دا هغه خبره ده چې د ولسمشرۍ چوکۍ ته نوماند ښاغلي غبرګ عبدالله  (( عبدالله عبدالله )) به په نیمه نیمګوره پښتو هغه وخت له خبري رسنیو سره د مرکې په ترځ کې  کوله چې امریکايي الوتکو به پښتني سیمې بمبارولې او ویل به یې (  موژ امریکایانو ته وایو غتې غتې بمونه واچوی واله چاره نه کوي) یانې لوی لوی بمونه استعمال کړی واړه بمونه چاره نه کوي.
د شل کالو درواغجن عبدالله د پښتنو د بیلتون، ځانځانۍ او له واک څخه د بیلوالي له کبله اوس نو د خپلې خیالي نړۍ په داسې یوه چاپیریال کې چکر وهي چې په هغه ملت باندې ځان د ولسمشر په توګه تحمیل کړي چې شل کاله یې بمبارد کړي، ځورولي، وژلي او پردیو الوتکو ته یې په دوی باندې د بمونو د اچولو لارښوونه کړې ده.
غبرګ عبدالله، فهیم، سیاف، محقق، خلیلي، دوستم، رباني، ملاعمر، خلقیان، پرچمیان او په لسګونو داسې نورې نامنل شوې څیرې هغه کسان دي چې د پښتنو د اختلافاتو، بیلتون او ځانځانۍ په نتیجه کې ورته د افغانانو د وژلو، د هیواد د تخریب او د افغانستان د نظام د ورانولو زمینه برابره شوې ده او خبره تر دې حالته رارسیدلې ده چې اوس نو په دې میړني او ټپي  ولس باندې د بیا بیا واکمنۍ خوبونه ویني.
موږ خپلو پښتنو مشرانو ته د خدای روی ور وړو او د ننواتې ځولۍ ورته اچوو چې که چیرې له ځانځانۍ څخه تیر نه شي، یو بل ته د متقابل احترام په سترګه و نه ګوري او د تاریخ دغه حساس پړاو ته د مسوولیت څخه په ډکه سترګه و نه ګوري نو په برخلیک به مو هغه څوک ملنډې وهي چې تاسو یې وژلي، بمبار کړي او د درویزې تر حده یې را رسولي یاست.
همدارنګه هر ډول مخالفو او  وسله والو جنګیالیو ته وایو چې هغه جګړه چې د القایدې او آی ایس آی په کومانده پيل شوې ده هیڅ راز توجیه نه لري، په ټوله مانا ناروا ده او نور مو هم د بدبختیو او تورتم خوا ته بیايي. نو د خدای روی ته وګوری په دې ملت رحم وکړی او نور له جګړې څخه لاس واخلی. که د قدرت تږي یاست نو سیاسي مبارزې ته مخه کړی او له بدبختیو څخه د خپل هیواد په ژغورلو کې ملي دنده ادا کړی. 
پښتانه باید په لویه پيمانه په حکومتي نظام کې برخه واخلي، نن ورځ نه موږ ته بیځایه باټې په درد خوري، نه خیالي ویاړونه، نه جګړه او تاوتریخوالی او نه هم ځانځاني بلکي موږ باید د کاملې قربانۍ، یووالي، سیاسي درایت او پوهې سره یو ځای د دې ډګر د ګټلو هڅه وکړو.
که پښتانه په نظام کې برخه وانخلي داسې مثال لري لکه په دریا کې چې ښه چاغ چاغ کبان وي او ښکارځن یې د نیولو هڅه کوي خو که چیرې له دغه ښکارځنو سره وسیله نه وي، د آب بازۍ چل نه ورځي، چنګک و نه لري او جال د اوبو منځته ور وا نه چوي نو هیڅکله به په دې قادر نه شي چې کبان ښکار کړي. که فرضا د دریا له بهر څخه کبانو ښکاري څومره غورې وکړي او ورته ووايي چې زه به دې نیسم، زه به دې کار وکړم، زه داسې تکړه ښکارځن یم، ژر را ووزه او زه غواړم چې له دې دریا څخه د چاغو کبانو خپله برخه یوسم، زه حقوق لرم او زما حق دې اعاده شي که نه داسې او داسې به وکړم. خو تر هغه وخته به نوموړی خپلې موخې ته و نه رسیږي څو چې د بشپړو او معقولو وسایلو سره یو ځای د ښکار ډګر او سیند ته ننوزي او خپل مطلب ترلاسه کړي.
د علامه سید جمال الدین افغان مشهوره خبره ده چې : (حق اخیستل کیږي او ورکول کیږي نه) تر هغه پورې به موږ ته څوک خپل حق را نه کړي څو چې موږ یې خپله لاس ته را نه وړو خو په داسې ډول به یې لاسته راوړو چې د زمانې د غوښتنو سره برابر وي او معقوله بڼه و لري.
د پښتنو لپاره په کار ده چې په لویه پیمانه دولتي دوایرو او دفترونو ته مخه کړي، د دفتر ټولې چارې په پښتو پيل کړي او د حکومتي واک د نیولو په داسې سالمه سیالۍ کې برخه واخلي چې زموږ خلک نور له بدمرغیو څخه و ژغوري، زرغون او ښیرازه راتلونکي یې په برخه کوي او په علمي بنسټونو ولاړه وي.
که مو دغه کار و نه کړ نو خدای مه کړه بیا به زموږ برخلیک د داسې کسانو په لاس وي چې امریکایې الوتکو ته یې ویل: ( غتې غتې بمونه واچوه واله چاره نه کوي)
اللهم اني قدبلغت فاشهد