دحسنونو سوداګر

د حسنونو سودا ګریم شرابي حسن په څو دی
چې معیاریې خال اوخط وي کتابي حسن په څودی

چې خوشحال یې هسي ستایي افتخار پرې شاعران کا
د ترکانو د خوبانو ګلابي حسن په څو دی

چې د سترګو په ښکلایې ټول عالم په مسیدو دی
د قفقاز دهسکو پیغلو عنابي حسن په څو دی

چې عالم ورته سلام کا ښاپیرۍ ورته حیرانې
دسلاویانو په وطن کی ارزاني حسن په څو دی

نورستان په سر درو کې د هلمند رود شاو خوا ته
د قندهار کلو بانډو کې نوراني حسن په څو دی

د ښکلا او د حسنونو په بازار کې هسي ګرځم
چې بازار یې هسي خوږدی افغاني حسن په څودی
------------------------------------------------
                                          سمیع الدین افغانی