د استرالیا حکومت د خالد شروف په نوم د داعش له یو جنګیالي څخه د دغه هیواد تابعیت واخیسته.

د استرالیا په تاریخ کې نوموړی لمړنې کس دی چې په دغه هیواد کې تری تابعیت اخیستل کیږي.

خالد شروف ۳۵ کلن دی او اصلآ په لبنان کې زېږېدلې چې کلونه مخکې استرالیا ته مهاجر شوی وو.

نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې سوریې ته لاړ چې بیا هلته له داعش سره یوځای شو.

دی په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت مشهور شو چې په ټولنیزو شبکو کې یې د خپل کوچني ځوی یو عکس خپور کړ چې د سوریې د یو حکومتي چارواکي پرې شوې سر یې په لاس کې نیولې وو.

د استرالیا د مهاجرت وزیر یوازی هغه مهال صلاحیت لري چې د یو استرالیایي څخه د دغه هیواد تابعیت واخلي چې په تروریستي کړنو کې یې لاس لرل په ثبوت رسیدلی وي.