راليږونکی :ع٠بهرام
د راليږونکي پته :haqafg@hotmail.com
نيټه : 11-09-2008
دملنګ جان دا
نن مې بیا زړګی خوږیږی
حاضرينو نه حيا راځې شرميږم
عفو غواړم په همدې ځای به يې پريږدم
په اخلاص سره لاسونه کړئ راپورته
په زاری په استغفار شۍ د خدائ لور ته
خدايه ته مو د حسد تبه سړه کړې
د دې وږو خلکو ته ګېډه مړه کړې
د تيارې د جهالت نه مو بيرون کښې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کښې
د نفاق مکروب مو ووژنې رګو کښې
خدايه ته په خپل کرم سره مونږ پو کړې
پښتانه د کارخانو ټول خاوندان کړې
شاګردان مې د مکتب ټول استادان کړې
افغانې ساخت ماشينونه راښکاره کړې
ټول جهان مې د کمال په ننداره کړې
الهې ستا د حبيب له برکته
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړې ښکته
غم زده د زمانې زه ملنګ جان يم
ترقۍ د پښتنو ته په ارمان يم
درويزګر يم په هر در په هر ديارګډ
کاشکي نه وای د دې د هر په بازار ګډ
مرحوم ارواښاد ملنګ جان