د کوچني اختر په هکله د انوارالحق (مجاهد) نبي خيل پيغام
راليږونکی :د تورې بوړې د نظامي محاذ وياند قاري سجاد
د راليږونکي پته :torabora2006@yahoo.com
نيټه : 01-10-2008
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله والصلاة والسلام علي رسول الله :
وبعد:
دکوچني اختر ورځي داسلام په مقدس دين کي دخوښۍ ورځي دې چه دالله تبارک وتعالي (جل جلا له ) په شکر ، حمد او ثنالمانځل کيږې .
په دغو ورځو کي دخوشحالۍ راز په دي کي دي چه مسلمانان په دي وياړي چه دستر عبادت ( روژه نيوني ) په اداء کولو توانيدلي .
نو دپورته حقيقت په رڼاکي ويلاي شو چه دا اختر په واقعيت کي دهغه چالپاره دخوښۍ ورځي ګڼل کيږي چه دخپل رب په عبادت کي يې ترټولو زيات زيار ويستلي اودخپل نفس او خواهش لا زياتي قربانۍ ته چمتو شوي .
نن به داسي خلک هم موجود وي چه ددي حقي روژي په خوړلو سره دکفر طوفاني ګرداب ته لويدلي اوداسي خلک هم وي چه دصليب په بندګۍ کي يې روژي اوختمونه هم ترسره کړي وي ، په حقيقت کي دادواړه ديوه سرنوشت په لوري رهي دې .
دغه اختر دي يواځي هغو ځوانانو ته مبارک وي چه درمضان مبارکه مياشت يې دخپلي عقيدي په دفاع کي دکفر په بي رحمه زندانونوکي دولچک اوزولنوسره تيره کړه .
دهغوي هره لحظه يواځي ديوه الهي ذات په عبادت کي تيريده نه يې دنفس او خواهش غوښتنوته غاړه کيښوده او نه يې دطاغوتي ځواکونو زر او زورته سرښکته کړ، په هغوي هر ظلم اوشکنجه يوه خداي ته دريښتيني بندګۍ دسند په توګه پاتي شو .
دغه ورځ دي دهغوسپيڅلوشهداووارواحواوورثه ووته مبارکه وي چه په ډير مظلوميت يې داسلامي نظام په ارمان دشهادت شيرين جامونه نوش کړل .
اوداسلام دحقي لياري هغه غازيانوته دي نيکمرغه وي چه داسلامي نظام دحاکميت په هيله دجهادپه تاوده سنګر کي دسختۍ ، ګرمۍ او يخنۍ شپي او ورځي تيروي .
دهجرت په ديارواودپرديسۍ په وطن هغه بي وسه اوبيچاره ښځو،کوچنيانواوضعيفانوته دي دادمبارکۍ اونيکمرغۍ ورځ وګرځي چه په ډيره ميړانه او متين عزم يې دخپل هيواد دريښتيني ازادۍ اوشرعي نظام دنفاذ لپاره دهجرت کړاوونه ګاللي اوشپه او ورځ يې دهمدي هيلي په خاطر الهي دربارته لاسونه لپه کړي .
مونږ هغو وروڼو او خويندو ته چه دکفر په وحشي محبسونوکي دتکليف او ازميښت ورځي تيروي .
دهغوپاکو شهداوو ورثه ووته چه داسلام مقدس دين په غيرت يې سرونه ښندلي اودسنګر هغو اتلانو ته چه داسلام او ازادۍ په دفاع کي يې ځانونه دمرګ خطر ته ورکړي داسلام دستر پيغمبر (صلي الله عليه وسلم ) دافرمان ورپه زړه کوو چه : الايمان نصفان : نصف في الصبر ونصف في الشکر .
دسپيڅلي عقيدي په خاطر له صبر ، حوصلي او ثبات څخه کار واخلۍ او ددومره ستر امت له منځ څخه چي الله تبارک وتعالي تاسي دخپل دين ددفاع لپاره انتخاب کړي ياست الهي شکر اداء کړۍ چه ستاسي دصبر اوهمت له برکته به الله تبارک وتعالي حتماً اسلامي نظام رامنځته کړي اوتاسي به دهغه چالپاره قدوه اوپشوايان وګرځوي چه دخپلواکۍ لپاره قربانۍ ته چتمو وي . ( وجعلنامنهم ائمة يمعدون بامرنالماصبروا وکانوا باياتنا يوقنون )
راليږونکی :د تورې بوړې د نظامي محاذ وياند قاري سجاد
یادونه : د قره باغ ویبلاګ د رسنیو قانون ته په احترام سره ټولي هغه لیکنې ، پيغامونه ، شعرونه، خبرتیاوي او نورمطالب چې د لیکوالانو له لوري راستول کیږي بې له کومي سیاسي موخي خپروي . ( ع ـ ژوندون)