موبایل ته ورته تومانچه :
عبدالله شاه ژوندون :
په ایټلي(ايټاليا) کې پولیسو یوه داسي تومانچه نیولې چې ظاهراً لکه موبايل ټېلفون داسي ښکاري مګر د څو تڼیو په ټینګولو سره څلور خورا تیز ډزونه کولی شي.
د ايټلي پوليسو تیره جمعه په یوه کور تر چاپې وروسته یوموبايل لاسته راووړ چې په اصل کې د اعشاریه ۲۲کیلیبر اسلحه وه ،
همداراز پوليسو زیاته کړې چې په نوموړي کور کې د موبايل ته ورته تومان
چې تر څنګ نشيي توکي، مرمۍ ضد جاکټ او په لسګونو زره پاونډه هم ترلاسه شوي دي . ویل کیږي چې پولیسو د مافیا په یوه ستر مرکز چاپه اچولې وه چې ورسته ذکر ښوي توکي په لاس ورغلي وو.
د ویډیو د لیدلو لپاره په انځور کلیک کړۍ .