د ۹۳ نه زیات غیرقانوني کډوال د هغو دوه ورځنېو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول چې په سیمه کې د جرمونو او غیر قانوني کړنو سره د مبارزې په موخه په لاره اچول شوي وو.

د سیمې د پولیسو مشر «اشمون باجه» رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې یاد عملیات د مالیزیا په «ډیسارو، بندر پنوار، رینګیت او پینګیرنګ» سیمو کې د جرمونو او تاوتریخوالي د ډیریدلو وروسته د «نشنل بلو اوشن» ستراتیژۍ نه په استفادې چې ۵۹ پولیسو، د کډوالۍ او ګمرکاتو د ریاست غړو په کې برخه درلوده تر سره شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په پرتله سږ کال ۶۰٪ په جرمونو کې زیاتوالی راغلی دی.

«اشمون باجه» زیاته کړه چې غیر قانوني کډوال به د ۱۹۵۰/۱۹۶۳ کال د کډوالو د قانون مطابق تر څیړنې لاندې ونیول شي.