَبي اَو د بد بوي کلمه يا ويی دئ) ، يا «وړانديز» (چې «ديـز» هم چا ته د «تــيــز» کلمه يا ويی را په يادوي) په ډېرې خواشيني اَو په ډېر تأسف .
نو ما ناچيز اَو خاورېساري پښتو ژبې ته ځينې نوې کلمې يا ويي يا ويان يا ويونه جوړ کړي دي يا هم په پښتو اِملاء اَو ليکدود کښې ځينې لږ تغيیرونه (اَوښتونه) د بهتري لپاره راوستي دي چې ستاسې عاليقدرو حضورو ته يې په ډېر درَناوي وړاندې کول غواړم ، چې که خوَښه مو وي نو دا نوې کلمې يا ويي يا ويان يا ويونه اَو دا نوي اِملاء ګان يا ليکدودونه پښتو ژبې ته عام (هــَــمونوال) common کړئ :
* د «ســَــم» يعني «صحيح» په ځاي «ســَــنم» چې وليکل شي بهتر به وي ، (أو د «نون» حرف يا توری به يې ډېر نه لوستل کيږي) ، ځکه چې «ســَــم» خطرواله کلمه يا وَيــَــی هم دئ اَو په عربي اَو پاړسي ژبو کښې «ســَــم» زهر ته ویل کيږي چې وژونکی تهوکی هم کېدی شي چې وي أو «ســَــنم» لکه په «ســَــنسکريټ» يا په «ســَــنسکړټ» يا په «سانسکريت» کښې چې د «ســَــنمکــِــړې» ژبې معنیٰ يا مــَــنځآند ورکوي اَو د هند د شمالي سيمو لرغونې ژبه ګـېـڼـل شوې ده چې د «ســَــن» يو مختاړی يا پېښواند لري چې معنیٰ (مــَــنځآند) يې «سنم» دئ چې پښتانه يې د «سم» په ډَول ليکي أو د «ســَــنسکړټ» ځينې ليکوالان ويل کيږي چې پخوا په پښتونخوا کښې اُوسېدل اَو «سنسکړټ» د هندواُروپايي ژبو يوه لرغونترينه ژبه ده چې پښتو ژبه هم يوه هندواُروپايي ژبه ګـېـڼـله کيږي .
* د «خــَــیځ» په ځاي «اِيستلون» چې هاغه خوا وي چې نمــَــر ورڅخه يا وُرڅې «اِيستل» کيږي اَو نمــَــر په خپله ژوندی نه دئ اَو نه خيژي يا ختل نه کوي بلکه د اِسلامي عقيدې اَو د نورو عقیدو يا باوَري ګــَــرِهو سره سنم خداي جل جلاله يې «اِيستل» کوي اَو د اِنګليسي «اِيسټ» East ته هم «اِيستلون» يو څه وَرته کيږي اَو شايد چې د نورو ژبو خلکو وګړو ته دا د «اِيستلون» د پښتو کلمه د خوَښې وَړ اَو د آسانې زده کړې وَړ شي .
* د «لوېـديځ» يعني «غرب» ، د «لوېديځ» په ځاي «وېـسـتلون» چې هاغه خوا وي چې نمــَــر د عقيدې سره سنم د خداي جل جلاله په غوښتنې «وېـسه» کيږي يا «وړلی» کيږي اَو «تلون» کوي ، اَو «وېـسـتلون» د اِنګليسي «وېـسـټ» West ته هم يو څه وَرته کيږي .
* «اَهــَــمــِــيــَّــت» ته «آندراوړتيا» .
* «مــُــهــِــم» ته «آندراوړاند» .
* د «وړانديز» په ځاي «وړاندکېـږد» چې د «پېشنهاد» اَو د «پروپوزَل» proposal دقيقتره (ځيرآندتره) ژباړه ده .
* د «فــَــضاء» space لپاره «ويـځاي» اَو نه «تــِــشيال» . «تــِــشيال» کېدی شی چې «خــَــلاء» vacuum ته وويل شي .
* د «مــَــوقــِــعــِــيــَّــت» لپاره «پــِــځيشون» چې د اِنګليسي «پوزيشــِــن» position ته نږدې کيږي .
* د «اُوپوزيسيون» يا «آپوزيشــِــن» opposition يا د «مخالفت» لپاره «آپــِــضــِــدشون» که څه هم چې «ضــِــد» عربي کلمه يا ويی دئ ، مګر په سوچه پښتو ژبې کښې مې لا تر اُوسه ورته کوم څه و نه شو ميندلی .
* د «مثبت» لپاره «پــِــځيشويځ» چې «په ځاي» وَينا «مثبته» يا ښه وَينا وي اَو د اِنګليسي «پازيټيف» يا «پوزيتيف» positive ته يو څه «پځيشويځ» وَرته کيږي .
* د «منفي» لپاره «نــِــغوښـتـشـويځ» چې «نېګــَــټـيـف» negative ته يو څه وَرته کيږي .
* د «اَکثريت» لپاره «ډېرترتيا» يا «زيادترتيا» چې د اِنګليسي ژِبې د «مــَــجاريټي» majority ژباړه شي اَو نه «ډېرَکي» .
* د «اَقــَــلــِــيــَّــت» لپاره «کــَــمتــَــرتيا» يا «لــِــږتــَــرتيا» لکه د اِنګليسي «مــَــيناريټي» minority ژباړه شي اَو نه «لــِــږَکي» ځکه چې «لــِــږَکي» کــَــره کلمه يا ويی نه دئ که کوم څوک ۴۹ پرســِــل پلويان ولري ، نو بيا هم د ۵۱ پرســِــل په وړاندې «کمترتيا» يا «لږترتيا» وي اَو نه دا چې يو خو «لږ» شي اَو بيا په لږ کښې «وَړکي» يعني (منځآند کوي) چې «لږکي» هم شي . نو ۴۹ پرسل بيا «لږترتيا» وي ، اَو «۵۱ پــِــرســِــل» بيا «ډېرترتيا» وي .
* د «فيصد» لپاره «پــِــرســِــل» اَو نه «ســِــلــِــنه» چې «ســِــل» اَو «نــه» لري ، چې «نــَــه» د «نــَــفي» اَو د «نا اُوسېدو» نښه هم وي اَو مګر «پــِــرســِــل» د اِنګليسي ژبې «پــِــړســِــنـټ» percent ته هم يو څه وَرته وي .
* د اِنګليسي «پــِــړســِــنټــِــج» percentage لپاره «پــِــرســِــلــِــښت» .
* د «چورلــَــکه» په ځاي «هــَــسکـتـاووَزَر» يا «هــَــسکـتـاوزَر» چې د «هــېــليـکوپتــِــر» helicopter د يوناني Ionian يا د اِغريقي Greek يا اِېـلـېـنـيکي Hellenic ژبې څخه يا څې تقريبي (نږدېکړليزه يا نږدېليزه) ژباړه ده ، اَو ځکه چې «چور» اَو «غلا» په پښتو اَو په دري ژبو کښې بد کارونه دي اَو دري ژبو خلکو ته يا وګړو ته «چورلکه» د ټيټې سويې د سوچ کلمه يا ويی اِيسي اَو «لــَــک» هم د نارينه د جنسي بې حــَــيائي په ياد راوړونکی وي ، که څه هم چې پوهېږم چې ځينې پښتانه «تاوېدل» يا «څرخېدل» ته «چورلېدل» هم وايي .
* «نجــِــلۍ» اَصلاً اَو په آريځ ډَول يا آرليځ «جينلۍ» يا «جينکۍ» ده يعني وَړه جينۍ چې «جين» لکه د کوردي ژبې «ژِن» اَو د پاړسي ژِبې «زن» اَو د روسي ژبې «ژِنشينه» женщина يعني «ښځه» ته يو څه ورته دئ اَو په اِنګليسي ژبې کښې «جـېـنـېـرېـټــَــر» generator يعني چې «توليدګر» اَو «تــــَـــوَلـــُّـــد» يعني چې «زېږد» اَو اِنسانان ټول د ښځو څخه يا څې «زېږد» کيږي ، اَو په کېميا کښې «هايډروجــِــن» hydrogen يعني چې «اُوبـجيـن» يعني چې «د اُوبو ځينې» رامنځته کيږي .
* «فورومول» يا «فوروموله» formula ته «جوړونلۍ» يا «بڼه والګکه» .
* د «تــَــجزِئه» لپاره «بــَــرخېکړنه» .
* د «جــُــزئــِــيــَّــات» لپاره «بــَــرخـتياوې» .
* د «عمليه» لپاره «پېکړنه» .
* د «څومره» په ځاي «څونمره» ولیکل شي ، ځکه چې «مره» پاک خداي جل جلاله و نه کړي ، چې د «مــِــړ کـېـږه» معنیٰ (مــَــنځآند) لري ، اَو ځينې پښتانه «څونمره» ته «څونه» وايي ، اَو «څونمره؟» يعني «څو عدد؟» يا «څو شمېر؟» يا «څو» اَو «نمره»؟ اَو «نمره» د اِنګليسي ژبې «نــَــمبــَــر» number ته يو څه وَرته دئ ، اَو «څونمره» به دَري پاړسي ژبو ته هم په آسانۍ د زده کړې وَړ وي . په تأسف اَو په خواشيني چې د اَفغانستان په تذکرو کښې پخوا د «نــَــمبــَــر» په ځاي «لــَــمبــَــر» ليکل شوی وو چې کوم څوک چې د «رېـزِش» يا د پزې څخه د اُوبلون د تويــېــدو ناروغي ولري نو د پزې سپــَــږمې يې يو څه بندې کيږي اَو د «نون» غږ ته د «لام» غږ کاروي ، اَو «لــَــمبــَــر» هم دَري ژبو ته د ټيټې سويې د سوچ کلمه يا ويی به اِيسي .
* څو ورَځې وړاندې د نامتو فيزيکپوه (پنځپوه) ښاغلي اَلبـرت آينشتاين Mister Albert Einstein د «ثــِــقل د جاذِبې» د نظري (سوچليدي) مــَــوجونو يا د څـــَــپـو د تجربوي (آزمايښتين) ميندن لپاره د سويډن Sweden د هېواد د علومو (پوهنو) اَکاډېمي د سږکال د نوبــِــل جائزه Nobel Prize يې د هاغو څپو د ميندن اِدعاء کړونکو ته ورکړله اَو په «بي بي سي» پښتو BBC Pashto کښې محترمې (درَناويمندې) پېغلې يا مهرمنې ثنا ساپۍ صاحبې هاغه خبر يې تقريباً (نږدېليځ) داسې ولوَست چې د «جاذبې د څپو» لپاره جائزه ورکړل شوه ، چې هاغه «د ثــِــقل جاذبه» وه اَو «جاذبه» يوازې «راکښن» ته ويل کيږي ، مګر «د ثقل جاذبه» يعني (منځآندَوي) چې «د درانــِــښتيا راکښن» اَو په اِنګليسي ژبې کښې هاغو څپو ته :
gravitational waves
يعني (منځآندَوي) چې :
«درانــِــښتياشونوالې څپې»
چې په دې کلمو يا ويونو کښې هېڅ د «جاذبې» کلمه يا ويی نه شته اَو «جاذِبه» په طبيعت (پنځون يا پیداشوِښت) کښې څو نور ډَولونه لري ، لکه «مقناطيسي (اُوسپنکښي)» جاذبه (راکښن) ، اَو «برقي (برېښي)» جاذبه (راکښن) اَو «د درانــِــښتيا يا د ثــِــقل جاذِبه (راکښن)» يا
gravity's attraction
خو خــَــير ، بيا هم درناويمنده پېغله يا مهرمن ثنا ساپۍ صاحبه تر ډېرو نورو خلکو په ډېرو شيانو بهتره پوهيږي . اَو ټول يادان په خـــَـــير اَو په نېکي وي . اِلـــَـــٰـــهي آمين . چې د غيبت ګناه و نه شي .
* نور نو د «دومره» په ځاي «دونمره» اَو د «هاغومره» په ځاي «هاغونمره» .
* د «عامــِــل» لپاره «ګــَــر» اَو نه «لامــِــل» .
* د «ضــَــرب کول» لپاره «څوپلا کول» .
* «تــَــقـسيم» خو «وېش» يعني «ډيـفـيـژن» يا «ډيـويـژن» division دئ .
* د «معنیٰ» لپاره «مــَــنځآند» يعني د اِنګليسي ژبې «مينينګ» meaning .
* اَو د «يعني» لپاره «منځآند کوي» يا «مــَــنځآندَوي» .
* د شــِــعر د بــَــيت لپاره چې verse دئ «واړَوِښت» يعني چې «واړه» يا «دواړه» برخې چې قافيې يا ځينې غږونه يې هم يو بــِــل ته يو څه وَرته مګر يو څه واړولي وي .
* د version لپاره «واړَوښتون» .
* د Universe يا «کائــِــنات» لپاره «يوواړَوښت» .
* «د متحده ملتونو سازمان» يا «د ملګرو ملتونو سازمان» لپاره «د يوونتياشوي ملتونو سازمان» ، ځکه چې «ملګری» خو هاغه څوک وي چې «ميلاوګر» وي يعني چې «مــُــلاقات ګر» يا «ميټينګ ګر» meetinger يا meeter وي اَو د هاغه سازمان نوم «ميټينګ نېشــِــنز» meeting nations يا «ميټــِــر نېشــِــنز» meeter nations نه دئ اَو «يونايټډ» united يعني (منځآندوي) چې «يوونتياشوي» .
* «د اَمريکې يوونتياشوي اَيالتونه» United States of America د «اَمريکې متحده اَيالتونه» لپاره .
* د «تغيیر» لپاره «اَوِښت» يا «اَوِښتون» يعني «چـېـنـج» change اَو نه «بــَــدلون» ځکه چې «بــَــد» په پښتو ژبې کښې «بــَــد» اَو «ناښــِــه» وي اَو هر «تغيير» به «بد» کيږي ، أو «بــَــدَّلَ» اَصلاً عربي کلمه يا ويی دئ .
* د sequence لپاره «پـسـېـکېدوانڅــِــه» يا «پـسـېـکېدوانڅ» .
* د «عاقــِــبــَــت» یا consequence لپاره «هــَــمـپـسـېـکېـدوانڅ» .
* د sequel لپاره «پـسـېـکېدوال» .
* د «لوبغاړي» په ځاي «لوبګــَــر» .
* د Function لپاره «پــِــليکړن» .
* د «ګراف» لپاره «کــَــرښود» .
* د «پروګرام» لپاره «پــِــوړاندکـــَــرښ» يا «وړاندکرښ» . مګر د راډيو «پروګرام» ته «خپرونه» کېدی شي چې پاتې شي ، مګر چې أصلاً (آرليځ) «خپرونه» يعني (منځآندَوي) چې «نــَــشرِيــَّــه» .
* د «مــُــرَکــَّــب» لپاره «هــَــمـپـېـږد» لکه «کامپــَــونډ» compound .
* د «دائرې» لپاره «ګردکرښ» چې circle ته لږ څه نږدې کيږي .
* د term لپاره «تــِــرموخه» .
* د «ټــېــرمــيــنــَــل» terminal لپاره «تــِــرموخوال» .
* د «ترکیب» combination لپاره «هــَــمـپــِــډَلکړن» .
* د «څــَــرګــَــند» لپاره «څــِــرکيند» يا «جــَــوَت» ځکه چې «ګــَــند» اَو «ګــَــنده» بد بويه اَو خوسا وي اَو خاوره هاغه وَقت (مهال) چې پسونه په وَښو وڅريږي اَو په «څــِــرېدا» کښې د وَښو «کيندل» وشي نو خاوره «څــِــرکيند» کيږي ، اَو «جــَــوَت» کيږي اَو «جــَــوَت» لکه چې يعني (منځآندَوي) چې «جاوَت» لکه کوم موږک چې د خپل د سوري د «ځاي» يا «جاي» څخه «وَت» يا «ووت» يا «وَتون» يا په اِنګليسي ژِبې کښې «اَوټ» out وکړي نو «جاوَت» يا «جــَــوَت» يا «ښکاره» کيږي ، مګر «ښکار» د «ظــُــلم» اَو «د روښانه ښــِــه وَقت اَو مهال تـيـارِه کړن» کار دئ اَو د «ښکاره» په ځاي هم «جــَــوَت» بهتر يا ښه تر وي ځکه چې په «جــَــوَت» کښې د «ښکار» يا د وَژلو کومه وَينا نه وي .
* د «فــيــلــُــسوف» philosopher لپاره «لـېـوالدِسوچ» .
* د «بــَــرابــَــر» لپاره «يو څه يال» يا «يوڅيال» يا «سيال» equal ، ځکه چې «بــَــرابــَــر» لږ څه «بــَــربــَــريــَّــت» اَو «وَحشــَــت» ته وَرته غږونه لري .
* د «نــِــسبــَــت» يا ratio يا rate لپاره «بــَــرخړيک» يعني چې «د برخې اَړیکه» .
* د «تــَــناســُــب» يا proportion لپاره «وړاندوړيک» يعني چې «د وړاندې وړنې اَړيکه» .
* د «مــُــعادَله» equation لپاره «سيالشون» .
* د «مــُــشتــَــق» يا derivative لپاره «تـرېـرودشويځ» .
* د «اِيـنـټـېـګرال» integral لپاره «نــِــټـوټـېـګيال» اَو د «اِيـنـټـېـګرېـشــِـن» integration لپاره «نــِــټــوټــېــګيال کړن» .
* د «تــَــماس کول» يا د «ټــَــچ» touch لپاره «ټــِــکموښ کول» .
* «لــَــمس کول» لپاره «لاسموښ کول» .
اَو داسې نور ....
کلمې اَو ويي خو ډېر دي ، مګر اُوس فعلاً بايد چې ستاسې د عاليقدرو حضورو بې اِنتهاء (ناپايلين) ډېر اَرزِښتمن وَقت (مهال) ډېرتر و نه نيسم اَو د دې پیام د لوَستلو لپاره بېحد ډېرې زيادې مننې اَو بې اَندازې ډېر زياد تشکرونه کوم . په رِښتينو ډېرو زيادو درَناويو .