د ګران او قدرمن ورور حاجي محمد نعیم یو په زړه پوري او له سوزه ډک شعر :

 

 

مه راځه اختره

مــه راځه اختره زموږکوروکي ماشــومان ژاړي

هم په چیغوچیغونن دښتوکي مي مرغان ژاړي

*****

مــــــه راځـــــــــــه اخــــتره نه جشنونه نه میلې لرو

نه ها خـــــــــوشـــــــــحالۍنه دباغــــــونوتــــرانې لرو

هــرځای کې جنګونه د اورونوســــرې لمبې لرو

*****

زماګلشن ته ګوره په کوکارومي طوطیان ژاړي

هم په چیغوچیغونن دښتوکی می مــرغان ژاړي

*****

څــــوک مـــي نازولې سپینه ورځ کي په رڼاوژني

غــــــــټ ظـــــــــالم لاګـــوره ماله تانه خامخاوژني

بــــــــــل جرم می نسته مــــاپردین دمصطفاوژنی

*****

لــــږڅه صــــــــبروکړه لاتــــراوسه مي یاران ژاړي

هم په چیغوچیغونن دښتوکي مي مـرغان ژاړي

*****

ګـــــوره چی بمبارهلي کوپټرکوي دازمـاپه کور

بـــل یې ښه ځوانان راڅخه يووړله دجـیل په لور

داسي زورکوي ته واراباندي یې دپـلاردی پور

*****

څــــرنګه په ســـــــــــوزداغم لړلی افــغانان ژاړي

هم په چیغوچیغونن دښتوکي مي مرغان ژاړي

*****

هروخت سي پرماباندي کڼه،ړنده،ګونګۍدنیا

هیڅ کله نه اوري دمظلوم داهــــي وهـــــوي دنـیا

دادجــــــبره ډکـــــــــه دظـــــــــالم دلاس نیوی دنـیا

*****

اونـــــــعیمه پاڅه کـــوراوکلی کی خپلوان ژاړي

هم په چیغوچیغونن دښتوکي مي مـرغان ژاړی

 

 

حاجي محمد نعیم - هرات